بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خاورې او هوا يو عنصر نه دى يوه ورځ امام صادق (رح) د خپل پلار په درس کي ناست و او د درس موضوع د ارسطو فزيک و. وويل شوچې په جهان کي له څلورو عناصرو پرته بل څه نشته او هغه خاوره، اوبه، باد او اور دى. امام جعفر […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
خاورې او هوا يو عنصر نه دى
يوه ورځ امام صادق (رح) د خپل پلار په درس کي ناست و او د درس موضوع د ارسطو فزيک و. وويل شوچې په جهان کي له څلورو عناصرو پرته بل څه نشته او هغه خاوره، اوبه، باد او اور دى. امام جعفر صادق (رح) نيوکه وکړه: حېران يم چې د ارسطو په شان سړي څنګه دې ټکي ته پام نشو،چې خاروه يو عنصر نه ؛بلکې په خاوره کې ګڼ شمير عناصر شته او هر يو فلز چې په خاوره کې دى يو ځانګړى عنصر شمېرل کېږي.
ارسطو له امام صادق (رح) څخه زر کاله پخوا تېر شوى و او په دى پړاو او وخت کې دا څلور ګوني عناصر د علم الاشيار له ارکانو ځنې شمېرل کيدل او داسې څوک نه و،چې له دې نظر سره يې مخالفت کړى واى. زر کاله ورسته يو نولس کلن زلمى وويل چې خاروه له يو عنصرڅخه نه ؛بلکې له ګڼو عناصرو جوړه شوى ده.
چې کله اما صادق (رح) پخپله په تدريس پيل وکړ؛نو ويې ويل چې باد له يو عنصر څخه نه ؛بلکې له ګڼو عناصرو څخه جوړ شوى دى.
امام صادق (رح) د اروپا د اتلسمي زېږېزې پېړۍ له علماوو څخه مخکې د هوا اجزاوې کشف کړې وى او ويلي یې و،چې باد يا هوا له يو عنصر څخه نه ؛بلکې له ګڼو عناصرو څخه جوړه شوى دی.
تر ارسطو وروسته د فزيک ستر دانشمندان په دې ټکى پوه نشول،چې هوا يو بسيط عنصر نه دى. اتلسمه زېږېزه پيړۍ د علم يوه روښانه پيړۍ وه د لاوازيه (چې د کيميا د علم يو ستر دانشمند و) تر وخت پورې ډېر علما پردى سره يوه خوله و،چې هوا يو بسيط عنصر دى او فکر يې نه کاوه،چې هوا له ګڼو عناصرو څخه جوړه شوى ده. چې لاوازيه اکسيجن په هوا کې له نورو غازاتو بيل کړ او ويې ښودل چې اکسيجن په سا اخستلو او سوزيدو کې څومره ستره ونډه لري؛نو تر دې وروسته ټولو علماوو دا ومنله چې هوا يوازې يو بسيط عنصر نه؛ بلکې له څو ګڼو غازاتو څخه جوړه شوى ده. تر همدى ورځې وروسته يې په ١٧٩٤ زيږديز کې د لاوازيه سر په همدې خبره غوڅ کړ که هغه ژوندى واى؛نو نور ډېر اکتشافات به يې هم کړي واى.
جوتېږي،چې امام جعفر صادق (رح) له خپلې زمانې څخه زر کاله مخکې و او دې ټکى ته يې پام شوى و،چې هوا يو بسيط عنصر نه ؛بلکې له څو عناصرو څخه جوړه شوى ده.
امام جعفر صادق (رح) دا علمي واقعيت او نور ډېر علمي واقعيتونه د لدني علم له لارې؛يعنې د امامت دعلم له لارې استنباط کړي وه.
دا نظريه به نن راته ډېره عادي وي؛ځکه پوهېږو،چې په جهان کې يو سل او دوه عناصر شته دى؛خو په اوومه زېږېزه پيړۍ کې دا ستره انقلابي نظريه و او په هغه پيړۍ کې د يو بشر عقل دا خبره نشو منلاى،چې هوا يو عنصر نه دى او لنډه دا چې تر دى پيړيو وروسته ان تر اتلسمي پيړۍ پورې اروپایان ددې علمې او انقلابي عقیدي زغم نه درلود،کومې چې امام جعفر صادق (رح) ويلې وې.
د هوا اکسيجن
امام جعفر صادق (رح) په خپل درس کې وويل: هوا ګڼې اجزاوي لري او دهوا يو جز په ځينو اجسامو کې دخالت او لاسوهنه کوي او په کې بدلون راولي او په هوا کې ځيني داسې اجزا هم شته چې په سوزيدو کې مرسته کوي او که د دې جز مرسته نه وي؛نو هغه اجسام چې د سوزيدو وړ دي، و به نه سوزي.
امام جعفر صادق (رح) زياتوي:
د هوا هغه جز چې د اجسامو په سوزېدو کې مرسته کوي،که له هوا څخه جدا شي او نږه خالصه لاس ته راشي،نو د سوزيدو دومره وړتيا لري چې کړای شو پرې وسپنه وسوزو.
له پريستلي ( د انګلستان يو مشهور دانشمند او کاشف ١٧٣٣-١٨٠٤ زيږيز) او لاوازيه څخه زر کاله پخوا جعفر صادق اکسيجن ښه تعريف کړی و او يوازې د اکسيجن نوم يې پرې کېنښود. پريستلي اکسيجن کشف کړ؛خو په دې پوه نشو چې اکسيجن اوسپنه هم سوزوي.
لاوازيه د ازمېونو له لاې د اکسيجن پر ځينو ځانګړونو ځان پوه کړ؛ خو پردې پوه نشو چې غاز اسپنه هم سوزوي؛خو جعفر صادق ترې زر کاله پخوا خبر و.
نن پردې پوهېږو که يوه اوسپنه په اور کې سره کړو او بيا يې په خالص اکسيجن کي دننه کړو؛نو په ښکاره لمبو به وسوزي.
لکه څرنګه چې د لاټين پلته په تيلو کې وي او هغه سوزي او رڼا پيدا کوي،کړای شو يو داسې لاټين جوړ کړو چې پلته يې د اوسپنې وي او هغه په مايع اکسيجن کې دننه کړو؛نو دا پلته به دومره سره کړي چې شپه به پري روښانه شي.
په يو بل روايت کې راغلي چې يوه ورځ د امام جعفر صادق پلار محمد باقر د درس پر مهال داسې وويل: اوبه چې اور وژونکى دي؛نو د علم په مرسته کړای شو،چې د اوبو له لارې اور بل کړو.
دا وينا په ظاهره يوه شاعرانه بڼه لري او تر ډېرې مودې پورې به چې چا دا وينا اورېده فکر يې کاوه،چې دا د محمد باقر يوه شاعرانه وينا ده؛خو له اتلسمي پيړۍ څخه وروسته معلومه شوه،چې د علم په مرسته د اوبو له لاری کړای شو اور ولګوو او د دې اور تودوښه به د هغه اور په پرتله ډېره وي،چې د لرګى يا سکرو له لاري لاس ته راځي.
هايدروجن د اوبو يو جوړونکى جز دى،چې کله هايدروجن د اکسيجن له لارې وسوزول شي؛نو د تودوښي درجه به ي ٦٦٦٤ درجو ته ورسيږي،د اکسيجن له لارې د هايدروجن سوزيدو ته اکسيدروجن وايي او نن سبا په صنعت کې د فلزاتو د نخلولو (ويلډنګ) او يا هم د فلزاتو په ماتولو او سوري کولو کې کارول کېږي.
سرچینه : امام جعفر صادق، د استراسبورګ اسلامي مرکز څېړنه