تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر جمعه سورت جمعه سورت یوولس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی. ددې سورت یوه بنسټیزه موخه، د جمعې ورځ په اوونیزه غونډه او لمانځه کې ګډون ته د مسلمانانو هڅونه ده. دا سورت د الله (ج) په تسبیح او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

جمعه سورت

جمعه سورت یوولس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی.

ددې سورت یوه بنسټیزه موخه، د جمعې ورځ په اوونیزه غونډه او لمانځه کې ګډون ته د مسلمانانو هڅونه ده.

دا سورت د الله (ج) په تسبیح او د اسلام پېغمبر په بعثت پیل شوی او په دوام کې یې له مسلمانانو غواړي، چې د یهودو په څېر مه وسئ، چې تورات ورکړ شو؛ خو هغوی و نه زغمه او عمل یې پرې ونکړ او له مسلمانانو غواړي، چې کله مو د جمعې لمانځه اذان واورېد، له هر کاره لاس واخلئ او د الله (ج) ذکر ته وروځغلي او که داسې یې و نه کړل؛ نو رټنوړ دي.

د جمعې پر شپه او جمعې لمانځه په لومړي رکعت کې ددې سورت پر تلاوت سپارښتنه شوې ده.

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

یُسَبِّحُ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ الْمَلِکِ الْقُدُّوسِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ«1»=څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، تل هغه الله په پاکۍ يادوي،چې مالك او واكمن دى او (له هر عيب او نيمګړتيا) بشپړ پاك ناماتى حكيم دى .

 

ټکي:

* تېر سورت په «سَبَّحَ» او دا سورت په «یُسَبِّحُ» پیل شوی دی، چې وښيي تسبیح الله (ج) ته وه، ده او وي به.

* ښايي، په دې آیت کې «الْمَلِکِ ، اَلْقُدُّوسِ ، اَلْعَزِیزِ ، اَلْحَکِیمِ» څلور صفات، د راتلونکي سورت سریزه وي، چې وايي: (هُوَ الَّذِی بَعَثَ فِی الْأُمِّیِّینَ …) که الله (ج) پېغمبر درلېږي؛ نو لمانځنې ته د الله (ج) د اړتیا لپاره نه؛ بلکې هغه ځواکمن او سپېڅلی واکمن دی او د انبیاوو بعثت یې د حکمت پر بنسټ دی، چې انسان په ځانسازۍ، ښوونه، روزنه، دین او حکمت، له تورتمونو ځنې رڼا ته وباسي.

* د الله (ج) تسبیح د ټولو سمو اسلامي اندونو او ګروهو جرړه ده:

توحید، د تسبیح او له شرکه د الله (ج) پاک ګڼلو پر بنسټ دی. «سُبْحانَ اللّهِ عَمّا یُشْرِکُونَ[1]»

عدل، له ظلمه د الله (ج) پاک ګڼلو پر بنسټ دی. «سُبْحانَ رَبِّنا إِنّا کُنّا ظالِمِینَ[2]»

نبوّت او امامت د الله (ج) د تسبیح پر بنسټ دی؛ یعنې الله (ج) تردې سپېڅلی دی، چې بشر بې لارښوده، پر خپل حال پرېږدي؛ نو هغوی چې وايي: الله (ج) وحې او لارښود نه دی رالېږلی؛ نو په حقیقت کې الله (ج)  یې سم نه دی پېژندلی. «وَ ما قَدَرُوا اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قالُوا ما أَنْزَلَ اللّهُ»[3]

معاد، له بې ګټې او چټي چارو د الله (ج) سپېڅلي ګڼلو پر بنسټ دی. «رَبَّنا ما خَلَقْتَ هذا باطِلاً سُبْحانَکَ[4]»، «أَ فَحَسِبْتُمْ أَنَّما خَلَقْناکُمْ عَبَثاً وَ أَنَّکُمْ إِلَیْنا لا تُرْجَعُونَ[5]»

هو! که انسان، الله (ج) له هر عیب او نیمګړتیا پاک او سپېڅلی وګاڼه؛ نو بنده او عاشق یې شي، ترې پروا کوي، پرې توکل کوي او خپلې ټولنیزې اړیکې او کړنې د هغه د خوښۍ پر چورلیځ اوډونوي – ترتیبوي.

 

د تسبیح ارزښت او مقام

* په قرآن کې، اته ځل د توکل حکم، اته ځل د استغفار حکم، پینځه ځل د عبادت حکم، پینځه ځل د ذکر او الله (ج) یادونې حکم، دوه ځل د تکبیر حکم، څو ځل د سجدې حکم؛ خو د تسبیح حکم شپاړس ځل راغلی دی.

* امام صادق(رح) له رسول الله صلی الله علیه و آله رانقلوي، چې آنحضرت وویل: هرکله چې یوه بنده «سبحان الله» ووايي؛ نو څه چې تر عرش لاندې دي، ورسره یوځای تسبیح وايي او دې تسبیح ویونکي ته لس ګرایه ثواب ورکول کېږي او چې کله «الحمد لله» ووايي، الله دنیوي نعمتونو وروړاندې کړي، تر هغه چې له الله سره ملاقات وکړي او بیا د آخرت نعمتونو وروړاندې کېږي [6]

* د الله (ج) تسبیح یو ډول مننه ده، قرآن وايي: چې کله مو بری په برخه شو؛ نو د الله تسبیح ویاست.( إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ وَ الْفَتْحُ … فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ[7])

* د الله (ج) تسبیح، د هغو کلیماتو کفاره ده، چې په غونډو کې ویل یا اورېدل کېږي. په حدیث کې لولو: رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم به چې له کومې غونډې پاڅېده، د «سبحانک اللهم و بحمدک» ذکر به یې وایه او ویل یې چې دا کلیمه د غونډې کفاره ده.(انه کفاره المجلس)

* د الله (ج) تسبیح ژغورنوزله ده. قرآن د حضرت یونس علیه السلام په اړه وايي: «فَلَوْ لا أَنَّهُ کانَ مِنَ الْمُسَبِّحِینَ لَلَبِثَ فِی بَطْنِهِ إِلی یَوْمِ یُبْعَثُونَ[8]) که هغه تسبیح ویونکی نه و؛ نو د تل لپاره به د کب په نس کې پاتېده.

په بل حدیث کې راغلي دي: چې کله انسان «سبحان الله» وايي، ټولې پرښتې پرې درود وايي.«صلی علیه کل ملک[9]»

* د رمضان مبارکې میاشت په پېشمنیو کې د داسې دعاوو په ویلو ټینګار شوی، چې ټولې غونډلې – جملې یې په «سبحان الله» پیلېږي: (سبحان من یعلم جوارح القلوب…،سبحان رب الودود…)

* په حدیث کې لولو: یو سړی د امام صادق(رح) کور ته ورغی او آنحضرت یې پر لمانځه ولید، چې شپېته ځل یې «سبحان الله» ووایه او په بل حدیث کې راغلي: امام صادق(رح) په سجده کې پینځه سوه ځل د«سبحان الله» وویل[10].

 

د موجوداتو تسبیح

په الهي نړۍ لید کې، لمانځنه او عبادت یوازې په انسانانو پورې ځانګړی نه دی؛ بلکې د هستۍ ټول موجودات یې په لمانځنه او عبادت بوخت دي.

* یو وګړي له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله نه معجزه وغوښته. آنحضرت له ځمکې یو څه شګې راپورته کړې، په لاس کې یې ونیوې او د آنحضرت په غوښتنه او الهي اجازه یې د شګو د تسبیح غږ واورېد[11].

* رسول اکرم صلی الله علیه و آله وویل: ډېر دي داسې سپرلۍ، چې پرې تر سپرو غوره دي؛ ځکه د الله ذکر کوي[12]. او څاروی به پر مخ نه وهئ؛ ځکه د الله تسبیح وايي، « نهى رسول اللَّه عن ان توسم البهائم فى وجوهها، و ان تضرب وجوهها لانها تسبح بحمد ربها[13]»

* د هستۍ د موجوداتو د تسبیح په اړه دې څو ټکي له پامه و نه غورځول شي:

الف)قرآن د هستۍ د موجوداتو تسبیح آګاهانه او د علم او شعور له مخې ګڼي: «کُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلاتَهُ وَ تَسْبِیحَهُ[14]»

ب)هر څوک د هستۍ د موجوداتو تسبیح درک کولای نشي: «وَ لکِنْ لا تَفْقَهُونَ تَسْبِیحَهُمْ[15]»

ج) د هستۍ د موجوداتو تسبیح ډول ډول ده. امام سجاد(رح) له امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه رانقل کړي: مرغان هر سهار د الله تسبیح وايي او د خپلې ورځې ځواک ترې غواړي[16].

نظامي ګنجوي په دې اړه یو شعر لري:

 خبر داری که سیاحان افلاک

چرا گردند گِرد مرکز خاک

چه می خواهند،از این منزل بریدن

که می جویند،از این محمل کشیدن

در این محراب،معبودشان کیست

از این آمد شدن،مقصودشان چیست

همه هستند سرگردان چو پرگار

پدید آینده خود را طلب کار

 

حافظ شیرازي هم وايي:

روشن از پرتو رویت،نظری نیست که نیست

منّت خاک درت،بر بشری نیست که نیست

ناظر روی تو صاحب نظرانند آری

سرّ گیسوی تو در هیچ سری نیست که نیست

 

حاجی سبزواري د منظومه کتاب خاوند هم وايي:

موسیی نیست که دعوی«انا الحق»شنود

ور نه این زمزمه اندر شجری نیست که نیست

 

مولانا جلال الدین محمد بلخي (رح) هم وايي:

جمله ذرّات عالم در نهان

با تو می گویند روزان و شبان

ما سمیعیم و بصیر و باهشیم

با شما نامحرمان ما خامشیم

 

پېغامونه:

1-په الهي نړۍ لید کې، هستي د الله (ج) تسبیح ویوونکې ده. «یُسَبِّحُ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ»

2- په تکویني تسبیح کې، د آسماني او ځمکني موجوداتو، د جماداتو او نباتاتو او حیواناتو او انسان ترمنځ توپیر نشته. «یُسَبِّحُ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ»

3- ستاینه دې کچه، تول او دلیل ولري، تسبیح یوازې هغه ته ځانګړې ده چې واکمني، سپېڅلتیا، عزت او حکمت یوځای لري.( یُسَبِّحُ لِلّهِ … اَلْمَلِکِ الْقُدُّوسِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ)

4-د الله (ج) واکمني، له سپېڅلتیا، عزت او حکمت سره یوځای ده.«الْمَلِکِ الْقُدُّوسِ»

5-د الله (ج)  واکمني، له حکمت سره ده.( اَلْمَلِکِ … اَلْحَکِیمِ)

6- الله (ج) عزتمن او ځواکمن دی. «الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ» (لکه څنګه چې استازی، پر استازي یې ایمان راوړونکي او قرآن یې عزتمن او ځواکمن دی. «وَ لِلّهِ الْعِزَّهُ وَ لِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِینَ[17]»، «وَ إِنَّهُ لَکِتابٌ عَزِیزٌ[18]»

7-هغه ځواک ارزښتمن دی، چې له حکمت سره وي، «الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ» الله(ج) هم ځواکمن دی او هم حکیم؛ خو د نورو ځواکمني معمولا د استکبار او استعمار له روحیې سره مل وي.

 

هُوَ الَّذِی بَعَثَ فِی الْأُمِّیِّینَ رَسُولاً مِنْهُمْ یَتْلُوا عَلَیْهِمْ آیاتِهِ وَ یُزَکِّیهِمْ وَ یُعَلِّمُهُمُ الْکِتابَ وَ الْحِکْمَهَ وَ إِنْ کانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِی ضَلالٍ مُبِینٍ«2»= (الله) هغه (ذات) دى،چې په نالوستو كې يې په خپله له همدوی یو استازی راپاڅاوه، چې د خداى آيتونه ورولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت وروښيي او که څه تردې له مخه په څرګند بېلارېتوب كې ول .

 

ټکي:

* د «امی» کلیمه د «ام» کلیمې ته ورمنسوب ده. د مکې خلکو ته ددې کلیمې اطلاق، یا ددې لپاره ده، چې مکه (امّ القری) ده، یا له هغه اړخ، چې په عربي ژبه کې «امی» هغه ته وايي، چې لیک لوست نشي کولای؛ ځکه د هغې ورځې په څېر دی،چې له موره زيږېدلی دی.

* امام صادق(رح) نه رانقل شوي: دا چې د مکې خلکو کتاب او اسماني مشر نه درلود؛ نو الله په امّي یاد کړي دي؛ ګنې ځینو یې لیک لوست کولای شو[19].

* «یُزَکِّیهِمْ» د «تزکیه» له مصدر او جرړه یې «زکات» له خیر او برکت سره د ودې په مانا دی؛ یعنې پېغمبراکرم دنده لري، چې د خلکو له منځه ناوړه اخلاق لرې کړي او نېک خویونه پکې دود کړي، چې ودې او کمال ته ورسي.

* دلته له «حکمت» نه مراد هماغه معارف او حقایق دي، چې د قرآن له آیتونو راوځي او نړۍ ته د انسان د لید په بدلون او هغه ته د سم لید په ورکولو د نېکمرغۍ  لاره چاره چمتو کوي.

لکه څنګه چې د الله (ج) منکرانو ویل: «ما هِیَ إِلاّ حَیاتُنَا الدُّنْیا[20]» ژوند مو په همدې دنیا پورې محدود دی؛ خو الله (ج)، حقیقت یو بل څه ښيي او وايي: «ما هذِهِ الْحَیاهُ الدُّنْیا إِلاّ لَهْوٌ وَ لَعِبٌ وَ إِنَّ الدّارَ الْآخِرَهَ لَهِیَ الْحَیَوانُ[21] = دا دنیا خو مازې لوبه او بوختیا ده او واقعي ژوند په آخرت کې دی» 

* «حکمت»له «کتاب» نه جلا نه دی؛ بلکې یوه ځانګړنه یې ده؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: «وَ الْقُرْآنِ الْحَکِیمِ[22]»او الله هم، کتاب او حکمت یو د بل ترڅنګ پر خپل استازي ورنازل کړي دي: «وَ أَنْزَلَ اللّهُ عَلَیْکَ الْکِتابَ وَ الْحِکْمَهَ[23]»؛ نو پردې بنسټ، د کتاب له ښوونې او حکمت مراد، چې د پېغمبر اکرم دنده ده، «یُعَلِّمُهُمُ الْکِتابَ وَ الْحِکْمَهَ» د قرآن تعلیم او ښوونه سراسر حکمت دی، چې خلکو ته سم ژوند لید ورزده کوي[24].

* په بقره سورت 129 آیت کې ابراهیم علیه السلام له الله (ج) وغوښتل، چې له داسې ځانګړنو سره یو پېغمبر ورمبعوث کړه، چې په آیت کې وویل شو او په دې آیت کې یې منل کېدل ګورو. په حدیث کې راغلي چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل:«أنا دعوه أبی ابراهیم»؛ یعنې زه د پلار مې ابراهیم منل شوې دعا یم.

*په تېر آیت کې د حکیم، الله (ج) خبره وه او په دې آیت کې د الله (ج) د حکمت یوه نښه، د پېغمبراکرم بعثت او د انبیاوو د بعثت یو دلیل، خلکو ته د حکمت ورزده کول ښوول شوي دي.

* په قرآن کې ۴۶ ځل د کږلارۍ خبره شوې ده او ډېری وخت د «ضَلالٍ» کلیمه له «مُبِینٍ» سره راغلې ده او کله په «ضَلالٍ کَبِیرٍ[25]» او «ضَلالٍ بَعِیدٍ[26]» تعبیر شوې ده؛ نو په یوه ځغلنده کتنه پوهېږو، چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله خلک:

له اولاد وژنې مینې ته،

له ناپوهۍ پوهې ته،

د نورو د مال له لوټولو، د خپل مال سرښندنې او له خپل ماله تېرېدو ته ،

له سودخورۍ، حلالې ورهڼې ته ،

له شرکه توحید ته،

له درزه یووالي ته،

له کږنو انګېرنو حقیقت ته،

له ذلّته عزّت ته،

او په یوه وېنا، له ضلالته،هدایت ته ورسیخ کړل.

لکه څنګه جعفر بن ابیطالب، د حبشې پاچاه، نجاشي ته د اسلام پېغمبر په ځانګړنو کې وویل: موږ داسې خلک وو، چې بوت لمانځنه مو کوله، مرادر مو خوړل، ناوړچاري مو کوله، د خپلوۍ اړیکې مو شلېدلې وې، د ګاونډي حق مه نه ساته، پیاوړیو وګړیو به پر کمزوریو رحم نه کاوه او… تردې چې الله (ج) په موږ کې یو تن پېغمبر وټاکه او موږ ته یې د انساني ارزښتونه حکم وکړ. «وَ إِنْ کانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِی ضَلالٍ مُبِینٍ»

پوښتنه: آیا د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله یوازې  اُمّیین او د حجاز خلکو او عربانو ته مبعوث شوی دی ؟

ځواب: حضرت محمّد صلی الله علیه و آله د مکې په خلکو کې راڅرګند شو او بلنه یې له هماغه ځایه پیل کړه؛ خو کوم لیکونه یې چې د ایران، روم او نورو ټبرونو مشرانو ته واستول، ددې حقیقت څرګندوی دی، چې آنحضرت په جزیرة العرب او یا عرب قوم پورې ځانګړی نه و.

 

پېغامونه:

1- د پېغمبرانو بعثت یو الهي کار دی. «هُوَ الَّذِی بَعَثَ»

2- د پېغمبرانو بعثت د ټولنې په هر اړخ کې د اوختون لامل دی. «بَعَثَ»

3-له یوې امّي/نالوستې ټولنې د پېغمبر راپورته کېدل او د علم او حکمت بیرغ پورته کول یې یوه الهي معجزه ده. «بَعَثَ فِی الْأُمِّیِّینَ رَسُولاً»

4-د اسلامي ټولنې مشر دې له خلکو، «رَسُولاً مِنْهُمْ» او په خلکو کې وي. «فِی الْأُمِّیِّینَ»

5-د قرآن تلاوت، د تزکیې سریزه او تزکیه پر ښوونې او روزنې ورلومړۍ ده.(یَتْلُوا … یُزَکِّیهِمْ … یُعَلِّمُهُمُ .(لکه څنګه چې په یوه بل ځای کې لولو: «اتَّقُوا اللّهَ وَ یُعَلِّمُکُمُ اللّهُ»[27]).

6- تزکیه او ځانسازي دې د انبیاوو د ښوونځي او الهي آیتونو تر سیوري لاندې وي. ( هغه ریاضتونه او رهبانیتونه چې د پېغمبرانو د ښوونوو تر سیوري لاندې نه وي،پخپله یو ډول کږلاري ده .) «یَتْلُوا عَلَیْهِمْ آیاتِهِ وَ یُزَکِّیهِمْ»

7- تزکیه، ښوونه او تعلیم، د انبیاوو د کړلارو په سر کې دي. «یُزَکِّیهِمْ وَ یُعَلِّمُهُمُ»

8-د انبیاوو په ښوونځي کې، اروايي روزنه او اندیزه ښوونه، د لید او لیدانې/ بصیرت ترڅنګ اوڅار دي. «یُزَکِّیهِمْ وَ یُعَلِّمُهُمُ الْکِتابَ وَ الْحِکْمَهَ»

9- په فاسد چاپېریال کې هم روزنیز کار کولای شو. «وَ إِنْ کانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِی ضَلالٍ مُبِینٍ»

10-د الهي پېغمبرانو د زحمتونو درک کولو لپاره دې د هغه وخت د خلکو فرهنګي او اخلاقي حالات په پام کې ونیول شي. «وَ إِنْ کانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِی ضَلالٍ مُبِینٍ»

 

 

 

وَ آخَرِینَ مِنْهُمْ لَمّا یَلْحَقُوا بِهِمْ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«3»=او (همداراز) نورو ټولنو ته (هم استازى) دى، چې لاتر اوسه ورسره نه دي يو ځاى شوي (اسلام یې راوړی نه دی) او هغه بريمن حكيم دى .

ذلِکَ فَضْلُ اللّهِ یُؤْتِیهِ مَنْ یَشاءُ وَ اللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیمِ«4»=دا د الله لورنه ده، چاته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) ورکوي يې او الله د سترې لورنې خاوند دى .

 

ټکي:

* په شیعه او سنّي تفاسیرو کې لولو: هغه مهال چې دا آیت نازل شو؛ نو پېغمبر اسلام صلی الله علیه و آله ددې پوښتنې په ځواب کې چې په درېیم آیت کې له «آخرین» مراد څوک دي ؟ خپل مبارک لاس یې حضرت سلمان (رض) پر اوږه کېښود او و یې ویل: که ایمان په ثریّا ستوري کې وي؛ نو ددې سړي د ځوځات او ټبر خلک به ورپسې ورشي.

 

پېغامونه:

1- د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله رسالت یې په خپل پېر پورې ځانګړی نه دی؛ بلکې تر هغه روسته، د هر توکم او اقلیم په خلکو پورې اړوند دی. (وَ آخَرِینَ مِنْهُمْ لَمّا یَلْحَقُوا …)

2- هېڅوک د تاریخ په ګانده – راتلونکي کې د اسلام له نفوذه مخنیوی نشي کولای. (وَ آخَرِینَ مِنْهُمْ لَمّا یَلْحَقُوا … وَ هُوَ الْعَزِیزُ)

3- د الله (ج) ځواک او حکمت د پېغمبرانو ملاتړ دی. (بَعَثَ فِی الْأُمِّیِّینَ … وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ)

4- هماغه حکمت چې تېرو ته د پېغمبرانو د ورلېږلو دلیل دی، د اسلام پېغمبر په بعثت کې هم دی. (اَلْعَزِیزُ الْحَکِیمُ … بَعَثَ فِی الْأُمِّیِّینَ … وَ آخَرِینَ مِنْهُمْ … وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ)

5- که څه نبوّت یو ستر درښتن – فضل او مقام دی، چې د الله (ج) چاته خوښه شي، ورکوي یې؛ خو دا چې الله (ج) حکیم دی؛ نو دا مقام یې یوازې وړ/اهل ته ورکوي. «الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ ذلِکَ فَضْلُ اللّهِ یُؤْتِیهِ مَنْ یَشاءُ»

 

مَثَلُ الَّذِینَ حُمِّلُوا التَّوْراهَ ثُمَّ لَمْ یَحْمِلُوها کَمَثَلِ الْحِمارِ یَحْمِلُ أَسْفاراً بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِینَ کَذَّبُوا بِآیاتِ اللّهِ وَ اللّهُ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّالِمِینَ«5»=د هغو كسانو بېلګه؛ پر كتابونو د بار شوي خره په څېر ده، چې د تورات پر عملي كولو مكلف شوي ول؛ خو عملي يې نه كړ. [وه] د هغې ډلې بېلګه څومره ناوړه ده، چې د الله آيتونه يې دروغ وګڼل او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي .

 

 

 

ټکي:

* په تېرو آیتونو کې د بعثت خبره وه او په دې آیت د هغو یهودو خبره ده، چې د آسماني کتاب تورات پر بنسټ یې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله پېژنده؛ خو ځېل یې کاوه او د رسالت منلو ته چمتو نشول.

* «أسفار» د «سِفر» جمع او د هغه کتاب په مانا دی، چې له حقایقو پرده اوچتوي.[28] تورات، له بېلابېلو برخو جوړ شوی دی، چې هره برخه یې د قرآن د یوه سورت په شان ده، چې یو «سِفر» ورته وايي؛ لکه د پنځون سِفر.

*که څه په دې آیت کې قرآن پر یهودو نیوکه کوي؛ خو په رښتینه کې مسلمانانو ته یوه کنایه ده، چې هسې نه تاسې هم قرآن واورئ؛ خو عمل پرې ونکړئ.

* قرآن په څو ځایونو کې، نا اهل انسانان له څارویو سره ورته کړي، چې بې عمله عالمان دي، چې په دې آیت اشاره ورته شوې ده. «أُولئِکَ کَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ»[29]

شیخ سعدي (رح) وايي :

علم چندان که بیشتر خوانی

چون عمل در تو نیست نادانی

نه محقق بود نه دانشمند

چارپایی بر او کتابی چند

آن تهی مغز را چه علم و خبر

که بر او هیزم است یا دفتر

حضرت علي کرم الله وجهه وویل: هغه عالم ژغورنکی دی، چې پر خپل علم عمل وکړي؛ خو هغه چې پر علم یې عمل نه کوي، هلاک شوی او خواشینی به وي او دوزخیان به یې له ناوړه بویه په کړاو کې وي او په قیامت کې، ډېری حسرت هغه خوري او خواشینی به وي، چې خلک یې د الله (ج) پر لوري وربللي وي، خلکو یې خبره هم منلې وي او جنت ته ورننووتي وي؛ خو بلونکی پخپله دوزخي شي؛ ځکه پر ځاني غوښتنو او اوږدو هیلو اخته شوی و.

«ان اشد اهل النار ندامه و حسره رجل دعا عبدا الی الله فاستجاب و قبل منه و اطاع الله فادخله الله الجنه و ادخل الداعی النار بترکه علمه و اتباعه الهوی و طول الأمل[30]»

* امام صادق(رح) وویل:«ان العالم اذا لم یعمل بعلمه زلت موعظته عن القلوب کما یزل المطر عن الصفا[31]» د هغه عالم موعظه له زړونو ښوې وځي، چې پر خپل علم عمل ونکړي؛ لکه څنګه چې باران له ډبرې ښوې تېرېږي.

* امام سجاد(رح) وویل:په انجیل کې راغلي دي:«ان العلم اذا لم یعمل به لم یزدد صاحبه الا کفرا و لم یزدد من الله الا بعدا[32]» هغه عالم چې پر خپل علم عمل ونکړي، یوازې به یې کفر او له الله لرېوالی ډېرېږي.

* دا آیت د بې عمله دیني عالمانو رټوونکی او ګواښوونکی دی.

په دې اړه دیني علماوو هم ډېری تمثیلات او تشبیهات ویلي، ځینو ته یې اشاره کوو:

*بې عمله عالم د هغې شمع په څېر دی، چې نور یې له رڼا برخمنېږي؛ خو پخپله ورکېږي[33].

* بې عمله عالم د هغې خزانې په څېر دی چې انفاق نشي[34].

*بد عالم د هغه ډبرې په څېر دی، چې د اوبو په مسیر کې پرته ده، نه یې پخپله څښي او نه یې نورو ته ورپرېږدي[35].

* بې عمله عالم د هغه فاضلاب څاه په څېر دی، چې چټلي پکې ده[36].

* بې عمله عالم د هغه قبر په څېر دی، چې ظاهر یې روغ؛ خو دننه پکې وراسته هډوکي دي[37].

په قرآن کې د یهودو د ناوړه څېرې یو ګوټ

سخت زړي دي: (مِنَ الَّذِینَ هادُوا … أُولئِکَ الَّذِینَ لَمْ یُرِدِ اللّهُ أَنْ یُطَهِّرَ قُلُوبَهُم[38])

هوساینغواړي دي: «لَنْ نَصْبِرَ عَلی طَعامٍ واحِدٍ[39]»

پر ځمکه فساد کوي: «یَسْعَوْنَ فِی الْأَرْضِ فَساداً[40]»

ان الله (ج) تورنوي: «یَدُ اللّهِ مَغْلُولَهٌ[41]»

الهي کتاب اړوي: «یُحَرِّفُونَ الْکَلِمَ عَنْ مَواضِعِهِ[42]»

په کوم ځای کې یې چې وحې په خوښه نه وي، کبر کوي: «أَ فَکُلَّما جاءَکُمْ رَسُولٌ بِما لا تَهْوی أَنْفُسُکُمُ اسْتَکْبَرْتُمْ[43]»

له ایمانوالو سره ډېره کینه لري: «أَشَدَّ النّاسِ عَداوَهً لِلَّذِینَ آمَنُوا الْیَهُودَ[44]»

انبیاء یې وژل: لَقَدْ أَخَذْنا مِیثاقَ بَنِی إِسْرائِیلَ وَ أَرْسَلْنا إِلَیْهِمْ رُسُلاً … فَرِیقاً کَذَّبُوا وَ فَرِیقاً یَقْتُلُونَ([45]

الله (ج) ورته غوسه دی: «وَ باؤُ بِغَضَبٍ مِنَ اللّهِ[46]»

پر ځینو یې حضرت عیسی او حضرت داوود لعنت ویلی دی: «لُعِنَ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ بَنِی إِسْرائِیلَ عَلی لِسانِ داوُدَ وَ عِیسَی[47]»

 

پېغامونه:

1-حقایقو ویلو ته له متلونو ګټنه، قرآني کړنلار ده.( قرآن بې عمله پوهان له خره سره ورته کړي، چې ظاهر یې درون؛ خو په رښتینه کې سپک دي). (مَثَلُ الَّذِینَ حُمِّلُوا التَّوْراهَ … کَمَثَلِ الْحِمارِ یَحْمِلُ أَسْفاراً)

2-په ناصالح علماوو پسې خوله راسپړل او پرې نیوکه، قرآني چار دی. «مَثَلُ الَّذِینَ حُمِّلُوا التَّوْراهَ ثُمَّ لَمْ یَحْمِلُوها کَمَثَلِ الْحِمارِ یَحْمِلُ أَسْفاراً»

3-که پر تورات عمل نه کول، انسان تر خره هومره راټیټوي، پر قرآن، چې ترې غوره دی،عمل نه کول به انسان چېرته رسوي ؟ «کَمَثَلِ الْحِمارِ»

 4-د اسماني کتاب درلودل او لېږدول یې مهم نه دي، مهم پرې عمل دی.( لَمْ یَحْمِلُوها … یَحْمِلُ أَسْفاراً)

5-پر خپله پوهه عمل نکول یو ډول عملی دروغجنول یې دي. «بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِینَ کَذَّبُوا»

6- پر علم عمل نه کول یو ډول ظلم دی. «وَ اللّهُ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّالِمِینَ»

7-د بې برخیو لامل، زموږ خپلې کړنې دي. «وَ اللّهُ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّالِمِینَ»

 

قُلْ یا أَیُّهَا الَّذِینَ هادُوا إِنْ زَعَمْتُمْ أَنَّکُمْ أَوْلِیاءُ لِلّهِ مِنْ دُونِ النّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«6»=  ووايه :(( يهوديانو! كه ګومان كوئ،چې (يوازې) تاسې د الله دوستان ياست، نه نور خلك؛ نو كه رښتيا وايئ، د مرګ هيله وكړئ !))

وَ لا یَتَمَنَّوْنَهُ أَبَداً بِما قَدَّمَتْ أَیْدِیهِمْ وَ اللّهُ عَلِیمٌ بِالظّالِمِینَ«7»=خو د خپلو مخكېنيو لاس ته راوړنو له لامله به یې هېڅكله هيله ونه كړي او الله ‏ظالمان ډېر ښه پېژني .

 

 

 

ټکي:

*د قرآن په ځینو آیتونو کې راغلي، چې یهودو ځان تر نورو غوره ګاڼه او ان ځانونه یې د الله (ج) زامن بلل او د «نَحْنُ أَبْناءُ اللّهِ[48]» شعار یې ورکاوه، سره له دې چې شتمنۍ زېرموونکي او دنیاپال وو؛ لکه څنګه چې قرآن وايي: «أَحْرَصَ النّاسِ عَلی حَیاهٍ[49]» ګواکې دا آیت ورسره مباهله کوي، چې رښتیا ویاست او الهي اولیاء یاست؛ نو مرګ ته ورغاړې وځئ.

تاسې چې ویاست، یوازې موږ جنتیان یوو، «لَنْ یَدْخُلَ الْجَنَّهَ إِلاّ مَنْ کانَ هُوداً أَوْ نَصاری[50]»؛ نو ولې د مرګ هیلې ته چمتو نه یاست،. «قُلْ إِنْ کانَتْ لَکُمُ الدّارُ الْآخِرَهُ عِنْدَ اللّهِ خالِصَهً مِنْ دُونِ النّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ[51]»

 

ولې له مرګه ډارېږو؟

که د آخرت پر لوري سفر، له دنیوي سفرونو سره ورته کړو؛ نو وینو چې د یوه موټر چلوونکي اندېښنې بېلابېل دلیلونه درلودای شي:

الف) کله یې اندېښنه د تېلو لږوالي ته وي؛ خو هغه چې آخرت ته توښه لري، اندېښنه نه لري. «تَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَیْرَ الزّادِ التَّقْوی[52]»

ب) کله یې اندېښنه د موټر په اړه وي، هسې نه چې غلا وي؛ خو د هغه چې ګټه وټه او درآمد حلال دی، اندېښنه نه لري.

ج) کله یې اندېښنه د قاچاقي توکیو لپاره وي، چې ورسره دي؛ خو هغه چې د ګناه پېټی پر اوږه نه لري، اندېښنه نلري.

د) کله یې اندېښنه د ناقانونه ځغاستې له لامله وي؛ خو اهل انسان افراط و تفریط کوونکی نه دی، «کانَ أَمْرُهُ فُرُطاً[53]» ژوند یې منځلاری و، «لَمْ یُسْرِفُوا وَ لَمْ یَقْتُرُوا وَ کانَ بَیْنَ ذلِکَ قَواماً[54]»، اندېښنه نه لري.

ه) کله د ناسمو او ناپېژاندو د سفر ملګرو په پار په اندېښنه کې دی؛ خو هغه چې په دنیا کې له ابرارو سره ملګری و، اندېښنه نه لري.

و) کله پر لار له یوازېتوبه ډارېږي؛ خو هغه چې د ابرارو په کاروان کې دی او اړیکه یې له مؤمنانو سره ده، یوازې نه دی.

ز) کله مقصد ته له نه رسېدو وېره لري؛ خو هغه چې ګروهن – معتقد دی، چې پوټی کړنه یې هم تویې نه ځي، اندېښنه نه لري. «فَمَنْ یَعْمَلْ مِثْقالَ ذَرَّهٍ …[55] »

* حضرت ابوذر غفاري (رض) وپوښتل شو: ولې له مرګه ډارېږو ؟ و یې ویل:«انکم عمرتم الدنیا و خربتم الآخره فتکرهون ان تنتقلوا من عمران الی خراب[56]» تاسې خپله دنیا ښېرازه او آخرت مو ویجاړ کړی؛ نو له ښېرازۍ ځنې ویجاړۍ ته له ورتګه ډارېږئ.

* حضرت علي کرم الله وجهه وویل:«و الله ابن ابیطالب آنس بالموت من الطفل بثدی امه[57]»پر الله قسم، مرګ ته مې لېوالتیا، د مور تي ته د ماشوم تر لېوالتیا ډېره ده. او په کوفې جومات کې چې پر سر په زهرجنه توره ووهل شول؛ نو و یې ویل:«فزت و رب الکعبه»د کعبې پر پالونکي قسم، چې بریا مې ومونده.

* امام حسین (رض) په یوه مفصله خطبه کې وویل:«خط الموت علی ولد آدم مخط القلاده علی جید الفتاه[58]» بنيادمو ته مړینه، د ناویو پر غاړه تر غاړه کیو ښکلې ده.

* که څه ددې آیت خطاب، یهودو ته دی؛ خو مرګ ته چمتووالی، د ایمان او الهي ولایت ټولو مدعیانو ته ازمېینوزله ده. «فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ»

 

پېغامونه:

1- الله (ج) خپل استازي او امت ته یې، د نورو ادیانو له لارویانو او خپلو مخالفینو سره د ویینې او استدلال کړنلار ورزده کوي. «قُلْ یا أَیُّهَا الَّذِینَ هادُوا»

2- د وجدان په منطق، شبهات او پوچې پوهېدنې ځواب کړئ. «إِنْ زَعَمْتُمْ أَنَّکُمْ أَوْلِیاءُ لِلّهِ»

3-په مانیزو او دیني چارو کې انحصارطلبي بډن/ منع ده. «مِنْ دُونِ النّاسِ»

4-د جېګ رېبلو او بېځایه ګومانونو مخه دې ونیول شي.( إِنْ زَعَمْتُمْ … فَتَمَنَّوُا اَلْمَوْتَ»

5-د ایمان په ادعا کې د رښتینولۍ کچه، مرګ ته چمتووالی دی. «فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ» هر دوست د خپل ملګري کتنې ته لېواله دی؛ که تاسې د الله (ج) دوستان یاست؛ نو ولې ورسره کتنې ته لېوال نه یاست ؟ (إِنْ زَعَمْتُمْ أَنَّکُمْ أَوْلِیاءُ لِلّهِ … فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ)

6-داسې استدلال وکړئ، چې د دښمن خوله ټپه شي. (فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ …وَ لا یَتَمَنَّوْنَهُ أَبَداً)

7-له مرګه د تېښتې جرړه، د انسانانو خپلې کړنې دي. «وَ لا یَتَمَنَّوْنَهُ أَبَداً بِما قَدَّمَتْ أَیْدِیهِمْ»

8-شته داسې کسان، چې په دروغو د الهي اولياء الله توب ادعا لري؛ خو الله (ج) یې له ناپاک باطنه خبر دی. «وَ اللّهُ عَلِیمٌ بِالظّالِمِینَ»

 

قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِی تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلاقِیکُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلی عالِمِ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ فَیُنَبِّئُکُمْ بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«8»=ووايه : (( په رښتینه كې دا مرګ، چې ترې تښتئ؛ نو هرومرو درسره مخامخېدونی دى، بيا به د پټو او ښكاره وو پوهېدوني [الله] لوري ته وربوتلل شئ؛ نو څه چې مو كول، له [حقيقت او پايلو] به یې مو خبر كړي .))

 

ټکي:

* انسانان له مرګه تېښتې ته په زرونو کانې کوي؛ خو څه ګټه نلري، له جهاده تښتي؛ خو الله (ج) وايي: هېڅکله به مو دا تېښته د وژنې یا مړینې مخه و نه نیسي. «قُلْ لَنْ یَنْفَعَکُمُ الْفِرارُ[59]» خورا کلک کورونه جوړوي؛ خو بیا هم مرګ ورپسې ورځي. «أَیْنَما تَکُونُوا یُدْرِکْکُمُ الْمَوْتُ وَ لَوْ کُنْتُمْ فِی بُرُوجٍ مُشَیَّدَهٍ[60]» هو! په دنیا کې له مرګه تېښته نشي کولای؛ لکه څنګه چې په آخرت کې له الهي پرغز- قهر او سزا تېښته نشو کولای. «یَقُولُ الْإِنْسانُ یَوْمَئِذٍ أَیْنَ الْمَفَرُّ[61]»

*په دنیا کې متقي کېدو ته غوره لامل دادی، چې ایمان ولرو، په قیامت کې بیا راژوندي کېږو، ورسوبېږو او جرمونه رابربنډېږي. «فَیُنَبِّئُکُمْ»

 

پېغامونه:

1-د الله (ج) اراده د انسان پر ارادې لاسبرې ده.( تَفِرُّونَ … مُلاقِیکُمْ)

2-د مرګ او قیامت ترمنځ اوږد واټن دی. «فَإِنَّهُ مُلاقِیکُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ» ( «ثُمَّ» ځنډ ته کارېږي.)

3-پر سوب و ناسوب او پټ او ښکاره د الله (ج) علم یوشان دی. «عالِمِ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ»

4- مجرم دې خبر کړای شي، چې د څه په پار سزا ورکول کېږي. «فَیُنَبِّئُکُمْ بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا نُودِیَ لِلصَّلاهِ مِنْ یَوْمِ الْجُمُعَهِ فَاسْعَوْا إِلی ذِکْرِ اللّهِ وَ ذَرُوا الْبَیْعَ ذلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ تَعْلَمُونَ«9»=مؤمنانو! چې د جمعې ورځې د لمانځه اذان وشي؛ نو د الله يادولو خوا ته وروځغلئ او پېر پلور پرېږدئ . كه پوه شئ؛ نو دا درته غوره ده!

 

ټکي:

* رسول الله په معراج کې ولیدل، چې پرښتې د جمعې پر ورځ د جمعې لمانځه ته چمتو کېدونکیو او غسل کوونیکو ته، د مغفرت غوښتنه کوي او وايي:«اللهم اغفر للذین یحضرون صلاه الجمعه اللهم اغفر للذین یغتسئلون یوم الجمعه[62]»

 

د جُمعې ورځ مقام

په اسلام کې په ورځو کې، د جمعې ورځ ستر مقام لري او په دې باب ډېر روایتونه دي، ځینو ته یې اشاره کوو:

*پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: جمعه، د اونۍ د ورځو باداره او د متعال الله په نزد ستره مرتبه لري[63].

*جمعه، د بېوزلیو د لاسنیوی ورځ ده. په حدیث کې لولو، چې صدقې او انفاقونه مو د جمعې پر ورځ وکړئ[64].

*جمعه، د مسلمانانواختر دی[65].

*جمعه، د امام مهدي د راښکار کېدو و او د آنحضرت د غیبت پای ورځ ده:«یخرج قائمنا یوم الجمعه[66]»

*د جمعې پر ورځ، د انسان کړنو پورته ختو ته د اسمانونو تمبې پرانستل شي[67].

*پېغمبراکرم وايي: الله (ج) د جمعې پر ورځ د نېکیو څو ګرایه ثواب ورکوي او ناوړه چارې له منځه وړي، د مؤمنانو درجې لوړوي، دعاوې مني، بلاوې لرې کوي او د مؤمنانو حاجتونه پوره کوي[68].

*څوک چې د جمعې پر ورځ د خپل، پلار، مور یا کوم خپلوان د قبر زیارت ته ولاړ شي، ګناوې بې بښل کېږي او نامه یې په نېکانو کې لیکل کېږي[69].

* د جمعې پر ورځ یې غسل کول مه پرېږدئ، چې د اسلام د پېغمبر سنت دی، عطر پورې کړئ او ښه جامې واغوندئ[70].

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: خبر مو کړم، چې جنتیان څوک دي؟ هغه چې سخته ګرمي او یخني یې د جمعې ورځې له اعمالو منع نه کړي[71].

* څومره چې مو له لاسه کېږي، د جمعې پر ورځ نېکیانې کوئ.«و لیفعل الخیر ما استطاع[72]»

*هغه چې د جمعې پر ورځ ځان پاک کړي، خپل نوکان، وېښتان او څېره برابره کړي او مسواک ووهي او…. د جمعې لمانځه ته لاړ شي؛ نو اویا زره پرښتې ورته استغفار او شفاعت کوي[73].

 

د جمعې ورځ د لمانځه مقام

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله، چې مدینې ته مهاجر شو؛ نو لومړی کار یې د جمعې لمونځ کول وو.

هغه لمونځ چې بلنه یې په «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا» پیل شوې ده.

هغه لمونځ چې په «فَاسْعَوْا إِلی ذِکْرِ اللّهِ» غونډله – جمله ورته خلک هڅول شوي دي.

هغه لمونځ چې د راکړې ورکړې د پرېښوولو حکم ورسره دی.

هغه لمونځ چې په روایتونو کې د حج هموزنه شمېرل شوی دی.«علیک بالجمعه فانها حج المساکین[74]»

هغه لمونځ چې تر خطبې روسته یې دعا منل کېږي.[75]

هغه لمونځ چې، د امام جمعه په لاس کې په وسله نیوو سره کېږي.

هغه لمونځ چې سپک شمېرل یې د نفاق نښه شمېرل کېږي.

هغه لمونځ چې امام جمعه پکې خلک تقوا ته رابلي.

هغه لمونځ چې خلک پکې د نړۍ له حالاتو خبرېږي.

هغه لمونځ چې یوازې په جمعه کېږي او یوازې نه کېږي.

هغه لمونځ چې وټیزو بندیانو ته دې پکې د شتون لاره چاره چمتو شي[76].

هغه لمونځ چې وړ دی، چې سفر ورته وځنډول شي.حضرت علي کرم الله وجهه په یوه لیک کې، حارث همداني ته وايي: د جمعې پر ورځ سفر مه کوه، چې د جمعې په لمانځه کې ګډون وکړې؛ خو هغه سفر چې د الله په لار کې وي او یا هغه چې له کولو یې چاره نلرې[77].

هغه لمونځ چې سپارښتنه شوې، چې له تېرې ورځ ورته پکې د ګډون چمتووالی ونیسئ. حضرت علي کرم الله وجهه، د پینځه نۍ/ پنجشنبې پر ورځ خلک د هغو درملو له خوړو منع کول، چې د کمزورۍ ( او په جمعې لمانځه کې د نه ګډون) لامل شي[78]. او امام باقر(رح) د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د یارانو په ځانګړنو کې وویل: هغوی به له پینځنۍ ورځ ځان د جمعې لمونځ ته چمتو کاوه[79].

هغه لمونځ چې د مسافر د ګډون ثواب یې د هماغه ښار تر مېشتو ډېر دی[80].

هغه لمونځ چې، ترسره کولو ته یې یوه شپه مخکې د آیتونو پر تلاوت ټینګار شوی دی. په روایتونو کې سپارښتنه شوې چې د پینځنۍ ورځ د ماښام په لمونځ کې د جمعه سورت تلاوت شي، چې د جمعې لمانځه ته یو ډول یادونه وي.

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: مؤمن چې د جمعې لمانځه پر لوري هر ګام اوچتوي، الله (ج) ترې د قیامت د ورځې وېره او اندېښنه کموي[81].

*د جمعې لمونځ د هغو ګناهونو کفاره ده، چې انسان یې د اونۍ په ترڅ کې کوي؛ خو چې کبیره ګناهونه پرېږدي[82].

*هغه ګناه کړې، چې دیاړي مار (مزدور)، جُمعې لمانځه ته له تګه منع کړي[83].

*څوک چې درې اوونۍ پرله پسې بې عذره د جمعې لمانځه ته ولاړ نشي، نامه یې په منافقانو کې لیکل کېږي.«من ترک الجمعه ثلاثه متتابعه لغیر عله کتب منافقا[84]»

په بل روایت کې لولو: څوک چې درې پرله پسې جمعې، بې رنځه او بې له کومه عذره، په جمعه لمانځه کې ګډون ونکړي، الله یې پر زړه ټاپه لګوي[85].  

*چاچې په جمعې لمانځه کې ګډون ونکړای شو؛ نو صدقه دې ورکړي (چې د جمعې ورځ په لمانځه کې د نه ګډون کفاره یې شي[86]).

* رسول الله صلی الله علیه و آله وویل: څوک چې زما په ژوندون او یا زما تر مرګ روسته، د جمعې ورځې لمونځ، یا د نټې او سپک شمېرلو له لامله پرېږدي؛ نو الله به یې چارې راټولې نکړي، په چارو کې به یې برکت نه وي، حج او صدقه یې نه منل کېږي؛ خو داچې توبه وکړي[87].

* امام جمعه، چې خطبه وايي؛ نو خلکو ته پکار دي، چې چوپ وي[88] او لمونځ دې نه کوي[89] او په ادب دې ناست وي[90].

د امام جمعه دندې

1.د جمعې د لمونځ خطبې دې اوږدې نه وي. پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: تر تاسې روسته به داسې قومونه راشي، چې خطبې به یې اوږدې او لمونځونه به یې لنډ وي:«سیأتی بعدکم اقوام یطیلون الخطب و یقصرون الصلاه»؛ خو تاسې لمونځونه اوږده او خطبې لنډې کړئ:«اطیلوا الصلاه و اقصروا الخطبه[91]»

2.الله (ج) د جمعې لمانځه ته دوې خطبې ټاکلې، چې یوه یې د الله (ج) حمد، ثنا او تقدیس ته او بل یې د خلکو اړتیاوو، خبرولو، زده کړو او مناجاتو ته ځانګړې ده[92].

3.په ولاړه دې خطبه ووايي.«ما رأیت رسول الله خطب الا و هو قائم[93]»

4.خطیب دې وسله په لاس کې نیسي؛ خو نه دې یې کاروي؛ بلکې موعظه او ارشاد دې کوي (؛یعنې ځواک لرو؛ خو په عین وخت زړه سواند او لوراند یو) لکه څنګه چې پېغمبر اکرم به یا د غشي لیندۍ او کونټۍ په لاس کې نیوه او خطبه به یې ویله.«یتوکأ علی قوس او عصا[94]»

  1. چې کله امام جمعه ممبر ته وروخېژی او خلکو ته یې مخه شي؛ نو خلکو ته دې سلام وکړي.«من السنه اذا صعد الامام المنبر ان یسلم اذا استقبل الناس[95]»

6.د جمعې پر ورځ د جمعه او منافقون سورت ویل. پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله به د جمعې په لمانځه کې د جمعه او منافقون سورت وایه. جمعه سورت، مؤمنانو ته د زېري لپاره او له دنیا یې ژغورنې ته او منافقون سورت د منافقانو رټنې او نهیلۍ ته[96].

7.د ورځې پر مسایلو د خلکو پوهول. امام رضا(رح) وویل : د جمعې لمونځ یوه عمومي غونډه ده، چې امام جمعه خلک عبادت او لمانځنې ته وهڅوي او له ګناهونو او سرغړونو لاس پر سر شي او خلک له هغه څه خبر کړي، چې په هېواد او سیمه کې یې روان دي او له هغه څه یې خبر کړي، چې څه ورته ګټه او څه ورته تاوان لري.«و یخبرهم بما ورد علیهم من الآفاق و من الاهوال التی لهم فیها المضره و المنفعه[97]»

8.امام جمعه دې خلک پر هغه څه پوه او ښوونه دې ورته کړي، چې الله (ج) یې امر کړی، الله (ج) ترې منع کړي او د هغوی د ورستېدو/فساد او سمونې لامل دی.«ان یعلمهم من امره و نهیه ما فیه الصلاح و الفساد[98]»

 

پېغامونه:

1-عبادت ته د خلکو هڅونې لپاره لاره چاره چمتو کړئ.( د سورت په پیل کې، په جمعې لمانځه کې تر ګډون مخکې، د موجوداتو د تسبیح خبره ده.) (یُسَبِّحُ لِلّهِ … فَاسْعَوْا إِلی ذِکْرِ اللّهِ)

2-خلکو ته چې تبلیغ کوئ؛ نو درناوی یې کوئ او په سمه یې نامه اخلئ. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا»

3-د جمعې په لمانځه کې ګډون د ایمان نښه ده.( یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذا نُودِیَ لِلصَّلاهِ …)

4-لمونځ د الله (ج) د ذکر تومنه ده. ( إِذا نُودِیَ لِلصَّلاهِ … فَاسْعَوْا إِلی ذِکْرِ اللّهِ)

5-د جمعې په لمانځه کې ګډون ته وروځغلئ. «لِلصَّلاهِ مِنْ یَوْمِ الْجُمُعَهِ فَاسْعَوْا»

6-د جمعې پر ورځ، په لمانځه کې د ګډون پر لار خنډونه دې لرې شي. «وَ ذَرُوا الْبَیْعَ» (د سوداګرۍ او راکړې ورکړې منع د بېلګې لپاره دي، ګنې ټولې چارې دې د جمعې لمانځه پر مهال پرېښوول شي.)

7- الله (ج) چې د سوداګرۍ د پرېښوولو حکم کوي؛ نو دا پر حق ژمنو جبرانوي.«ذلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ تَعْلَمُونَ»

8-په هر وخت کې غوره ټاکنه، د واقعي علم نښه ده. «ذلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ تَعْلَمُونَ»

9-په دیني روزنه کې هم هڅونه پکار ده، «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا» هم حکم کول، «فَاسْعَوْا إِلی ذِکْرِ اللّهِ» او هم منع کول ، «ذَرُوا الْبَیْعَ» او هم استدلال پکار دی. «ذلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ»

 

فَإِذا قُضِیَتِ الصَّلاهُ فَانْتَشِرُوا فِی الْأَرْضِ وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ وَ اذْکُرُوا اللّهَ کَثِیراً لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ«10»= نو چې لمونځ وشو (؛نو ازاد ياست) پر ځمكه خپاره شئ او د الله له فضله (رزق) څه ولټوئ او الله ډېر يادوئ، ښايي بری ومومئ .

 

ټکي:

* د قرآن په فرهنګ کې د دنیا مال الهي درښتن – فضل دی؛ نو په دې آیت کې وايي: «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ»، د جمعې ورځ تر لمانځه روسته، د الله (ج) په فضل؛ یعنې درآمد، ګټې وټې او سوداګرۍ پسې ولاړ شئ؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: «إِنْ تَرَکَ خَیْراً الْوَصِیَّهُ[99]» که له چا کوم خیر پاتې وي؛ نو وصیت دې وکړي، چې دلته له خیره مراد، دنیوي مال دی.

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: څوک چې په بازار او د ورهڼې په ځای کې په اخلاص الله یاد کړي،حال دا خلک ترې غافل او پر خپلو چارو بوخت دي، الله ورته نېکي لیکي او د قیامت پر ورځ به ورته ځانګړې بښنه وکړي. [100].

*د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په پرتله دې له عبادت سره د انسان ډډه او خوا ولګي. د عبادت په اړه یې وویل: «فَاسْعَوْا إِلی ذِکْرِ اللّهِ» او په دې آیت کې د سوداګرۍ په اړه وايي: «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ» داوړه «فَاسْعَوْا» او «ابْتَغُوا» کلیمې د هڅې او حرکت په مانا دي؛ خو په لومړي آیت کې د «سعی» او «فاء» حرف دی، چې مینه، لېوالتیا، زړه لګېدنه او ځغاسته پکې نغښتې ده.

* الهي فضل کله توکیز – مادي او کله مانیز – معنوي دی، د همدې سورت په ۴ آیت کې یې د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د بعثت په اړه وویل: «ذلِکَ فَضْلُ اللّهِ یُؤْتِیهِ مَنْ یَشاءُ» او په دې آیت کې د سوداګرۍ او ورهڼې – کسب و کار په اړه وايي: «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ».

 

پېغامونه:

1- د عبادت په پار دې د ورهڼې او سوداګرۍ بندول د ډېر مودې لپاره اوږد نشي. (په تېر آیت کې د راکړې ورکړې د بندولو حکم وشو او په دې آیت کې یې سملاسي تر عبادت روسته، منع لرې شوې ده). فَإِذا قُضِیَتِ الصَّلاهُ فَانْتَشِرُوا فِی الْأَرْضِ …

2- ان په رخصت ورځو کې هم الله (ج) د مسلمانانو د بازار او ورهڼې بندول نه خوښوي. «فَإِذا قُضِیَتِ الصَّلاهُ فَانْتَشِرُوا»

3-ګټه او الهي درښتن – فضل لاس ته راوړل، پر ځمکې هجرت، حرکت او مسافرت ته اړتیا لري. «فَانْتَشِرُوا فِی الْأَرْضِ»

4-عبادت کولو ته په ځغاسته ورشئ، «فَاسْعَوْا»؛ خو په توکیزو چارو کې ورپسې ولاړ شئ؛ خو بیړې ته اړتیا نشته؛ ځکه رزق له الله (ج) سره مقدر او ټاکلی دی. «وَ ابْتَغُوا»

5-د الله (ج) پېرزو او درښتن- فضل ډېر دی؛ خو انسان دې یې لاس ته راوړو ته هڅه وکړي. «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ»

6-په اسلام کې ناغېړي منع ده. «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ»

7- دنیا د الهي درښتن – فضل یو ګوټ دی. «مِنْ فَضْلِ اللّهِ»

8-بریا په الهي احکامو کې ده.( فَاسْعَوْا … ذَرُوا … وَ ابْتَغُوا … وَ اذْکُرُوا … لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ)

9- مانیزو او توکیزو دواړو چارو ته رسېدل د الله (ج) حکم دی، په تېر آیت کې یې وویل: «فَاسْعَوْا إِلی ذِکْرِ اللّهِ» او په دې آیت کې وايي: «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ»

10-که راکړه ورکړه د انسان په اراده کې وي؛ نو یوازې یوه معامله ده، «وَ ذَرُوا الْبَیْعَ»؛ خو که تر عبادت روسته په راکړې ورکړې پسې ولاړو، په الهي فضل بدلېږي. «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ»

11-دنیا ته هڅه دې، د الله (ج) له یاده له غفلت سره نه وي. «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ وَ اذْکُرُوا اللّهَ کَثِیراً»

12- اسلام په عبادتونو کې هم کیفیت/څرنګوالی غواړي، «فِی صَلاتِهِمْ خاشِعُونَ[101]»او هم کمیت/ څومره والی. «وَ اذْکُرُوا اللّهَ کَثِیراً»

13-هلته د الله (ج) یاد اړین دی، چې د غفلت او تېروتنې لاره چاره ډېره ده؛ لکه بازار. «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ وَ اذْکُرُوا اللّهَ کَثِیراً»

14-په هر حال کې د الله (ج) یاد پکار دی، څه په عبادت کې،«فَاسْعَوْا إِلی ذِکْرِ اللّهِ» څه په سوداګرۍ کې. «وَ ابْتَغُوا مِنْ فَضْلِ اللّهِ وَ اذْکُرُوا اللّهَ»

15- انسان پخپله ټاکنه او کړنه د خپلې بریا لاره چاره چمتو کولای شي (فَاسْعَوْا … وَ ابْتَغُوا … وَ اذْکُرُوا … لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ).

16-د الله (ج) یاد هغه مهال د بریا لامل دی، چې تل وي. «وَ اذْکُرُوا اللّهَ کَثِیراً لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ»

 

وَ إِذا رَأَوْا تِجارَهً أَوْ لَهْواً انْفَضُّوا إِلَیْها وَ تَرَکُوکَ قائِماً قُلْ ما عِنْدَ اللّهِ خَیْرٌ مِنَ اللَّهْوِ وَ مِنَ التِّجارَهِ وَ اللّهُ خَیْرُ الرّازِقِینَ«11»= او چې پېرپلور يا څه بوختیا وويني (؛ نو) وردرومي او تا ولاړ پرېږدي، ووايه : ((څه چې له الله سره دي، تر بوختیا او پېرپلور غوره دي او الله ډېر غوره روزي وركوونكى دى .))

 

ټکي:

* په تفاسیرو کې لولو: پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د جمعې لمانځه پر خطبو بوخت و، چې یو سوداګریز کاروان په درز دروز مدینې ته راننووت. ډېری لمونځ کوونکي په کاروان پسې ولاړل او آنحضرت یې خطبې ته ولاړ یوازې پرېښود. دا آیت رانازل شو او هغوی یې ورټل.

*دا آیت د خطبو او لمونځ پرېښوولو پر ځای، د پېغمبراکرم پر یوازې پرېښودو نیوکه کوي. هو د آسماني مشرتابه د حرمت ماتول، د خطبې او لمانځه تر ماتولو هم ناوړه دي.

* ددې سورت پیل د اسلام پېغمبر په بعثت و او پای یې د آنحضرت پر یوازې پرېښودو نیوکه ده او دا پخپله مؤمنانو ته یو ګوتڅنډنه ده.

 

پېغامونه:

1- قرآن په ورهڼه – کسب و کار کې پر حرص او بې تقوایۍ نیوکه کوي.( وَ إِذا رَأَوْا … اِنْفَضُّوا إِلَیْها)

2- د الله (ج) له یاده د کږلارۍ لامل یا مادیات دي یا نفسانیات او ځاني غوښتنې. «تِجارَهً أَوْ لَهْواً»

3-د جمعې لمانځه خطیب دې په ولاړه خطبه ووايي. «وَ تَرَکُوکَ قائِماً»

4-هره هغه چاره رټنوړ ده، چې د الهي مشر شاوخوا تشه کړي. «وَ تَرَکُوکَ قائِماً»

5-تل د خلکو لېوالتیاوې سمې او په حقه نه وي. «وَ تَرَکُوکَ قائِماً»

6- دوې خطبې د جمعې لمانځه برخې دي او اورېدل یې پکار دي. «وَ تَرَکُوکَ قائِماً»

7- د دین په تبلیغ کې توکیزې چارې مه نفې کوئ؛ بلکې د معنویاتو غوره والی اوڅاروئ. «ما عِنْدَ اللّهِ خَیْرٌ مِنَ اللَّهْوِ وَ مِنَ التِّجارَهِ»

8- ښه پایله د ارزښتونو کچه ده، نه لنډمهاله بریاوې او خوندونه. «ما عِنْدَ اللّهِ خَیْرٌ مِنَ اللَّهْوِ وَ مِنَ التِّجارَهِ»

9-رزق لاس ته راوړو ته عبادت مه پرېږدئ، چې په سوداګرۍ پسې ولاړ شئ؛ بلکې لومړی عبادت وکړئ او بیا په سوداګرۍ پسې ولاړ شئ، چې رزق د الله (ج) په لاس کې دی. (ما عِنْدَ اللّهِ خَیْرٌ … وَ اللّهُ خَیْرُ الرّازِقِینَ)

10- یوازې په سوداګرۍ رزق لاس ته نه راوړل کېږي، که الله (ج) وغواړي؛ نو بې له دې هم رزق درکوي. «وَ اللّهُ خَیْرُ الرّازِقِینَ»

11- الله (ج) د جمعې لمونځ کوونکیو روزي تضمین کړې ده. «وَ اللّهُ خَیْرُ الرّازِقِینَ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

 

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1] طور. ۴۳

[2] – قلم،29

[3] – انعام،91

[4] – آل عمران،191

[5] – مؤمنون،115

[6] – المیزان تفسیر،ج10،ص30.

[7] – فتح،1-3.

[8] -صافّات،143.

[9] – بحار،ج 93،ص 177.

[10] – وافی،ج 2،ص 157.

[11] – المیزان تفسیر،ج13،ص96

[12] – المیزان تفسیر

[13] نورالثقلین تفسیر

[14] – نور،41.

[15] – اسراء،44.

[16] – المیزان تفسیر.

[17] – منافقون،8.

[18] – .فصّلت،41.

[19] – نورالثقلین تفسیر

[20] -جاثیه،24

[21] -عنکبوت،64

 المیزان تفسیر

[22] .یس،2

[23] – نساء،113.

[24] – المیزان تفسیر

[25] – ملک،آیه 9

[26] – ابراهیم،3.

[27] – بقره، ۲۸۲

[28] مفردات راغب

[29] – اعراف،179.

[30] – کافي،ج 1،ص 44.

[31] – کافي،ج 1،ص 44.

[32] – کافي،ج 1،ص 45.

[33] – میزان الحکمه،ج9،ص54.

[34] – میزان الحکمه،ج 9،ص 55.

[35] – میزان الحکمه،ج 9،ص 55.

[36] – محجّه البیضاء،ج 1،ص 130

[37] – محجّه البیضاء،ج 1،ص 130

[38] – مائده،41.

[39] – بقره،61.

[40] – مائده،64

[41] – مائده،64.

[42] – .نساء،46.

[43] – بقره،87

[44] – مائده،82.

[45] – مائده،70

[46] – بقره،61.

[47] – مائده،78.

[48] – مائده،18.

[49] – بقره،96

[50] – بقره،111

[51] – بقره،94.

[52] – بقره،197.

[53] – کهف،28.

[54] – فرقان،67.

[55] – .زلزال،6 و 7

[56] ـ محجه البیضاء،ج 8،ص 258.

[57] – نهج البلاغه،خطبه 5

[58] – مقتل خوارزمي،ج2،ص241

[59] – احزاب،16.

[60] – .نساء،78.

[61] – .قیامت،10.

[62] – مستدرک الوسائل،ج 6،ص 91.

[63] – وسائل ،ج 5،ص 17.

[64] – وسائل ،ج 5،ص 67.

[65] – وسائل ،ج 5،ص 66

[66] – کمال الدین،ص 164

[67] – وسائل ،ج 5،ص 325.

[68] – وسائل ،ج 5،ص 63.

[69] – صلاه الجمعه،ص 245.

[70] – کافي،ج 3،ص 417

[71] – کنزالعمال،حدیث 21085

[72] – وسائل ،ج 5،ص 78.

[73] – مستدرک،ج 6،ص 46.

[74] – تهذیب،۳ټ، ۲۳۷ مخ

[75] – وسائل ، ۵ ټ، ۴۶ مخ.

[76] – .وسائل، ۵مخ، ۳۶ مخ.

[77] – نهج البلاغه، ۶۹ ام لیک

[78] – بحارالانوار، ۸۹ ټ، ۱۸۹ مخ.

[79] – وسائل، ۵ ټ، ۴۶ مخ.

[80] – وسائل ۵ټ، ۳۶ مخ

[81] – .مستدرک الوسائل،۶ټ، ۴۲ مخ.

[82] – بحار الانوار ۶۹ ټ، ۲۵۶ مخ.

[83] – مستدرک الوسائل، ۶ ټ، ۷ مخ.

[84] – مستدرک الوسائل ۸ ټ، ۴۰۷ مخ

[85] – کنز العمّال، 21147 ام حدیث

[86] – کنز العمّال، 21139 ام حدیث

[87] – .مستدرک الوسائل،ج 6،ص 10.

[88] – بحارالانوار،ج 89،ص 256.

[89] – وسائل ،ج 5،ص 39

[90] – کنز العمّال،ج 7،ص 746.

[91] – کنز العمّال،ج 7،ص 748

[92] – وسائل ،ج 5،ص 40.

[93] – بحارالانوار،ج 89،ص 131.

[94] – وسائل ،ج 5،ص 38

[95] – وسائل ،ج 5،ص 43.

[96] – کنز العمّال،ج 8،ص 378

[97] – بحارالانوار،ج 89،ص 201.

[98] – وسائل ،ج5،ص40

[99] – بقره،180

[100] – مجمع البیان تفسیر

[101] مؤمنون،2

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!