تبلیغات

بداء يا الهي محو او اثبات لومړى : د بداء لغوي مانا بداء په لغت تکې دوه ماناوې لري : ١- ((بدا الا مر بدوا وبداء))؛يعنې:دا موضوع څرګنده او ښکاره شوه؛ نو د ((بداء)) يوه مانا((ښکاره کېدل )) دي . ٢_ ((بداء له فى الامرکذا))؛يعنې په دې موضوع کې ورته دغسې رايه پيدا شوه ؛نوې […]

بداء يا الهي محو او اثبات

لومړى : د بداء لغوي مانا

بداء په لغت تکې دوه ماناوې لري :

١- ((بدا الا مر بدوا وبداء))؛يعنې:دا موضوع څرګنده او ښکاره شوه؛ نو د ((بداء)) يوه مانا((ښکاره کېدل )) دي .

٢_ ((بداء له فى الامرکذا))؛يعنې په دې موضوع کې ورته دغسې رايه پيدا شوه ؛نوې رايه يې پيدا کړه.

 

دويم : بداء د اسلامي عقايدو د پوهانو په اصطلاح کې

د بداء مانا د(اسلامي ګروهو)) پوهانو ويلي،چې : (( د خداى په اړه ((بداء)) له بندګانو نه د يوه پټ څيز رابرسېرول دي،چې دا راښکاره کېدل ورته نوى څيز ښکاري؛ نو ځکه هغوى چې انګېري د خداى په اړه له ((بداء )) مطلب دادى ،چې حق تعالى ته هم د مخلوقاتو په څېر نوى نظر پيدا شوى،چې تر بداء مخکې يې درلود؛نو دوى سخت تېروتي،په رښتيا خداى تر هغه څه خورا لوړ او اوچت دى،چې يې انګېري.

درېم: بداء په قرآن کريم کې

الف) – ((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلآ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ (رعد/٧)= او هغوى چې كافران شوي دي،وايي :(( ولې پرې د خپل پالونكي له لوري نښه (او كومه معجزه) نه ده نازله شوې؟!)) ته يوازې وېروونكى يې او هر قوم ته يو لارښود دى (او دا ټولې پلمې دي؛نه د حقيقت لټونه). ))

((وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلاَ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّ اللّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاء وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ (رعد/٢٧)= او هغوى چې كافران شوي دي،وايي :(( ولې پرې د خپل پالونكي له لوري كومه نښه (اومعجزه) نه راښکته کېږي ؟)) ووايه :(( د خداى چې چاته خوښه شي،بې لارې كوي يې اوڅوك چې وروګرځي،خپل لوري ته د ورتګ لا ر ورښيي ( په معجزوكې كمي نشته،ځېلونه يې د حق د نه منلو لا ملونه دي .) ))

((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلاً مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ .يَمْحُو اللّهُ مَا يَشَاء وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ . وَإِن مَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلاَغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ (رعد/٣٨-٤٠) = په رښتيا چې موږ تر تا مخكې (هم) رسولان لېږلي ول او د مېرمنواو اولادونو خاوندان مو كړل او هېڅ يو پېغمبر (له ځانه) معجزه نشي راوړاى؛خو د خداى په اجازه؛ د هرې پېښې (او وخت لپاره حکم) کښل شوى دى (او هركار ته ټاكلې موده ده ) . خداى چې څه وغواړي،له منځه يې وړي يايې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده . او كه هغوى ته د وعده شويو مجازاتو يوه برخه دروښيو يا(ددې سزاګانو تر راتګ له مخه) موږ تا وفات كړو(؛نو) په هر حال پر تا يوازې د پيغامونو د رسونې مسئووليت دى او پر موږ يې د حساب اخستو . ))

 

د کليمو شرح

١. آية

“آيه ” په لغت کې ښکاره نښې ته وايي؛لکه چې يو شاعر وايي:

وفى کل شئ له اية- تدل على انه واحد

او په هرڅه کې د خداى د شتون څرګندې نښې او د هغه د ايکي يو والي څرګند دليل دى .))

د پېغمبرانو معجزو ته ځکه “آيت” ويل کېږي،چې د هغوى په سموالي يو الهي ځواک دليل دى؛هماغه چې د معجزو راوړ وس يې ورکړى؛ لکه د موسى (ع) لکړه او د صالح (ع) اوښه او د شعراء په ٦٧او اعراف په ٣٧ آيتونوکې يې ورته اشاره کړې ده :

پرکافرو امتونو،چې خداى ډول ډول عذابونه رانازل کړي؛نو قرآن ورته “آيت” ويلي دي:

((ثُمَّ أَغْرَقْنَا بَعْدُ الْبَاقِينَ .إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ (شعراء/١٢٠-١٢١)= بيا مو نور پاتې [خلك] ډوب كړل . بېشكه په دې پېښه كې هرومرو څرګنده نښه ده؛خو د هغوى ډېرى ايمان راوړونكي نه ول .))

هود دقوم په اړه وايي:

(( فکذبوه فاهلکناهم ان فى ذلک لآية =هغوى خپل پېغمبر هود تکذيب کړ،موږ هم ورک کړل،په رښتيا چې پکې څرګنده نښه ده))

د فرعون دقوم په اړه وايي:

((فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُّفَصَّلاَتٍ فَاسْتَكْبَرُواْ وَكَانُواْ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ (اعراف/١٣٣)= نو( موږ پرې يو په بل پسې ناورينونه راکوز کړل 🙂 توپان او ملخان او سپږې او چونګښې اود وينو باران مو پرې ورحواله کړل،چې دا ټولې نښې مو بېلابېلې وښوولې (؛خو بيا هم راويښ نشول او ) لويې يې وکړه، دوى بدچارى ول . ))

٢. اجل

اجل؛يعنې ټاکلې مودې ، وخت او د چار پاى ته وايي . داچې ويل کېږي : د پلاني اجل راورسېد؛يعنې ومړ او د عمر موده يې پوره شوه او داچې ويل کېږي : هغه ته يو اجل ټاکل شوى دى؛يعنې : وخت يې ورته ټاکلى دى.

 

٣.کتاب

کتاب ګڼ شمېر ماناوې لري او دلته ترې مطلب ((ليکل شوې اندازه يا مقدر)) دى او په آيت کې د((لکل اجل کتاب )) مانا داده : پېغمبر، چې په کوم وخت کې معجزه راوړي؛نو له مخکې ورته ټاکل شوي وي؛يعنې : هر پېرته ټاکلى برخليک دى.

٤. يمحو

يمحو؛يعنې: محوه کوي، زايلوي يې . ((محو)) په لغت کې د باطلولو او له منځه وړو پر مانا ده؛ لکه چې خداى وايي:

((وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِتَبْتَغُواْ فَضْلاً مِّن رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلاً

(اسراء/١٢) = او موږ شپه و ورځ (دتوحيد او خپل عظمت) دوې نښې ګرځولې دي بيا مو د شپې نښه (( تياره )) او دورځې نښه (( رڼا)) كړه،چې (په رڼا كې يې) دخپل پالونكي د فضل په لټه كې شئ او د كلونو په شمېر او حساب (عمرونو او پېښو) پوه شئ او موږ هر څيز يو له بله بېل (او څرګند) بيان كړى دى ))

او د شورى په ٢٤ آيت کې وايي : ((أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَإِن يَشَأِ اللَّهُ يَخْتِمْ عَلَى قَلْبِكَ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

=ايا وايي : (( (پېغمبر) پر خداى دروغ تړلي دي؟!))؛نو كه خداى وغواړي؛نو ستا پر زړه به مهر ووهي (او كه خلاف ووايي؛نو ددې آيتونو د ويلو وس در نه اخلي) او باطل له منځه وړي او حق پخپلو خبرو تثبېتوي؛(ځكه) چې هغه د سينو په پټو رازونو پوهيږي .))

 

 

د آيتونو تفسير

خداى پاک په تېرو آيتونو کې وايي : د قريشو کافرانو له رسول اکرمه وغوښتل،چې معجزې ورته راوړي،خداى تعالى يې د غوښتنو ډولونه هم د اسراء سورت په ٩٠- ٩٢آيتونوکې راوړي دي :

((وَقَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا .أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا .أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ قَبِيلاً = او و يې ويل : (( موږ به تر هغو پر تا ايمان رانه وړو،چې له دې ( وچې اوسوځنده ) ځمكې دې راته چينه نه وي بهولې؛

او يا (بايد) ستا دكجورو او انګورو يو باغ وي او ته پکې ښه ويالې وبهوې ؛ يا لكه څنګه چې ګومان كوې،پر موږ د اسمان (د ډبرو) ټوټې راوغورځوې او يا خداى او پرښتې راته مخامخ راولې (چې ښكاره يې ووينو) ؛))

او د رعدپه ٣٨ آيت کې وايي : ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلاً مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ = په رښتيا چې موږ تر تا مخكې (هم) رسولان لېږلي ول او د مېرمنواو اولادونو خاوندان مو كړل او هېڅ يو پېغمبر (له ځانه) معجزه نشي راوړاى؛خو د خداى په اجازه؛ د هرې پېښې (او وخت لپاره حکم) کښل شوى دى (او هركار ته ټاكلې موده ده ) .

يو پېغمبرهم حق نه لري،چې هغه معجزه راولي،چې ترې غوښتل شوې ده؛خو د خداى په اجازه (= الا باذن الله )) ؛ځکه هر چار په الهي کښل شوي تقديرکې ځانګړى وخت لري.

خداى تعالى په ورپسې آيت کې،د کښلي تقدير استثنا يادوي او وايي:

((يَمْحُو اللّهُ مَا يَشَاء وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ =خداى چې څه وغواړي،له منځه يې وړي يايې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده .))

((“يَمْحُو اللّهُ مَا يَشَاء “خداى څه چې وغواړي له منځه يې وړي؛يعنې: د خداى لاس تړلى نه دى او ځاى يې چې وغوښتل،رزق او جل او نېکمرغي او بدمرغي په دې مقرره ليکنه کې اړوي. “ وَيُثْبِتُ ” او هر څه چې وغواړي-له ناليکو-په هغه کې يې ځايوي؛ځکه “ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ “؛ يعنې د تقدير او برخليک اصل کتاب (؛يعنې لوح محفوظ) ورسره دى، چې هيڅ ډول ادلون بدلون پکې نشته .

نو له دې امله تردې وروسته وايي “ وَإِن مَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ= او كه هغوى ته د وعده شويو مجازاتو يوه برخه دروښيو يا(ددې سزاګانو تر راتګ له مخه) ” ، “ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ= موږ تا وفات كړو”،” فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلاَغُ= په هر حال پر تا يوازې د پيغامونو د رسونې مسئووليت دى .”

طبري،قرطبي او ابن کيثر ددې آيت په تفسيرکې يو روايت راوړى،چې زموږ وينا تاييدوي،چې په لنډو يې را اخلو:

دويم خليفه حضرت عمربن حطاب د بيت الله طواف کاوه او ويل يې : ((خدايه ! که زه دې د نېکمرغو په ليکه کې ګڼلى يم،پکې مې وساته او که په بدمرغو اوګناهکارانوکې دې کښلى يم؛نو نوم مې ترې لرې کړه او په نېکمرغو کې مې وکښه؛ځکه ته هرڅه،چې وغواړې، له منځه يې وړې يايې ټينګوې.))

او له حضرت عبدالله بن مسعوده روايت شوى ،چې يې ويل :

((خدايه ! که زه دې په نېکمرغوکې شمېرلى يم؛نو پکې مې ټينګ لره اوکه په بدموغوکې دې شمېرلى يم؛نوله هغوى مې محوه کړه او په نېکمرغو کې مې وليکه ؛ځکه ته چې هر څه وغواړې، له منځه وړې يا يې ټينګوې او اصلى کتاب خو له تا سره دى .))

او له ابى وايل څخه روايتوي،چې څو څو ځل يې ويل : (( خدايه ! که زه دې د بدمرغو په ليکه کې ګڼلى يم،له هغوى مې لرې کړه او په نېکمرغو کې مې ځاى پر ځاى کړه؛ځکه ته چې هر څه وغواړې، لرې يا يې ټينګوې او اصلي کتاب درسره دى .))

دا درې واڼه احاديث طبري د آيت په تفسيرکې راوړي دي .د ابو وائل شقيق بن مسلمه اسدي کوفي د حالاتو شرح په تهذيب التهذيب (١٠\٣٥٤) کې ده،چې: ډاډمن دى او د جاهليت او اسلام دواړه وختونه يې ليدلي دي او د اصحابو او تابعينو په زمانه کې يې ژوند کاوه او د عمربن عبدالعزيز د خلافت پر مهال په سل کلنۍ کې ومړ.

په بحارالانوار ( ٩٨ټ،١٦٢مخ ) کې راغلي،چې :(( اوکه له بدموغويم؛نودهغوى له ليکې مې لرې کړه اوپه نېکمرغوکې مې کړه؛ځکه تاپه خپل کتاب،چې پرخپل پېغمبرومې نازل کړى ويلي دي: خداى،چې هرڅه وغواړى له منځه وړيايي ټينګوي اواصلى کتاب له خداى سره دى .))

قرطبي هم،له صحيم بخاري اومسلم څخه ترراوړي آيت لاندې پردې مانااستدلال کړى دى. روايت وايي:

رسول اکرم ويلي: (( څوک چې د روزۍ له پراخۍ او د عمر له زياتوالي خوشحالېږي؛نو له خپلوانو سره دې نېکي وکړي.)) [1]

او له حضرت ابن عباس نه يې روايت کړى،چې د يو چا دپوښتنې په ځواب کې يې ويلي دي : په عمر او اجل کې څرنګه زياتوالى راځي؟ ورته يې وويل : خداى پاک وايي: ((هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضَى أَجَلاً وَأَجَلٌ مُّسمًّى عِندَهُ ثُمَّ أَنتُمْ تَمْتَرُونَ(انعام/٢)= (الله) هغه ذات دى،چې تاسې يې له خټې پېدا كړئ بيا يې يوه موده وټاكله (چې انسان بشپړتيا ومومي) او ټاکل شوې نېټه له هغه سره ده) )

حضرت ابن عباس وايي: (( په آيت کې لومړى اجل،له زوکړې ترمړ ينې د بنده اجل دى او دويم اجل –يعنې هغه چې له خداى سره دى – د مړينې له وخته تر قيامته دى،چې په برزخ کې اوسي او يوازې خداى پرې پوهېږي؛نوکه کوم بنده له خدايه وډارشي او زړه سوى وکړي؛نو خداى چې څومره وغواړي له برزخي عمره يې راکموي او پر لومړني عمر يې ورزياتوي او که سرغړاندي وکړي او زړه سوى پرې کړي؛نو خداى چې څومره وغواړي، له دينوي عمره يې لږوي او پربرزخي يې ورزياتوي…))[2]

ابن کثير پردې استدلال ورزياتوي او يوه خبره يې کړې،چې په لنډو يې راخلو: دا خبره د احمد،نسايي او ابن ماجه له رواياتو سره اړخ لګوي، چې رسول اکرم ويلي دي :

((کله انسان د ګناه له امله له روزۍ بې برخې کېږي او يوازې دعا؛ بلا او برخليک نه راستنوي اويوازې نېکي عمر زياتوي )) [3]

او په بل حديث کې: ((دعا او برخليک د اسمان او ځمکې ترمنځ له يو بل سره مبارزه کوي)) [4]

چې څه مو وويل،ددې آيت د څو اړخيزو ماناوو يو اړخ و، د آيت په مانا کې يې يو بل اړخ هم راوړى؛لکه دا خبره چې : (( په آيت کې له ((محو او اثبات )) نه مراد : د يو حکم له منځه وړل او د بل اثباتول دي . ))

يعنې د شريعت د احکامو نسخ او ښه سمه يې داده،چې ووايو: (( په آيت کې مراد ټول رانغاړي))؛لکه چې قرطبي ګڼلې اوويلي يې دي : (( … دا آيت عام دى ا و ټول څيزونه را نغاړي او دا په ډاګه ده او خداى ښه پوهېږي . ))[5]

طبري [6] او سيوطي [7] له حضرت ابن عباس څخه روايتوي،چې هغه ددې آيت [(( يمحواالله مايشاء و يثبت وعنده ام الکتاب ))] په اړه ويلي دي : … خداى تعالى بې له نېکمرغۍ او بدمرغۍ،د هر کال چارې د قدر پر شپه تقدير او برنامه کوي.))

ب) پاک خداى ديونس سورت په ٩٨آيت کې وايي: ((فَلَوْلاَ كَانَتْ قَرْيَةٌ آمَنَتْ فَنَفَعَهَا إِيمَانُهَا إِلاَّ قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ آمَنُواْ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الخِزْيِ فِي الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ =او ولې يوې سيمې هم (په داسې وخت كې) ايمان را نه ووړ،چې ايمان يې ورته ګټور واى؟؛خو ديونس قوم چې كله يې ايمان راووړ (؛نو) موږ ترې په دنيوي ژوند کې رسواكوونكى عذاب لرې كړ او (د مرګ) تر وخته مو برخمن كړل .   ))

 

 

د کلماتو شرح

١. كَشَفْنَا: زايل مو کړل،له منځه مو يووړل، وا مو خستل .

٢. الخِزْيِ : خواري،رسوايي .

٣.   حين: نامعلومه وخت،چې ډېروالى او کموالى يې ټاکل شوى نه دى.

 

د آيت تفسير:

د حضرت يو نس د داستان لنډيز؛لکه څنګه چې په طبري،قرطبي او مجمع البيان تفاسيرنو کې راغلى، داسې دى :

((د حضرت يونس قوم د “موصل” د “نينوا” په سيمو کې اوسېدل او بوتلمانځي ول. خداى ورته حضرت يونس ورولېږه،چې اسلام ته يې راوبلي او له بوتلمانځنې منع شي. هغوى سرغړونه وکړه او دوه تنه،چې يو يې عابد او بل يې عالم و،د حضرت يونس(ع) ملګري شول . عابد له يونس(ع) څخه وغوښتل،چې قوم ته ښېرا وکړي او عالم هغه له دې کړنې منع کړ او و يې ويل:

ښېرا ورته مه کوه؛ځکه خداى يې قبلوي؛خو د خپلو بندګانو هلاکت يې نه خوښېږي! يونس ( ع) د عابد خبره ومنله او ښېرا يې وکړه.

خداى وويل : عذاب په پلانۍ مياشت او پلانۍ ورځ نازلېږي؛ حضرت يونس هغوى خبر کړل. د عذاب وخت،چې نژدې شو؛نو يونس (ع) له عابدسره له ولسه ووت؛خو عالم په ولس کې پاتې شو. ديونس ( ع) قوم له ځان سره وويل : موږ تر اوسه له يونس( ع) څخه دروغ اورېدلي نه دي،پام مو وي که هغه نن شپه په تاسې کې و؛نو څه عذاب نشته ؛ خو که بهر وتلى وي؛نو پوه شئ،چې سبا ګهيځ عذاب مو هرومرو دى.

چې نيمه شپه شوه؛نو حضرت يونس ښکاره له ولسه ووت . هغوى ،چې پرې پوه شول او د عذاب اغېزې يې مشاهده کړې او په خپل هلاکت يې يقين وکړ؛نو هغه عالم ته ولاړل او ورته يې وويل : خداى ته زارۍ وکړئ، چې درباندې ولورېږي او عذاب درنه لرې کړي : بېديا ته بهر ووځئ او ښځې او کوچنيانو هم يو له بله بېل کړئ او څاروي او بچي مو هم بېل کړئ ،بيا دعا وکړئ او وژاړئ! دغسې يې وکړل،له ښځو، کوچينانو او خپلو څارويو سره بېديا ته ووتل. وړينې جامې يې واغوستې ، ايمان يې راووړ او توبه يې وکړه او خپل نيتونه يې نږه کړل او ټولې ميندې، کوچنيان او څاروي يې سره بيل کړل،بيا يې وژړل او په چغو او زاريو يې پيل وکړ او د نارو سورو په ترڅ کې يې خداى ته وويل : [ پالونکيه ] يونس،چې څه راوړي،ايمان مو پرې راووړ،خداى هغوى وبښل او دعا يې قبوله شوه او پرې راخپور شوې عذاب يې ترې لرې کړ او…))

خداى په دې توګه تر توبې وروسته ديونس له قومه عذاب لرې کړ. هو! خداى چې څه وغواړي، لرې کوي يا يې ټينګوي.

ج) خداى د اعراف په سورت ١٤٢آيت کې وايي: ((وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلاَثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ = او موږ له موسى سره د دېرشو شپو وعده ايښې وه، بيا مو پر هغې لس شپې (نورې) پوره كړې او په دې توګه له هغه سره د خپل پالونكي ټاكلې موده پوره څلوېښت شپې شوه او موسى (د تلو پر وخت) خپل ورور هارون ته وويل :(( ته مې په قوم كې زما ځايناستى وسه او(چارې يې) سمې کړه او د ورانکارو پر لار مه ځه .))

او د بقرې په ٥١ آيت کې وايي : ((وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَى أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِن بَعْدِهِ وَأَنتُمْ ظَالِمُونَ =او(درياد كړئ) چې كله موږ له موسى سره د څلوېښت شپو وعده كېښووه (او هغه د الهي فرمانو د اخستو لپاره د وعدې ځاى ته راغى)؛نو بيا تاسې د هغه په غيبو كې خوسۍ (خپل معبود) ونيو،چې له بريده اوختي وئ .))

 

بداء د اهل سنتو په روايتونو کې

بداء د اهل سنتو په روايتونو کې هم په ډول ډول بڼو او نومونو راغلې،چې انفاق او دعا د انسان برخليک بدلوي او دا بدلون هماغه څيز دى،چې د شيعه عالمانو په اصطلاح کې ورته بداء وايي او د بېلګې لپاره دوه روايتونه راوړو :

۱_ “سليمان” وايي:(( د خداى استازي وويل: بې له دعا هېڅ لامل الهي قضا اړولاى نشي او له خلکو سره بې له احسان او نيکۍ بل څه د انسان عمر نه شي زياتولالى.)) [8]

۲_”ثوبان” وايي: د خداى استازي وويل:(( یوازې احسان او نېکي د انسان عمر ډېرولاى شي او یوازې ښيرا او ناوړه کړه الهي تقدیر اړوي او ګناهونه انسان له الهي نعمتونو بې برخې کوي.)) [9]

په شيعه وو کې “بداء” پر همدې ماناراغلې؛لکه چې د اهل سنتو په رواياتو کې ده .

طيالسي،احمد،ابن سعد او ترمذي يو روايت لري،چې لنډيز يې د طيالسي په عبارت کې داسې دى : رسول اکرم وويل : خداى تعالى حضرت آدم (ع) ته د هغه ځوځات وروښود، آدم په هغوى کې يوه نوراني څېره وليده، و يې وويل : خدايه ! دا څوک دى؟ خداى ورته وويل : دا ستا زوى “داوود” دى ! آدم وويل : خدايه ! عمر يې څومره دى؟ خداى ورته وويل : شپېة کاله ! آدم وويل : خدايه عمر يې ډېر کړه ! خداى ورته وويل : نه کېږي؛خو داچې له خپله عمر دې پرې ورزيات کړې . حضرت آدم وويل : عمر مې څومره دى؟ خداى ورته وويل : زرکاله ! آدم وويل : ما خپل څلوېښت کاله عمر وروباښه …

د حضرت آدم د مړينې مهال،چې راورسېد او د روح قبضولو پرښتې، چې ورته راغلې؛نو حضرت آدم ورته وويل : له عمره خو مې څلوېښت کاله پاتې دي ! ورته يې وويل : تاخو پخپله هغه داوود ته بښلي دي ![10]

داروايت د(( يمحوا الله مايث ويثبت وعنده ام الکتاب )) له معاديقودى.

داهل بيتوامامانو(( محواواثبات )) ته (( بداء )) ويلې ده، چې دخداى په مرسته يې څېړو:

 

بداء د اهل بيتو د امامانو په رواياتوکې

په بحارالانوار[11] کې له حضرت امام صادق نه روايتوي،چې يې ويلي : ((خداى ،چې هر پېغمبر رالېږلى؛نو درې څيزونه يې ترې غوښتي: د خداى پر بندګى اقرار،هغه ته د هر ډول شريک اوسيال نفې کول او داچې خداى چې هر څه وغواړي،رامخې ته کوي يې او چې هر څه وغواړي، پر شا کوي يې ))

اما صادق[12] همدا مانا په بله وينا د ((محو او اثبات )) په لفظ راوړې ده او ويلي يې دي : (( خداى چې هر پېغمبر رالېږلى؛نو درې څيزونه يې ترې غوښتي: د خداى پر عبوريت اقرار، له هغه نه د هر ډول شريک او سيال نفې کول او خداى ،چې هر څه وغواړي، له منځه وړي او چې څه وغواړي، ټنيګوي يې ))

او په درېمني روايت کې يې (( محواواثبات )) ته (( بداء )) ويلې ده،چې لنډيزيې دادى:

(( هرپېغمب،هله دپېغمبرۍ نثاراخلي، چې خداى ته په دې چارومنښته وکړي: … چې يو يې پر(( بداء )) منښته ده … [13]

له امام رضا روايتوي،چې يې ويلي: (( خداى په حق کې به پر(( بداء)) منښته کوي)) [14]

او په بل روايت کې امام صادق د(( محواوثبات )) له وخته هم خبر کړي يو:

((د قدر شپه،چې شي؛نو پرښتې،روح او ليکوال د دنيا اسمان ته راکېوځي او څه چې خداى په هغه کال کې مقررکړي وي، ليکي او که خداى وغواړي،چې يو څه رامخې ته کړي يا شا ته کړي يا يو څه کموي (؛نو) مؤظفى پرښتې ته حکم کوي،چې هغه عماغسې ، چې غوښتي يې دي ((محوه او نابود)) کړي يا يې ټينګ کړي.)) [15]

امام باقر (( د قدر په شپه پرښتې او ليکوال د دنيا اسمان ته راکېوځي او هغه څه ليکي،چې په هماغه کال کې کېدوني وي او څه چې بندګانو ته رسي. امام وويل : او داسې چارې دي،چې په الهي ارادې پورې اړوند دي،چې هر څه وغواړي رامخې ته کوي يې او چې هر څه وغواړي پر څټوي يې او دا د خداى ددې خبرې مانا ده ، چې وايي:

(( يمحو الله ما يشاء و يثبت و عنده ام الکتاب)) [16]

اما باقر د (( و لن يؤخر الله نفسا اذا جاء اجلها= د چاچې اجل پوره شي؛نو خداى يې مړينه نه ځنډوي))[17] آيت په باب وايي : (( اجل چې را کېوځي او د اسمان ليکوال يې وليکي؛نو خداى دا اجل نه ځنډوي .))

علامه مجلسي په بحارالانوار هماغه د ادم عليه اسلام داستان راوړي،چې خپل څلوېښت کاله عمر يې ((داوود)) عليه اسلام ته بښلى و. [18]

دا د اهل بيتو د امامانو په رواياتو کې د ((بداء)) مانا وه او د اهل بيتو د ښوونځي له ليده ،د بداء هغه مانا د منلو وړ نه ده،چې (( خداى ته په يوه چار کې نوې نظريه پيداشي ،چې مخکې پرې نه پوهېده )) او موږ له دې مانا خداى ته پناه وړو.

د((بداء)) په باب د اهل بيتو د امامانو ليد هماغه دى،چې علامه مجلسي يې له امام صادق نه روايتوي،چې يې ويلي دي :

((چې څوک ووايي،چې خداى ته په يوه څيزکې نوې رايه پيداکېږي، چې مخکې پرې نه پوهېده ؛نو له هغه دې بېزاري وشئ .)) [19]

 

ولې د بداء په اړه بحث کوو؟

“بداء” هماغه نسخ ده؛خو په دومره توپير چې “نسخ” د “تشريع” او “قانون اېښوونې” په برخه کې ده؛خو “بداء” په “تکوين” او”پيدايښت” کې ده؛يعنې د نسخې بدلون ته “بداء” وايي،چې په تکوين کې راشي او که په احکامو او قوانينو کې راشي ورته “نسخ” وايي او داچې په تېر څپرکي کې بحث مو د نسخ په باب و او د هغو اړيکو ترمنځ،چې په دې دوو مسئلو کې شته،دې ته اړ کړم، چې د “بداء” په باب خبرې وکړم .

بداء يا د تقدير او الهي ارادې اړيکې

ټوله هستي اوپيدايښت د پالونکي خداى د ځواک تر ولکې لاندې دى او د هر څه منځ ته راتګ اوپيدايښت د خداى په ارادې او مشيت پورې اړه لري او که وغواړي،هر څه کېږي او که ونه غواړي،هېڅ نه کېږي .

له هماغه لومړى ورځې ټول څيزونه او شته د پوه خداى په علم کې وي او د خداى په ازلي پوهه کې ورته علمي ټاکنه او ټاکلې اندازه شته،چې دې علمي الهي ټاکنې ته کله “تقدير” او کله “قضا” وايي .

پر ټولو موجوداتو د خداى ازلي علم او د هستيو علمي ټاکنه، د خداى په نزد،پر “بداء” او ايجاد د خداى د ځواک خنډ نه دى او د خداى له جاري او همېشني ځواک سره هېڅ ټکر نه لري؛ځکه د هر څه پيدايښت د خداى په مشيت پورې اړه لري،چې کله ورته “اراده” او کله ورته “اختيار” وايي؛نو له دې امله که د يوه څيز د پيدايښت لپاره الهي مشيت او اراده وي؛نو پيدا به شي او که نه وي؛ نو پيدا به نه شي،چې دا د خداى د چلن او همېشه ځواک مانا ده؛خو تقدير او د خداى ازلي علم پر دې مانا دى،چې د خداى علم؛ ټول څيزونه،هستي، ټول شرايط او واقعيتونه او ان د خداى اراده،چې دپيدايښت لپاره يې کارول شوې،رانغاړلې ده؛يعنې خداى له هماغه ړومبۍ ورځې پوهېږي، ټول څيزونه او هستۍ؛لکه څنګه چې په واقع کې دي او وي به او داچې د پيدايښت لپاره به يې الهي اراده وشي او که نه؛ځکه د خداى علم د څيزونو واقعيت رانغاړي او واقعيت يې د خداى په اراده کې دى،چې بې له ارادې نه پلی کېږي او دا اراده هم د مصالحو او مفاسدو له مخې بدلون مومي او د حالاتو او اوضاع په بدلون سره پکې بدلون راځي او د خداى علم هم ټول حالات او شرايط او مصالح او مفاسد رانغاړلي او په پايله کې يې علم په اراده هم پوهېږي،چې يو څيز پيدا کېږي،بدلون مومي يا يې ورته اراده نه وي او د کلام په علم کې، د خداى په ارادې او ځواک او د هغه د علم او مخکيني تقدير له مخې، دې “ادلون بدلون” ته “بداء” وايي؛نو ځکه وايو چې :

“بداء” هماغه د خداى د علم او ځواک اړيکه ده او په بله وينا: د تقدير او الهي ارادې اړيکه ده .

 

د يهودو له نظره بداء او د خداى زور

ومو ويل، چې پر موجوداتو د پالونکي علم، هغوی د امکان له پړاوه د خدای د واک ، ځواک ، بداء او حساب شویو تغييراتو څخه وباسي؛ خو يهود د دې حقيقت او واقعيت پر خلاف عقيده لري؛ځکه وايي : “قضا او تقدير” له هماغې ړومبۍ ورځې ټاکل شوى او ناشونې ده د خداى اراده پکې “ادلون بدلون” راولي او د همدې عقيدې له مخې،يهود وايي : خداى له ورکولو،اخستولو، کمولو،زياتولو او د خلقت په نړۍ کې د بداء له راپيدا کېدو لاس تړلى او بېوسې دى؛ځکه “تقدير” پرې راکښل شوى او ازلي علم پرې جاري شوى دى او په اصطلاح، ورته “مقدر شوى” او بدلون يې ناشونى دى . (( و قالت اليهوديدالله مغلولة .))

واقعاً د حيرانتيا خبره ده،چې يهود،چې خداى دې يې خوار کړي،څنګه خداى لاس تړلى ګڼي او له خدايه واک سلبوي؛خو انسان په اعمالو کې قادر او د واک خاوند ګڼي،حال دا چې په دواړو کې کچه يوه ده .

که په پيدايښت کې د خداى ازلي علم او تقدير له خدايه د واک او ځواک د سلب لامل وي؛نو د انسان په کړنو کې به هم اغېزمن وي؛نو له هغه به هم ځواک او واک سلب کړي،چې په دې توګه به د انسان په کړنو کې جبر رامنځ ته شي؛ځکه لکه څنګه، چې د خداى ازلي علم خپل افعال هم رانغاړلي،د انسان کړنې يې هم رانغاړلي؛نو که دا ازلي علم د خداى له ارادې او اختيار سره اړخ و نه لګوي؛نو د انسان له واک او ارادې سره به هم اړخ ونه لګوي .

بداء د شيعه وو له نظره

شيعه د يهودو پر خلاف،د خداى لاس په هر ډول پنځونو او ان په مخلوقاتو او تقدير شويو کې په بدلون ادلون کې خلاص ګڼو او خداى پر داسې چارو قادر بولو او پر دې عمل مو د “بداء” نوم ايښى دى؛ خو دې خبرې ته مو دې هم پام وي،چې دا “بدا” او په څيزونو او برخليکونو کې بدلون، هله پېښېږي،چې تقدير يې حتمي نه وي او الهي تصويب ته نه وي رسېدلي؛خو زموږ له نظره “حتمي مقدرات” او”الهي مصوبات” د تبديل او تغيير وړ نه دي او بداء پکې نه شاملېږي او که غواړئ پر بداء پوره پوه شئ ؛نو د “قضا” او برخليک پر ډولونو ځان پوه کړئ، چې لاندې مو راوړي دي :

 

 

د قضا ډولونه او د بداء ځايونه

په ټوليزه توګه قضا او تقدير درې ډوله دى :

۱“مکنون” او يا ځانګړى علم :

ځینې “قضاګانې” او “الهي تقديرات” داسې دي،چې بې له خدايه ترې هېڅ څوک هم نه دي خبر،داسې علمونه دي، چې خداى ترې څوک خبر کړي نه دي او د خداى له ځانګړيو علومو دي . شک نشته، چې دا ډول تقديرات او قضاوې د بدلون وړ نه دي؛بلکې لکه څنګه، چې مو وويل : بداء په خپله ددې ډول قضاوو او تقديراتو يو ډول او مصداق دى او د خداى له انحصاري او ځانګړې پوهې سرچينه اخلي،نه دا چې په الهي تقدير او قضا کې بدلون راوړي او ګډوډ يې کړي؛لکه څنګه چې “مرحوم شيخ صدوق” په “عيون” کې له “حسن بن محمد نوفلي” رانقلوي،چې حضرت رضا ، “سليمان مزوري” ته وويل : پلار مې له خپل پلار امام “صادق” څخه روايت کړى دى : د خداى علم دوه ډوله دى : يو يې “مکنون” او “ځانګړى علم” دى،چې بې له خدايه ترې بل څوک خبر نه دي او بداء هم له داسې علمه سرچينه اخلي؛يعنې په تقديراتو کې بداء، د خداى له هماغه ځانګړيو علومو یو دی .دويم يې هغه علم دى،چې خداى ترې پرښتې او خپل پېغمبران خبرې کړي،د اهلبيتو پوهان هم له داسې علمه خبر دي .[20]

“محمد بن حسن صفار” هم په “بصائر الدرجات” کې له “ابو بصير” له امام “صادق” څخه نقل کوي،چې خداى دوه ډوله علم لري : يو پټ علم دى،چې بې له خدايه ترې څوک خبر نه دي او بل علم هم لري،چې پرښتې او خپل استازي يې پرې خبر کړي او موږ هم ترې خبر يو.[21]

 

۲حتمي قضا:

هغه ته وايي، چې خداى يې خپل استازي يا پرښتې ته د حتمي پېښېدو خبر ورکړى وي او داسې تقديراتو ته بداء او بدلون لار نه لري؛ لکه څنګه چې ړومبي ډول تقديراتو ته بداء لار نه درلوده؛خو په دومره توپير،چې ړومبى ډول د بداء سرچينه ده؛خو دويم ډول ور پورې اړه نه لري .

لکه څنګه چې په تېر روايت کې امام رضا،سليمان مروزي ته وايي، چې “علي” (ک) وويل : د خداى علم دوه ډوله دى : يو ډول يې هماغه دى،چې پرښتې او خپل استازي يې ترې خبر کړي دي، چې په داسې علمونو او تقديراتو کې بدلون او بداء نه راځي؛‌ځکه خداى په خپله خپل استازي او پرښتې پر هغو بدلونو خلکو ته نه دروغجنوي،چې ور ښوولي يې دي او دويم ډول يې هماغه علوم دي،چې خداى له ځان سره پټ ساتلي او له پټو اسرارو يې دي او څوک ترې نه خبروي او په داسې علومو او تقديراتو کې دي،چې بداء پکې جريان لري او خداى،چې څه وغواړي،رامخکې کوي يې او څه چې وغواړي، وروسته کوي يې او هر څنګه چې وغواړي، بدلوي او يا ثبت او تثبيتوي يې.[22]

“عياشي” له “فضيل” روايت کوي : له امام “باقر” څخه يې اورېدلي،چې ويې ويل : د خداى د ځينو تقديراتو او چارو راپېښېدل حتمي دى او د بدلون وړ نه دي او دا ډول تقديرات هرومرو واقع کېدونکي دي او بداء پکې نه واقع کېږي؛خو ځينې يې له خداى سره پټ دي،چې څوک يې له پېښېدو خبر نه دي او په دې ډول چارو کې د وروسته او مخکې کېدو امکان شته . که خداى وغواړي، مخکې يې کړي او که وغواړي، وروسته به يې کړي او په خپله اراده هغه محو يا اثباتوي .

خو دې خبرې ته مو پام اوسه،چې په دې تقديراتو کې هغه هرومرو پېښېږي،چې خداى خپل استازي ترې خبر کړي؛ځکه خداى هېڅکله خپل استازي او پرښتې نه دروغجنوي.

(عيون اخبار الرضا: ۱۳ باب او همداسې وافي : د بداء باب ۱/ ۱۱۳ او همداسې مرحوم کليني هم د ا روايت د “فضل بن يسار” له “ابي جعفر” څخه را نقل کړى دى .

 

۳غېر حتمي قضا :

که خداى د کوم کار پېښېدل او يا نه پېښېدل تقدير کړي او په څرنګوالي يې پرښتې او خپل استازي خبر کړي؛خو پېښېدل يې په خپلې ارادې پورې مشروط ګڼي او ځنډوي يې؛نو دې ډول تقدير ته “غير حتمي” قضا وايي او دا ډول تقديرات د بداء وړ دي،چې کېداى شي، د ځانګړو مصالحو له امله يې الهي مشيت پر خلاف واقع شي،چې که په دې بڼه کې بدلون راځي؛ نو “بداء” ورته وايي .

 

بداء په وړاندوينو کې

که له اهلبيتو يو امام په راتلونکي کې د يو څه د هرومرو پېښېدو خبر ورکړي او په الهي مشيت پورې يې مشروط او تړلى ونه ګڼي؛نو ورته “حتمي قضا” او “تقدير” وايي او دا له هغو درېمو قضاوو دوېم ډول دى،چې مخکې مو توضيح ورکړه.

دا ډول وړاندوينې؛لکه څنګه چې واړندوينې يې شوې وې،راپېښېږي او بېخي بدلون او “بداء” پکې نه راځي؛ ځکه خداى د هغه څه په بدلولو سره ،چې مخکې يې خلکو ته ابلاغ کړي،خپل استازي خلکو ته نه دروغجنوي .

او که د يو څه د راپېښېدو خبر ورکړي؛خو هغه د خداى په ارادې او خوښې پورې مشروط وبولي او په دې شرط او تعليق هم له هغو قراينو او شرايطو،چې په هماغه خبر کې کارول شوى او هم له نورو خارجي علايمو ځان پرې پوه کړو؛نو داسې وړاندوينې دي، چې “بداء” او د بدلون احتمال پکې شته او که د پالونکي خداى مشيت د وړاندوينې پر خلاف شي او را پېښ نشي؛ نو دروغ نه ګڼل کېږي او ورته سمه وړاندوينه ويلاى شو،چې خداى نه غوښتل راپېښه شي؛ځکه مخکې هم وويل شول، چې د کار پېښېدل يې د خداى په ارادې پورې اړوند ګڼلي وو.

په دې اړه”عياشي” له “عمرو بن حمق” څخه روايت کوي : هغه مهال،چې د اميرالمؤمنين “علي”(ک) سر چاودېدلى و؛نو زه ورغلم او راته يې وويل : عمرو ! ډېر ژر به له دې دنيا ولاړ شم او له تاسې به بېل شم او بيا يې وويل : په اويايم کال کې به يوه بلا را پېښه شي…….. ورته مې وويل: مور و پلار مې درځار شه! آيا تر اويايم کاله وروسته به دا بلا ولاړه شي که نه ؟ راته يې وويل:هو ! وروسته ترې هوسا او سوکاله ژوند دى.بيا امام “علي”(ک) دا آيت ووايه : (( يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ(رعد/ ٣٩ )=خداى چې څه وغواړي، له منځه يې وړي، يايې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده. ))

 

 

بداء په قرآن کې

و مو ويل، چې الهي علوم او تقديرات درې ډوله دي،چې درېم ډول ته يې “مشروط” او يا په اصطلاح کې “معلق تقديرات” وايي،چې کله يې الهي مشيت پر خلاف واقع کېږي او پکې بدلون راځي او په “غیرحتمي” او “معلق تقديراتو” کې داسې بدلون ته “بداء” وايي،چې موږ پرې اعتقاد لرو،چې له قرآن، صحيحو او معتبرو حديثونو مو را ايستلی،چې لاندې آيتونه يې بېلګه ده:

((يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ(رعد/ ٣٩ ) = خداى چې څه وغواړي، له منځه يې وړي يا يې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده. ))

(( فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (روم/ ۴ )=په څو كلو كې، ټولې چارې د هماغه خداى دي څه (له دې ماتې او بريا) مخكې يا وروسته او پر هغه ورځ به (د يوې بلې بريا له امله) مؤمنان خوشحاله شي.))

يعنې د هر څه تقدير، برخليک او هم پکې بدلون راوستل، د خداى په واک،علم او اراده کې دي .

 

بداء په روايتونو کې

هغه روايتونه ډېر دي،چې د “بداء” راپېښېدل راښيي، چې لاندې يې څو بېلګې دي :

۱_ د “علي بن ابراهيم” په تفسير کې له “عبدالله بن مسکان” له امام “صادق” له خولې وايي : د “قدر شپه”، چې راورسي؛نو پرښتې او چار ليکونکې تر ټولو نږدې اسمان ته راکوزې شي او په هماغه ځاى کې د هغه کال ټول تقديرات اندازه کوي او ليکي او چې کله خداى وغوښتل؛نو له تقديراتو يې کموي،زياتوي،مخکې کوي يا وروسته کوي او پکې بدلولونه راولي او اړوندې پرښتې ته حکم کوي او پر ځاى يې نور ليکي .

“ابن مسکان” وايي: امام “صادق” ته مې وويل :آيا هر څه له خداى سره ضبط او ليکل شوي دي؟ امام وويل : هو! ورته مې وويل : تر دې ټولو وروسته بيا څه پېښېږي؟ ويې ويل :څه چې ستر پالونکى يې وغواړي . [23]

۲_ بيا په هماغه تفسير کې له “عبدالله بن مسکان” له امام “باقر”، امام “صادق” او امام “کاظم” څخه د (( فيها يفرق کل امر حکيم )) الدخان/٤ آيت په تفسير کې راغلي : خداى پېښېدونکې چارې د هماغه کال د قدر په شپه کې تقدير او تثبيتوي؛خو په ټولو کې بداء او بدلونونه د خداى په واک او اختيار کې دي او له عمرونو،روزيو، رنځونو،خپګانونو او پېښو او څه چې غواړي وړاندې کولاى او وروسته کولاى شي او څنګه يې،چې خوښه،مصلحت او د حکمت غوښتنه وي،پکې بدلونونه راوړي؛چېرته چې وغواړي، کموي او چېرته، چې وغواړي ډېروي يې ….[24]

۳_ د “احتجاج” په کتاب کې د “علي”(ک) له خولې راغلي : که په قرآن کې يو آيت نه واى؛نو له هغه څه به مې خبر کړي واى، چې تر اوسه پېښ شوي او تر دې وروسته به راپېښ شي او هغه آيت دادى:

((يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ)) د خداى، چې څه خوښه وي،محو کوي او چې وغواړي؛نو په خپل ځاى کې يې ثبتوي؛يعنې په هستۍ او خلقت کې هر ډول بدلون د خداى   په واک او اراده کې دى [25]

شيخ”صدوق” هم دې ته ورته روايت په “امالي” او “توحيد” کې له “اصبغ” له “علي”(ک) نه راوړى دى .

۴_ د”عياشي” په تفسير کې له “زراره” له امام “صادق” څخه راغلي،چې “امام سجاد” وويل : که په قرآن کې يو آيت نه واى؛نو له هغه څه به مې خبر کړي واى،چې د قيامت تر ورځې راپېښېږي . ورته مې وويل:هغه آيت کوم دى ؟ ويې ويل: ((يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ)).[26]

۵_په “قرب الاسناد” کې له “بزنطي” له “امام رِضا” نقل دى،چې امام “صادق”، امام “باقر”، امام “سجاد”، امام “حسين” او امام “علي” (ک) وويل : پر خداى قسم! که په قرآن کې يو آيت نه واى؛ نو له هغه څه به مې خبر کړي واى،چې د قيامت تر ورځې راپېښېدونکي دي او هغه د “محو او ثبات” آيت دى .[27]

 

 

هلته چې بداء لار نه لري

له دې دومره خبرو لاس ته راځي،چې د خداى په “حتمي علومو” او تقديراتو کې (،چې کله “لوح محفوظ” او کله “ام الکتاب” او يا “علم محزون” نومېږي او د خداى په علم کې هماغسې،چې واقع کېږي به حاضر دي) بېخي بدلون نه راځي او د بداء وړ نه دي؛ځکه خداى له ازل او ړومبۍ ورځې له ټولو څيزونو،هستيو او پېښو خبر و او په ټوله هستۍ کې به ان يو کک (ذره) هم ونه وينئ،چې د خداى د علم له ولکې بهر وي . آيا په دې، ناپايه پراخه ولکه او پوهه کې بدلون او بداء کېدونکې وي؟ نه هېڅکله؛بلکې هر څيز او پېښه به هسې حر کت کوي، چې د خداى په علم کې وي،چې په دې اړه خورا روايتونه شته،چې څو بېلګې يې دادي :

۱_ شیخ “صدوق” په “اکمال الدين” کې له “ابوبصير” او “سماعه” روايت کوي : امام “صادق” وايي:(( پر خداى د ناپوهۍ تورونه مه تړئ او ګومان مه کوئ،چې خداى پرون نه پوهېده او نن ورته معلوم شوي او بيا يې له مخې بداء او په حکم کې بدلون راوستى دى .)) [28]

۲_”عياشي” له “ابن سنان” روايت کوي،چې امام “صادق” وويل: (( که خداى وغواړي،يو څه رامخکې کولاى هم شي او وروسته کولاى يې هم شي،هر څه چې وغواړي، د تقديراتو له تختې يې هم ورانولاى شي،پر څه يې،چې اراده وشي، ثابتولاى يې هم شي او د کتاب اصلي نسخه ورسره ده . )) بيا امام وويل : (( نو ځکه خداى چې د څه اراده وکړي، له پېښېدو مخکې يې په علم کې حاضر دي او بداء او بدلون پکې نه رامنځ ته کېږي؛خو دا چې مخکې له مخکې د خداى له علمه تېره شي؛يعنې هر بداء او بدلون،چې په چارو او تقدیراتو کې راشي،د خداى د علم له مخې دي؛نه له ناپوهۍ.))[29]

۳_”عياشي” له “عمار بن موسى” روايت کوي : امام “صادق” د ((يمحو الله …)) ايت په اړه وپوښتل شو . امام ورته وويل : په دې اړه دوه کتابونه دي،يو يې هغه دى،چې ليکنې يې د بدلون،محو او اثبات وړ دي او که خداى وغواړي؛نو ترې کمولاى او پکې ثابتولاى يې هم شي او په دعا د قضا او برخليک د بدلېدو خبره هم د هماغه کتاب له ويناوو ده؛خو که دا قضا او برخليک له دې ړومبي کتابه [چې “د محو او اثبات” کتاب نومېږي،] تېر شي او په “کتاب محفوظ” او يا په “ام الکتاب” کې ثبت شي؛نو د بدلون وړ به نه وي او په بدلون کې به يې دعا ګټوره نه وي. [30]

۴_”شيخ طوسي” په “غيبت” کې له “بزنطي” له امام رضا نقل کوي،چې حضرت امام “سجاد”، امام “علي”،امام “باقر” او امام “صادق” وويل : سره له دې چې د “محو او اثبات” آيت شته؛نو موږ څنګه د راتلونکي په باب خبرې کړاى شو(؛يعنې الهي قضاوې او تقديرات د بدلون او بداء وړ نه دي؛نو ځکه هيچا ته هم د حتمي وړاندوينې وړ نه دي؛خو سره له دې خداى پر ټولو هغو بدلونو، چې ښايي په قضا کې راځي،له ټولو جزيئاتو او شرايطو يې خبر دى .)

که څوک ګومان وکړي،چې خداى د بدلون او بداء د احتمال له امله پر څه نه پوهېږي؛خو تر بداء وروسته پرې پوهېږي؛نو کافر دى او د توحيد له پولې وتلى دى.[31]

 

د اهلبيتو له امامانو،چې کوم روايتونه نقل شوي،راښيي خداى د څيزونو له پيدايښته او د پېښو له راپېښېدو مخکې پوره خبر دى او ټول د خداى د علم په ولکه کې دي.

 

پر بداء د ګروهې اغېزې

و مو ويل : بداء په معلقو او مشروطو تقديراتو کې (چې “لوح محو او اثبات” ورته وايي) راځي او په دې ځايو کې د بداء پر پېښېدو عقيده درلودل، کله هم دا نه راښيي،چې خداى ناپوهه دى؛نو ځکه د بدا مسئله نه يوازې داچې خداى په ناپوهۍ نه تورنول دي؛بلکې د خداى له عظمت او اوچت مقام سره هم بېخي ټکر نه لري؛ بلکې ډول ډول ګټې هم لري، چې ځینې يې دادي :

۱_ د بداء مسئله موږ دې خبرې ته ورمتوجه کوي،چې هر څه خداى پيدا کړي،پاېښت او تغيير يې د خداى په واک کې دی او تل پکې الهي اراده چلېږي،که څه رامنځ ته کېږي يا تغيير مومي، په ارادې پورې يې اړه لري .

2_ په بداء د مخلوق او خالق د علم توپير روښانه کېږي او يو له بله يې توپيروي؛ځکه د مخلوق او ان د خداى د پېغمبرانو او امامانو علم نه شي کړاى،پر هغه څه ولکه ولري،چې د پوه خداى علم پرې ولکه لري؛ځکه خداى له بداء او بدلونو هم خبر دى او دا ټول يې په ارادې پورې تړاو لري؛خو د مخلوق علم يوازې د تقديراتو په ظاهر پورې اړه لري او له بداء او هغو بدلونو خبر نه دى،چې کېداى شي پکې راشي .

په بله وينا: که څه کېداى شي ځينې مخلوقات او د خداى بندګان،د خداى په ښوونو سره يې، علم د پيدايښت ټولو ګوټونو ته وغځېږي؛خو فرضاً د دې علم په درلودو بيا هم د خداى علم ته نشي رسېدای؛ځکه داسې کس نور هغه پړاو ته نشى رسېدلاى، چې د خدای ځانګړنو علومو ته لاس رسی ولري؛ خو دا چې خداى چاته د يو څيز د “حتمي پېښېدو” خبر ورکړي او له “نهايي تصويبه” يې خبر کړي،چې بداء ورته لار نه لري او بې له دې هر پېغمبر او امام به د هر ځاى لپاره د بداء احتمال ورکړي،چې دا احتمال د هغوى د علم کچه د خداى د علم تر کچې ټيټوي،چې له نهايي تصويب او د بداء له پېښېدو او نه پېښېدو پوره خبر دى .

۳_ پر بداء عقيده به ددې لامل شي،چې انسان خپل ټول پام خداى ته ورواړوي، درشل ته يې مخه کړي،خپلې اړتياوې ترې وغواړي، له خدايه له بلاوو ژغورنه وغواړي،عزت، د علم توفيق، عبادت، د خير او نېکمرغۍ وسايل له خداى سره ولټوي او له خدايه له بدمرغۍ پناه وغواړي،چې د عبوديت دې پړاو ته رسېدل، پر بداء د عقيدې پايله ده؛ځکه د بداء په پامنيوي خداى کولاى شي، د انسان برخليک او تقدير واړوي او په دعا سره په تقدير کې بدلون راولي، برخلیک محو یا اثبات کړي او که پر بداء ګروهه و نه لرو؛ نو په دې ترڅ کې بايد ملتزم شو،چې څه را ته په تقدير کې ليکل شوي؛له ناچارۍ به هماغه کېږي او بدلون به پکې نه راځي.

د دې عقيدې له مخې، دعا او خداى ته پام به هیڅ اغېز ونه لري؛ځکه څه چې انسان له خدايه غواړي، که په کېدو يې د ځواک قلم راکښل شوی وي؛ نو پېښېږي به، چې نور به دعا ته اړتيا نه وي او که تقدير او د ځواک قلم يې پر خلاف کښل شوی وي او نه پېښېدل يې مقدور وي؛نو په دې ترڅ کې به نه پېښېږي او دعا به مو هېڅ اغېز ونه لري او ددې تفکر له امله به ټول انسانان خداى ته له دعا کولو نهيلي وي او دعا،عاجزي اوعبادت به شا ته واچوي او دا کړنې به بې ځايه وګڼي،چې دا خطرناک فکر نه يوازې په دعا پورې ځانګړی کېږي؛بلکې نورو کړنو؛لکه صدقې او نېکيو ته هم ورغځیږي، چې انسان يې د ښه برخلیک راتلو ته ترسره کوي .

دا څه چې وويل شول، بداء ته ځانګړى ارزښت ورکوي؛نو ځکه دا مسئله د اهلبیتو په روايتونو کې ډېره راغلې او ټينګار پرې هم شوى؛ لکه څنګه، چې شیخ” صدوق” په “توحيد” کې له امام “باقر” او که له امام “صادق” څخه را نقل کړي،چې خداى تعالى د بداء هومره په بل عبادت نه دى لمانځل شوى .

بيا “صدوق” له “هشام بن سالم” له امام “صادق” څخه نقل کوي : په بداچې د خداى هومره درناوى شوى،په بلې يوې وسيلې هم نه دى شوى.[32]

له “محمد بن مسلم” څخه هم رانقل شوي،چې امام “صادق” وويل : خداى له خپلو پېغمبرانو د درېو څيزونو ژمنه اخستې : پر بندګۍ منښته، له شرک ډډه کول او پر بداء عقيده او داچې که خداى وغواړي؛نو هر څه مخکې او وروسته کولاى شي.[33]

او ددې علت،چې د اهلبيتو امامانو د بدا مسلې ته دومره ارزښت ورکړى او خپلو لارويو ته يې هم پرې ټينګار کړى،دادى چې له بداء انکار؛يعنې د هغه له ځواکه انکار او داچې خداى ددې ځواک نه لري،په هغه څه کې بدلون راولي،چې تقدير کړي يې دي؛خو له بداء انکار او د مقدراتو په بدلولو کې د خداى له ځواکه انکار، پردې سربېره ،چې بې بنسټه او باطله عقيده ده،د دې لامل به شي، چې انسان له ښو چارو او دعا لاس واخلي او له خپلو مقدراتو نهيلى او د اړتيا په وخت کې خداى ته ډېره لږه پاملرنه هم و نه کړي او درشل ته يې مخ نه کړي .

که څوک ګروهمن شي،چې ځينې انسانان د نېکموغو په کتار کې دي بيخي يې حال نه اوړي او په بدمرغو کې نه شمېرل کېږي او ځينې انسانان،چې په بدمرغوکې شمېرل شوي،بيخي به يې حال وا نه وړي او د نېکمرغو په کتارکې نه راځي او قلم د انسانانو د برخليک په باب وچ شوى؛نو که داسې انګېرنه وي؛نو په يقين،چې ګناهکار نه يوازې له خپلې ګناه توبه نه کاږي؛بلکې لا ورته دوام ورکوي؛ځکه ګڼي،چې بدمرغي يې حتمي برخليک دى او د ادلون بدلون امکان پکې نشته! بلخوا شيطان نېک بنده ته و سوسه اچوي،چې ته خو له نېکمرغو ځنې يې او په بدمرغو کې به و نه شمېرل شې او همدا وسوسه ورته بس ده ، چې هغه په عبادت کې ناغېړۍ ته را کاږي .

ځينو مسلمانان،چې د ((مشيت)) په اړه د راغليو آيتونو او رواياتو په اړه پوره پوه شوي نه دي، په دووډلو ويشل شوي دي:

يوې ډلې انګېرلي، چې ((انسان د مجبورۍ له مخې هر څه کوي)) او بله ډله ګروهمنه شوې،چې : ((ټولې چارې انسان ته پرېښوول شوي دي ))

موږ د خداى په مرسته په راتلونکي بحث کې (( جبر او تفويض او قضا قدر)) څېړو او په دې باب به د حق لاره وسمه وپېژنو.

 

 

بيا هم د بداء په باب څو خبرې

د خدای تقدير د انسان په باره کي په دوه ډوله دي:

  1. محتوم او قطعی تقدير، چې هېڅکله د تغيير وړ نه دی؛
  2. معلّق او مشروط تقدير، چې د ځينو شرايط په نشتوالي، بدل کيدای شي او بل تقدير د هغه په ځای کي راځي.

د پورتني مسلّم اصل په پام کي لرلو سره، يادونه کوو چې په «بداء» باندې اعتقاد د اسلام د اصيلو عقايدو څخه يوه عقيده ده چې ټوله اسلامی ډلې په اجمالی توګه په هغه باندې اعتقاد لري، که څه هم په هغو کي ځينې د «بداء» د کلمې د کار وړنې څخه ډډه کوي. او دغه وېره د بداء د کلمې د استعمال څخه هم دا قضيې ته تاوان نه رسوي، ځکه چې مقصد د هغه د محتوا بيانول دی نه د هغه نوم.

د بداء حقيقت پر دوه اصلونو باندې ولاړ دی:

الف ـ خدای پر شتون باندی د قدرت او مطلقې سلطې لرونکی دی او هر کله وغواړي کولای شي يو تقدېر د بل تقدير سره ځای پر ځای کړي؛ په دې داسي حال کي چې پر هر دوه ډولو تقديرونو باندې يې، مخکينی علم لرلی، او هېڅ ډول بدلون هم د هغه په علم کي به لاره پيدا نه کړي. ځکه چې لومړنی تقدير هغسي نه ده چې د خدای قدرت محدود کړي او د هغه د بدلولو قدرت له هغه څخه سلب کړي. خدای تعالی د يهود د عقيدې پر خلاف، چې ويل يې: يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ، پراخه قدرت لري او په بل تعبير د هغه لاس خلاص دی: بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ.[34]

په بله وينا، خلّاقيت او پيدايښت ګرۍ د خدای له لورې، د قدرت په اعمالولو سره استمرار لري او د كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ[35] په حکم هغه د خلقت له چارې څخه فارغ نه دی او د خلقت کار همغسي دوام لري.

امام صادق د وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ د آيې په تفسير کي فرمايي: يهود وايي خدای د خلقت له چاري څخه فارغ شوی دی، لږوالی او ډېروالی (په رزق او عمر او نورو شيانو کي) لار نه لري. خدای د هغوى په تکذيب کي داسي فرمايي: غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ: د هغوى لاسونه دي تړلې وي او د خپل په کرغېړنو وينا باندې د خدای له رحمت څخه دي ليري وي! بلکې د هغه قدرت پراخ دی، هر ډول وغواړي انفاق کوي. وروسته زياتوي:

أَ لم تَسمَع قَولَ الله عزّ و جلّيَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ[36]: آيا د خدای خبره دي نه ده اورېدلې چې فرمايي: خدای هر څه چې وغواړي له منځه وړي او يا يې ثابت ساتي او دخدای سره دی امّ الکتاب (لوح محفوظ).

نتيجه دا چې: اسلامي عقيده د خدای د پراخ قدرت، مطلقه سلطه، او د خلاقيت د دوام او استمرار پر بنسټ باندې ولاړ دی، او خدای کولای شي هر کله وغواړي د انسان په مقدّراتو لکه عمر او روزي او نورو کي اوښتون ايجاد کړي او يو مقدّر د مخکيني مقدّر سره ځای پر ځای کړي، او هر دواړه تقديرونه په امّ الکتاب کي په ثبت باندې رسېدلي دي.

ب ـ د خدای له لوري د قدرت او سلطې په کارول او د هغه اقدام د يو تقدير د بل تقدير په ځای پر ځای کولو کي، بې له حکمت او مصلحت څخه تر سره کېږي، او د قضيې يوه برخه پخپله د انسان په کړنو پوري تړاو لري چې د اختيار او ښه او بد ژوند د غوره کولو له لارې خپل د سرنوشت د بل ډول کولو زمينه برابروي.

فرض کوو يو انسان، خدای دي نه کوي، خپل د پلار او مور او د خپلوانو حقوق نه مراعاتوي. په طبيعي توګه دا ناوړه کړنه د هغه په برخليک کي نا خوښه اغېزه به ولري. اوس که د ژوند په نيمايي کي خپل د کړنې څخه پښېمانه شي او له هغې نه وروسته په دې باره کي په خپلو دندو کي هڅه وکړي، په دې بڼه کي خپل د برخليک د بدلون زمينه جوړه کړې او د يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ د آيې مشمول به وګرځي. دا مطلب د قضيې په عکس کي هم صادق دی.

آيات او روايات په دې باره کي ډېر دي چې د ځينې يادونه يې کوو:

  1. إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ (رعد/١١): خدای د هېڅ قوم وضعه (له هوساينې څخه سختيو ته) نه اړوي مګر دا چې دوئ پخپله خپله وضعه واړوي.
  2. وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالأرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ (اعراف/٩٦): که په ودانيو او کَليو کي ميشته کسان ايمان يې راوړل او پرهېزګاره کېدل موږ د آسمانونو او ځمکې برکتونه د دوئ پر مخ پرانيستل، امّا (څه ګټه؟ چې) هغوى د خدای دين تکذيب کړل او موږ هم دوئ د هغوى د اعمالو د کيفر له کبله عذاب کړل.
  3. سيوطي پخپل تفسير کي يې راوړی دی چې: امير المؤمنين علي (ک) له پېغمبر اکرم (ص) څخه د يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ د آيې د تفسير په باره کي پوښتنه وکړه، پېغمبر اکرم (ص) په ځواب کي وفرمايل: زه ستا او د خپل امّت سترګې د دې آيې په تفسير سره روښانه کوم. صدقه د خدای په لاره، د پلار او مور سره ښېګڼه، او د نيکو کارونو تر سره کول، بدمرغۍ په نېکمرغۍ باندې بدلوي، د عمر د اوږدوالي تومنه ګرځي او د بدو مړينو څخه مخنيوی کوي.[37]
  4. امام باقر (ع) فرمايي: صله رحم (د خپلوانو سره تړاو)، د اعمال د پاکېدو او په مال کي د برکت سبب ګرځي، همدا راز د بلا مخنيوی کوي، او حساب آسانوي او معلّق اجل شا ته اچوي.[38]

دغه دوه اصلونو ته په پام کي لرلو سره روښانه کېږي چې په بدا باندې اعتقاد يوه مسلّمه اسلامي عقيده ده چې، د بداء د خاص تعبير او اصطلاح په صرف نظر کولو سره، ټوله اسلامی مذهبونه او ډلې دهغه په مفهوم باندې اعتقاد لري.

په پای کي، د دې څخه د خبرتيا لپاره چې ولي د دې اسلامي عقيدې څخه د «بدالله» په جملې سره تعبير شوی دی، دوه ټکې يادوو:

الف ـ د دې کلمې په کار وړنه کي، د ګران پېغمبر څخه لاروي شوې ده. بُخاري په خپل صحيح کي نقلوي چې هغه حضرت د درې کسو په باره کي چې د پيسي او ګري او ړوندوالي په ناروغيو باندې اخته ول، وفرمايل: «بَدا لله عزّ و جلّ أن يََبتَلِيَهم». نو بيا يې د هغوې ژوند ليک يې له هغه ځايه تر پايه پوري په مشروحه توګه بيان کړ او ويې ښوول چې څرنګه خدای د نعمت د کفران له امله د هغو نه د دوه کسو څخه د دوئ لومړنۍ روغتيا له دوئ نه اخيستې او د هغوى د مخکينيو کسانو په ناروغۍ باندې يې اخته کړ.[39]

ب ـ دا ډول استعمالات او کار وړنې د مشاکلې او د قوم په ژبه باندې د خبرې کولو له بابه څخه دی. په عرف کي معمول دی چې کله د يوه وګړي تصميم او هوډ بدلون ومومي وايي: «بدا لي» زما لپاره بدا پېښه شوه. د دين رهبران او لارښودونه هم، د قوم د ژبې د وينا، او مخاطبينو ته د مطلب د پوهولو له بابه، دا تعبير د خدای تعالی په باره کي په کار وړي. په هدغه زمينه کي د يادونې وړ دی چې په قرآن کي، لکه د مکر او کيد او خدعه او نسيان صفتونه په وار وار الهي سپېڅلي ذات ته نسبت ورکړ شوی دی. حال دا چې په مسلّمه توګه الهی ساحت او سيمه د دې چارو (د انسانانو تر منځ په رايج مفهوم او بڼې سره) د تر سره کولو څخه پاک دی. له دې نه سره سره د مکر او کيد او خدعه او نسيان صفتونه په قرآن کي الهي سپېڅلي ذات ته نسبت ورکړ شوي دي:

  1. 1. يَكِيدُونَ كَيْدًا * وَأَكِيدُ كَيْدًا (طارق/١٥ـ ١٦).
  2. وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا (نمل/٥٠).
  3. إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ (نساء/١٤٢).
  4. نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ (توبه/٦٧).

په هر حال، د شيعه محققينو د بداء د لفظ د استعمال په باره کې، د خدای په علم کې د بدلون امتناع ته په پام کې لرلو سره لوړه تحقيقونه لري چې په دې لنډيز کې د هغو د ذکر مجال نشته او موږ د تفصيل غوښتونکو ته په لاندي کې ياد شوو کتابونو ته ارجاع ورکوو.[40]

 

بداء

د عربي مغرب د پوهانو له نظره

مراكشي عالم؛ادريس حسيني په خپل كتاب ” الانتقال الصعب في المذهب و الګروهمن “كى د بداً په باب د كتاب په وروستۍ برخه كې يو لړ مطالب كښلي،چې موږ له فارسي (راه دشوار از مذهب به مذهب 523 مخ ) ژباړلي :

پر “بداء” باندې په ګروهمنو پسې ناوړه تبليغات شوي او دليل يې دا دى،چې ” بدا ” په ظاهر كې د پالونکې له مطلق علم سره اړخ نه لګوي .

د بداء لنډيز او نچوړ دا دى : خداى تعالى لومړى د يو كار په باب رايه او نظر لري؛خو وروسته يې نظر اوړي او په مشهوره اصطلاح عقيده يې تغيير مومي .

كه يوازې د بدا پر ظاهري مفهوم بسيا وكړو او حقيقي او واقعي مفهوم ته يې ځير نه شو ؛نو طبيعي ده چې دا ډول ګروهې نه منو .

د شيعه و په ګروهو كې “بدا ” له مهمو مسايلو ګڼل كېږي او اهل سنت پر بدا ګروهه “كفر” بولي او وايي،چې ددې عقيدې له امله شيعه له اسلامه وتلي دي .

نه پوهېږم چې ولې اهل سنتو (چې په كلامي علومو كې د اشاعره و لارويان دي ) بدا ته شا كړې،بايد ووايو چې اشاعره وايي:خداى چې هر كار( كه څه ناوړه او بد وي) وغواړي،كړاې يې شي چې دا عين ” عدالت ” دي .

كه د اهل سنتو له نظره ” بدا ” ناوړه كار وي؛خو که پر نص ثابته شى چې خداى تعالى به سرته رسولى وي (ځكه د خداى له لوري د ناوړه كار تر سره كول روا بولي ) بايد ومني يې او كه ويې نه مني ؛نو د خپلو كلامي علومو ښسټونه به يې نړولي وي؛دا ځكه د كلامي علومو بنسټ يې دى،چې خداى هر كار کړاى شي كه څه ناوړه او قبيح وي،چې دغسې كړنه عين عدالت دی.

پوښتنه دا ده ، چې ” بدا ” څه ته وايي او په دې باب د اماميه شيعه و ګروهه څه ده ؟

د لغاتو د كتابو له مخې “بدا” د ښكاره كېدو پر مانا ده ،چې کله وايو “بداء الشئ”؛ يعنې يو څيز راښكاره شو.قرآن مجيد وائې :(( وَبَدَا لَهُم مِنَ اللَّهِ)) (زمر/۴۷)

اهل سنتو د دې مفهوم له مخې ” بدا” رد كړې او د خداى په باب يې ناروا ګڼلې؛خو په عمل کې د شيعه و په څېر د هغه اصطلاحي مفهموم منلى دى.

شيعه هم د دې تعريف له مخې ” بدا ” نه مني؛ځكه د خداى علم پراخه،بى قيد او شرطه او ظاهر او باطن ورته يو دى،څه ورته پټ نه دي ، چې راښكاره شي.

((وَمَا يَخْفَى‏ عَلَى اللَّهِ مِن شَيْ‏ءٍ؛په ځمكه او اسمان كې څه له خداى څخه پټ نه دي)) (ابراهیم/۳۸)

حضرت علي (ك) وايي:هر راز خداى تعالى ته ښكاره دى او هر عيب او پټ ورته پيدا او په ډاګه دى.

شيعه د “بداء” په باب ډېرې ويناوې لري،چې بېلابېل اړخونه لري، چې ټول يې پر عقلي او شرعي دلايلو ولاړ دي چې دلته يوه برخه يې را اخلو :

په مقدراتو كې له بدا مطلب دا دى،چې د اطاعت،سر اېښوونې او نېكو چارو له مخې، د انسان په مقدراتوكې بدلون او تغيير رامنځ ته كېږي.

مقدرات په دوه ډوله دي:

(الف)_بې قيد او شرطه مقدرات:دا ډول مقدرات بدلون نه مومي، ځكه خداى مقدر كړي،چې كه انسان ته اكسيجن ونه رسېږي؛نو مري او يا كه انسان له الوتكې راولوېد؛نو مړينه يې حتمي ده.

(ب)_په قيد او شرط مقدرات: دا په دې مفهوم دي،چې د شرط په عملي كېدو به مقدر كېږي،لكه صله رحم يا زړه سوی او پر نورو مهرباني عمر زياتوي،كه څوك زنا وكړي عمر يې لنډېږي،د دې ډول مقدراتو بنسټ بدا ده،چې د بندګانو د كړنو له مخې بدلون يې موندلى دى .

((إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ ان‏ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ؛…. خداى د هېڅ قوم او ملت برخليك نه اړوي ، خو دا چې هغوى خپله په خپلو ځانو كې بدلون را نه ولي.)) (رعد/۱۱)

څو په ځان كې دې بدلون نه وي راوړى؛ نو دا اغېزمن مقدر لا پاتې وي ؛خو كه په ځان كې دې بدلون راوړ،خداى به ستا په باب بله پرېكړه وكړي هغه مقدره پريكړه،چې شرط ورباندې اېښوول شوى و،چې فلانى عمل به سرته رسوې.

ښايي د “بدا” دا ډول له عدل او اختيار سره اړخ ولګوي او د الهي عدل هم دا غوښتنه ده،چې انسان به يو مقدر مجبور نه وي،ان كه خپل حالات يې هم اړولي وي بايد ووايو،چې توبه او استغفار د دې ډول “بدا” يو بل تعبير دى.

د اهل سنتو په رواياتو كې دي،چې دعا مقدرات بدلوي او څه چې خداى ته په دغو ځانګړنو ښكاره كېږي د خداى په مطلق علم كې شامل دي او دا يو مقدر دى،چې بل مقدر له منځه وړي.

يوه ورځ حضرت علي كرم الله وجهه د يو خراب دېوال له څنګه را پورته شو او په بل ځاى کې كېناست،يو سړي ورته وويل:له الهي مقدراتو تښتې؟ورته يې وويل:هو له يو الهي مقدره بل الهي مقدر ته.

دا پېښه يو څرګند او ټينګ دليل دى،چې انسان د خپل ژوند د بهير د بدلون لپاره (صالح عمل او د خداى د اطاعت له لارې) اختيار،ازادي او قدرت لري،چې دا مسله د عدل له ګروهې سره بشپړ تړاو او همغږي لري.

ځکه كه بدا د الهي عدالت نښه او د بشر په اختيار پورې تړلې وي؛ نو دا خو يوه سمه ګروهه ده؛نو امامانو ويلي: خداى،چې څومره په بدا لمانځل شوى په بل څيز نه دى لمانځل شوى او په دې توګه شيعه و “بدا” داسې تعريف كړى ده :

خداى مختار او ازاد دى،چې د لزوم په وخت كې مقدرات واړوي.

شيخ مفيد (رح) وايي:ټول مسلمانان چې د نسخ او په څېر مسايلو(له شتمنۍ وروسته نيستي،له سلامتيا وروسته ناروغي،له ژوند وروسته مړينه) په باب يې څه وايي زه هم همدا وايم .

زياتوي:”عدليه ډله چې په کړنو د عمر د اوږدوالي او لنډوالي،رزق او روزي په باب څه وايي،زه هغه د بدا په باب وايم. ”

بايد وويل شي چې:”نسخ “دغسې حالت لري . قرآن مجيد وايي :

مَا نَنَسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَى‏ كُلِّ شَي‏ءٍ قَدِيرٌ؛ هر حكم چې منسوخوو او يا يې (نسخ) ځنډو، ترهغه ښه او يا هماغسې راوړو ايا نه پوهېږې،چې الله پرهر څه قادر دى ؟(بقره/۱۰۶)

ځکه نسخ كول،هغه “بدا” ده چې له الهي مطلق علم سره تناقض نه لري؛بلكې اړخ لګوي،هغه يو حكم په بل حكم نه نسخوي. البته په داسې حال كې چې منسوخ حكم مصلحت ونه ګڼل شي او د زمانې عامل په دې نسخې پورې تړاو لري،چې په پايله كې دغسې نسخ له زماني اړخ د حكم اطلاق قيد وي او نسخ د قانون جوړونې په محدوده كې نه ايسارېږي؛ بلكې په تكويني اړخ كې هم تطبېقېږي؛ځكه انسان چې كله د خداى خوښې او ” بدا ” ته تسليم دى،پايله دا چې،مقدره وه،چې لنډ عمرى وي؛خو عمر يې اوږدېږي او يا مقدره وه،چې عمر يې اوږد وي؛خو لنډېږي چې البته دا چارې،د هغه بداء د شرطونو په پوره كولو پورې تړاو لري؛ نو ” بدا ” هماغه “الهي تقدير” دى،چې پر انسان د حكم د بدلون لپاره وي او الهي مشروطو مقدراتو ته د انسان غاړه اېښوونه ده.

نو دا هغه بدا ده چې خداى تعالى د خپل قدرت په واک كې پيدا كړې او له واكمنۍ يې بهر نه ده او له ارادې سره يې اړخ لګوي،چې متعال خداى له لارې يې،پر انسان منت او احسان اېښى،چې د خپلو كړو وړو پر وړاندې مسوول وي.

د ” بداء ” په باب نور عقلي دلايل نه اوږدوم او همدو مره بس دي اوس په دې باب راغلي آيتونه او روايتونه،را اخلم:

په دې باب چې كوم آيتونه شته ظاهر او باطن يې پر بدا تطبېقېږي او د اهل سنت او جماعت له لارې راغلي روايتونه هم له “بدا” سره اړخ لګوي: (( كُلَّ يَوْمٍ هُوَ فِي شَأْنٍ؛يعنې هغه هره ورځ په شان اوكار كې دى.))

زمخشري (رح) ليكي:عبدالله بن طاهر حسين بن فضل راوغوښت او ورته يې وويل:زه د قرآن مجيد په درې آيتونو كې ستونزه لرم دا راسره اواره كړه :

(الف) _ په قرآن كې راغلي : ” كل يوم هو في شان،هغه هره ورځ په شان او كار كې دى ” حال دا چې ثابته شوې ده،چې د موجوداتو په باب تر قيامته د قلم رنګ وچ شوى دى.

حسين ورته په ځواب كى وويل:مطلب دا دى،چې خداى تعالى چارې را ښكاره كوي،نه دا چې پيلوي يې .

( ب ) _ يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ چې خداى څه وغواړي، له منځه يې وړي، يايې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده.(رعد/۳۹)

( ج ) _ وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى‏ آمَنُوا وَاتَّقَوا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّماءِ وَالْأَرْضِ وَلكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ – او كه د ښارونو او اباديو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې غوره كړې واى؛نو پر هغوى مو داسمان او ځمكې د بركتونو ورونه پرانستل؛ خو( هغوى حق ) دروغجن وګاڼه؛ نو موږ هم هغوى د خپلو كړو په سزا كې مجازات كړل. (اعراف/ ۹۶)

پوهېږو چې يونس عليه السلام خپل قوم خبر كړ،چې عذاب به پرې راشي؛خو خداى ته “بدا” وشوه او عذاب يې پرې نازل نه كړ.

خداى تعالى په قرآن مجيد كې وايي:ولې د يو ښار او ابادۍ اوسېدونکيو ايمان را نه وړ،چې ورته ګټور شوى واى؛ خو د يونس ( عليه السلام ) قوم چې کله ايمان راوړ په دنيا كې مې ترې رسوا كوونكى عذاب لرې كړ او تر يو ټاكلي وخته مې برخمن وګرځول.

دا پر قضا او قدر مشروطه” بدا” ده او دلته شرط يې “ايمان” دى.

د “بدا” په باب روايتونه ډېر دي:

حاكم نيشاپوري په خپل كتاب مستدرك كې راوړي :

ثوبان رضي الله عنه (د پېغمبر اكرم خدمتګار ) ويلي : له رسول اكرم ( ص ) مى واورېدل چې ويې ويل: “دعا مقدرات بدلوي،نيكي د انسان عمر زياتوي او ممكن انسان د ګناه له امله له تنګسې او د رزق او روزۍ له كمښت سره مخ شي. ”

د اهل سنتو په كتابو كې راغلي،چې دويم خليفه (رض) به تل دا دعا كوله:” خدايه!كه ما ته دې بد مرغي مقدره كړې وي؛نو رانه يې لرې كړه او پر ځاى يې نيكمرغي را ته مقدره كړه.”

رسول اكرم د احد په غزا كې وويل:”خداى تعالى نه دي غوښتي چې د حمزه (رض) لړمون د داسې چا په ګېډه كې وي،چې دوزخ ته ولاړ شي.”

هندې د ابو سفيان ښځې د حمزه رضى الله عنه لړمون خوړلى و، اهل سنت وايي،هندې وروسته ايمان راوړ او جنت ته به ځي.بايد وويل شي چې دا پېښه کټ مټ “بدا” ده.اهل سنت دلته بايد دوه څيزونه غوره كړي :

(الف)_پر “بدا ” ګروهمن شي،چې البته په عمل كې ورباندې ايمان لري .

(ب)_يوه صحابي ښځه تكفير كړي .

ځکه ويلاى شو،چې د “بدا” په باب د اهل سنتو عقيده د شيعه و د ګروهې په څېر ده،په دومره توپير چې شيعه له وخته پر مسله پوه شوي او د يوې اعتقادي مسلې په توګه يې مطرح كړې؛خو اهل سنتو درك كړې نه ده؛خو په ناخبرۍ كې يې منلې ده.

لنډه خبره دا چې مقدرات په دوه ډوله دي:

(الف)_مطلق مقدرات،چې هېڅ بهرني بدلونونه پرې اغېزمن نه دي.

(ب)_مقيد مقدرات،چې د خلكو په كړو وړو پورې اړه لري او بدلون مومي ، البته دا بدلون د خداى تعالى په علم او ارادې كې نه دى،څه چې د دې بدلون لامل شوي،هغه مقدرات دي،چې د خلكو په چارو پورې مشروط ګڼل شوي او د خلكو كړه وړه د دې باعث ګرځي چې يو مقدر بدلون ومومي او البته دا ټول په يوه مدار كې دي او هغه د خداى تعالى مقدرات دي چې د انسان اراده د يو كار په سرته رسولو يا پرېښودو كې ناليدلې نه ګڼي او بايد وويل شي چې دلته،عدل او اختيار په سترګو كېداى شي؟

(پوښتنه)_كه له “بدا” مطلب په (صالح او ناصالح) کړنو د مخكېني برخليك بدلون وي؛نو ولې دا ګروهنه د “بداء” پر لفظ تعبيروي؟

ځواب: په عربي كې مجاز او استعاره ډېره په كارېږي،ولې خداى تعالى د مشركانو د چل ول د خنثى كولو لپاره د “مكر” لفظ راوړى: ” … وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ“(انفال/۳۰ )، د منافقينو د خبرو د نقد او كره كتنې لپاره وايي :

إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ(بقره/۱۴) د ” استهزاء ” لفظ په كاروى او وايي :

اللّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ (بقره/۱۵) حال دا چې “استهزا،يو ناروا كار دى او د پالونکي له شانه لرې ده؟

د دې ټولو پو ښتنو ځواب په يوه كلمه كې راټولوو :محاكات او ورته خبري كول ، او د مخاطب په تعبير د خپل فكر تعبيرول د بلاغت له اصولو ګڼل كېږي .

شاعر وايي :

قالوا افترح شياْ نجدلك طبخه

قلت اطبخو الى جبه و قميصاْ

دوستانو وويل:څه غواړې چې درته يې پاخه كړو؟ورته يې وويل : ماته جبه (ارتې او پراخې جامې) او كميس پاخه كړه. دلته شاعر ګنډل پر پخولو تعبيروي دا ولې؟ دا ځكه د مخاطب په خبره كې د خياطت (ګنډلو ) اصطلاح راغلې ده

دلته هم دا ډول بدلون د بشر له اړخ،يو ډول بداء ده؛نو د خداى په باب هم له دې اصطلاح كار اخستل شوى او په واقع كې د “بدالله” د جملې واقعي مانا دا ده : ” ابداء من الله لنا ” .

پردې سربېره د اسلام ستر پېغمبر(ص) په نېكو او بدو کړنو د برخليك بدلون ته همدا اصطلاح راوړې،چې په صحيح بخاري كې روايت شوې ده او داستان يې داسې دى:

درې تنه بني اسرائيل ول،يو”پي”،بل “ګنج” او درېم يې “ړوند” و.

الهي پرېښته ورته راغله او و يې ويل:څه غواړئ؟هر يو ورته له خپلې ناروغې شفا او د اوښ،غوا او پسه په څېرڅارويو غوښتنه هم وكړه.خداى تعالى غوښتنه يې ومنله،لومړي ته يې د بدن ښكلى پوټكى ، دويمې ته يې ښكلي ويښتان او درېم يې بينا كړ او كوم مالونه چې يې غوښتي ول،هم وركړل .

بيا همدا پرېښته د يو فقير سړي په بڼه هر يوه ته ورغله او ورته يى وويل:بېوسې او نيستمن يم،څه راكړئ،لومړنۍ او دويمې څه ورنه كړل، خو درېمني ورسره مرسته وكړه،په دې ځاى كې خداى تعالى ته “بدا” پېښه شوه،دوه لومړي كسان يې د بدو کړنو له امله پخواني حالت ته واړول او درېم يې د نيكو کړنو له کبله هماغسې پرېښود .

پېغمبر اكرم (ص) دلته د ” بدالله ” جمله راولي او وايي:

“بدالله ان يبتليهم فبعث الله اليه ملكا من الارض فقال اي شي احب اليك …

صحيح بخاري:1/27 ،كتاب علم.4 ټوك:دويم باب لومړى حديث، برص،اعمى،و اقرع بني اسرائيل .

[1] .صحيح بخاري: ٣ټ، ٣٤مخ؛کتاب الادب،١٢او١٣ بابونه. صحيح مسلم، ١٩٨٢مخ،٢٠او٢١احاديث باب صله رحم دامام احمدحنبل مسند، ٣ټ، ٢٤٧او٢٦٦مخونه،٥ټ،٧٦مخ.

[2] . قرطبي تفسير:٩ټ ، ٣٢٩- ٣٣١مخونه

[3] . دابن ماجه د سننوسريزه ،لسم باب ، ٩٠حديث

[4] . ابن کثيرتفسير،٢ټ،٥١٩مخ.

[5] . قرطبي ( تفسير،٢ټ،٣٢٩)

[6] . طبري ( تفسير،١٣ټ،(١١مخ)

[7] . سيوطي ( تفسير٤ټ٦٥مخ )

[8] . صحيح ترمذي ؛۸/ ۳۵۰ .

[9] . ابن ماجه۱/ ۲۴،حاکم، مستدرک (۱/ ۹۳ ) او احمد حنبل ،مسند (۵/ ۲۷۷ او ۲۸۰، ۲۸۲ ) حاکم په مستدرک کې ددې روايت کره توب کره کوي او “ذهب”ي هم پرې نيوکه نه ده کړې.

[10] . طيالسي ، مسند، ٣٥٠مخ ، ٢٦٩٢ حديث+ اما احمد حنبل سيد١ټ ، ٢٥١، ٢٩٨او ٣٧١ مخونه + ابن سعد طبقات، ١ټ، ٧-٩ مخونه لومړۍ برخه دارويا چاپ + ترمذي سنن ، ١١ټ ، ١٩٦او ١٩٧ مخونه داعراف سورت په تفسيرکې +بحارالانوار٤ټ ، ١٠٢او ١٠٣ مخونه په ډېرلږ توپيرله امام باقرروايت کړى دى .

[11] . بحارالانوار ( ٤ټ ، ١٠٨مخ )

[12] . ( بحار، ٤ټ، ١٠٨ مخ ) د صدوق له توحيد نه په نقل سره.

[13] . ( بحار،٤٧ټ،١٠٨مخ ) د صدوق له توحيده په نقل سره

[14] . (بحارالانوار،٤ټ،١٠٨مخ ) د صدوق له توحيده په نقل سره

[15] . (بحار،٤ټ،٩٩مخ ) د علي بن ابراهيم له تفسيره په نقل سره .

[16] . ( بحار:٤ټ،١٠٢مخ ) د شيخ مفيد له امالي نه په نقل .

[17] . ( بحارلانوار،٤ټ ،١٠٢مخ )

[18] . ( بحارلانوار،٤ټ ،١٠٢مخ )

[19] . بحار،٤ټ ، ١١١مخ

[20] . عيون اخبار الرضا:۱۳ باب او همداراز : بحار : د بدا او نسخ باب (2 او 132 ) د کمپانۍ چاپ .

[21] . (بحار ؛د بدا او نسخ باب (٢/١٣٦) د کمپانې چاپ او همداراز وافي: د بداء باب (٢/١١٣) او همداراز دا روايت کليني هم په کافي کې له ابي بصير څخه روايت کړى دى .)

[22] . بحار :د بدا او نسخ باب ٤/١٣٣ د کمپانۍ چاپ.

[23] . بحار : دبدا او نسخ باب ۲/ ۱۳۳د کمپانۍ چاپ .

[24] . هماغه سرچينه 134 مصدر .

[25] . طبرسي؛احتجاج : ۱۳۷.

[26] . بحار؛د بداء او نسخ باب ۲/ ۱۳۹  د کمپانۍ چاپ .

[27] . (هماغه سرچينه ۱۳۲)

[28] . بحار: باب بدا او نسخ (136/2 )

[29] . بحار؛د بدا اونسخ باب ۲/ ۱۳۹.

[30] . بحار ؛د بدا او نسخ باب ۲/ ۱۳۹.

[31] . بحار ؛د بدا او نسخ باب 2،136 د کمپاني چاپ . او همداسې :وافي ؛ دبدا باب 1 او 113 او کليني هم دا روايت له عبدالله بن سنان له امام “صادق” څخه راوړى،چې بداء په څه کې نه واقع کېږي؛خو دا چې خداى ترې مخکې له مخکې خبر وي .)

[32] . (توحيد صدوق؛دبداء باب 272 د 1386 ه کال چاپ او همداسې کافي،وافي د بدا باب 113/1 )

[33] . صدوق؛ توحيد : دبداء باب 272 د 1386 هجري قمري کال چاپ او همداسې په کافي کې،وافي د بدا باب 113/1

[34]. مائده/ 64.

[35]. الرحمن/ 29.

[36]. رعد/ 39.

[37]. الدر المنثور: 3 / 66.

[38]. کافي، 2/ 470.

[39]. صحيح بخاري: 4/ 172.

[40]. د شيخ صدوق د توحيد کتاب، 232 ـ 236 مخونه؛ د شيخ مفيد تصحيح الاعتقاد، 24مخ؛ عدة الاصول: 2/ 29؛ کتاب الغيبة، 262- 264 مخونه، د نجف چاپ.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست