تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د لوراند او لورين الله په نامه طسم ﴿۱﴾   ط، سين، ميم . (۱) تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾   دا د (الهي حقایقو) د څرګندوی كتاب آيتونه دي (چې خير او بركت يې ښكاره او د حق و باطل بېلوونكى دى). (۲) نَتْلُوا عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَى […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د لوراند او لورين الله په نامه
طسم ﴿۱﴾   ط، سين، ميم . (۱)
تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾   دا د (الهي حقایقو) د څرګندوی كتاب آيتونه دي (چې خير او بركت يې ښكاره او د حق و باطل بېلوونكى دى). (۲)
نَتْلُوا عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۳﴾   موږ د موسى او فرعون د داستان (يوه برخه) د حق له سرچینې درلولو، چې د مومنانو لا ډېر الهي حکمتونو ته ورپام شي. (۳)
إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۴﴾   فرعون په هېواد (مصر) كې لويي وکړه او اوسېدونكي يې ډلې ډلې کړل؛ يوه ډله يې بېوسې كړه [داسې چې] هلكان يې وروژل او ښځې (نجونې) يې (وينځيتوب او خدمت ته) ژوندۍ پرېښوولې (؛ ځکه) چې هغه له وران کاريو ځنې و.  (۴)
وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ﴿۵﴾   او غواړو د دې هېواد پر بېوزليو کړاى شويو منت وکړو او دوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) پاتوړي كړو. (۵)
وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِي فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ ﴿۶﴾   او پر ځمكه [=مصر او شام] واكمني وركړو او (بلخوا) له دوی (= بني اسراییلو) فرعون او هامان او لښكر ته هماغه څه وروښيو، چې ترې وېرېدل. (۶)
وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى أَنْ أَرْضِعِيهِ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۷﴾   او د موسى مور ته مو وحې (= الهام) وكړه: ((تى وركوه؛ خو چې پرې ووېرېدې؛ نو (په یوې پېټۍ کې) یې (د نيل) په سيند كې وغورځوه او مه وېرېږه او مه خپه كېږه [؛ ځکه] موږ يې درستنوو او له استازيو يې ګرځوو))
  (۷)
فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ ﴿۸﴾   (چې كله مور د الله په حكم سيند ته وروچاوه)؛ نو د فرعون كورنۍ (له اوبو) راوايست، چې په پای کې د دوی دښمن او د اندېښنو سبب شي، هو! فرعون، هامان او لښكر يې خطا كاران (تېروتي) ول.  (۸)
وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۹﴾   او د فرعون مېرمنې (چې پوه شوه، هلك وژني) وويل: (( (دا ماشوم به) زما او ستا د سترګو يخوالى وي! مه يې وژنئ، ښايي راګټور شي يا به يې پر زويولۍ ونيسو.)) او (په حسي درک) نه ځیرېدل (چې خپل آریز غلیم پخپل غېږ كې پالي)!  (۹)
وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَى فَارِغًا إِن كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَن رَّبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰﴾   او د موسى د مور زړه (له هر څه، بې د زوى له ياده) تش ګوګل شو او كه زړه يې مو په (ايمان او هيله) ټينګ كړى نه واى، چې له باور درلودوونکیو وي (؛ نو) نژدې وه خواله یې رابرسېره كړي.  (۱۰)
وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَن جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۱﴾   (د موسى مور) د ده خور ته وويل: ((ورپسې شه او و يې لټوه))؛ نو خور يې پېښه له لرې داسې څارله، چې دوی (په حسي درک) نه ورځیرېدل. (۱۱)
وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِن قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ ﴿۱۲﴾   او لا مخکې مو د پۍ وركوونكيو د تیونو له رودلو منع كړى و (چې يوازې د مور غېږې ته ورستون شي)؛ نو خور يې (چې د دايي پيدا كولو لپاره د مامورانو بيړه وليده) وويل: ((ايا داسې یوه كورنۍ دروښيم، چې درته یې وپالي او خواخوږې يې وي.)) (۱۲)
فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۳﴾   نو  خپلې مور ته مو ورستون کړ، چې سترګې يې پرې يخې شي او غمجنه نه وي او پوه شي، چې د الله ژمنه رښتيني ده؛ خو ډېر يې نه پوهېږي. (۱۳)
وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَى آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۴﴾   او چې (موسى) د ځوانۍ منګ ته ورسېد او تکړه شو (؛ نو) موږ حكمت [نبوت] او پوهه وركړه او نېكانو ته دغسې بدله وركوو.(۱۴)
وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِّنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَذَا مِن شِيعَتِهِ وَهَذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ قَالَ هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِينٌ ﴿۱۵﴾   او ښار ته پر داسې مهال ورننووت، چې اوسېدونكي يې (بوخت او) ناخبره وو؛ ناڅاپه يې دوه تنه سړي وليدل، چې پخپلو كې پر جګړه بوخت دي؛ يو يې خپل لاروى و (او له بني اسراييلو و) او بل له دښمنانو ځنې و. لاروي يې د مقابل لوري پرخلاف له موسى مرسته وغوښته؛ نو موسى يو سوك وواهه؛ نو کار يې ورپوره کړ(= ويې واژه) موسى وويل: ((دا (جګړه مو) د شيطان كار دى؛ (ځكه) چې هغه ښكاره بېلارې كوونكى دښمن دى.)) (۱۵)
قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۱۶﴾   (بيا يې) وويل: ((پالونكيه! پر ځان مې تېرى وكړ، و مې بښه؛ نو الله وبښه (؛ ځکه) چې يوازې هغه لورین بښونكى دى. (۱۶)
قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ ﴿۱۷﴾   موسى ژمنه وكړه: ((پالونكيه! ددې لورنې په شكرانه كې به (تر دې روسته) هېڅكله د مجرمانو ملاتړی نشم.)) (۱۷)
فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ قَالَ لَهُ مُوسَى إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُّبِينٌ ﴿۱۸﴾   نو (بله ورځ) سهار (موسى ددې وژنې له لامله) په ښار کې وېرېدوونکی او په څار څار کې و ( او هره شېبه يوې پېښې ته څارو او غوږ په اواز گرځېده)؛ ناڅاپه هغه چا بیا ورنارې کړې، چې پرون يې مرسته ترې غوښتې وه؛ موسى ورته وويل: ((په رښتيا ته ښكاره بېلارې (او جګړه مار) يې!)) (۱۸)
فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَن يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا قَالَ يَا مُوسَى أَتُرِيدُ أَن تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ إِن تُرِيدُ إِلَّا أَن تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ ﴿۱۹﴾   نو چې ويې غوښتل، د دواړو پر (ګډ) دښمن بريد وكړي؛ نو هغه په چغو وويل: ((موسى! ته غواړې و مې وژنې؛ لكه چې پرون دې هم يو سړى وژلى و؟! ته يوازې همدا غواړې، چې په دې هېواد كې سرزورى شې او نه غواړې له سمونپالو شې!)) (۱۹)
وَجَاء رَجُلٌ مِّنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَى قَالَ يَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ ﴿۲۰﴾   (دغه وخت) د ښار له لرې ګوښې [= د فرعونيانو له مركزه] يو سړى په منډه راغى او موسى ته يې وويل: ((د قوم مشران ستا په باب مشورې كوي، چې و دې وژني؛ نو له واره (له ښاره) ووځه؛ [ځکه] چې زه دې له خواخوږيو ځنې يم.)) (۲۰)
فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۲۱﴾   نو موسى په ډار او څار څار له ښاره وووت (او) دعا يې وكړه: ((پالونكيه! له ظالمانو مې وژغوره.)) (۲۱)
وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاء مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۲۲﴾    او چې مدين ته یې ورمخه كړه؛ نو و يې ويل: ((هيلمن يم پالونكى مې سمه لار راوښيي.)) (۲۲)
وَلَمَّا وَرَدَ مَاء مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِّنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاء وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ ﴿۲۳﴾   او چې كله د مدين د اوبو (څاه) ته ورسېد؛ نو ګوري، چې يوه ډله خلك خپل څاروي خړوبوي؛ خو د دوی شاته يې دوې ښځې وليدې، چې خپل څاروي ايساروي (او څاه ته نه نژدې كېږي؛ موسى) له ښځو وپوښتل: (( (له دې كاره) ستاسې موخه څه ده؟ (ولې مو څاروي نه اوبه كوئ؟) )) ویې ويل: ((منتظر یو چې شپانه خپل څاروي بوځي او نوبت مو شي او پلار مو بوډا دى (او دا كارونه يې له وسې پوره نه دي.) )) (۲۳)
فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ ﴿۲۴﴾   نو موسى یې څاروي خړوب كړل، بيا يو سيوري ته كېناست؛ نو ويې ويل: ((پالونكيه! ما ته چې هره خير ښېګڼه راولېږې، ورته اړين يم.))  (۲۴)
فَجَاءتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۲۵﴾   نو ( له دعا سره سم) له هغو (دوو نجونو) يوه په حیا حيا کې راغله او موسى ته يې وويل: ((زما پلار دې غواړي، چې زموږ د څارويو خړوبولو په بدل کې څه دركړي))؛ نو چې هغه [= شعيب] ته ورغى او خپله ټوله قيصه يې ورته وکړه ورته يې وويل: ((مه وېرېږه، له ظالمې ډلې ژغورل شوى يې.)) (۲۵)
قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ ﴿۲۶﴾   یوې (لور یې) وويل: ((پلاره! دى مزدور ونيسه؛ ځكه ډېرغوره مزدور، چې نيسې (؛ نو همداسې) يو څوك دې وي، چې تکړه او امين وي.)) (۲۶)
قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَن تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۲۷﴾   (شعيب) وويل: ((غواړم له خپلو دغو دوو لوڼو (چې ګورې یې) یوه په نكاح دركړم، په دې (شرط) چې اته كاله کار راسره وكړې؛ نو كه لس كاله پوره كړې؛ نو دا ستا خوښه ده او نه غواړم درون پېټى درباندې كېدم، که الله کول، ژر به مې له صالحانو ومومې.)) (۲۷)
قَالَ ذَلِكَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ﴿۲۸﴾   (موسى) وويل: (( (سمه ده) دا تړون دې زما او ستا ترمنځ وي؛ البته له دې دواړو مودو، چې هر يوه پوره كړم؛ نو پر ما به كوم زياتى نه وي (او په ټاكنه كې یې خپلواك يم) او څه چې وايو، الله پرې شاهد دى.)) (۲۸)
فَلَمَّا قَضَى مُوسَىالْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِن جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ ﴿۲۹﴾   نو چې موسى موده پوره كړه او له خپلې كورنۍ سره (له مدين څخه مصر ته) روان شو؛ نو د طور له لوري يې يو اور وليد؛ خپلې كورنۍ ته يې وويل: ((تم شئ، ما يو اور وليد؛ (ورځم) چې څه خبر درته ترې راوړم يا د اور کومه سكروټه، چې تاوده شئ.))
(۲۹)
فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِي مِن شَاطِئِ الْوَادِي الْأَيْمَنِ فِي الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ أَن يَا مُوسَى إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۳۰﴾   نو چې ورغی، د ناو د ښي غاړې په بركتي سیمه كې له یوې ونې پرې ورغږ شو: ((ای موسی، په رښتيا همدا زه الله يم؛ نړۍ پال (۳۰)
وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ إِنَّكَ مِنَ الْآمِنِينَ ﴿۳۱﴾   او (ويې ويل: ) کونټۍ دې وغورځوه؛ نو چې (ويې غورځوله او) و يې ليدل، د مار په څېر خوځي، (وډار شو او) شا يې واړوله، وتښتېد او ان تر شا يې هم و نه كتل. (غږ وشو: ) موسى! راوګرځه او مه ډارېږه؛ [ځکه] چې ته خوندي یې. (۳۱)
اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۳۲﴾   لاس دې په خپل ګرېوان كې ورننباسه، چې بې له كوم عيبه او داغه تك سپين (او ځلېدونکى) راووځي او له وېرې ( د لرې كېدو لپاره) دې خپل مټ درجوخت کړه؛ نو دا دوه [=د کونټۍ او تك سپين لاس معجزې] ستا د پالونكي له لوري فرعون او درباریانو ته یې څرګند دلايل دي؛ (ځكه) چې دوى سرغړاندي دي.)) (۳۲)
قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ ﴿۳۳﴾   (موسى) وويل: ((پالونكيه! په رښتینه کې ما یو تن ترې وژلى؛ نو وېرېږم چې وبه مې وژني . (۳۳)
وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ ﴿۳۴﴾   او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی؛ نو مرستيال یې راسره ولېږه، چې تاييد مې كړي؛ [ځكه] وېرېږم چې دروغجن به مې وبولي.)) (۳۴)
قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ ﴿۳۵﴾   ويې ويل :  ((دادی په خپل رور به دې مټ درغبرګ کړو او یوه داسې لاسبري به در پر برخه كړو، چې زموږ د نښو په بركت به هېڅ زيان دررسولاى نشي، تاسې او لارويان مو بريالي دي.)) (۳۵)
فَلَمَّا جَاءهُم مُّوسَى بِآيَاتِنَا بَيِّنَاتٍ قَالُوا مَا هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًى وَمَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ ﴿۳۶﴾   نو چې موسى زموږ له څرګندو نښو سره ورغى ویې ويل: ((دا خو يوازې له ځانه جوړې شوې كوډې دي او د خپلو نيکونو په ویناوو کې مو دغسې خبرې اورېدلې نه دي!)) (۳۶)
وَقَالَ مُوسَى رَبِّي أَعْلَمُ بِمَن جَاء بِالْهُدَى مِنْ عِندِهِ وَمَن تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۳۷﴾   او موسى وويل: ((زما پالونكى د هغه (پرحال) ښه خبر دى، چا چې د ده له لوري لارښوونه راوړې ده او (همداراز پوهېږي) چې (په دنيا او آخرت كې) د چا پاى ښه ده. هو! ظالمان بريا نه مومي.)) (۳۷)
وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۳۸﴾   او فرعون وويل: ((د قوم مشرانو! زه خو بې له ځانه كوم بل معبود درته نه پېژنم. (خو د لا ډېرې څېړنې لپاره) ای هامانه، خښتې پخې او يوه دنګه ودانۍ راته جوړه كړه، ښايي د موسى له معبوده خبر شم او زه خو یې په ټينګه له دروغجنو ګڼم.))  (۳۸)
وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ ﴿۳۹﴾   او (په پاى كې) ده (= فرعون) او لښكرو يې په ناحقه په ځمكه كې لويي وكړه او و يې ګڼله، چې دوى به بیخي موږ ته نه راستنېږي. (۳۹)
فَأَخَذْنَاهُ وَجُنُودَهُ فَنَبَذْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ ﴿۴۰﴾   نو موږ (هم) دی او لښكرې يې راونيوې او په سيند كې مو وغورځول؛ نو وګوره، چې د ظالمانو(د كار) پاى څنګه وه! (۴۰)
وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنصَرُونَ ﴿۴۱﴾   او دوى [= فرعونيان] مو د اور پر لور د بلنې مشران وګرځول او د قيامت پر ورځ به هېڅ مرسته ورسره ونشي. (۴۱)
وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ هُم مِّنَ الْمَقْبُوحِينَ ﴿۴۲﴾   او په دې دنيا كې مو لعنتونه ورپسې کړل او د قيامت پر ورځ به (هم) له بدمخو ځنې وي. (۴۲)
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ مِن بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ الْأُولَى بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۴۳﴾   او د ړومبنيو قومونو تر هلاكولو روسته مو په یقین موسى ته كتاب وركړ، چې خلكو ته لیدانه، لارښود او لورنه وه، ښايي پند واخلي. . (۴۳)
وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ إِذْ قَضَيْنَا إِلَى مُوسَى الْأَمْرَ وَمَا كُنتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۴۴﴾   او چې موسى ته مو (د نبوت) چار وروسپاره؛ نو ته خو د طور (غره) په لويديزه څنډه كې نه وې او نه (هغه وخت) شاهد وې (چې معجزې مو وركولې). (۴۴)
وَلَكِنَّا أَنشَأْنَا قُرُونًا فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ وَمَا كُنتَ ثَاوِيًا فِي أَهْلِ مَدْيَنَ تَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَلَكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿۴۵﴾   او بلکې موږ د پېړيو په پوړيو کې ډېر خلک منځ ته راوستل، چې اوږده زمانه پرې تېره شوې ده (چې د انبياوو آثار يې له زړونو لرې شول؛ نو ته مو له خپل اسماني كتاب سره ولېږلې) ته هېڅكله د مدين له خلكو سره اوسېدلى نه يې، چې (له حالاتو يې خبر وسې او) دوى (= د مكې مشركانو) ته زموږ آيتونه ولولې؛ خو موږ وو، چې ور ومو لېږلې (او دا آيتونه مو دركړل). (۴۵)
وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَكِن رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۴۶﴾   او هم ته هغه وخت د طور غره په څنډه كې نه وې، چې موسى ته مو ورغږ كړ؛ خو دا ستا د پالونكي له لوري يوه لورنه ده (چې دا معلومات دركول كېږي)، چې هغه خلك ووېروې، چې تر تامخكې ورته كوم ګواښګرندی ورغلى نه و، ښايي پند واخلي. (۴۶)
وَلَوْلَا أَن تُصِيبَهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَيَقُولُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾   او كه (د كوم پېغمبر تر لېږلو مخكې) دوى د خپلو كړنو له لامله پر مصيبت او مجازاتو اخته كېدل؛ نو ويل به يې: ((پالونكيه! ولې دې يو استازى نه رالېږه، چې ستا د احكامو لاروي مو كړې واى او له مؤمنانو ځنې شوي واى؟!))  (۴۷)
فَلَمَّا جَاءهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَى أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَى مِن قَبْلُ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ ﴿۴۸﴾   نو چې زموږ له لوري حق ورغى، و يې ويل: (( ولې دې پېغمبر ته هماغه څه نه دي وركړل شوي، چې موسى ته وركړاى شوي ول؟))؛ خو (د دوى په څېر پلمه ګر) له هغو معجزو منكرشول، چې مخكې موسى ته وركړاى شوې وې او و يې ويل: ((دا دواړه (= موسى او هارون) دوه كوډګر دي، چې( زموږ د بېلارۍ لپاره) يو لاس شوي دي)) او و یې ویل: ((په حقيقت کې موږ دواړه نه منو))
 (۴۸)
قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِّنْ عِندِ اللَّهِ هُوَ أَهْدَى مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۴۹﴾   ووایه : ((كه رښتيني ياست (چې تورات او قرآن د الله له لوري نه دي)؛نو د الله له لوري تر دې دواړو ډېر ښه لارښود كتاب راوړئ،چې زه يې هم لاروي وكړم!)) (۴۹)
فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۰﴾   نو كه ستا دا وړانديز يې و نه مانه؛ نو پوه شه، چې دوى ايله د خپلو ځاني غوښتنو لارويان دي او تر هغه زیات بېلارې به څوك وي، چې بې له الهي لارښوونې په خپلو ځاني غوښتنو پسې درومي؟! په رښتيا الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي. (۵۰)
وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۵۱﴾   او په ر ښتيا موږ هغوى ته پرله پسې (د قرآن) خبرې راوړې، ښايي پند واخلي (۵۱)
الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ مِن قَبْلِهِ هُم بِهِ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۲﴾   هغو کسانو ته چې موږ له قرآنه مخكې (اسماني) كتاب وركړى و، هغو پر دې [=قرآن] هم ايمان راوړي.(۵۲)
وَإِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ قَالُوا آمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ ﴿۵۳﴾   او چې کله (قرآن) ورلوستل كېږي، وايي: ((موږ پرې ايمان راووړ؛ [ځکه] چې دا حق (او) زموږ د پالونكي له لوري دى؛ په حقيقت کې موږ تردې لا ړومبی (هم) مسلمانان وو.)) (۵۳)
أُوْلَئِكَ يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُم مَّرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا وَيَدْرَؤُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿۵۴﴾   دا هغه كسان دي، چې دوه ځل اجر وركول كېږي؛ ځكه: صبر يې كړى، په نېكيو د بديو مخه نيسي او زموږ له وركړې روزۍ لګښت وركوي. (۵۴)
وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ ﴿۵۵﴾   او چې کله چټي خبره اوري؛ نو مخ ترې اړوي او وايي: ((زموږ كړنې زموږ دي او ستاسې كړنې ستاسې دي. پر تاسې دې سلام وي (د وداع سلام) له ناپوهانو سره مو څه کار.))  (۵۵)
إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۵۶﴾    په حقيقت کې ستا، چې چاته خوښه وي (؛ نو په زوره) سمه لار ورښوولای نشې؛ خو د الله، چې چاته خوښه شي، سمه لار ورښيي او ستا پالونكى هغوی (هم) ښه پېژني، چې د ښیون وړتیا لري. (۵۶)
وَقَالُوا إِن نَّتَّبِعِ الْهُدَى مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَا أَوَلَمْ نُمَكِّن لَّهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَى إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِزْقًا مِن لَّدُنَّا وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۵۷﴾   او و یې ويل: ((كه موږ ستا د دين لارويان شول؛ نو له خپل هېواده کډوالېږو.)) ايا موږ د امن حرم وركړى نه دى، چې (له هر ښار او سيمې) زموږ له خوا د روزۍ په توګه هر راز محصولات ورته راچلېږي؟! خو ډېر يې نه پوهېږي. (۵۷)
وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَن مِّن بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ ﴿۵۸﴾   او له کلیو مو څومره هغه ترې هلاك كړل (چې ډېرې سوکالۍ) په خپل ژوند کې مست او مغرور کړي وو! دا يې (نړېدلې) مينې دي، چې تر دوی روسته ایله څه لږه هستوګنه پکې شوې ده او همدا موږ يې پاتوړي يو. (۵۸)
وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَى حَتَّى يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَى إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ ﴿۵۹﴾   او ستا پالونكى [هېڅكله] ترهغه د ښارونو او اباديو ويجاړوونكى نه و، چې په مركز کې یې يو استازى راپاڅوي، چې زموږ آيتونه ورولولي [او ورپسې ولاړ شي] او موږ يوازې دهغو ښارونو او ابادیو ړنګوونکي یو، چې وسېدونكي يې ظالمان (او مشرک) وي.  (۵۹)
وَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۶۰﴾   او څه چې دركړشوي، د دنيوي ژوند (ژرتېرې) وزله او ګاڼه یې ده او څه چې له الله سره دي، غوره او پایېدونکي دي؛ ولې اندنه نه کوئ؟!  (۶۰)
أَفَمَن وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ ﴿۶۱﴾   نو ايا هغه چې غوره ژمنه مو وركړې او موندونکی یې وي، د هغه چا په څېر دى، چې موږ د دنيوي ژوند وزلې وركړي، بيا د قيامت پر ورځ (د حساب او سزا لپاره) حاضرېږي؟! (۶۱)
وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿۶۲﴾   او هغه ورځ (درياده كړه) چې (الله) به ورغږ كړي؛ نو وايي: ((هغه شريكان مې چېرې دي، چې (زما د سيالانو) ګومان مو (پرې) کاوه؟!))  (۶۲)
قَالَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هَؤُلَاء الَّذِينَ أَغْوَيْنَا أَغْوَيْنَاهُمْ كَمَا غَوَيْنَا تَبَرَّأْنَا إِلَيْكَ مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ ﴿۶۳﴾   ( له معبودانو) پر يوې ډلې، چې (د الله د عذاب) حكم کره شوى، وايي: ((پالونكيه! دوى [=عابدين] هغه کسان دي، چې موږ بېلارې کړي ول؛ هماغسې مو بېلارې کړي ول، چې موږ خپله بېلارې شوي وو، اوس ستا په درشل کې خپله کرکه او ناژمني ترې اعلانوو (؛ ځکه په رښتینه کې دوی) موږ نه لمانځلو (؛ بلکې خپلې ځاني غوښتنې يې لمانځلې).)) (۶۳)
وَقِيلَ ادْعُوا شُرَكَاءكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَرَأَوُا الْعَذَابَ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا يَهْتَدُونَ ﴿۶۴﴾   او مشرکانو ته ويل كېږي: ((خپل شریکان مو دروبلئ، (چې مرسته درسره وكړي)!)) نو دوى به یې راوبلي؛ خو ځواب به ور نه کړي او (په دې وخت كې) به عذاب (پخپلو سترګو) وويني (او ارمان به وکړي، چې) كاشكې سمه لار يې موندلې واى (۶۴)
وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ ﴿۶۵﴾   او هغه ورځ (درياده كړه) چې (الله) ورغږ كړي؛ نو وايي: (( (زما) استازيو ته مو څه ځواب وركړ؟)) (۶۵)
فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ الْأَنبَاء يَوْمَئِذٍ فَهُمْ لَا يَتَسَاءلُونَ ﴿۶۶﴾   نو پر دې ورځ به خبرې ترې ورکې شي ان يو بل پوښتلاى نشي. (۶۶)
فَأَمَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسَى أَن يَكُونَ مِنَ الْمُفْلِحِينَ ﴿۶۷﴾   نو څوك چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو هيله ده، چې له ژغورليو ځنې وي. (۶۷)
وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۶۸﴾   او ستا پالونكى، چې څه وغواړي، پيدا كوي يې او غوره كوي يې او دوى (د الله په مقابل کې) څه واک نلري، الله له هغه څه ډېر پاک او لوړ دی، چې دوى يې (ورسره) شريكوي. . (۶۸)
وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿۶۹﴾   او ستا پالونكى په هغه څه خبر دی چې د دوی سينې یې پټوي او په هغه څه هم چې څرګندوي يې. (۶۹)
وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَى وَالْآخِرَةِ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۷۰﴾   او دی هغه الله دى، چې بې له ده بل معبود نشته، په دنيا (پیل) او اخرت (پای) كې ټولې ستاېنې يوازې د ده دي؛ واکمني یې (هم) ده، او لوري ته یې ورستنېږئ. (۷۰)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ اللَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِضِيَاء أَفَلَا تَسْمَعُونَ ﴿۷۱﴾   ووايه : ((څه ګڼئ كه الله شپه تر قيامته دراوږده كړي(؛ نو) بې له الله کوم معبود شته چې رڼا درته راولي؟! نو ايا (حقايق) نه اورئ؟!)) (۷۱)
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن جَعَلَ اللَّهُ عَلَيْكُمُ النَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿۷۲﴾   ووايه : ((څه انګېرئ كه الله، ورځ تر قيامته درباندې اوږده كړي(؛ نو) ايا بې له الله کوم معبود شته چې شپه درته راولي، چې پكې آرام وكړئ؟ نو ايا (حقايق) نه وينئ؟!))  (۷۲)
وَمِن رَّحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۷۳﴾   او له لورنې یې [داده چې] شپه و ورځ یې درپيدا كړي، چې (په شپه كې) هوساېنه وكړئ او( په ورځ كې) روزي ولټوئ او ښايي (د نعمت) شكر يې پرځاى كړئ.  (۷۳)
وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ ﴿۷۴﴾   او هغه ورځ (درياد کړه) چې (الله) ورغږ كړي؛ نو وايي: ((زما هغه شريكان چېرې دي، چې (زما سيالان) مو انګېرل؟!)) (۷۴)
وَنَزَعْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۷۵﴾   او (پر هغه ورځ) له هر امته يو شاهد راوباسو؛ نو (مشركانو ته) وايو: [پر شرک] ((خپل دليل مو راوړئ!)) خو دوى به پوه شي، چې بېشکه (په الوهيت كې) حق يوازې د الله دى او هغه څه به تري تم شي، چې له ځانه یې په دروغو جوړول. (۷۵)
إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَى فَبَغَى عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ ﴿۷۶﴾   په رښتینه کې قارون د موسى له قومه و؛ خو پر دوی يې تېری وكړ او موږ دومره خزانې وركړې وې، چې كونجیانې يې (ايله) يوه ځواکمن ټولي په سختۍ وړاى شوې!(درياد كړه) چې قوم یې ورته وويل: (( (په دنیا) مه ویاړه (؛ ځكه) الله ویاړوونکي نه خوښوي!))
(۷۶)
وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ ﴿۷۷﴾   او (قارونه!) كومه شتمني، چې الله دركړې، پکې د آخرت كور وغواړه او له دنيا هم خپله برخه مه هېروه او لكه الله چې درسره ښېګڼه كړې ده، ته هم ښېګڼې كوه او هېڅكله پرځمكه د فساد په لټه كې مه وسه (؛ ځکه) چې الله ورانکاري نه خوښوي. (۷۷)
قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَى عِلْمٍ عِندِي أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِ مِنَ القُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْأَلُ عَن ذُنُوبِهِمُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۷۸﴾   (قارون) وويل: ((بېشکه دا(شتمني) د خپلې پوهې له مخې راكړاى شوې ده!)) ايا هغه نه پوهېده، چې بېشکه الله تر ده مخكې داسې خلك هلاك كړي، چې تر ده غښتلي او شتمن ول؟! او (چې كله الهي عذاب راورسي؛ نو) له مجرمانو يې ګناهونه نه پوښتلېږي. ( او سيده دوزخ ته ځي (۷۸)
فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ ﴿۷۹﴾   او (يوه ورځ قارون) په خپلو ګاڼو پسوللى په شان او شوكت خپل قوم ته راوووت، د دنيوي ژوند لېوالو وويل: ((كاش څه چې قارون ته وركړل شوي، موږ هم درلوداى؛ ځکه دی د لوی برخې خاوند دى!))  (۷۹)
وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ ﴿۸۰﴾   او پوهانو وويل: ((پر تاسې افسوس، الهي ثواب هغوى ته غوره دى، چې ايمان راوړي او نېكې چارې وکړي او دا (ثواب) خو يوازې زغمناكو ته وركول كېږي.)) (۸۰)
فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ المُنتَصِرِينَ ﴿۸۱﴾   نو په پاى کې موږ دا او كور يې په ځمكه كې ورننايستل؛ نو كومه ډله يې نه درلوده، چې د الهي عذاب په مقابل کې مرسته ورسره وكړي او پخپله يې هم له ځان سره مرسته نه شوه كړاى (۸۱)
وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَوْلَا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۲﴾   او هغوى چې پرون يې هيله درلوده، چې د قارون پر ځاى واى (چې دا ننداره یې ولیده؛ نو) سهار يې وويل: ((افسوس (نه پوهېدو) چې بېشكه الله له خپلو بندګانو هر چاته چې وغواړي، روزي یې پراخوي او (يا یې) تنګوي، كه الله احسان راباندې نه واى كړى؛ نو موږ به يې هم [د ځمكې تل ته] ننايستي واى. افسوس! ته وا كافران هېڅكله (له عذابه) ژغورل کېداى نشي.))  (۸۲)
تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۸۳﴾   (هو!) دا د آخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د متقیانو ده. (۸۳)
مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَمَن جَاء بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۸۴﴾   چا چې نېکي راوړه؛ نو تردې ورته غوره بدله ده او چاچې بدي راوړه؛ نو بدکارانو ته یې يوازې د كړنو(هومره) سزا وركول كېږي. (۸۴)
إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ مَن جَاء بِالْهُدَى وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿۸۵﴾   بېشكه هغه چې پر تا یې یې د قرآن [احکام، تبلیغ او عمل] فرض كړي، هرومرو تا خپل ټاټوبي [مکې] ته ورستنوي، ووايه: ((زما پالونكى هغه ښه پېژني، چې له ښیون سره راغلی او هغه چې په څرګند بېلارېتوب کې دى.)) (۸۵)
وَمَا كُنتَ تَرْجُو أَن يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِّلْكَافِرِينَ ﴿۸۶﴾   او بیخي هيلمن نه وې، چې (دا آسماني) كتاب درولېږل شي؛ خو دا ستا د پالونكي لورنه وه؛ نو (ددې ستر نعمت په منندوینه کې) هېڅكله د كافرانو ملاتړ کېږه مه.(۸۶)
وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ آيَاتِ اللَّهِ بَعْدَ إِذْ أُنزِلَتْ إِلَيْكَ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۸۷﴾   او هسې نه (کافران) تا د الله د آيتونو تر نازلېدو روسته (د ده له تبليغولو) واړوي او (خلك) د الله لوري ته رابله او هېڅكله له مشركانو کېږه مه. (۸۷)
وَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۸۸﴾   او له الله سره بل معبود مه بله (او مه لمانځه) چې بې له ده معبود نشته، بې له (سپېڅلي) ذاته یې، نور ټول څيزونه له منځه تلونکي دي، واکمني يوازې د هغه ده او پر لور یې ورګرځول کېږئ.   (۸۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!