تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۸مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة(   د بېوزليو په پلوۍ ټولنيزه مبارزه حضرت ابوذر(رض) شام ته راورسېد، معاويه بن ابوسفيان ځان ته ماڼۍ جوړوله او په زرګونو مزدوران يې پر كار اچولي ول؛خوشحاله و او په جامو كې نه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۱۸مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة(

 

د بېوزليو په پلوۍ ټولنيزه مبارزه

حضرت ابوذر(رض) شام ته راورسېد، معاويه بن ابوسفيان ځان ته ماڼۍ جوړوله او په زرګونو مزدوران يې پر كار اچولي ول؛خوشحاله و او په جامو كې نه ځايېده .حضرت ابوذر(رض) له هغه ځايه تېرېده،چې دا ننداره يې وکړه . معاويه بن ابوسفيان ته ورغى، ورته يې وويل:كه دا ماڼۍ د بيت المال له پيسو جوړوې؛نو خيانت دې کړى او كه له خپله جېبه يې جوړوې؛نو اسراف دې كړى دى .

 معاويه بن ابوسفيان له خجالته او به اوبه شو او د ځواب لپاره يې په خوله كې لاړې وچې شوې .

 حضرت ابوذر(رض) ولاړ او نېغ پر جومات ورننووت او كېناست،خلك ترې راټول شول او له معاويه بن ابوسفيانه يې ورته شكايتونه وكړل :ډېر وخت كېږي،چې زموږ معاشونه يې نه دي راكړي.

 حضرت ابوذر(رض) خپه شو او يوه شېبه يې هېڅ و نه ويل .بيا ناڅاپه راپاڅېد او خلكو ته په وينا شو: دا څه روان دي او څه كېږي! زه خو پرې پوه نه شوم . پر خداى قسم دا كارونه،چې دوى كوي،نه د خداى په كتاب كې شته او نه د رسول اكرم(ص)  په سنتو كې. پر خداى چې باطل ته حق ويل كېږي او پر ريښتنيو د دروغجنو نومونه اېښوول كېږي . پانګوالو ! له بېوزليو سره مساوات وكړئ!

((وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ. يُحْمَى‏ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى‏ بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ (توبه/۳۴، ۳۵) = او هغوى،چې سره او سپين زر زېرموي او د خداى په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه! (پر هغه) ورځ چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او وچولي او اړخونه او شاګانې يې پرې  وداغل شي . ))

پانګواله!پوه شه چې مال دې درې شريكان لري:لومړى يې ستا برخليك دى،چې د مال په نابودۍ كې به درنه اجازه وانه خلي، دويم يې ستا وارث دى،چې هره شېبه له خدايه غواړي،چې مړ شې او د مال خاوند دې شي او درېم يې ته پخپله يې، كه كولاى شې؛ نو تر هغو دوو نورو ځان مزبوت كړه.

څښتن تعالى وايي :

((لَن تَنَالُوا البِّرَّ حَتَّى‏ تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ (آل عمران – 92)=هېڅكله به د نېكۍ (حقيقت) ته  و نه رسئ؛خو دا چې خپل ګران څيزونه ( د خداى په لار كې ) نفقه كړئ . ))

 پانګواله! خو پردې خبره نه پوهېږې،چې انسان مړ شي؛نو د هر كار له كولو بېوسې شي؛خوهغوى چې داسې څه يې پرېښي وي،چې تل د خلكو په كار راشي يا عالم وي،چې له جلنه يې خلكو ته ګټه ورسي او يا نېك عمله اولاد ولري،چې تر مرګ وروسته يې ورته د خېر دعا وكړي . پېغمبراکرم(ص) وويل :پالونکي مې راته وويل: “كه غواړې د مكې بطحاء درته پر سرو زرو واړوم،ورته مې وويل: نه خدايه! غواړم يوه ورځ وږى يم او هغه ورځ ستا پر عبادت تېره كړم او بله ورځ موړ يم،چې ستا شكر پکې ادا كړم” تاسې نرمې او ورېښمينې جامې اغوندئ حال داچې د خداى رسول به پر پوزي ويده كېده، تاسې ډول ډول خواړه خورئ؛خو رسول الله (ص)  يوه ورځ هم ګېډه مړه نه کړه. پانګوالو!په دې خبره پوه نه ياست،چې هره ورځ ځمكې ته دوه پرښتې راځي،يوه يې وايي:خدايه!هغوى ته چې نفقه وركوې،اجر وركړې . هغه بله يې وايي:خدايه!هغوى چې خپل مالونه ساتي هلاك  كړې.

پر بېوزليو او نشتمنو د حضرت ابوذر(رض) خبرې ډېرې ښه لګېدې او ټول يې عاشقان شوي ول؛خو پر پانګوالو يې خبرې ډېرې بدې لګېدې او پر هغوى يې رپ لګولى و. جندب بن مسلمه فهري(رض) چې د حضرت ابوذر(رض) شاو خواته دا شور زوږ وليده؛نو له ځان سره يې وويل : دا څه پر غم اوښتي يو! او نېغ د شام والي معاويه بن ابوسفيان ته ولاړ،ورته يې وويل : ابوذر درباندې د شام خلك راپاڅوي، كه شام غواړې؛نو خلك راټينګ كړه.

زور پرې راووړم؟ خليفه ته شكايت وكړم كه څنګه ؟ كه زور پرې راووړم؛ نو په خپلو لاسونو به مې دې اور ته پوكى وركړى وي او كه خليفه ته شكايت وكړم، هغه به راته وايي، چې يو سړى مې درولېږه، هغه دې هم سمبال نه کړاى شو.غوره به داوي چې له شامه يې لرې كوم جنګ ته ولېږم؛ځكه ابوذر(رض) خو هسې هم د خداى په لار كې په توره وهلو پسې لېونى دى .

 د شام والي هم خپل فكرونه وكړل او په حضرت ابوذر(رض) پسې يې يو څوك ولېږه . حضرت ابوذر(رض) راغى، په غونډه كې حضرت ابوالدرداء،حضرت شداد بن اوس او عباده بن صامت (رضی الله عنهم) د معاويه بن ابوسفيان په څنګ كې ناست ول،حضرت ابوذر(رض) هم د هغوى په څنګ كې كېناست .

 معاويه بن ابوسفيان خپلې خبرې منځ ته راواچاولې: ما حضرت عمر (رحمه الله عليه) ته د “قبرس” د فتح په باب وړانديز وكړ، ورته مې وويل : دا سيمه موږ ته نږدې او فتح كول يې راته اسان دي؛خو حضرت عمر(رض)زما د وړانديز پر وړاندې عمرو بن عاص(رض) ته وويل : د سمندر په باب راته معلومات راكړه . عمرو بن العاص(رض) هم ووېراوه او خليفه له دې كاره پښېمانه شو؛خو اوس مې دا وړانديز حضرت عثمان(رض) ته وكړ . هغه وويل : چې څنګه د خلكو خوښه وي، هماغسې وكړئ، اوس ستاسې خوښه،چې په دې اړه څه پرېکړه کوئ؟

حضرت ابوذر(رض):د خداى په لار كې يوه ورځ تېرول تر هغو زرو شپو غوره ده،چې د بل لپاره يې تېروې،موږ د خداى په لار كې جهاد ته رابلل شوي يو او تر دې  به ښه خبره چېرته وي .

 هلته ناستو نورو اصحابانو هم د حضرت ابوذر(رض)خبره ومنله . معاويه بن ابوسفيان، حضرت عبدالله قيس(رض) د بني خزاره د قبيلې هم ژمنى د لښكر قوماندان كړ. بېړۍ تيارې شوې او د لښكر قوماندان د خوځېدو حکم وكړ؛بېړۍ روانې شوې او د سمندر منځ ته ورسېدې،چې طوفان راغى او نژدې و،چې بېړۍ واړوي،مسلمانانو ځان د مرګ په خوله كې وګاڼه او يو بل ته يې وويل،چې د ژوند وروستۍ شېبې دي؛خو څو شېبې وروسته طوفان كېناست او د سمندر څپې ارامې شوې او خداى هغوى د دې بلا له خولې راواېستل. حضرت ابوذر هم د طوفان تر غلي كېدو وروسته دا آيت ولوست : (( وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَن تَدْعُونَ إِلَّا اياهُ(اسراء/ 67)= او چې كله په سمندر كې پر تاسې (څه) ناورين راځي؛ نو له هغه پرته چې نور (د خپلو ستونزو د حل لپاره) رابلئ (ټول) هېروئ . ))

مسلمانان تر ستونزو وروسته قبرس ته ورسېدل . جګړه ونښته، ننګياليو مسلمانانو د زمريو په څېر توره وهله . قبرسيان يې وځپل او ځينې يې تسليم شول او برى د مسلمانانو په برخه شو. ګډ بهرنى دښمن وځپل شو. نور څه كار نه و،چې حضرت ابوذر(رض) پاتې شوى واى . شام ته راستون شو، چې د كورنيو نادودو پر خلاف مبارزې ته دوام وركړي او پر معاويه بن ابوسفيان او دهغه پر څېر پانګوالو(چې د ملت پر مال يې ګېډه اچولې) ژوند تريخ كړي .

يو ملګرى يې حضرت ابوذر(رض) ته راغى او ويې ويل : ابوذره! د معاويه بن ابوسفيان خبرې دې نه حيرانوي چې وايي : دا مال د خداى مال دى او په دې خبرو غواړي چې د خلكو نوم له بيت الماله لرې كړي او پر هر څه خپله ګېډه واچاوهي.

حضرت ابوذر: ايا  هغه په خپله دا خبره كړې ده؟

ملګرى : هو! په څو ويناوو كې يې دا خبره كړې .

حضرت ابوذر(رض): په دې خبره يې په خداى كه پرېږدم .

حضرت ابوذر(رض) ووت او معاويه بن ابوسفيان ته ولاړ،د ننووتو اجازه يې وغوښته او ورننووت .معاويه بن ابوسفيان پر ورين تندي ورته ښه راغلاست ووايه؛خو حضرت ابوذر(رض) تندى ور نه کړ او غوسه يې وويل : معاويه! مطلب دې څه دى،چې د خلكو مال ته د خداى مال وايي.

معاويه (په موسكا) : د خداى بنده!ولې موږ څه د خداى بندګان نه يو؟او دا مال څه د هغه مال نه دى؟

حضرت ابوذر(رض) : بيت المال د خلكو مال دى او ته وايي چې د خداى مال دى .

معاويه : سمه ده، تر دې وروسته به وايم،چې د خلكو مال دى.

حضرت ابوذر(رض) په تلو كې و،چې معاويه بن ابوسفيان ورته وويل : ابوذره ! ته ولې ماته داسې مچيو چيچلى يې؟

حضرت ابوذر(رض): “فى” د خلكو حق دى او ته يې ځانه ته کولاى نشې؛خو تا دا حق (فى)د پېغمبر اکرم(ص)،حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضی الله عنهم) پر خلاف په خپلو منګولو کې نيولى دى 

معاويه بن ابوسفيان : ته ولې داسې فكر كوې؟داسې نه ده،چې ته فكر كوې،ما پر كوم مال ګېډه نه ده اچولې؛بلكې “في” مې خلكو ته ساتلې ده، چې په عمومي چارو كې يې ولګوم او په كوم ځاى كې،چې اړتيا وي، انفاق مې هم كړى دى.

حضرت ابوذر(رض) : ته انفاق د خداى د رضا لپاره نه كوې؛بلكې غواړې خلك درته غني او سخي ووايي؛لكه چې درته يې وايي.معاويه بن ابوسفيانه! فقيران ستا له لاسه فقيران او خانان ستا له لاسه  خانان دي .

معاويه : ابوذره!له دې کارو لاس واخله! ته خلك داسې انقلاب ته راهڅوې چې خداى خبر پايله به يې څه وي.

حضرت ابوذر(رض): پر خداى قسم څو چې پانګوالو خپل مال په مساوي توګه پر خلكو نه وي اېشلى، له خپل كاره به لاس وا نه خلم.

دا خبرې يې وكړې او غوسه له ماڼۍ ووت.

معاويه بن ابوسفيان د چارې په لټه كې شو،چې څه ورسره وكړم؟ يوه شېبه وروسته يې خپل مريي ته وويل چې د درې سوو دينارو يوه كڅوړه راووړي . كڅوړه يې چې راووړه،ورته يې وويل : په منډه يې ابوذر(رض) ته ورسوه . مريي ځان حضرت ابوذر(رض) ته ورساوه ورته ويې ويل : دا كڅوړه معاويه بن ابوسفيان ستا لپاره راكړه .

حضرت ابوذر(رض) كڅوړې ته وليدل او پوه شو،چې دينار پکې دي؛ نو ورته يې وويل: كه دا زما تنخوا ده؛نو ولې يې تر اوسه پورې بې برخې كړى وم؛ نو وابه يې خلم او كه  ډالۍ وي؛نو بېرته يې يوسه.

مريي همداسې ولاړ و او په تمه و،چې حضرت ابوذر(رض) به ترې كڅوړه واخلي .

 حضرت ابوذر(رض) غوسه وويل : ځه ولاړ شه! او خپل بادار ته يې وركړه. زه دينارونو ته اړتيا نه لرم او غوسه جومات ته ورننووت،چې خلك په تېره بيا نشتمن ترې راټول شول .

حضرت ابوذر(رض) پر لوړ غږ : پانګوالو! خداى چې څه دركړي، نفقه ترې وركړئ! ددې دنيا پر ژوند مه غولېږئ ! په مالونو كې د فقيرانو برخه هم وكړئ . خداى وايي: “بني ادم وايي :چې زما مال زما مال؛خو ته بې له هغه چې خورې او له منځه ځي، هغه چې زړېږي،هغه چې بښې او هغه چې درسره پاتې دي، نور څه هم لرې”؟

پانګوالو! لوى څښتن د پانګوالو مخالف دى.د خداى رسول وويل: ” مرګ پر سرو او سپينو” دا خبره هغه وخت د پېغمبراکرم (ص) پر يارانو هم بده لګېدلې وه؛ لكه دا اوس چې پر تاسې هم بده ولګېده؛ نو ورته ويې ويل : نو كوم مال ولرو؟ حضرت عمر(رض) ورته وويل : زه به له آنحضرت(ص) نه ددې خبرې پوښتنه وكړم .حضرت عمر(رض) ولاړ او پېغمبراکرم(ص) ته يې وويل : رسول الله(ص)! خبره دې پر يارانو بده لګېدلې ده او وايي  چې كوم ښه دى؟

 پېغمبراکرم(ص) وويل : ژبه د عبادت لپاره،زړه د شكر لپاره او يوه ښځه چې د ايمان په پوره كولو كې درسره مرسته وكړي.

د ” في” مالونه د خلكو حق دى؛ خو معاويه بن ابوسفيان پرې ځان ته ماڼۍ جوړه كړې او پرې يې ځان ته ساتندويان نيولي دي،د خلكو پر مال يې ګېډه اچولې او د خلكو مال پر خپلو درباريانو بې خرته لګوي. معاويه بن ابوسفيان هېركړي؛چې د دوو جوړو جامو(يوه د اوړي او بله د ژمې) د كور لګښت او د خداى د كور له زيارت پرته نور هېڅ هم ورته جايز نه دي . هغه هم بايد د نورو قريشو په څېر ژوند وكړي؛نه تر هغوى لاندې او نه باندې . هغه بايد د “في” مال د پېغمبراکرم (ص)، حضرت ابوبكراو حضرت عمر(رضی الله عنهم)په څېر پر خلكو واېشي . حضرت عمر (رض)،چې حج ته ولاړ؛نو د سفر لګښت يې 16 ديناره شو،په راتګ كې يې خپل زوى ته وويل چې ډېر اسراف مې كړى دى . معاويه بن ابوسفيان اوس بې حسابه په زرونو زرونو دينار بني اميه وو ته وركوي او وايي،چې كمې مې وركړې دي!تاسې په خپله فكر وكړئ،هغه هم خليفه و او دا هم خليفه دى .

حضرت ابوذر(رض) پر وينا بوخت و،چې يوه وېرندوكي د ابوذر (رض) په غوږ كې وويل: د ځان خېر غواړه، بس دى ډېر دې معاويه بن ابوسفيان وڅانډه!

حضرت ابوذر(رض) : حبيب مې راته ويلي : “د حق خبره كوه، كه ترخه هم وي او د خداى په لار كې له چا مه وېرېږه” او زه هم ځان ته هماغه دعا كوم، چې رسول الله(ص) ځان ته كوله :خدايه! له وېرې او کنجوسۍ مې وساتې . خدايه!د ژوند له مكره مې وساتې.خدايه! ځنكدن راباندې اسان كړې . سړي چې دا خبرې واورېدې پر ځاى كېناست او بل غږ يې هم ونه کړ. حضرت ابوذر(رض) له ځان سره وويل : دومره وېره به څه كړم او بيا يې د خپلې وينا په ترڅ كې وويل : دوى ډول ډول خواړه خوري او دومره خوري چې بيا يې د هضم لپاره درمل كاروي؛خو حضرت محمد (ص)  له دنيا ولاړ؛خو يوه ورځ يې هم چا پر دستر خوان دوه ډوله خواړه و نه ليدل؛ كله به په مياشتو مياشتو هم د هغوى له نغري د نګولي پخولو لپاره لوګى نه پورته کېده.

يوه په حيرانتيا وويل : نو څه يې خوړل؟

ابوذر(رض):كجورې او اوبه . د خداى رسول وويل : ګېډه ډېر ناوړه څيز دى . انسان بايد دومره وخوري،چې پرې وپايي او بس،ډېره مه خورئ؛ځكه لمانځه ته مو تمبلوي او جسم زيانمنوي او د ډېرو ناروغيو لامل دى؛په خوړو كې ګوزاره كوئ؛ځكه پردې كار خداى خوشحالېږي،اسراف نه كول د بدن لپاره ګټور دي او انسان د خداى عبادت ته چمتو كوي “؛خو تاسې داسې خيال ونه کړئ،چې ګنې دوى به څه نه لرل؛ځكه يې نه خوړل!پر خداى قسم،چې دوى هر څه لرل؛خو د خداى د رضا لپاره يې خپل خواړه فقيرانو ته وركول؛يوه ورځ “حفصې” بي بي (مدينې ته د غنايم و رارسېدو پر وخت) حضرت عمر(رض) ته وويل : پلاره! ښه به نه وي،چې دا زړې جامې نورې بدلې كړې او خواړه دې هم ښه كړې ؟ د خداى شكر دى اوس خو مو خداى رزق پراخ كړ . حضرت عمر(رض) ورته وويل : هېر دې كړل،چې رسول الله(ص) او حضرت ابوبكر(رض) به څومره په سختيو ژوند تېراوه.حضرت عمر(رض)همداسې څو نورې خبرې وكړې او د پېغمبراکرم(ص) د ژوند دومره مثالونه يې ورته وويل،چې حفصه بي بي يې په ژړا كړه . بيا حضرت عمر(رض) ورته وويل: زه هم غواړم دهغوى په څېر ژوند وكړم؛كېداى شي دهغوى په څېر نېكمرغه شم؟

د خداى رسول (ص) به له غنيمته پینځمه اخسته،نه يې زېرمه كوله او نه يې ځان ته څه اخستل؛بلكې ټوله يې د خداى په لار كې وېشله، تردې چې د خپل خوراك،څښاك لپاره هم ورسره څه نه پاتې كېدل؛  يوه ورځ “عايشې” بي بي رسول الله (ص) وږى وليد؛نو په خپګان او ژړا يې ورته وويل : د خداى رسوله!ولې له خدايه  نه غواړې،چې خواړه دركړي . ویې ویل: عايشې!كه له خداى مې غوښتي واى،چې د دنيا ټول غرونه راته سره زر كړه او راته يې په لمن كې واچاوه؛نو دا كار به يې كړى واى؛خو زه ددې دنيا پر لوږه تر مړښت،پر فقر تر غنا او پر غم تر خوشحالۍ خوښ يم . عايشې! دنيا د محمد (ص) او دهغه د كورنۍ  وړ نه ده . څښتن تعالى له خپلو سترو پېغمبرانو پر صبر خوشحالېږي،نه د دنيا پر مال او زه هم د نورو په څېر مكلف يم او دستور يې راكړى،چې صبر وكړم؛ لكه نورو پېغمبرانو چې وكړ.قسم پر هغه خداى،چې له اطاعت پرته يې هېڅ چاره نه  لرم،د نورو په څېر به صبر وكړم .

 

* * *

يوه ورځ جلام بن جندب(رض) د “قنسرين” حاكم ، د شام والي ته ور روان و، چې د ماڼۍ مخې ته يې يو اوږد،خوار او غنم رنګى سړى وليد،چې په زور چغې وهي: تاسې ته د اور لمبې بلې شوي دي. خدايه!هغوى هلاك كړې،چې پر نېکيو امر(امر بالمعروف) یې پرېښې دى . خدايه!هغوى هلاك كړې، چې له بدیو منع (نهى عن المنكر) پرېښى دى .

معاويه په مظلوم او غمجن غږ وويل: دا چغې چې وهي، پېژنې؟

جلام (رض) : نه .

معاويه : هره ورځ پر همدې وخت دلته راځي او همدا چغې وهي.

 بيا يې ساتندويانو ته وويل : ابوذر(رض) راته راولئ.

 حضرت ابوذر(رض) يې په زور ماڼۍ ته راښكودلى دننه كړ او د والي مخې ته يې ودراوه.

معاويه : اى د خداى او رسول دښمنه!هره ورځ راځې او دلته چغې وهې، كه بې د خليفه له اجازې بل څوك وژنم؛نو هغه به ته وې او زه به ترې ستا د وژنې اجازه اخلم .

حضرت ابوذر(رض) : زه د خداى او د هغه د رسول (ص) دښمن نه يم . ته او پلار دې د خداى او د پېغمبراکرم دښمنان ياست،چې په ظاهره مسلمانان شوي ياست؛خو په باطن كې هماغسې كافران ياست !

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!