تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په دنيا او آخرت كې د هجرت لاس ته راوړنې وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ  (اسراء/۴۱) = او هغوى چې تر مظلومیت روسته يې د الله لپاره هجرت وكړ، په دې دنيا كې ورته ښه مقام وركوو او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په دنيا او آخرت كې د هجرت لاس ته راوړنې

وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ  (اسراء/۴۱) = او هغوى چې تر مظلومیت روسته يې د الله لپاره هجرت وكړ، په دې دنيا كې ورته ښه مقام وركوو او كه پوه شي د آخرت بدله يې تردې هم ستره ده.

الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (اسراء/۴۲)=  دوى هغه کسان دي، چې صبر او زغم یي وکړ او يوازې پر خپل پالونكي بروسه كوي.

ددې دوو آيتونو په شان نزول كې يې روايت كړى،چې يوه ډله مسلمانان په مكه كې تر اسلام راوړو روسته تر سخت دباو لاندې وو او د اسلام د پياوړتيا او نورو ته يې د خپل غږ د وررسولو لپاره ،د پېغمبر (ص) تر هجرت روسته ، مدينې ته هجرت وكړ، داسې هجرت، چې د دوى او نورو مسلمانانو د بريا لامل شو.

په دې منځو مال كې  صهيب (رض) ، چې بوډا و، د مكې مشركانو ته يې وويل: زه بوډا يم او زما وسېدل درګټور نه دي او كه مخالف مو وسم، تاسې ته د زيان در رسولو وس نه لرم. راشئ زما شتمني واخلئ او ما پرېږدئ، چې مدينې ته ولاړ شم. مشركانو ورسره ومنله. صهيب (رض) ټوله شتمني وركړه او د پېغمبر (ص) پلو ته يې هجرت وكړ. ځينو صهيب (رض) ته وويل: ګټوره راكړه وركړه دې وكړه. بيا دا آيتونه نازل شوو او په دې دنيا او هغې كې يې دده او نورو برياوې څرګندې كړې.

هو! كه د صدر اسلام د مهاجرينو سرښندنې نه واى؛ بېشكه د اسلام غږ لا په مرۍ كې خپه كېده؛ خو په دې شمېرل شوي او سنجول شوي ټوپ يې، تر لنډې مودې روسته، مكه په خپله ولكه كې راوړه او نړيوالو ته يې د اسلام غږ ورورساوه، او دا په هر ډول شرايطو كې ټولو مسلمانانو ته يو لوست دى[1].

د مهاجرينو د هجرت موخه؛ د روغ رمټې ټولنې جوړول وه. له ښه او مناسب ځايه مراد، يوه اسلامي پاكه ټولنه ده، چې يوازې خداى پكې نمانځلېږي او عدالت او نېكچاري پرې واكمنه وي او د مهاجرينو د هجرت علت د يوې دغسې ټولنې رادبره كول وو[2].

[1] نمونه تفسیر، 11: 235 مخ.

[2] الميزان تفسیر، 12: 253 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!