بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي پرله پسې ۶مه برخه ۳۲۸-ګونګېتوب، تر دروغو ویلو ښه دی. ۳۲۹-پوهه، د حسب ښکلا ده. ۳۳۰-ادب، غوره حسب دی. […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
غررالحکم
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه
د لنډغونډلو زرینو ویناوو
پوهنغونډ
لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي
پرله پسې ۶مه برخه
۳۲۸-ګونګېتوب، تر دروغو ویلو ښه دی.
۳۲۹-پوهه، د حسب ښکلا ده.
۳۳۰-ادب، غوره حسب دی.
۳۳۱-دوستي، ډېره نژدې خپلوي ده.
۳۳۲-صدقه، (الله تعالی ته) غوره نژدې والی دی.
۳۳۳-خلک د هغه څه د ښمنان دي، چې پرې نه پوهېږي.
۳۳۴-خلک چې د څه باب یوه خوله وي؛ نو ورته ښه ده.
۳۳۵-پر ژمنه وفا، د نېکانو خوی دی.
۳۳۶-بې پتي، د پرېوتو وګړیو خوی دی.
۳۳۷-کړنې، د هوډونو پایلې دي.
۳۳۸-صدقه، غوره نېکي ده.
۳۳۹-لورنه، د ژغورنې کونجي ده.
۳۴۰-توفیق (بریا)، د وړتیاوو مخکښه ده.
۳۴۱-ورین تندیتوب ړومبۍ نېکي ده.
۳۴۲-تمه، ړومبۍ بدي ده.
۳۴۳-لیک، د زړه د خوالې څرګندوی دی.
۳۴۴-کړنې، د دنننۍ خوالې بېلګه ده.
۳۴۵-وقار، د زغم پایله ده.
۳۴۶-عاجزي، د پوهې مېوه ده.
۳۴۷-عدالت، د حکومت ارزښت دی.
۳۴۸-رښتیا، غوره وینا ده.
۳۴۹-اخلاص، غوره عمل دی.
۳۵۰-کنجوسي، کنځل زېږې ده.
۳۵۱-سخاوت او ورکړه، دوستي کري.
۳۵۲-تمه، غمجنه نشتمني دی.
۳۵۳-(له خلکو) نهیلي، نغده شتمني ده.
۳۵۴-کبر او سرغړونه، ستر کوشنی کوي.
۳۵۵-عاجزي، لوېدلی انسان سرلوړوي.
۳۵۶-مهرباني د رښتیاوو کونجي ده.
۳۵۷-حماقت، د کنځلو کونجي ده.
۳۵۸-هوس، عقلونه له منځه وړي.
۳۵۹-ګیلې، دوستۍ راژوندۍ کوي.
۳۶۰-ډالۍ، مینه راولاړوي.
۳۶۱-مرګ داسې پاسوال دی، چې بې خبره راځي.
۳۶۲-دنیا، ژرتېری سیوری دی.
۳۶۳-مرګ، د آخرت ور دی.
۳۶۴-ځان سینګارول، ظاهري پتمني ده.
۳۶۵-په نصیحت، زړونه ژوندي کېږي.
۳۶۶-له دوست او ملګري سره ناسته، د الله تعالی یاد دی.
۳۶۷-دین، غوره غوښتنه ده.
۳۶۸-عقل، بې سارې دوستي ده.
۳۶۹-هیله، هغه دښمنه ده، چې ورپسې ځې.
۳۷۰- عقلمن د عقلمن ملګری وي.
۳۷۱- ناپوه د ناپوه ملګری وي.
۳۷۲-روغتیا، په یوازېتوب کې ده.
۳۷۳-راحت په زهد او پرهېزګارۍ کې دی.
۳۷۴-سخاوت، همېشنی شخصیت دی.
۳۷۵-انسان د نېکۍ بنده دی.
۳۷۶-زغم، له کړاوونو سره په مبارزې کې دی.
۳۷۷-دبدبه او هیبت له زیان سره یوځای دي.
۳۷۸- کمال په دنیا کې لټوه.
۳۷۹-کینه، خورا ناوړه رنځ دی.
۳۸۰-ورکړه، د پت پاسواله ده.
۳۸۱-منځلاري، لږ ډېروي.
۳۸۲-اسراف او بېځایه لګښت، ډېر لږوي.
۳۸۳-روزګار، د افتونو څاروځی دی.
۳۸۴-شېبې خو عمر لنډوي.
۳۸۵-رښتین، عزتمن او دروند دی.
۳۸۶-دروغجن، خوار دی.
۳۸۷-شرم و حیا، د ټولو نېکیو کونجي ده.
۳۸۸-بېشرمي، بدرنګ سرټکی دی.
۳۸۹-استغفار او بښنه غوښتنه، د ګناهونو له منځه وړوونکې ده.
۳۹۰-(پر ګناه) ټینګار، د ګناهکارانو خوی دی.
۳۹۱-روزګار، عمرونه لوټوي.
۳۹۲-نسپالي، د ځيرکۍ خنډ دی.
۳۹۳-ناوړګوماني، د زړونو ناپاکي ده.
۳۹۴-صبر، د اندېښمنۍ او خپګان ډال دی.
-
ټیګونه:
- (الله تعالی ته) غوره نژدې والی دی. ۳۳۳-خلک د هغه څه د ښمنان دي
- ۳۲۸-ګونګېتوب
- بدرنګ سرټکی دی. ۳۸۹-استغفار او بښنه غوښتنه
- بې سارې دوستي ده. ۳۶۹-هیله
- په یوازېتوب کې ده. ۳۷۳-راحت په زهد او پرهېزګارۍ کې دی. ۳۷۴-سخاوت
- تر دروغو ویلو ښه دی. ۳۲۹-پوهه
- چې بې خبره راځي. ۳۶۲-دنیا
- چې پرې نه پوهېږي. ۳۳۴-خلک چې د څه باب یوه خوله وي؛ نو ورته ښه ده. ۳۳۵-پر ژمنه وفا
- چې ورپسې ځې. ۳۷۰- عقلمن د عقلمن ملګری وي. ۳۷۱- ناپوه د ناپوه ملګری وي. ۳۷۲-روغتیا
- خوار دی. ۳۸۷-شرم و حیا
- خورا ناوړه رنځ دی. ۳۸۰-ورکړه
- د آخرت ور دی. ۳۶۴-ځان سینګارول
- د افتونو څاروځی دی. ۳۸۴-شېبې خو عمر لنډوي. ۳۸۵-رښتین
- د الله تعالی یاد دی. ۳۶۷-دین
- د اندېښمنۍ او خپګان ډال دی.
- د پت پاسواله ده. ۳۸۱-منځلاري
- د پرېوتو وګړیو خوی دی. ۳۳۷-کړنې
- د پوهې مېوه ده. ۳۴۷-عدالت
- د ټولو نېکیو کونجي ده. ۳۸۸-بېشرمي
- د حسب ښکلا ده. ۳۳۰-ادب
- د حضرت علی ویناوی
- د حکومت ارزښت دی. ۳۴۸-رښتیا
- د ځيرکۍ خنډ دی. ۳۹۳-ناوړګوماني
- د دنننۍ خوالې بېلګه ده. ۳۴۵-وقار
- د زړه د خوالې څرګندوی دی. ۳۴۴-کړنې
- د زړونو ناپاکي ده. ۳۹۴-صبر
- د زغم پایله ده. ۳۴۶-عاجزي
- د ژغورنې کونجي ده. ۳۴۰-توفیق (بریا)
- د کنځلو کونجي ده. ۳۵۸-هوس
- د ګناهکارانو خوی دی. ۳۹۱-روزګار
- د ګناهونو له منځه وړوونکې ده. ۳۹۰-(پر ګناه) ټینګار
- د نېکانو خوی دی. ۳۳۶-بې پتي
- د هوډونو پایلې دي. ۳۳۸-صدقه
- د وړتیاوو مخکښه ده. ۳۴۱-ورین تندیتوب ړومبۍ نېکي ده. ۳۴۲-تمه
- دوستي کري. ۳۵۲-تمه
- دوستۍ راژوندۍ کوي. ۳۶۰-ډالۍ
- ډېر لږوي. ۳۸۳-روزګار
- ډېره نژدې خپلوي ده. ۳۳۲-صدقه
- زړونه ژوندي کېږي. ۳۶۶-له دوست او ملګري سره ناسته
- ړومبۍ بدي ده. ۳۴۳-لیک
- ژرتېری سیوری دی. ۳۶۳-مرګ
- ستر کوشنی کوي. ۳۵۵-عاجزي
- ظاهري پتمني ده. ۳۶۵-په نصیحت
- عزتمن او دروند دی. ۳۸۶-دروغجن
- عقلونه له منځه وړي. ۳۵۹-ګیلې
- عمرونه لوټوي. ۳۹۲-نسپالي
- غمجنه نشتمني دی. ۳۵۳-(له خلکو) نهیلي
- غوره حسب دی. ۳۳۱-دوستي
- غوره عمل دی. ۳۵۰-کنجوسي
- غوره غوښتنه ده. ۳۶۸-عقل
- غوره نېکي ده. ۳۳۹-لورنه
- غوره وینا ده. ۳۴۹-اخلاص
- کنځل زېږې ده. ۳۵۱-سخاوت او ورکړه
- لږ ډېروي. ۳۸۲-اسراف او بېځایه لګښت
- له کړاوونو سره په مبارزې کې دی. ۳۷۷-دبدبه او هیبت له زیان سره یوځای دي. ۳۷۸- کمال په دنیا کې لټوه. ۳۷۹-کینه
- لوېدلی انسان سرلوړوي. ۳۵۶-مهرباني د رښتیاوو کونجي ده. ۳۵۷-حماقت
- مینه راولاړوي. ۳۶۱-مرګ داسې پاسوال دی
- نغده شتمني ده. ۳۵۴-کبر او سرغړونه
- هغه دښمنه ده
- همېشنی شخصیت دی. ۳۷۵-انسان د نېکۍ بنده دی. ۳۷۶-زغم