تبلیغات

د حکمت، هڅونې،ګواښ، پر نېکیو امر، له بدیو منع او… په اړه د امام سید العابدین علي بن الحسین (څلورم امام) اوږده روایتونه. موعظه دا خطبه یې هره جمعه خپلویارانو او لارویانو ته اوروله خلکو! ځانونه د خدای [ له عذابه ] وساتئ، پوه شئ، چې هغه ته ورستنېږئ او ( پر هغه ورځ) هر […]

د حکمت، هڅونې،ګواښ، پر نېکیو امر، له بدیو منع او… په اړه د

امام سید العابدین علي بن الحسین (څلورم امام)

اوږده روایتونه.

موعظه

دا خطبه یې هره جمعه خپلویارانو او لارویانو ته اوروله

خلکو! ځانونه د خدای [ له عذابه ] وساتئ، پوه شئ، چې هغه ته ورستنېږئ او ( پر هغه ورځ) هر څوک خپلې نېکې او بدې چارې حاضرې وینې او هیلمن وي چې بدې چارې ترې ډېرې لرې وای . خدای مو له خپل ځانه ډاروي ( له قرآنه اخستنه).

بنیادمه افسوس درباندې، چې له ځانه غافل یې؛خو ( د هستۍ ویښې سترګې) درنه غافلې نه دي، مرګ تر هر څه ګړندی در روان دی. په بیړه یې درمخه کړې، درپسې راځي او ډېر ژر دې له ګرېوانه رانیسي. چې نېټه او اجل دې پوره شي، پرښته دې ساه اخلي، یوازې دې په قبر کې ږدي؛ او روح دې درستنېږي او ((منکر)) او ((نکیر)) دوه پرښتې پوښتنې او سخت ازمېښت ته درځي.

هن! ړومبۍ پوښتنه یې ستا د پالونکي په اړه ده، چې دې نمانځه، هغه پېغمبر، چې درلېږل شوی و او هغه دین، چې پرې ګروهن وې او هغه کتاب،چې دې لوست، هغه امام او مشر، چې ورپسې ور روان وې او عمر دې په څه کار تېر کړی، شتمني دې له کومې لارې تر لاسه کړې او چېرې دې لګولې وه.

نو ځان دې دفاع ته چمتو کړه، له ځان سره سوچ وکړه، له پوښتنو ګروېګنو او ازمېښت وړاندې ځوابونه چمتو کړه، که مؤمن او له خپل دینه خبر او د رښتینو لاروی او د خدای دوستانو ته تسلیم وې؛ نو خدای به [ د پوښتنو ځوابونه او] دلایل درتلقین کړي، خوله به دې سمه وچلوي، چې سم ځوابونه ورکړې، ( چې په دې توګه به ) د جنت او د خدای د رضا زېری درکړ شي او پرښتې به په مینه او خوشحالۍ هرکلی درته ووایي او که داسې نه وې ؛ نو ترتړی به شې، دلایل به دې خوشې ولاړ شي، ځواب به ورنکړای شې او د دوزخ غږ به درباندې وکړي او د عذاب پرښتې به دې په خوټېدلیو اوبو هرکلی وکړي او دوزخ ته به دې وروغورځوي.

بنیادمه! پوه شه په دې پړاو پسې، د قیامت ورځ ده، چې خورا ستره،وېرونکې او دردناکه ده؛ داسې ورځ ده، چې خلک راټولوي او د حضور ( یا د کړنو د بدلې لیدو) ورځ ده . خدای پردې ورځ ړومبني او وروستني راټولوي، هغه ورځ ده، چې په ((شپېلۍ)) کې پوکول کېږي او قبرونه لاندې باندېږي ،نژدې ورځ ده؛ هغه ورځ ده، چې زړونه ( له وحشته) پر خوله راوځي او ساه بندېږي . هغه ورځ ده چې له ګناه تېرېدنه درته نشته او له چا د مجازاتو پر ځای، تاوان ( او فدیه) نه اخستل کېږي او دچا معذرت نه منل کېږي او څوک توبه هم کاږلای نشي، بې د نېکۍ له بدلې او د بدۍ له سزا بل څه نشته؛نو که مؤمن د بڅري هومره ښه چار کړی وي [بدله] یې مومي او که د بڅري هومره یې بدچار کړی وي [سزا] یې مومي.

خلکو! له هغو ګناهونو ډډه وکړئ، چې خدای په رښتین کتاب او څرګنده وینا ترې منع کړي یاست او چې کله مو رټلی شیطان ژر تېرېدونکیو شهواتو او خوندونو ته رابولي ؛ نو ځانونه د خدای له عذابه خوندي مه ګنئ، په رښتیا چې خدای وایي: (( په حقیقت کې له پرهېزګارانو سره،چې د شیطان وسوسه پیدا شي (؛ نو سملاسي خدای خپل، مکافات او مجازات )وریادوي او ( په رڼا کې یې دحق لار ویني او) ناڅاپه لیدونکی کېږي[1])) په زړه کې له خدایه وډار شئ او هغه ژمنې دریادې کړئ، چې په ستنېدا کې یې ستاسې نېکو کړنو ته هرمرو درکوي؛لکه چې د بدو چارو له سختې سزا یې ډارولي یاست. په رښتیا څوک چې له یو څه وډار شي، ډډه ترې کوي او څوک چې له یو څه ډډه کوي؛ نو پرېږدي یې.

له هغو غافلانو ځنې مه وسﺉ، چې د دنیا ځل بل ته یې مخه کړې ده او په رښتیا خدای تعالی ویلي: (( ایا هغوی چې ناوړه تدبيرونه کاروي له دې خوندي شوي،چې ممکن خدای یې په ځمکه کې ورډوب کړي او یا له داسې ځایه (الهي) عذاب ورباندې راولي، چې ګومان یې نه کېده؟ یا یې د تلو راتلو په حال کې له ګرېوانه ونیسي او څه چار یې له وسې پوره نه وي، یا یې د ډار او پرېشانۍ پر مهال ونیسی[2]))

خدای په خپل کتاب کې د ظالمانو د لارې له خپلولو منع کړي یاست؛ نو تاسې هم له ظلمه ډډه وکړئ او ځانونه له هغو ژمنو خوندي مه بولئ، چې خدای په قرآن کې له ظالمانو سره کړې دي او په رښتیا نېکمرغه هغه دی، چې له نورو پند واخلي او سکه خدای په خپل کتاب کې له هغه څه خبر کړي یاست، چې د تېرو ښارونو او کلیو له ظالمانو سره یې کړي ول، تردې چې وایي: (( او څومره ډېرې ظالمې سیمې مو ورانې ویجاړې کړې او بیا مو ( پر ځای یې) نور قومونه رامنځ ته کړل[3])) او وایي: (( خو چې زموږ عذاب به یې وڅاکه (؛نو ) ناڅاپه به ( له دې ځایه) وتښتېدل[4])) او ویې ویل: (( (ورته وویل شول: ) مه تښتئ، د نازو نعمت ژوند او خپلو کورونو ته ورستانه شئ! ښایې وپوښتل شئ[5])) او چې عذاب ورورسېد ویل یې: (( ویې ویل: های پر موږ افسوس! په رښتیا چې ظالمان وو[6])) خلکو! مه انګېرئ،چې د ا آیتونه د مشرکانو په اړه دي (؛ځکه تر همدې آیتونو لاندې ) وايي: (( او د قیامت پر ورځ د انصاف تله ږدو؛ نو پر چا به هېڅ ظلم ونشي او که چا د غوښت دانې هومره (نېکې او بدې چارې) کړې وې، رابه یې وړو او حساب کولو ته مو بس یو[7]))

د خدای بندګانو! پوه شئ مشرکانو ته تله نږدي او کړنلیک ورته نه پرانزي، دوی ډلې ډلې دوزخ ته ورځي او په حقیقت کې د تلې ايښوول او دکړنلیکونو پرانستل یوازې مسلمانانو ته دي؛نو د خدی بندګانو، له خدایه پروا وکړئ او پوه شئ، چې متعال خدای خپلودوستانو ته د دنیا سینګار خوښ کړی نه دی او دې نړۍ او شته ځل بل او ظاهري ښکلا ته یې هڅولي نه دي او یوازې دنیا او دنیاوال یې پنځولي، چې یې وازمېیي، چې کوم یو یې آخرت ته ښه چار کوي، پر خدای قسم، بېلګې یې درته راوړي او عقلمنو ته یې بېلابېل آیتونه څرګند کړي؛ نو ای مؤمنانو، له عقلمنو ځنې وسئ و لا قوة الا بالله.

خدای غوښتلي، چې له دې ژر تېرېدونکي دنیا سره بې مینې وسئ، زړه ترې ووینځئ، په رښتیا چې خدای وایي او وینا یې رښتیا ده: (( په حقیقت کې د دنیا د ژوند بېلګه د هغو اوبو په څېر ده، چې له اسمانه مو ورولي، چې ورپسې له ځمکې (ډول ډول) بوټي پرې راټوکېږي، چې خلک او څاروي یې خوري، تر هغه وخته چې ځمکې خپله ښکلا واخسته او ښه ښایسته شي او خاوندانو یې دا وګڼله، چې په ګټنه ترې قادر یو، (ناڅاپه) د شپې یا ورځې حکم (ساړه یا تندر) مو ور رسي او دا (کښتونه) داسې رېبو، ته وا پرون هلته له سره څه (دغسې کښت) نه و! په دې توګه خپل ایتونه اندیالو ته شرحوو [چې په بېلګه کې فکر کوي او عبرت ترې اخلي].)) پر دنیا مه ډاډمنېږئ، خدای تعالی محمد (ص) ته ویلي: (( او ظالمانو ته مه ورکږېږئ، چې اور به مو وسوځوي[8])) پردې دنیا او څه چې پکې دي، د هغوی په څېر ډډه ورباندې مه وهئ، چې دا یې همېشنی مېشتځی ګڼلی دی ، چې په واقع کې دا د نیمې لارې تمځی، د توښې اخستو ځای او د کړنو کور دی؛ نو وړاندې تردې چې د ښو چارو د ترسره کولو فرصت له لاسه ووځي او مخکې تردې چې خدای د دنیا د ویجاړېډو حکم وکړي، نېکې کړنې توښه کړﺉ،چې هماغه (خدای) چې دنیا یې ړومبی پیدا او آباده کړې، ویجاړه یې کړي،چې یوازې هماغه دخپل پاتوړي واکمن دی.

له خدایه غواړو د تقوا د توښې په چمتو کولو او له دنیا له لاس اخستو په باب له موږ او تاسې سره مرسته وکړي او موږ او تاسې له هغو ځنې وګڼي، چې د دنیا له ژر تېرېدونکي ژونده یې شا اړولې او د آخرت ګانده ثواب ته یې سترګې نیولي ، چې موږ یوازې د خدای یو او ورپورې تړلي یو والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته.

[1] [اعراف (۷) – ۲۰۱ آیت]

[2] [نحل (۱۶) – ۴۵ – ۴۷ آيتونه]

[3] [انبیاء (۲۱) – ۱۱ آیت]

[4] [انبیا – ۱۲ آیت]

[5] [انبیا – ۱۳ آیت]

[6] [ انبیاء – ۱۴ آیت]

[7] [انبیاء – ۴۷ آیت)

[8] [هود (۱۱) – ۱۱۳ آیت]

سرچینه

د تحف العقول کتاب

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست