تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الله  یادولو او  الله لمانځنې ساده مانا حضرت علي (ک) وايي:  زړونه پر خدای یادولو ابادېږي او تورتم او تیاره نفسونه په حکمت رڼا کېږي. په قرآن کې راغلي : لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولًا (اسراء/۲۲) = (بنده!) هېڅكله له خداى سره بل معبود مه نيسه،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د الله  یادولو او  الله لمانځنې ساده مانا

حضرت علي (ک) وايي:  زړونه پر خدای یادولو ابادېږي او تورتم او تیاره نفسونه په حکمت رڼا کېږي.

په قرآن کې راغلي :

لاَّ تَجْعَل مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولًا (اسراء/۲۲) = (بنده!) هېڅكله له خداى سره بل معبود مه نيسه،چې پړ او بې مرستندويه به كېنې.

« د الله په شتون کې، بل په خدایي مه نیسئ»

فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا(جن/۱۸)

 « دالله په شتون کې، څوک خدایي ته مه رابولئ»

همدغسې علي(ک) وايي : « ویجاړ زړه د خدای په یاد اباد کړه».

د خدای یادولو او د الله لمانځنې ساده مانا

هڅه کوو چې د خدای یادولو، الله لمانځنې او ورسره شرک نه کولو دقیقه مانا څرګنده کړو. البته ددې سپارښتنو ړومبی او لومړنۍ مانا پوره روښانه ده او څه ابهام پکې نشته. ټول پېغمبران رالېږل شوي چې خلک یو «الله» ته راوبولي او د ډول ډول اربابانو له نمانځنې یې منع کړي. په واقع کې الهي انبیاوو دوه مهم پیغامونه درلودل:

«الله» لمانځنه او له «طاغوته» ډډه کول.

خدای په نحل سورت کې وایي، چې ګرد پېغمبران مې له دې دوو پيغامونو سره درلېږلي:

أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ(نحل/۳۶) =الله ولمانځئ او له طاغوت نه ډډه وکړئ.

 له طاغوتانو ډډو کول د الله تعالی د رښتونې نمانځنې متمم او بلکې شرط دی؛ نو ځکه د مانا تردې بریده، څه اجمال او ابهام نشته؛ خو کار تر دې ځایه پای ته نه رسي. که له «الله» سره د شرک کولو مانا ښه وپېژندل شي؛ نو د «الله» نمانځنې او په الله(ج) یادولو د زړه ابادول به هم وپېژندل شي.

د «الله» نمانځنه؛ یعنې انسانان یو هم خدای نه دی.

د الله لمانځنه او په یادولو یې د زړه ابادول، یوه مهمه او په عین حال کې ساده مانا لري، چې دا ده:

موږ انسانان یو هم خدای نه یو، او الله یو دی.

موږ انسانان یو مخلوق یو او باید په نړۍ کې د انسانیت او مخلوقیت حق ادا کړو. له کومه ځایه چې بشر د الوهیت پر پوړۍ پښه ايښې؛ نو بېلابېل مفاسد پیل شوي دي. دا پوړۍ بېلابېلې درجې لري چې تشخیص یې هر وخت څه اسان کار نه دی. که څوک د الله ځانګړي اوصاف او ځانګړنې وپېژني او هوس وکړي، چې دا ځانګړنې ولري، نو همغومره به په شرک ککړ وي.

په واقع کې ابلیس هله شیطان شو، چې هوس یې وکړ، چې د الله له ځانګړو صفاتو ځنې یو یې خپل کړي.

علي(ک) په القاصعه خطبه کې دا مطلب په یوې اوږدې څرګندې وینا کې ښه تشریح کړی دی. د خطبې په پیل کې وایي، چې «الله» یو لړ صفات ځان ته غوره او له نورو یې منع کړي دي:

الحمد لله الذى لبس العز و الكبرياء و اختارهما لنفسه دون خلقه و جعلهما حمى و حرما على غيره و اصطفاهما لجلاله (نهج البلاغه،۱۹۲خطبه)

« د الله ستاینه، چې د عزت او کبریا جامې یې اغوستي او دا دواړه یې ځان ته غوره کړي او پر نورو یې حرامې کړي او خپل جلال ته یې ځانګړې کړې دي» روسته وایي، چې شیطان له خدای سره په یوه صفت کې یې شخړه ورسره وکړه:

نازع الله رداء الجبريه و ادرع لباس التعزز و خلع قناع التذلل. الا ترون كيف صغره الله بتكبره و وضعه بترفعه

« له خدای سره یې د جبریت د ردا پر سر شخړه وکړه او د عزت جامه یې واغوسته او له څېرې یې د خواری پڼونی لرې کړ ایا نه وینئ چې خدای څنګه هغه د ځان لویی ګڼلو په پار، کوچنی کړ او له دې لامله چې ځان یې لوړ باله، راټیټ یې کړ؟»

روسته، موږ انسانانو ته وصیت کوي:

د خدای بندګانو، پام مو اوسه، چې ابلیس مو په خپلې ناروغۍ اخته نکړي او په [ خپل لانجمن] غږ مو له ځایه راپانڅوي:

فاحذروا عبادالله ان يعديكم بدائه و ان يستفزكم بندائه.

«دا چې ته وغواړې خلک درته ګوته په خوله هک حېران ودرېږي»؛ نو دا د خدایي کولو هوس دی.

 مولوی وایي د یو شمېر خلکو کار دادی، چې ځان ته د خلکو زړونه راواړوي. دا چار د عمومي هنرمندانو له جدي آفاتو ځنې دی؛ خو کله بې هنران هم افت ځپلي کوي. د مولوي په تعبیر یوه ډله د خلکو هېښتیا یا حېراني راجلبول غواړي، ښه یې راځي چې نور یې په اړه حیران او ګوته په خوله هک پک شي او له ډېرې هېښتیا او حېرانۍ یې خلک دده پرېمانه ستاینه وکړي. د مولوی په تعبیر، دغسې هوس، د خدایي کولو هوس دی؛ ځکه یوازېنی موجود چې باید ورته حېران او ګوته په خوله او هېښ پېښ شو، الله تعالی دی، او څوک چې د خلکو د حیرانۍ غوښتونکی شي، په واقع کې په الوهیت کې یې د تمې لاس وهلی دی:

طالب حيرانى خلقان شديم        دست طمع اندر الوهيت زديم‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 2233 بیت)

در هواى آنك گويندت زهى        بسته‏اى در گردن جانت زهى‏

ټول عمر په قیوداتو او ملاحظاتو تېروي، چې د نورو ستاینه او تحسین واوري. په کار کې ډول ډول ظرافتونه کوې، داسې لوبې کوې چې زړونه ایل کړې. دا، « د خلکو د حېرانۍ او هېښتیا غوښتنه» ده. دا چار په تېره د هنرامندانو ستر آفت دی.

 هر هنرمند – شاعر، لیکوال، فیلمساز یا… – له کله چې په هنري چار بوختېږي، په دې فکر دی، چې کله یې نورو ته هنري اثر وروړاندی شو،څه غبرګونونه به راولاړ کړي. او البته دې ته په تمه وي چې دا غبرګونونه باید له ستاینې ډک وي. په رښتیا چې د لا ډيرو مشتریانو یا پېرونکیو د راماتولو او د لا ډېرو ستاینو د ترلاسه کولو په څنګ کې خپل روح ته پرېمانه آفتونه هم پېري او دا آفتونه په هغه وخت پورې اړوندېږي چې لا یې غبرګون لیدل شوی نه او لا بد خو هغه وخت وي چې له ستاینې ډک او سخ ډولی غبرګون رادبره شي. دغسې یو تن باید وار له مخکې له ځانه ډول ډول کلا ګانې راتاوې کړې وې، چې د سخ، ستاینې یا شاباشۍ غشي یې ټپي نکړي، که نه له دې آفاتو به خوندي پاتې نشي.

په هر حال دا چار د یو ډول الوهیت غوښتل هم دي. «الله» والی د خدای یو له اوصافو ځنې دی. یو شمېر مفسرانو او ژبپوهانو ویلي، چې «الله» یعنې هغه چې ټول پکې هېښ پېښ، ګوته په خوله او واله پاتېږي؛ نو ځکه دا صفت، په خدای پورې ځانګړی دی او که انسانان د نورو هېښتیا راجلبول وغواړي؛ نو په رښتینه کې د الوهیت پر پوړۍ یې پښه ورایښې ده. له امام باقره روایت شوی:

من طلب العلم ليباهى به العلماء او يمارى به السفهاء او يصرف به وجوه الناس اليه فليتبوا مقعده من النار

 « څوک چې علم پر عالمانو د ویاړنې یا له سفهاوو او بې عقلو سره د لانجې یا د خلکو د پام رااړونې لپاره زده کړي؛ نو په اور کې دې خپل هستوګنځی چمتو کړي.»

(اصول کافي، کتاب فضل العلم، او همدې مضمون ته ورنژدې په کنز العمال کې له رسول اکرم(ص) روایت شوی دی).

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!