تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر د الهمزة سورت تفسیر بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه وَیْلٌ لِکُلِّ هُمَزَهٍ لُمَزَهٍ«1» اَلَّذِی جَمَعَ مالاً وَ عَدَّدَهُ«2» یَحْسَبُ أَنَّ مالَهُ أَخْلَدَهُ«3» کَلاّ لَیُنْبَذَنَّ فِی الْحُطَمَهِ«4» وَ ما أَدْراکَ مَا الْحُطَمَهُ«5» نارُ اللّهِ الْمُوقَدَهُ«6» اَلَّتِی تَطَّلِعُ عَلَی […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

د الهمزة سورت تفسیر

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَیْلٌ لِکُلِّ هُمَزَهٍ لُمَزَهٍ«1» اَلَّذِی جَمَعَ مالاً وَ عَدَّدَهُ«2» یَحْسَبُ أَنَّ مالَهُ أَخْلَدَهُ«3» کَلاّ لَیُنْبَذَنَّ فِی الْحُطَمَهِ«4» وَ ما أَدْراکَ مَا الْحُطَمَهُ«5» نارُ اللّهِ الْمُوقَدَهُ«6» اَلَّتِی تَطَّلِعُ عَلَی الْأَفْئِدَهِ«7» إِنَّها عَلَیْهِمْ مُؤْصَدَهٌ«8» فِی عَمَدٍ مُمَدَّدَهٍ«9»=افسوس دې وې پر هر بدژبي عيب لټوونكي ( پېغور ورکوونکي)! هماغه چې ډېره شتمني يې راغونډه كړې او شمېرلې ده (بې له دې،چې د روا او ناروا حساب يې كړى وي). انګېري، دا شتمي به يې تلپاتې كړي (او له مړينې به يې وژغوري). هېڅكله داسې نه ده (چې ګڼي يې) ژر به په “حطمة” [= ماتوونكى اور] کې وروغورځول شي! او ته څه پوهېږې، چې “حطمه” څه ده؟! (هغه) الهي بل شوى اور دى . (هماغه) چې پر زړونو ورخېژي او خوله اچوي. په حقيقت کې دا اور پرې راتاو شوی (چې د تېښتې لار نه لري)، په غځول شويو ستنو کې!

ټکي:

* «هُمَزَهٍ» له «همز» اخستل شوی او په سترګو، اشارو او وریځو عیب لټونې ته وايي. «لمز»په ژبه عیب لټونې ته وايي او ددې دوو کلیمو په پای کې د (ه) توری مبالغې ته دی؛ لکه «ضحکه» د هغه کس په مانا دی، چې ډېر خاندي.

* «حطمه» ټوټې کولو او بشپړ ماتولو ته وايي. «مُؤْصَدَهٌ» هغه څمڅ ته ویل کېږي، چې په غره کې جوړېږي او تمبه یې کلکه تړل کېږي.

* له «عَمَدٍ مُمَدَّدَهٍ» (اوږدې او دنګې ستنې) مراد یا اوږده مېخونه دي، چې اهل عذاب پرې تړل کېږي او یا د اور سترې لمبې دي، چې د اوږدو ستونو په څېر دي.

* د قرآن په ژبه، که الله (ج) ته تر توجه روسته، په مال پسې ولاړ شئ؛ نو ارزښت دی، (قُضِیَتِ الصَّلاهُ فَانْتَشِرُوا فِی الْأَرْضِ وَ ابْتَغُوا …[1]) ؛ خو که د الله (ج) د یاد پر ځای په مال پسې ولاړئ؛ نو نیوکه درباندې کېږي.(وَ إِذا رَأَوْا تِجارَهً أَوْ لَهْواً انْفَضُّوا …[2])

* عیب لټونه او پېغور، په هره بڼه چې وي، منع او حرام دی. مخامخ که پسي شا، په ژبه که اشاره وي، په ټوکه که جدي وي، ستره که کوچنۍ، په کار، صنعت او که په پنځون پورې اړوند وي.

 *ځینو خلکو د خپلو مالونو پر شمېرلو، پر نورو ځان غوره ګاڼه او له بوختېدو یې خوند اخسته او ګومان کوي، چې دا شتمني همېشنۍ او تل یې په دنیا کې ساتي او رنځ او مرګ نه ورځي. قرآن دا لید رټلی او وايي: دنیا ته دا لید انسان دوزخي کوي؛ ګنې د دنیا مال درلودل او ګټنه ترې څه رټنه نه لري.

*داچې ددې سورت په پای کې یې د پېغور ورکوونکي عذاب سرپوښلی دوزخ ګڼلی او دا ډول عذاب کافرانو ته دی؛ نو برېښي، چې دا آیت د هغو کسانو په اړه دی، چې پر الهي پېغمبرانو یې ملنډې وهلې.

 پېغامونه:

1-د شتمنۍ ډېری کولو یو آفت، د نورو سپکاوی دی.(هُمَزَهٍ لُمَزَهٍ … جَمَعَ مالاً وَ عَدَّدَهُ)

2-اخلاقي مسایل د دین برخه ده او مؤمن انسان دې خپلې سترګې او ژبه کابو ساتي. «وَیْلٌ لِکُلِّ هُمَزَهٍ لُمَزَهٍ»

3- پام مو وي، چې دنیا مو تېرنباسي او د دنیا په مال غره نشئ. «یَحْسَبُ أَنَّ مالَهُ أَخْلَدَهُ»

4-هغوی چې د مال د انفاق پر ځای د ډېری کولو او احتکار په فکر دي، د قیامت ماتوونکي عذاب ته دې په تمه وي.(جَمَعَ مالاً وَ عَدَّدَهُ … لَیُنْبَذَنَّ فِی الْحُطَمَهِ)

5-پېغور ورکول کبیره ګناه ده؛ ځکه له پېغور ورکوونکي سره د عذاب ژمنه شوې ده.(وَیْلٌ لِکُلِّ هُمَزَهٍ لُمَزَهٍ … لَیُنْبَذَنَّ فِی الْحُطَمَهِ)

6-هغه اور چې الله (ج) بل کړي، نه یوازې پر بدن؛ بلکې د مجرمانو پر زړه ورننوځي. «نارُ اللّهِ الْمُوقَدَهُ اَلَّتِی تَطَّلِعُ عَلَی الْأَفْئِدَهِ»

7-د بشر فکر د دوزخ د حقایقو له درک کولو بېوسې دی. «وَ ما أَدْراکَ مَا الْحُطَمَهُ»

8-د اور اوږدې ستنې، د دوزخیانو د تېښتې مخه نیسي. «مُؤْصَدَهٌ فِی عَمَدٍ مُمَدَّدَهٍ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچينه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] -جمعه،10.

[2] – جمعه،11.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!