تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه   چا د امام حسين له ویر او ماتم سره مخالفت وکړ ؟ امويان لومړۍ ډله وه چې پر امام حسين له ويرنې او ویربولۍ سره يې په مخالفت لاس پورې کړ، دوى په اسلام کې ستر جنايات کړي او د عاشورا پېښه يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

 

چا د امام حسين له ویر او ماتم سره مخالفت وکړ ؟

امويان لومړۍ ډله وه چې پر امام حسين له ويرنې او ویربولۍ سره يې په مخالفت لاس پورې کړ، دوى په اسلام کې ستر جنايات کړي او د عاشورا پېښه يې رامنځته کړې وه، له هرې وزلې يې ګټنه کوله، چې له اذهانو، د امام حسين او ان د پېغمبر د اهلبيتو نامې لرې کړي. د اهلبيتو د لارويانو د راټولېدو پر مراکزو يې بريدونه کول، چې په دې لړ کې ((هشام بن عبدالملک)) تر ټولو هڅاند و، دوى به د عاشورا په ورځو کې د خوشحالۍ مراسم او غونډې جوړولې.

د هېواد نامتو عالم ابوريحان بيروني وايي:

(( مسلمانانو د عاشورا ورځ په دې پار شومه او سپېره وګڼله، چې د رسول الله (ص) اولاده شهيده شوه، د دوى د حرم خيمې وسوځېدې، سرونه يې پر نېزو شول، د شهيدانو پر تنو يې اسونه وځغلېدل، چې هېڅ قوم، ان له اشرارو سره هم داسې چلن کړى نه دى؛ خو امويانو د محرم په ورځو کې ځانونه ښکلي کول؛ خوشحالۍ يې کولې او مېلمستياوې يې کولې. دا دود يې په واکمنۍ کې دود و، ان تر راپرځېدو روسته يې هم پاتې و او د اهلبيتو لارويانو وير کاوه او په کربلا کې يې د عاشورا پر ورځ د حسين د نېکمرغې خاورې زيارت کاوه[1]))

مقريزي وايي:

(( علويانو په مصر کې، د عاشورا ورځ د خپګان ورځ کړې وه؛ خو د فاطميانو د دولت تر پرځېدو روسته، ایوبيانو د خوشحالۍ ورځ کړه؛ لکه چې د شاميانو هم همدا دود و. دا ناوړه دود، د عبدالملک مروان په زمانه کې، حجاج بن يوسف _د علي کرم الله وجهه د لارويانو پرخلاف، چې په عاشورا کې يې خپګان او وير کاوه_ رادبره کړ[2]))

زياتوي: (( په خپله مې د عاشورا په ورځو کې د ايوبيانو خوشحالۍ لېدې[3]))

دا مطلب (( ابن حجر مکي)) هم په خپل کتاب کې ياد کړی، وايي: (( حجاج بن يوسف ړومبى تن و، چې د عبدالملک بن مروان او يو شمېر اصحابو او تابعينو په حضور کې يې د عاشورا پر ورځ خوشحالي وکړه، بيا يې اعلان کړه، چې پر خطيبانو د امام حسين د وژنې، شهادت او مصايبو ويل حرام دي[4])).

امام باقر (رح) له خپل څښتن سره په مناجاتو کې وايي:

(( اللهم ان هذا يوم تبرکت به بنو اميه و ابن آکلة الاکباد: خدايه! عاشورا هغه ورځ ده چې امويانو او (د هندې) ځيګر خورې زامنو د ښادۍ او برکت ورځ وبلله[5]))

عباسيان دويمه ډله وه، چې پر امام حسين له وير سره يې په مخالفت لاس پورې کړ، دوى امويان، له اهلبيتو سره د دښمنۍ په وزلې راوپرځول او چې واکمني يې ټينګه شوه؛ نو له علويانو او نبوي کورنۍ سره يې د دښمنۍ لار ونيوه او کينه يې تر دې بريده ورسېده، چې اهلبيتو ته درناوى او زيارتونو ته ورتګ يې ورته د زغم وړ نه و. د سمهودي په وينا، ان متوکل عباسي د حسين بن علي د قبر د منځه وړو امر وکړ[6].

ذهبي وايي:

(( وفيها امر المتوکل بهدم قبر الحسين بن علي رضى الله عنهما و هدم ماحوله من الدور و ان تعمل مزارع و منع الناس من زيارته و حرثه و بقى صحرا و کان معروفاً بالغب فتالم المسلمون لذلک و فى ذلک يقول[7] يقوب بن السکيت:

با لله ان کانت اميه قداءتت

هــذا لعمرک قبره مهدومـــاً

قتل ابن بنت نبيها مظلومــا

اسفوا علی ان لا یکونوا شارکوا

فلقد اثاه بنوی امیه بمثله

فــى قـتله فتتعبوه رمــــيماً

متوکل له اهلبيتو سره پر دښمنۍ مشهور و، په امر يې د امام حسين قبر او د شاوخوا کورونه ونړېدل، بيا يې د کر ځمکه کړه او خلک يې د امام حسين له زيارته منع کړل.

د اهلسنتو له ليد لوري، د عاشورا تر پېښې روسته د هېښنده پېښو راښکاره کېدل

د اهلسنتو په سرچينو کې راغلي:

 د امام حسين د شهادت پر ورځ، یو لړ هېښنده پېښې رادبره شوي، چې دا د امام حسين پر حقانيت او د يزيد او د هغه د لارويانو بطلان راښيي، دلته يې څو بېلګې راوړو:

١_ لمر تندر ونيو او اسماني اجرام واوړېدل:

جلال الدين سيوطي په (( تاريخ الخلفاء)) کې وايي:

د امام حسين د شهادت پر ورځ، لمر تندر ونيو او نړۍ اووه ورځې تم شوه او شپږ مياشتې د اسمان تشيال سور شو. دا پېښه د امام تر شهادت روسته رادبره شوه او همدغسې سرخي ليدل کېده، چې تر شهادت وړاندې، بيخي ليدل شوې نه وه، ځينې سيارې يو له بل سره ټکرېدې[8]))

طبري کاږي:

(( د امام حسين تر شهادت روسته، د اسمان او اجرامو اوضاع يې له دوو تر درېيو مياشتو ګډه وډه وه او له لمر راختو تر څو ساعتونو پورې د آسمان څنډه په وينو دنګېده[9]))

ابن قبيل وايي:

(( لما قتل الحسين بن علي، کسفت الشمس کسفة بدت الکواکب نصف النهار[10] وظن الناس ان القيامة قد قامت[11] چې امام حسين شهيد شو، لمر تندر ونيو او دومره تپه تياره شوه، چې په غرمه کې ستوري وليدل شول او خلکو وانګېرل، چې قيامت شو)).

 

٢_ د امام حسين د شهادت پر ورځ د اسمان سوروالى

ابن حجر مکي په (( صواعق المحرقة)) کې له ابن عُيينه له خپلې ادې روايتوي:

(( اسمان د امام حسين د وژنې له لامله سور شو[12]))

زياتوي:

(( عثمان بن ابي شيبه روايتوي، چې د امام حسين تر وژنې روسته، اسمان اووه ورځې سخت سور شو؛ داسې چې دېوالونه د سخت سوروالي د ځلېدو له لامله، د ژېړو جامو په څېر شول او په پار يې د ستوريو اوضاع ګډه وډه شوه[13])).

ابن حجر مکي زياتوي:

ثعلبي روايت کړى، چې اسمان (د حسين په شهادت) وژړل او ژړا يې سوروالی دى.

له نورو هم روايت شوى دى:

د حسين تر وژنې روسته، شپږ مياشتې، د اسمان (د ختيځ او لويديځ) څنډې سرې شوې او تر ننه دا سوروالى ليدل کېږي[14]))

سبط بن جوزي حنفي له ((سدي)) روايتوي:

چې امام حسين شهيد شو، اسمان وژړل او ژړا يې سوروالى دى[15].

((مقريزي)) هم، همدا روايت له ((سدي)) په (( خطط)) کتاب کې راوړى دى. همداراز د دخان ٢٩ آيت (فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ = نه پرې اسمان وژړل او نه ځمکې) په باب له (( عطاء)) روايتوي چې و يې ويل: (( د اسمان ژړا، د (ختيځ او لويديځ) د څنډو سوروالى دى)).

مقريزي له (( علي بن مسهر)) له نيا يې روايتوي:

(( د حسين په زمانې کې ځوانه مينزه وم، پر هغه وخت اسمان څو ورځې د پړندې سرې وينې په څېر و[16]))

ابن اثير ليکي:

(( دوه يا درې مياشتې، په لمر راختو کې د ښارونو دېوالونه دومره سره کېدل، ته وا په وينو يې لړلي او دې حالت، هره ورځ تر لمر پرېوتو پورې دوام درلود[17]))

سبط ابن جوزي حنفي په (( تذکرة الخواص)) کې کاږي:

(( په اسمان کې چې کوم سوروالى ليدل کېږي، د امام حسين تر شهادت وړاندې نه ليدل کېده. نيکه مې ابوالفرج په تبصره کتاب کې ويلي: د غوسې پر مهال، د غوسناک مخ سور کېږي او دا سوروالى يې پر غوسې دليل دى. خو داچې الله تعالی جسم نه دى، خپله غوسه يې د حسين پر وژوونکيو، په اسمان کې د څنډې په سوروالي وښوده او دا د شوي جنايت ستروالى او عظمت راښيي[18])) .

٣_ له اسمانه د وينو ورېدل

ابن حجر مکي په ((صواعق المحرقه)) کې وايي:

حافظ ابونعيم اصفهاني په ((دلائل النبوة ٢ /٥٥٣ مخ)) کې له نصرت ازادي روايتوي:

(( چې حسين بن علي شهيد شو، له اسمانه وينه و ورېده، داسې چې د اوبو لوښي مو ترې ډک شول))

ابن حجر له ابوسعيد څخه روايتوي:

(( د امام حسين د شهادت په پار، له اسمانه وينه و ورېده او له لامله يې جامې سرې شوې، چې تر زړښته يې نښې ورباندې پاتې وې[19])) .

په بل روايت کې راغلي:

(( د خراسان، شام او کوفې پر کورونو او دېوالونو د وينو په څېر باران وورېد[20])).

مقريزي کاږي:

(( د امام حسين د شهادت پر ورځ، له اسمانه وينه وورېده. تردې چې هرڅه په وينو سره شول[21])) .

سبط بن جوزي په خپل سند، له هلال بن ذکوان روايتوي:

(( چې امام حسين شهيد شو، دوه يا درې مياشتې د ګهيځ له لمانځه تر لمر پرېوتو پورې د ښار دېوالونه په وينو ککړ ليدل کېدل[22])) .

ابن حجر مکي ليکي: (( ابن جوزي له ابن سيرين روايتوي، چې ټول ځايونه درې ورځې تياره ول او ورپسې، په اسمان کې سوروالى راښکاره شو[23])) .

٤_ له ځمکې د وينې رابهېدل

ابن حجر مکي له ابن عيينه، له خپلې ادې روايتوي:

(( په شام کې يې چې هره تيږه راپورته کوله، ورلاندې يې تازه وينه وه)).

ابن حجر مکي زياتوي: ابو سعيد وويل: (( د ځمکې له هرې برخې يې چې تيږه راپورته کوله، ورلاندې یې تازه وينه وه))

په بل روايت کې راغلي: (( ابن زياد ته یې چې د امام حسين سر راووړ، د کوفې د امارت ماڼۍ له دېوالونو، وينه وبهيده))

ابن حجر زياتوي: (( چې امام حسين شهيد شو، په شام او هر ځاى کې يې چې تيږه راپورته کوله، ورلاندې تازه وينه وه، دا پېښه د علي د شهادت پر ورځ هم وه)).

بيهقي دا مطلب له زهري دغسې روايتوي:

(( په يوې غزا کې د ګډون لپاره شام ته ولاړم، چې د عبدالملک مروان ليدو ته ورغلم، راته يې وويل: پر هغه ورځ چې علي شهيد شو، په بيت المقدس کې يې چې هره تيږه راپورته کوله، ورلاندې تازه وينه وه. عبدالملک راته وويل: په دې خبره يوازې زه او ته پوهېږو، بل څوک نه پوهېږي، ته يې هم نورو ته مه وايه. ما هم د عبدالملک تر ژونده چاته و نه ويله[24]))

دا مطلب ابن عبدربة مالکي په (العقدالفريد ٥/١٣٤) کې له ابن شهاب زهري اوږد روايت کړى او همداراز يعقوب بن سفيان، له سليمان بن حرب او حماد بن زيد او دې دواړو له معمر روايت کړى، چې ويې ويل:

(( ړومبى څيز چې زهري مشهور کړ، د وليد بن عبددالملک په ناسته کې يې خبره وکړه، وليد وپوښتل: کوم يو پوهېږئ، چې د امام حسين د شهادت پر ورځ د بيت المقدس تيږو څه غبرګون وښود؟ زهري وويل: روايت شوى چې هره تيږه یې راپورته کوله، ورلاندې تازه وينه بهيده[25]))

مقريزي هم په (خطط /٢٨٩) کې د زهري روايت راوړى دى.

٥_ بېلابېل څيزونه وينې شول

له ابوالشيخ روايتوي:

(( هغه ورس (د زعفرانو په څير تارونه لري، چې ټوکر پرې رنګوي) چې د حسين، کورنۍ او يارانو په خيمو کې يې وو، ايرې شول)).

ابن حجر زياتوي: ابن عُيينه يې له نيا روايتوي:

(( پر ايرو د ورسو د اوړېدو خبره هغه اوښوالا راته وکړه، چې ورس يې بار کړي ول.

 همدغسې وايي: د عمر بن سعد لښکر (د عاشورا پر ورځ)، د امام حسين د لښکرتون اوښ حلال کړ، په غوښه کې يې د اور ورته يو څيز وليد، چې يې پوخ کړ، د اوښ غوښه مڼغونې غوندې ترخه شوه[26]))

مقريزي کاږي:

(( کوم زعفران چې د امام حسين په خيمه کې و، د عمر بن سعد هر پوځي، چې پر مخ مښوده، مخ يې سوځېده. بل دا، د امام حسين په لښکرتون کې يې د عاشورا پر ورځ يو اوښ وموند، حلال يې کړ، چې پوخ یې کړ؛ نو غوښه يې مڼغونې شوه، چې يو مړۍ یې هم ترې ونشوه خوړاى[27]))

سبط ابن جوزي حنفي په ((تذکرالخواص: ٢٦٧ مخ)) کې په خپل سند له ابو الوصين او مروان بن و صين ځنې روايتوي:

(( پر کوم اوښ يې چې د امام حسين او يارانو سرونو بارول، حلال يې کړ؛ خو غوښه يې ونشوه خوړاى؛ ځکه تر صبرغوټې ترخه وه)).

د طي ټبر له مشرانو روايت شوى چې ويلي يې دي:

(( شمر بن ذى الجوشن، د امام حسين په سامان کې څه اندازه سره وموندل او خپلې يوې لور ته يې ورکړل، لور يې زرګر ته يووړل چې ګاڼه ترې جوړه کړي، چې سره يې ويلي کول، پر مسو واوړېدل او ځينو ويلي او اور شول[28])) .

ابن عبدربه وايي:

له ابن عبدالوهاب او يسار بن عبدالحکيم څخه روايت شوى دى:

(( چې د امام حسين مېشتځى لوټ شو، څه اندازه عطر يې پکې وموندل؛ خو هرې ښځې چې دا عطر وکارول، په پيس ناروغۍ اخته شوه[29])).

 ابن اثير ليکي:

پېغمبراکرم (ص) چې ام سلمه بي بي ته د حسين د وژنتون يو موټى خاوره ورکړې وه او دې په یوه بوتل کې ساتلې وه، د عاشورا پر ورځ وينه شوه[30].

په بل روايت کې راغلي: ام المؤمنين ام سلمه وايي:

د امام حسين د شهادت پر شپه مې واورېدل چې څوک وايي: (( اى هغوى چې حسين مو په ظلم وواژه، د الله تعالی سخت عذاب ته سترګې پر لار وسئ، تاسې ته د داوود زوى (سليمان)، موسى او د انجيل راوړونکي (عيسى) ښېرا کړي دي[31]))

زمخشري په ربيع الابرار کې روايتوي:

هند د جون لور وايي: پېغمبراکرم (ص) مې د توړۍ (خاله) ام معبد په کور کې ويده شوى و، چې له خوبه راويښ شو، اوبه يې وغوښتې، لاسونه يې پرېمنځل، اوبه يې په خوله کې وګرځولې او بيا يې د خيمې ترڅنګ، د اغزنې ونې ډډ ته واچولې. ونه ددې اوبو په برکت لويه شوه او د ورس په رنګ مېوه يې ونيوه، چې د عنبرو په څېر خوشبويه او د شاتو په څېر خوږه وه. هر وږي او تږي چې به خوړه، موړ او مړوخېده، هر ناروغ پرې رغېده. هر اوښ او پسه چې خوړه، شيدې يې زياتېدې. دا مو مبارکه ونه نومولې وه، کار تر دې ځايه رسېدلى و، چې له بېديا به خلک راکره راتلل، چې ددې ونې له پاڼو ګټنه وکړي، شفا وغواړي او مبارک شي. يوه ورځ يې مېوه وچه شوه، خپه شوو، لا ډېر وخت تېر نه و، چې د پېغمبراکرم (ص) له وفاته خبر شو. دېرش کاله روسته، ونه سر تر پايه له اغزو ډکه شوه، لا وخت تېر نه و، چې د حضرت علي (ک) له شهادته خبر شو. تر دې روسته ونې مېوه ونه نيوه او يوازې له پاڼو يې مو کار اخسته، تردې چې کلونه کلونه روسته يې له ډډه وينه راوبهېده او پاڼې يې هم مړاوې شوې. موږ ډېر ماڼيجن شوو، چې ناڅاپه يې د امام حسين له شهادته خبر کړو او تر دې روسته ونه يو مخې وچه شوه او له منځه ولاړه[32])).

٦_ خاوره وينې شوه

ترمذي له سلمي روايتوي: (( يوه ورځ حضرت ام سلمه بي بي کره ورغلم، ژړل يې، و مې پوښتل: ولې ژاړې؟ راته يې وويل: په خوب کې و مې ليدل چې د پېغمبر اکرم (ص) پر سر او ږيره دوړې پرتې دي. و مې ويل: رسول الله (ص)! څه درباندې شوي؟ و يې ويل: څو شېبې وړاندې مې د حسين وژنه مشاهده کړه[33]))

٧_ لګن نوراني شو او د امام حسين پر سر الوتوونکي چورلېدل

امام حسين چې پر ځمکه راولوېد، خولي بن زيد ړومبى تن و، چې ورته وويل شول: سر يې له تنې ورجلا کړه، ډېره خواري يې وکړه؛ خو لاسونه رپېدل او دا جنايت یې ونشو کړاى، په پايله کې شمر بن ذى الجوشن دا ګناه وکړه او سر يې خولي ته ورکړ. خولي سر واخست، ځانته يې د کوفې لار ونيوه او داچې په ځنډ دارالاماره ته ورسېد، ور يې بند و، خپل کور ته ولاړ او د کور په تنور کې يې سر پټ کړ. خولي دوې مېرمنې درلودې، يوه د بني اسد له ټبره او بله له حضر يمين او په دې شپه یې وار و، چې خولي ورسره ويده شي.

روستۍ مېرمن، په خپله وايي: (( خولي کور ته راغى او د امام حسين مبارک سر يې په تنور کې کېښود، بيا کوټې ته راغى، چې په کټ کې ويده شي، و مې پوښتل: څه خبره ده؟ و يې ويل: له نړيوالې شتمنۍ سره درته راغلى يم. دا د امام حسين سر دى، چې راوستى مې دى. و مې ويل: افسوس درباندې! نور کور ته سره سپين راولي او تا د پېغمبر اکرم (ص) د زوى سر راوړى دى؟!! نه، پر الله تعالی قسم، تردې روسته به درسره سنملم.

مېرمن زياته کړې: له کټه راولټېدم او له کوره ووتم.

(( خولي)) اسديه ښځه راوبلله او ورغله. کېناستم او ليدل مې. پر الله تعالی قسم، له تنوره د اسمان خوا ته د رڼا غوړسکې پورته کېدې او همدغسې سپين سپين الوتونکي مې ليدل، چې له تنوره ګرچاپيره ګرځېدل[34].

٨_ د پېريانو ویر او ماتم

ابونعيم اصفهاني، په دلايل النبوه کې له حضرت ام سلمه رضى الله عنها روايتوي چې ويلي يې دي:

(( پر امام حسين د پېريانو ویر او ماتم مې اورېده او ژړل يې)).

ثعبلي په ((امالي)) کې، د خباب الکلبي له لارې روايت کړى دى:

(( په کربلا کې مې وليدل، چې د عربانو يو مشر ته وويل شول: خبر شوى يم، تا د پيريانو وير اورېدلى دى؟ و يې ويل: په دې ښار کې چې څوک وينې، و به وايي چې اورېدلى مې دى[35]))

په بل روايت کې: ام سلمه بي بي وايي: (( چې امام حسين شهيد شو، پيريانو پرې وژړل او د باران پر ځاى وينه وورېده [36])) .

[1] ابو ريحان البيروني، آثار الباقية: ٥٢٤ مخ.

[2]مقريزي، الخطط: ٢/٣٨٥ مخ.

[3]پورته سرچينه.

[4] ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ٢٢١ مخ.

[5] عباس قمي، مصاتيح الجنان: ٧٥٠ مخ.

[6]سمهودي، وفاء الوفاء: ٣/٩٠٦ مخ.

[7] ذهبى، تاريخ السلام: ٢٣١ – ٢٤٠ مخونه.

[8]جلال الدين سيوطي، تاريخ الخلفاء: ٢٠٧ مخ.

[9]طبري تاريخ: ٥/٣٩٣. اربلى، کشف الغمة: ٢٦٨ مخ.

[10] سنن البيهقي: ٣/٣٢٧ مخ.

[11] الصواعق المحرقه: ١١٦ مخ.

[12] الصواعق المحرقه: ١٩٣ – ١٩٥ مخونه.

[13] تېره سرچېنه

[14] تېره سرچینه

[15] تذکرة الخواص: ٢٧٣ مخ.

[16]مقريزي، الخطط: ٢/٢٨٩ مخ.

[17]الکامل فى التاريخ: ٤/٩٢ مخ.

[18]تذکرة الخواص: ٢٧٣ – ٢٧٤ مخونه.

[19]الصواعق المحرقه: ١٩٤ مخ.

[20]الصواعق المحرقه: ١١٦ مخ او ١٩٤ مخ. ابو نعيم اصفهاني، دلائل النبوة ٢/٥٥١ مخ.

[21] الخطط: ٢/٢٨٩ مخ.

[22] تذکرة الخواص: ٢٧٤ مخ.

[23]الصواعق المحرقه: ١٩٤ مخ.

[24]الصواعق المحرقه: ١٩٤_ ١٩٥ مخونه

[25] احمد بن على بن حجر العسقلاني، تعذيب التهذيب: ٢/٣٥٤.

[26] الصواعق المحرقه: ١٩٥ مخ.

[27] الخطط: ٢/٢٨٩ مخ.

[28]لواعج الاشجان: ١٦٣ مخ.

[29] العقد الفريد: ٥/١٣٣

[30] الکامل فى التاريخ: ٤/٩٣ مخ.

[31] الصواعق المحرقه: ١٩٣ مخ. جلال الدين سيوطي، تاريخ الخلفا: ٨ مخ طبري تاريخ: ٥/٣٥٤ مخ.

[32] محمود بن عمر زمخشري، ربيع الابرار: ١/٢٨٥ مخ.

[33]صحيح ترمذي: ٢/٣٠٦ مخ. حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ٤/١٩ مخ. ابن حجر عسقلاني، تهذيب التهذيب: ٢/٣٥٦. محب الدين طبري، ذخائر العقبى: ١٤٨ مخ.

[34] طبري تاريخ: ٥/٤٥٤_ ٤٥٥. الفتوح: ٥/١٣٦.

[35] سيوطي، تاريخ الخلفا: ٢٠٨ مخ.

[36] احمد بن عبدالله طبري، ذخائر العقبى: ١٥٠ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!