تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه سریزه د اسلام دین له درېیو برخو جوړ شوی دی. ۱-عقیدتي اصول ۲-عملي برخه ۳-اخلاقي او انساني فضایل. د اسلام «عقیدتي اصول»؛ «توحید، نبوت او معاد» دي، که څوک له دې منکر شي، مسلمان نه دی؛ ځکه پر دې اصولو ایمان درلودل یا نه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

سریزه

د اسلام دین له درېیو برخو جوړ شوی دی.

۱-عقیدتي اصول

۲-عملي برخه

۳-اخلاقي او انساني فضایل.

د اسلام «عقیدتي اصول»؛ «توحید، نبوت او معاد» دي، که څوک له دې منکر شي، مسلمان نه دی؛ ځکه پر دې اصولو ایمان درلودل یا نه درلودل د «مسلمان او کافر» ترمنځ بېلښت دی.

د اسلام د اصولو په منلو کې باید د قرآني دود لاروي وکړو او هغه دا:

وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ[1]= او په هغه څه پسې مه ځه، چې پوه پرې نه يې))

حضرت امام ابوحنیفه (رحمة الله علیه) وایي: «بي دلیله زما پر فتوا عمل کول حرام دي.»

نو پر اعتقادي اصولو؛ خو باید د بصیرت، پوهې او دلیل له لارې ایمان راوړو او «بې له دلیل او چورلټ ډاډ، د بل لاروي سمه نه ده.»
موږ دلته د خویندو او روڼو د «عقیدتي» کچې د لوړولو لپاره د «اسلام عقیدتي اصول» په لنډو تر غور لاندې نیسو. هیلمن یو، په دې باب د زیاتو معلوماتو لاس ته راوستو لپاره دا څو کرښې د سريزې ونډه ولري.

په دیني مینه

د عقیدتي اصولو لومړی اصل

توحید

په قرآن کریم کې تر غور روسته څرګندېږي، چې د انبیاوو علیهم السلام خوځښتونو خپلې اصلاحي برنامې په دې توګه پیل کړې وې چې «شرک» یې نفې کاوه او «توحید» یې زباداوه او د ټولو ړومبۍ خبره دا وه:

«يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ[2]= قومه! الله ولمانځئ، چې بې له ده معبود نشته!»

د اسلام ستر پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم هم خپله کړلار د توحید پر شعار پیل کړې وه او هغه دا:

«قولوا لا اله الا الله تفلحوا» یعنې ووایئ چې بې له الله تعالی بل معبود نشته، چې فلاح ومومئ.

نو د اسلام بنسټ پر توحید ولاړ دی.

په تفسیر نمونه کې راغلي دي: «الله اسم خاص دی، چې دا نوم بې له الله تعالی پر بل چا نه اطلاق کېږي.

ځينې وایي چې د «الله» سپېڅلې کلمه له «وله» (د تحیر پر مانا) اخستل شوې؛ ځکه د هغه پاک ذات ته عقلونه حیران دي.

 «الله»، معبود دی، چې خلک ورته حیران دي، ورسره مینه لري. «الله» هماغه دی، چې د سترګو له درکه پټ (مستور) او له افکارو او عقلونو ځنې په پرده کې دی (محجوب).

ځينو هغه د الاهة (د عبادت په وزن او مانا) له جرړې ګڼلی او په اصل کې (الا له) دی؛ یعنې «یوازېنی حق معبود».

«الله» هغه ذات، چې ټول کمالیه اوصاف پکې راټول شوي او له هر ډول عیب او نیمګړتیا پاک او سوتره دی.

دا سپېڅلې نامه په قرآن مجید کې نژدې «زر ځل» تکرار شوې، چې نورې سپېڅلې ناملې یې په قرآن کریم کې په دې اندازه نه دي راغلي. «الله» داسې سپېڅلې نامه ده، چې زړونه روښانوي او انسان ته ځواک او هوساینه وربښي.»

د توحید دلایل:

دلته د «توحید» د زباد لپاره لومړی قرآني آيتونه او بیا عقلي دلایل راوړ:

لومړی: قرآني آیتونه

الف- د طبیعت د اجزاوو پيوستون یا د کایناتو نظم.

ب- د خدایانو په شتون کې د کاینانو ویجاړېدل.

دویم عقلي دلایل

اوس پورته دلایل په اوډون تر غور لاندې نیسو:

لومړی: قرآني آيتونه

الف- د طبیعت د اجزاوو پیوستون یا د کایناتو نظم

کایناتو او طبیعت ته له کتنې جوتېږي، چې د لمر، سپوږمۍ او ځمکې ترمنځ اړیکه او پیوستون شته، له لمره د ځمکې له چورلیدو څلور فصلونه او پر خپل چورلیځ د ځمکې له څرخېدو شپه او ورځ پیدا کېږي، پر سمندرونو د لمر وړانګو د لګیدو له لامله اوبه بخارېږي او پر وریځو اوړي، پر ځمکه د هوا د درجې د اختلاف له لامله بادونه منځ ته راځي او بیا بادونه د وريځو د انتقال لامل ګرځي او د واورې او باران په توګه پر غرونو اوري او په دې توګه غرونه د رودونو او ویالو طبیعي زېرمې ګرځي، رودونه خپل شاوخوا خړوبوي او زرغونوي او د ډول ډول نباتاتو او بوټيو د راټوکېدو لامل ګرځي او په دې توګه څاروي او انسانان د رودونو او ویالو تر غاړو مېشتېږي. نباتات او بوټي د باران او رودونو له اوبو وده مومي او څاروي له ویالو او بوټو تغذیه کېږي او بالاخره د انسان ژوند پر اوبو، نباتاتو او حیواني محصولاتو ولاړ دی؛ نو که موږ دلته ځير شو، راته به جوته شي، چې د طبیعت د بېلابېلو اجزاوو ترمنځ اړیکه، پیوستون او یو رنګي شته، چې دا د طبیعت او کایناتو د خالق او پنځګر پر «وحدانیت» دلالت کوي.

))وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ[3]= او ستاسې معبود ایکي یو معبود دی، بې له ده معبود نشته، هماغه لوراند لورین دی. بېشکه، د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې، چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې الله له پاسه را وروي او مړاوې ‏ځمكه پرې راژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خواره كړي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې، چې د اسمانونو او ځمكې ترمنځ ایل دي (؛ نو دا) عقلمنو ته (د يوه پاک ذات) نښې دي. ((

ب- د خدایانو په شتون کې د کایناتو ویجاړېدل

))لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا[4]= كه په دوی (اسمان او ځمكه) كې بې له “الله” (ګڼ) خدايان واى؛ نو هرومرو (د اسمان او ځمكې) د واړو (نظام) ويجاړېده((

))قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لاَّبْتَغَوْاْ إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلاً=[5] ووايه: ((كه له الله سره نور معبودان ‏واى؛ لكه چې دوى وايي؛ نو هرومرو به يې د عرش د څښتن لوري ته (د جګړې يا نژدېکت لپاره) لار لټولې واى.))

دویم: عقلي دلایل

د الله تعالی توحید، پر ډېرو عقلي دلایلو زبادولای شو، چې دلته په لنډو څو دلایلو ته اشاره کوو:

۱-د صرف الوجود دلیل:

ددې دلیل لنډ مطلب دا دی چې الله تعالی «مطلق وجود» دی او هیڅ قید، شرط او حد ورته نشته، چې طبعاً دغسې «وجود» نامحدود وي؛ ځکه که «محدود» وي؛ نو نیست (عدم) کېږي او د الله تعالی له سپېڅلي ذاته، چې هستي راولاړېږي؛ کله به هم د نېستۍ غوښتنه او تقاضا و نه کړي او بهر داسې څه نشته، چې پر هغه باندې نیستي ور و تپي؛ نو ځکه الله تعالی په هیڅ حد پورې محدود نه دی.

بلخوا کله هم په عالم کې د دوو نامحدودو هستیو تصور کېدای نشي؛ ځکه هر یو به یو رنګه کمالات و نه لري، یو به، یو راز کمال لري او بل به بل راز؛ ځکه دواړه محدودېږي، چې دا پخپله د «واجب الوجود» ذات پر وحدانیت څرګند دلیل دی. (ښه ځير شئ)

۲-عملي دلیل:

په لومړي سر کې کایناتو ته له کتنې جوتېږي، چې ګنې ځمکه، آسمان، لمر، سپوږمۍ، ستوري، رنګارنګ بوټي او څاروي، دا ټول یو له بله بیل، خواره واره او بې اړیکې دي؛ خو څومره چې ځیر شو؛ نو راڅرګنده به شي، چې د موجوداتو د اجزاوو ترمنځ اړیکه او پیوستون شته، چې ټولو یوه تنه جوړه کړې او پر ټولې هستۍ، یو لړ ټاکلي قوانین حکومت کوي.

څومره چې بشري علم او پوهه پر مخ ځي، هومره د طبیعت د اجزاوو ترمنځ انسجام او اړیکه ښه څرګندېږي. د مثال په ډول، نیوټن له ونې د مڼې له لویدو د «جاذبې عمومي» قانون رابرسېره کړ؛ یعنې د یوې وړې بېلګې له ازمایښته څرګنده شوه، چې پر هستۍ یو «ستر قانون حکومت» کوي.

نو د هستۍ د نظام له یووالي، پرې واکمنو قوانینو او د دوی د اجزاوو له انسجام او پیوستونه څرګندېږي، چې پنځګر یې هماغه ذات دی.

۳-ټولو انبیاوو علیهم السلام، خلک الله لمانځنې ته رابلل

ټولو انبیاوو له آدم علیه السلام نه تر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم پورې، خلک «توحید» ته رابلل، چې دا بلنه د «توحید» د اثبات لپاره بل دلیل هم دی؛ ځکه که په عالم کې دوه واجب الوجود وای؛ نو دواړه باید د «فیض» سرچینې وای؛ ځکه دا شونې نه ده؛ چې یو بې نهایته کامل وجود، د خپلې رڼا او فیض په خپرولو کې بخل او کنجوسي وکړي؛ ځکه د فیض نشتوالی (عدم) یې د کامل وجود لپاره نقص او نیمګړتیا ده او حکیم والی یې دا غواړي، چې ټولو ته یې فیض ورسي. دا فیض دوه څانګی لري:

په طبیعت کې «تکویني فیض» او په هدایت او لارښوونې کې «تشریعي فیض».

نو که ډېرو خدایانو شتون درلودای؛ باید ټولو خپل استازي رالېږلای، چې خلک یې له تشریعي فیض نه برخمن شوي وای.

حضرت علي کرم الله وجهه خپل زوی امام حسن (رض) ته نصیحت کوي او وایي:

«که پالونکی دې شریک درلودای؛ نو استازي یې درته رالېږل او د هغه د ملک او سلطنت نښې به دې لیدلې وای او د هغه د افعالو او صفاتو سره به آشنا شوی وای؛ خو هغه واحد معبود دی؛ داسې چې خپل ځان یې پخپله توصیف او ستایلی دی.»

د الله تعالی ذات، د هر ډول اجزاوو له تړښته پاک او سوتره دی؛ ځکه که خارجي اجزاوې ورته وای؛ نو طبعاً به ورته اړ وای؛ حال دا، د واجب الوجود لپاره اړتیا نامعقوله ده.

او که عقلي اجزاوې (د منځپانګه او وجود تړښت یا د جنس او فصل تړښت) منظور وي؛ نو دا هم محال دی؛ ځکه د «منځپانګه او منځپانګې» او «وجود» تړښت، په محدود والي پورې اړه لري حال دا، د هغه وجود نامحدود دی او د «جنس» او «فصل» تړښت، په منځپانګه پورې اړه لري؛ نو څه چې منځپانګه و نه لري؛ نو «جنس» او «فصل» خو به هرومرو نه لري.

د توحید څانګې

معمولاً د توحید لپاره څلور څانګې یادوي[6]:

۱-په ذات کې توحید[7]

۲-په صفاتو کې توحید

یعنې صفات یې له ذاته جلا نه دي او نه یې صفتونه یو له بله بېل دي؛ د بېلګې په توګه: «علم» او «ځواک» زموږ دوه صفتونه دي، چې زموږ له وجوده بېل دي. زموږ وجود بېل دی، علم او ځواک مو نور څه دي. دغسې په موږ کې علم او ځواک هم یو له بله بېل دي، زموږ روح د علم مرکز، مټې او غړي مو د جسماني ځواک مرکز دی؛ خو د الله تعالی صفتونه پر ذات «زائد= زیات» نه دي او نه یو له بله بېل دي (صفات یې نه عین ذات دي او نه یې بې له ذاته دي)؛ بلکې وجود یې ټول علم، ټول ځواک، ټول ازلیت او ابدیت دی.

او که بې له دی وي؛ نو ترکیب او تړښت ورته لازم دی او که مرکب وي؛ نو اجزاوو ته اړ دی او چې اړ شي؛ نو کله هم واجب الوجود کېدای نشي.

۳-په عبادت کې توحید:

یوازې باید الله تعالی ولمانځو، بې له ده نور د لمانځلو او عبادت وړ نه دی؛ ځکه باید د داسې چا عبادت وشي، چې «مطلق کمال» او «کمال مطلق» وي، هغه چې هیچا ته اړ نه وي او د ټولو نعمتونو بښوونکی او د ټولو موجوداتو پنځګر وي او دا صفتونه، بې له الله تعالی، په بل چا کې نشي راټولېدای.

له عبادته اصلي موخه دا ده، چې انسان «مطلق کمال» ته د رسېدو لپاره لار پيدا کړي او د الله تعالی د کمال او جمال د صفاتو ښکارندوی شي (تخلقوا با خلاق الله) چې ددې په پایله کې، انسان له شیطاني خویونو شا اړوي او ځان جوړونې او د «نفس تهذیب» ته ورمخه کوي.

۴-افعالي توحید:

الله پاک مسبب الاسباب او علت العلل دی؛ یعنې هر یون او فعل چې په عالم کې سر ته رسي، سرچینه یې الله تعالی دی. ان د یوې مانا له مخې، موږ چې کوم اعمال کوو، په الله تعالی پورې اړه لري؛ ځکه هغه ځواک، اختیار او آزادي راکړې؛ نو موږ په عین حال کې چې د خپلو کړو وړو (افعالو) سر ته رسوونکي (فاعلین) او پر وړاندې یې مسوول هم یو؛ خو بلخوا الله پاک یې هم فاعل دی؛ ځکه هر څه چې لرو، ټول د هماغه دي (الامؤثر فی الوجود الا الله).

د افعالي توحید څانګې:

افعالي توحید زیاتې څانګې لري؛ خو موږ یې شپږو مهمو ته اشاره کوو:

۱-په خالقیت کې توحید:

))قُلِ اللّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ= ووايه: ((څوك د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى؟)) ))

که موږ تېرو دلایلو ته پاملرنه وکړو؛ نو جوته به شي، چې خالق هماغه یو دی؛ ځکه واجب الوجود یو دی او بې له ده، نور ټول شونی الوجود دي؛ نو د ټولو موجوداتو خالق او پنځګر به هم یو وي.

۲-په ربوبیت کې توحید:

یعنې د هستۍ د نظام مدبر، مدیر او مربي، یوازې همدا الله تعالی دی.

))قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ[8]=(ورته) ووايه: ((ايا زه بې له الله بل پالونكى ولټوم، حال دا، هغه د ټولو څيزونو پالونكى دى؟!((

او دلیل یې دا دی چې هماغه یو الله په هستی کې واجب الوجود او د عالم خالق دی.

۳-په قانون جوړولو (تشریع) کې توحید:

((وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ[9]= او څوك چې د الله د نازل شويو احكامو له مخې پرېكړه و نه کړي؛ نو همدا دوى كافران دي.))

چې کله جوته شوه، مدیر او مدبر هماغه الله تعالی دی؛ نو په رښتیا، بې له هغه نور څوک د قانون جوړولو صلاحیت نه لري؛ ځکه بې له هغه، نور څوک د نړۍ په تدبیر کې برخه نه لري، چې له تکویني نظام سره جوښت قوانین وټاکي.

۴-په مالکیت کې توحید:

حقیقي مالکیت (پر ټولو څيزونو د الله تعالی تکویني واکمني ده)

))لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ[10]= د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د هماغه ده))

او حقوقي مالکیت (پر یوه څيز باندې قانوني وکمنۍ ته وایي:

()آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ=[11] پر الله او استازي يې ايمان راوړئ او له هغو څيزونو (د الله په لار كې) ولګوئ، چې تاسې یې پکې (د تېرو خلکو ) ځايناستي كړي ياست؛ نو له تاسې چې کومو خلکو ايمان راووړ او (د الله په لار كې يې) لګښت وكړ، ورته ستر اجر دى.))

او په مالکیت کې د توحید لپاره دلیل، هماغه په خالقیت کې توحید دی؛ ځکه کله چې د ټولو څیزونو خالق هماغه وي؛ نو طبعاً مالک به یې هماغه وي؛ نو هر مالکیت باید د هغه له مالکیته راولاړ شي.

۵-په حاکمیت کې توحید:

دا ښکاره ده، چې بشري ټولنه یون ته اړتیا لري او ډلییز ژوند، بې له حکومته شونی نه دی. د مسولیتونو ویش، د کړلارو جوړول، اداره کول، او د تېریو مخنیوی، یوازې د حکومت له لارې کېدای شي او بس.

بلخوا د انسانانو د آزادۍ اصل وايي، چې هیڅوک یو پر بل د حکومت کولو حق نه لري؛ نو له همدې ځایه، بې له «الهي حکومت»، نور ټول حکومتونه د منلو وړ نه دي؛ نو موږ د حضرت پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او بیا د حزب الله د تشکیلاتي کړیو د لومړۍ حلقی کسانو (اهل کسا= اهل البیت) حکومت او په اوسني وخت کې د عادل، متقي، باتدبیره، مېړنی او د عادي خلکو په څېر اوسېدونکی عالم تر مشرۍ لاندې حکومتونه منلای شو او بې له دې د منلو وړ نه دي.

(البته شونې ده چې خلک یو چا ته اجازه ورکړي، چې حکومت پرې وکړي؛ خو کوم حکومت چې د عمومي رایو او اکثریت له لارې ټاکل کېږي؛ نو ددې له لامله چې «الهي مشروعیت» پیدا کړي؛ باید د جامع الشرایط عالم او یا د همدغسې یوې شوری (اهل حل و عقد) له خوا تنفیذ شي.)

باید ووایو، چې په ربوبیت کې توحید په «تکویني عالم» او په قانون جوړولو کې توحید، په «تشریعي عالم» پورې اړه لري.

((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ[12]= پرېكړه يوازې د الله په لاس كې ده))

۶-په اطاعت کې توحید:

یعنې په نړۍ کې «واجب الاطاعه» مقام یوازې د الله تعالی ذات دی او د بل هر مقام د اطاعت مشروعیت باید له همدې ځایه راولاړ شي؛ یعنې د هغه اطاعت د الله اطاعت حسابېږي.

دلیل یې دا دی چې کله حاکمیت یوازې د الله وي؛ نو اطاعت هم یوازې د هماغه دی؛ نو ځکه د انبیاوو علیهم السلام او د دوی د برحقو او رښتینو وارثینو (وصیانو) اطاعت په حقیقت کې د الله اطاعت دی.

))يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ=[13] مؤمنانو! له الله. استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ((

)) مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ[14]= چا چې د استازي اطاعت وكړ؛ نو په حقيقت کې یې د الله اطاعت كړى))

د الله تعالی پر وحدانیت ایمان درلودل څه اغېز لري؟

((أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ[15]= ايا خواره واره (او ګڼ شمېر) پالونکي غوره دي يا ایکي يو زورور”الله” (چې پر هر څه او هر چا برلاس دی)؟!))

توحید ټول انسانان د واحد خدای بندګی ته رابولي او په دې توګه، د ټولو انسانانو ترمنځ د وحدت او یووالي جرړې ځغلوي او له اختلاف او تفرقې یې ژغورې؛ نو که اوسنۍ بشري پرګنۍ په سمه توګه «توحید» وپېژني او ایمان پرې راوړي؛ نو له هر ډول اختلافاتو او بې اتفاقۍ به وژغورل شي او ټول انسانان به د «یوې اسلامي ټولنې= امت» حیثیت پیدا کړي او د الله تعالی پر لوري (الیه راجعون) به خپل خوځښت ته دوام ورکړي.

اسماء الله

«الله» هغه ذات دی، چې په قرآن مجید او احادیثو کې په نېکو نومونو او صفاتو ستایل شوی؛ کله الرحمن، علیم، خبیر، بصیر، عزیز، قوی….

د انسان اخلاقي بنسټ ددې صفاتو او نومونو پر پېژندو، پوهېدو او عمل کولو ولاړ دی؛ په دې مفهوم چې انسان د ځمکې پر مخ د الله خلیفه دی؛ نو ددې لپاره، چې د الله د خلافت مقام ته ورسي، باید الهي صفات په ځان کې پیدا کړي؛ لکه چې په حدیث شریف کې راغلي: «تخلقوا باخلاق الله» یعنې ځانونه پر الهي خویونو سمبال کړئ؛ نو په ځان کې د الهي اخلاقو د پیدا کولو لپاره، باید «اسماء الله» سم وپېژنو، سمه عقیده پرې ولرو او سم عمل پرې وکړو. د بېلګې په توګه: انسانان په ټولنیز ژوندانه کې «سولې او امن» ته اړتیا لري؛ نو باید «السَّلام» صفت پر ځان پلی کړي. په وګړني او ټولنیز ژوندانه کې مهرباني او بښنې ته اړتیا لري، چې باید د «الرحمن الرحیم» صفات پر ځان پلی کړي. ټولنه وحدت، پیوستون، اړیکې، ځواک او عمومي ډاډ ته د رسېدو لپاره باید د الله د «المؤمن» صفت پر ځان پلی کړي. د «قوي او غني» صفاتو پلي کول به مو پر ځان اتکاء، سرلوړۍ او خپلواکۍ ته ورسوي، دغسې د عدل او انصاف ټولنې جوړولو لپاره، باید د «العدل او المقسط» پر مفهوم ځان وپوهو او بیا یې عملي کړو.

[1] (اسراء‌\ ۳۶)

[2] هود\ ۸۴

[3] بقره\ ۱۶۳- ۱۶۴

[4] انبیاء\۲۲

[5] اسراء\ ۴۲

[6] په دې برخې کې د «تفسیر نمونه» له (۲۷) ټوکه ګټنه کوو.

[7] (هغه چې پورته وویل شو)

[8] انعام\ ۱۶۴

[9] مائده\ ۴۴

[10] حدید\ ۲

[11] حدید\ ۷

[12] انعام\ ۵۷

[13] نساء\ ۵۹

[14] نساء\ ۸۰

[15] یوسف\ ۳۹

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!