تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د انسان اسکلیټي او عصبي ته سیستم ته لنډه کتنه لیکنه : ډاکتر محمد طارق اقبال منځپانګهل هډوکی یو کلک، قوي او سپین جوړښته څیز دی چې بدن ته شکل ورکوي. سکلیت په انساني بدن کې د بېلابېلو هډوکیو د پېیون او اوډون یا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د انسان اسکلیټي او عصبي ته سیستم ته لنډه کتنه

لیکنه : ډاکتر محمد طارق اقبال

منځپانګهل

هډوکی یو کلک، قوي او سپین جوړښته څیز دی چې بدن ته شکل ورکوي. سکلیت په انساني بدن کې د بېلابېلو هډوکیو د پېیون او اوډون یا نظم او ترتیب یوه بېلګه ده. هډوکي، ژوندي انساج دي چې د خونرسانۍ له لارې اکسیجن او خواړه ترلاسه کوي. دا خونرساني ډېره لږه ده؛ خو د صحي هډوکیو لپاره بسیا یا کافي وي. که چېرته د هډوکي کوم انتان موجود وي؛ نو ددې لږې خونرسانۍ له کبله به هر راز ورکړل شوي درمل ډېر کم  اغېزمن وشي.

 دندې

  • د بدن د نرمې برخې ملاتړ او بدن ته بڼه یا شکل ورکونه
  • عضلاتو او پلو یا تاندونو ته یو څه برابرول چې ورپورې ورونښلي
  • د بدن تر ټولو د نفیسو برخو ساتنه او ملاتړ (لکه ماغزه، نخاع شوکي، زړه، سږي)
  • د وینو د ژوندینکو یا حجرو تولید
  • د منرالي مالګو زېرمه، د مثال په ډول کلسیم او فاسفورس
  • عضلاتو ته اجازه ورکوي چې د مفصل له لارې بدن ته حرکت ورکړي

د هډوکیو ډولونه

  • اوږده هډوکي د پښو او لاسونو هډوکي
  • لنډ هډوکي د لاس د بند یا مړوند هډوکي
  • پلن هډوکي عظم قص یا د ټټر هډوکی
  • سیزامویډ هډوکی پټیلا یا د زنګانه سترګه
  • نامنظم هډوکي مهره یا د ملاهډوکی

 

سکلیټ

۱ –   اکزیل یا محلوري سکلیټ – ملاتړ او ساتنه برابروي. دا هغه هډوکي دي چې د سکلیت په مرکز یا محور کې پراته وي

        جمجمه: کرانیوم یا د سر کاسه، د مخ هډوکي

        ستون فقرات: اورمېږ (۷)، صدر یا ټټر (۱۲)، ملا (۵) ساکرال ( یو له بل سره ننښتي دي) (۵)

        کوکسیکس (یو له بل سره نښتي دي) (۴)

        پوښتۍ: ۷ جوړې رښتینې پوښتۍ، ۳ جوړې کاذبې پوښتۍ، ۲ جوړې معلقې یا لامبوځنې پوښتئ، عظم قص یا د ټټر هډوکی، ۱ هډوکی

۲- اپنډیکولای سکلیټ – حرکت کولو ته لاره هواروي

د اوږې کمربند: کلاویکل (۱)، سکپولا (۱)

علوي اطراف : هومورس (۱)، راډیوس (۱)، اولنا (۱)، میټاکارپلس (۵)- ورغوی، فالانکس (۱۴) – ګوتې

لګن خاصره : فیمور (۱)، ټیبیا (۱)، فیبولا (۱)، پټیلا (۱)، ټارسال هډوکي (۷)- ښنګری، میټاټارسال هډوکي (۵)، پښه، میټاټارسال هډوکي (۵) – پښه، فالانکس (۱۴) – د پښو ګوتې

مفاصل

مفصل هغه ځای دی چې دوه هډوکی سره یوځای کېږي

مفاصل هډوکي یو له بل سره نښلوي

حرکت ته اجازه ورکوي

ساینویال مفاصل

په دې مفاصلو کې د مفاصلو سطحې يو پر بل باندې ښویېږي

د هډوکیو وروستۍ برخې مفصلي عضروف پوښلي وي، لیګامنټ ورته ثبات برابروي، او فیبروزي کيپسول مفصل راچاپېروي

شاوخوا کې عضلات حرکت تولیدوي

د ساینویال مفاصلو ډولونه

بال او ساکت مفصل : د ډېر حرکت د دامنې اجازه ورکوي، د مثال په ډول اوږه او د رون مفصل

هینج او پایوت مفصل: په یوه صفحه کې د حرکت اجازه ورکوي د مثال په ډول د څنګلې او زنګون مفصل

نور مفاصل سره نښتي دي (جمجمه)، او نیمه حرکت  درلودونکي دي (ټیبا اوفیبولا)

  عضروف یو قوي ارتجاعي، د نرمې مادې درلودونکی او د ربړ په شان شی دی چې په مفصل کې د هډوکي انتها یا پاي پوښي.

لیګامنټ قوي پړی یا فیبروزي نسج دی، چې هډوکی له هډوکي سره نښلوي او یو له بل سره یې په نږدې ساتنه کې مرسته کوي.

 

د انسان عصبي سیستم ته لنډه کتنه

عمومي

عصبي سیستم د بدن ټول فعالیتونه کنټرولوي

محتویات

  • عصبي سیستم له مغز، نخاع شوکي او فرعي اعصابو څخه جوړ شوی دی.
  • عصبي انساج په بدن کې د بدن د بېلابېلو برخو ترمنځ چټک ارتباط برقراروي- له غیرې ارادي وظیفو څخه نیولې تر ارادي فعالیتونو پورې
  • مرکزي عصبي سیستم له مغزو او نخاع شوکي ځنې جوړ شوی دی.
  • په فرعي عصبي سیستم کې د ۳۱ نخاعي اعصاب، او ۱۲ جوړې قحفي اعصاب دي چې چې له مرکزي عصبي سیستم څخه پېغامونه انتقالوي
  • د اعصابو غیرې ارادي یا اتومایتک سیستم د ګڼو ارګانونو فعالیتونه کنترولوي

اناتومی

ماغزه

  • ماغزه د بدن عمده عصبي مرکز دی او د جمجمې له خوا ساتل کېږي.
  • په دوه، نیمو ویشل شوی دی، چپ نیمه یې د بدن ښی خوا کنټرولوي او ښی نیمه یې د بدن چپ اړخ کنټرولوي
  • ماغزه په درې عمده برخو ویشل شوي دي:
  • د مغزو مخکۍ برخه، د مغزو منځنۍ برخه ، د مغزو شاتنۍ برخه
  • د مغزو مخکۍ برخه د مغزو تر ټولو لویه برخه او ورته سربرال همیسفیر یا سربرم ویل کېږي
  • هر سربریل همیسفیر، د بدن له مخالف اړخ څخه حسی پېغامونه ترلاسه کوي او بېرته ورته حرکي پېغامونه ورلېږي.
  • سربروم څلور لوبونه لري، چې د اعصابو مرکزونه لري ، چې بدن کنترولوي

تالاموس

  • د حسي معلومات د خپرونې مرکز دی

هایپوتالاموس

  • زموږ د بدن د اوبو تعادل برقراروي او تنده، د لوږې چلن او د بدن تودوخه کنترولوي

د مغزو سټه یا برین سټیم 

  • د تنفسي، قلبي او وازوموټور مرکزونه پکې شامل دي.

دماغ اصغر

  • پېغامونه پروسس او تحلیل کوي، ترڅو نرم، او په خپل وخت برابر حرکتونه ترسره شي.

د ماغزو ساتنه

  • د هډوکي، مننژ پردې، مغزي نخاعي مایع او د خونی – مغزي سد له خوا ساتل کېږي

د مننژ پرده

  • ماغزه او نخاع شوکي درې غشاوو پوښلي دي:

ډیورا مټر       (بهرنی پوښ)

ارکنوید مټر     (منځنی پوښ)

پیا مټر          ( داخلي پوښ)

  • سب ارکونویډ سپیس، چې پکې مغزي نخاعي مایع پرته ده، د ارکنویډ مټر او پیامټر ترمنځ پرته ده.

مغزي نخاعي مایع ( سی ایس ایف)

  • سی ایس ایف د مغزو خالیګاوې (بطین) او سب ارکونویډ سپیس ډکوي.
  • ماغزه او نخاع شوکي حمایت او ورته یو ډول ضربه ګیر دی او په تغذیه کولو کې او د متابولیکي ضایعاتو په لرې کونې کې ورسره مرسته کوي

 

نخاع شوکی

  • نخاع شوکي په ستون فقرات کې د مغزو امتداد دی
  • د مهرې ترمنځ د نخاع شوکي له دواړو اړخونو څخه کوچني جفت اعصاب خارجېږي
  • ۳۱ جفته نخاعی اعصاب له نخاع شوکي څخه د بدن محیط ته وځي

د حجرو ډولونه (نیورونونه)

  • په عصبی سیستم کې ډېر شمېر حجرې شته دی چې ورته نیورونونه ویل کېږي

 

حسي نیورونونه

  • حسي نیورونونه د بدن له محیط څخه نخاع شوکي او مغزو ته معلومات انتقالوي، د مثال په ډول، انځورونه، بوی، خوند، درد او تودوخه
  • ځینې معلومات زموږ له اګاهۍ پرته لېږدول کېږي – زموږ په خوله کې خواړه ددې باعث کېږي، لاړې تولید شي، په کوچنیو کولمو خواړه پرسټالټیک حرکات تولیدوي، د وینې شکر (انسولین)، تودوخه (خوله)، وغیره.

حرکی نیورونونه

حرکی نیورونونه له ماغزو څخه اسکلیتي عضلاتو ته پېغامونه لېږدوي ترڅو ارادي یا غیرې ارادي حرکات اجرا کړي

فزیولوژي

ماغزه

  • د مغزو مختلفې برخې د بدن بېلابېلې وظیفې کنترولوي، د مثال په ډول، حس، اوریدل، د تودوخې کنترول، تېرول، یادول او خبرې کول
  • دا په دې مانا دي که چېرته په دې برخو کې یوه یې هم تخریبه شوه؛ نو فرد ممکن ځانګړې وظیفه له لاسه ورکړي. دا ممکنه ده چې دا وظیفه به بېرته لاس ته را نه وړل شي

د سی ایس ایف وظایف

  • د مغزو او نخاع شوکي ملاتړ او ساتنه کوي
  • د مغزو او نخاع شوکي په شاوخوا کې یوشانته فشار برقراره ساتي
  • د مغزو او جمجمې ترمنځ د ضربه ګير په توګه کار کوي
  • ماغزه او نخاع شوکی مرطوب ساتي
  • ګلوکوز درلودونکی دي ترڅو مغزې حجرې تغذیه کړي

محیطي عصبی سیستم

  • د قحفي اعصابو ۱۲ جوړې دي. دوی په عمده ډول په سر او اورمېږ کې حرکي او حسي وظایف ترسره کوي.
  • د نخاع شوکي ۳۱ جوړې دي، چې له نخاع شوکي څخه محیط ته تللي دي
  • دا اعصاب له مغزو څخه د پېغامونو د وړلو او ماغزو ته د پېغامونو د رارسولو مسوولیت پرغاړه لري
  • دوي ارادي پېغامونه لېږدوي. دوي د افرادو امرونو ته ځواب وايي – وګرځه، خبرې وکړه، وخوره، وغیره

رفلکسي عمل

  • د یو تحریک پر وړاندې چټک، غیرې ارادي حرکتی ځواب دی.
  • په رفلسکونو کې سټریچ ډيب ټانډون رفلکس، فلکسور رفلکس او پلانټار رفلکس شامل دی

 

خودکاره عصبی سیستم

  • خودکاره عصبی سیستم د عصبي سیستم غیرې ارادي برخه ده. دا د بدن هغه وظایف کنترولوي چې په خودکاره یا اتومات ډول ترسره کېږي، لکه تنفس، د زړه ضربان او پیرسټلیازیس
  • له سمپاتیک او پاراسمپاتیک عصبي سیستم څخه ترکیب شوی دی

سمپاتیک

په هغو ارګانونو او د وینې په رګونو عمل کوي ترڅو بدن د فشار وړ حالاتو لپاره چمتو کړي  

پاراسمپاتیک

په عمده توګه په غېري فشاري حالاتو او په تېره بیا د خوب په حالت کې کار کوي

د محیطي اعصابو د فیبرونو ژوبلېدنه ممکن سوکه سوکه بېرته ژوندۍ شي

د مغزو او نخاع شوکي په اعصابو کې بېرته ژوندي کېدنه نه ترسره کېږي

 

د انسان اسکلیټي او عصبي سیستم ته لنډه کتنه - داکتر محمد طارق اقبال
د انسان اسکلیټي او عصبي سیستم ته لنډه کتنه – داکتر محمد طارق اقبال

 

 

 

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست