تبلیغات

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت نهمه برخه د الهي لورنو نښې  : پوه شه! هغه خداى اجازه درکړې او منل يې پر خپله غاړه اخستي، چې د اسمان او ځمکې زېرمې ورسره دي؛ امر يې کړى، چې و يې غواړې، چې در يې کړي. بښنه ترې وغواړې،چې و دې بښي او […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

نهمه برخه

د الهي لورنو نښې  :

پوه شه! هغه خداى اجازه درکړې او منل يې پر خپله غاړه اخستي، چې د اسمان او ځمکې زېرمې ورسره دي؛ امر يې کړى، چې و يې غواړې، چې در يې کړي. بښنه ترې وغواړې،چې و دې بښي او خداى څوک د ځان اوستا ترمنځ کېنولى نه دى، چې ترمنځ مو واټن او پرده وي او نه يې اړ کړى، چې څوک دې سپارښتنه ورته وکړي او که ګناه دې وکړه؛ نو د توبې ور يې تړلى نه دى. ستا په سزا کې يې بيړه و نه کړه او په توبه ايستو او له ګناه په راستنېدو کې يې ټپسورى نه کړې. په هغه ځاى کې چې د اشوا – رسوا کېدو وړ وې،اشوا يې نه کړې او توبې قبلېدو ته يې درباندې سخت شرايط کېنښوول او د خپلې کړې ګناه له امله يې محاکمه نه کړې او په تنګه يې ونه نيولې او له خپل رحمته يې نهيلى نه کړې؛ بلکې له ګناه مخ اړول دې نېکي شمېري.

د هرې ګناه دې يوه سزا درکوي؛ خو د هرې نېکۍ دې لس ګرايه ثواب درکوي او پر مخ دې د توبې لار پرانستې ده، چې کله يې وبولې،غږ دې اوري او چې د زړه راز دې ورته ووايې؛ نو پرې پوهېږي؛ نو خپله اړتيا دې ورته ووايه او څه چې دې پر زړه وي، ورته یې ووايه. خپګان دې ورسره اوڅاروه،چې درنه يې لرې کړي او په ستونزو کې دې مرستندوی شي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!