بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ د لوراند او لورین الله په نامه الذّاریات سورت تفسیر ذاریات سورت، شپېته (60) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې ده: «وَ الذّارِیاتِ ذَرْواً» او د هغو توندو بادونو/سیلۍ په مانا دی، چې څيزونه الوزوي. د سورت […]
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
الذّاریات سورت تفسیر
ذاریات سورت، شپېته (60) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.
د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې ده: «وَ الذّارِیاتِ ذَرْواً» او د هغو توندو بادونو/سیلۍ په مانا دی، چې څيزونه الوزوي.
د سورت پیل او پای په معاد ده او نوره منځپانګه یې داده: توحید، په هستۍ کې الهي نښې، د هغو پرښتو کیسه، چې د ابراهیم علیه السلام مېلمنې وې او د زوی زېری یې پرې وکړ، د لوط قوم د تس نسېدو ګواښنه او د ځینو پېغمبرانو؛ لکه حضرت موسی؛ حضرت نوح او د عاد او و ثمود قومونو کیسې.
قرآن د تېرو انبیاوو د تاریخ په ویلو سره او هغه ستونزې او کړاوونه یې چې د خلک ښیون ته ګاللي ول، د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله صبر او څوار ته رابلي.
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
وَ الذّارِیاتِ ذَرْواً«1» فَالْحامِلاتِ وِقْراً«2» فَالْجارِیاتِ یُسْراً«3»=پر هغو بادونو قسم، چې (ورېځې او دوړې) الوزوي! او د درانه بار پر راپورته کوونکيو وريځو قسم! او پر بېړيو قسم، چې په اسانۍ روانې دي!
فَالْمُقَسِّماتِ أَمْراً«4» إِنَّما تُوعَدُونَ لَصادِقٌ«5» وَ إِنَّ الدِّینَ لَواقِعٌ«6»= او (پر پرښتو قسم، چې) كار (و نه) ویشي! (هو! پر دې ټولو قسم) بېشكه، کومه ژمنه، چې درسره كېږي، رښتيا ده؛ او بېشكه (چې قيامت او) د کړنو سزا هرومرو پېښېدونې ده.
ټکي:
* «ذاریات» د «ذاریه» جمع د سختو او شدیدو بادونو/سیلۍ په مانا او له «ذرو» اخستل شوی، چې د شیندلو او خورولو په مانا دی. «وقر» دروند بار ته وايي او دلته ترې مراد، باران زېږې وریځې دي.
«جاریات» د بېړیو یا روانو نهرونو او ویالو په مانا دی.
* د روایتونو له مخې، له «ذاریات»، مراد بادونه او له «حاملات»، مراد ورېځې او له «جاریات»، مراد بېړۍ او له «مقسّمات»، مراد هغه پرښتې دي، چې رزق ویشي[1].
* «یسر» د«عسر» ضد او د آسانۍ په مانا دی او له «فَالْجارِیاتِ یُسْراً» مراد هغه بېړۍ دي، چې په آسانۍ او آرامۍ حرکت کوي.
* بادونه چې د بېړیو د حرکت لامل او ورېځې چې د ځمکې د برکت لامل دي، الله تعالی په دې آیتونو کې سوګند پرې یاد کړی دی.
د بشر، حیوانانو او بوټيو ژوند، په باران او باد پورې تړلی او بادونه د ورېځو په لېږدولو، د هوا په تعدیلولو (انډولولو) او د بوټیو په بلاربولو کې مهمه ونډه لري.
* د بشر په تېر او اوسني ژوند کې هر څوک د بېړۍ له ونډې خبر دي، تر ټولو ارزانه او کم خطره لار، د اوبو لار او په بېړۍ کې سفر دی. هغه مهال به یې انسان پر ونډه پوه شي، چې بېړۍ د څو ورځو لپاره ودرېږي.
* امام رضا(رح) وویل: له «فَالْمُقَسِّماتِ أَمْراً» مراد، هغه پرښتې دي، چې له سپیده چاود تر لمر راختو پورې پر خلکو رزق ویشي[2].
* د رزق په ویش کې، هر وګړي، هر ټبر، هرې سیمې ته خپله برخه او یو څه ورکول کېږي او بل څه نه ورکول کېږي، چې د کمښت له کبله د ګډونتیا، مرستې، تعاون، سیالۍ، سوداګرۍ، حرکت او نوون چارې پیل شي او هېڅ څوک او ټبر ځان هراړخیز مړه خوا و نه ګڼي او سرغړاندي و نه کړي. هو، د پراخۍ ترڅنګ تنګلاسي، په حکیمانه ډول ده. «قرن بسعتها عقابیل فاقتها[3]»
*په باد، ورېځ او بېړۍ کې د الله تعالی ځواک ته پاملرنه، انسان ته د معاد منل آسانوي، د سورت په پیل کې، په څلورو پرلپسې سوګندونو د قیامت د پېښېدو حتمي توب ویل شوی دی.
* د «إِنَّما» او« إِنَّ » توري او په «لَصادِقٌ» او «لَواقِعٌ» کلیمو کې د «لام» توری او اسمیه جمله، ټولې د ټینګار نښې دي.
* د هغو الهي ژمنو بېلګې چې په دنیا کې سرته رسېدلي دي:
الله تعالی د حضرت موسی مور ته حکم وکړ، چې نوزېږی دې په اوبو کې واچوه او ورته یې وویل: موږ به یې درستون کړو او له پېغمبرانو ځنې به یې کړو، «إِنّا رَادُّوهُ إِلَیْکِ وَ جاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِینَ[4]»دا ستره ژمنه پلي شوه.
الله تعالی د اسلام پېغمبر ته ژمنه ورکړه، چې د ملنډې وهوونکیو پر وړاندې درته بسیا یو، «إِنّا کَفَیْناکَ الْمُسْتَهْزِئِینَ[5]»
ژمنه یې وکړه، چې نامه به دې لوړه کړو، «وَ رَفَعْنا لَکَ ذِکْرَکَ[6]»او پر خپلو ژمنو یې عمل وکړ.
الله تعالی څو ځل پر باطل د حق د بري او د متقیانو د نېک پایلۍ ژمنه کړې او پر خپله ژمنه یې عمل کړی دی. د امام حسین (رض) نامه تلپاتې او د قاتلانو یې ورکه شوه.
* هغوی پر خپله ژمنه عمل نه کوي، چې یا بېوسي دي، یا چلیان او یا هېروونکي؛ خو سپېڅلی الهي ذات له دې ټولو نیمګړتیاوو پاک دی.
پېغامونه:
1- د خدای پېژندنې لپاره، پر طبیعي ښکارندو؛ لکه ورېځ، باد او باران سوګند، پر هستۍ د واکمنو قوانینو او تدبیر برسېرنې ته د اسلام پاملرنه ښيي. (وَ الذّارِیاتِ. . . فَالْحامِلاتِ. . . فَالْجارِیاتِ. . . )
2- الله تعالی د انسان چارې په پرښتو سمبالوي. «فَالْمُقَسِّماتِ أَمْراً»
3- قرآن د بشر اند لوړاوي ته، محسوساتو او نامحسوساتو ته یې ورمتوجه کوي. (وَ الذّارِیاتِ. . . و فَالْمُقَسِّماتِ أَمْراً)
4- د نورو د شک او اړنګ پر خلاف دې په ځغرده له حقه دفاع وشي. «إِنَّما تُوعَدُونَ لَصادِقٌ» (د انّ کلمه او لام توری د ټینګار لپاره دی)
5-د معاد ژمنه او د نړۍ پای پرلپسې دي. «تُوعَدُونَ»
6- هغه الله چې په هستۍ کې یې دومره ځواکښوونه کړې؛ نو آیا پر خپلې ژمنې به له عمل کولو بېوسې وي. «إِنَّما تُوعَدُونَ لَصادِقٌ»
7-دا دومره طبیعي او غیرطبیعي اسباب (باد، ورېځ، بېړۍ او پرښته) یوازې خوړو، مړه کېدو او پوپناه کېدو ته نه دي. «وَ إِنَّ الدِّینَ لَواقِعٌ»
8-الله تعالی هم په دنیا کې پر کړیو ژمنو عمل کوي او هم په آخرت کې پر کړیو ژمنو عمل کوي. «إِنَّما تُوعَدُونَ لَصادِقٌ وَ إِنَّ الدِّینَ لَواقِعٌ»
وَ السَّماءِ ذاتِ الْحُبُکِ«7» إِنَّکُمْ لَفِی قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ«8»= په ستوريو پسولل شوي او له لارو پر ډک اسمان قسم. 8 بېشكه تاسې (د قيامت په باب) ګډې وډې خبرې كوئ!
یُؤْفَکُ عَنْهُ مَنْ أُفِکَ«9»= (يوازې) هغه ترې (له ايمانه) مخ اړوي، چې (د حق له منلو) سرغړونه کوي.
قُتِلَ الْخَرّاصُونَ«10» اَلَّذِینَ هُمْ فِی غَمْرَهٍ ساهُونَ«11»=مړه دې وي (دروغجن) اټكلوونكي! هماغوى چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ په زخمه كې ډوب پراته دي.
ټکي:
* «حبک» د «حبیکه» جمع او«حباک»په درېیو ماناوو؛ لار، پسولل، ښکلا او منځلاري راغلی دی، چې هرې مانا ته یې په قرآن کې یو شاهد شته:
«لَقَدْ خَلَقْنا فَوْقَکُمْ سَبْعَ طَرائِقَ[7]» موږ ستاسې د سر له پاسه اووه لارې پنځولي دي.
«زَیَّنَّا السَّماءَ الدُّنْیا بِزِینَهٍ الْکَواکِبِ[8] » موږ د ځمکې آسمان پر ستوریو پسوللی دی.
«وَ السَّماءَ رَفَعَها وَ وَضَعَ الْمِیزانَ[9]» آسمان یې ودراوه او منځلاري/اعتدال یې رامنځ ته کړ.
* «یُؤْفَکُ» له «افک» اخستل شوی او د لاس اخستو، منصرفولو، اړولو او کږلارولو په مانا دی؛ نو دروغو ته افک وايي، چې له حقیقت کږېدنه او د کږلارۍ لامل دی.
*«خراص» له «خرص» اخستل شوی او هغې خبرې ته ویل کېږي، چې علمي بنسټ ونلري او د ګومان، اټکل او حدس پر بنسټ وي. «غَمْرَهٍ» هغو ډېرو اوبو ته ویل کېږي، چې تَل یې ناڅرګند وي او مراد ترې دلته هغه ژوره ناپوهي ده، چې انسان پکې ورډوب وي.
* د ځینو کار یوازې د ګومان او خپلو خیالونو پر بنسټ ډنډورې جوړول دي. معمولا دښمن د ډنډورو سپارښتنه کوي، منافقان یې جوړوي او ساده وګړي یې مني.
پېغامونه:
1-بې منطق انسان بې تولې وي او د خولې خبره یې معلومه نه وي؛ نو سیده لار یوه ده؛ خو کږې لارې ډېرې دي؛ حق ګروهه یوه ده او ناحق ډېرې. «إِنَّکُمْ لَفِی قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ»
2- مخالفانو د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په اړه بېلابېلې خبرې کولې؛ لکه: شاعر، دروغجن، د نورو زدکړیال، کوډګر؛ نورو پرې کوډې کړي، له نورو مرسته غواړي، د پخوانیو افسانې او خبرې کوي او دې ته ورته. «إِنَّکُمْ لَفِی قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ»
3- هره کږلاري، تېروتنه او ګناه د بلې کږلارۍ، تېروتنې او ګناه زمینه ده. «یُؤْفَکُ عَنْهُ مَنْ أُفِکَ»
4-بې دلیله او بې بنسټه خبره کول او پر حدس او ګومان ډډه وهل، د الهي لعنت د لاس ته راوړو زمینه ده. «قُتِلَ الْخَرّاصُونَ»
5-ښېرا او مرګ دې پرې وي. . .، یو قرآني شعار دی. «قُتِلَ الْخَرّاصُونَ»
6-اسلامي ټولنه دې نااهلو وګړيو ته شا کړي. «قُتِلَ الْخَرّاصُونَ»
7- کله وګړیو ته حدس، ګومان او تېروتنه پیدا کېږي؛ خو خطر هله وي، چې انسان ورته کار ووايي پر ګومانونو لګیا وي او ژوند یې په ګومانونو او غفلت کې تېر شي. ( اَلْخَرّاصُونَ. . . فِی غَمْرَهٍ ساهُونَ. . . (د انسان اډانه دې علم او پوهه وي؛ نه اټکل او ګومان)
8-څوک چې په غفلت او تېروتنو کې ډوب شو او د حدس ا و ګومان په نړۍ کې ژوند کوي؛ نو د ژوند کولو ارزښت نه لري. «قُتِلَ الْخَرّاصُونَ اَلَّذِینَ هُمْ فِی غَمْرَهٍ ساهُونَ»
یَسْئَلُونَ أَیّانَ یَوْمُ الدِّینِ«12» یَوْمَ هُمْ عَلَی النّارِ یُفْتَنُونَ«13»= پوښتي: ((د جزا ورځ به كله وي؟!)) (هو!) هماغه ورځ ده، چې دوی په اور سوځي!
ذُوقُوا فِتْنَتَکُمْ هذَا الَّذِی کُنْتُمْ بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ«14»= (او ورته ويل كېږي:) خپل عذاب وڅكئ ! دا هماغه څه دي، چې تاسې په بيړه غوښته!
ټکي:
* «فتنه» په آر کې په اور کې د سرو زرو او سپینو زرو ویلي کولو ته وايي، چې نږه یې له نانږه وو جلا شي او دلته د کفارو د عذاب د شدت په مانا ده.
* منکرانو به انبیاوو ته ویل: «فَأْتِنا بِما تَعِدُنا[10]»هغه عذاب راوړه، چې خبرولو دې.
دلته قرآن وايي: دا هماغه عذاب دی، چې تاسې یې په غوښتو کې بیړه کوله.
د کږلاریو دوزخیانو انځور
اوتې بوتې وايي، «لَفِی قَوْلٍ مُخْتَلِفٍ» له حق مخ اړوي، «یُؤْفَکُ عَنْهُ مَنْ أُفِکَ» په تېروتنو کې ډوب دي، «فِی غَمْرَهٍ ساهُونَ» اندیز غونډال یې پر حدسیاتو او اټکلونو ولاړ دی، «الْخَرّاصُونَ» بېځایه سوچونه او پوښتنې لري او د الهي ژمنو پلي کېدو ته بیړه کوي. «یَسْئَلُونَ أَیّانَ یَوْمُ الدِّینِ»
پېغامونه:
1- پوهېدو ته پوښتل پروا نه لري؛ خو که پلمو او د حقیقت نټې ته وي؛ نو رټنوړ دي. «یَسْئَلُونَ»
2- پر جزئیاتو نه پوهېدل، د آرونو د نه منلو دلیلېدای نشي، ځینو ځکه د قیامت او معاد د منلو له آره سرغړونه کوله، چې د راتګ له وخته یې خبر نه وو. «یَسْئَلُونَ أَیّانَ یَوْمُ الدِّینِ»
3- له هغوی سره پرېکنده چلن وکړئ، چې له حقایقو د نټې په تکل کې دي. «یَوْمَ هُمْ عَلَی اَلنّارِ یُفْتَنُونَ»
4- د قیامت سزا، انسان ځان ته پخپله چمتو کړې ده. «ذُوقُوا فِتْنَتَکُمْ»
5- کفار، په اور، بدني کړول کېږي او په «ذوقوا» خطاب سره روحي عذاب ويني. «النّارِ – ذُوقُوا»
إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی جَنّاتٍ وَ عُیُونٍ«15» آخِذِینَ ما آتاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ کانُوا قَبْلَ ذلِکَ مُحْسِنِینَ«16»= په حقيقت کې متقیان په (جنتي) باغونو او چينو کې وي. او د دوی پالونكى، چې څه وركوي، (په خوښۍ يې) اخستونكي دي (؛ ځكه) تردې مخكې (په دنيا كې) له نېكانو ځنې ول.
کانُوا قَلِیلاً مِنَ اللَّیْلِ ما یَهْجَعُونَ«17» وَ بِالْأَسْحارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ«18» وَ فِی أَمْوالِهِمْ حَقٌّ لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ«19»= تل د شپې لږ ويدېدل؛ او په سهارونو کې يې (له الله) بښنه غوښته؛ او د دوی په مالونو كې د ګدا او بې برخې (محروم) حق او برخه وه.
ټکي:
* «یَهْجَعُونَ» له «هجوع» اخستل شوی او د شپني خوب په مانا دی.
*ددې سورت 17 آیت، دوه ډوله مانا کېدای شي: ۱- متقین د شپې ډېره برخه ویښ وي او لږ برخه یې ویده وي. ۲- متقین ډېرې شپې عبادت ته راپاڅي او کمې دي داسې شپې، چې ټوله شپه پکې ویده وي او عبادت ته راپانڅي.
لکه څنګه چې امام صادق(رح) په یوه روایت کې د «کانُوا قَلِیلاً مِنَ اللَّیْلِ ما یَهْجَعُونَ» په اړه وپوښتل شو؛ نو و یې ویل: ډېرې لږې شپې به وي، چې ویده وي او (عبادت ته) راپانڅي[11].
* امام صادق(رح) وویل:د دعا غوره وخت سهار دی؛ ځکه الله ویلي دي: «وَ بِالْأَسْحارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ»[12]
* امام صادق(رح) د «وَ بِالْأَسْحارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ» په اړه وویل: مراد، ترې د تهجدو په وتر لمانځه کې اویا ځل استغفار کول دي[13].
* امام باقر او امام صادق وویل: په آیت کې له محروم مراد هغه کس دی، چې عقلي ستونزه نه لري؛ خو رزق یې پراخه شوی نه وي. «لیس بعقله بأس و لم یبسط له فی الرزق[14]»
ته وا دا حدیث د هغوی ځواب دی، چې ګومان کوي، د رزق پرختیا یې د علم، تدبیر، هوښیارتیا، تخصص او عقل په پار ده؛ نو امام وویل: شته داسې عاقل وګړي، چې له هڅو سره سره یې بیا هم د ژوند څرخه نه چورلي.
پېغامونه:
1-د خلکو ښیون او بلنې ته هڅونه او ګواښنه دې یو د بل ترڅنګ او پرلپسې وي. (ذُوقُوا فِتْنَتَکُمْ. . . إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی جَنّاتٍ. . . )
2-متقیانو ته نه یو بڼ او چینه، بلکې ستر بڼونو او چینې دي. «جَنّاتٍ وَ عُیُونٍ» (تنوین د ستریا نښه ده)
3-له لنډمهالو او فاني خوندونو د سترګو پټولو پایله، تلپاتې خوندونه دي. ( إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی جَنّاتٍ. . . آخِذِینَ. . . )
4-پر چینو او بڼونو سربېره، جنتیان هره شېبه د پالونکي له لوري نوي نعمتونه لاس ته راوړي. «آخِذِینَ ما آتاهُمْ رَبُّهُمْ»
5-څه چې جنتیانو ته ورکول کېږي، د الله تعالی د ربوبیت په شان کې دي. «آتاهُمْ رَبُّهُمْ»
6- الله تعالی متقیانو ته جنتي ډالۍ ورکوي. «آتاهُمْ رَبُّهُمْ» (لکه د انسان سورت 21 آیت چې وايي: «سَقاهُمْ رَبُّهُمْ» د دوی خپل پالونکی یې خړوبوي. )
7-هغه چې په دنیا کې زحمت و نه ګالي، د آخرت همېشنۍ خزانې ته به و نه رسي. «إِنَّهُمْ کانُوا قَبْلَ ذلِکَ مُحْسِنِینَ» هو، په دنیا کې چې څه کرې، هماغه به په آخرت کې رېبې.
8- تقوا ته احسان او نېکچاري پکار ده. ( اَلْمُتَّقِینَ. . . مُحْسِنِینَ)
9-الهي ثواب د انسان له کړنو سره همغږی دی، که نن دې له چا سره نېکي وکړه، سبا به درسره نېکي وشي. ( آخِذِینَ. . . مُحْسِنِینَ)
10-نېکچاري دې د انسان روږد شي. ( کانُوا. . . مُحْسِنِینَ)
11-شپنی عبادت د متقینو نښه ده. «قَلِیلاً مِنَ اللَّیْلِ ما یَهْجَعُونَ»
12-شپنی عبادت او مناجات او د سهار استغفار د متقینو همېشنی کار دی. «یَهْجَعُونَ، یَسْتَغْفِرُونَ» (مضارع فعل د دوام نښه ده)
13-ټول انسانان، ان متقیان هم تېروتل کېدای شي او استغفار ته اړمن دي. (اَلْمُتَّقِینَ. . . هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ) (د«هُم» 14-په تهجدو او شپني عبادت کې، په ټولو ذکرونو او دعاوو کې استغفار ځانګړی ځګی لري. «وَ بِالْأَسْحارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ»
15-په سهار کې استغفار، د عبادت لوړه څوکه ده. «وَ بِالْأَسْحارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ»
16- اسلام هر اړخیز ښوونځی دی، شپنی عبادت یې د بېوزلیو له لاسنیوي سره یوځای ټاکلی دی. (وَ بِالْأَسْحارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُونَ وَ فِی أَمْوالِهِمْ. . . )
17-ځینې خلک بېوزلي دي؛ خو سوال نه کوي؛ نو باید دوی ته مو هم پام وي. «لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ»
18-کومه مرسته چې سوالګر او بېوزله سره کوئ، خپله برخه یې ورکوئ؛ ځکه الله تعالی ورته د خلکو په مالونو کې برخه ټاکلې ده؛ نو منت پرې مه کوئ. «حَقٌّ لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ»
19 – د سوالګر سوال ته مه په تمه کېږئ، د وګړیو آبرو، پت او حرمت دې وساتل شي، مخکې له مخکې پخپله لاس پر کار شئ. ( وَ فِی أَمْوالِهِمْ حَقٌّ. . . اَلْمَحْرُومِ)
20-تقوا ته بېوزلي او نشتمني نه ده پکار او کولای شو شتمن متقي ووسو؛ ځکه قرآن وايي: د هغوی په مالونو کې د بېوزلیو برخه ده؛ نو هغوی دې دومره درآمد او شتمني ولري، چې د خپل ژوند د اړتیاوو پر پوره کولو سربېره، له نورو سره هم مرسته وکړي. ( اَلْمُتَّقِینَ. . . فِی أَمْوالِهِمْ حَقٌّ لِلسّائِلِ وَ الْمَحْرُومِ)
وَ فِی الْأَرْضِ آیاتٌ لِلْمُوقِنِینَ«20» وَ فِی أَنْفُسِکُمْ أَ فَلا تُبْصِرُونَ«21» وَ فِی السَّماءِ رِزْقُکُمْ وَ ما تُوعَدُونَ«22»= او په ځمكه كې باور كوونكيو ته نښې دي. او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟! او ستاسې ((روزي)) او څه چې ژمنه يې درسره کېږي، په اسمان كې دي.
فَوَ رَبِّ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ ما أَنَّکُمْ تَنْطِقُونَ«23»= نو د اسمان او ځمكې پر پالونكي قسم، بېشكه دا (مطالب) داسې حق (او واقعيت) دى؛ لكه چې تاسې غږېږئ!
ټکي:
* قرآن د طبیعت آیتونو (ښکارندو) او د شریعت کتاب له لارې، ښیون او یقین ته د رسېدو شرط، د زړه چمتووالی ګڼي: «آیاتٌ لِلْمُوقِنِینَ»، «لِقَوْمٍ یَسْمَعُونَ»[15]، «لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ [16]«لِقَوْمٍ یَعْقِلُونَ»[17]، «لِکُلِّ صَبّارٍ شَکُورٍ»[18]، «لِقَوْمٍ یُؤْمِنُونَ»[19]، «لِأُولِی النُّهی»[20]، «لَآیاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِینَ»[21]، «لَآیاتٍ لِلْعالِمِینَ»[22] «هُدیً لِلْمُتَّقِینَ[23]
* د ځمکې او انسان په پنځون کې ډېری ټکي نغښتي دي؛ لکه:
د ځمکې حجم، مساحت او ژوروالی یې، غرونه او درې، له لمر او نورو کراتو سره یې واټن، د ځمکې ډول ډول حرکتونه، څرګند او ناڅرګند کانونه، راټوکېدوني، پکې زېرمه اوبه، رنګونه، ډبرې، خاورې، مېوې، بوټي، د ځمکې چاڼوونکې وڼده، پر ځمکه د ځمکمېشتو د ټولو اړتیاوو پوره کېدل او ټولو انسانانو او حیواناتو ته پکې خواړه، دا ګرد، ډاډ او یقین غوښتوونکیو ته د الله تعالی د ځواک او حکمت نښې دي.
د انسان د بدن بېلابېل حالات او پړاوونه، له څاڅکي نیولي تر راروستیو پړاوونو پورې، ګرد د الله تعالی د حکمت او علم نښې دي. د انسان بېلابېلې غریزې، د انسان پر اړتیاوو د الله تعالی د علم او حکمت ښکارندوی دي.
د انسان د بدن د حواسو ترمنځ همغږي او له وظیفوي پلوه یې یو له بل سره ټکر نه درلودل، د هډوکیو، اعصابو، ساه ییز غونډال، هاضمي غونډال، لیدیز غونډال، اوریدیز غونډال، دفاعي غونډال، ټول او ټول د متعال قادر الله نښې دي.
* حضرت علی کرم الله وجهه وايي: الله تعالی ته اورېدونکی او لیدونکی پنځولی یې، هم خوشحالېږې، هم خپه کېږې، هم وږی کېږې او هم مړېږې[24].
خلک د رزق د مقدرتوب په هکله کمزوري ایمانوال دي؛ نو ځکه پر ګناه، غلا، ډنډۍ وهلو، حرص، کنجوسۍ او ډول ډول سرغړونو اخته کېږي.
* د رزق لېږل په دقیق حساب و کتاب دي، «عِنْدَنا خَزائِنُهُ وَ ما نُنَزِّلُهُ إِلاّ بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ[25]= آر او سرچینه له موږ سره ده او موږ یې ټاکلې اندازه درلېږو. »
* د «فِی السَّماءِ رِزْقُکُمْ وَ ما تُوعَدُونَ» آیت څو ډوله مانا کولای شو:
الف. مراد یې باران دی، چې له آسمانه راځي او همداراز رڼا، ورېځ او باد. . .
ب. مراد یې دادی، چې د ځمکمېشتو د چارو تقدیر په آسمانونو کې دی.
ج. ابدي رزق، چې جنت دی، په آسمانونو کې دی.
د. د الهي ژمنو پلي کېدل ( د عذاب یا رحمت راتلل) له آسمانه دي[26].
* «مِثْلَ ما أَنَّکُمْ تَنْطِقُونَ»؛ یعنې لکه څومره چې خبرې کول مو درته محسوس دي او واقعیت لري، الهي ژمنې هم داسې دي؛ نو اړنګ – شک پکې مه کړئ.
پېغامونه:
1- د علم او طبیعي خوالو په رابرسېدو سره، پر ځمکه د الهي ځواک او حکمت نښې، ورځ تر بلې راښکاره کېږي. (وَ فِی الْأَرْضِ آیاتٌ. . . )
2-الهي نښې پرځمکه خورا ډېرې او پاموړ دي. «وَ فِی الْأَرْضِ آیاتٌ» (د «آیاتٌ» کلمه په جمع او نکره بڼه راغلې، چې د ګڼتوب، تعدد او عظمت ښوونکې ده. )
3-الله پېژندنه دې د یقین او بصیرت پر بنسټ وي. «وَ فِی الْأَرْضِ آیاتٌ لِلْمُوقِنِینَ»
4- چې په انسان کې د یقین روحېه نه وي، نعمتونه د الله تعالی نښې ګڼلی نشې. «آیاتٌ لِلْمُوقِنِینَ»
5- د طبیعت مطالعه، د ایمان او توحیدي یقین د پیاوړي کېدو لار ده. «آیاتٌ لِلْمُوقِنِینَ»
6- د انسان وجود دومره عظمت لري، چې الله تعالی د ځمکې له کُرې سره په یوه لیکه کې راوړی دی. (فِی الْأَرْضِ. . . فِی أَنْفُسِکُمْ)
7- چې ځان دې وپېژانده؛ نو الله تعالی دې وپېژانده. ( آیاتٌ لِلْمُوقِنِینَ. . . فِی أَنْفُسِکُمْ)
8- د کفارو او بې دینه وګړیو بنسټیزه ستونزه، رغی لید دی او د همدې ستونزې په پار یې الله رټي. «أَ فَلا تُبْصِرُونَ» (بصیرت؛ ژورې او دقیق لیدنې ته وايي)
9- هغه کتل رټنوړ دي، چې له بصیرت سره نه وي. «أَ فَلا تُبْصِرُونَ»
10- د رزق سرچینه په آسمان کې ده. (باران، رڼا، باد، ورېځ، هوا او. . . ) «وَ فِی السَّماءِ رِزْقُکُمْ»
11- هر ډول خیر و برکت یا الهي قهر او عذاب، د ثواب یا سزا په توګه له اسمانه راکوزېږي. ( فِی السَّماءِ. . . ما تُوعَدُونَ)
12- آسمان او ځمکه، تر الهي ربوبیّت او تدبیر لاندې د کمال په بهیر کې دي. «فَوَ رَبِّ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ»
13- په اسمانونو کې د ځمکمېشتو د روزۍ تامین او تقدیر، په آسمان او ځمکه کې د الله تعالی د پراخ ربوبیت یوه برخه ده. «فَوَ رَبِّ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ»
14- د وینا او خبرې کولو ځواک، انسان ته د پالونکي یو ځانګړی نعمت دی، چې الله پاک د خپلې خبرې او ژمنو حقیقیتوب ته د انسان د خبرو کولو مثال وايي. «إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ ما أَنَّکُمْ تَنْطِقُونَ»
هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ ضَیْفِ إِبْراهِیمَ الْمُکْرَمِینَ«24» إِذْ دَخَلُوا عَلَیْهِ فَقالُوا سَلاماً قالَ سَلامٌ قَوْمٌ مُنْکَرُونَ«25»= ايا د ابراهيم د عزتمنو مېلمنو قيصه در رسېدلې ده؟! 25 چې له ابراهيم كره ورننووتل؛ نو و يې ويل: ((سلام!))، (ابراهيم) وويل: (( پر تاسې سلام، نا اشنا غوندې خلك (ياست)))
فَراغَ إِلی أَهْلِهِ فَجاءَ بِعِجْلٍ سَمِینٍ«26» فَقَرَّبَهُ إِلَیْهِمْ قالَ أَ لا تَأْکُلُونَ«27»= نو (ابراهيم) غلى غوندې خپلې كور ته ولاړ او یو مزی (وريت شوی) خوسې يې راووړ؛ نو مېلمنو ته یې وروړاندې كړ (؛ خو په هېښتیا يې ولېدل، چې مېلمانه خوړو ته لاس نه وراوږدوي)، ورته يې وويل: (( ولې يې نه خورئ؟!))
ټکي:
* «راغ»؛ یعنې دا چې انسان د حاضرو له ډلې داسې ووځي، چې پوه نشي، کوم کار ته وځي.
*ځینې پرښتې، پر حضرت ابراهیم د زوی زېري ته کور ته یې ورغلې؛ خو آنحضرت و نه پېژندې؛ خو بیا یې هم کور ته وروبللې او مېلمستیا یې ورچمتو کړه؛ خو چې و یې لیدل، خواړه نه خوری؛ نو د نه خوړو دلیل یې وپوښت او هغوی ځان وروپېژانده.
*په ځینو ځایونو کې پرښتې د انسان په بڼه څرګندې شوي، چې بېلګې یې په قرآن کې راغلي دي؛ لکه حضرت بي بي مریم ته د حضرت جبرائیل ورتګ، [27] د حضرت سلیمان په واکمنۍ کې د هاروت او ماروت شتون او د حضرت ابراهیم کور ته د پرښتو ورتګ[28].
د مېلمستیا آداب
*له دې او ورپسې آیتونو، د مېلمستیا آداب لاس ته راځي، چې ځینو ته یې اشاره کوو:
- مېلمه، درناو وړ دی. ( ضَیْفِ. . . اَلْمُکْرَمِینَ)
- مېلمه دې په راننووتو کې سلام کوي. «فَقالُوا سَلاماً»
- د مېلمه د سلام جواب پکار دی. «قالَ سَلامٌ»
- کوربه دې له مېلمه پټ په خوړو پسې ولاړ شي. «فَراغَ»
- خواړه دې کورنۍ په کور کې چمتو کړي. «إِلی أَهْلِهِ»
- مېلمستیا دې بې ځنډه وي. «فَجاءَ» (د «فاء» توری د لنډوخت او بیړې نښه ده)
- غوره خواړه دې چمتو شي. «بِعِجْلٍ سَمِینٍ»
- مېلمه دسترخوان ته مه بوځئ؛ بلکې دسترخوان مېلمه ته وروړئ. «فَقَرَّبَهُ إِلَیْهِمْ»
- مېلمه مه پوښتئ، چې خواړه دې خوړلي که نه. «فَراغَ إِلی أَهْلِهِ فَجاءَ» (حضرت ابراهیم، بې له مېلمه پوښتلو، کور ته په خوړو پسې ولاړ)
- پخپله مېلمه وپالئ. «فَجاءَ» (پخپله آنحضرت خواړه راوړل)
- خواړه دې د مېلمه په لاسرس کې وي. «فَقَرَّبَهُ إِلَیْهِمْ»
- مېلمه دې خواړه ومني او ودې یې خوري، چې کوربه اندېښمن نه وي. «أَ لا تَأْکُلُونَ»
- مېلمه ته لومړی خوراک راوړئ او بیا خبرې ورسره کوئ. (فَجاءَ بِعِجْلٍ سَمِینٍ. . . بیا یې وپوښتل: «فَما خَطْبُکُمْ أَیُّهَا الْمُرْسَلُونَ»
- مېلمه که تریخ یا خوږ خبر لري؛ نو لومړی دې ښه خبر ووايي. ( بَشَّرُوهُ. . . أُرْسِلْنا إِلی قَوْمٍ مُجْرِمِینَ (لومړی د زوی زېری بیا پر مجرمانو د عذاب راتګ)
پېغامونه:
1-د حضرت ابراهیم د مېلمنو کیسه د اورېدو او عبرتوړ ده. «هَلْ أَتاکَ»
2-په بلنه او ښیون کې هم د متلونو له کړنلار او هم د کیسو کولو له کړنلار ګټنه وکړئ. «مثل أَنَّکُمْ تَنْطِقُونَ هَلْ أَتاکَ حَدِیثُ. . . »
3- مېلمستیا یو بختور ارزښت او مېلمه پالي ابراهيمي سیره ده. «ضَیْفِ إِبْراهِیمَ الْمُکْرَمِینَ»
4- ټول راننووتونکي دې سلام اچوي، نه ځینې یې. «فَقالُوا سَلاماً»
5- سلام کول دې سملاسي تر لیدو روسته وي. «فَقالُوا» (د«فاء» توری د بیړې او لنډ وخت په مانا دی)
6- په سلام خبرې پیلول، یو آسماني ادب دی، ان په پرښتو کې هم شته. «فَقالُوا سَلاماً»
7- د نورو د سلام ځواب ورکوئ، ان که ناپېژاندي وي. «قالَ سَلامٌ قَوْمٌ مُنْکَرُونَ»
8- مېلمه بختور دی، که څه ناپېژاندي وي. (ضَیْفِ. . . اَلْمُکْرَمِینَ. . . قَوْمٌ مُنْکَرُونَ)
9- د حضرت ابراهیم علم محدود و. «قَوْمٌ مُنْکَرُونَ» (مېلمانه یې و نه پېژندل)
10- ناپېژاندي مېلمانه هم وپالئ. (قَوْمٌ مُنْکَرُونَ فَراغَ إِلی أَهْلِهِ. . . )
11- پخلیز/پخلنځی دې مېلمه ته نه ښکاري. (فَراغَ إِلی أَهْلِهِ فَجاءَ. . . )
12- ښځه او سړی دواړه دې مېلمه ته د خوړو په چمتو کولو او مېلمه پالنه کې ونډه ولري. «فَراغَ إِلی أَهْلِهِ فَجاءَ»
13- کوربه دې د مېلمه په پالنه او حالاتو کې حساس وي. «فَقَرَّبَهُ إِلَیْهِمْ قالَ أَ لا تَأْکُلُونَ»
14- پرښته که د انسان په بڼه هم راشي؛ نو خواړه نه خوري. «قالَ أَ لا تَأْکُلُونَ»
فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیفَهً قالُوا لا تَخَفْ وَ بَشَّرُوهُ بِغُلامٍ عَلِیمٍ«28»= نو (ابراهيم په زړه كې) ترې ووېرېد، (پرښتو) وويل: ((مه وېرېږه!)) (موږ ستا د پالونكي استازي او پرښتې يو)! او د يوه پوه زوى (د زوكړې) زېرى یې وركړ.
فَأَقْبَلَتِ امْرَأَتُهُ فِی صَرَّهٍ فَصَکَّتْ وَجْهَها وَ قالَتْ عَجُوزٌ عَقِیمٌ«29»= نو (په دې وخت كې يې) مېرمن (له خوشحالۍ او هېښتیا) په چغو سره راوړاندې شوه او خپل مخ ته يي ټس ورکړ، ويې ويل: (( (څنګه به مې زوى وشي، ) زه خو شنډه بوډۍ يم؟!))
قالُوا کَذلِکَ قالَ رَبُّکِ إِنَّهُ هُوَ الْحَکِیمُ الْعَلِیمُ«30»= (پرښتو) وويل: (( ستا پالونكي دغسې ويلي (؛ ځكه) چې هغه پوه حکيم دى. ))
ټکي:
* «أوجس» له «ایجاس» اخستل شوی او په زړه کې د یوه چار ننګېرلو ته وايي. «خِیفَهً» له «خوف» اخستل او د ډار او وېرې په مانا دی او تنوین یې، تنویع، رنګارنګۍ او د ډولو ښوولو ته دی؛ یعنې پر حضرت ابراهیم یو ډول وېره کېناسته. دلته «صَرَّهٍ» د چغو سورو په مانا ده. «صک» کلکې سپېړې ته وايي او«عَجُوزٌ» د عاجزې/ بېوسې او بوډۍ په مانا او «عَقِیمٌ» شنډې ته وايي.
*د حضرت ابراهیم علیه السلام لومړۍ مېرمن ساره، شنډه وه؛ نو حضرت ابراهیم له هاجر سره واده وکړ؛ خو په سپین سر ورته الله تعالی د زوی زېری ورکړ؛ خو هغې ته یې منل ستونزمن وو، چغې سورې وهي، چې زه په ځوانۍ کې شنډه وم؛ نو اوس چې بوډۍ شوې یم؛ نو په طبیعي توګه مې دوه ځاني توب ته هېڅ زمینه نشته؛ نو څنګه به مې زوی وشي ؟!
*دا آیتونه د بي بي ساره له لارې، حضرت ابراهیم ته د اولاد ورکولو په اړه دي او له «غلام علیم» نه مراد حضرت اسحاق دی؛ البته په صافات سورت 101 آیت کې د بي بي هاجر له لارې د حضرت اسماعیل ورکول په «غلام حلیم» تعبیر سره راغلی دی.
* پر هغه وېره نیوکه شوې، چې د دښمن له وېرې او د کفر په مقابل ټلواله کې وي؛ ګنې وېره او اندېښنه یو طبیعي چار دی، چې ناڅاپه پر هر انسان راځي او انبیاوو ته هم کوم عیب نه دی.
پېغامونه:
1-د مېلمه خواړه نه خوړل دې د کوربه د اندېښمنۍ موجب شي. «فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیفَهً»
2- انبیاء هم د بشر له جنسه دي او د نورو خلکو غوندې وېره او اندېښنه پیدا کوي. «فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیفَهً» (خواړه نه خوړل او په اصطلاح نمک نه خوړل یو ډول دښمني څرګندول دي)
3- هره کړنه او حرکت که څه ساده او کم ارزښته وي (لکه خواړه نه خوړل)، که د نورو د اندېښنې لامل شي، باید جبران شي، چې اندېښنه له منځه ولاړه شي. «أَ لا تَأْکُلُونَ – فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیفَهً – لا تَخَفْ وَ بَشَّرُوهُ»
4-د اولاد کمال یې په پوهه کې دی. «بِغُلامٍ عَلِیمٍ»
5-انبیاء، کله د پرښتو له لارې له راتلونکې خبرېږي. «بَشَّرُوهُ بِغُلامٍ عَلِیمٍ»
6-ښځه یوه احساسي او عاطفي موجوده ده او معمولا د هغه څه په اړه چې اوري یې، ژر غبرګون ښيي. «فِی صَرَّهٍ فَصَکَّتْ»
7-سړی دې د ښځې د طبيعي احساساتو د راڅرګندېدو مخه نه نیسي. «فِی صَرَّهٍ فَصَکَّتْ» (حضرت ابراهیم د خپلې مېرمن د احساساتو مخه و نه نیوه)
8- الهي ځواک محدودیت نه لري، له بوډا او بوډۍ یو وړ زوی زیږېږي. ( بِغُلامٍ عَلِیمٍ. . . عَجُوزٌ عَقِیمٌ)
9-الهي اراده پر طبیعي عواملو واکمنه ده. ( قالُوا کَذلِکَ. . . )
10-الهي ورکړې او نه ورکړې عالمانه او حکیمانه دي. «إِنَّهُ هُوَ الْحَکِیمُ الْعَلِیمُ» (حضرت ابراهیم او مېرمن ته یې الله تعالی په ځوانۍ کې اولاد نه ورکوي؛ خو په بوډاتوب کې داسې زوی ورکوي، چې پېغمبر کېږي. )
پاره: ۲۷
قالَ فَما خَطْبُکُمْ أَیُّهَا الْمُرْسَلُونَ«31» قالُوا إِنّا أُرْسِلْنا إِلی قَوْمٍ مُجْرِمِینَ«32» لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجارَهً مِنْ طِینٍ«33»= (ابراهيم) وويل: (( د (الله) استازيو! د (بل) څه کار لپاره راغلي ياست)؟)) (پرښتو) وويل: (( په حقيقت كې موږ د يوه ګناهګار قوم خوا ته رالېږل شوي يو، چې خټین کاڼي [کانكر] پرې و اوروو؛
مُسَوَّمَهً عِنْدَ رَبِّکَ لِلْمُسْرِفِینَ«34» فَأَخْرَجْنا مَنْ کانَ فِیها مِنَ الْمُؤْمِنِینَ«35» فَما وَجَدْنا فِیها غَیْرَ بَیْتٍ مِنَ الْمُسْلِمِینَ«36»= هغه چې ستا د پالونكي له لوري پوله ماتیو ته په نښه شوي دي!)) نو (د عذاب تر راكېوتو مخكې) مو له کلي ټول مؤمنان راوايستل؛ خو هلته مو بې له يوه كوره (چې د لوط کور و) نور مسلمانان و نه موندل.
وَ تَرَکْنا فِیها آیَهً لِلَّذِینَ یَخافُونَ الْعَذابَ الْأَلِیمَ«37»= او موږ په دغو (بلاځپليو ښارونو) كې له دردناك عذابه وېرېدونكيو ته يوه څرګنده نښه پرېښووله.
ټکي:
* «خطب»؛ یعنې هغه مهم کار، چې انسان یې په کولو پسې وي او «مُسَوَّمَهً»؛ یعنې نښې والا.
* لوط علیه السلام د حضرت ابراهیم علیه السلام خپلوان و او د حضرت ابراهیم په پېر کې، د اردن په سدوم سیمه کې خلکو ته پر تبلیغ بوخت و. قوم یې فحشا او لواط کاوه او په دې اړه یې د حضرت لوط ګواښنو ته غوږ کېنښود. الله تعالی یې سیمه لاندې باندې کړه. ددې قوم کیسه په اعراف، هود، حجر او عنکبوت سورتونو کې هم راغلې ده.
* د مراتبو لړۍ دې مراعات شي. حضرت ابراهیم د خپل وخت اولوا العزم پېغمبر و؛ نو د لوط د هلاکت په مسله کې، پرښتې لومړی حضرت ابراهیم ته ورغلې او له خپلې دندې یې خبر کړ او بیا حضرت لوط ته ورغلې.
*په ډبرو ورېدو «حِجارَهً مِنْ طِینٍ» الهي قهر او عذاب د حضرت لوط پر قوم سربېره پر اصحاب فیل هم راغلی و. «تَرْمِیهِمْ بِحِجارَهٍ مِنْ سِجِّیلٍ[29]» اصحاب فیل د الهي حریم؛ یعنې د کعبې ړنګولو په تکل کې وو او د لوط قوم د نبوت حریم ته په بد نیت ورکتلي وو او غوښتل یې د آنحضرت پر مېلمنو تجاوز وکړي، چې دواړه هلاک شول.
* پرښتې د حضرت لوط مرستې ته، له نښې شویو ډبرو سره ورغلې؛ خو په بدر غزا کې د اسلام پېغمبر ته نښې والا پرښتې ورغلې وې. «یُمْدِدْکُمْ رَبُّکُمْ بِخَمْسَهِ آلافٍ مِنَ الْمَلائِکَهِ مُسَوِّمِینَ»[30]
* مسلمان، یوازې د اسلام پېغمبر د امت نامه نه ده؛ بلکې هر څوک مسلمان بلل کېږي، چې الله تعالی او اسماني ادیانو ته تسلیم وي. «مِنَ الْمُسْلِمِینَ»
پېغامونه:
1-پوښتل پروا نلري، انبیاوو به هم هغه څه پوښتل، چې پرې نه پوهېدل. ( فَما خَطْبُکُمْ. . . )
2-د مجرمانو سزا یوازې په آخرت کې نه ده. «أُرْسِلْنا إِلی قَوْمٍ مُجْرِمِینَ»
3-کله مجرمانو ته په دنیا کې سزا ورکولو ته پرښتو ته هم دنده ورکول کېږي. «لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجارَهً مِنْ طِینٍ»
4-په الهي مینه او غوسه کې هرڅه حساب او نښه لري. «مُسَوَّمَهً عِنْدَ رَبِّکَ»
5-ایمان، د ژغورنې کونجي ده. «فَأَخْرَجْنا مَنْ کانَ فِیها مِنَ الْمُؤْمِنِینَ»
6- که په یوه سیمه کې ان یوه کورنۍ هم مسلمانه وي، باید پاملرنه ورته وشي. «غَیْرَ بَیْتٍ مِنَ الْمُسْلِمِینَ»
7-که څه ټولنه فاسده وي؛ نو د فساد لاره چاره او زمینه چمتو کوي؛ خو انسان فساد ته نه اړ باسي او په فاسده سیمه کې هم روغه کورنۍ درلودای شو. «غَیْرَ بَیْتٍ مِنَ الْمُسْلِمِینَ»
8-کله فساد دومره پراخ شي، چې د لوط علیه السلام په څېر ګران پېغمبر هم یوازې یوه کورنۍ پلویان لري، «غَیْرَ بَیْتٍ مِنَ الْمُسْلِمِینَ» هغه هم نه ټوله کورنۍ؛ بلکې بې مېرمنې کورنۍ. «فَأَنْجَیْناهُ وَ أَهْلَهُ إِلاَّ امْرَأَتَهُ»[31]
9- هم الهي نعمتونه الهي نښې دي او هم الهي قهر. «وَ تَرَکْنا فِیها آیَهً»
10-هغوی له ترخو پېښو عبرت اخلي، چې د قیامت له عذاب ډار ولري. «آیَهً لِلَّذِینَ یَخافُونَ الْعَذابَ»
11- له الهي عذابه همېشنی ډار یو ارزښت دی. «یَخافُونَ الْعَذابَ الْأَلِیمَ»
وَ فِی مُوسی إِذْ أَرْسَلْناهُ إِلی فِرْعَوْنَ بِسُلْطانٍ مُبِینٍ«38» فَتَوَلّی بِرُکْنِهِ وَ قالَ ساحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ«39»= او د موسى په (ژوند كې هم د عبرت اخستو نښه شته) چې په څرګندو دلايلو مو فرعون ته ورولېږه؛ خو (فرعون) د خپل (دولت) له غړيو سره مخ واړاوه، و يې ويل: (( (دا) كوډګر يا لېونى دى!))
فَأَخَذْناهُ وَ جُنُودَهُ فَنَبَذْناهُمْ فِی الْیَمِّ وَ هُوَ مُلِیمٌ«40»= نو (ځكه) موږ فرعون او لښكر يې راونيول او په سيند كې مو وغورځول، چې د پړې وړ وو.
ټکي:
* له «سلطان مبین» نه مراد، هغه روښانه دلیل او برهان دی، چې له نورو سره پرې استدلال کولای او په منطقي لار خپل غاړه پرې خلاصولې شې.
* «نبذ» د سپکو او ناڅیزو څیزونو غورځولو ته وايي، «مُلِیمٌ» له «لوم» اخستل شوی او«ملامت» هغه چاته ویل کېږي، چې رټنوړ دی.
* له «بِرُکْنِهِ» مراد، د فرعون ځواک، لښکر، شتمني، مخینه او تبلیغات دي؛ یعنې فرعون د خپل ځواک پر ملاتړ له حضرت موسی علیه السلام سره په مبارزه لاس پورې کړ او له بلنې یې سرغړونه وکړه.
پېغامونه:
1- د انبیاوو تاریخ له عبرتونو ډک دی. «وَ فِی مُوسی»
2-د ټولنې سمونې ته، په سرچینو پسې ولاړ شئ. «أَرْسَلْناهُ إِلی فِرْعَوْنَ»
3-د مخالفانو پر وړاندې، د انبیاوو وسله، پیاوړی منطق/سول او څرګندې معجزې دي. «سلطان مبین»
4- پوځي، وټيز او تبلیغاتي ارکان، حق غږ ته د جبارانو او طاغوتانو د استکبار او بې پروایۍ لاملېږي. «فَتَوَلّی بِرُکْنِهِ»
5-کږلاري هڅه کوي چې خپلې بېلارۍ ته مخونه ورکړي او غوره مخونه دا ده چې د الله تعالی استازی کوډګر یا مجنون وښيي. «ساحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ»
6-الهي پرغز، تر غاړې خلاصونې روسته دی. ( بِسُلْطانٍ مُبِینٍ. . . قالَ ساحِرٌ. . . فَأَخَذْناهُ. . . )
7-پوځ دې په پټو سترګو هر چا ته مطیع نه وي، الهي قهر د فرعون لښکر هم راونغاړه. «فَأَخَذْناهُ وَ جُنُودَهُ»
8-طاغوتان او ټول ځواکونه، د الهي قهر په مقابل کې ناڅیزه او خورا کمزوري دي. «فَنَبَذْناهُمْ»
9-کږلاري هم پر ظاهري هلاکت اخته کېږي او هم له دننني اړخ پړه او ملامت وي. (فَأَخَذْناهُ. . . وَ هُوَ مُلِیمٌ)
10-الهي قهر ټول کږلاري رانغاړي؛ خو فاسد مشران د ځانګړي پړې وړ دي. «وَ هُوَ مُلِیمٌ»و یې نه ویل:«و هم ملیمون»
وَ فِی عادٍ إِذْ أَرْسَلْنا عَلَیْهِمُ الرِّیحَ الْعَقِیمَ«41»= او (همداراز) تاسې ته د”عاد”په داستان كې هم (يو عبرت دى)، چې موږ شنډه سپيره سیلۍ پرې وروالوځوله
ما تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ أَتَتْ عَلَیْهِ إِلاّ جَعَلَتْهُ کَالرَّمِیمِ«42»= چې پر هر څيز ورتېرېده؛ لكه وروست (هډوكى) به يې كړ.
ټکي:
* هود علیه السلام د عاد قوم پېغمبر و، چې څومره یې خپل قوم ته خبرداری ورکاوه، چا پرې غوږ نه ګراوه، چې د الهي عذاب د ورتګ زمینه یې چمتو کړه.
* بادونه کله زېږوونکي او راټوکوونکي دي، «أَرْسَلْنَا الرِّیاحَ لَواقِحَ»[32]، «یُرْسِلَ الرِّیاحَ مُبَشِّراتٍ»[33]او کله د شنډېدو او تویولو او ویجاړېدو لامل دي. «الرِّیحَ الْعَقِیمَ»؛ یعنې هغه ویجاړوونکی باد، چې د عاد قوم د عذاب لامل شو، دومره سوځنده او زهرجن و، چې انسان، حیوان او بوټي هرڅه به چې پرمخه ورتلل، له منځه یې وړل.
* «رمیم» د ورستېدو په مانا دی او«ترمیم»؛ یعنې د ورستېدو سمونه.
* سره له دې چې د عاد قوم وګړي خورا ځواکمن او دنګ وو؛ خو د الهي عذاب باد چې ورغی؛ نو د ورستو هډوکیو په څېر یې وراسته او ماتېدونکي کړل.
پېغامونه:
1-د باد او باران په څېر طبیعي ښکارندې او مثبت او منفي آثار یې د الله تعالی په لاس کې دي. «أَرْسَلْنا عَلَیْهِمُ الرِّیحَ الْعَقِیمَ»
2- طبیعي بلاوې؛ لکه وچکالي او سوکړه، کولای شي، الهي عذاب وي. ( ما تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ. . . جَعَلَتْهُ کَالرَّمِیمِ)
3- اوبه او باد، د ظالمانو پر خلاف الهي لښکر دی. ( فَنَبَذْناهُمْ فِی الْیَمِّ. . . اَلرِّیحَ الْعَقِیمَ)
وَ فِی ثَمُودَ إِذْ قِیلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوا حَتّی حِینٍ«43» فَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ فَأَخَذَتْهُمُ الصّاعِقَهُ وَ هُمْ یَنْظُرُونَ«44»= او (همداراز) د (ثمود) په قيصه كې يو پند دى، چې ورته وويل شو: (( (له دنيا تر ټاكلې) مودې ګټه واخلئ. (او بيا عذاب ته څارو وسئ)!)) نو د خپل پالونكي له امره يې سرغړونه وکړه او تندر پرې راولوېد او (خړ خړ) یې وركتل (او ځانونه يې بچولاى نشول).
فَمَا اسْتَطاعُوا مِنْ قِیامٍ وَ ما کانُوا مُنْتَصِرِینَ«45»=نو (داسې پر ځمكه راولوېدل) چې نه يې د پاڅېدو وسه وه او نه يې له چا مرسته غوښتاى شوه.
وَ قَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ إِنَّهُمْ کانُوا قَوْماً فاسِقِینَ«46»= او (همداراز) موږ مخكې ترې د نوح قوم (هلاك كړ؛ ځكه) چې دوى پوله ماتي خلك وو.
ټکي:
* صالح علیه السلام د ثمود قوم پېغمبر و، چې د خپل ټبر په غوښتنه یې له غره یوه اوښه راوایسته او حکم یې وکړ، چې اوښې ته به تاوان نه رسوئ؛ خو ټبر یې اوښه ووژله او حضرت صالح یې دروغجن کړ.
* له «حَتّی حِینٍ» مراد، هغه درې ورځېنی مهلت دی، چې ورکړ شو، چې شونې ده پښېمانه شي او توبه وکړي؛ خو هغوی له ګناه لاس وانخست او درې ورځې روسته پر عذاب اخته شول؛ لکه څنګه چې هود سورت 65 آیت وايي: «تَمَتَّعُوا فِی دارِکُمْ ثَلاثَهَ أَیّامٍ ذلِکَ وَعْدٌ غَیْرُ مَکْذُوبٍ»
پېغامونه:
1-مجرمانو ته مهلت ورکول، یو الهي قانون دی. «تَمَتَّعُوا حَتّی حِینٍ»
2-الهي احکام دهغه له ربوبیته راولاړ او د انسان روزنې ته دي. «أَمْرِ رَبِّهِمْ»
3-له الهي پولو اوختل، د هلاکت لامل دی. ( فَعَتَوْا. . . فَأَخَذَتْهُمُ)
4- اوبه، باد او تالنده کولای شي، د الهي عذاب اوزار شي. (الیم. . . اَلرِّیحَ. . . اَلصّاعِقَهُ)
5-د عذاب د راتګ لیدل او ترې د تېښتې وس نه درلودل، د مجرمانو د خورا ذلت ښکارندوی دی. (یَنْظُرُونَ. . . فَمَا اسْتَطاعُوا. . . )
6-هغوی چې له تېرو عبرت نه اخلي، پخپله د نورو د عبرت لامل شي. (وَ قَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ. . . ) (عاد قوم له نوح قوم نه عبرت وانخست، چې ترې مخکې و)
7- د نوح قوم تاریخ، د حضرت نوح له زر کلن تبلیغ سره، چې بیا یې هم ایمان پرې را نه وړ، د اسلام پېغمبر او مسلمانانو ته د عبرت لامل دی. ( وَ قَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ. . . )
8-تر فسق بدتر، پرې ټینګار او دوام یې دی. ( کانُوا. . . فاسِقِینَ)
9-کله ګناه، نغاړنده او عمومي شي او د عذاب راتګ ته لاراواری کوي. «قَوْماً فاسِقِینَ»
وَ السَّماءَ بَنَیْناها بِأَیْدٍ وَ إِنّا لَمُوسِعُونَ«47» وَ الْأَرْضَ فَرَشْناها فَنِعْمَ الْماهِدُونَ«48»= او اسمان مو په (خپل) ځواک جوړ كړى او تل يې پراخوو. او ځمكه مو غوړولې ده؛ نو موږ ښه غوړوونكي يو!
وَ مِنْ کُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنا زَوْجَیْنِ لَعَلَّکُمْ تَذَکَّرُونَ«49»=او له هر څيز مو دوه ګونې جوړې (نر-ښځه) پيدا كړې، ښايي پند واخلئ.
ټکي:
*د «أید» کلمه هم کولای شي د «ید» د جمع په مانا وي؛ لکه د «أَمْ لَهُمْ أَیْدٍ یَبْطِشُونَ بِها»[34] آیت او هم کولای شي مصدر ووسي، چې د قدرت او ځواک په مانا شي؛ لکه څنګه چې په قرآن کریم کې له دې جرړې، د مانا تایید ته بېلابېل اصطلاحات راغلي؛ لکه: «هُوَ الَّذِی أَیَّدَکَ بِنَصْرِهِ وَ بِالْمُؤْمِنِینَ»[35]
*د «فرش» او«مهد» کلمې، استراحت ته د یوه څیز خورولو ته وايي.
پېغامونه:
1- آسمان د پراختیا په حال کې دی او دا پراختیا دوام لري. «إِنّا لَمُوسِعُونَ»
2-د جوړې قانون پر هر څه واکمن دی. (مِنْ کُلِّ شَیْءٍ. . . زَوْجَیْنِ) (زېږنې او د ژوند او حیات دوام، د جوړې د قانون په پار دی. )
3-په قرآن کې د طبیعي ښکارندو طرح، عبرت اخستنې او غفلت لرې کولو ته ده. «لَعَلَّکُمْ تَذَکَّرُونَ»
فَفِرُّوا إِلَی اللّهِ إِنِّی لَکُمْ مِنْهُ نَذِیرٌ مُبِینٌ«50»= نو د الله لوري ته ورودرومئ (؛ ځكه) چې زه دهغه له لوري درته څرګند ننګوونکى يم.
وَ لا تَجْعَلُوا مَعَ اللّهِ إِلهاً آخَرَ إِنِّی لَکُمْ مِنْهُ نَذِیرٌ مُبِینٌ«51»=او له الله سره بل معبود مه نيسئ (؛ ځكه) چې زه دهغه له لوري درته څرګند ننګوونکى يم.
ټکي:
*په دې دوو آیتونو کې دو ځل پرلپسې «نَذِیرٌ مُبِینٌ» راغلی او په نورو آیتونو کې هم د«قُرْآنٍ مُبِینٍ»[36]، «بلاغ مبین»[37]و «عَرَبِیٌّ مُبِینٌ»[38] تعبیرونه راغلي، چې ټول د الله تعالی د خبرې او د پېغمبرانو د پېغام روڼوالی او روښانګري راښيي.
*الله تعالی ته د ورځغلېدو پایله، له تورتمونو رڼا ته، له ناپوهۍ پوهې ته، له اندېښنو ډاډ ته، له کږنو انګېرنو حق ته، له درزه یووالي ته، له شرکه توحید ته او له ګناه تقوا ته ورځغلېدل دي.
امام باقر(رح) د حج سفر، د الله تعالی پر لوري د ورځغلېدو یو مصداق ګڼي[39].
پېغامونه:
1- محدود انسان، د زرګونو توکیزو او مانیزو چارو په مقابل کې او حق و باطل ته په لېوالتیاوو، چې ځان یا نور یې ور وړاندې کوي، یو کوټلي پناهځي ته اړمن دی او غوره پناهځی الله تعالی دی. «فَفِرُّوا إِلَی اللّهِ»
2- انسان، د الله تعالی پر لوري له ورځغلېدو پرته بله چاره نلري. «فَفِرُّوا إِلَی اللّهِ»
3- د هستۍ مطالعه دې الله تعالی ته د انسان د پاملرنې او د ده د بندګۍ لامل شي. «فَفِرُّوا إِلَی اللّهِ»، (د تېرو آیتونو په پامنیوي)
4- د انبیاوو لار څرګنده او رڼه ده. «نَذِیرٌ مُبِینٌ»
5- غیرالله او پردیو ته پناه ور وړل، اغېزمن نه دي. (وَ لا تَجْعَلُوا مَعَ اللّهِ. . . )
6- پېغمبران دنده لري، خلک وهڅوي او و یې ګواښي. «إِنِّی لَکُمْ مِنْهُ نَذِیرٌ»
کَذلِکَ ما أَتَی الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلاّ قالُوا ساحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ«52» أَ تَواصَوْا بِهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ طاغُونَ«53»=دغسې تر دوی مخکېنيو ته چې هر استازى ورغلى (؛ نو) ورته يې ويلي: (( (دا) کوډګر يا لېونى دى !)) ايا دوی يو بل ته د همدې (خبرې) سپارښتنه كړې (چې ټول دغسې تور خوله په خوله کړي)؟ (نه)؛ بلكې دوى سرغړاندي دي.
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَما أَنْتَ بِمَلُومٍ«54»= (اوس چې داسې ده) مخ ترې واړوه، چې ته هېڅ پړ نه يې؛
وَ ذَکِّرْ فَإِنَّ الذِّکْری تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِینَ«55»=او نصيحت كوه؛ ځكه نصيحت مؤمنانو ته ګټور دى.
ټکي:
* ددې سورت 52 آیت، له تېرو آیتونو د پایلې اخستو او پېغمبر اکرم (ص) ته د ډاډ او تسل په څېر دی، چې که د مکې مشرکان درسره داسې چلن کوي؛ نو پوه شه، چې تر تا له مخکېنیو پېغمبرانو سره یې هم داسې چلن درلود.
*داچې پېغمبر اکرم د خلکو په بلنې کې ناغېړي او لنډون نه دی کړی او غاړه یې پرې خلاصه کړې ده؛ نو له دوی د پېغمبراکرم (ص) مخ اړونه او ورسره د ویینې پرېښودل د پېغمبر پړه نه ده.
* په دې آیتونو کې له سرغړاندو کافرانو د مخ اړونې حکم ترڅنګ، مؤمنانو ته د تذکر سپارښتنه شوې ده، چې ګومان ونشي، چې یوازې کافران خبرداري او تذکر ته اړتیا لري. ( فَتَوَلَّ. . . وَ ذَکِّرْ)
* په اورېدو کې دومره اغېز دی، چې په پوهېدو کې نه دی. د ویوونکي زړه سواندي، اخلاص او د وینا ډول یې کولای شي پر انسان غوره اغېز ولري؛ نو پېغمبر اکرم ته دنده ورکول کېږي، چې پرلپسې دې مؤمنانو ته تذکر ورکړي.
پېغامونه:
1-ټولو انبیاوو مخالفین درلودل او تور پرې لګېده؛ نو د مخالفانو له توره مه ډارېږه. ( کَذلِکَ. . . قالُوا ساحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ)
2- قرآن، پېغمبران د نورو انسانانو په څېر عادي وګړي ښيي، «قُلْ إِنَّما أَنَا بَشَرٌ مِثْلُکُمْ»[40]؛ خو مخالفانو هڅه کوله، د پېغمبرانو خبرې او چارې یې له پېریانو سره اړیکې وګڼي. «ساحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ»
3- د تاریخ په ترڅ کې د انبیاوو د مخالفینو په خبرو او ویناوو کې دومره همغږي ده، ته وا ټولو یو بل ته د حق پرخلاف دریځ نیونې، کوډو او لیونتوب د تور پورې کولو سپارښتنه کړې ده. ( أَ تَواصَوْا. . . )
4- پر انبیاوو د تور پورې کولو جرړه په سرغړونه کې ده. «قَوْمٌ طاغُونَ»
5- انسان د ځېلیانو په اړه پازوال نه دی. «فَتَوَلَّ»
6- تر غاړې خلاصونې روسته، د حق له منکرینو څخه مخ اړونه جایز ده. «فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَما أَنْتَ بِمَلُومٍ»
7- په هر ځای کې د نورو پرېښوول او ورشا کول ناوړه چار نه دی. «فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَما أَنْتَ بِمَلُومٍ»
8- مبلغ دې د مخاطبانو له روحیاتو سره اشنا وي، له ځینو دې مخ واړوي، «فَتَوَلَّ» او ځینو ته دې تذکر ورکړي. «وَ ذَکِّرْ»
9-که نصیحت درباندې اغېز نه کوي؛ نو په ایمان کې دې شک وکړه؛ ځکه مؤمن نصیحت منونکی دی. «فَإِنَّ الذِّکْری تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِینَ»
10- چې ایمان وي؛ نو انسان د هرچا تذکر مني. «فَإِنَّ الذِّکْری تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِینَ» و یې نه ویل:«فان تذکرک»
11- دیني مبلغان دې نه ستړي کېږي؛ ځکه چار یې ګټور دی. ( فَإِنَّ الذِّکْری تَنْفَعُ. . . )
12- مؤمنان هم تذکر ته اړمن دي «فَإِنَّ الذِّکْری تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِینَ»
13- د اسماني ادیانو ښوونې، د انسان په خټه کې جرړه لري او د انبیاوو دنده د فطري چارو وریادونه او راویښونه ده. «ذَکِّرْ فَإِنَّ الذِّکْری تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِینَ»
وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ إِلاّ لِیَعْبُدُونِ«56» ما أُرِیدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَ ما أُرِیدُ أَنْ یُطْعِمُونِ«57»= او پېريان او انسانان مې يوازې د خپلې لمانځنې لپاره پيدا کړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او رانژدې شي). څه روزي ترې نه غواړم او نه دا غواړم، چې خواړه راكړي.
إِنَّ اللّهَ هُوَ الرَّزّاقُ ذُو الْقُوَّهِ الْمَتِینُ«58»= (ځكه) چې يوازې الله ښه روزي وركوونكى (او) د پياوړي ځواک څښتن دى.
ټکي:
* امام حسین(رض) وايي: الله تعالی خلک یوازې خپل معرفت او پېژندو ته پنځولي او چې و یې پېژانده، عبادت یې کوي او چاچې د هغه عبادت وکړ؛ نو د غیرالله له بندګۍ به مړه خوا شي[41].
* پېری تر انسان مخکې پنځول شوی او مکلف موجود دی او په دې آیت کې یې هم نامه تر انسان مخکې راغلې ده. «وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ»
* په قرآن کې، پنځون د حق پر بنسټ او هېڅ پنځېدلی چټي نه دی، «وَ ما خَلَقْنَا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما إِلاّ بِالْحَقِّ»[42]او پنځېدلي د انسان د ګټنې په بهیر کې دي. «خَلَقَ لَکُمْ»[43]، «سَخَّرَ لَکُمُ»[44]، «مَتاعاً لَکُمْ[45]»
او انسان هم یوې سپېڅلې او لوړې موخې ته پنځول شوی، چې دې موخې ته د ورسېدو لار یې عبادت دی. «وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ إِلاّ لِیَعْبُدُونِ» البتّه عبادت عامه مانا لري او هغه نېکچار ته ویل کېږي، چې په الهي موخه وشي.
پوښتنه: په قرآن کې د ازمېینې په څېر نورې موخې هم د انسان پنځون ته اوڅار شوي؛ نو آیا هغه موخې، له دې موخې سره چې د ذاریات سورت په ۵۶ آیت کې راغلي، همغږي دي؟
ځواب: قرآن په مُلک سورت دویم آیت کې وايي: «خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیاهَ لِیَبْلُوَکُمْ أَیُّکُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً» مرګ او ژوند یې وپنځاوه، چې تاسې ازمېیي، چې کوم یو مو غوره کړنې لري. او په طلاق سورت دولسم آیت کې وايي: «لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ» د پنځون موخه، پر الهي ځواک د انسان پوهېدل دي.
ددې آیتونو له ټولو نه پایله اخلو چې آریزه موخه، د الله تعالی بندګي ده؛ خو عبادت معرفت ته اړتیا لري، چې په «لِتَعْلَمُوا» غونډله کې ویل شوی او په عبادت چې د الهي لار منل او د غیرالله لار پرېښوول دي، انسان ازمېیلېږي، چې په «لِیَبْلُوَکُمْ» غونډله کې راغلی دی.
پوښتنه: که د بشر د پنځون موخه عبادت دی؛ نو ولې دا موخه په بشپړه توګه پلی شوې نه ده ؟
ځواب:څو ځل الله تعالی په قرآن کې ویلي، چې که غوښتلي مې وای؛ نو ټول مې په زور ښیونول او عبادت ته مې اړ ایستل؛ خو بشر یې ازاد وپنځاوه، چې آگاهانه او آزادانه، عبادت وکړي.
سؤال: آیا الله تعالی زموږ عبادت ته اړتیا لري ؟
ځواب: قرآن څو ځل ویلي: الله تعالی هر اړخیز غني دی؛ نه یوازې له انسان؛ بلکې له ټولې هستۍ مړه خوا دی، که سپارښتنه راته کېږي، چې مخ په لمر کورونه جوړ کړئ؛ نو څوک دې داسې ګومان ونکړي، چې لمر زموږ کور ته اړتیا لري؛ بلکې دا موږ یو، چې د لمر رڼا او تودوخې ته اړمن یو. په دې آیتونو کې هم د الله تعالی مړه خواتوب ویل شوی دی: «ما أُرِیدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ»
پوښتنه: که الله تعالی رزاق دی؛ نو ولې ټولو ته یوشان رزق نه ورکوي ؟
ځواب: رزاق د الله تعالی یوه ځانګړنه ده او یوه بله ځانګړنه یې حکیم دی. د ټولو د رزق یوشانوالی حکیمانه چار نه دی؛ بلکې دا چار دې د انسان په هڅې پورې اړوند وګڼل شي.
قرآن وايي:«فَامْشُوا فِی مَناکِبِها. . . »[46]د ځمکې په څنډو کې وګرځئ او رزق لاس ته راوړئ.
«وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ»[47]په ورهڼې او الهي فضل پسې ولاړ شئ او راکړه وکړه وکړئ.
لکه څنګه چې نباید تمه ونلرو، چې ښووند دې ټولو ته یوشان نمرې ورکړي؛ ځکه پر ښووندوالي سربېره او داچې د نمرې ورکولو واک یې په لاس کې دی، حکیم هم دی او باید د هڅاند او ناغېړي زده کړیال ترمنځ توپیر وکړي.
پوښتنه: که الله تعالی رزاق دی؛ نو سوکړې د څه لپاره دي ؟
ځواب: کله ځینې کمښتونه د سزا بڼه لري؛ لکه څنګه چې قرآن د بني اسراییلو د سزا په اړه وايي:«فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِینَ هادُوا حَرَّمْنا»[48] د هغه ظلم په پار، چې یهودو وکړل، یو لړ خوراکونه مو پرې حرام کړل.
کله ازمېنیز اړخ لري: «وَ لَنَبْلُوَنَّکُمْ بِشَیْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَ الْجُوعِ»[49] موږ تاسې په لوږه او وېره او. . . . ازمېیو.
کله روزنیز اړخ لري: « فَأَخَذْناهُمْ بِالْبَأْساءِ. . . لَعَلَّهُمْ یَتَضَرَّعُونَ» [50]موږ د هغوی تضرع ته او داچې الله تعالی ته راستانه شي، په کړاو د دوی غوږونه ورتاو کړل.
او کله له طبیعت سره د انسان د ناوړه چلن قهري پایله ده؛ لکه د ځنګلونو ویجاړول، د سیندونو او بهرونو د اوبو چټلول او د وخت په اوږدو کې د ژوندانه د انډول چاپېریال بې تولې کېدل، ډېرې ناوړې پایلې لري، چې له دوی ځنې یوه یې سوکړه ده.
*. که ایمان ولرو، چې رزق د الله تعالی دی؛ نو په انسان کې به د ډېرو حرصونو، کنجوسیو، چلونو، کینو، دوکو او ډنډۍ وهلو جرړې وچې شي. ( إِنَّ اللّهَ هُوَ الرَّزّاقُ. . . )
پېغامونه:
1-له پنځونه د پېري او انسان موخه یوشان ده او دواړه ګډ مکلفیت لري. ( اَلْجِنَّ وَ الْإِنْسَ. . . لِیَعْبُدُونِ)
2-د بشر عبادت کول او د خلکو الهي کېدل مهم دي؛ نه د الله عبادت کېدل. «لِیَعْبُدُونِ» (و یې نه ویل:«لأعبد» چې زما عبادت وشي. )
3-عبادت ته د معبود پېژندګلوي پکار ده؛ نو د پېري او انسان پنځون، د حق پېژندل او د الله تعالی پر لار تګ دی. «لِیَعْبُدُونِ»
4- انسان د هېر او غفلت په درشل کې دی؛ نو تل دې یې موخه وریاده شي. (وَ ذَکِّرْ. . . ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ. . . )
5-الله تعالی مړه خوا دی او کوم عبادت چې له پېري او انسانه غواړي، د اړتیا په پار یې نه؛ بلکې د انسان او پېري ودې ته دی. (و ما أُرِیدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ. . . )
6- هغه چې پخپله رزاق دی، د بندګانو رزق ته څه اړتیا لري. ( ما أُرِیدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ. . . إِنَّ اللّهَ هُوَ الرَّزّاقُ)
7-ټولې شونتیاوې، کارپوهۍ او اوزار، رزق ته د رسېدو وزلې دي؛ خو روزي رسان یوازې الله تعالی دی. «إِنَّ اللّهَ هُوَ الرَّزّاقُ»
8-الله تعالی د روزۍ رسولو په چارو کې له بشپړ ځواکه برخمن دی. «هُوَ الرَّزّاقُ ذُو الْقُوَّهِ»
9-د وخت په تېرېدو، د الله تعالی د روزۍ رسونې ځواک نه تتېږي. «الْمَتِینُ» («متین» د ثابت، مضبوط او استوار په مانا دی. )
فَإِنَّ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا ذَنُوباً مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحابِهِمْ فَلا یَسْتَعْجِلُونِ«59»= نو په حقيقت كې د ظالمانو (د عذاب) برخه د دوی د يارانو د برخې په شان ده؛ نو (ووايه:) په بیړه دې یې راڅخه نه غواړي.
فَوَیْلٌ لِلَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ یَوْمِهِمُ الَّذِی یُوعَدُونَ«60»= نو کافرانو ته د خپلې هغې ورځې له کبله افسوسناک حالت دی، چې ژمنه یې ورکول کېږي!
ټکي:
*دلته «ذَنُوبِ» د برخې په مانا دی[51].
* سورت په «تُوعَدُونَ» پیل شوی و او په «یُوعَدُونَ» پای ته رسي او دا ښيي، چې د سورت موخه معاد ده.
* دا آیتونه وايي: ددې امت ظالمان هم د تېرو امتونو د هم مسلکو په څېر یې، په عذاب کې برخه لري؛ نو څه بیړه لري، چې وايي: ژر مو عذاب راوړه![52].
*د قرآن په فرهنګ کې شرک او کفر خورا ستر ظلم ګڼل کېږي، پر الله تعالی ظلم، چې مخلوقات یې د هغه ترڅنګ او یا پرځای ايښوول کېږي، پرځان ظلم، چې د خالق پرځای په مخلوق پسې ځي او پر کورنۍ ظلم، چې د حق له پېژندو او لاروۍ یې بې برخېږي.
د المیزان تفسیر خاوند طباطبایی وايي: په ۵۹ آیت کې له «لِلَّذِینَ ظَلَمُوا» نه د ظلم مراد، په ۶۰ آیت کې د «لِلَّذِینَ کَفَرُوا» په پامنيوي، د کفر ظلم دی، نه پر خلکو ظلم.
*که څه ویل شوي، چې له «یَوْمِهِمُ الَّذِی یُوعَدُونَ» نه مراد، شونې ده د بدر غزا ورځ وي (دنیوي عذاب)؛ خو په پیاوړي احتمال، مراد ترې د قیامت ورځ ده (اخروي عذاب)[53].
پېغامونه:
1-هغه چې د الله تعالی عبادت ونکړي او ځان د هغې موخې په بهیر کې نه کړي، چې ورته پنځول شوی؛ ظالم دی؛ بلکې کافر دی. ( إِلاّ لِیَعْبُدُونِ. . . لِلَّذِینَ ظَلَمُوا. . . کَفَرُوا)
2-د تاریخ په ترڅ کې د ظالمانو لپاره الهي قانون یوشان دی. «ذَنُوباً مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحابِهِمْ»
3-د تېرو تاریخ، ظالمانو ته د سزا ورکونې د هرومروتوب ګواه دی. «ذَنُوباً مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحابِهِمْ»
4-ورته چارې، ورته سزا لري. «مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحابِهِمْ»
5-ورته چارې، وګړي یو له بل سره نښلوي. «مِثْلَ ذَنُوبِ أَصْحابِهِمْ»
6-الهي قهر او پېرزوینې حکیمانه مهالویش لري؛ زموږ بیړه پکې اغېزمنه نه ده. «فَلا یَسْتَعْجِلُونِ»
7-انسان پخپلو کړنو خپل برخلیک ټاکي. (ظلم او کفر د الهي عذاب لامل دی. ) (فَوَیْلٌ لِلَّذِینَ کَفَرُوا. . . )
8-عاقبت سنجونه، انسان له ظلم او کفره ژغوري. «فَوَیْلٌ لِلَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ یَوْمِهِمُ الَّذِی یُوعَدُونَ»
سرچینه : نور تفسیر
لیکوال : شیخ محسن قرآئتی
[1] نورالثقلین تفسیر
[2] – من لایحضر، ۱ ټ، ۵۰۴ مخ
[3] – نهج البلاغه، خطبه: 91
[4] – قصص، 7
[5] – حجر، 95
[6] – شرح، 4.
[7] – مؤمنون، 17
[8] – صافّات، 6
[9] – الرحمن، 7.
[10] – اعراف، 70 او هود، 32.
[11] – کافي، 3ټوک، ۴۴۶ مخ
[12] – مستدرک، ۵ټ، ۲۰۰ مخ 0
[13] – تهذیب، ۲ټ، ۱۳۰ مخ.
[14] – کافي، ۳ټ، ۵۰۰ مخ.
[15] – یونس، 67.
[16] – رعد، 3
[17] – رعد، 4
[18] -. ابراهیم، 5.
[19] – نحل، 79
[20] – طه، 128
[21] – حجر، 75
[22] – روم، 22
[23] – بقره، 2
[24] – نورالثقلین تفسیر.
[25] – حجر، 21
[26] – راهنما تفسیر.
[27] -. مریم، 17
[28] – ذاریات، 25
[29] -. فیل، 4.
[30] – آل عمران، 125
[31] -. اعراف، 83.
[32] – حجر، 22.
[33] – روم، 46.
[34] – اعراف، 195.
[35] – انفال، 62.
[36] – حجر، 1.
[37] – نحل، 82
[38] – شعراء، 195.
[39] – کافي، ۴ټ، ۲۵۶ مخ
[40] – کهف، 110
[41] – نمونه تفسیر.
[42] – حجر، 85.
[43] – بقره، 29.
[44] – جاثیه، 13
[45] – نازعات، 33.
[46] – ملک، 15.
[47] – جمعه، 10
[48] – نساء، 160
[49] – بقره، 155
[50] – انعام، 42.
[51] – د «یستعجلون» د مکسوروالي دلیل دادی، چې په آر کې «یستعجلونی» و او کسره د ((ی)) پر لرې کوونې دلیل دی.
[52] – المیزان تفسیر.
[53] – المیزان تفسیر.
-
ټیګونه: