بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت ارقم بن ابى الارقم (رض) تر هغه پورې،چې مسلمانانو لا دومره زور او واک نه درلود؛نو رسول اکرم د دريو کالو په موده خلک په پټه اسلام ته رابلل او لمانځه ته به غرونو او درو ته تله. په همدې ورځو کې،چې رسول اکرم له خپلو يارانو سره لمونځ کاوه؛نو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
تر هغه پورې،چې مسلمانانو لا دومره زور او واک نه درلود؛نو رسول اکرم د دريو کالو په موده خلک په پټه اسلام ته رابلل او لمانځه ته به غرونو او درو ته تله. په همدې ورځو کې،چې رسول اکرم له خپلو يارانو سره لمونځ کاوه؛نو کفارو پر ملنډو د څښتن د استازي پر کړولو لاس پورې کړ، تردې چې سره لاس و ګرېوان شول،چې تردې پېښې وروسته به رسول الله له خپلو يارانو سره د حضرت “ارقم” په کور کې،چې د “صفا” په غونډۍ کې و، سرهراټولېدل او دا کور د پېغمبر اکرم د تبليغ مرکز شو.
حضرت ارقم (رض) 12 کس و ،چې اسلام يې راووړ او د مهاجرو له لومړۍ ډلې سره مدينې ته مهاجر شو.
تر دې وروسته د حضرت “ارقم” پر کور د “دارالاسلام” نوم کېښوول شو او حضرت ارقم هغه کور خپلو زامنو ته وقف کړ،چې نه وپلورل شي او نه ميراث شي.
دې کار همداسې جريان درلود،چې “ابو جعفر منصور” د حج په موسم کې د خداى کور ته راغى او د سعى ( د حج يو عمل دى،چې پکې د صفا او مروه غونډيو ترمنځ منډى وهل کېږي) په حال کې و،چې سترګې يې د حضرت”ارقم” پر کور ولګېدې،و يې ويل: دا کور ما ته وپېرئ؛خو د هغه کور په اخستو کې پاتې راغى،چې “عبدالله بن عثمان بن ارقم” له يوې ډلې سره د “منصور” پر خلاف پاڅون وکړ او هغوى ونيول شول او “منصور” دا کار پلمه کړ او د مدينې والي ته يې وليکل،چې پردې شرط “عبدالله” له بنده خلاص کړه،چې د ارقم کور راوپلوري.
د مدينې والي هم له حکم سره سم له عبدالله سره خبرې وکړې او هغه يې د کور پلورلو ته چمتو کړ.
منصور،چې دا کور ګوتو ته راووړ؛ نو څه ګوتې يې پر کور ووهلې او بيا يې خپلې مېرمن “خيزران” د هارون الرشيد مور ته ورډالۍ کړ.
حضرت ارقم (رض) د رسول اکرم له مشهورو يارانو ځنې و،چې تل به دڅښتن د استازي تر څنګ و او د پېغمبر اکرم ملاتړ به و.
حضرت”ارقم” په 83 کلنۍ کې پر 53 هجري کال کې له دې فاني دنيا نه ولاړ او د “بقيع” په هديره کې خاور ته وسپارل شو.