تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د ماعون سورت بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه أَ رَأَیْتَ الَّذِی یُکَذِّبُ بِالدِّینِ«1» فَذلِکَ الَّذِی یَدُعُّ الْیَتِیمَ«2» وَ لا یَحُضُّ عَلی طَعامِ الْمِسْکِینِ«3» فَوَیْلٌ لِلْمُصَلِّینَ«4» اَلَّذِینَ هُمْ عَنْ صَلاتِهِمْ ساهُونَ«5» اَلَّذِینَ هُمْ یُراؤُنَ«6» وَ یَمْنَعُونَ الْماعُونَ«7»= ايا هغه پېژنې، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د ماعون سورت

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

أَ رَأَیْتَ الَّذِی یُکَذِّبُ بِالدِّینِ«1» فَذلِکَ الَّذِی یَدُعُّ الْیَتِیمَ«2» وَ لا یَحُضُّ عَلی طَعامِ الْمِسْکِینِ«3» فَوَیْلٌ لِلْمُصَلِّینَ«4» اَلَّذِینَ هُمْ عَنْ صَلاتِهِمْ ساهُونَ«5» اَلَّذِینَ هُمْ یُراؤُنَ«6» وَ یَمْنَعُونَ الْماعُونَ«7»= ايا هغه پېژنې، چې د الله دین او د جزا (ورځ) دروغ ګڼي؟! نو دا هغه دى، چې پلارمړى ټېلوهي،او اړمن ته په خوړو ورکولو هڅاندى نه دى؛ نو پر هغو لمونځ كوونكيوافسوس دى،چې … له خپل لمانځه غافل دي، هغوى چې ځان ښوونه کوي؛ د ژوندنيو اړينو وسايلو وركړه منع كوي.

 

ټکي:

* دا سورت د منفي وګړیو څېره راپېژني:

هغوی چې دین ته منفي لید لري. «یُکَذِّبُ بِالدِّینِ»

د پلارمړي او مسکین په اړه منفي دي او شړي یې. «یَدُعُّ الْیَتِیمَ وَ لا یَحُضُّ»

په عبادت او لمونځ کې منفي دي او اخلاص نه لري. «ساهُونَ – یُراؤُنَ»

خلکو ته په چوپړ کې منفي دي. «یَمْنَعُونَ الْماعُونَ»

* دلته له «دین» ځنې مراد د قیامت ورځ ده؛ لکه «مالِکِ یَوْمِ الدِّینِ»

«دع» په غوسې شړلو او «حض» د نورو هڅونې ته وايي.

*په دې سورت کې د دین او معاد له دروغجنولو مراد، زړګني دروغجنول دي؛ نه په خوله؛ ځکه د سورت مخاطب هغوی دي، چې لمونځ کوي؛ خو لمونځ یې له ریا، ځانښوونې، غلطۍ او غفلت سره دی.

* «ماعون» له «معن» نه اخستل شوی او معمولا د هغو وزلو او وسایلو په مانا دي، چې ګاونډیان یې یو بل ته عاریه ورکوي، چې اړتیا یې پوره شي؛ لکه په مېلمستیاوو کې د خوړو لوښي.

* دین یو له بل سره تړلې ټولګه ده، لمونځ د مسکین او بېوزلیو له لاسنیوي جلا نه دی.

* په روایتونو کې «ساهُونَ» په لمانځه کې ناغېړۍ، پرېښوولو او ضایع کولو ته وايي[1].

* د الهي شعایرو د ساتنې په پار د جماعت لمانځه حساب، د ځاني غوښتنو د موخو لپاره له ریا او ځانښوونې جلا دی.

* په حدیث کې لولو: هغه چې ګاونډي ته د کور وسایل ورکول منع کړي، الله به ترې د قیامت پر ورځ خپله پېرزو وسپموي[2]. البته په یوه بل حدیث کې راغلي، چې و یې پوښتل: موږ داسې ګاونډیان لرو، چې کله وسایل عاریه ورکړو، ماتوي یې، خرابوي یې؛ نو آیا ګناه ده، چې داسې ګاونډیانو ته وسایل عاریه ورنکړو؟ آنحضرت وویل: که داسې وي؛ نو نه ورکول یې پروا نه کوي[3].

* په حدیث کې لولو: څوک چې د لمانځه وختونو ته بې اعتنا وي او لمونځ په لومړي وخت کې ونکړي، «ویل» لري[4].

* امام صادق وویل: ماعون، قرض الحسنه او نورو ته هر نېک کار، د کور وسایل ورکول او زکات رانغاړي[5].

*انسان دومره سخت زړی شي:

چې د مسکین د سختې بېوزلۍ په اړه

د اړینې اړتیا په اړه چې خوراک دی.

هغه هم د خوړو هومره نه زېرمې ته.

نه پخپله لېچې رانغاړي او نه نور دې کار ته هڅوي.

ریا ته یوه کتنه

ریا او سُمعه دوه خطرونه او ستر آفتونه دي، چې مؤمن وګړي ګواښي. ریا هغه ده، چې انسان یو کار دې ته وکړي، چې خلک ور وګوري او سُمعه هغه ده، چې یو کار ددې لپاره وکړي، چې خبر یې د خلکو غوږونو ته ورسي. دا دوه چارې د نفاق نښې دي؛ لکه څنګه چې د منافقانو په باب وايي: «إِذا قامُوا إِلَی الصَّلاهِ قامُوا کُسالی یُراؤُنَ النّاسَ[6])) لمانځه ته چې ودرېږي؛ نو لمونځ یې له ستومانۍ او ریاکارۍ سره وي؛ له خلکو سره مرسته نه کوي؛ خو په کراهت او ناخوښۍ. «وَ لا یُنْفِقُونَ إِلاّ وَ هُمْ کارِهُونَ[7]))

د روایتونو له مخې، ریاکار ښکلی ظاهر او رنځور باطن لري؛ په ظاهر خشوع او تواضع کوي؛ خو په باطن کې له ګناه لاس نه اخلي. په ظاهر کې پسه او په باطن کې لېوه دی. ددې پرځای چې په دنیا، آخرت لاس ته راوړي، له آخرته په دنیا پسې راځي، د الله له پردې اچونې یې ناوړګټنه کړي او ګناه کوي. پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وویل: تر ټولو ناوړه عذاب هغو خلکو ته دی، چې خلک پکې خیر ویني؛ خو خیر پکې نه وي. پرښتې د ځینو انسانو کړنې پورته وړي؛ خو خطاب راشي: موخه یې الله نه وه، ستانه یې کړئ.

په اسلامي فرهنګ کې ریا یو ډول شرک دی او امام صادق د هغه کس په اړه، چې نېکي کوي؛ خو د الله لپاره نه؛ بلکې ددې لپاره چې خلک یې واوري او ویې ستايي، وویل: هغه مشرک دی او بیا یې د «لا یُشْرِکْ بِعِبادَهِ رَبِّهِ أَحَداً[8]»آیت تلاوت کړ[9].

د ریاکار نښه داده، که وستایل شي، نو خپلو نېکو کارونو ته پراختیا ورکوي او که و نه ستایل شي؛ نو خپل نېک کارونه کموي. ناویلې دې پاتې نشي، چې دا ټولې رټنې هغوی ته دي، چې له پیله یې کار له الله پرته بل ته کاوه؛ خو که انسان له پیله بې له الله بله موخه نه درلوده او خلک یې له کاره خبر شول؛ نو پروا نه کوي. امام باقر (رح) ویلي: « د هر چا ښه ایسي چې ښه یې په خلکو کې ښکاره شي؛ خو په دې شرط چې له پېله یې نیت خلک نه وي. « اذا لم یکن ضع ذلک لذک»[10]

اخلاص

د ریا او سُمعه پر وړاندې، اخلاص دی. په یوه حدیث کې راغلي دي: الله یوازې خالصان مني «أَلا لِلّهِ الدِّینُ الْخالِصُ[11]»او څوک چې څلوېښت ورځې ځان خالص کړي؛نو له زړه به یې پر ژبه د حکمت چینې راوبهېږي.«من اخلص لله اربعین صباحا ظهرت ینابیع الحکمه من قلبه الی لسانه[12]»او د بشپړ ایمان نښه دا ده، چې د انسان، مینه، کرکه، بښل او نه بښل یې د الله لپاره وي. د عبادتونو غوره یې اخلاص دی او له حضرت فاطمه زهرا رانقل شوي،چې ویلي یې دي:

«من اصعد الی اللّه خالص عبادته اهبط اللّه عزّ و جلّ افضل مصلحته[13]» چا چې د الله درشل ته نږه عبادت ورواستاوه، خدای غوره مصلحت ورته نازلوي.

پېغامونه:

1-د ایمانوالو له اړخه، د قیامت عملي دروغجنول خورا هېښنده او پوښتنوړ چار دی. «أَ رَأَیْتَ الَّذِی»

2- د پلارمړي شړل، انسان له الله لرې کوي.( یُکَذِّبُ بِالدِّینِ … یَدُعُّ الْیَتِیمَ)

3-د ایمان نښه، د پلارمړي نازول، وږیو او بېوزلیو ته پاملرنه ده او څوک چې ورته بې پامه وي، بې دینه دی.(یُکَذِّبُ بِالدِّینِ … یَدُعُّ الْیَتِیمَ)

4-د ګروهې او کړنو ترمنځ خورا ټینګه اړیکه ده.(د پلارمړي د شړلو په څېر جزيي مسایل، جزيي مه ګڼئ، چې دا د دین دروغجنول دي) (یُکَذِّبُ بِالدِّینِ … یَدُعُّ الْیَتِیمَ)

5-عاطفي اړتیاوې پر جسمي اړتیاوو لومړۍ دي.(لومړی له پلارمړي سره مینه او بیا د مسکین مړول) (یَدُعُّ الْیَتِیمَ … طَعامِ الْمِسْکِینِ)

6- هر لمونځ ارزښت نه لري او هر لمونځ کوونکی جنتي نه دی. «فَوَیْلٌ لِلْمُصَلِّینَ»

7- تېروتنه که د ناغېړۍ او بې اعتنايۍ له لامله وي؛ نو رټنه لري. «عَنْ صَلاتِهِمْ ساهُونَ»

8-په لمانځه کې تېروتنه او سهو بښنوړ ده؛ خو له لمانځه تېروتل، د پرېښودو په مانا یې بښنوړ نه ده. «عَنْ صَلاتِهِمْ» (نه «فِی صَلاتِهِمْ» )

9- خطر خو هله شي، چې ناوړچاري د انسان تلپاتې روږد شي.( یُکَذِّبُ … یَدُعُّ … لا یَحُضُّ (مضارع فعل د استمرار څرګندوی دی)

10-د لمونځ او عبادتونو د منل کېدو شرط اخلاص دی.( فَوَیْلٌ لِلْمُصَلِّینَ اَلَّذِینَ … یُراؤُنَ)

11-د بېوزلیو مړول یوازې په شتمنو پورې ځانګړی نه دی، ټول دنده لري، که څه دې چار ته د نورو د هڅونې له لارې وي. «لا یَحُضُّ عَلی طَعامِ الْمِسْکِینِ»

12-هغه چې کله کله له لمانځه غافلېږي، په «ویل» کې رانغاړلېږي؛ نو د دایمي لمونځ پرېښوونکیوو به څه حال وي! (فَوَیْلٌ لِلْمُصَلِّینَ … عَنْ صَلاتِهِمْ ساهُونَ)

13-د خلکو د بنسټزو اړتیاوو په اړه بې توپیري سزا لري.( فَوَیْلٌ لِلْمُصَلِّینَ … یَمْنَعُونَ الْماعُونَ)

14-خلکو ته چوپړ د لمانځه ترڅنګ دی.( فَوَیْلٌ لِلْمُصَلِّینَ … یَمْنَعُونَ الْماعُونَ)

15-له لمانځه غفلت، له خلکو د غفلت زمینه ده.( عَنْ صَلاتِهِمْ ساهُونَ … یَمْنَعُونَ الْماعُونَ)

16-وږي له پامه غورځول، پر قیامت د ګروهې نه درلودو نښه ده.( یُکَذِّبُ بِالدِّینِ … وَ لا یَحُضُّ عَلی طَعامِ الْمِسْکِینِ[14])

17-د لمانځه له آر او حقیقته سهوه مهمه ده؛ نه د رکعتونو له شمېره، چې کله انسان سهوه کېږي او جبرانوړ ده. «عَنْ صَلاتِهِمْ ساهُونَ»

18-هغه وګړي چې له الله جلا شي، په ریا له نورو سره ځان ته ځګی لټوي.( یُکَذِّبُ … یُراؤُنَ)

19- له معاده د منکرینو ځانګړنه، کنجوسي ده، چې ان د ناڅیزه او کوشنیو څیزونو په عاریه ورکولو کې هم کنجوسي کوي.( یُکَذِّبُ … یَمْنَعُونَ الْماعُونَ)

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

[1] – نورالثقلین تفسیر.

[2] – کنزالدقائق تفسیر.

[3] – نورالثقلین تفسیر.

[4] – نورالثقلین تفسیر.

[5] – کافي،ج3،ص499.

[6] – نساء،143.

[7] – توبه،54.

[8] – کهف،110.

[9] – د روایتونو ټولګه له، میزان الحکمه، د ریا ویینه.

[10]  کافي، ۲ټ، ۲۹۷ مخ

[11] -زمر،3.

[12] -جامع الاخبار،ص 94.

[13] -بحار،ج67،ص249.

[14] – حاقّه،34.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!