تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ( الحدید/۲۵) ژباړه : رښتیا (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ( الحدید/۲۵)

ژباړه : رښتیا (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) مو ورسره ولېږل،چې خلك په انصاف وچلېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې پکې ډېر زور او خلكو ته (ډېرې) ګټې دي،چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه د هغه (د دين) او له استازيو سره يې مرسته كوي؛ هو خداى بریمن ناماتى دى .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په دې آيت كې درې څيزونه د قسط پلي كولو سريزه ګڼل شوي دي: بينات، كتاب او ميزان[1] بينات (څرګند دلايل) پراخ مانا لري، چې معجزې او عقلي دلايل رانغاړي، چې پېغمبران پرې سمبال وه. له كتابه مطلب، اسماني كتاب دى او دا، چې د ګردو اسماني كتابونو حقيقت يو دى، كتاب مفرد راوړي؛ كه څه د وخت په تېرېدو او د انسانانو په تامل، منځپانګه يې ښه پوره شوې ده. ميزان، د تللو او سنجونې د وزلې پر مانا ده، چې حسي مصداق یې هغه تلې دي، چې څيزونه پرې تلي؛ خو بېشكه دلته يې مطلب، مانیز مصداق دى؛ يعنې هغه څه، چې د انسانانو ټولې کړنې پرې سنجولاى شو او هغه احكام او الهي قوانين دي يا په ټوليز ډول الهي دين دى، چې د ښو او بدو، ارزښتونو او نا ارزښتونو د سنجونې كچه ده[2]. ځينو مفسرانو تر دې آيت لاندې ويلي، چې په ټولنه كې د قسط پلي كول په درېيو لاملونو پورې تړاو لري: 1_ هغه قانون، چې د قسط او ظلم پولي وټاكي، چې په رڼا كې یې حق او عدل له تېري او تعدى ځنې وپېژندل شي. 2_ نیاومن – عادل مجري، چې قانون په ټولنه كې پلى كړي. 3_ نیاومن -عادل قاضي، چې په ورمندون – قضاوت كې په قسط منځګړيتوب وكړي. نو ځكه كله پېغمبرانو په قضاوت او اجرائيوي چارو كې، شته اړپیچونه لرې كول او كله يې په خپلو لارښوونو د اختلافاتو مخه نيوه[3] . پاموړ خو دا، چې د قسط پلي كول په انبياوو پورې اړوند نه بولي؛ بلكې وايي: بايد انساني ټولنې داسې وروزل شي، چې پخپله قسط ته راپاڅي. ښه خو همدا ده، چې په ټولنه كې د قسط پلي كول په ځانخبري او ځانځوښي – خود جوش ډول وي او نه په تپلو او زور زياتي[4].

د څېړنې وړ خو دا، چې په كتاب او ميزان پسې د حديد (اوسپنې) راكوزول يادوي او له هيښنده ځواك يې خبرې كوي. ښايي له دواړو سره يې د تړاو دليل دا وي، چې بايد د قسط پلي كول په دوو لارو وي: يوه، د ښوونې او تبليغ لار ده، چې پاكزړيو ته كارسازې ده او بله د زور او ځواك لار ده، هغوى ته، چې خبرې ته غاړه نږدي او سرغړونه كوي[5].

[1] پيام قرآن، 7: 23 مخ

[2] نمونه تفسیر، 23: 371 مخ

[3] منشور جاويد، 10: 45 مخ

[4] پيام قرآن، 7: 23 مخ.

[5] منشور جاويد، 10: 44 مخ

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!