تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه   الحُجرات سورت حجرات سورت په مدينه کې نازل شوى او اتلس (١٨)آيتونه لري. “حُجرات” د “حُجرة” جمع ده او دا چې د دې سورت په څلورم آیت کې د پېغمبراکرم (ص) د حجرو ( خونو) خبره راغلې؛ نو ځکه د حجرات نامه پرې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

 

الحُجرات سورت

حجرات سورت په مدينه کې نازل شوى او اتلس (١٨)آيتونه لري. “حُجرات” د “حُجرة” جمع ده او دا چې د دې سورت په څلورم آیت کې د پېغمبراکرم (ص) د حجرو ( خونو) خبره راغلې؛ نو ځکه د حجرات نامه پرې ايښوول شوې ده.

د قرآن دا سورتونه (مائده، حجرات، ممتحنه) د ټولنيزو او حکومتي چارو په اړه دي، چې د (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) په غونډلې – جملې پيل شوي دي.

په مائده سورت کې لولو:

[مؤمنانو! پر ژمنو ( او تړونو مو) وفا وكړئ. تاسې ته د څارويو ( غوښه او جنين) حلا ل شوي دي؛ خو هغه چې تردې روسته به درته ولوستل (او استثناء) شي او د احرام په حال كې ښكاركول روا مه بولئ، په رښتيا، الله چې څه غواړي ( او مصلحت وي) حكم كوي. ]

په ممتحنه سورت کې وايو: (( اى هغوى چې ايمان مو راوړى دى، زما او له خپل دښمن سره دوستي مه کوئ. ))

او په حجرات سورت کې لولو: (( اى هغو کسانو، چې ايمان مو راوړى دى! د الله او د هغه د رسول له حکمه مه مخکې کېږئ. ))

په دې سورت کې پینځه وارې د ” يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ” غونډله – جمله راغلې؛ نو ځکه د اسلامي ټولنې څېره ترې څرګندېږي.

په دې سورت کې يو لړ مسايل نوموتي دي، چې په نور سورتونو کې نه دي راغلي؛ لکه:

١-له پېغمبر اکرم(ص) څخه نه مخکې کېدل او ورسره د ناستې پاستې اداب او بې ادبو ته ګوتڅنډنه.

 ٢_ په يوه ايماني ټولنه کې ملنډې وهل، بده نامه ايښوول، بدګوماني، ځيرنه، پلټنه او غيبت حرام دي، چې په دې سورت کې ترې منع شوي يو.

٣_ په يوه ايماني ټولنه کې، چې رورولي، د چارو د سمونې په اړه لارښوونې، د یاغيانو پرخلاف عمومي مبارزه، د خلکو ترمنځ په انصاف منځګړتوب، له شکمنو ‏څخه د رارسېدلیو خبرونو په اړه څېړنه او د غوراوۍ کچې پکار دي؛ نو په دې سورت کې راغلي دي.

 ٤_ په دې سورت کې د يوې ايماني ټولنې، د مسلمان او مؤمن درجې ټاکل شوي. د ارزښتونو کچه تقوا ښوول شوې، ايمان ستايل شوى، کفر او ګناه رټل شوې او د ټولنې چورليځ قسط او عدل ښوول شوى دى.

٥_ په دې سورت کې ايماني ټولنه داسې انځور شوې، چې د الله تعالی پوروړې او د پېغمبر اکرم مينواله ده، چې د هغه مبارک له لارې يې سمه لار موندلې او کله هم د خپل ايمان راوړو منت پر الله تعالی او رسول نه ږدي.

٦_ په دې سورت کې ايماني ټولنه داسې انځور شوې، چې ټول دې پېغمبراکرم ته لاس پر سينه ولاړ وي او دا تمه دې و نه لري، چې ګنې پېغمبر اکرم به په خلکو پسې ورځي.

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ=د لوراند او لورين الله په نامه

 ټکي:

 دا سورت هم د نورو سورتونو په څېر د الله تعالی په نامه پيل شوى؛ ځکه په يوه حديث کې وايو: (( هر کار، چې د الله تعالی په نامه پيل نشي نيمګړى دى[1]))

هو! انسان د خپلو چارو په پيل کې پراخې لورنې او مرستې ته اړمن دى، چې دا اړتيا د ((بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ)) په ويلو پوره کېږي.

د هر کار په پيل کې، د ((بِسْمِ اللَّهِ)) ويل، پر الله تعالی د ايمان، له الله تعالی سره د مينې، پر الله تعالی د توکل او خپلو چارو ته د الهي رنګ او اړخ ورکولو نښه ده.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ. (۱) = مؤمنانو! پر الله او استازي یې [په هېڅ کار کې] مه ورمخكې كېږئ او خپل ځانونه مو د الله له عذابه وساتئ، چې الله پوه اورېدونكى دى.

ټکي:

* دا آيت د ډېرو تېروتنو مخه نيسي؛ ځکه کله د ډېرى خلکو غوښتنې، ظاهري او توکیز اړخونه لري، له اټکل او ګومان ‏لاروي کوي؛ نوون ته لېوال وي، په بيړه قضاوت کوي او خيالپالي وي، چې دا ټولې چارې انسان داسى ليکونو، خبرو او هوډونو ته اړ باسي، چې په ناځانخبري توګه له الله تعالی او رسوله مخکې شي؛ لکه څنګه چې یو شمېر د عبادت، پرېکنده توب، اوختون، زهد او ساده ژوند په ګومان له الله تعالی او رسوله مخکې شوي او په اصطلاح تر ښوروا، کاسه ډېره توده وي.

* الله تعالی، د اسلامي ټولنې پر مشر مخکې کېدنه – تقدم سخت منع کړی؛ ځکه څوک چې په خپلو چارو کې له الله تعالی او رسول یې ورمخکې شي، د اسلامي نظام سنبالنه ټکنۍ کوي او ټولنه ګډوډۍ ته ورکاږي او په حقیقت کې د قانون جوړونې نظام لاسوزله کوي.

* د هغو یو لړ ادابو، عاداتو، ټولنیزو دودونو یا بشري قوانینو او مقرراتو منل او عملي کول، چې په قرآن او حدیث کې جرړه و نه لري او له عقل او فطرته راولاړ شوي نه وي، له الله تعالی او رسول څخه مخکې کېدنه ده.

*دا آيت غواړي انسان د پرښتې په څېر وروزي؛ ځکه قرآن د پرښتو په اړه وايي‏: (( لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ[2]=چې په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او(تل یې) په امر عمل كوي. ))

* قرآن د مخکې کېدنې – تقدم هغه ځايونه نه دي بیان کړي ‏، چې په وینا او چلن کې ډول ډول ګروهیزې، علمي، سياسي، وټیزې او نورې مخکې کېدنې پکې راونغاړل شي.

*د حضرت محمد ( ص) ځينو اصحابو ترې وغوښتل، چې اجازه ورکړي ‏ځانونه خصيان کړي، چې تردې ‏روسته يې خپلو مېرمنو ته زړه ونشي او تل د اسلام په چوپړ کې وي، چې د الله رسول له دې کاره په کلکه منع کړل.

*هغوى چې له الله تعالی او پېغمبره یې مخکې کېږي، په نظام سنبالنه ‏او ټولنه کې ګډوډي راولي ‏او په حقيقت کې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې قوانين جوړوي.

 پېغامونه:

١_ د يوه حکم پلي کېدو ته دې لومړى په مخاطب کې د منلو او زغملو اروایيزه ‏روحيه پيدا شي. د (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا) غونډله – جمله مخاطب ته شخصيت ورکوي او د کار کولو په برخه کې یې الله ته اړينتوب څرګندوي.

٣_ ځينې وګړیزې سليقې، ټولنيز روږدونه او دودونه او بشري قوانين، چې د قرآن، حديث عقل او فطرت له مخې نه وي، په رښتینه کې يو ډول له الله تعالی او رسوله مخکې تلل دي. ( لَا تُقَدِّمُوا. . . . )

٤_ د الله حرام حلالول او حلال یي حرامول، له الله تعالی او رسوله يې مخکې تلل دي. (لَا تُقَدِّمُوا. . . )

٥_ هر ډول بدعت، ښنده- مبالغه، بېځايه ستاينه او رټنه، مخکې تلل دي. (لَا تُقَدِّمُوا. . . . )

٦_ زموږ د قانون او چلن سرچينه دې قرآن او نبوي سنت وي. (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

٧_ له الله تعالی او رسوله يې مخکې والى بې تقوايي ده (ځکه چې په دې آيت کې وايي: مخکې مه ځئ او تقوى ولرئ)( لَا تُقَدِّمُوا. . . . وَاتَّقُوا)

٨_ هره آزادي او پرمختګ ارزښت نه لري (لَا تُقَدِّمُوا. . . )

٩_ د دندو د سر ته رسولو لپاره ايمان او تقوى په کار ده. ( په آيت کې هم د ((آمَنُوا)) ټکى او هم د ((اتَّقُوا)) ټکى نوموتى دى (آمَنُوا. . . . اتَّقُوا).

١٠_ له هغو څيزونو، چې جملې ته ښکلا ورکوي دادي، چې امر او منع ‏دواړه ترڅنګ راغلي وي ( په آيت کې هم منع کول؛ (( لَا تُقَدِّمُوا)) راغلي او هم کول ((وَاتَّقُوا)) راغلي دي.

١١_ د رسول حکم د الله تعالی حکم دى، د رسول د حکم سپکاوى، د الله تعالی سپکاوى دى او له رسوله مخکې کېدل، له خدایه مخکې کېدل دي. (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

١٢_ عملي التزام دې له دنننۍ تقوا سره وي (لَا تُقَدِّمُوا. . . . وَاتَّقُوا اللَّهَ).

١٣_ هغوى چې د سليقو او نورو چارو له کبله، ‏له الله تعالی او رسول يې مخکې کېږي؛ نو نه ايمان لري او نه تقوا. (لَا تُقَدِّمُوا. . . . وَاتَّقُوا اللَّهَ)

 ١٤_ د خپلو ناسمو چارو لپاره پلمې او مخونې مه راوړئ؛ ځکه: ( لَا تُقَدِّمُوا. . . إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ).

۱۵- د الله تعالی پر څارنې او پوهې ایمان، له الله پاک نه د وېرې او پر احکامو یې د عملي کولو لاره چاره ده. « وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ »

د مخکې کېدو څو بېلګې

١ـ د غټ اختر پر ورځ ځينو د الله له رسوله مخکې قرباني وکړه، چې ورته وويل شول: (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)[3].

٢_ يوه ډله مخکې تردې روژه شوه، چې د روژې میاشت راختل ورجوت شوي وي، ورته وويل شول: (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

٣_ د اسلام پېغمبر، کفارو ته څو تنه د تبليغ لپاره ولېږل، کفارو د الله د رسول مبلغان ووژل؛ خو درې تنه ترې راوتښتېدل. دې درېیو تنو ‏په راستنېدو کې د “بني عامر” د ټبر دوه تنه کفار، د خپلو دوستانو په غچ کې ووژل ( ‏حال داچې هغه دوه تنه بې ګناه ول) قرآن هم هغوى ددې خپلسري عمل په پار ورټل، چې دا کار مو ولې ‏د پېغمبر له اجازې پرته‏ ‏وکړ؟ (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)[4].

٤_ حضرت ‏على (ک) يو تن ته وويل: دا دعا ووايه: يامقلب القلوب، هغه سړي داسې وويل: يا مقلب القلوب والابصار‏. حضرت علي ورته ‏وويل: ما؛ خو د “ابصار” ټکى نه و ويلى. قرآن وايي: له الله او رسوله يې مه مخکې کېږئ. (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)[5].  

۵_ حضرت على (ک) يو تن ته د دعا په ورزده کولو کې وويل: دا دعا ووايه: لا اله اله الله. . . . تردې چې ورته يې وويل: (( يحيى ويميت)) اورېدونکي بيا له ځانه يوه جمله ورزياته کړه و يې ويل: ((ويميت و يحيى)) حضرت علي ورته وويل: جمله دې سمه ده؛ خو هماغسې ووايه، چې زه یې درته وايم او بيا يې ورته د (لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ) آيت تلاوت کړ[6].

۶_ د پېغمبراکرم(ص) ځينو اصحابو پرځان خوب؛ خواړه او له خپلو مېرمنو سره کوروالى حرام کړى و، آنحضرت (ص) ‏خپه او غوسه شو، پر منبر کېناست، و يې ويل: زه پخپله خواړه خورم، ويدېږم ‏او له خپلې مېرمن سره هم ژوند کوم او همدا مې څرګنده لار ده؛ نو چا چې لاروي ترې و نه کړه؛ نو له ما ځنې نه دی. (فمَن رَغِب عن سنّتى فليس منّى[7])

۷_ پر اتم هجرى کال، چې د الله رسول له خلکو سره د مکې سوبې ته له مدينې ‏ ووت؛ نو په دې سفر کې ځينو خپله روژه ماته نه کړه (سره له دې چې خبر ول، ‏د مسافر روژه ماته ده او په خپله پېغمبراکرم هم روژه ماته کړې وه) دوى هغه کسان دي، چې له آنحضرت‏(ص) څخه مخکې کېدل. ( لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ)

۸_ تراسلام په مخکې ‏اديانو‏ کې هم داسې مخکې تګ وينو؛ د بېلګې په توګه: سره له دې چې عیسی علیه السلام د حضرت مريم زوی ‏او د الله تعالی بنده و؛ خو ځينو د خدايي تر پولې ورساوه، چې قرآن هم په دين کې له غلو څخه منع کړي يو.

د سرغړونې او شاته پاتېدو بېلګې

له الله تعالی او رسوله مخکې تګ منع دى، له حکمه یې سرغړونه او ترې روسته پاتېدل هم منع دي. هغه مهال، چې الله تعالی، رسول او د رسول پرحقه ځايناستي خلک يوې مسئلې ته راوبلي؛ نو په بيړه، مينه او لاس پر سينه دې یې امر بدرګه شي. قرآن هغوي رټلي، چې له عمومي دندو او بلنو پښې باسي. (اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ) [8]په دې اړه څو بېلګې دادي:

الف: قرآن هغوى سخت رټلي، چې د پېغمبراکرم (ص) له فرمانه یې سرغړونه کړې او جګړې ته نه وو تللي او پر خپل دې کار خوشحاله هم ول. (فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ)[9]

ب: سره له دې‏ چې د احد غزا په لومړي بريد کې مسلمانان بريالي شول؛ خو هغو ٥٠ تنو چې پېغمبراکرم(ص) په غره کې کنډو ساتنې ته پر څارنې ګومارلي ول، د آنحضرت ‏(ص) له فرمانه يې سرغړونه وکړه، چې ورته يې ويلي ول: که موږ وګټله که و بايلله؛ تاسې حق نه لرئ، له خپلو مورچو ‏راکوز شئ؛ خو هغوى د غنيمت راټولولو په موخه، ‏ ‏د پېغمبراکرم(ص) خبره ولتاړله، چې د مسلمانانو برى د همدوى په راکوزېدو خاورې ايرې شو، مسلمانانو ماته وکړه، د آنحضرت (ص) ډېر ښکلي ياران؛ لکه حضرت حمزه سيدالشهداء شهيد شو، قرآن د احد د جګړې ماتې په درې ټکيو کې رانغاړلې: ناغېړي، اړپیچ- اختلاف، سرغړونه (حَتَّى إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَعَصَيْتُم)[10]

حضرت علي هم په نهج البلاغه کې پر ډارنو، ناغېړو او ‏سخت زړیو ‏سختې نيوکې کړي او داسې یې انځور کړي ‏: هسې تشې بې روحه ډانچې يئ، اوس‏ مو ‏څېرې د سړیو دي؛ خو مړانه درکې نشته‏![11]

څه چې الله تعالی له موږ غواړي، نه مخکې تګ او نه روسته پاتېدل دي؛ بلکې ملګرتوب، ګډ اندي او ګډ کار دی. (والّذين معهم)

تقوى

په دې آيت کې د ((اتَّقُوا اللَّهَ)) غونډله راغلې؛ نو ښه به وي، چې پر تقوا څه رڼا واچوو:

١_ د الهي لارښوونو موخه داده، چې په انسان کې د تقوى روحيه پيدا کړي؛ د ساري په ډول، ‏قرآن وايي:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[12]= [خلكو! خپل هغه پالونكي ولمانځئ، چې تاسې او له تاسې مخكېني يي پيدا كړي، ښايي ځان ساتي شئ. ))

 او همداراز په بل ځاى کې وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[13]= [مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛ لكه چې تر تاسې پر ړومبنيو فرض شوې وه، ښايي ځان ساتي شئ. ))

٢_ تقوى د سمې لار منلو بنسټ دى. ( هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ)[14].

٣ـ الله تعالی متقيانو ته پوهه ورکوي (وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ)[15].

 ٤ـ تقوى الهي رحمت راوروي. (وَاتَّقُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)[16]

٥_ تقوى د عمل د منل کېدو لامل دى. (إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ)[17]

٦_ تقوى له داسې لارو روزي رسوي، چې انسان ترې خبر هم نه وي. (وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ)[18]

٧_ الله تعالی د تقوى له خاوندانو سره ژمنه ‏کړې، چې کار‏ به یې ناشونى پاتې نشي. (وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا[19])

٨_ الله تعالی له متقيانو سره غيبي مرستې کوي. (وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ)[20]

٩_ تقوى د قيامت له خطره د خلاصون لار ده. ((ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا[21]=بيا پرهېزګاران ترې ژغورو او ظالمان به په (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو. ))

تقوی ‏ د ښه عاقبت او نېکمرغۍ لامل دى. (وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ)[22]

 

په متقي کېدو کې اغېزمن لاملونه

١_ پر مبداء او معاد ايمان انسان له ګناهونو ساتي او څومره چې ‏ايمان پياوړى وي، هومره تقوى هم ډېره وي.

٢_ عمومى څارنه (پر نېکیو امر او له بدیو منع ‏) په ټولنه کې د تقوى د ودې لامل ګرځي.

٣_ کورنۍ روزنه. ٤_ حلال زرق. ٥_ د واکمنانو کړنلار. ٦_ انډيوالان (مېرمن، مېړه، ګاونډى، هم ټولګیوال). ٧— له پرهېزګارانو سره دوستي.

‏ ايا تقوى محدوديت دى؟ ‏

ځينې ګومان کوي، تقوى محدوديت او زندان دى؛ خو تقوى يوه کلکه کلا ده. د زندان او کلا توپير په دې کې دى، چې زندان ته له بهره قلف وراچول کېږى او يو تپل شوی محدوديت دى، چې د بشر له آزادۍ سره اړخ نه لګوي؛ خو کلا انسان په خپله ټاکي ‏او په خپله پکې ځان قلفوي، چې ځان له ډول ډول پېښو‏ وساتي.

رښتيا ! بوټان، چې په پښو کوو؛ نو ايا ځان مو محدود کړی؟

نو هر محدوديت بد نه دى او هره آزادي ارزښت نه دى؛ بلکې هماغسې چې هر پرمختګ ارزښت نه دى؛ ځکه ‏ميکروب هم په بدن کې پرمختګ کوي او هر پر شاتګ هم بد نه دى. ناروغ، چې طبيب ته ځي؛ نو غواړي د پخوا په څېر روغ شي، چې دا پر شاتګ ارزښت لري او تقوى هم؛ يعنې ځان ساتل.

هغه ښځې او نجونې، چې د آزادۍ په نامه ځان نورو ته ښکاره کوي، که څو دقيقو ته (يوازې ‏څو دقيقو ته) سر په ګرېوان کې ښکته کړي، ‏ان که مسلمانانې هم نه وي؛ نو عقل او پوهه ‏ يې پاکۍ، پاکلمنۍ ‏او حجاب ته رابلي؛ ځکه بدحجابى يا بې حجابي:

١_ هغوى ته پر بده سترګه د کتو. ٢— د هغوى د تښتولو لپاره د هڅونې. ٣—د کورني نظام د ړنګېدو‏. ٤_ د بېځايه راپارونې او د روحي تعادل د له منځه تللو. ٥—ځان ښوونې او ځلبل ته د هڅونې. ٦_ د زده کړیالانو علمي بنسټ ته تیلی ورته کول ‏او فکر یې له مطالعې د ګرځولو. ٧—د نشتمنو ‏او بېوزليو ‏ د خېجلتيا لامل ګرځي؛ ځکه ‏هغوى د دوى په څېر جامې نشي پېرلاى. ٨_ د وټيز زیان ‏لامل ګرځي؛ ځکه د کار پر ځاى پر ټولنه ځاني غوښتنې واکمنېږى. ٩_ هغوى له ژونده نهيلوي، چې د دوى په څېر څيرې نه لري. ١٠_ موروپلار ته د خپګان د پيدا کېدو. ١١_ د عیاشانو راضي کېدو. ١٢— د منفي سيالۍ د رامنځ ته کېدو. ١٣—له کوره د تېښتې. ١٤_ د هوسونو د پیدا کېدو. ١٥_ د مقاربتي ناروغيو د منځ ته راتلو. ١٦—د روحي او اروايي ناروغيو د منځ ته راتلو. ١٧_ د ماشوم غورځېدو، ځان وژنې او پر يو بل د يرغل لامل دى.

نو ځکه قرآن پر تقوى دومره سپارښتنه کړې ده او د هېواد د هر جومات امام جمعه دې په هره خطبه کې د تقوى په اړه ‏خبرې وکړي.

 قرآن وايې: (فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ[23]) څومره مو چې له لاسه کېږي، تقوى وکړئ او په يوه بل ځاى کې وايې: (اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ)[24] تقوى هماغسې پر ځاى کړئ؛ لکه څنګه يې چې حق دى.

البته نهيلي په کار نه ده؛ ځکه که ګناه مو وکړه؛ نو په لمانځه، توبې او له الله تعالی نه د مرستې په غوښتو، د ګناه له ککړتيا ځان پاکولاى شو.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ (۲)= مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ، له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ، هسې نه چې په ناخبرۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي.

ټکي:

*په تېر آيت کې، د الله له رسوله پر مخکې والي منع شوې. دا آيت له رسول الله سره د خبرو اترو طريقه راښيي، وايي: د الله د رسول درناوى وکړئ.

د نور سورت په ٦٣ آيت کې هم سپارښتنه شوې، چې د پېغمبراکرم نامه د خپلو نامو په څېر مه اخلئ؛ بلکې په درناوي يې واخلئ.

تر عمله د عمل ساتنه او دوام مهم دى. کله مو کړنې له هماغه پيله خرابې وي؛ ځکه‏ په ريا او ځان ښوونې يې پيلوو، کله د چارو په منځ کې د غرور له لامله له منځه ځي او کله ځينې کړنې، د نورو کړنو له لامله له منځه ځي؛ نو ځکه قرآن وايي: چا چې تر قيامته ‏خپلې کړنې روغې رمټې راوړې؛ نو ثواب به يې لس ګرایه ‏ وي، (مَن جاء بالحسنة. . . ) او نه وايي: چا چې عمل وکړ؛ نو ثواب به يې لس ګرایه ‏وي؛ ځکه په دنيا کې د يوه عمل د ‏سر ته رسولو او د قيامت پر ورځ يې د وړاندې کولو په منځ کې ډېر واټن ‏دی.

 د الله رسول وويل: “په جنت کې هر ذکر ته يوه ونه کرل کېږي. ” ورته وويل شول: که داسې وي؛ نو زموږ جنت به ډېرې ونې ولري !؟ پېغمبراکرم (ص) وويل:”خو کله تاسې داسې کارونه کوئ، چې دې ونو ته اور وراچوئ. ” ‏بيا د الله رسول ورته همدا آيت تلاوت کړ[25].

*قرآن په يوه ځاى کې، د عمل د منځه تلو لامل کفر او شرک راوړي او په بل ځاى کې يې د پېغمبراکرم سپکاوى او ورسره بې ادبي راوړې ده؛ نو دا ښيي، چې د آنحضرت(ص) ‏سپکاوى او ورته د بې ادبۍ وزن له کفراو شرک سره مساوي دی؛ ځکه ‏د دواړو پای د کړنو له منځه تلل دي.

* د پېغمبراکرم(ص) ځينو يارانو به د بې پامۍ له ‏لامله د آنحضرت ‏(ص) په مخ کې په جګ غږ خبرې کولې؛ نو داچې دا کار يې د کړنو له منځه تللو لامل نشي؛ نو آنحضرت به له دوی سره پر لا ‏ لوړ غږ خبرې کولې[26].

*د پېغمبر اکرم (ص) يو يار، چې د هغه په مخ کې يې پر لوړ غږ خبرې کولې؛ نو همدا چې خبر شو، دا کار يې د کړنو له منځه تللو لامل دى؛ نو خورا زيات خواشينى شو. پېغمبراکرم(ص) ورته وويل: ستا لوړ غږ د خطاب لپاره و، چې په دې باب ستا حساب له نورو سره توپير لري[27].

*د پېغمبراکرم (ص) په مخ کې چغې وهل، د مؤمنو انسانانو د کړنو د پوپناه کېدو لامل ګرځي؛ خو هغوى چې آنحضرت (ص) ‏نه پېژني او دا کار وکړي؛ نو حساب يې له نورو سره توپير لري؛ ځکه په سپکاوي کې‏ پوهه، پېژندګلوی او د سپکاوۍ نیت ‏شرط دى.

نو که خبر نه وو، چې په يوې ورځپاڼه کې د الله تعالی نامه ده او تر يوه څيز لاندې مو هوار کړ؛ نو سپکاوى نه شمېرل کېږي.

* د (أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ) په غونډله کې وايي: تاسې به خبر هم نه ياست؛ خو کړنې به موله منځه ولاړې شي.

هو! که انسان زهرجنه مایع وڅښي او مسموم شي، که څه خيال وکړي، چې اوبه وې. که ‏د برېښنا ‏لوڅ سيم ته لاس وروړو، بې له دې چې خبر يو، چې سيم لغړ دى؛ خو ‏برېښنا ‏به مو ونيسي.

ځینې ګناوې د سوکړې، زلزلې، عمر لنډېدو، ذلت او خوارۍ لامل ګرځي. که څه انسان د دې اغېزو د پېدایښت له عواملو خبر نه وي؛ نو د پېغمبراکرم سپکاوى او بې ادبي، د کړنو د له منځه تګ لامل ګرځي؛ که څه کوونکى يې دا کار يو رټلى چار و نه ګڼي.

پېغامونه:

١- خلکو ته د ادب ښوونې لپاره، موږ دې په خپله هم په ادب ‏ورغږ کړو. په دې آيت کې هم الله تعالې د ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ)) په غونډلې ‏، پر خپل بنده غږ کړى دى.

٢_ د اسلامي امت مشر له زياتو مانیزو حقوقو او خوندونو برخمن دى، چې خلک دې ورته پاملرنه وکړي، ان که خبرې کوي؛ نو تر غږه یې بل غږ لوړ نشي او که غلى او زموږ خبرې ته غوږ وي؛ نو په ټيټ غږ دې ورسره خبرې وکړو. (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ)

٣_ د نورو له خولې د مشرانو د درناوي سپارښتنه خورا خوند کوي. (په دې آيت کې پېغمبر اکرم نه وايي: غږ مو تر ما مه اوچتوئ؛ بلکې دا د الله تعالی سپارښتنه ده، چې وايي: غږ مو د الله د رسول تر غږه مه اوچتوئ). (لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ)

٤_ د انسانانو مقام، پر عمل یې اغېز لري. (د مؤمن لخوا د پېغمبر اکرم سپکاوى درنه سزا لري) (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا. . . أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ)

٥-کله انسان خبر هم نه وي؛ خو خپل بېخ يې راايستى وي. (أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ)

مقدسات په اسلام کې

 په ټوله نړۍ ‏او بېلابېلو ګروهو ‏کې د مشرانو ځانګړى درناوى کېږي. پر ښارونو، واټونو‏، پوهنتونونو، هوايي ډګرونو، ښوونځيو او موسسو يې نامې ږدي. په اسلام کې هم خلک، وختونه، ځايونه او ان ځينې بوټي او جمادات سپېڅلتيا او قداست لري او په اسلام کې ددې سپېڅلتيا جرړه د الله تعالی په سپېڅلي ذات کې ده او څومره چې له الله تعالی سره د يو څيز تړاو زيات وي؛ نو هومره سپېڅلى وي او موږ دې يې درناوى وکړو؛ خو مقدسات:

١_ الله تعالی د سپېڅلتيا سرچينه ده او مشرکان او هغوى چې نور له الله تعالی سره يو شان ګڼي؛ نو د قيامت پر ورځ به پرخپلې بېلارۍ منښته ‏کوي او خپلو خيالي معبودانوته به ووايي: ((إِذْ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ الْعَالَمِينَ[28]= چې موږ تاسې له نړۍ پالونکي سره برابر ګڼلئ. ))

په قرآن کى د الله تعالی پر تسبيح ډېر ټينګار شوى؛ يعنې موږ دې د الله تعالی لپاره داسې درناوى او سپېڅلتيا ومنو، چې پکې هېڅ ډول نيمګړتيا نه وي؛ نه يوازې د هغه ذات؛ بلکې نامه يې هم سپېڅلى ده. ((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى[29]= د خپل لوړ پالونکي نامه وستایه. ))

٢_ د الله تعالی کتاب هم ځانګړى درناوى او سپڅلتيا لري؛ ځکه قرآن چې ځان ته “عظيم[30]” وايي؛ نو موږ دې هم ورته په درنه وګورو. قرآن ځان ته “کريم”[31] وايي؛ او کله ځان ته “مجيد”[32] وايي؛ نو موږ دې یې هم ‏درناوى وکړو.

٣_ټول انبیاء، الهي مشران او ځايناستي يې، په تېره حضرت محمد (ص) او اهل بيت یې ځانګړى مقام لري، چې په دې سورت (حجرات) کې له حضرت محمد(ص) سره د ناستې پاستې آداب بيان شوي، چې ورڅخه مخکې نشو او د خبرو پر مهال خپل غږ د هغوى تر غږه پورته نه کړو‏.

په قرآن کې مؤمن انسان ته پر پېغمبراکرم د درود ويلو حکم شوى دى[33].

 په حديث کې راغلي: که چا د عادل فقيه خبره و نه منله؛ نو داسې به وي، چې د پېغمبر اکرم د اهل بيتو خبره يې نه وي منلې او څوک یې چې خبره و نه مني؛ نو داسې به وي؛ لکه چې د الله تعالی خبره يې نه وي منلې[34].

 نه يوازې پېغمبراکرم؛ بلکې څه چې ورپورې اړه لري، هم عزت لري. په قرآن کې وايو: هغه صندوق، چې په ماشومتوب کې حضرت موسى پکې ايښوول شوى او په سيند کې اچول شوى و؛ بيا د موسى او آل موسى يادګارونه پکې ايښوول کېدل او دومره سپېڅلى و، چې د بني اسرائيلو د زړه ټکور و او پرښتو به پورته کاوه. [35]

٤_ په اسلام کې موروپلار‏ ځانګړې سپېڅلتيا او عزت لري، په قرآن کې پينځه ځل د الله تعالی تر عبادت ‏روسته له موروپلارسره احسان راغلى دى[36]. او له مورو پلاره مننه، له الله تعالی د مننې تر څنګ راغلې ده[37].

د موروپلار پر درناوي دومره ټينګارشوى، چې په مينه ورکتل هم عبادت ګڼل شوى او سپارښتنه شوې، چې غږ مو د دوى تر غږه پورته نه کړو. پر هغه سفر وتل حرام دي، چې موروپلار پرې خوښ نه وي او لمونځ پکې نه نيمېږي. له مورو پلارسره حمام ته تګ نه دى پکار. له خپلې مېرنۍ مور سره واده مه کوئ، چې په يو وخت کې مو د پلار ښځه وه.

٥_ په اسلام کې ځينې وختونه؛ لکه د قدر شپه، ځينې ځايونه؛ لکه جومات، ځينې ډبرې؛ لکه حجرالاسود، ځينې اوبه؛ لکه زمزم اوبه، ځينې خاورې؛ لکه د امام حسين د شهادت د ځاى خاوره، ځينې ونې؛ لکه زيتون، ځينې سفرونه؛ لکه معراج او علمي، عبادي، مرستندوی او د جهاد سفرونه، ځينې جامې؛ لکه د احرام جامې سپېڅلى دي او ځانګړى درناوی دې یې وشي.

د ساري په ډول په قرآن کې وايو:

 ((فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى[38]=نو پڼې دې وباسه، چې ته د ” طوى ” په سپېڅلې ناو كې يې. ))

مشرک مسجدالحرام ته د ورننووتو حق نه لري. ((إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ))[39]

سپارښته شوې، چې جومات ته د تګ پر مهال ځان سينګار کړئ ((خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ))[40]

جُنُب انسان جومات ته د تګ حق نه لري، چې د حضرت ابراهيم، اسماعيل، زکريا (علیهم السلام) او حضرت مريم (س) په څېر کسان يې د پاکوالي لپاره لاس پر سينه ول. [41]

د حضرت مريم مور، چې دوه ځانې وه‏؛ نو ګومان يې کاوه، چې ماشوم به يې هلک وي؛ نو نذر يې وکړ، چې تر غټېدو روسته به يې د مسجد الاقصى خادم کړي. (إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا)[42]

٦_ د ايمان خاوند هم سپېڅلتيا او کرامت لري، تردې چې د مؤمن عزت تر کعبې ‏زيات دى، آزار او غيبت يې حرام دى او له حقه يې دفاع فرض ده.

د الهي اولياوو درناوى

الهي اولياوو پر کرامت او سپېڅلتيا ايمان درلود، څو بېلګو ته پام وکړئ:

الف: داسلام پېغمبر، چې ژوندى و؛ نو حضرت علي يې درناوي ته يوځل هم خطبه ونه ويله.

ب: د الله رسول پر لمانځه ولاړ و، ‏مخامخ یې دېوال ته پام شو، چې د توکاڼو نښه پرې وه؛ نو خپل کلام يې پرېښود، څو ګامه ورمخکې شو (بې له دې چې له قبلې ‏مخ واړوي) او د هغه ونې په لښته، چې ورسره وه، هغه يې پاکې کړې او بيا رو رو خپل ځاى ته راپر شا شو او لمونځ يې پيل کړ.

ج: امام حسين‏ وليدل، چې مشر رور يې امام حسن، ‏نشتمن ‏ته سل درهمه ورکړل؛ نو داچې د خپل مشر رور درناوی يې پرځاى کړى وي؛ نو هغه له نشتمن ‏سره نهه نوي درهمه مرسته وکړه.

د: امام مهدي لا نه و زيږيدلى؛ خو چې امام رضا به يې نامه واورېده؛ نو له خپل ځایه به د درناوي لپاره پاڅېد.

د کړنو پوپناه کېدل او له منځه تلل

د حجرات سورت دويم آيت، د پېغمبراکرم په مخ کې لوړغږ د کړنو د له منځه تلو لامل ګڼي، وايي: د ټولو ښو کارونو ثواب به مو له منځه ولاړ شي، بې له دې چې خبر شئ؛ نو ښه به وي، چې د کړنو د له منځه تګ په باب څه خبرې وکړو:

“حبط” په لغت کې ورستنېدو او له منځه تلو ته وايي؛ لکه څنګه چې خواړه او درمل، ساړه او تاوده، اور او اوبه ‏يو پر بل اغېز کوي، د انسان کړه وړه هم ‏يو پر بل اغېز کوي. دوو لاندې مثالونو ته پام وکړئ:

الف: که يو کارمند تر شل کاله ګټور خدمت ‏روسته، د خپل کار د خاوند اولاد ووژني؛ نو دا وژنه به یې شل کلن خدمت پر سيند لاهو کړي، چې ددې تېرو کړنو منځه تلو ته “حبط” وايي.

ب: که يو کارګر شل کاله خپل مالک کړولى وي؛ خو که يوه ورځ د مالک زوى د ډوبېدو په حال کې وي او و يې ژغوري؛ نو دا خدمت به يې د مالک پر شل کلنې غوسې د نرمۍ او مهربانۍ يخې اوبه واړوي. هغه خدمت چې بدۍ له منځه وړي، ورته “تکفير” يا “کفاره” وايي.

د پورته مثالونو په رڼا کې ويلاى شو، چې د انسان چلن او مانیزې چارې هم يو پر بل اغېزکوي. څو قرآني بېلګو ته پام وکړئ:

١_ کفر، ارتداد، پر خلکو د الله تعالی لار تړل او د الله له رسول سره جګړه، د کړنو د تس نسېدو لامل دى. ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ[43]= په حقيقت كې هغوى چې كافران شول او (خلك يې) د الله له لارې واړول، بيا د كفر په حال كې ومري؛ نو الله به يې هېڅکله ونه بښي. ))

 ٢_ کوم کسان چې داسې چارې کوي، چې الله تعالی غوسه کوي او هغه چارې نه کوي، چې الله تعالی پرې خوشحالېږي؛ نو دا دواړه د کړنو د تس نسېدو لامل ‏دي. (( ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ[44]= دا ځكه چې د هغه څه لاروي يې وكړه، چې خداې پرې غوسه كېږي او د هغه (الله) خوښي يې نه خوښوله؛ نو (الله) د هغوى كړه وړه تس نس كړل. ))

٣_ شرک، نفاق، دنيا غوښتنه، د انبياوو او عدالت غواړيو وژنه، د کړنو د د تس نسېدو لامل دي[45].

٤_ پر هغه چا منت کول، چې مرسته مو ورسره کړې وي، د کړنو د تس نسېدو لامل دى. ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لاَّ يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ[46]= مؤمنانو! خپل خيراتونه مو په منت (ايښوولو) او ازار (رسولو) د هغه په څېر مه باطلوئ، چې خپل مال خلكو ته د ځانښوونې لپاره لګوي او نه يې پر الله ايمان وي او نه پر اخرت، د لګښت مثال يې داسې دى؛ ل كه يوه ښويه تيږه، چې (نرۍ) دوړه پرې پرته وي ( او تخم پرې شيندل شوى وي) چې كله د تيز باران شېبه پرې وشي (؛ نو دوړه او تخم ترې وړي) او تيږه ښويه پاتې شي، هغوى له خپلو کړنو څه ګټه نشي تر لاسه کولاى او الله، خدای ناپېژاندو ته سمه لار نه ښيي. ))

 ٥_ ريا دانسان عبادت له منځه وړي.

د روايتونو په رڼاکې د کړنو له منځه تګ

اوس به څو هغه روايتونه راوسپړو، چې د نېکیو د پوپناه کېدو لامل ګرځي. دلته هم ګروهیز، عبادي، کورني، ټولنيز، سياسي او اروايي چارې د کړنو د ورکېدو لاملونه ښوول شوي، چې اشاره به ورته وکړو:

١_ ګروهیزه: له دولس ګونو امامانواو د پېغمبراکرم له اهل بيتو سره کينه[47].

 ٢_ عبادي: هغوى چې بې له کوم عذره لمونځ نه کوي[48].

امام وپوښتل شو: ولې دې د لمانځه پرېښوول په کبيره ګناهونو کې ونه شمېرل؛ خو د يتيم د مال خوړل دې په کبير ګناهونه کې وشمېرل ؟ امام وويل: کفر کبيره ګناه ده او د لمانځه پرېښوول عملي کفر دى. [49]

 ٣-کورني: امام صادق (رح) وويل: که يوې ښځې خپل مېړه ته وويل: له تا مې خير نه دى ليدلى او له تا ‏ناخوښه يم؛ نو کړنې به يې پوپناه وي[50].

٤- ټولنيزه: رسول اکرم (ص) وويل: که چا يو مړي ته د امانت په ساتلو غسل ورکړ؛ نو د مړي وېښتو هومره د مريانو د آزادولو اجر به ورکړ شي او سل ځل به پرې ولورېږي.

وپوښتل شو: د مړي په وينځلو کې امانت ساتنه څه ته وايې ؟ آنحضرت (ص) ‏ وويل: عورت او بدۍ يې پټې کړي. که بې له دې ‏يې وکړل؛ نو په دنيا او آخرت کې به بې پته شي او کړنې به يې تس نس شي. [51] هو! دا خو لا د مړي د پت ساتل دي؛ نو د ژوندي د پت ساتل به څومره ثواب ولري!)

٥- سياسي: امام باقر (رح) د (وَمَن يَكْفُرْ بِالإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ)[52] ‏ په اړه وويل: د ايمان زړه[53] له علي بن ابي طالب سره دى او څوک یې چې له ولايته منکر شو؛ نو کړنې به يې تس نس وي[54].

٦_ اروايي: امام صادق (رح) وويل: که چا د شک او خيال له مخې ( بې له پوهې يا شرعي حجته) کوم کار وکړ؛ نواعمال يې پوپناه دي[55].

دا وې د ځينو کړنو د منفي او بدو اغېزو په باب خبرې؛ اوس به د ځينو کړنو پر مثبتو اغېزو هم خبرې وکړو، چې انسان څنګه کړای شي، په نورو کړنو، خپلو بدو کړنو ته لېو ورکړي او پر ښو يې واړوي.

په قرآن کې ايمان، نېکچاري، تقوا، له بېوزليو سره په پټه مرسته، توبه، له کبيره ګناهونو ‏ځان ساتل، لمونځ، زکات، قرض الحسنه، هجرت او جهاد د ګناهونو د بښل کېدو او د تېروتنو د له منځه تلو لامل ښوول شوي دي[56].

قرآن وايي:

 ((إِلاَّ الَّذِينَ صَبَرُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ[57] =خو هغوى چې (د رښتوني ايمان په رڼا كې يې) صبر او زغم وكړ او ښه كارونه يې وكړل، چې هغوى ته بښنه او ستر اجر دى. ))

ښکاره خبره ده، چې د پېغمبر اکرم سپکاوى يې د لوړ مقام له لامله د انسان د کړنو د پوپناه کېدو لامل دى؛ خو قرآن له ټولو خلکو سره په ټيټ غږ د خبرو کولو سپارښتنه کړې ده؛ لکه څنګه چې “لقمان” خپل زوى ته وويل:

 ((وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ[58]=(يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى وسه او غږ دې ورو كړه (او كله هم چغې مه وهه) [ځكه] چې تر ټولو بد غږ د خرو غږ دى!))

لوړغږ (غږيزه ککړتيا) نن د بشري ټولنې ستره ستونزه ‏ده.

موږ کله د واده په پلمه، کله د وير په پلمه، کله په جومات کې، کله د ورزش په ميدان کې د خلکو د هوساينې د له منځه تلو لامل ګرځوو، ‏حال داچې اسلام يوازې په څو ځايونو کې د لوړ غږ اجازه راکړې ده؛ لکه: اذان، هغه هم په ښکلي غږ او يا د حج پرمهال، چې حاجيان ((لبيک الهم لبيک)) وايي.

ګورو، چې بې له دې دوو چارو حق نه لرو له چا سره لوړې خبرې وکړو، دا خو لا څه چې که لوړ غږ د ګواښنې بڼه ولري، چې په دې توګه، پر بې ادبۍ سربېره، د مؤمن ډارول هم ځان ته ځانګړې سزا لري.

إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ (۳)= په حقيقت كې کوم کسان، چې د الله د استازي په نزد خپل غږونه ټيټوي، دوى هماغه كسان دي، چې الله يې زړونه پرهېزګارۍ لپاره (ازمېيلي او) نږه كړي دي (او) دوى ته بښنه او ستره بدله ده.

ټکي:

“غض” له لوړې نه کوزې ته د راکېووتو په مانا او رو خبرې کول، د ادب، تواضع، وقار او ميني ښکارندوى دی.

قرآن په دې آيت کې وايي: الله تعالی د با ادبو وګړيو زړونه ازمېيي او و دې وايو، چې دا ازمېينه د پېژندنې لپاره نه ده؛ ځکه‏ هغه له هرڅه خبر دى؛ بلکې له ازمېينې ‏يې مراد دادى، چې انسان ددې چارو پر وړاندې ‏له ځانه وړتيا، استعداد ‏او غبرګون وښيي، چې د الهي بدلو او اجرونو د تر لاسه کولو وړ شي؛ ځکه د الله تعالی سزا او ثواب، د علم له مخې نه؛ بلکې د انسان د کړنو له مخې دى؛ يعنې که الله تعالی علم لري، چې پلانى انسان به په راتلونکې کې مجرمېږي؛ نو سزا نه ورکوي؛ بلکې هغه دې جرم وکړي، چې سزا ورکړي.

په زړه پورې خو دا ده، چې انسان هم د خپلې پوهې له مخې چا ته اجر يا مزدوري نه ورکوي؛ يعنې ‏پوهېږي، چې دا درزي زما جامې ګنډي؛ نو ورته مزدوري نه ورکوي؛ بلکې جامې يې چې وګنډلې؛ نو مزدوري ورکوي؛ نو په آيتونو او روايتونو کې له الهي ازمېينې ‏مراد، د انسان د يوه عمل ترسره کول دي، چې تر هغې ‏روسته سزا يا ثواب ورکړي، چې البته دلته دا ازمېينه په زړه پورې تړاو لري؛ ځکه ډېری وګړي په ريا ځان باادبه او متواضع ښيي؛ خو په زړه کې کبرجن وي. الهي ثوابونه تل د ((کريم))، ((عظيم))، (( کبير)) او له ((غيرممنون)) (پرلپسې)، (( نعم اجر)) ( ښه اجر) له صفتونو سره مطرح شوي؛ ځکه د الله تعالی ثوابونه يې له رحمت او پیرزوینې ‏سرچينه اخلي.

پېغامونه:

١_ هم دې مجرم ورټل شي اوهم دې نېک عمله وهڅول شي. په تېر آيت کې هغه کسان ورټل شول، چې د پېغمبراکرم په مخ کې يې خپل غږ اوچتاوه، دا آيت او ورپسې آيتونو، مودب کسان هڅولي دي. (إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ. . . . لَهُم مَّغْفِرَةٌ) هو! رټنه او هڅونه دې يو د بل ترڅنګ وي.

٢_ ظاهر ي ادب د باطني تقوا ښکارندوى دى. ( الَّذِينَ يَغُضُّونَ. . . . امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى) (؛ يعنې هغوى چې رو ګړېږي، متقي زړونه لري).

۳_ لنډمهاله ادب د ژورې تقوى په مانا نه دى. (يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ)( مضارغ فعل دى او د يو کار استمرار او ژوروالى راښيي).

۴_ د قرآن په هر ځاى کې چې د ((مغفرت)) او ((اجر)) کلمې راغلي؛ نو لومړى، د مغفرت او بښنې خبره راغلې؛ ځکه چې له ګناه پاک نشو، الهي اجرونه نشو ترلاسه کولاى. ‏ (لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ)

په خبرو اترو کې ادب

 اوس چې دې آيت له رسول الله (ص) سره د خبرو پرمهال پرادب ټینګار وکړ؛ نو موږ به هم څو هغو لارښوونو ته اشاره وکړو، چې اسلام د خبرو اترو پرمهال د ادب په هکله راکړي دي:

١_ هغه ويناوې رټل شوي، چې عمل ورسره نه وي. ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ[59]= مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟!))

 ٢_ خبرې دې د څېړنې له مخې وي. ( ملاچرګک (هُد هُد) سليمان عليه السلام ته وويل: پرېکنده او څېړل شوی خبر مې راوړى) (بِنَبَإٍ يَقِينٍ)[60]

٣_ خبره دې په زړه پورې وي (الطَّيِّبِ مِنَ الْقَوْلِ)[61]

٤_ خبره دې غوڅه، نږه ‏او رڼه وي. (قَوْلًا بَلِيغًا)[62]

 ٥_ خبره دې نرمه او پسته وى. (قَوْلًا لَّيِّنًا)[63]

٦_ خبره دې د مهربانۍ او عزت له مخې وي. (قَوْلًا كَرِيمًا)[64]

٧_ خبره دې د عملي کېدو وړ وي. (قَوْلًا مَّيْسُورًا)[65]

٨_ له هر چا سره دې ښې خبرې وشي؛ نه له ځانګړیو وګړيواو ډلو سره. (وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْنًا)[66]

٩_ د خبرو لپاره تر ټولو غوره چلن غوره کړئ. (يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)[67]

 ١٠_ بېځايه، باطلې او چټي خبرې مه کوئ. (اجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ)[68] (عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ)[69]

*بېلګې

داچې په دې آيت کې د ادب هغه خاوندان ستايل شوي، چې د پېغمبراکرم په مخ کې یې په ټيټ غږ خبرې کولې؛ نو دوى ته يې بښنه او اجر په برخه کړى دى. موږ دلته د ادب او بې ادبۍ هغه بېلګې راوړي، چې په قرآن کې راغلي:

*سره له دې چې الله تعالی د هغې ونې د مېوې له خوړو ‏منع کړي ول؛ خو آدم علیه السلام او مېرمن يې وخوړه؛ نو ټپسوری شو، هغوى وشرمېدل، توبه يې وايسته او بښنه يې وغوښته، الله تعالی يې هم توبه ومنله، دا بښنه غوښتل يو ادب و، چې دواړه یې وژغورل.

*په کربلا کې “حُر” د امام حسين درناوى وکړ، سره له دې چې په پيل کې د يزيد له پلويانو ځنې و؛ خو لمونځ يې په امام حسين پسې وکړ، ورته يې وويل: دا چې مور دې زهرا ده؛ نو درناوى دې کوم، ښايي همدا ادب يې د ښه پاى لامل شوې وي.

٢_ ابليس، حضرت آدم ته سجده و نه کړه؛ ځکه ورټل شو او د بښنې غوښتو پرځاى يې بې ادبي وکړه، و يې ويل: “څنګه ورته سجده وکړم، زه ترې غوره يم، هغه له خاورې او زه له اوره يم. ” په حقيقت کې هغه د الله تعالی له حکمه سرغړونه وکړه او د همدې بې ادبۍ له لامله تل پرې لعنت ويل کېږي.

د الهي اجرونو ځانګړنې

د خلکو بدلې لنډ مهالې، وړې، رغۍ او له منت او نورو بلاوو سره يو ځاى وي. له دې به تېرشو، چې بې له الله (ښځه يا مېړه، اولاد، شريک، ملګرى، حکومت او نور) زموږ له ډېرو چارو خبرهم نه وي، چې اجر يې ورکړي، چې کله ترې خبرېږي يا یې خبروي؛ نو د کينې له لامله يې ناليدى ګڼي، کله د کنجوسۍ له لامله بدله نه ورکوي او کله هم د ورکړې لپاره څه نه لري، بې له الله تعالی هر څوک چې وي، د انسان وړې او نيمګړې چارې نه قبلوي؛ خو الله تعالی لږ کار هم قبلوي (فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ) او هم نيمګړى؛ لکه څنګه چې په ځينې دعاوو کې وايو: یا الله! که د لمانځه رکوع يا سجدې مې نيمګړې وي؛ نو لمونځ مې له هماغې نيمګړتيا سره قبول کړه. الله تعالی پر غيبونو پرده اچوي او د انسانانو ښېګڼې ښکاره کوي. (يا مَن اَظهر الجَميل و سَتر القبيح) الله تعالی زموږ د کارونو په بدله کې تلپاتې جنتونه راکوي؛ خو نور مو پر لنډمهالو ننګېرنو بدرګه کوي.

إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَاء الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ (۴)= په رښتینه كې هغوى چې تا ته د کوټو تر شا نارې وهي، ډېر يې نه پوهېږي.

وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (۵)= او كه په رښتيا دوی ستا تر راوتو صبر كړى واى؛ نو هرومرو دا ورته غوره وه او الله لورین بښونكى دى.

ټکي:

* اسلام، ټولنیزو آدابو ته پر ځانګړي اهمیت قایل دی. په دې سورت کې یوې برخې ته یې اشاره شوې؛ نو ځکه د ادابو په سورت مشهور دی.

* که څه نن پېغمبراکرم ته د خونو له شا نه غږ کول نوموتي نه دي؛ خو په دې پېښه کې راته ستره ښوونه ‏او قانون دى. د “روح المعاني” په تفسير کې لولو: حضرت ابن عباس (رض) به چې د خپل استاد کور ته ورتله؛ نو د هغه د کور ور به يې نه واهه او صبر به يې کاوه، چې په خپله استاد راووځي، ددې کار د لامل په اړه وپوښتل شو؛ نو په ځواب کې یې وويل: (وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا).

ګورو، چې حضرت ابن عباس له دې آيته، چې د پېغمبراکرم (ص) په شان کې نازل شوى، ټول تاريخ ته ترې زده کړه اخلي.

*هو! څوک دې نه وايي: نن خو “ابولهب” نشته؛ نو د ( تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ. . . . ) غونډله څه مانا لري؟؛ ځکه آيت د يوه سړي نامه راوړې؛ خو دلته موخه ترې د نوموړي اندنې او کړنې دي. ابولهب‏ کافر او کارماتى انسان و او که نن وايو: (تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ)؛ يعنې د هغو خلکو لاسونه دې پرې شي، چې مسلمانانو ته يې زړه خيرن وي او د الهي مشرانو پر خلاف خنډونه پيدا کوي.

د پېغمبراکرم د خونو شمېره نهه وه، چې د کجورو له ښاخونو جوړې شوې وې او پر ورونو يې د اوزې د ويښتانو پردې راځوړندې وې، چې د هرې خونې اوږدوالى لس ذراع ( تقريباً پينځه متره) او لوړوالى يې له اوو څخه تر اتو ذراعو (تقريبا ً څلورمتره) و. دا خونې د “وليد بن عبدالملک” پر مهال ويجاړې شوې او د جومات برخه شوه. د ويجاړولو پر ورځ، د ژړا غږونه راپورته شول او حضرت “سعيد بن مسيب” وويل: داسې مې ښه ايسېدل ‏، چې دا خونې ‏همداسې پر خپل حال پرېښوول شوې واى، چې نړيوالو دا سادګي ليدلې واى او عبرت يې ترې اخستى واى[70].

پېغامونه:

١_ د خلکو شان ته پام په کار دى ( له کوڅې نه پېغمبر اکرم ته غږ کول، د آنحضرت (ص) ‏له شانه لرې خبره ده. ) ( يُنَادُونَكَ مِن وَرَاء الْحُجُرَاتِ)

۲_ د هغو وګړيو حساب، چې د عادت له مخې پر لوړغږ خبرې کوي ( چې موخه يې سپکاوى نه دى) له بې ادبه وګړيو سره توپير لري (أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ) ( د بېلګې په توګه: کله موروپلار خپل اولاد ته ساده نامه اخلي، چې مطلب يې سپکاوى نه دى، د دوى حساب له هغوى سره توپير لري، چې د سپکاوي لپاره ساده نامه اخلي)

۳_ په کوڅه کې چغې وهل، د الهي مشر سپکاوى او د بې عقلۍ نښه ده. (يُنَادُونَكَ. . . لَا يَعْقِلُونَ)

۴_ د چاچې څومره عقل وي، هومره به يې ادب وي. (الَّذِينَ يُنَادُونَكَ. . . أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ) حضرت علي وايي: څوک چې ادب نه لري؛ نو په رښتینه کې عقل نه لري[71]

۵_ د سمونې او روزنې يوه لاره نيوکه او رټنه ده. (الَّذِينَ يُنَادُونَكَ. . . أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ)

۶_ رټنه په هغه ځاى کې پکار ده، چې بده کړنه ‏بیا ځلي‏ وشي (يُنَادُونَكَ. . . لَا يَعْقِلُونَ)

۷_ د خلکو د ژوند کړلار او د فراغت وخت ته په درنښت وګورﺉ ‏. د اسلام پېغمبر هم ارام، دمې ‏او د کور چارو سمبالولو ته اړتيا لري او نه ښايي خلک یې هر وخت ‏مزاحم شي. (وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا. . . ) ( مزاحمت، بېځايه تمې ‏او د دباو رامنځ ته کول ‏منع دي).

۸_ صبر د ادب نښه ده. ( صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ)

۹_ له مشر سره د خلکو د کتنې د وخت ټاکل د مشر په لاس کې دي. (حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ)

١۰_ پېغمبراکرم (ص) له خلکو سره د ليدو لپاره وخت ټاکلى و؛ نو له کوڅې چغو ته اړتيا نه وه. (حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ)

١۱_ له بې ادبو سره په پسته او لورنې چلن وکړئ او هغوى مه نهيلوئ. هغوى چې پېغمبراکرم ته يې غږ کاوه، سره له دې چې الله تعالی رټلي؛ خو په ترڅ کې يې زغم ‏او خپل مغفرت او رحمت هم ویلی، چې خلک نهيلي نشي او ځان سم کړي. (وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا. . . وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (۶) = مؤمنانو! كه كوم فاسق يو ستر خبر درته راووړ؛ نو (په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ.

ټکي:

* د شیعه و سني د ګڼو روایاتو له مخې، دا آیت د «ولید بن عقبه» په باب نازل شوی، ځکه پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم نوموړی ولېږه چې له «بني مصطلق» ټبره زکات راټول کړي؛ خو دا چې په جاهلیت پېر کې د ده او د دوی د ټبر ترمنځ سخته دښمني وه، چې د ټبر خلک یې ښه راغلاست ته راغلل؛ نو ولید وانګېرله چې زما وژنې ته راغلي دي؛ نو ځکه ټبر ته ولاړ نشو او پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ته راستون شو او پېغمبر یې خبر کړ چې خلکو د زکات له ورکړې ډډه وکړه. پېغمبر په دې خبره خپه شو او هوډ یې وکړ، چې د نوموړي ټبر غوږونه تاو کړي. پورته آیت نازل شو او د فاسق د خبر په باب یې د څېړنې حکم وکړ.

* څرګنده ده چې له پیله د ولید بن عقبه فسق څرګند نه وه، که نه پېغمبر پر دې کار نه ګوماره؛ بلکې په دې دروغ خبر یې، آیت فسق برسیره کړ، چې پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او مومنان یې د خبر له مخې عمل و نه کړي.

* امام حسین (رض) له ولید بن عقبه سره په مناظره کې وویل: «پر الله پاک قسم، له علي کرم الله وجهه سره په دښمنۍ کې دې نه پړ کوم، ځکه الله تعالی علي ته مومن او تا ته فاسق ویلی دی». ورپسې یې دا آیت ولوست[72].

پوښتنه: په دې آيت کې د څېړنې او پلټنې حکم راغلی؛ خو د همدې سورت په ١٢ آيت کې د خلکو په چارو کې پلټنه ‏‏حرامه شوې؛ نو ايا کېداى شي، هم پلټنه ‏حرامه وي او هم څېړنه فرض؟

ځواب: د خلکو په شخصي چارو کې څېړنه حرامه ده، چې دا په ټولنيز ژوند پورې اړه نه لري؛ خو څېړنه په هغو چارو کې روا ده، چې په ټولنې پورې اړه ولري او که د وګړي درناوي ته ‏څېړنه و نه کړو؛ نو شوني ده په ټولنه کې فتنې راولاړې شي.

پېغامونه:

 له دې آیته مهم عبرتونه اخستای شو، چې ځينې يې دا دي:

١_ چا ته چې امر کوئ؛ نو نامه يې په درناوي واخلئ. (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ)

٢_ د پېغمبراکرم په شاوخوا کې ټول ‏عادل نه ول؛ بلکې ‏فاسقان او منافقان هم پکې وو. (إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ)

٣_ د هغوى رسوا کېدل او رابرسېرنه ‏روا ده، چې کار يې فتنه وي. (إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ)( دلته له فاسقه مراد، وليد بن عقبه دى)

٤_ په اسلام کې د ژوند آر ‏پر خلکو اعتماد دى؛ خو هغوى چې فسق يې ټولو ته جوت ‏وي؛ نو حساب يې له نورو ‏جلا دى. (إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ)

٥_ پېښو ته ‏دوه څيزونه لار هواروي ‏: د فاسق هلې ځلې او د مؤمن ژرباوري ‏. (آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ).

٦_ که څه خبر اخستنې ته باید ‏فاسق ته ولاړ نشو؛ خوهغوى په دې هڅه کې دي، چې موږ ته راشي او ناسم خبرونه ووايي: (جَاءكُمْ)

٧_ هر خبرڅېړنې ته اړتیا نه لري ( ځکه ((بِنَبَأٍ)) هغه مهم او ګټورخبر ته ويل کېږي، چې څېړنې ته اړتيا لري).

٨_ ايمان له خوش باورۍ او ساده توب سره اړخ نه لګوي (آمَنُوا. . . فَتَبَيَّنُوا).

٩_ په څېړنه او پلټه کې ځنډ مه کوئ (فَتَبَيَّنُوا) ( د ( ف) توری د چټک اقدام نښه ده).

١٠_ هر ډول خبري يرغل، اسلامي ټولنه ګواښوي؛ نو خلک دې هوښيار او څېړونکي وي (إِن جَاءكُمْ. . . فَتَبَيَّنُوا)

 ١١_ کېداى شي فاسق هم رښتيا ووايي؛ نو په هر وخت کې يې خبره دروغ ګڼل نه دي په کار؛ بلکې څېړنه په کارده. (فَتَبَيَّنُوا)

١٢_ د ټولنې د مفاسدو درمل، د اسلامي امت هوښيارتوب دى. (فَتَبَيَّنُوا)

١٣_ په څېړنه او هوښيارتوب دې په اسلامي ټولنه کې پر فاسقانو ژوند راتنګ کړو. (فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا)

١٤_ په سنبالنه – مدیریت کې تر راپښېدو ‏مخکې د پېښې علاج وي، لومړى دې څېړنه وکړو او بيا دې ګام اوچت کړو. (فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا)

١٥_ که خلکو ته د الهي احکامو خواله او فلسفه وويل شي؛ نو په مينه يې مني ( د الهي احکامو پر فلسفې او خواله پوهېدل، ټولنه له فتنې لرې ساتي)( فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا)

 ١٦_ د فاسقو خبري اژانسونو موخه، په ټولنه کې د امنيت له منځه وړل دي. (أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ).

١٧_ په ناڅېړل شوي خبر عمل کول، ټولنه تباه کوي. (أَن تُصِيبُوا قَوْمًا)

١٨_ د راوړل شوي خبر په باب په بېړه ګام اوچتول، يو ډول ناپوهي ده. (تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ)

١٩_ د الهي حکمونو پلي کول، د پښېمانۍ مخه نيسي؛ نو لومړى څېړنه وکړئ؛ هسې نه پښېمانه شو. (فَتَبَيَّنُوا. . نَادِمِينَ)

٢٠_ د ناسنجول شوي کار پايله پېښېماني وي. (نَادِمِينَ)

فسق څه دى او فاسق څوک دى ؟

په دې آيت ( د حجرات ٦ آيت) کې سپارښتنه شوې، چې که يوه فاسق مهم خبر درووړ؛ نو څېړنه او پلټنه وکړئ؛ نو دلته دې ځان پوه کړو، چې فاسق څوک دى او له کومې لارې د يوه خبر په رښتيا او دروغو پوهېداى شو؟

“فسق” په لغت کې بېلېدو ته وايي او د قرآن په څرګندنه – اصطلاح کې له سیده لارې بېلېدو او وتو ته ويل کېږي. دا کلمه د عدالت په مقابل کې کارول شوې او “فاسق” هغه ته ويل کېږي، چې کبيره ګناه وکړي؛ خو توبه ونه باسي.

“فسق” ٥٤ ځل د قرآن په بېلابېلو بڼو او ځايونو کې راغلى؛ لکه:

 ١_ کله اندیزې او ګروهیزې کږلارۍ ته کارول شوى؛ لکه څنګه چې فرعون او قوم ته يې ويل شوي (إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ)[73]

٢_ کله څومخو او منافقو ته فاسق ويل شوي (إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ)[74] ٣_ کله د پېغمبرانو د ځوروونکيو ‏او له دوى سرغړاندو ته ‏کارول شوى (قَالُواْ يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا. . . . الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ)[75]

٤_ کله هغوى ته هم ويل شوى، چې د الهي احکامو او قانون په رڼا کې ورمندون – قضاوت نه کوي. ( وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ)[76].

٥_ کله ټګيجنو ‏ته هم ويل کېږي. ‏(. . . . بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ)[77]

٦_ کله هغوى ته هم فاسق ويل شوى، چې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع ‏مهمه دنده پرېږدي. (أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ)[78]

٧_ هغوى ته هم فاسق ويل شوى، چې کور، سوداګرۍ، کورنۍ او مادیاتو ته ‏د الله تعالی په لار کې تر جهاده غوراوی ورکوي. ( إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ. . . أَحَبَّ. . . وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ)[79]

٨_ کله جنسي کږلاريو او ناروا شهوت پالۍ ته هم ويل کېږي. ( قرآن د لوط قوم ته ځکه فاسق ووايه، چې ښکاره يې د لواط ګناه کوله) (رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ)[80]

٩_ حرامو خوړو ته هم فسق ويل شوى دى. (حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ. . . ذَلِكُمْ فِسْقٌ)[81]

١٠_ پر پاکلمنو ښځو تور لګولو ته هم ويل شوی دى. (يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ. . . وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ)[82]

له فاسق سره څه کول په کار دي؟

آيتونو او روايتونو له فاسق سره له ملګرتيا منع کړي يو. امام صادق له امام باقر او هغه هم له امام سجاد څخه روايت کړي: له فاسق سره له ملګرتيا ځان وساته؛ ځکه ‏په يوه کپ ډوډۍ به دې وپلوري. ( وفا نه لري)[83]

٢_ حضرت علي وايي: د فاسق لېینه- شاهدي نه منل کېږي. [84]

 ٣-د الله رسول (ص) وايي: هغه فاسق، غيبت نه لري، چې ښکاره ګناه کوي[85].

٤_ پېغمبر اکرم(ص) وايي: د فاسق د مېلمستيا بلنه مه منئ[86].

 

څېړنه؛ د ټولنې د دردنو درمل دى

د تاريخ په اوږدو ‏کې الهي انبياء، له داسې خلکو او ټولنوسره مخ ول، چې ډول ډول ټولنيز او اخلاقي رنځونه يې درلودل ‏او ‏نن ان له دې ټولو علمي، اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو سره سره، دا ناروغۍ پرخپل ځاى پاتې دي ‏، چې ‏دا دي:

١_ له خپلو پلرونو، نيکونو او دودونو په پټوسترګو لاروي.

٢_ د خيالونو، ډنډ‏ورو، وړاندوينو؛ خوبونو او شننو لاروي.

٣—بې علمه ورمند- قضاوت، دريځ، ستاينه، نيوکه، ليېنه او وينا.

په دې آيت کې ددې ټولو ناروغيو درمل څېړنه راښوول شوې ده. که ټولنه مو د څېړنې اوعقل خاونده وي؛ نو دا ناروغۍ يومخې ټولې له منځه ځي.

يوه ترخه پېښه

 د خيبر تر جګړې روسته پېغمبراکرم (ص) د حضرت “اسامه بن زيد” په مشرۍ يوه ډله مسلمانان، په هغو يهودانو پسې ولېږل، چې د “فدک” په کلي کې ول، چې هغوى اسلام ته راوبلي یا ‏د مالياتو شرایط ومني ‏‏. يو له دې يهودانو ځنې چې نامه يې “مرداس” و، ددې خبر په اورېدو خپل مال او کډه يوه غره ته یووړه او د ((لا اله ‏الا الله محمد رسول الله)) په ويلو ‏د مسلمانانو هرکلي ته راغى. حضرت اسامه هم په دې ګومان چې هغه له وېرې اسلام راوړى او اسلام يې واقعي اسلام نه دى؛ نو ويې واژه. د الله رسول ددې خبرې په اورېدو خورا خواشينى شو، چې دا آيت نازل شو:

 ((أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا= مؤمنانو! چې كله د الله په لار كې سفر كوئ (او جهاد ته ځئ)؛ نوسمه پلټنه وكړئ او داچې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنايم) ترلاسه كړئ؛ نو څوك چې د سولې او اسلام ا ظهار وكړي، ورته مه وياست:(( چې مؤمن نه يي. )) ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛ نو له الله سره (تاسې ته) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي، تاسې ( هم) مخكې همداسې وئ؛ خو بيا الله پر تاسې ولورېد (او پرسمه لار شوئ)؛ نو ( د دې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى. ))

ځيرتيا

 اسلام په ټولو چارو کې د ځيرتيا ‏ پر آر خورا سپارښتنه کوي؛ لکه:

١—په ګروهیزو آرونو کې يې تقليد منع کړى، وايي: هرڅوک دې د خپل عقل له مخې فکر او لار وټاکي.

٢_ په مشر‏ۍ کې يې د پاکلمنۍ (عصمت) او عدالت شرط د نورو شرطونو تر څنګ راوړى دى.

۳_ تقليد دې هم له هغو دیني مراجعو او پیاوړي عالمانو وشي، چې پر علم، عدالت او له ځاني ‏غوښتونو پر لرېوالي سربېره، پر ورځني مسايلو پوه وي.

۴_ په ورمندون کې د قاضى پر علم او عدالت سربېره، د هغه د ژوند تامين ته هم پام وکړئ، چې فقر او اړتياوې، قاضي بډې ‏اخستنې ‏ته اړ نه کړي.

٥_ د سوداګریزو اسنادو تنظیمول. د سوداګرۍ او راکړې ورکړې د سندونو د تنظيمولو په اړه، په بقره سورت کې د قرآن تر ټولو لوی آیتونه راغلي دي ‏. اسلام ان د مړي په ښخولو کې هم پر خورا ځيرتيا ‏‏ ټينګار کړى دى. پېغمبر اکرم(ص) د يوه مسلمان قبر ډېر کلک او په ځير جوړاوه، خلکو وويل: هغه خو ومړ؛ نو د قبر په جوړولو کې دا دومره ځيرتيا او احتياط د څه لپاره دى ؟ پېغمبراکرم (ص) ورته وويل: (( د الله خوښېږي، چې مسلمان هر کار ښه په بشپړه توګه ترسره کړي)).

قرآن د خبرو په باب وايي: سمه او روغه ‏خبره وکړئ. (وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا)[87]

 

په اسلام کې خبر

 اسلام د خبر په باب خورا ټینګارکړى دى؛ لکه:

الف: په قرآن کې راته حکم شوی‏، په څه چې نه پوهېږئ؛ نو ورپسې مه ورځئ؛ ځکه په قيامت کې ‏مو سترګې، غوږونه او زړونه پوښتېدوني دي ‏.

 ((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا[88]= او په هغه څه پسې مه ورځئ، چې پرې پوه نه ياست؛ ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي. ))

ب: قرآن هغوى سخت رټلي، چې هر خبر‏ واوري؛ نو ناسنجول شوى يې خپروي، وايي:

((وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا[89]= او چې كله ورته د ډاډ يا ډار خبر ورسي؛ ( بې له څېړنې) يې خوروي، حال داچې كه هغه ( د الله) استازي او مشرانو ته- چې د تشخيصولو پوره ځواک لري- ورسوي؛ نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د الله فضل او رحمت نه واى؛ نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (او بېلارې كېدئ). ))

ج: قرآن هغوى ته ډېر سخت عذاب ټاکلى، چې په ټولنه کې د دروغو خبرونه خپروي.

((لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا[90]= قسم دى كه منافقان او هغوى چې په زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خوروي؛ له خپل كاره لاس وانخلي (؛ نو) موږ به هرومرو تا پرې مسلط كړو (چې) بيا به په دې (ښار) كې له ډېر لږ وخت پرته ستا په ګاونډ كې پاتې نشي. ))

د: پېغمبراکرم (ص) د خپل عمر په روستي کال په حج کې وويل: ډېر وي داسې کسان، چې له ما څخه به درته د دروغو خبرونه وايي او نور به هم زيات شي او چاچې آګاهانه په ما پورې دروغ وتړل؛ نو ځاى به يې په دوزخ کې وي او له ما يې چې هر څه دروړل؛ نو له قرآن او سنتو سره يې پرتله کړئ، که له هغو دواړو سره یې سمون درلود؛ نو و يې منئ که نه، مه يې منئ. )) [91]

هه: امام صادق (رح) پر هغه لعنت وايه، چې د دروغو خبر يې د ده په پلار امام باقر پورې وتاړه، ويې ويل: څه يې چې له موږه درته وويل؛ له قرآن او زموږ له نورو خبرو سره یې وسنجوئ، که ورسره يې اړخ لګاوه، و يې منئ؛ ګنې مه يې منئ[92].

د: امام رضا (رح): زموږ د خبرو سند قرآن او د پېغمبراکرم سنت دي[93].

 ز: په اسلامى علومو کې يو مهم علم “د رجالوعلم” دى، چې دا علم د هغوى په باب دى، چې حديثونه روايتوي، چې سم حديث له ناسمه وپېژندل شي.

څېړندود

 اسلام ځکه پر څېړنه، پلټنه او د علم پر زده کړه ټينګار کوي، چې څوک په ناپوهۍ کې کوم کار و نه کړي او داچې اسلام هر اړخيز دين دى؛ نو د سم او ناسم پېژندو لپاره يې لارې راښوولي دي؛ لکه:

١_ د معتبرو او د منلیو کتابونو کتل: د اسلام پېغمبر د خپل ځان د لېینې – شاهدۍ لپاره د تورات او انجيل کتابونه راوړل، و يې ویل: زما نامه په تورات او انجيل کې ولټوئ. (مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ)[94]

 ٢_ متقي پوهان و پوښتئ (فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ)[95]

٣_ د دوو عادلو شاهدانو لېینه – ګواهى ورکول. (ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ)[96]

٤_ شخصي څېړنه، چې انسان پخپله د يو خبر د سموالي څېړنه وکړي؛ لکه د نجاشي څېړنه، چې حبشې ته يې د مهاجرو مسلمانانو په باب وکړه.

٥_ د لاسوندونو راټولول: کله انسان د قرآئنو او آثارو له ټولګي، خبرو، ملګرو، وخت، ځاى او د کار له طريقې، د خبر پر حقانيت پوهېږي؛ د بېلګې په توګه: د اسلام د پېغمبر د حقانيت پېژندو ته لاسوندونه دا دي: ‏نالوستى و او د بوت لمانځنې په مرکز کې، ‏د بوت لمانځنې پرخلاف پاڅېد او دوست او دښمن دواړو ورته امين وايه، اخلاق يې ښه ول، چلن يې ان د مکې د سوبې پر ورځ بښنه وه، لارښوونې يې نړيوالې او کاردود‏ يې د حق پربنسټ و. . . چې دا ټول لاسوندونه وايي، چې ‏حضرت محمد (ص) پرحق و.

٦_ له پخوانیو خبرو سره یې همغږي او په خبرو کې یې د ټکر نشتوالی.

٧_ د نورو له ويناوو سره يې د ‏ويناوو همغږي. د ساري په ډول: لکه ‏څوک چې د پېغمبراکرم له حديثه همدا پوه شي، چې پر پوهېدلي مطلب نور هم همداسې پوه شوي وي؛ نو په خپلو پوهېدنو ډاډه کېږي.

٨_ د څارنوال په استونه، د سمو معلوماتو راټولول؛ لکه څنګه چې حضرت على وايي:((عينى بالمغرب))؛ يعنې هغه چې په مغرب کې زما ځانګړى څارونکى دى، هغه دا خبر راکړى دى.

٩_ د خلکو معلومات ‏هم د ډاډ وړ‏ دي. حضرت على وويل: ((بلغنى انک)) خلکو راته داسې ويلي دي.

١٠_ د نورو ډاډ: د ساري په ډول: که عالمانو پر يوه حديث ډاډ وکړ او د هغه له مخې يې فتوى ورکړه او يا دینپالو ‏په لمانځه کې په يوه چا پسې اقتدا وکړه؛ نو دا ډول ډاډونه هم زموږ د پلټنې بنسټېداى شي.

١١_ د کار مخينه هم د څېړنې يوه لار ده: د الله رسول (ص) وويل: ولې پر ما شک کوئ ؟ زه خو کلونه کلونه په تاسې کې اوسېدلى يم او تاسې ټول مې پېژنئ. (فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا)[97]

دروغ

داچې د حجرات په شپږم آيت کې د خبر په باب د څېړنې حکم راکړ شوى؛ نو ښه به وي، چې پر دروغو هم رڼا واچوو:

*دروغ يو ډول نفاق دى؛ ځکه انسان هغه څه په خوله وايي، چې په زړه کې باور پرې نه لري. (يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ)[98]

*دروغ کله د تور په بڼه وي، چې په ناحقه پر يوه پاک انسان لګول کېږي. (أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا)[99]

*دروغ کله د قسم په بڼه وي؛ يعنې پر دروغو قسم خوري. (يَحْلِفُونَ بِاللّهِ)[100]

*دروغ کله د ژړا په بڼه وي، د يوسف علیه السلام ورورنه، چې په ژړا خپل پلار ته ورغلل، چې يوسف لېوه وداړه. (وَجَاؤُواْ أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ)[101]

*دروغ تش په خوله نه؛ بلکې کله له عمل سره هم وي. رونو یې د يوسف علیه السلام کميس په وينو ولړه او په عملي دروغو يې خپل مطلب په ډاګه کړ. ( بِدَمٍ كَذِبٍ)[102]

*اسلام ان په ټوکو کې هم خلک له دروغو منع کړي دي. [103]

*دروغ د ډېرو ګناهونو پيل دى[104].

*دروغ انسان د ايمان له خونده بې برخې کوي[105]. او د ايمان د خرابۍ لاملېږي. [106]

 امام باقر (رح) وايې: تر دروغو نور څه ناوړه نشته.

حضرت علي وايي: له دروغجن سره له ملګرتيا ډډه وکړئ، چې هغه د شرابو په څېر دى.

وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ=(/۷)= او پوه شئ، چې د الله استازى ستاسې په منځ كې دى، كه په ډېرو چارو كې ستاسې ومني؛ نو هرومرو به وکړېږئ؛ خو الله ايمان درته ګران کړ او دا يې ستاسې په زړونو کې ښکلی کړ او (اپوټه) كفر، سرغړونه او ګناه يې درته كركجن كړل، يوازې همدوى (چې دغسې ځانګړنې ولري) پر سم لوري تلونکي (او ښیون شوي) دي.

((فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (۸)= (او دا درته) د الله له لوري یوه لورنه ده او الله پوه حکيم دى.

ټکي:

*په تېرو آيتونو کې مو ولوستل: يو سړي (وليد بن عقبه) په دروغو پېغمبراکرم او خلکو ته له اسلام سره د يو ټبر د مخالفت خبر راووړ.

د خلکو د غوسې احساسات راوپارېدل او بريد ته چمتو شول او تمه يې درلوده، چې پېغمبر(ص) به يې هم ملاتړ وکړي. آيت راغى، چې که کوم فاسق خبر راووړ؛ نو لومړى څېړنه وکړئ او دويم داچې خلک دې د پېغمبراکرم تابع وي، نه دا چې الهي مشر، د خلکو د خامو احساساتو تابع وي، چې سرچينه يې د فاسقانو غلط خبرونه وي.

*په روايتونوکې راغلي: د خپلې پېژندګلو کونجي له مؤمنانو سره په مينه کې ولټوئ، که د ايمان خاوندان درباندې ګران ول؛ نو پر سمه او خير روان ياست؛ خو که ګناهګار درباندې ګران ول؛ نو خير مو نشته[107].

*په روايتونو کې راغلي: په (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ) کې له ايمان څخه مراد د حضرت علي مينه ده او له کفر، فسوق او عصيان څخه مراد هغه کسان دي، چې د اهل بيتو پر ضد ‏پاڅېدل[108].

*امام صادق (رح) له آنحضرت (ص) نه ‏روايتوي: څوک چې د الله نعمتونه يوازې په خوراک څښاک او. . . کې بولي؛ نو عمل يې لنډ او عذاب يې هم رالنډوي.

*په يو حديث کې راغلي: څوک چې له معنوياتو سره مينه او له ګناه څخه کرکه نعمت و نه ګڼي؛ نو د الله تعالی د نعمتونو ناشکري يې کړې، چې د داسې خلکو عملونه لږ او هلې ځلې يې بېځايه دي[109].

*وده د الله تعالی له لوري انبياوو ته ډالۍ ده. (آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ)[110] او د دوى دنده هم انسانانو ته وده ورکول ول. (يَا قَوْمِ اتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ الرَّشَادِ)[111] هغوى په خپله هم په ودې پسې وو؛ لکه څنګه چې موسى علیه السلام په بېدياوو کې په حضرت خضر پسې و، چې وده وکړي؛ ( هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا)[112] او ايمان د ودې زمينه ده (وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ)[113] او آسماني کتابونه د انسان د ودې وسيله دي (يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ)[114] په قرآن کې هم له ودې مراد مانیزه وده ده ( او دا د انسان لنډ فکري ده، چې تش ‏په دنيوي چارو کې پرمختګ ته وده ووايي. )

*د ټولنې مدير که عادل پاکلمنی ‏نه وي؛ نو هر څه به د استبداد پر لوري روان شي، چې پکې وده ناشونې ده. ( وَمَا أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍ)[115]؛ خو که مدير متقي او عادل وي؛ نو ودې ته لارې چارې برابرېږي. (اولئک هم الراشیدون)

پېغامونه:

١_ که وغواړو پښېمانه نشو؛ نو باید د انبياوو په لارښوونو پسې ولاړ شو. (د مخکي آيت په پاى کې، د پښېمانۍ خبره راغله، په دې آيت کې وايي: تاسو خو پېغمبر لرئ، ورپسې ولاړ شئ، چې کله هم پېښمانه نشئ. ) (نَادِمِينَ. وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ).

٢_ ټولنو ته د پېغمبرانو او الهي مشرانو شتون ځانګړى امتياز دى. [(( فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ)) راغلى نه ((رَسُولَ اللَّهِ فِيكُمْ))]

٣_ مشر دې له خلکو سره او په خلکو کې وي. (أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ)

٤—په دې کې باک نشته، چې خلک تمه ولري، چې پېغمبراکرم ورسره سلامشوره وکړي؛ خو داچې پېغمبر د خلکو اطاعت وکړي؛ نو دا يوه بېځايه تمه ده. (لَوْ يُطِيعُكُمْ. . . لَعَنِتُّمْ. . . )

٥_ خلک ځکه په ستونزو کې ‏‏راګېر دي، چې د انبياوو پر خبرو عمل نه کوي او په خپلو سليقو او ځاني غوښتنو پسې ځي. (لَوْ يُطِيعُكُمْ. . . لَعَنِتُّمْ. . . )

٦-مشر دې خپلواک اند ولري. [ که د فتنو، سليقو، غوښتنو او بېلابېلو اندونو ‏څپې یې سست کړي؛ نو په ټولنه کې ستونزې راولاړېږي. ] (لَوْ يُطِيعُكُمْ. . . لَعَنِتُّمْ. . . ) دښمن هم راته همدغسې ستونزې غواړي، چې د مشر له سستې ارادې راولاړېږي؛ لکه چې د آل عمران په ١١٨ آيت کې راغلي: (ودّوا ما عَنِتّم. . . )

٧_ په ځينو چارو کې نرموالی په کار دى. (فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ)

٨_ د هغه څه په باب چې د الله تعالی او رسول له لوري یې حکم نه وي راغلى او د ‏سلامشورې ځای وي؛ نو له خلکو سره مشوره او لاروي یې کوم باک نه لري. (فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ)

٩_ دين ته لېوالتيا د انسان په خټه ‏کې ده. (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ) ( په روايتونو کى راغلي:له حق، الهي اولياوو او مؤمنانو سره مينه د الله تعالی ځانګړې پېرزوېنه ده. )

١٠_ ايمان یو زړګنی چار دی، چې له جبر او تپنې سره اړخ نه لګوي. (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ)

١١—ايمان د زړونو ښکلا ده. (وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ)؛ لکه څنګه چې غرونه، سيندونه، کانونه، ګلونه، چينې او څه چې پر ځمکه دي، د ځمکى ښکلا ده. (إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا[116]) (هو! د انسان ښکلا يې مانیز کمالونه دي، ماديات د ځمکي ښکلا ده)

١٢_ تولی او تبری ‏يو د بل ترڅنګ راغلي، که له ايمان سره مينه لرې؛ نو له کفر، فسق او سرغړاندۍ څخه دې کرکجن ‏ووسو. (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ. . . كَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ. . . )

 ١٣_ د زړه نټه او فاسد نيت، د انسان د سرغړونې سریزه ده. لومړى يې وويل: ((الْكُفْرَ)) او بيا يې وويل: ((وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ)).

١٤_ کفر د انسان د خټې بدلون او اوړېدل دي. (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ. . . كَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ. . . )

١٥_ کفر، فسق او سرغړاندي ‏د ايمان آفت دى. (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ. . . كَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ. . . )

١٦_ له بديو کرکه فطري چار ‏دى (وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ) او دا کرکه ‏د انسان د ودې لامل ده. (أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ)

١٧_ هغوى چې له کفر، فسق او ګناه کرکه نه لري؛ نو وده يې نه ده کړې. (كَرَّهَ. . . أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ)

١٨_ نعمت يوازې ماديات نه دي، د الله تعالی ستر نعمتونه، له ايمان سره مينه او له کفر، فسق او ګناه کرکه ده. (حَبَّبَ. . . كَرَّهَ. . . . فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً)

١٩_ په زړه کې د ایمان مینه الهي پېرزوېنه ده. ( حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ. . . . فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً)

۲۰ – د الله تعالی لورنه، د علم او حکمت له مخې ده، نه خوشې او هسې په هسې. (فَضْلًا. . . وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ)

د ايمان او پوهې ‏اړيکه

 *پوهه او ايمان سره ‏بېل دى، تر پوهې، ایمان غوره دى؛ ځکه مینه ‏د ايمان سرچينه ده؛ لکه څنګه چې د الله تعالی د ولي حساب له رئيس، واکمن، پاچا او سلطان سره توپير لري؛ لکه څنګه چې خمس، زکات او ماليات سره توپير لري. مؤمن په ډېرو څيزونو پوهېږي؛ خو ورسره مينه نه لري؛ لکه د غرونو اوچتوالى. د هېوادونو جغرافيا، رياضي او داسې نور. . . .؛ خو ورسره مينه نه لري؛ خو چې د الله تعالی د ګروهې ‏او ايمان خبره راشي؛ نو ورسره مينه کوي، چې دا مينه د الله تعالی له لوري انسان ته ډالۍ، ‏ورکړه شوې ده؛ نو په حقيقت کې کفارو په خپل کفر او ځېل پخپل فطرت کې بدلون راوړى (حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ. . . . )؛ لکه څنګه چې په زکات او خمس ورکولو کې سپېڅلتيا، ډاډ، ‏ټاکنه ‏او الله تعالی ته ورنږدېدل دي، چې په مالياتو کې نه دي، د دنيا خلک ماليات ورکوي؛ خو د مالياتو له اخستونکي سره مينه نه لري؛ خو هغوى چې زکات ورکوي؛ نو له زکات اخستونکي سره مينه لري.

وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (۹)= او كه له مؤمنانو دوه ډلې پخپلو كې په جګړه شي؛ نو ترمنځ يې سوله وكړئ؛ نو كه یوې پر بلې تېرى وكړ؛ نو له تېري كوونكې ډلې سره تر هغه وجنګېږئ، چې د الله حكم ته راوګرځي؛ نو که راوګرځېد (او د سولې او پخلاينې لار يې ونيوه)؛ نو په منځ كې يې په عدل سوله وكړئ او انصاف وكړئ؛ (ځكه) چې الله انصاف كوونكي خوښوي.

ټکي:

*ددې سورت له پیله ډول ډول چلن او دریځونه اوڅار شوي:

الف: د الله تعالی او له رسول سره یې چلن [ترې نه مخکې کېدل. . . ((لَا تُقَدِّمُوا)) ].

ب: د الله تعالی له رسول سره چلن ( په ادب او تيټ غږ ورسره خبرې کول).

ج: له فاسق سره چلن (د راوړيو خبرونو په باب څېړنه)

هه: له رور او يا مؤمن سره په مينه چلن (راتلونکي آيتونه)

*که څه د ایمان غوښتنه خو دا ده چې مومنان دې له خپلمنځي شخړې ځان وساتي؛ خو مومنان معصوم نه دي چې ګناه ترې ونشي او ډېر ځل په یوې خبرې یا کوم کار کې یې، ترمنځ لانجه پیدا کېږي. نو ځکه باید چمتو وسوو، چې د دغسې پېښو د پېښېدو په حال کې، د فتنې د مړه کولو په ترڅ کې، د مظلوم حق لتاړ نشي او له ظالم سره داسې چلن وشي چې بیا تیری و نه کړي.

*په حديث کې راغلي: له ديني رور سره دې مرسته وکړه، ظالم وي که مظلوم. که مظلوم و؛ نو د حق په لاس ته راوړو کې ورسره مرسته وکړه که ظالم و؛ نو له ظلمه په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړه. [117]

*مسلمانان دې پياوړې واکمني، واک، نظام، تشکيلات او تبلیغات ولري، ګنې نن پر دې آيت عمل ‏کول ناشوني دي؛ ‏ يعنې له دې ټولو امکاناتو او ټکنالوژۍ سره سره، د اوسنيو نړيوالو سرغړاندو ‏ ځپنه ناشونې ده (هو! که د سرغړاند ‏ځپل فرض دي؛ نو ددې فرض سریزه، ‏ د اسلامي حکومت جوړول ‏هم فرض دي. )

 

بېلګې:

*هغه آيت، چې لوستو ته يې دوه لاسونه پرې شول.

د جمل په جګړه کې چې کار مخ پر سختېدو شو او حضرت علي کرم الله وجهه مقابل لوری، د جګړې له پیلېدو منع کول؛ خو د ام المؤمنين عايشې بي بي پلويانو ورته غوږ کېنښود؛ نو حضرت علي الله ته یې ګیله‏ وکړه، چې خلک سرغړونه کوي او امر نه مني؛ نو قرآن يې په لاس کې راواخست، و یې پوښتل: څوک به دا آيت (وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ) خلکو ته ووايي؟ “مسلم مجاشعي” ‏راغى، و يې ويل: زه به دا آيت ولولم. حضرت علي ورته وويل: دواړه لاسونه به دې پرې ‏کړي او شهيد به شې؛ خو هغه ورته وويل: د الله په لار کې زما شهادت ناڅيزه دى. قرآن يې راواخست او د ام المؤمنين ‏عايشې بي بي د لښکر مخې ته ‏‏ودرېد، چې دوى الله ته راوبلي، چې د جګړې مخه ونيسي او وينه تویه نشي، مقابل لوري یې ښى لاس پرې کړ؛ نو قرآن يې په کيڼ لاس ونیو، هغه يې هم ترې پرې کړ، قرآن يې په غاښونو ونیو، چې په پای ‏کې یې شهيد کړ. حضرت علي هم د هغه تر شهادت ‏روسته د بريد حکم ‏ وکړ[118].

هو! لومړى دې په قرآن د لاسوند ‏‏له لارې غاړه پرې خلاصه شي، چې و يې نه منله؛ بيا دې په مړانه تر روستى سلګۍ پورې وجنګېږو.

عدالت

* داچې په دې آيت کې درې ځل د عدالت په اړه خبره رامنځ ته شوه؛ نو ښه به وي، چې څه رڼا پرې واچوو: (فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ)

١_ د پيدایښت بنسټ پر عدل او حق دى[119].

٢_ د انبياوو د بعثت موخه داده، چې خلک د عدالت پلي کولو ته راپاڅي.

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ[120]= [په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل، چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه، چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې الله ته معلومه شي، چې څوك په پټه د هغه (د دين) او له استازيو سره يې مرسته كوي؛ په رښتيا الله غښتلى ناماتى دى. ))

٣_ عدالت، ژوند او ظلم مرګ دى. [121]

٤_ یو ساعت پر عدالت ‏چلن، تر اويا کاله هغه عبادته غوره دى، چې د ورځې روژه وي او شپه په ويښه تېروي. [122]

٥_ د عادل مشر دعا قبلېږي[123].

٦_ که په خلکو کې پر عدالت چلن وشي؛ نو د الله تعالی پر حکم به آسمان روزي روالېږي او ځمکه خپل برکتونه راوټوکوي[124].

٧_ امام کاظم (رح) وويل: که په خلکو کې عدالت پلى شي؛ نو خلک به مړه خوا‏ شي. [125] او بيا يې وويل: عدالت تر شاتوهم خوږ دى.

٨_ امام کاظم (رح) د(يحيى الارض بعد موتها)؛ يعنې الله مړه ځمکه راژوندۍ کوي، په تفسيرکې ويل: الله داسې سړى معبوثوي، چې عدل پلى کړي او ځمکه د عدالت په پلي کولو ژوندۍ کيږي. [126]

٩_ فاطمې بي بي وويل: عدالت د زړه ټکور دى. [127] ( هو! خلک بېوزلي زغملاى شي؛ خو بې عدالتي نه)

عدالت؛ دانبیاوو په ښوونځي کې

*عدالت معمولا د قانون له ویی – ټکي او ‏د بې عدالتۍ ویی له بې قانونۍ سره مل دى؛ نو که انسانانو ته په خپله قانون ارزښت ونه لري؛ نوڅنګه به يې پلى کړي؟

هغه قانون، چې د بشر په لاس جوړ شوى وي، د بدلون په حال کې وي.

هغه قانون، چې د ډلو ټپلو او وګړیو ګټې پکې خوندي وي.

 هغه قانون، چې د محدودو ناڅيزه معلوماتو، د غريزو، توکم – نژاد پالۍ، ملت پالۍ، ګواښنې، تطميع او ځاني غوښتنو تر اغېز لاندې جوړ شوى وي.

‏هغه قانون، چې په هره سيمه کې په بېلابېلو بڼه وي او هر وخت پکې بدلون راځي او هر زور ځواکی یې د وتو (رد) حق لري.

 هغه قانون، چې ليکونکى يې پر ګناهونو ککړ وي او په خپله قانون ليکونکى هم پرې عمل نه کوي؛ نو تاسې په خپله ووياست، چې دا ډول قانون انسان ته کرامت او سپېڅلتيا درلودای ‏شي ؟ او يا به ټولنې ته د عزت، مړانې ‏او ودې لارې چارې چمتو کړي ؟ اوايا له دې ډول قوانینو څخه سرغړونه ظلم او بې عدالتي ده؟!

 خو د انبياوو قانون چې د انسان د خالق له لوري دى او سرچينه يې د الله تعالی ناپايه پوهه‏، حکمت او پېرزوېنه ده او راوړنکى يې يو سپن لمنی- معصوم دى، چې په خپله يې لومړى پر ځان پلى کړى دی.

 هغه قانون چې له هېڅ واک، ګوند او ټبره اغېزمن شوى نه دى او داچې انسان دې ډول قانون ‏ته په کرامت او سپېڅلتيا ګوري‏؛ نو پلي کول يې هم ورته خوندور دی او سرغړونه ترې ظلم او بې عدالتي ده.

 

د عدالت ګروهیزې‏ او فطري لارې چارې

*عدل په الهي نړۍ ليد کې مانا پیدا کوي؛ ځکه انسان په الهي ليد، الله تعالی عادل، هستي حساب شوې او هر څه د الله تعالی تر څارنې لاندې ګڼي. انسان په الهي ليد د ټول بشر لومړنۍ ماده خاوره او پاى يې د قيامت پر ورځ د الهي عدل نياوتون-محکمه ګڼي.

او په الهي ليد، انسان د انبياوو د بعثت موخه، د عدل پلي کول بولي او د ‏امام مهدي په راښکارېدو ‏به د ځمکى پر مخ عدالت پلى شي. پر داسې قيامت ګروهن دی‏، چې واړه او غټ کارونه يې ټول ثبت شوي او په مخ کې به ورته کېښوول شي او په الهى ليد ‏ټول پېغمبران عدل پلي کوونکي بلي. هو! دا ډول ګروهې دي، چې په انسان کې د عدل د پلي کولو لپاره انګېزه راپيدا کوي؛ خو څوک چې هستي بې خاونده او بې حسابه ګڼي، پيدايښت بې نقشې او بې کړلارې ګڼي، راتلونکې يوازې نيستي او نابودي بولي او هستۍ ته پر موخه قايل نه وي؛ نو عادلېدو ته دليل نه لري.

د عدل پراختيا

 *عدالت د اسلام یو آریز چورليځ دى، چې د الله تعالی په صفتونو کې تر توحيد ‏روسته اوڅار شوى دى. په اسلام کې باید د ديني مرجعيت خاوند، د ُجمعې د ورځې د جماعت ‏او د نورو جماعتونو ‏امام، شاهد، قاضي او د بيت المال مسوول، د عدالت درلودو ‏شرط ولري.

 که د عدالت مسلې ته ‏پراخه کتنه وشي؛ نو پوه به شو، چې په ټولواسلامي کړلارو کې د عدالت پر مسئلې او له افراط او تفريطه پر لرېوالي او پر منځلارۍ ټينګار شوى دى؛ لکه:

١ـ په عبادت کې عدالت، تردې چې د روايتونو په کتابونو کې د ((باب الااقتصاد فى العباد))، ترعنوان لاندې يو باب هم راغلى دى.

٢ـ په کار او ساتېرۍ کې عدالت.

٣_ په مينه او غوسه کې عدالت.

٤_ د دوست او دښمن په باب عدالت.

٥_ په توليد او مصرف ‏کې عدالت.

٦_ په ستاينه او رټنه کې عدالت.

٧_ د بيت المال په ويش اود شخصي مال د وصيت پر مهال عدالت.

٨_ په ښځو، اولاد او ملګرو کې عدالت.

٩_ په ورمند- قضاوت کې عدالت.

١٠_ په قصاص کې عدالت.

١١_ په جګړه کې عدالت.

١٢_ له څارويو سره په چلن کې عدالت.

حضرت علي کرم الله وجهه د زکات راټولولو مسؤل ته وويل: پر لار دې د هغو څارويو خيال وساته، چې په زکات کې درکړل شوي[128] مثلاً که څلور اوښان وي او يو ساعت لار وهي؛ نو پر هر يوه د پینځلسو دقيقو لپاره سپور شه.

په بل ځاى کې لولو: که حاجي مکې ته د ژر سېدو لپاره ‏خپل څاروي له معموله زيات ستړى کړي؛ نو په حقوقي مسئلو کې يې لېینه منلوړ نه ده؛ ځکه پر خپل څاروي یې ظلم کړی دی. [129]

په اسلام کې د هر څه په باب پر عدالت ټينګارشوى، ان که يو ماشوم په جومات کې ناست وي او موږ يې له هغه ځايه پاڅو او هلته لمونځ وکړو؛ نو لمونځ مو ټکنى شو[130].

بېلګې:

 *د حجاز ځينو خلکو به د حج د مراسمو په کولو کې ځان تر نورو غوره ګاڼه او لار يې له نورو بېلوله، چې قرآن حکم ورته وکړ؛ لکه څنګه چې نور خلک حج کوي، تاسې هماغسې حج وکړئ. ( ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ)[131] او چې کله به شتنمو له انبياوو غوښتل، چې موږ به دې هله لارويان شو، چې دا بېوزله او خوارپړک له ځانه وشړې؛ خو پېغمبرانو ورته ويل: کله به هم دا کار ونه کړو. (وَمَآ أَنَاْ بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُواْ)[132]

 *پېغمبر اکرم(ص) په خپل روستي سفر کې وويل: خلک له هر ټبر او توکم، چې وي، يو له بل سره برابر دي. [133]

 *ځينو سياستوالو او مصلحت اندو، حضرت علي ته وړانديز وکړ، چې د بېوزليو او سترو شخصيتونو او د ټولنې د مخورو د تنخواوو په اړه توپير وکړه، چې هغوى راسره ودرېږي او حکومت به غښتلى شي، بغاوت به نه کوي او له مقابل لوري ‏سره به نه يو ځاى کېږي.

حضرت علي ورته وويل: غواړې باج ورکړم ؟!! که څوک غواړي پاتې دې شي، که نه ځي دې. [134]

حضرت علي د خپل حکومت په پيل کې وويل: تر ما مخکې چې څومره هم بېځايه لګښت شوى، بېرته به يې واخلم او بيت المال ته به یې ورکړم، ان که د ښځو په مهر کې يې پيسې لګولي وي او یا يې مريان پرې ازاد کړي وي.

*د الله رسول (ص) وويل: هغه واکمن به لومړى دوزخ ته ځي، چې پر عدالت نه وي چلېدلى[135].

*په بل حديث کې لولو: که څوک د لسو تنو مشر وي؛ خو که ترمنځ يې پر عدالت چلن و نه کړي؛ نو د قيامت پر ورځ به پښې لاس تړلى راپاڅي[136].

پېغامونه:

له دې آيته په لسګونو زده کړې اخستاى شو، چې ځينې يې دادي:

١_ که څه ايمان د لاس و ګرېوان يا د نښتو د مخنيوي لامل نه دى؛ خو د مؤمنانو ترمنځ نښته يو څرک دى؛ نه يو بهیر او لنډمهالى چار دى، نه تلپاتې؛ ځکه ((اقْتَتَلُوا)) د نښتې د رامنځ ته کېدو نښه ده؛ نه د دوام او تلپاتېدو، که تلپاتې وي؛ نو ويلي به يې ول: ((يَقتَتلون))

٢_ ادب راته وايي، چې خپل مخاطب ته بد او منفي ټکي مه وياست (په دې آيت کې يې ونه ويل: که له تاسې دوې ډلې؛ بلکې ويې ويل: له مؤمنانو؛ يعنې داچې تاسې داسې نه ياست) (اقْتَتَلُوا)

٣- د جګړې طبيعت دا دى، چې ټول رانغاړي او يوازې پر ښکېلو خواوو نه قانع کېږي. ((اقْتَتَلُوا)) جمع راغلى؛ ګنې ويلي به يې ول: ((اقتتلا))

٤- مسلمانان دې د خپلمنځي جګړو مخه ونیسي (فَأَصْلِحُوا) او په دې اړه دې بې توپيره نه وي.

٥-د مسلمانانو ترمنځ په سوله کې ځنډ مه کوئ. [ په ((فَأَصْلِحُوا)) کې د (فاء) ټکى د بېړې نښه ده]

٦- که له جګړه مارو ډلو یوې یې سرغړونه وکړه؛ نو ټول مسلمانان دې ورپسې راپاڅي. (فَإِن بَغَتْ. . . . فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي)

٧- په ټولنه کې د امنيت او عدالت راوستنې ته که ياغي مسلمان ووژل هم شي؛ نو پروا نه لري؛ ځکه د ياغي وينه ارزښت نه لري. ( فَإِن بَغَتْ. . . فَقَاتِلُوا. . . )

٨- د ګوزار ځواب ګوزار دى. ( فَإِن بَغَتْ. . . فَقَاتِلُوا. . . ) ( په اسلامي ټولنه کې دې ياغي ته مهلت ور نه کړ شي. )

٩- د ياغي په وژنه کې ځنډ په کار نه دى. [ په ((فَقَاتِلُوا)) کې د (فاء) ټکى د بيړې نښنه ده. ]

١٠- د ياغي ځپنې پرمهال دې مېرمن او ماشومان یې خوندي وي او يوازې په خپله ياغي دې وځپل شي. (فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي)

١١ـ ياغي خپل وي که پردى، و دې ځپل شي. (فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي)

١٢ـ د مسلمانانو پاڅون دې سپېڅلې موخه ولري. (حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ)

١٣ـ مبارزه دې موخې ته تر رسېدو پورې وي. (حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ) او ساعت، مياشت او ټاکلې نېټه نه لري؛ لکه څنګه چې ناروغ تر هغه درمل خوري او ډاکټر ته ورځي، چې روغ شي.

١٤ـ په ياغي ځپنه کې دې شخصي، قومي، ګوندي، غچ او ځان ښوونه اوڅار نه وي؛ بلکې موخه دې د الله تعالی لارې ته د ياغي راوستل وي. (حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ)

١٥ـ د اوربند لپاره، د الله تعالی لارې ته د ياغي د راستنېدو پيلامه بس ده، همدا چې د الله تعالی لارې ته راستنېدل ې پيل کړل؛ نو لاس ترې واخلئ؛ ځکه ورڅخه د لاس اخستو شرط، د هغه سل په سلو کې راستنېدل نه دي. ( حَتَّى تَفِيءَ)

١٦- د جګړې پرمهال، چې يرغلګر معلوم نه وي؛ د فتنې مړه کولو او سولې راوستو ته دې هلې ځلې وشي (فَأَصْلِحُوا) خو په بل پړاو کې چې يرغلګر او ياغي وپېژندل شو؛ نو دلته دې ټول له مظلومه دفاع وکړي او له ظالمه يې حق واخلي. (فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ)

١٧_ په بېلابېلو شرايطوکې د مسلمانانو دنده توپير لري؛ کله سوله وي کله جګړه. ( په دې آيت کې هم (( اصلحوا)) او هم (( قاتلوا)) دوه ځل راغلي دي. )

١٨_ د دوو ډلو ترمنځ دې د سولې پرمهال، له یرغلګره د جګړې تاوان واخستل شي. (الْعَدْلِ)

حضرت علي وايي: هغه امت ارزښت نه لري، چې له زوروره د بېوزلي حق وانخلي[137].

١٩_ چې چېرې هم د غرایزو د توپان، غوسې او تېروتنې شونتیا وي؛ نو پرلپسې سپارښتنو ته اړتیا ده. (الْعَدْل، أَقْسِطُو. . . يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ)

٢٠ _ هغه سوله ارزښت لري، چې حقوال خپل حق ته ورسي. (اصلحوا. . . أَقْسِطُوا)

٢١_ چې چېرې هم د ستونزو د زغم خبره وي؛ نو له مينې ګټنه واخلئ. (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ)

٢٢_ پر الله تعالی هغوى ګران دي، چې حرکت يې د عدل پر بنسټ وي؛ ګنې د دوو ډلو چوپ کول، چې ترمنځ یې عدالت ‏ پلى نشي کوم ارزښت نه لري. (يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ)

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (۱۰)= په حقيقت كې مؤمنان يو د بل روڼه دي؛ نو د خپلو روڼو ترمنځ (چې اختلاف پيدا كړي) روغه جوړه وكړئ او (خپل ځانونه) د الله له عذابه وساتئ، چې لورنه درباندې وشي.

 

ټکي:

دا آيت د مؤمنانو ترمنځ اړيکې د دوو رونو په څېر ګڼي، چې په دې تعبير کې لاندې ټکي دي.

الف: رونه د پرديو په مقابل کې يو موټى او د يو بل مټ وي.

ب: د رونو ملګرتيا ژوره وي.

ج: نن د مينې د ښکاره کولو لپاره د ملګري، دوست، هېوادوال او. . . . څرګندنې- اصطاحات کارېږي؛ خو اسلام د رور څرګندنه- اصطلاح کارولې، چې ډېره پخه مانا لري.

د: د رونو ملګرتيا دوه اړخيزه وي.

هه: په حديث کې دوه ديني رونه له دوو لاسونو سره ورته ښوول شوي، چې يو بل وينځي. [138]

*په دې آيت او تېر آيت کې درې ځل (( اصلحوا)) راغلى، چې ښيي اسلام سولې ته زياته پاملرنه لري.

* په تېر آیت کې یې وویل « فَأَصْلِحُوا. . . . وَأَقْسِطُوا » په عدالت، سوله وکړئ او دا آیت وايي: « فَأَصْلِحُوا. . . وَاتَّقُوا » په سولې راوستو کې، له الله تعالی وډار شئ. که تاسې یې منځګړي کړئ؛ نو د الله تعالی په پام کې نیوو پریکړه وکړئ، نه دا چې جوړجاړی مو، پر یوه اړخ د تیري لامل شي.

*دا چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه ترخې پاپلې لري؛ لکه: غوسه، ناوړه ګومان، ناوړه تبليغات، غچ او تر جګړې روسته فتنې ( له جګړې مراد د تېرو آيتونو پېښې دي)؛ نو کله قرآن په دې دوو آيتونو کې د (( اصلحوا، أَقْسِطُوا، يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ، إِخْوَةٌ، أَخَوَيْكُمْ، اتَّقُوا، تُرْحَمُونَ)) د غونډلو – جملو په راوړو، له جګړې پر پاتیو ټپونو ملهم ايښي دي.

رورولي

*د اسلام يو غوراوى دادى، چې سمونې له بېخه پيلوي؛ د ساري په ډول، وايي: (إِنَّ الْعِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا)[139]؛ يعنې ټول عزت د الله تعالی لپاره دى، بيا سپارښتنه کوي، چې ولې د عزت لاس ته راوړو ته په ده او هغه پسې ځئ يا وايي: (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا[140]) ( ټول ځواک د هغه دى) بيا پايله اخلي، چې ولې هره ورځ د يوه له شاو خوا تاوېږې راتاوېږئ ؟! دغسې په دې آيت کې وايي: ټول مؤمنان يو د بل روڼه دي، بيا وايي: اوس چې ټول سره روڼه ياست؛ نو څه ته شخړې کوئ !؟ ټول يو د بل دوستان وسئ.

نوځکه د يوه وګړي او ټولنې سمونې ته دې لومړى د هغوى اندیز او ګروهیز بنسټ سم شي او بيا د انسان چلن.

*د رورلۍ طرح او د رور د اصطلاح کارول، د اسلام نوون دى. پېغمبر اکرم (ص) له اوو سوو تنو سره په “نخيله” کې و، چې حضرت جبراييل ورغى، و يې ويل: الله د پرښتو په منځ کې روري راوستې. حضرت پېغمبراکرم هم د خپلو اصحابو او صحابیه وو (رضي الله عنهم) په منځ کې روري خورلڼي راوسته لکه: حضرت ابوبکر له حضرت عمر سره، حضرت عثمان له حضرت عبدالرحمن سره، حضرت سلمان له حضرت ابوذر سره، حضرت طلحه له حضرت زبير سره، حضرت مصعب له حضرت ابوايوب انصاري سره، حضرت حمزه له حضرت زيد بن حارثه سره، حضرت ابودردا له حضرت بلال سره، حضرت طيار له حضرت معاذبن جبل سره، حضرت مقداد له حضرت عمارسره، ام المؤمنين عايشه بي بي له ام المؤمنين حفصې بي بي سره، حضرت ام المؤمنين ام سلمه له حضرت ام المؤمنين صفيې سره او په خپله آنحضرت (ص) له حضرت علي سره روڼه شول[141].

 په احد غزا کې پېغمبر اکرم (ص) حکم وکړ، دوه تنه شهيدان ( حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عمربن جموع) چې سره روڼه شوي ول، په يو قبرکې ښخ کړئ. [142]

*د نسبي رورۍ پړى يوه ورځ شلېږي، (فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ[143])؛ خو د ديني رورۍ پړى ان د قيامت پر ورځ هم تړلى وي. ( إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ)[144]

خورلڼي د مؤمنو مېرمنو ترمنځ هم شته؛ لکه څنګه چې د اخوت تعبير، د ښځو په هکله په يوه بل ځاى کې هم کارول شوى (وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء)[145]

*رورولي دې يوازې د الله تعالی لپاره وي، که څوک له چا سره د دنيا لپاره رور شي؛ نو خپل مطلب ته به و نه رسي او داسې روڼه به د قيامت پر ورځ يو د بل دښمنان وي. [146]

قرآن وايي: ((الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ[147]=پر هغه ورځ به بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان، د يو بل دښمنان وي. ))

*تر رور موندنې ‏د رورۍ پالنه مهمه ده. ډېرو روايتونو هغه کسان رټلي، چې خپل ديني روڼه يې پرېښي، ان سپارښتنه شوې، چې که روڼه دې له تا ‏لرې شول؛ نو ته ځان ترې مه لرې کوه[148].

 *روايتونه وايي: په ديني روڼو کې مو ‏هغوى ته ډېر پام وسه، چې پخواني دي او که خطا ترې وشوه؛ نو خير دى، ته ورته څه مه وايه او که غواړې بې عېبه دينې رور ‏پيدا کړئ؛ نو بې روره به پاتې شې. [149]

*روايتونو د هغو کسانو د ثواب په هکله ډېر څه ويلي، چې د يوه ديني رور ستونزه هواره کړي، ان ويلي يې دي، چې که چا د يو ديني رور ستونزه هواره کړه؛ نو الله تعالی به یې د قيامت پر ورځ زر ستونزې هوارې ‏ کړي[150].

 *امام صادق (رح) وايي: مؤمن د مؤمن رور دى؛ لکه د يو بدن په څېر، چې که غړي يې پر درد شي؛ نو ټول بدن دردوي[151].

مرحوم سید حسن خان شیون وايي:

انسانان واړه د یوه وجود اعضاء دي

پيدایښت کې له یوه جوهر ځنې پيدا دي

زمانه که یو اندام ترې ناکرار کړي

ارامي له ټول بدن ځنې فرار کړي

چې غمجن نه وي په غم د درست جهان

نه ښاييږي چې یې نوم شي بنیادم

(ژباړن)

د رورولۍ حقوق

*د الله رسول (ص) وويل: مسلمان پر خپل مسلمان رور دېرش حقه لري، چې پرځاى دې یې کړي؛ لکه:

١ـ بښنه او لورنه ‏. ٢ ـ راز ساتنه. ٣ ـ د تېروتنو جبران. ٤ ـ د عذر منل. ٥ ـ د بدانو په مقابل کې یې دفاع. ٦ـ خير غوښتنه. ٧ـ پر وعده عمل. ٨ ـ د ناروغۍ پر مهال یې پوښتنه. ٩ـ د جنازې لمونځ. ١٠ـ د بلنې او ډالۍ منل. ١١ـ ډالۍ ورکول. ١٢ـ د ښه چارو ترې مننه. ١٣ـ ورسره مرسته. ١٤ـ‏ د حيا او ناموس ساتنه. ١٥ـ د اړتيا پرمهال په کار راتلل. ١٦ـ ستونزاواري ته ‏يې واسطه کېدل. ١٧ـ که څه ترې ورک وي، په پیدا کولو کې مرسته ورسره وکړي ‏. ١٨ـ پرشي ته يې یرحمکم الله ويل. ١٩ـ د سلام ځواب ورکول. ٢٠ـ د خبرې درناوى يې. ١٢ـ له دوست سره يې دوست او له دښمن سره يې دښمن وي. ٢٤ـ په غم او ناوړه پېښو کې یې ځان ته نه پرېښوول. ٢٥ـ څه چې ځان ته خوښوي، هغه ته یې هم خوښ کړي او. . . . . [152]

*په حديث کې راغلي: پېغمبر(ص) چې د (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) آيت ولوست؛ نو و يې ويل: (( د مسلمانانو وينه يو له بل سره برابره ده. که له مسلمانانو يو ساده تن هم وعده وکړه؛ نو ټول پرې ولاړ وسئ، د ساري په ډول: ‏که يو عادي مسلمان هم چا ته پناه يا امان ورکړ؛ نو ټول دې پردې تړون ودرېږي او د شريک دښمن پر خلاف ‏دې ‏سره يولاس شي. [153]

*حضرت علي، کميل ته وويل: هغه رور دې رور نه دى، چې ورسره مينه نه لرې[154].

 *انسان په بشپړ ايمان کړاى شي، د الله تعالی د اولياوو په ليکه کې ودرېږي. (سَلمان مِنّا اهل البيت= سلمان زما له کورنۍ څخه دى[155])؛ لکه څنګه چې په کفر، انسان له کړۍ ‏وځي؛ لکه الله تعالی چې ‏نوح علیه السلام ته د ده د زوى په هکله وويل: (إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ[156]=هغه له تا څخه نه دى. )

غوره او ښه رور

روايتونه غوره او ښه رور داسې ښيي: غوره او ښه رور‏ دې هغه دى، چې خير دې غواړي او زړه يې درباندې سوځي او ان په تريو تندي دې د الله تعالی لاروۍ ته اړ کړي، ستونزې دې هوارې ‏کړي او د الله لپاره درسره ملګرى وي، کړه وړه يې ستا د ودې لامل شي، خبره يې ستا پوهه زياته کړي، په تېروتنو پسې دې ولاړ نشي او که نيمګړتیا يې درکې وليده، درته يې ووايي، پر ناسمه له تلو دې وساتي، ماتمخى – حياناکه، امين، رښتين او لمونځ ته د پام اړولو خوى ولري او په تنګسه او پراخۍ کې دې هېر نه کړي[157].

سوله په قرآن کې

په دې آيت کې مو ولوستل، چې مؤمنان سره روڼه دي؛ نو ترمنځ یې سوله او روغه وکړئ؛ نو ښه به وي، چې پر روغه او سوله رڼا واچوو:

په قرآن مجيد کې د سولې (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ[158])، سمونې (وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ[159])، د زړونو لاس ته راوړل (فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ[160])، ( إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا[161]) (ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً[162]) څرګندنې کارول شوي ‏ او دا ښيي، چې اسلام څومره په سوله کې ژوند ته ارزښت ورکوي.

د پُخلاينې ارزښت

*د مسلمانانو خپلمنځي خوږلنی، یو الهي نعمت دی، چې الله تعالی په قرآن کې ویلي دي: ‏( كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ[163]) ياد کړئ، چې تر اسلام مخکې يو له بل سره دښمنان وﺉ؛ لکه د “اوس” او “خزرج” ټبرونو ترمنځ، چې ١٢٠ کلنه دښمني وه، چې د دوى تر منځ یې روغه او سوله وکړه.

په سوله او پخلاینه الله تعالی خوښېږي. ((وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا[164]) =او د روغې لار ونيسئ او پرهېزګاري وكړئ؛ نو بېشكه چې الله ډېر بښونكى (او) مهربان دى. ))

څوک چې د مسلمانانو ترمنځ منځګړتوب کوي؛ نو ثواب به يې ډېر وي. (وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا [165])

*اسلام په خلکو کې د سولې لپاره ځانګړي احکام لري لکه:

١_ دروغ چې کبيره ګناه ده، که د سولې او روغې لپاره وويل شي؛ نو ګناه نه لري ((لا كِذبَ على المُصلِح[166]))

٢_ په غوږ کې پسپسکى شيطاني چار دی، چې د ليدونکيو په زړه کې شبهه اچوي، چې ترې منع شوي يو[167]؛ خو که د سولې او روغې لپاره وي؛ نو پروا نه لري. (لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ[168])

٣_ سره له دې چې پر‏ قسم عمل کول فرض او ماتول يې حرام دي؛ خو که چا قسم خوړلی وي، چې نور به د چا په منځ کې سوله او روغه نه کوي؛ نو اسلام د داسې قسم ماتول جایز ګڼلي دي. (وَلاَ تَجْعَلُواْ اللّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّواْ وَتَتَّقُواْ وَتُصْلِحُواْ بَيْنَ النَّاسِ[169])

٤_ سره له دې چې پر وصيت عمل فرض او پرېښوول يې حرام دي؛ خو که پر وصيت عمل کول، په خلکو کې فتنه اچوي او ترمنځ يې اوبه خړوي؛ نو اسلام سولې ساتنې ته اجازه ورکوي، چې وصيت پرېښوول شي. (فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلاَ إِثْمَ[170])

٥_ سره له دې چې د مسلمان وينه محترمه ده؛ خو که ځينې مسلمانان سرغړونه او جفا وکړي؛ نو سولې راوستو ته یې وژنه په کار ده. (فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي[171])

 د سولې او روغې د راوستو د لارې خنډونه

دا خنډونه قرآن او روايتونو راښوولي دي:

١-شيطان:

 قرآن وايي: (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ [172]=مؤمنانو! ټول د ايمان او اطاعت [اسلام] په وره ننوځئ او د شيطان پر ليكو مه ځئ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى. ))

 ((إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء[173]= شيطان درسره د کينې او دښمنۍ اراده لري. ))

٢- کنجوسي:

قرآن کريم وايي: ((وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ[174]= سوله غوره ده، که څه ځينې حرص او کنجوسي کوي))

٣- ځانمني او پېسمني – غرور هم کله د سولې او پخلاينې مخه نيسي.

د الهي رحمت د لاملونو يوه څنډه

 *که قرآن ته وکتل شي او يوازې د ((لعلکم ترحمون)) غونډله تر ځیر لاندې ونیول شي؛ نو هغه لاملونه ‏راښي، چې د الله تعالی رحمت راوروي؛ لکه:

١—د الله تعالی، رسول او آسماني کتاب لاروي. (أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ[175]) (وَهَذَا كِتَابٌ. . . . فَاتَّبِعُوهُ. . . . لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ[176])

٢_ لمونځ او زکات ورکول. (وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ. . . . لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ[177])

٣_ د مسلمانانو په منځ کې سوله او روغه کول. (فَأَصْلِحُوا. . . لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ[178])

٤_ توبه ايستل. (لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ[179])

٥_ د قرآن تلاوت ته غوږ ايښوول: (وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ. . . . لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ[180])

په روايتونو کې د الهي لورنې سرچينې

١_ د مؤمن رنځور پوښتنه: څوک چې د رنځور پوښتنې ته ولاړ؛ نو تر الهي لورنې لاندې به وي[181].

٢_ له بېوزليو سره مرسته کول: له بېوزلي سره مرسته وکړئ اوله دې لارې له الله لورنه وغواړئ[182].

٣_ له اولادوالو کورنيو سره مرسته: په روايتونو کې ډېره سپارښتنه شوې هغوى چې ډېرې لوڼې لري، په لورنه ورسره وچلېږئ.

٤—دعا، لمونځ، پسته خبره، مسلمان ته غاړه او لاس ورکول[183].

 ٥_ د خلکو ستونزاواری: که څوک ستونزاواري ته درغى؛ نو مه یې ‏نهيلوﺉ ‏؛ ځکه د الله رحمت پراخه دى[184].

پېغامونه:

١_ د رورۍ راز يوازې په ايمان کې دى. (وټیز، سياسي، توکمیز، جغرافيايي او تاريخي مسايل په انسان کې د رورۍ روح نشي اچولاى) (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)

٢_ د ايمان له مخې دې په دوستۍ کې د وخت، عمر، کار او ځاى شرط نه وي. (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)

٣_ څوک دې ځان تر نورغوره نه ګڼي. ( إِخْوَةٌ) ( هو، د موروپلار او اولاد ترمنځ برتري شته؛ خو د روڼو ترمنځ، برابري ده)

 ٤_ سولې او روغې ته له مينې ډک او په زړه پورې ټکي وکاروئ. (إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا)

٥—سوله او روغه راوستل، پر ټولو مسلمانانو فرض ده. (فَأَصْلِحُوا)

٦_ روغه راوستونکى دې ځان د دواړو ښکېلو ډلو رور وبولي. (بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ)

٧_ روغه او سوله راوستل هم خپل آفتونو لري؛ نو پام مو وي. (فَأَصْلِحُوا. . . اتَّقُوا) ( چې ځينې آفتونه يې دا دي: ځان ښوونه، تمه، په سوله کې عدالت ته نه پاملرنه، منت ايښوول او. . . )

٨_ جګړه ماره ټولنه د الله تعالی له رحمتونو بې برخې ده. (فَأَصْلِحُوا. . . اتَّقُوا. . . . تُرْحَمُونَ)

٩_ سوله او مينه، د الهي پېرزوینو سریزه ده. (فَأَصْلِحُوا. . . تُرْحَمُونَ)

۱۰- بې تقوا ټولنه، له الهي لورونو بې برخې ده. « وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ»

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (۱۱)= مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او ښځې دې [پر نورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او (تاسې) پخپلو كې يو د بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نامو مه يادوئ، تر ايمان راوړو روسته (پر چا) د فاسق نامه (ايښوول) بد كار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛ نو همدا دوى ظالمان دي.

ټکي:

 *د ((لمز)) اصطلاح مخامخ بد رد ويلو او ((همز)) پسي شا خبرو او بدو ردو ويلو ته وايي[185].

 او (( تنابز)) نورو ته پر بده نامه يا لقب غږ کولو ته وايي[186].

*په تېر آيت کې د رورولۍ مساله اوڅار شوه او په دې آيت کې هغه څه اوڅار شوي، چې رورولي له منځه وړي او همداسې په تېر آيت کې د جګړې او روغې خبرې او په دې آيت کې د فتنې ‏او شخړو لاملونو ته اشاره شوې؛ لکه ملنډې وهل او بده نامه اخستل.

هو! د اسلام د احکامو د پلي کولو يو برکت، د ټولنيز چاپېريال رغونه او له ملنډو او بدو نامو اخستو مخنيوى دى.

* ویلای شو، په دې آیت کې ملنډې او سپکاوی د بېلګې په توګه اوڅار شوي، که نه هره خبره یا عمل یا حرکت چې اسلامي روري ټکنۍ کوي، ممنوع ده.

* سره له دې چې ښځې په «قوم» کې رانغاړل شوې وې؛ خو په جلا بڼه یادول یې، په دوی کې د ملنډو او سپکاوي د ډېر خطر څرګندوی دی.

پر نورو ملنډې وهل

*ملنډې وهل خو خلکو ته يوازې يوه ګناه ښکاري؛ خو په حقيقت کې څو ګناوې دي؛ لکه: په ملنډو وهلو کې د بل سپکاوى، د نورو د عيب رابرسېرول، درز اچول، غيبت، کینې، فتنې راپارونې او د غچ اخستو ګناوې پکې وي.

د ملنډو جرړې په څه کې دي؟

١_ کله ملنډې له شتمنۍ راولاړېږي، چې په دې باب قرآن وايي:

 ((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ. الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ[187]= افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكي (پېغور ورکوونکي)! هماغه چې ډېره شتمني يې راغونډه كړې او شمېرلې ده (بې له دې چې د روا او ناروا حساب يې كړى وي).

٢_ کله يې جرړه پوهه ‏او علمي رتبې دي:

 ((فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون[188]= نو پخپله پوهه يې وياړل (او بې له هغه يې نور) هېڅ ګڼل)؛ خو په هماغه څه (عذاب) كې راګېر شول، چې دوى ورپورې ټوكې كولې. ))

٣_ کله يې جرړه په جسمي واک ‏کې وي. کفارو به ويل: څوک دي، چې واک ‏ به يې تر موږ زيات وي. (مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً[189])

٤_ کله پر نور د ملنډو وهلو جرړه ټولنيز موقعيت دى. کفارو به پر هغو بېوزليو ملنډې وهلې، چې د انبياوو لارويان ول او ويل يې: (( وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلاَّ الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا))[190]

٥_ کله تفريح او ساتېري د ملنډو وهلو جرړه شي.

٦_ کله مال او مقام ته تمه درلودل، پر نورو په ملنډو د نیوکې سببېږي؛ د ساري په ډول: ‏ځينو به پر پېغمبراکرم د زکات لپاره ملنډې وهلې.

 قرآن وايي: (( وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُواْ مِنْهَا رَضُواْ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْاْ مِنهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ[191]= او له دوى ځينې د صدقاتو ( او د غنيمتونو) په وېش كې پر تا نيوكې كوي، كه دوى ته له دې (غنېمتونو څه برخه) وركړه شي؛ نو خوښېږي او كه ور نه كړاى شي، غوسه كېږي (حق يې وي که نه وي)))

٧_ د ملنډو يوه جرړه ناپوهي ده. همدا چې موسى علیه السلام د غوا حلالو حکم وکړ (؛ نو) بني اسرائيلو وويل: ايا پر موږ ملنډې وهې؟ موسى (علیه السلام) وويل: ((أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ[192]= زه له دې خپل الله ته پناه وړم، چې [هسې نه] له ناپوهانو وسم. ))

يعنې د ملنډو جرړه په ناپوهۍ کې ده او زه ناپوهه نه يم.

 

بېواکه سپکاوى

 *امام صادق (رح) خپل يو ملګری وپوښت: څرنګه د خپل مال زکات ورکوې؟ ويې ويل: ماته چې بېوزله راشي؛ نو زکات ورکوم. امام: پوه شه، چې په دې کار دې د هغه سپکاوى وکړ، کله هم بيا داسې و نه کړې؛ ځکه الله تعالی وايي: څوک چې مې دوست سپک کړي؛ نو ما ته د جګړې لپاره په کمين کې ناست دى[193].

د ملنډو درجې

 *پر هغوى چې ملنډې وهل کېږي؛ نو چې څومره سپېڅلي وي؛ هومره پرې ملنډې وهل خطرناک وي.

 قرآن وايي: (( أَبِاللّهِ وَاياتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ[194]= [ووايه”ايا له الله او د هغه له آيتونو او پېغمبر سره مو ټوكې كولې ؟!”))

*پېغمبراکرم (ص) د مکې د سوبې پر ورځ ټول وبښل؛ خو ملنډې وهوونکي يې و نه بښل.

*په حديث کې راغلي: د الله تعالی د مؤمن بنده سپکاوى، له الله تعالی سره د جګړې اعلان دى[195].

د ملنډو وهلو پايلې

 آيتونه او روايتونه وايي: د ملنډې وهوونکيو پاى اوعاقبت ډېر خراب دى.

 الف: په مطففين سورت کې راغلي: هغوى چې په مؤمنانو پورې خاندي او سپکاوى يې کوي؛ نو د قيامت پر ورځ به يې جنتيان سپکاوى وکړي او ورپورې به خاندي. ((فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُواْ مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ[196]) = نو نن مؤمنان په كفارو پورې خاندي. ))

ب: کله پرملنډې وهوونکيو، په همدې دنيا کې ملنډې وهل کېږي. ((إِن تَسْخَرُواْ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ[197])

ج: د قيامت ورځ د ملنډې وهوونکيو لپاره د حسرت ستره ورځ ده. ((يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُون[198]) =او پر(دې) بندګانو افسوس، چې (لارښوونې ته) يې هر استازى ورغلى(؛ نو) ټوکې او ملنډې يې ورپورې کړي دي. ))

د: په حديث کې راغلي: له ملنډه وهوونکي څخه به په ډېره سخته او سخته بڼه ساه وځي. (( ماتَ بِشَرّ مَيتَة[199]))

هه: امام صادق (رح): هغوى چې پر مؤمنانو ملنډې وهي او يا یې په خبرو کې وردانګي، په حقيقت کې پرالله تعالی يې ملنډې وهلي دي[200].

 

پېغامونه:

١- پرالله تعالی ايمان، د الله تعالی پر بندګانوله ملنډو وهلو سره اړخ نه لګوي. (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ)

٢- څوک چې نور، د خلکو له سپکاوۍ منع کوي؛ نو د منع کولو چار دود یې باید ‏د سپکاوۍ له مخې نه وي ‏. (لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ) او و يې نه ويل: (لاتسخروا)، چې مانا یې دا ده: ‏‏تاسې ملنډې وهوونکي ياست.

٣-ملنډې وهل د فتنې، کينې او دښمنۍ کونجي ده. ( لَا يَسْخَرْ قَومٌ. . . )(له رورولۍ، سولې او روغې تر ويلو روسته، له ملنډو منع شوې ده)

٤_ که يوه مساله مهمه وي يا د مبلغ مخاطبان بېلابېلې ډلې وي؛ نو پوهېدو ته دې یې، مطلبونه جلا جلا وویل شي ‏. (قَومٌ مِّن قَوْمٍ. . . . وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء)

٥_ د خلکو د روزنې او ودې لپاره دې د فساد جرړې راونړول شي (عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا) ( پر نورو د ملنډو وهلو جرړه په ځان غوره ګڼلو کې ده، چې قرآن دا جړه رانړولې او وايي: ځان له نورو غوره مه ګڼئ، کېداى شي تر تاسې غوره وي)

٦_ موږ د خلکو له باطنه خبر نه يو؛ نو ځکه باید قضاوت مو په ظاهره کتو ولاړ نه وي. (عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا. . . )

٧_ ټول خلک له يوې خټې دي، پر نورو ملنډې وهل پرځان ملنډې وهل دي. (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ)

٨_ د نورو عيب ويل به يې د غچ په فکر کې کړي؛ نو هغوى به هم ستا عيب ووايي؛ نو د نورو عيب ويل، د خپل عيب راسپړل دي. (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ)

٩_ ملنډه يو اړخيزه نه پاتېږي، ډېر ژر دوه اړخيزېږي. (وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ) (دواړو اړخونو ته راغلى دى)

١٠_ د ملنډې وهلو او ناوړه نامو اخستو لپاره توبه ايستل په کار دي. (وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)؛ البته توبه يوازې په خوله نه؛ بلکې د هغه درناوى وکړئ، چې سپکاوى مو یې کړى دى او د هغو ‏توبه ځان سمونه ده، چې فساد يې کړى وي (تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَبَيَّنُواْ[201])

١١_ ملنډې وهل، د نورو پر حريم او چاپېريال تېرى دى؛ نو که ملنډې وهوونکى توبه ونه کړي؛ نو ظالم دى. ( فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ (۱۲)= مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه رور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى. ))

ټکي:

 قرآن پر ښه ګومان ‏ټينګار کړى او مسلمانان یې له بدګومانۍ منع کړي دي. د ساري په ډول: ‏په نور سورت کې لولو: (( لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ[202]=چې كله يې دا(تور) واورېد؛ نو ولې ايمانوالو نارينه وو او ښځو پر خپلو ځانونو ښه ګومان و نه كړ او و يې نه ويل چې: “دا ښكاره دروغ دي؟!”))

*لکه څنګه چې ددې سورت په نهم آيت کې د امنيت او د خلکو د ځان ساتنې لپاره یې ټول مسلمانان ياغي ځپنې ته راوبلل. دا آيت هم د امنيت او خلکو پت ساتنې ته، خلک له ناوړګومانۍ، ځيرنې او غيبت منع کوي.

*نن د نړۍ حقوق پوهان، د بشري حقوقو په هکله خبرې کوي؛ خو اسلام نورو مسلو ته پام لري، چې حقوق پوهان ترې خبر هم نه دي؛ لکه غيبت کول، ملنډې وهل، سپکاوی، پلټنه او. . .

*هېڅ ګناه د غيبت په څېر له بې رحمه داړنې سره نه ده تشبيه شوې.

هو! لېوه هم لېوه نه داړي.

* ښايي د مړ رور د غوښې خوړو تشبیه، یوازې د غیبت لپاره وي او شونې ده درې واڼو « بدګومانۍ، جاسوسۍ او غیبت» ته وي.

*پوښتنه: ولې د يوې شېبې غيبت په پار د انسان د څو کالو عبادت له منځه ځي ؟ ايا دا ډول سزا ورکول له عدالت سره اړخ لګوي ؟

ځواب: لکه څنګه چې غيبت کوونکى په يوه شېبه کې په خپل غيبت، د بل انسان هغه پت له منځه وړي، چې کلونه کلونه يې ورته زحمتونه ګاللي، الله تعالی هم د هغه د کلونو کلونو عبادت له منځه وړي؛ نو د څو کلونو عبادت له منځه وړل يوه عادلانه سزا ده.

د بدګومانۍ ډولونه

 بدګوماني څو ډوله ده، چې له ځينو يې منع شوي يو:

١_ پرالله بدګوماني:

په حديث کې وايو: څوک چې د ژوند د لګښت له لامله واده نه کوي، په حقيقت کې پرالله تعالی بدګومانه دى؛ يعنې انګېري، چې که ځان ته وي؛ نو الله تعالی يې رزق ورکولاى شي؛ خو که مېرمن يې ورسره وي؛ نو الله تعالی يې د روزۍ ورکولو وس نه لري، چې پر الله تعالی له دې ډول بدګومانۍ منع شوي يو.

٢_ پرخلکو بدګوماني:

چې په دې آيت کې ‏ترې منع‏ شوى يو.

٣_ پرځان بدګوماني:

چې دا ځانګړنه ستايل شوې ده. هو! انسان نه ښايي له خپل ځانه خوښ وي او خپلې ټولې چارې بې عيبه وګڼي. حضرت علي د متقينو د ځانګړنو په باب ( د همام خطبه) وايي: د متقيانو يو کمال دا دى، چې پرځان بدګومانه وي.

هغوى چې خپل ځان بې عيبه ګڼي؛ نو په حقيقت کې يې د پوهې او ايمان رڼا لږه ده او په لږې رڼا انسان څه نشي ليدلاى؛ لکه که تاسې له يوه وړوکي څراغ سره ستر تورتم ‏ته ورننوځئ؛ نو يوازې ستر څيزونه به وينئ؛ خو که له يوې سترې رڼا سره ورننوځئ، ان د تيلي هومره څيزونه به هم درته ښکاري. د هغوى چې د ايمان رڼا لږه وي؛ نو له سترو ګناهونو پرته ورته نور ګناهونه ‏نه ښکاري؛ نوکله وايي: موږ خو څوک نه دي وژلي، د چا له کوره مو غلا نه ده کړې او ګناه يوازې دې ډول چارو ته وايي؛ خو که د ايمان رڼا يې زياته وي؛ نوخپلې ټولې تېروتنې ورته ښکاري او له لامله يې تل له خدايه بښنه غواړي.

هو! که څوک له ځانه خوښ ‏او ځان ته ښوینی- خوش بين وي (او پرخپلو اندونو ‏اوکړنوهېڅ بدګوماني و نه لري)؛ نو ‏کله به هم پرمختګ و نه کړي، داسې انسان شا ته ګوري او وهل شوې لارې ته ګوري او پېسمنېږي – مغرورېږي؛ خوکه يو ځل مخې او پاتې لارې ته وګوري؛ نو پوه به شي، چې تر وهلې لار لا ډېره لار ورته پاتې ده !

*قرآن کریم ‏ پېغمبر اکرم ته ‏وايي:

 ((وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا[203] =ووایه: پالونكيه! پوهه مې زياته كړې. ))

((وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ[204]=له خلکو سره مشوره وکړه. ))

((فَإِذَا فَرَغْتَ فَانصَبْ[205]= (نو چې كله (له مهم كاره) وزګار شوې؛ نو [په عبادت کې] هڅې وکړه، ))

نو ايا سمه ده، چې ‏له ځانه خوښ شو، موږ دې پر خپلو اندونو او کړنو بدګومانه نه وسو؛ خو پر خلکو او د الله تعالی پر رحمتونو او نعمتونو د بدګومانۍ حق ولرو؟

*دا خبره هم هېرول نه دي په کار، چې د حسن ظن يا بدګومانۍ نه کولو مانا سادګي، ژرباوري، رغۍ کتنې او د دښمن له دسيسو غفلت نه دى. اسلامي امت نه ښايي د خپل ښه ګومان له لامله، د خلکو او دښمن په لومه ‏کې راګېر شي.

غیبت څه ته وايي؟

*غيبت دې ته وايي، که د يوه چا په نه شتون کې په باب یې داسې څه ووايې، چې خلک ترې خبر نه وي او هغه يې په اورېدو خپه شي[206].

نو مخامخ نيوکه يا هغه نیمګړتیا، چې خلک ترې خبر وي او اورېدونکى پرې خپه نشي، غيبت نه دى.

 د مړي، ژوندي، سړي، ښځې، وړوکي، ستر، خپل، پردي، ښووند، زده کړیال او پلار د ټولو غيبت حرام دى او ګناه يې يو له بل سره توپير نه لري.

*د الله رسول (ص) وويل: له مړيو لاس واخلئ، څوک چې ومړ؛ نو ورپسې بد مه وياست[207].

 

غيبت د روايتونو په رڼا کې

امام صادق (رح) وويل: غيبت کوونکى که توبه وکړي؛ نو روستى تن به وي، چې جنت ته ورننوځي او که توبه و نه کړي؛ نو لومړى تن به وي، چې دوزخ ته ورننوځي[208].

امام رضا (رح) له امام سجاد څخه روايت کړى دى: يوعالم وايي: که چا د مسلمان له غيبته ځان وساته؛ نو الله به يې د قيامت پر ورځ له ګناهونو تېرشي[209]. پېغمبر اکرم (ص): ترڅلوېښت ورځو پورې د غيبت کوونکي لمونځ او روژه نه قبلېږي[210].

پېغمبر اکرم (ص) وايي: د قيامت پر ورځ، چې ځينو ته کړنلیکونه ورکړل شي؛ نو وبه وايي: ولې پکې زموږ ښه کړه نه دي ‏کښل شوي؛ نو ورته به وويل شي: الله، نه څه کم کړي او نه هېر کړي؛ بلکې ستاسې ښې چارې د غيبت له لامله له منځه تللي دي او په مقابل کې داسې کسان هم شته، چې کله خپل کړنليک وويني، چې پکې ډېرې زياتې ښې چارې ليکل شوي وي؛ نو خيال به وکړي، چې دا يې کړنليک نه دى؛ نو ورته به وويل شي: چا چې دې غيبت کړى و، ښې کړنې يې ستاپه کړنليک کې ليکل شوي دي[211].

د الله رسول (ص) مکې ته په خپل روستي سفر کى وويل: ستاسې وينه، مال او پت محترم دى؛ لکه څنګه چې دا د “ذي الحجې” میاشت او د حج ورځې محترمې ‏دي[212].

 په روايتونو کې د غيبت کوونکي نامه د هغه چا تر څنګ راغلې، چې تل شراب څښي[213].

په روايتونو کې راغلي: هغوى چې د نوروغيبت راسپړي؛ نو الله به يې عيبونه ښکاره کړي. [214]

پېغمبر اکرم (ص) وايي: د غيبت کوونکي روژه باطله ده[215].

 پېغمبراکرم (ص) وايي: يو درهم ربا تر ٣٦ زناګانو ‏بده ده او تر ټولو بده او ستره ربا، د مسلمان له پت سره معامله ده[216].

 په حديث کې راغلي: په جومات کې د لمانځه لپاره د ناستې انتظار عبادت دى؛ خو چې غيبت پکې ونشي[217].

* پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په مدینې کې په روستۍ خطبه کې وویل: څوک چې غیبت وکړي، روژه یې باطله ده[218].

 

غيبت جبرانول

 *که په چا پسې مو‏غيبت کړى وي او مړ شوى وي؛ نو له الله تعالی دې بښنه وغواړو، چې البته الله تعالی توبه منونکى دى؛ خو که په هغه پسې چې غيبت مو کړى که ورته ووایو، چې ستا غیبت مو کړی؛ نو خپه به شي. ځينې عالمان وايي، چې ورته دې و نه ويل شي، چې ‏غيبت مو درپسې کړى؛ بلکې الله تعالی ته دې توبه وايستل شي او که د غيبت اورېدونکى پېژنئ؛ نو په چا پسې چې مو غيبت کړى؛ نو د هغه د سپکاوي د جبران لپاره يې ښه ووايو او که داسې ول، چې که پوهېدئ، چې درڅخه نه خپه کېږي؛ په خپله ترې بښنه وغواړئ.

 شيخ طوسي د تجرید په شرح کې د پېغمبراکرم (ص) د يوه حديث په رڼا کې وايي: که په هغه پسې، چې غيبت کېږي، خپل غيبت واوري؛ نو د جبران لپاره دې ورشو او رسماً ترې بښنه وغواړو؛ خو که يې خپل غيبت نه وي اورېدلى؛ نو چې کله هغه رايادېږي، ورته دې استغفار وشي[219].

غيبت په کومو ځايونو کې جايز دى

١_ د مشورې په مقام ‏کې؛ يعنې که چا د يو بل کس په اړه ‏مشوره وغوښته؛ نو موږ کړاى شو مشوره غوښتوونکي ته د هغه کس نېمګړتیاوې ووایو، چې په اړه یې مشوره کېږي‏.

٢_ د باطلې ګروهې ‏د لارويانو غيبونه ويلاى شو، چې خلک ورپسې ولاړ ‏ نشي.

٣ـ په نياوتون- محکمه کې د يو مجرم پرخلاف د لېینې – ګواهۍ پر مهال که غيبت وشي؛ لکه څنګه چې د باطلې ګروهې ‏ د رد لپاره دې خلکو ته حقيقت وويل شي.

٤_ د داسې لېينې د رد لپاره، چې د ډاډ ‏ وړ نه وي.

٥_ د ظالم د ظلم بيانول، چې د چا مظلوميت پکې جوتېږي.

٦ـ څوک چې ښکاره ګناه کوي؛ نو غيبت نه لري.

٧_ څوک چې د دروغو ادعا کوي؛ د ساري په ډول وايي: زه عالم يم، ډاکتر يم او موږ پوهېږو، چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی؛ نو خلک پوه کړو، چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی.

د غيبت خطرونه

په غيبت کولو نورې ګناوې هم پټې دي لکه:

١ـ د فحشاء خورول؛ د خلکو د بديو خورول دومره خطرناک دي، چې نه يوازې خپرول يې؛ بلکې له خپرولو سره یې مينه هم ډېر دردونکى عذاب لري.

((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ[220]=په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛ نو) ورته په دنيا او اخرت كې دردناك عذاب دى او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ. ))

٢_ د مؤمن سپکاوى او خوارول.

٣ خبره خوله په خوله کول.

٤ـ جګړه او فتنه اچونه.

٥ـ ظلم او نورې ګناوې. . .

د غيبت ډولونه

غيبت کله په ژبه، اشاره، ليکنه، انځور او د چوپتيا په بڼه وي؛ مثلاً وايي: افسوس، چې دين مې ژبه ‏نيولې او په دې ټکي ټولو ته وايي، چې پلانی څومره عيبونه لري او يا د الحمدالله په ويلو، چې ښه ده موږ پکې راګېر نشو؛ نو ښايي پلانى راګېر شوى وي. کله د خپل عيب په ويلو، د بل عيب بيانوي، د ساري په ډول وايي: انسان کمزوری ‏دى، موږ ټول بې صبره يو؛ يعنې هغه کمزورى او بې صبره دى. کله د غيبت په اورېدو ‏وايي: سبحان الله، الله اکبر! او په دې سپېڅليو ټکيو غيبت کوونکى غيبت ته هڅوي او کله په ژبه وايي: غيبت مه کوئ؛ خو زړه يې غواړي، چې غيبت واوري، چې دا نفاق دى.

د غيبت اغېزې

*الف: ټولنيزې او اخلاقي اغېزې.

١_ د کينې پيدا کېدل، د ډاډ ‏له منځه تلل او په خلکو کې د فتنې او اړپېچ رامنځ ته کېدل او له ټولنې د ګټورو وګړيو ګوښه کول.

٢ـ د ګناه لپاره نوره زړورتیا ‏پيدا کېدل؛ ځکه همداچې انسان پوه شو خلک يې له ګناه او عيبه خبر شول، بې عزته شو؛ نو ‏‏سترګې يې نورې هم شلېږي او ګناه کولو ته لا ډاډه کېږي او توبه ‏يې له ذهنه وځي.

٣_ د خلکو د عيب خورول، ټولنه نوره هم ککړوي او ګناه ته د خلکو زړورتیا ‏نوره هم زياتوي.

٤_ د غچ اخستنې ننګېرنه – احساس راپاروي؛ ځکه همداچې يو چا واورېدل، پلاني يې غيبت کړى؛ نو دى يې ‏هم ‏غيبت ته ملا تړي.

 په بله وينا: ‏نننى غيبت مو ددې لاملېږي، چې خلک زموږ غيبت وکړي. ((لاتغتب فتغتب)) او څوک چې بل ته څاه کني خپله به پکې لوېږي[221].

*ب: اخروي اغېزې:

١ـ غيبت کول د انسان ښې کړنې له منځه وړي[222].

 ٢_ غيبت کول د عبادتونو د قبلېدو مخه نيسي.

٣_ غيبت کول انسان د الهي ولايت له کړۍ باسي او د نورو په کړيو کې يې دروي[223].

د غيبت جرړې

 ١_ کله غيبت له غوسې راولاړېږي، په ځينوآسماني کتابونو کې راغلي: که د غوسې پرمهال دې زه یاد کړم؛ نو زه به دې هم د غوسې پر مهال یاد کړم او ‏ درباندې به غوسه نشم[224].

٢_ کله له نورو سره د همغږۍ لپاره غيبت کوو، ګورو چې نورهم د چا غيبت کوي؛ نو داچې ځان ورهمغږى کړو، په غيبت لاس پورې کوو؛ خو خبر نه يو، چې د الله تعالی پر عذاب ککړ شوي يو، د خلکو خوښۍ ته، الله تعالی له ځانه خپه کوو، چې دا خورا ستر تاوان دى.

٣_ کله ځينې ځکه غيبت کوي، چې ځان ستر او غوره وښيي؛ يعنې نور خرابوي، چې ځان ستر کړي، چې دې انسان هم ډېر ستر تاوان کړى دى.

٤_ کله پر نورو د ملنډو لپاره غيبت کېږي. خبر نه دي، چې په هغه پسې، چې غيبت کوي، ددې خلکو په سترګو کې به يې سپک کړي؛ خو له الله تعالی سره يې درون کړى دى.

٥ـ کله د حيرانتيا په ښکاره کولو غيبت کوي؛ لکه وايي: زه خو دې ته حيران يم، چې پلانى له دې ټولې پوهې ‏سره څنګه داسې شو، حال داچې هغه دې حيران شي، چې څنګه يې په دې ټکيوخپل ټول کړه وړه تس نس ‏کړل.

٦_ کله غيبت له کينې راولاړېږي.

٧_ کله د ساتېرۍ لپاره د نوروغيبت کوي.

٨_ کله د زړه سوي له مخې غيبت کوي، وايي: پر پلاني مې ډېر زړه ‏سوځي، چې په پلانۍ معامله کې راګېرشوى دى.

٩_ کله له خپلې نيمګړتيا د خلاصون لپاره خپله نيمګړتيا پر نورو اچوي او غيبت کوي.

 البته نور عوامل هم د غيبت لامل ګرځي؛ خو موږ پورته لاملونه ‏بېلګې ته راوړل.

غيبت اورېدل

 *د اورېدونکي دنده ده، چې غيبت ته ‏غوږ کېنږدي او له مؤمنه دفاع وکړي. په حديث کې وايو: څوک چې غيبت واوري او چوپ پاتې شي؛ نو له غيبت کوونکي سره په جرم کې شريک دى[225].

*پېغمبر اکرم (ص) وويل: چا چې غيبت واورېد اوهغه يې رد کړ؛ نو الله تعالی به ورته د دنيا اوآخرت زر د شر ورونه وتړي؛ خو که وايې ورېد او غلى پاتې شو؛ نو له ويوونکي سره په جرم کې شريک دى[226].

*په هغه پسې، چې غيبت يې کېږي، که فاع ترې ‏کړاى شئ او دفاع يې و نه کړه؛ نو الله تعالی به يې په دنيا او اخرت کې ذليل کړي؛ ځکه داسې چوپتيا به ددې لامل شي، چې په ټولنه کې ګټور خلک ګوښه‏ شي او څوک ترې دفاع و نه کړي.

*پېغمبر اکرم (ص): که په يوه ناسته ‏کې غيبت کېږي؛ نو د غیبت مخه ونیسئ ‏او له ناستې ‏ووځئ[227].

*په اسراء سورت ٣٦آيت کې راغلي: د قيامت پر ورځ به غوږونه، سترګې او زړه وپوښتل شي؛ نو موږ د هر ډول خبرې اورېدو حق نه لرو.

*په يوه روايت کې غيبت کول کفر او اورېدل او پرې خوښېدل شرک ګڼل شوى دى[228].

 

د غيبت نه کولو لارې چارې

 ١_ د غيبت منفي اغېزو او خطرونو ته پام (په تېرو مخونو کې وويل شول).

٢_ د خپل عيب رايادول. حضرت علي وايي: څنګه د خلکو عيب وايئ، حال داچې په خپله هم هماغه عيب لرئ[229].

 په روايتونو کې راغلي: ‏ ‏نېکمرغه انسان هغه دى، چې پر خپل عيب بوخت وي ( د ‏ځان سمونې په فکر کې وي او د خلکو په عيب پورې کار و نه لري)[230].

يادونې

١_ غيبت يوازې د قرآن په دې سورت کې نه دى اوڅار شوى؛ بلکې په نورو آيتونو کې هم راغلی دی.

((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ[231]=افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكى (پېغور ورکوونکى)!))

((لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ[232]= الله دا نه خوښوي، چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي. ))

٢_ که په غيبت کې نيت د نورو سمونې ته د نیمګړتیاوو او رابرسېرول وي؛ نو باک ‏نه لري، که څه هغه خوښ نه وي چې عيب یې وويل کېږي، لکه که ډاکتر ته د يو ناروغ ځانګړنې وويل شي؛ نو پروا نه لري، ان که ناورغ خوښ هم نه وي.

٣_ په غيبت کې دې شخص معلوم ‏وي؛ د ساري په ډول: که ووايې: ځينې داسې دي او هغسې دي، که څوک د(( ځينې)) له مصداقه خبر نه وي؛ نو پروا نه لري.

٤ـ کله ورته غيبت نه ويل کېږي؛ خو د سپکاوي او فحشا د خورونې په بڼه‏ خبرې منع دي.

پېغامونه:

١_ ايمان له ژمنې سره مل وي او څوک چې ايمان لري، ځان دې له يو لړ کړنو لرې وساتي. ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا. . . ) (ايمان له بدګومانۍ، غيبت او د خلکو په کار کې له څېړنې سره اړخ نه لګوي)

٢_ له حتمي ګناهونو د لرې والي په موخه، ځان دې هرومرو‏ له ګناه لرې وساتو ( دا چې ګومانونه ګناه ده؛ نو له ټولو بدو ګومانونو دې ځان لرې وساتو. (اجْتَنِبُوا. . . إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ)

٣_ پر انسان ډاډ او د هغه کرامت، روغتيا او برائت يو آر ‏دى. (إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ)

٤—په ‏اسلامي ټولنه کې دې ‏پر يو انسان له فکري اړخ ‏بدګوماني ونشي، هم يې په کار کې پلټنه ‏ونشي اوهم يې په ناستوکې پت وساتل شي. (إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ. . . . وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب)

٥_ له غيبته د منع لپاره دې د غيبت سوړې ټپې شي. ( غيبت ته د ورننووتو لومړى سوړه بدګوماني، بيا پلټنه ‏او ورپسې غيبت وي؛ نو قرآن هم په همدې بڼه ‏منع کړي يو) ( اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ. . . . . وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب)

٦—ګناه خو په ظاهره ځينو ته خوږه ښکاري؛ خو په حقيقت کې په باطني او ملکوتي ليد کې ډېره رټل شوې ده (يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ) ( د غيبت باطن، د مړي د غوښې خوړل دي او د بلې يوې ګناه په باب هم داسې تعبير نه دی کارول شوى).

٧_ له بدیو د منع پرمهال عاطفي تعبيرات وکاروئ. (وَلَا يَغْتَب. . . أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ)

٨_ د روزنې يوه لار د بېلګو کارول دي. ( أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ. . . . )

٩_ انسان خوهغوى ته هک حيرانېږي، چې د نورو غيبت کوي او يا ورته غوږ ږدي. (أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ. . . )

١٠_ د هرچا غيبت حرام دى [ په ((أَحَدُكُمْ)) کې کوشنى، ستر، مشهور، نامشهور، عالم، ناپوه، ښځه او سړى ټول راځي. )

١١_ د ايمان خاوندان يو د بل روڼه دي. (لَحْمَ أَخِيهِ)

١٢_ د انسان پت یې د بدن د غوښې په څېر دى او پایښت وزله یې ده ‏. (لَحْمَ أَخِيهِ)

١٣—کافر غيبت نه لري (؛ ځکه کافر د مسلمان رور نه دى) (لَحْمَ أَخِيهِ).

١٤_ لکه څنګه چې مړى له ځانه دفاع نشي کړاى؛ نو په هغه چا پسې هم، چې غيبت کېږي او داچې د غيبت پرمهال حاضر نه وي؛ نو له ځانه د دفاع وس نه لري. (مَيْتًا)

١٥—که له ژوندي بدنه يو ټوټه غوښه راوشلول شي؛ نو د راشلول شوي ځای د بېرته ټپېدو شونتیا یې شته؛ خو که له مړي ‏يوه ټوټه غوښه راوشلول ‏شي؛ نو ځای یې تش پاتېږي او نه ټپېږي. هو! غيبت د خلکو بې پته کول دي او انسان چې بې پته شي؛ بيا نه جبرانېږي. (لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا)

١٦_ غيبت کول داړل دي. (يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا)

١٧—غيبت کول له تقوى سره اړخ نه لګوي. (لَا يَغْتَب. . . وَاتَّقُوا اللَّهَ)

١٨_ اسلام پر هغه چا لار نه ده تړلې، چې په توبې ‏خپلې تېروتنې جبران کړي. (لَا يَغْتَب. . . . . . . . إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ)

١٩_ دا چې الله پاک توبه قبلوونکی دی؛ نو دا یې د لورنې یوه پلوشه ده. (تَوَّابٌ رَّحِيمٌ)

۲۰ – د الله پاک توبه قبلونه، له لورنې سره ده. (تَوَّابٌ رَّحِيمٌ)

۲۱- تقوا، انسان توبې ته ورکاږي. « وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ»

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (۱۳) = خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله په نزد ‏ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) با خبر دى.

ټکي:

*ځينو دا آيت په تېرو آيتونو پورې اړوند ګڼلى او وايي: داچې ملنډې وهل او غيبت کول، پر نورو د ځان لوړ ګڼلو او د نورو له سپکاوي راولاړ شوى؛ نوځکه دا آيت وايي: تقوا د غوراوي او عزت کچه ده.

 په دې آيت کې درې مهمو آرونو ‏ته اشاره شوې ده: د مساواتو آر، یو له بل سره د اسلامي ټولنو د پېژندګلوۍ آر او بل داچې ‏تقوى د غوراوي کچه ده؛ البته د قرآن په نورو آيتونو کې هم د غوراوي نورې کچې؛ لکه پوهه، مخينه، امانت، هجرت او وسمني هم راغلې دي.

پېغامونه:

 ١- نارینتوب يا ښځینتوب يا په پلاني ټبر او قوم پورې تړاو د ویاړنې کچې نه دي‏ او دا د الله تعالی کار دى. (جَعَلْنَا، خَلَقْنَا)

٢-په مخلوقاتو کې توپير، د حکمت له مخې او يو د بل پېژندګلوۍ لپاره دى، نه د وياړنې لپاره. (لِتَعَارَفُوا)

٣_ د خلکو په نزد ‏عزت او ‏کرامت ژر تېری ‏‏دى؛ خو الله تعالی ته کرامت مهم دی. ( أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ)

٤-متقيان دې پر خلکو ونه ویاړي؛ ځکه مقام یې د الله تعالی په نزد، يو مانیز- معنوى مقام دى. (عِندَ اللَّهِ)

٥—قرآن توکیز، ګوندي، قومي، ټبریز، وټیز، اندیز، فرهنګي، ټولنیز او پوځي ‏تبليغات نه مني او د غوراي کچه يې يوازې تقوا ښوولې ده. (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ)

٦_ ځان غوروای، ‏د انسان په فطرت کې دي، چې دې فطري غوښتنې ته د رسېدو لپاره، اسلام انسان ته تقوا ور‏ښوولې ده. (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ)

٧_ چاچې پيدا کړي يو، ښه پوهېږي، چې توکم ‏او ټبر د غوراوي کچې نه دي او خلک چې د ځان لوړواي ته کومې کچې ټاکي، دا ټولې ناسمې دي‏ ‏. (أَتْقَاكُمْ. . . . عَلِيمٌ خَبِيرٌ)

٨_ ځان متقي ښوول په کار نه دي؛ ځکه الله تعالی ټول ښه پېژني. (عَلِيمٌ خَبِيرٌ)

قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (۱۴) = (بېدياني) عربان وايي: ((چې ايمان مو راوړى دى))، (پېغمبره) ووايه: (( ايمان مو راوړى نه دى؛ خو(غوره ده) ووايئ: اسلام مو راووړ)) او په زړونو کې مو ایمان لا ورننووتی نه دی او كه تاسې د الله او د هغه د استازي اطاعت وكړئ (؛ نو) الله به ستاسې د كړنو له (بدلې) هېڅ کم نه کړي؛ (ځكه) چې الله لورین بښونكى دى.

ټکي:

*له “اعرابو” مطلب “بېديا مېشتي” دي، چې ځينې يې مؤمنان وو؛ لکه څنګه چې په توبه سورت کې راغلي دي:

((وَمِنَ الأَعْرَابِ مَن يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ[233]=او له دې بانډيڅيانو ځينې داسې هم دي، چې پر الله او د اخرت پر ورځې ايمان لري. ))

 خو په دوی کې ځينو تر هغه څه ځانونه لوړ ګڼل چې ول او د ايمان لاپې شاپې يې کولې، حال دا، تش تازه مسلمانان ول.

پېغامونه:

 ١_ پر هره ادعا او شعار باور نه دى په کار. ( قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا)

٢-د بېځايه ادعاوو مخه ونيسئ. (قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا).

٣_ هرڅوک دې خپل ځان وپېژني او څه چې دى، ځان تر هغې لوړ و نه ګڼي. (قُولُوا أَسْلَمْنَا)

٤-اسلام ظاهري پړاو دی؛ خو ايمان په زړه پورې اړه لري. (فِي قُلُوبِكُمْ)

٥_ هغوى چې د کمال ادعا کوي، داسې چلن دې ورسره وشي، چې زړه يې تور نشي. (وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ)

٦_ کما ل ته د رسېدو لار پرانستې ده. (وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ. . . )

٧_ د پېغمبر اکرم (ص) لاروي، د الله تعالی د لاروۍ ترڅنګ راغلې ده، چې دا د پېغمبراکرم (ص) عصمت راښيي؛ نو هرومرو دې یې لاروي وشي. ( وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ)

٨ ـ الله تعالی عادل دى او د انسان له ښو کړنو يو بڅرکى هم نه کموي. (لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا)

۹- د الله تعالی او رسول لاروي، د بښنې زمینه ده. (تُطِيعُوا. . . . إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ)

د اسلام او ايمان توپير

١ـ په ژوره کې توپير:

اسلام ظاهري رنګ دى؛ خو ايمان د زړه باور دى.

امام صادق (رح) د (وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَةً[234]) په اړه وويل: الهي رنګ اسلام دى او د (فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ[235]) په تفسيرکې يې وويل: په الهي رسۍ پورې نښتل، همدغه ايمان دى[236].

٢ـ په انګېزه کې توپير:

ځينې مادي ګټو ته د رسېدو لپاره ایمان راوړي؛ خوايمان يوازې مانیزه انګېزه لري. د ايمان انګېزه يوازې معنويات وي. امام صادق (رح) وويل: د اسلام په منلو د انسان وينه ساتل کېږي او واده يې حلالېږي؛ خو د آخرت ثواب د ايمان له مخې ورکول کېږي[237].

 ٣_ په عمل کې توپير:

اسلام بې له عمله هم شونې دی‏؛ خو ايمان دې له عمل سره وي؛ لکه په حديث کې چې راغلي: ((الايمانُ اِقرارٌ وعَمَل و الاسلام اِقرارٌ بلاعَمَل [238]))؛ نوځکه په ايمان کې اسلام نغښتى دى؛ خو په اسلام کې ايمان نغښتى نه دى.

په يو حديث کې اسلام او ايمان له مسجدالحرام او کعبې سره تشبيه شوي دي[239].

 هو! کعبه په مسجدالحرام کې ده؛ خو مسجدالحرام په کعبه کې نه دی.

امام باقر (رح) ویلي: ایمان هغه څیز دی چې په زړه کې ټیکاو مومي او ځای نیسي او انسان له دې لارې الله ته ورسي او عمل، دا زړګنی باور تصدیقوي، خو اسلام هغه څیز دی چې په وینا او کړنو کې ښکاره کېږي، که څه په زړه کې یې ځای نه وي نیولی. [240]

٤_ په ټولنيزو او سياسي چارو کې توپير:

امام صادق (رح) وپوښتل شو: د ايمان او اسلام ترمنځ توپيرڅه دى؟ امام: اسلام د شهادت ويل او پرظواهرو؛ لکه لمونځ، زکات او. . . . . عمل کول دي؛ خو ايمان هغه شهادت او عمل دى، چې د الهي مشر د پېژندګلو پر بنسټ وي[241].

٥_ په رتبه کې توپير:

په حديث کې راغلي: ايمان تر اسلامه يوه درجه پورته دى او تقوى تر ايمانه يوه درجه پورته ده او يقين تر تقوا يوه درجه پورته دی، چې په خلکو کې ډېرکم پيدا کېږي[242].

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ (۱۵)= واقعي مؤمنان ايله هغوى دي، چې پر الله او استازي يې ايمان راوړى، بيا شكمن شوي نه دي او پخپلو مالونو او سرونو يې د الله په لار كې جهاد كړى؛ همدا دوى رښتوني دي.

پېغامونه:

١_ قرآن هم د تکامل او بشپړتيا کچې راښيي (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ) اوهم يې بېلګې. (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ. . . . )

٢_ پر پېغمبراکرم ايمان پر الله تعالی باندې له ايمان سره راغلى دى. (آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ)

٣ـ د واقعي ايمان نښه، ټینګ درېدل او شک نه کول دي. (ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا)

٤_ ايمان يو باطني چار دى، چې ‏له نښو یې پېژندل کېږي. (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ. . . . جَاهَدُوا)

٥_ بې عمله ایمان ارزښت نه لري. (وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ)

٦_ د اسلام په فرهنګ کې، باید جهاد د الله تعالی په لار كې پخپلو مالونو او سرونو وي. (وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ)

د واقعي مؤمن انځور

*د قرآن کريم څلور آيتونه د ((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ)) په غونډلې پيل شوي، چې واقعي مؤمن انځوروي.

۱- ((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ اياتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ[243]=مؤمنان؛ يوازې هغه دي، چې كله د الله نامه واخستل شي؛ نو زړونه يې (د الله له عظمت او سزا) لړزېږي او چې كله پرې د هغه آيتونه لوستل كېږي؛ نو ايمان يې زياتېږي او يوازې پرخپل پالونكي توكل لري؛ ))

۲- (( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[244]=مؤمنان يوازې هغوى دي، چې پر الله او استازي يې ايمان راوړى او چې كله په يوه ټولنيز كار كې ورسره وي؛ نو بې له اجازې يې چېرته نه ځي، هغوى چې له تا اجازه اخلي (؛ نو) په رښتيا يې پر الله او استازي يې ايمان راوړى دى؛ نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه، بېشكه چې الله بښونكى (او) مهربان دى. ))

۳- ۴ = د همدې سورت په لسم او ١٥ آيت کې دا خبره نوموتې ده؛ نو که دا څلور آيتونه يو د بل تر څنګ کېږدو؛ نو واقعي مؤمن به وپېژنو، چې قرآن کريم يې په باب ويلي دي:

 (أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا) (أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ)[245]؛ نو واقعي مؤمنان هغوي دي چې:

١_ زړونه يې الله يادوي ( نه شتمني او مقام. . . ) (إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ)

٢_ تل د حرکت او پرمختګ په حال کې وي او نه تمېږي او د هر الهي پېغام په هکله ‏ژمن و عاشق وي او عمل پرې کوي. (وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ اياتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا).

٣_ يوازېنى ملاتړ یې پر الله تعالی ايمان دى. (وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ)

٤_ په ټولنيز نظام کې الهي مشر غوره کوي او بې له حکمه یې‏ حرکت نه کوي. (وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ)

٥_ ځان تر نورو غوره نه ګڼي او ټول خپل روڼه ګڼي. ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ).

٦_ ايمان يې ټينګ دی. ( ایمان یې د پوهې، عقل او فطرت پربنسټ وي او پرڅه چې پوهېږي، ورباندې پر عمل کولو، د یقین درجې ته رسېدلي وي او ډنډورې او ترخې پېښې یې پښې نه سستوي او نه شکمنېږي. ) (ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا)

٧_ چې هر وخت لازم وي؛ نو په خپل ځان او مال له خپل دینه دفاع کوي. (وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ‏)

په ايمان کې ټينګ پاتېدل

تر ايمانه د ايمان ساتل او پکې ټينګ پاتېدل خورا ارزښت لري، قرآن کريم وايي:

١_ هغوى چې ايمان لري څوار – استقامت لري. ( قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا[246])

٢_ يعقوب علیه السلام خپلو زامنو ته وويل: يوازې الله ته د تسليمدو په لار کې‏ مړه شئ. ( فَلاَ تَمُوتُنَّ إَلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ)[247]

٣_ ((اهدِنَا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ= موږ ته سیده لار راوښيه. ))

٤_ خدايه ! هغه مهال مې چې ساه اخلي؛ نو چې له نېکانو ځنې يم. (وَتَوَفَّنَا مَعَ الأبْرَارِ)[248].

٥ـ ساه مې په داسې حال کې واخله، چې درتسلیم یم. (تَوَفَّنِي مُسْلِمًا)[249]

٦_ (فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ)[250]

 امام صادق (رح) وايي: په دې آيت کې له “مستقر” څخه مراد، د ايمان ټينګښت دى‏ او له “مستودع” څخه مراد بې ثمره ‏ايمان دى. [251]

 

د ایمان د ټینګښت وزلې

١_ تقوا:

 امام صادق (رح) وويل: ورع ( تقوا) په زړه کې ايمان ټينګوي او تمه له زړه باسي[252].

٢_ له خدایه مرسته غوښتل:

الله تعالی پرښتو ته حکم کوي، چې له مؤمنانو سره يې د ايمان په ټينګېدو کې مرسته وکړئ. ( إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلآئِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ[253]) او په بل ځاى کې وايي: موږ یې زړونه وساتل. ( وَ رَبَطْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ[254])

٣_ د تاريخ مطالعه:

 له تاريخه عبرت اخستل، د ايمان د ټينګښت لامل دى.

((وَكُلاًّ نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاء الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءكَ فِي هَذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ=او د (خپلو) پېغمبرانو هره کيسه، چې درته لولو چې زړه دې پرې ډاډه( او اراده دې غښتلې) شي او په دې (کيسو) كې تا ته، د مؤمنانو لپاره حق، ‏نصيحت او يادونه راغلې ده. ))

قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (۱۶) = ووايه: ((ايا الله له خپل دين [ولۍ] او ايمان [ولۍ] خبروئ؟! حال دا، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، الله پرې پوهېږي او الله په هر څيز پوه دى. ))

ټکى:

 ځينو پېغمبراکرم (ص) ته قسم وکړ، چې ايمان مو د زړه له کومې دى؛ نو دا آيت راغى، چې قسم ته اړتيا نشته، الله له هر څه خبر دى.

پېغامونه:

١- پېغمبر اکرم (ص) ته تظاهر، په حقيقت کې د الله تعالی په نزد تظاهر دى، سره له دې چې دې ډلې رسول الله (ص) ته قسم وخوړ؛ خو قرآن وايي: (أَتُعَلِّمُونَ).

٢_ د الله تعالی په نزد ‏تظاهر نه دی پکار؛ ځکه له ‏هر څه خبر دى. ( أَتُعَلِّمُونَ. . . . وَاللَّهُ يَعْلَمُ).

٣-الله تعالی له هر څه خبر دى او د ټولو څيزونو پر ځانګړنو پوهېږي. (يَعْلَمُ. . . . وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ)

يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (۱۷) = پر تا د اسلام راوړو درانه تلي؛ ووايه: ((د خپل اسلام راوړو احسان راباندې مه كوئ؛ بلكې الله احسان درباندې کړی، چې د ايمان لارښوونه یې درته وکړه، كه (پخپل ايمان كې) رښتوني ياست؛

 

ټکي:

*ځينو مسلمانانو ( لکه د “بني اسد” ټبر) د خپل ايمان له لامله پر پېغمبراکرم منت ايښووه او و يل يې: موږ بې له جګړې او وينې تويېدو ايمان راووړ او په درنښت راته وګورئ، چې په دې آيت کې هغوى له دې کاره منع شول.

*الله تعالی په دې آيت کې د ايمان نعمت او په آل عمران ١٦٤ آيت کې د انبياوو رالېږل او په قصص سورت ٥ آيت کې د بېوزليو وارثان کول، پر خلکو د ځان منت ګنلى او راښيي، چې تر ټولو مهم نعمتونه دا دي: د الهي ښیون نعمت، د معصوم مشرۍ درلودو نعمت او د حق حکومت نعمت.

پېغامونه:

١_ د اسلام منل، د الله تعالی له لوري يو ستر نعمت او منت دى. (بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ)

٢_ الله تعالی زموږ اسلام، ايمان او عبادت ته اړ نه دى. (لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ).

٣_ د رښتيني ايمان نښه، پر الله تعالی منت ‏ايښوول نه؛ بلکې د هغه منت منل دي. ( إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ. . . . لَّا تَمُنُّوا. . . . . بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ)

 ٤_ پر پېغمبر اکرم منت ايښوول، په حقيقت کې پر الله تعالی منت ايښوول دي. (يَمُنُّونَ عَلَيْكَ. . . بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ)

٥_ تاسې د اسلام راوړو د پړاو احسان مه کوﺉ ‏( يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا) ‏حال دا، الله تعالی غوره پړاو (ایمان)‏ ته هدايت کړي یاست. ( هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ) ددې په پامنيوي، چې ايمان تر اسلام لوړ پړاو دی).

٦_ د انسان روستی تکامل، (رښتونی) ايمان دى. (أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ) نه يوازې په اسلام ځانښوول؛ ځکه په ظاهره خو منافقان هم همداسې دي.

إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (۱۸) = په رښتيا الله د اسمانونو او ځمكې په پټو پوهېږي او څه چې كوئ، الله يې ليدونکى دى.

 

پېغامونه:

۱- په اسمانونو او ځمکه کې، پټ او ناسپړل شوي رازونه ډېر دي. (إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ)

۲- د بشر پټې انګېزې او نیتونه، کله څو وارې د اسمانونو او ځمکې تر غیبو او پټو پېچلې دي. ( د اسمانونو په باب د « يَعْلَمُ» اصطلاح کارېدلې او د انسانانو د کړنو په اړه د «بَصِير» اصطلاح کارېدلې ده)

 ۳-په توحيدي ليد کې د ارزښتونو بنسټ تظاهراو منت نه؛ بلکې بنسټ يې د زړه اخلاص دى. (إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) ( هو! الله د هستۍ له ښکاره او پټو‏ خبر دى؛ نو [څنګه] ‏به مو ‏له زړګني ایمان خبر نه وي ؟!)

۴_ د الله تعالی پر پوهې ‏او لیدانې- بصيرت ايمان درلودل، د تقوا ضامن دى ( که پوه شو، چې له یوې دريڅې ‏مو‏ له کړنو فلم اخستل ‏کېږي او خبرې مو ثبتېږي؛ نو پخپلو کړنو او خبرو کې به له خورا ځيرنې کار واخلو.

۵_ د الله تعالی پوهه له لیدانې سره ده‏؛ يعنې پوهه ‏يې اجمالي، رغۍ، يو اړخيزه، لنډمهالې او شکمنه نه ده. ( إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ. . . . . وَاللَّهُ بَصِيرٌ)

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] (بحار١٦ /٥٨)

[2] (انبیاء/۲۷)

[3] (کشاف ۴/ ٣٥٠)

[4] ( کشاف۴/٣٥٠)

[5] (کمال الدين صدوق، ٢٠١مخ)

[6] ( خصال صدوق ۲/٦٢‏)

[7] (وسايل ‏ ٢٣/٢٤٤)

[8] ( توبه / ٣٨)

[9] ( توبه / ٨١)

[10] (آل عمران/۱۵۲)

[11] ( نهج البلاغه، ٢٧ خطبه)

[12] (بقره/۲۱)

[13] (بقر‏ه/۱۸۳)

[14] (بقره/٢)

[15] ( بقره / ٢٨٢)

[16] (انعام / ١٥٥)

[17] ( مائده / ٢٧)

[18] ( طلاق/ ٣)

[19] (طلاق/ ٢)

[20] ( توبه /٣٦/١٢٣)

[21] (مريم/۷۲)

[22] ( اعراف/ ١٢٨)

[23] ( التغابن/۱۶)

[24] ( آل عمران / ١٠٢)

[25] ( بحار۸/٨٦)

[26] (بحار۸۹/٢٣٢‏).

[27] ( مجمع البیان تفسیر).

[28] (شعراء/۹۸)

[29] (الاعلی/۱)

[30] (الاعلی/۱)

[31] ( واقعه/٧٧)

[32] ( ق/ ١)

[33] ( حزاب / ٥٦)

[34] ( بحار۲۷/ ٢٣٨‏)

[35] ( بقره/٢٤٨)

[36] ( بقره/٨٣ نساء /٣٨، انعام /١٥١، اسراء /٢٣، احقاف/١٥)

[37] (لقمان /١٤)

[38] (‌‌طور/۱۲)

[39] ( توبه / ٢٨)

[40] ( اعراف /٣١)

[41] ( بقره /١٢٥)

[42] ( ال عمران/ ٣٥)

[43] (محمد/٣٤)

[44] ( محمد/٢٨)

[45] (زمر/ ٦٥- توبه/ ٦٨؛ هود /١٦-آل عمران /٢٤)

[46] ( بقره /٢٦٤)

[47] ( بحار٢٨ / ١٩٨)

[48] ( کافي ٢/ ٣٨٤‏)

[49] ( کافي ‏٢/٢٧٨‏)

[50] ( من لايحضر ٣/٤٤)

[51] ( وسايل ٢/ ٢٤٧‏)

[52] ( مائده/۵)

[53] (ژباړن: خوشحال بابا وايي: د علي د آل دوستي د ایمان زړه دی – څوک دې شک په دا په زړه نه راولي. )

[54] ‏( بحار٣٥/٣٤٨)

[55] ( وسايل ٢٧ / ٤٠)

[56] وګورئ:( بقره/٢١٤؛ طلاق /٥؛ تغابن/ ٩؛ تحريم/ ٨ نساء/٣١؛ هود /١١٤؛ مائده/١٢؛ آل عمران/١٩٥؛ فرقان/٧٠)

[57] (هود/۱۱)

[58] (لقمان/۱۹)

[59] (صف/۲)

[60] ( نمل / ٢٢)

[61] ( حج/ ٢٤)

[62] ( نساء/ ٦٣)

[63] ( طه /٤٤)

[64] (اسراء/ ٢٣)

[65] ( اسراء/ ٢٨)

[66] ( بقره /٩٣)

[67] ( اسرارء /٥٣)

[68] ( حج /٣٠)

[69] ( مؤمنون/ ٣)

[70] وګورئ: د روح ‏ المعاني تفسير، چې ده هم له طبقات ابن سعد راخستى دى.

[71]. ( غررالحکم).

[72] نورالثقلین تفسیر

[73] ( نمل /١٢)

[74] ( توبه / ٦٧)

[75] ( مائده/ ٢٤-٢٦)

[76] ( مائده/ ٤٧)

[77] ( اعراف/ ١٦٣)

[78] ( اعراف/ ١٦٥)

[79] ( توبه/٢٣)

[80] ( عنکبوت /٣٤)

[81] ( مائده/ ٣)

[82] ( نور/ ٤)

[83] (کافي ۲/٣٧٦)

[84] (وسايل ٢٧/٣٩٤)

[85] ( مستدرک الوسائل ۱/١٣٨)

[86] ( من لايخضر، ۴/ ۳)

[87] ( احزاب/٧٠)

[88] (اسراء/۳۶)

[89] (نساء/۸۳)

[90] (احزاب/۶۰)

[91] (بحار۲/٢٢٥)

[92] (بحار۲۲/٢٥٠ ‏)

[93] (هماغه سرچينه)

[94] (اعراف / ۱۵۷)

[95] ( نمل/ ٤٣ – انبياء / ٧)

[96] ( مايده /٩٥)

[97] ( يونس / ١٦)

[98] (فتح / ١١)

[99] ( يوسف/ ٢٥)

[100] ( توبه/٧٤)

[101] ( يوسف /١٦)

[102] ( يوسف /١٨)

[103] ( کافي ۲/ ٣٣٨)

[104] ( کافي ۲/٣٣٨)

[105] ( کافي ۲/٣٤٠)

[106] ( کافي۲/٣٣٩)

[107] ( کافي ۲/ ١٢٦)

[108] ( کافي۱/٤٢٦)

[109] ( بحار۷۴/ ١٥٨)

[110] (انبيا/ ٥١)

[111] ( غافر/ ٣٨)

[112] (کهف /٦٦)

[113] ( بقره /١٨٦)

[114] (جن/٢)

[115] ( هود/ ٩٧)

[116] (کهف/۷)

[117] ( وسايل ۱۲/ ٢١٢)

[118] (بحار۳۲/١٧٥)

[119] (بحار۳۳/ ٤٩٣)

[120] (حديد/۲۵)

[121] ( آثارالصادقين ۱۲/٣٥)

[122] ( جامع السعادات ۲/٢٢٣)

[123] ( وسايل ۷/١٠٨)

[124] ( کافي ۳/ ٥٦٦‏)

[125] ( کافي۱/٥٤١)

[126] ( کافي ۷/٢٧٤)

[127] (من لايحضر۳/ ٥٦٧‏)

[128] ( نهج البلاغه، ٢٥لیک)

[129] ( وسائل الشيعه، کتاب الحج)

[130] (توضيح المسايل)

[131] (بقره /١٩٩)

[132] ( هود. ٢٩)

[133] (سفينة البحار۲/ ٣٤٨)

[134] (وسايل ۱۵/ – ١٠٧)

[135] (ميزان الحکم)

[136] ( ميزان الحکمه)

[137] (کافي ۵/٥٦)

[138] ( محجة البيضاء)

[139] (يونس/ ٦٥)

[140] ( بقره/ ١٦٥)

[141] ( بحار۳۸/٣٣٥)

[142] ( شرح ابن ابی الحدید ١٤/٢١٤ – بحار۲۰/١٢١)

[143] (مومنون /١٠١)

[144] (فجر/ ٤٧)

[145] ( نساء/ ١٧٦)

[146] ( بحار۷۴/ ١٦٧)

[147] (زخرف/۶۷)

[148] ‏( بحار۷۸/ ٧١)

[149] ( ميزان الحکمة)

[150] ( ميزان الحکمه)

[151] (ژباړن: رحمان بابا وايي: آدم زاد په مانا واړه یو صورت دی – هــــر چــې بـل ازاروي هغه ازار شي

[152] ( بحار۷۴/ ٢٣٦)

[153] (تفسيرقمي۱/٧٣)

[154] (تحف العقول، ١٧١مخ)

[155] ( بحار۱۰/١٢٣مخ)

[156] ( هود/ ٤٦)

[157] ( ميزان الحکمه)

[158] ( نساء/ ١٢٨)

[159] ( انفال /١)

[160] ( آل عمران / ١٠٣)

[161] ( نساء/ ٣٥)

[162] ( بقره /٢٠٨)

[163] ( آل عمران /١٠٣)

[164] ( نساء /١٢٩)

[165] ( نساء /٨٥)

[166] ( بحار۶۹/ ٢٤٢)

[167] ( مجادله /١٠)

[168] ( نساء / ١١٤)

[169] ( بقره/ ٢٢٤)

[170] ( بقره / ١٨٢)

[171] ( حجرات/ ٩)

[172] (بقره/۲۰۸)

[173] (مائده/۹۱)

[174] ( نساء/ ١٢٨)

[175] ( آل عمران/ ١٢٣)

[176] ( انعام/ ١٥٥)

[177] ( نور/ ٥٦)

[178] (حجرات/۱۰)

[179] ( نمل/ ٤٦)

[180] ( اعراف / ٢٠٤)

[181] ( وسايل ا۲/٤١٥)

[182] ( مستدرک۹/ ٥٤)

[183] ( وسائل ۷/٣١‏)

[184] ( کافي ۲/ ٢٠٦‏)

[185] ( لسان العرب)

[186] (لسان العرب).

[187] ( همزه/ ۱، ۲)

[188] (غافر/۸۳)

[189] ( فصلت /١٥)

[190] (هود/۲۷)

[191] (توبه/۵۸)

[192] (بقره/ ۶۷)

[193] (مستدرک ۹/ ١٠٥‏)

[194] ( توبه/۶۵)

[195] ( وسايل ۱۲/ ٢٧٠)

[196] (مطففین/۳۴)

[197] (هود/۳۴)

[198] ( یس/۳۰)

[199] ( بحار۷۲/ ١٤٥)

[200] (وسايل ۱۲/٢٧٠)

[201] ( بقره/ ١٦٠)

[202] (نور/۱۲)

[203] (طه/۱۱۴)

[204] ( آل عمران/۱۵۹)

[205] (الشرح/۷)

[206] (وسائل ۸/٦٠٠- ٦٠٤)

[207] ( نهج الفصاحه، ٢٦٤ حديث)

[208] ( مستدرک ۹/١١٧‏)

[209] ( بحار۷۲/ ٢٥٦)

[210] ( بحار۷۳/ ٢٥٨‏)

[211] ( بحار۷۲/ ٢٥٩)

[212] ( شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد ۹/٦٢‏)

[213] ( بحار۷۲/٢٦٠)

[214] (محجه البيضا، ٥مخ)

[215] (محجة البيضاء۵/٢٥٤)

[216] (بحار۷۲/ ٢٢٣‏).

[217] ( کافي ۲/٣٥٧مخ)

[218] محجة البيضاء۵/٢٥٤

[219] ( وسايل ۸/٦٠٥‏)

[220] (نور/۱۹)

[221] (بحار۷۲/٢٤٩).

(ژباړن: رحمان بابا وايي: کوهـــــى مــــه کــــنه د بـــل چــا پـه لار کې -که نه ستا به دکوهې په لار کې لار شــي)

[222] (بحار۷۵/٢٥٧)

[223] ( کافي ۲/٣٥٨‏)

[224] (محجة البیضا۵/ ٢٦٥)

[225] ( غررالحکم)

[226] (وسايل ۸/٦٠٧ ‏)

[227] ( کنزالمعال ۲/٨٠‏)

[228] ( بحار۷۲/ ٢٢٦)

[229] ( نهج البلاغه، ۱۴۰ خطبه)

[230] ( بحار۱/ ١٩١‏)

[231] (همزه/۱)

[232] (نساء/۱۴۸)

[233] (توبه/۹۹)

[234] ( بقره/١٣٨)

[235] ( بقره / ٢٥٦)

[236] ( کافي۲/١٤)

[237] ( کافي ۲/ ٢٤)

[238] ( کافي۲/٢٤‏)

[239] ( کافي۲/٥٢)

[240] کافي ۳ټ، ۲۶ مخ

[241] (کافي ۲/٢٤‏)

[242] (کافي ۲/٥١)

[243] (انفال/۲)

[244] (نور/۶۲)

[245] (انفال/ ۴، ۷۴)

[246] ( فصلت /٣٠)

[247] ( بقره /۱۳۲)

[248] ( آل عمران / ١٩٣)

[249] (یوسف/۱۰۱)

[250] ( انعام/ ٩۸)

[251] ( ميزان الحکمه)

[252] ( ميزان الحکمه).

[253] ( انفال/ ١٢)

[254] ( کهف/ ١٤)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!