تبلیغات

د امام حسین لنډې ویناوې ( د نصیحت، حکمت او…. په برخو کې) امام حسین کربلا ته د تلو په لار کې وویل: ۱ ـ په رښتیا دنیا اوړېدلې او نا اشنا شوې، نېکیو یې شا کړې او ناڅیزه یې د دیګ بیخ دی او د څرځای په څېر پرېوتی ژوند ترې پاتې دی، چې […]

د امام حسین لنډې ویناوې

( د نصیحت، حکمت او…. په برخو کې)

امام حسین کربلا ته د تلو په لار کې وویل:

۱ ـ په رښتیا دنیا اوړېدلې او نا اشنا شوې، نېکیو یې شا کړې او ناڅیزه یې د دیګ بیخ دی او د څرځای په څېر پرېوتی ژوند ترې پاتې دی، چې یوازې رنځ راولاړوونکي او بېکاره بوټي ترې راټوکېږي .

ایا نه وینئ،چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو لاس نه اخلي؟!

داسې چې مؤمن حق لري، مرګ او د خدای لیدو ته ورلېوال وي . په رښتیا دغسې مرګ یوازې نېکمرغي بولم او د ظالمانو تر څنګ ژوند یوازې هلاکت ګڼم! په واقع کې خلک دنیا پالي دي او دین یې د خولې لاړې دي او تر هغه چې ژوند یې سم سمکی وي؛ نو په خوله کې یې اړوی را اړوي او چې د ازمېښت وخت راورسي؛ نو دینوال ډېر لږ وي.

۲ ـ یو چا یې پر وړاندې غیبت کاوه، ورته یې وویل: پلانیه! له غیبته لاس واخله، چې غیبت د جهنم د سپيو خوراکه ده.

۳ ـ یو چا یې پر وړاندې وویل: له نا اهله سره مینه او احسان کول تویې ځي . امام ورته وویل : داسې نه ده، نېکي د باران په څېرده ، چې پر نېکانو او بدانو ورېږي .

۴ ـ خدای چې له چا ځواک او وس واخلي؛ نو طاعت ترې نه غواړي اوچې له چا ځواک واخلي؛ نو مکلفیت ورباندې نږدي.

۵ ـ په رښتیا یوه ډله خدای د تمې لپاره نمانځي،چې دا د سوداګرو نمانځنه ده او یوه ډله یې له ډاره نمانځي ، چې دا د مریانو نمانځنه ده او یوه ډ له یې د نعمتونو په منندوینه کې نمانځي، چې دا د ازاد شویو نمانځنه او غوره نمانځنه ده.

۶ ـ یو چا ( له امام سره د لیدو پر وخت) بې سریزې وویل: څنګه یې؟ خدای دې روغ جوړ لره، ورته یې وویل: لومړی سلام ورپسې کلام، خدای دې روغ جوړ لره، بیا یې وویل : څوک چې سلام وانه چوي؛ نو د ننووتو اجازه مه ورکوئ.

۷ ـ بنده ته د خدای پټ دام دا دی، چې له پرېمانه نعمتونو یې برخمنوي؛ خو د شکر او منندوېنې توفیق ترې واخلي ، ( چې پر نعمتونو بوخت او ولي نعمت ترې هېر شي، چې په دې توګه فرصت یې له لاسه ووځي.)

۸ ـ کله چې عبدالله بن زبیر (رض)، عبدالله بن عباس (رض) یمن ته وشړه؛ نو امام ابن عباس ته وکښل؛ اما بعد؛ خبر شوم چې ابن زبیر طایف ته شړلی یې. خدای دې په همدې پار مشهور کړه او د ګناهونو د تویېدو لامل دې شي، دا نېکان دي،چې ازمېښتېږي او که الهي بدله یوازې د زړه غوښت چارو ته وای؛ نو اجر دې لږېده [ ؛ځکه په دنیا کې ډېرې چارې د انسان په خوښه نه دي]، خدای دې ما او تا ته په مصیبت کې صبر او په نعممت کې شکر راپر برخه کړي او کینه کښ غلیم دې راباندې ښادنه کړي. والسلام[1].

۹ ـ یو سوالګر مالي مرسته ترې وغوښته، امام ورته وویل: سوال روا نه دی؛ خو په دروند پور ، یا ذلیلې نېستۍ یا په (دیه او) دروند غرامت او جریمه کې، سوالګر وویل: په دې درېیو اړتیاوو کې یوې ته یې راغلی یم، امر یې وکړ چې سل دیناره ورکړئ.

۱۰ ـ امام حسین خپل زوی سجاد ته وویل: زویکه! هسې نه پر داسې چا تېری وکړې،چې بې له خدایه ملاتړ نه لري.

۱۱ ـ یوچا ددې آيت [ = او (خلکو ته) د خپل پالونکي نعمت ورڅرګند کړه[2]] مانا ترې وپوښتله؛ امام وویل: خدای خپل پېغمبر ته امر وکړ، کوم نعمتونه یې چې د دین په چار کې ورکړي،خلکو ته یې ورڅرګندکړي.

۱۲ ـ یو انصاري امام حسین (رض) ته ورغی او څه یې ترې غوښتل ، امام وویل: خپل پت دې مه تویوه، غوښتنه دې ولیکه، انشاالله یو کار به وکړم،چې خوشحال شې. سوالګر وکښل: ابا عبدالله[3]! د پلانې پینځه سوه دیناره پوروړی یم او په ټینګه یې غواړي، ورنه وغواړئ د پور د چمتو کولو تر وخته مهلت راکړي. امام پاڼه ولوسته، کور ته ورننووت او د زرو دینارو یوه کڅوړه یې راوړه ویې ویل: پینځه سوه یې په خپل پور کې ورکړه او نور یې د خپل ژوند لګښت کړه او خپله اړتیا دې یوازې رېیو تنو ته ووایه : دینوال،ځوانمرد، او د حسب خاوند ته. دینوال دې خپل دین ساتنې ته اړتیا درپوره کوي، ځوانمر له خپلې مردانګۍ شرمېږي،چې نهیلی دې نه کړي او د حسب خاوند پوهېږي،چې اړتیا د پت وړاندې کولو ته اړ کړی اوستا پت ساتنې ته دې تش لاس نه ستنوي.

۱۳ ـ وروڼه څلور ډوله دي :

۱ ـ ستا او دځان پر ګټه .

۲ ـ ستا پر ګټه .

۳ ـ ستا پر زیان .

۴ ـ نه ستا او نه د ځان پر ګټه .

له امامه یې په دې اړه څرګندونه وغوښته : ویې ویل: ړومبی هغه وروري ده، چې پایښت یې غواړي، نه یې مړینه او له منځه وړل ( د دوستۍ له غځونې سره مینوال دی) دا د دواړو پر ګټه ده؛ځکه که وروري وغځېږي ، د دواړو ژوند خوږېږي او که پای ته ورسي؛ نو دواړه زیانمنېږي .

دویم هغه ورور دی،چې تمه نلري او یوازې مینه درسره لري او دنیوي موخه نلري، دې ورور خپل ټول تن در سپارلی او پر ګټه دې دی .

درېیم هغه ورور دی،چې یوازې زیان یې در رسي او سترګې پر لار دی،چې کله به په سختۍ کې راګېرېږې . رازونه دې رابرسېروي، په انډیوالانو کې دروغ درتړي او په کینه درته ویني، پردې ملګري دې د ایکي یو خدای لعنت وي!

څلورم هغه ورور دی، چې خدای یو مخې احمق کړی او (له خپل رحمته یې) لرې کړی، ځان درباندې ړومبی ګڼي او په کنجوسۍ یې ستا شتمنۍ ته سترګې نیولې دي .

۱۴ ـ له عقلمنو سره ملګرتوب د ټولمنلتوب او نېکمنومۍ نښه ده، له ناپوهانو سره شخړه کول د ناپوهۍ نښه ده او د خپلې خبرې کره کول او ( د علمي مسایلو او) د رای او فنونو د ډولونو پر حقایقوځان پوهول د پوهې نښه ده.

۱۵ ـ په رښتیا مؤمن ،الله خپل پاسوال ګڼلی او د هغه وینا یې ځان ته هنداره کړې ده، کله د مؤمنانو ځانګړنې په پام کې نیسي او کله د کبرجنو او په دې توګه په زړه پورې ټکي ترې اخلي، په ځانښانده کې بریالی او په ځیرکۍ د ډاډ مقام ته وررسېدلی او د پاکۍ په سیوري کې یې د ځواک احساس [ او پر ځان ډاډ] موندلی دی.

۱۶ ـ له هغه کاره ډډه وکړه،چې په کولو یې باید بښنه وغواړې ؛ځکه مؤمن نه بد کوي او نه بښنه غواړي او منافق هره ورځ بدي کوي او بښنه غواړي .

۱۷ ـ سلام اویا ثوابونه لري، چې نهه شپېته یې سلام اچوونکي او یو یې ځوابوونکي ته دي .

۱۸ ـ کنجوس هغه دی، چې سلام نه اچوي.

۱۹ ـ څوک چې غواړي په ګناه ځان موخې ته ورسوي ؛ نوپه ځند ور رسي او ډېر ژر په خطر کې لوېږي .

 

[1] [یادونه: احمد جنتي: عبدالله بن زبیر، پر ۶۵ س ؛یعنې د کربلا تر پېښې پینځه کاله وروسته په مکه کې خلافت تر لاسه کړ، او دا چې ابن عباس د مختار تر پا‎څون وروسته شړل شوی؛نو ناشونې ده ،چې دا لیک د امام حسین وي او ښایي د امام سجاد؛ علي بن حسین وي او د یمن پر ځای طایف سم دی].

[2] ضحی – ۱۱ آیت

[3] ( د امام حسین کنیه)

سرچینه

د تحف العقول کتاب

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست