بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تبليغ دود قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا ﴿نوح/۵﴾ = (نوح) وويل: (( پالونكيه! په رښتینه كې ما خپل قوم شپه و ورځ (ستا لوري ته) راوباله. فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا ﴿ نوح/۶﴾ = نو بلنې مې د دوى تېښته [له ايمان او اطاعته] ورزياته كړه. وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
تبليغ دود
قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا ﴿نوح/۵﴾ = (نوح) وويل: (( پالونكيه! په رښتینه كې ما خپل قوم شپه و ورځ (ستا لوري ته) راوباله.
فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا ﴿ نوح/۶﴾ = نو بلنې مې د دوى تېښته [له ايمان او اطاعته] ورزياته كړه.
وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا ﴿ نوح/۷﴾ = او په حقيقت كې ما چې هر ځل دوى بللي، چې ويې بښې (؛ نو) خپلې ګوتې يې پخپلو غوږونو كې ايښي او خپل څادرونه يې پر سر راکښلي او (پرخپل مخالفت يې) ټينګار وکړ او ښه ډېره زياته لويي يې وكړه.
ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ﴿ نوح/۸﴾ = بيا مې په رښتینه كې دوی (ستا د فرمان اطاعت ته) په لوړ غږ راوبلل،
ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا ﴿ نوح/۹﴾ = بيا مې په رښتيا په ښكاره او پټ په پټه (د توحيد او ايمان حقيقت) ته راوبلل.
په دې آيتونو كې چې د نوح (ع) د بلنې په اړه راغلي، پردې سربېره چې پېغمبر اکرم (ص) او په مكه كې ډېرو لږو مؤمنانو ته تسلي او ډاډ وركوي، د خداى د لارې ټولو مبلغانو ته يوه ټولیزه كړلار هم ده.
د آيتونو له لحنه ګټنه كېږي چې نوح (ع) كله د خلكو كورونو ته ورتله يا يې په كوڅو او بازار كې ځانته خبرې ورسره كولې او په زغم او مينه يې تبليغ ورته كاوه او كله به د خوشحاليو او ويرغونډو ته ورتله او د خداى حكم به يې په ډاګه ورلوسته؛ خو همېش له نامطلوبو غبرګونونو، سپكاوۍ او وهلو ډبولو سره مخېده؛ خو بيا يې هم له خپل تبليغ لاس نه اخسته.
دا هېښنده زغم او زړه سوى او بېسارى څوار – استقامت يې حق دين ته د بلنې په لار كې يوه پانګه وه. ډېره هېښنده خو دا، په نهه سوه او پنځوس كلنې بلنې كې يې، يوازې د اتيا تنو په شاوخوا كې پرې ايمان راووړ.
هو! هغه د خلكو ښه مشر او لارښودېداى شي چې له دې چار سره ډېر مينه ولري او پر خلكو زړه سواند وي؛ بلكې پر خلكو ميين او عاشق وي. که له اولاد سره د مورو پلار مينه نه واى؛ نو د روزنې او پالنې ستونزې یې زغملاى نشوې او كه پېغمبران د خلكو د ښيون (هدایت) څوبمن او مينوال نه واى؛ نو ددې چار پېټى يې منلاى نشو او ددې لارې ډول ډول خطرونو ته يې غاړه نه ايښووله. (پيام قرآن، 7: 42 مخ او نمونه، 25: 65 مخ.)