تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ امام صادق (رح) وايي: په اسلام کې مې تر سلمانه فقيه و نۀ موند.   حضرت سلمان فارسي د ساسانيانو د واکمنۍ په پاى کې د ايران د امپراطوري پښې ورځ په ورځ سستېدې، مشران او درباريان يې لاس په ګريوان او د هېواد حالات ډېرګډ وډ شوي او خلک هم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

امام صادق (رح) وايي:

په اسلام کې مې تر سلمانه فقيه و نۀ موند.

 

حضرت سلمان فارسي

د ساسانيانو د واکمنۍ په پاى کې د ايران د امپراطوري پښې ورځ په ورځ سستېدې، مشران او درباريان يې لاس په ګريوان او د هېواد حالات ډېرګډ وډ شوي او خلک هم ترې پوزې ته رارسېدلي وو؛ځکه درباريانو له خړو اوبو کبان نيول (او هر يو به اوښان پر بډو وهل او خپل جېبونه به يې ډکول) پر همدې مهال د (( اصفهان)) په (( جى )) کې يو ماشوم وزېږېد، چې نوم يې پرې (( روزبه)) کېښود او تر اسلام راوړلو وروسته په “سلمان فارسي” مشهور شو .

حضرت سلمان(رض) پر حقيقت مين و او همدې مينې د “زرتشتي” او “مسيحي” اديانو په پلټنه کې کړ.

د علم، معرفت او پوهې د لاس ته راوړلو په موخه (( شام )) او (( حجاز )) ته ولاړ ، چې هلته يې د ډول ډول اديانو له پوهانو ډېر څه زده کړل؛ خو بيا يې هم د حقيقت پلټنې تنده نۀ ماتېده او پلټنې ته يې دوام ورکړ. کله يې، چې واورېدل په مکه کې پېغمبر مبعوث شوى؛ نو بې ځنډه يې ځان پېغمبر اکرم ته ور ورساوه او د پوره پوهې له مخې يې ايمان راوړ (دا هغه وخت و، چې د څښتن استازي مدينې ته هجرت کړى و )

تر مسلمانېدو ورسته د حضرت پېغمبراکرم له ځانګړو يارانو شو او د څښتن داستازي له پاکې او سپېڅلې چينې به يې د حقيقت پلټنې تنده ماتوله .

حضرت سلمان (رض) د علم او معرفت لاس ته راوړلو ته ملا تړلې وه او پدې لار کې داسې ځانګړي مقام ته ورسېد، چې د څښتن استازي څو ځلې يې په هکله وويل:(( سلمانه ! پر څښتن ، چې تۀ زما د اهل بېتو د علم پل يې )).

حضرت سلمان (رض) تل دپېغمبر اکرم په چوپړ کې و او تر وفات وروسته يې هم پوټې وانۀ وخوت او د حضرت علي (ک) له مرستندويانو و.

حضرت سلمان (رض) د خپل عمر په پاى کې د حضرت علي (ک) په سلا مشورې او د حضرت عمر په وړانديز د (( مدائن )) والي و ټاکل شو؛پر هغه ورځ چې (( مداين )) ته تله؛بې ساتندويه پر خپل خره سپور روان شو.خلک له ښاره د حضرت سلمان (رض) ستړو مشو ته بهر را وتلي وو. حضرت سلمان (رض) وځنډېد، ټولو يو بل ته وويل :څه چل شوى او نوى والي ولې را نۀ غئ ؟

پر همدې مهال له ورايه يو سپور راښکاره شو او چې را نږدې شو؛نو خلکو وکتل چې يو سپين ږيرى له څو ډوډيو او اوبو سره پر خره ناست راوران دى . حضرت سلمان وپوښتل شو : آيا يوه ډله مو و نۀ ليده،چې دې ښار ته را روانه وي ؟!

حضرت سلمان : نۀ ! څوک مې و نۀ ليدل.

– تۀ چېرته روان يې ؟

_ له مدينې راغلى يم او مداين ته ځم.

_ همدا مداين دى .

_ د څښتن شکرونه چې را و رسېدم.

_ څه ته راغلى يې؟

_ زه سلمان ! ددې ښار نوى والي يم !

خلکو ته د حېرانتيا او نۀ منلو خبره وه، چې څرنګه به دا سپين ږيرى دداسې لوى ښار چارې سمبال کړي، چې څه وخت د يوې امپراطورۍ پلازمېنه وه ؟

حضرت سلمان هلته په سلطنتي ټانګو کې کېنناست او ماڼۍ ته ولاړ نشو؛بلکې نېغ د جومات په څنګ کې يو وړوکي کور ته ولاړ او هغه يې خپل کور او د دښار د چارو د سمبالولو مرکز وګرځاوه او خلکو ته به يې ويل : ((راغلى يم ، چې له ظلم سره مبارزه وکړم او د قرآن احکام پلي کړم . زما د چارواکۍ ځاى همدا وړوکى کور دى او ساتندوى، آشپز او نورو ته اړين نۀ يم .))

حضرت سلمان (رض) د خپلې چارواکۍ پر مهال له بېت الماله د خلکو چارې ښه سمبالولې،ان تر دې چې خپل شخصي معاش به يې هم پر بېوزليو ويشه او د خپل ژوند اړتياوې به يې د پوزکيو د بڼلو له لارې پوره کولې.

حضرت سلمان د خلکو غوندې ساده ژوند کاوه او همدې ځانګړنو يې په خلکو کې محبوب کړ؛ خو شتمن يې لدې ډول ژونده کرکجن وو او خليفه ته به يې د حضرت سلمان شکايتونه کول. دويم خليفه هم حضرت سلمان ته په يو ليک کې د هغه د ساده ژوند په هکله څه خبرې وليکلې.

حضرت سلمان هم خليفه ته وليکل:دا چې زما په پوزکيو بڼلو،خرڅولو او روټې خوړلو دې نيوکه کړې؛ نو پوه شه چې مومن پدې خبرو نۀ رټل کېږي . پر څښتن ، چې د خلکو مال ته تر سترګو نيولو؛پوزکي بڼل او روټه خوړل او له خلکو بې نيازي څښتن ته غوره ده،چې دا کار تقوا ته نږدې دى او ….

حضرت سلمان (رض) د پېغمبراکرم غوندې جومات د ښوونې،روزنې او لارښوونو مرکز ګرځولې و او په جومات کې به يې خلکو ته د (( يوسف )) سورت تفسيراوه ،چې خلک له حکومتي زده کړو سره د عفت،پاکلمنۍ او صداقت پر بنسټ اشنا کړي.

د حضرت سلمان (رض) ژوند دومره ساده و، چې ښار ته نويو راغليو به نۀ پېژانده، چې دا والي دى؛يوه ورځ چا کجورې او انځر پلورلو ته راوړي وو او د وړو وسه يې نلرله؛نو دا مهال ورته حضرت سلمان (رض) مخې ته راغى او سړي ترې وغوښتل،چې دا پېټى ورسره تر بازاره يوسي او مزدوري به يې در کړم.سلمان (رض) بار پر اوږو کړ. خلکو چې حضرت سلمان وليد؛ نو د حضرت سلمان(رض) پر لور يې رامنډې کړې او غوښتل يې ، چې بار ترې واخلي او پدې وخت کې وو، چې مسافر پوه شو چې دا سړى د مداين د ښار والي دى او پر وېره او خجالت يې ترې بښنه وغوښته او غوښتل يې،چې بار د حضرت سلمان (رض) له اوږو را کوز کړي؛ خو حضرت سلمان(رض) ورسره و نۀ منله او بار يې پخپله تر مقصده ورساوه.

د حضرت سلمان (رض) همدا چلن و ، چې د خلکو پر زړونو يې واکمني کوله او شتمن يې پر غوسه کړې وو.

حضرت سلمان (رض) رنځور شو او ورځ په ورځ يې ناروغي زياتېده؛ نو خلک به ډلې ډلې پوښتنې ته يې راتلل او د زړۀ له کومې به يې ورته د روغتيا دعا کوله او د همدې ناروغۍله امله يې په 35 هجري کال کې لدې فاني دنيآ ستر ګې پټې کړې.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست