تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه ) د جنت ښاغلي خوشال بابا وايي : له اوله تر اخره په جهان کې            د سيد غوندې څوک نشته معراجي   حضرت فاطمې، “امام حسن”او امام حسين، رسول الله (ص) ته راوستل او ويې ويل: ((پلارجانه!حسن او حسين ستا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه )

د جنت ښاغلي

خوشال بابا وايي :

له اوله تر اخره په جهان کې            د سيد غوندې څوک نشته معراجي

 

حضرت فاطمې، “امام حسن”او امام حسين، رسول الله (ص) ته راوستل او ويې ويل:

((پلارجانه!حسن او حسين ستا اولاد دى، ورته څه وبښه.))

پېغمبر اكرم (ص) وويل: (( خپل هيبت او سيادت مې حسن ته، زړورتيا او شجاعت مې حسين ته و بښله.[1]))

پېغمبر اكرم (ص) وايي: (( فاطمه د جنت د ښځو بي بي ده او حسن او حسين د جنت زلمي دي .[2]))

پېغمبر اكرم (ص) : (( حسن او حسين مې په دنيا کې د سترګو تور دي .[3]))

حضرت ابوهريره (رض) روايتوي: (( يوه ورځ پېغمبر اكرم (ص) ملاست و، “امام حسين “او “امام حسن”يې پر پښو ګرځېدل؛نو رسول الله ورته وويل:” د فاطمې د سترګو تور او د زړه ټوكړو! پاڅئ  او دواړه يې ښکل كړل.”))

همداراز حضرت ابوهريره (رض) په يو بل روايت كې وايي: (( “امام حسن”او “امام حسين “د پېغمبر اكرم (ص) په مخ كې په غېږه ورغلي ول، پېغمبر اكرم (ص) “امام حسن”ډېر پرملا ټپاوه؛نو حضرت فاطمې وويل: “رسول الله! د حسن ځكه ننګه كوې،چې مشر دى .” پېغمبر اكرم وويل:” دا چې حسين تر حسنه كوچنى دى؛خو زړورتيا او زور پكې ډېر دى .”))

له حضرت امام رضا (رح) روايت دى : ((“امام حسن”او “امام حسين “د شپې تر ناوخته د پېغمبر اكرم په كور كې لوبې كولې پېغمبر اكرم ورته وويل :”خپل كور ته ولاړشىء”، چې له كوره ووتل؛ نو د برېښنا په څېر رڼا ښكاره شوه او تر هغې وه،چې ورسېدل؛ نو پېغمبر اكرم وويل: “د خداى ډېر شكر دى، چې موږ اهل بيت يې غوره كړي يو.”))

په بل روايت كې راغلي: ((پېغمبر اكرم (ص) فاطمې بي بي ته وويل :” ګرانې لورې! خداى تعالى د ځمكې پر لور پام وكړ او زه يې تر ټولو غوره وګرځولم . په دويم ځل يې پام وكړ او ستا مېړه يې پر نورو غوره وګرځاوه. په درېم ځل يې پام وكړ او حسن اوحسين يې د جنت له ځوانانو غوره كړل .[4]))

پېغمبر اكرم (ص):(( حسن او حسين د جنت دوه زلمي او ښاغلي دي.[5]))

 د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ

د هجرت پر لسم كال د “نجران” مسيحيان د بحث لپاره پېغمبر اكرم (ص)  ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو “سيد”،”عاقب” او “ابوحارثه” له پېغمبر اكرم (ص) ډول ډول پوښتنې وكړې . دا وخت دا آيت نازل شو:

 ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [6] = (د مسيح په باب) چې [په وحې] وپوهېدې؛ نو بيا هم كه څوك په دې اړه ناندرۍ درسره کوي؛ نو ورته ووايه : (( راځئ، چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ؛ بیا به ښېرا وکړو (په موږ کې چې څوک دروغ وايي) نو د الله لعنت دې پرې وي.))

  پېغمبر اكرم (ص) د خداى له امر سره سم د “نجران” مسيحيانو ته د مباهلې بلنه وركړه؛خو دوى وويل : ((مباهله دې سبا تر سره شي.)) نصاراوو پردې خبره په خپل منځ كې سلا مشورې وكړې.

“ابو حارثه” وويل: (( ګورو كه سبا پېغمبر اكرم له خپلې كورنۍ سره راغى؛ نو په خپله خبره به پوخ باوري وي؛نو په داسې حال کې موږ ته نه ښايي،چې مباهله ورسره وكړو او كه بې  كورنۍ ورسره بل څوك راغلل؛نو مباهله به ورسره وكړو.))

د مباهلې پر ورځ مسلمانان راټول شوي ول . پېغمبر اكرم (ص) له يو ځوان، يوې ښځې او دوه ماشومانو سره راغى. د نصاراوو مشرانو وپوښتل: (( داځوان څوك دى ؟))

مسلمانانو وويل : (( هغه حضرت علي، د پېغمبر اكرم زوم او د تره زوى دى . ښځه يې د پېغمبر اكرم  لور؛فاطمه ده او دوه كوچنيان “امام حسن”او “امام حسين ” يې لمسي او د فاطمې او علي زامن دي.))

پېغمبر اكرم (ص) له دې څلورو كسانو سره يو ځاى د نصاراوو مخې ته كېناست.د نصاراوو مشرانو  او”ابو حارثه”، چې دا حالت وليد؛نو دوستانو ته يې وويل :

(( پر خداى قسم  محمد؛ لكه د نورو  پېغمبرانو په شان په ډاډ مباهلې ته راغلى ،زه په خپل مخ کې داسې څېرې وينم، كه له خدايه وغواړي؛نو دا ټول غرونه دړي وړي كېږي،وېرېږم نفرت راباندې ووايي؛د ځمكې پر مخ به ټول مسيحيان هلاك شي؛نو مصلحت دادى،چې له مباهلې ډډه وكړو.))

 له  پېغمبر اكرم (ص) سره يې جوړجاړی وغوښت او پېغمبر اكرم هم ورسره ومنله.

په پورتني آيت كې له “ابنائنا” څخه مطلب حسن او حسين، له “نسائنا” څخه مطلب فاطمه او له “انفسنا” څخه مطلب علي دى.[7]

“ابي نعيم” په “حلية الاولياء” كې راوړي : د (فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ) آيت،چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم (ص)حضرت علي، فاطمه، “امام حسن” او “امام حسين “راوغوښتل او ويې ويل :

((پالونکيه! دوى زما اهلبيت دي . ))

همداسې په “حلية الاولياء” كې له جابر (رض) رانقل شوي دي.حضرت جابر وويل:

((دا آيت د هغوى (پېغمبر اکرم،حضرت علي،فاطمه ، “امام حسن” او امام حسين) په هکله نازل شوى دى. حضرت جابر وويل:”انفسنا”؛يعنې پېغمبر اکرم  او حضرت علي،”ابناء نا”؛يعنې “امام حسن” او “امام حسين “او “نساء نا”؛يعنې حضرت فاطمه .))

خوشال بابا وايي :

فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى          تر شماره ترحســـاب تېر دى

که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه         غواړې ګوره آيـــــــــــتونه

                                                     

[1] . وګورئ :(١) طبراني؛ الاوسط .(٢) هيثمي؛مجمع الزوايد.

[2] . وګورئ :(١)صحيح ترمذي ٢/٣٠٦.(٢)مستدرک حاکم٣/١٥١.(٣)مسند احمدحنبل: ٥/٣٩١. (٤) حلية الاولياء :٤/١٩٠.(٥)اسدالغابه:٥/٥٧٤.(٦)کنزالعمال:٦/٢١٧.

[3] . وګورئ :(١)مسند امام احمدحنبل :٣\٨٥،٩٣،١١٤،١٥٣.(٢)صحيح ترمذي:٢\٣٠٦.

(٣)مسند طيالسي : ٨\١٦٠ .(٤)حلية اولياء : ٥\٧٠.(٥)خصايص نسايي :٣٧مخ.(٦) فتح الباري:٨\١٠٠ .(٧)کنوزالحقايق : ١٦٥مخ.(٨)مجمع الزوايد : ٩\١٨١.

[4] . وګورئ :كشف الغمه 3/91 .

[5] . وګورئ : (١)مسند امام احمدحنبل٣\٦٢،٨٢.(٢)صحيح ترمذي١٣\١٩١.(٣)مشکل الاثار ٣\٩٣٩.(٤)مستدرک حاکم  ٣\١٦٦.(٥)حلية الاولياء ٥\٧١.(٦)بغداد تاريخ  ٤\٢٠٤.

(٧)فصول المهمه/١٣٦مخ .(٨)تذکرة سبط بن جوزي :٢٤٣مخ .(٩)خصايص نسايي :٣٦مخ .

(١٠)المعجم الکبير:١٣١مخ .(١١)مصابيح السنة:٢٠٧مخ .(١٢)ابن عساکر؛ تاريخ : ٢\٥٦.(١٣)کنزالعمال ١٣\٦٠٠.(١٤)صواعق المحرقه١٣٥مخ.(١٥)اسدالغابة :٢\١١.

[6] . ( آل عمران\٦١)

[7] . وګورئ :(١)مجمع البيان  2/452 .(٢)الكامل في التاريخ  2/23 .(٣)روح البيان  2/44 . (٤)زمخشري؛الكشاف  1/434 .(٥)فخررازي؛تفسير كبير 8/85 .(٦) د امام ثعلبي تفسير: 95 مخ.(٧) امام سيوطي .دارالمنثور  4/38 .(٨)ابن مغازي الشافي؛ المناقب  263 مخ.(٩) صحيح مسلم  ٧\١٢٠.(١٠)مسند امام احمد حنبل  ١\١٨٥.(١١)تفسير طبري  ٣ ټوک. (١٢)مستدرک ٣\١٥٠.(١٣)معرفة علوم حديث : ٥٠مخ.(١٤)دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ. (١٥)اسباب النزول ٧٤ مخ.(١٦)معالم التنزيل :١\٣٠٢.(١٧)مصابيح السنة  ٢\٢٠٤.(١٨)تذکرة الخواص :١٧ مخ.(١٩)قرطبي؛جامع الاحکام القرآن ٣\١٠٤.(٢٠)تفسير بيضاوي  ٢\٢٢.(٢١)ذخاير العقبى : ٢٥مخ.(٢٢)تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦.(٢٣)البحر المحيط  ٢\٤٧٩. (٢٤) د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير  ١\٣٧٠.(٢٥)الاصابة  ٢\٥٠٣.(٢٦)خلاصة الصواعق : ٨٩ باب.(٢٧)ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه.(٢٨)احقاق الحق ٣\٥٩.(٢٩) فتح القدير :٣١٦ مخ.(٣٠)تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧.(٣١)الجواهر في تفسير القرآن الکريم  ١\١٢٧-١٢٦.(٣٢)د کشف الاسرار تفسير  ٢\١٤٧-١٥١.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!