نعمتونه هله خوندور دي، چې د ژوند د خوشحالۍ لامل وي او، چې داسې وي، انسان پرې ارامي مومي. كه انسان غوره نعمتونه ولري، خو ارامي نه لري؛ نو خوندور به ورته نه وي. دا ارامي ( چې سوتره توب او د ژوند خوند ورپورې تړلى دى) يوازې د ايمان سيورى او د ښو كړو […]
نعمتونه هله خوندور دي، چې د ژوند د خوشحالۍ لامل وي او، چې داسې وي، انسان پرې ارامي مومي. كه انسان غوره نعمتونه ولري، خو ارامي نه لري؛ نو خوندور به ورته نه وي. دا ارامي ( چې سوتره توب او د ژوند خوند ورپورې تړلى دى) يوازې د ايمان سيورى او د ښو كړو وړو په كولو كې تر لاسه كېږي. هو، د چا، چې تل خداى ياد وي، چې څه يې مخې ته ورځي، څه ډار نلري، ځكه پوهېږي، خداى يې پالندوى دى او څه، چې ورپېښېږي، الهي تقدير او د بنده يې خير دى. نو كه څه وركړي خير يې دى او كه څه ترې واخلي، بيا يې هم خير دى؛ نو ځكه ټول ژوند ورته خوندور دى او پايله به يې هم غوره پايله وي. خداى دا خوندور ژوند د نحل په 97 آيت كې په بله وينا ياد كړى دى: ((مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ = هر نارينه او يا ښمځنه چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي ) ژوندون وركړو او هرومرو به هغوى ته ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو. )).
ددې ژوند پر وړاندې، چې څوك يې له ياده مخ اړوي په اړه يې د طه په 24 آيت كې وايي : ((وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى = او څوک چې زما له ياده مخ واړوي؛ نو بېشکه چې ژوند به يې (سخت او) تنګ وي او د قيامت پر ورځ به يې ړوند راپاڅو. )) [1]
رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم ) فرمايي :
- څوک چې غواړي په خلکو کې عزتمن وي ؛نو”الهي تقوا” دې غوره کړي .[2]
- د مؤمن ايمان هله بشپړېږي،چې دا درې ځانګړنې ولري :زغم چې له ناپوهۍ يې منع کړي. تقوا چې له ګناه يې وژغوري او لورنه، چې دوستي يې ښه کړي [3].
- که په چا کې درې څيزونه نه وي؛نو هيڅ کړه يې نه ټینګېږي: تقوا چې له ګناه يې منع کړي.خوى چې له خلکو سره چلن وکړي او زغم، چې د ناپوهه ناپوهي ورته پرمخ ووهي[4] .
- اسلام بربنډ دى او حيا يې جامه ده،وقار یې ښکلا ده، صالح کړه وړه یې شخصيت دى او تقوا يې ستن ده . هر څيز يو بنسټ لري، چې د اسلام بنسټ زما له کورنۍ سره مينه درلودل دي[5] .
- د سړي حسب او اصليتوب په دين،عقل،شرافت،ښه خوى،عزت او تقوا کې رانغښل شوى دى( نه په خېل او ټبر کې[6]).
- چا چې د مړينې پر مهال پوره وصيت نه وي کړى؛نو سړيتوب او عقل يې نيمګړى دى[7] .
- انسان زياتره په “الهى تقوا” او “ښه خوى”جنت ته ننوځي[8] .
- علي ! درې ځانګړنې دي،چې که څوك يې ونلري؛ نو يو عمل يې هم نه قبلېږي: تقوا؛ چې له ګناه يې وساتي. پوهه او عقل، چې له خلكو سره پرې جوړجاړى وكړي[9] .
- ساهو او تقوا لرونكى شپږ نښې لري: له څښتنه ووېرېږي. د څښتن له نيوكې ووېرېږي. شپه و ورځ داسې سبا كوي؛ لکه څښتن پر سترګو ويني. دنيا ورته ارزښت ونلري او د ورين تندي له امله د دنيا څه هم ورته ستر نه وي.[10]
[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
[1] الميزان تفسیر، 11/ 359
[2] (بحار ٧٠ / ٢٩١)
[3] ( مستدرک الوسايل ١١\٨٨)
[4] ( الحضال ١\ ١٤٥ )
[5] ( الکافي : ٢\٤٦)
[6] ( الکافي ٨\٧٩)
[7] ( من لايحضره الفقيه ٤\١٨٧ )
[8] (الکافي ٢\ ١٠٠)
[9] هماغه سرچینه
[10] تحف العقول د پېغمبر اکرم د احادیثو برخه
-
ټیګونه:
- www.andyal.com