تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې  موضوع : روزي روزي، ویشل شوې ده نرمدریځي روزي زیاتوي بښنه وغواړه، چې روزي ولرې. پرېمانه روزي، ښه برکت دی. په ښه خوی، روزي ورېږي. بل څوک دې روزي خوړای نشي. یوازې روزي رسان (الله تعالی)، د روزۍ تنګوونکی او پراخوونکی دی. روزي، د هغه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې 

موضوعروزي

روزي، ویشل شوې ده

نرمدریځي روزي زیاتوي

بښنه وغواړه، چې روزي ولرې.

پرېمانه روزي، ښه برکت دی.

په ښه خوی، روزي ورېږي.

بل څوک دې روزي خوړای نشي.

یوازې روزي رسان (الله تعالی)، د روزۍ تنګوونکی او پراخوونکی دی.

روزي، د هغه په لټې کې ده، چې روزي نه لټوي.

روزي په حرص او غوښتنې لاس ته نه راځي.

ښه اخلاق، روزي وروي او دوستان مینناکوي.

هره روزي یو لامل لري؛ نو په غوښتو کې یې منځلاری وسه.

روزي دې غواړي؛ نو ځان د (حرامې) روزۍ له لاس ته راوړو بې غمه کړه.

چې روزي درکړه شوه؛ نو احسان وکړه.

روزي، په رنځ نه ترلاسه کېږي.

د انسان روزي یې د نیت هومره دی.

کله بې برخې ته روزي ورکول کېږي.

حرص، د بنیادم ارزښت ټيټوي او روزي یې نه زیاتوي.

حرص، روزي نه زیاتوي؛ خو شخصیت ذلیلوي.

د ګناه غځېدا، روزي پرې کوي.

ورکړه او ښه خوی کوه، چې دا دواړه روزي زیاتوي او د دوستۍ لاملېږي.

رښتیا، الله پاک د خپلو مؤمنو بندګانو روزي، له داسې ځایه ورکوي، چې ګومان یې نه کوي.

په دین کې ويښتوب، یو نعمت دی (؛ خو) هغه ته چې روزي یې شي.

له لئیمو روزي غوښتل، پر ناکامۍ خوښي ده.

څوک چې نفقه ور نه کړي؛ نو شتمني یې روزي شوې نه ده.

هر زیارکښ، روزي نه ترلاسه کوي. (روزي په منډه نه ده)

چاته چې څه روزي ټاکل شوې، له لاسه به یې ور نه کړي.

څوک چې بد چلنی وي، روزي یې تنګېږي.

څوک چې کړنې یې ښه وي، روزي یې پراخېږي.

خلک دوه ډوله غوښتوني دي؛ غوښتونی او غوښتل شوی؛ هغه چې دنیا وغوښته؛ نو مرګ یې غواړي، چې له دنیا یې باسي؛ خو هغه چې د اخرت غوښتونی دی؛ نو دنیا یې غواړي، چې له دنیا خپله روزي ترلاسه کړي.

مرګ حتمي او روزي ویشل شوې ده؛ نو د روزۍ ځنډ دې څوک غمجن نه کړي؛ ځکه نه یې حرص رامخې ته کولی شي او نه یې پاکلمني شا ته کولای شي او مؤمن د صبر و زغم وړ دی.

-(په لوح محفوظ کې) د هر چا روزي، د مرګ په څېر تقدیر او اندازه شوې ده.

-(له خلکو) غوښتنه؛ ژبه تړتړۍ، مړانه ځپي، عزتمن سرلوړی انسان، د خوار او ذلیل مريي مقام ته راکوزوي، پت لتاړي او روزي له منځه وړي.

روزي دې لټوي؛ خو دا خورا سخته ده، چې ته یې په لټه کې وسې؛ نو په غوښتنو کې یې ارام وسه.

نن د نا راغلي سبا پېټی پر ځان مه پېټی کوه، که سبا ژوندی وې؛ نو الله پاک یې روزي درکوي او که ژوندی نه وې؛ نو ولې د هغې روزۍ په غم کې یې چې ستا نه ده.

خلک په دنیا کې پر دوو کارونو بوخت دي: یو په دنیا کې، د دنیا لپاره، چې دنیا له اخرته منع کړی، ډارېږي چې وارث یې نشتمن شي او د خپل ځان له لوري نشتمن ته یې ډاډ ورکړي، چې په دې توګه خپل روزګار د بل په ګټه پای ته رسوي. بل د دنیا په کار کې، تر دنیا روسته نړۍ ته کار دی، چې روزي یې بې کړاوه وررسي؛ نو یوځای دوه ګټې مومي او دنیا و اخرت یوځای ترلاسه کوي.

ځان د هیلو له ټګۍ وساتئ، ډېر هیلمن شته، چې روزي یې ترلاسه نه کړه او کور سازی چې پکې ونه وسېد او د شتمنۍ راټولوونکی، چې یې و نه خوړه او ډېر ځل یې چې په نامشروع لارې راټولونه کړې وي او په حرامو یې د بل حق خوړلی وي او په پار یې د ګناهونو پېټی پر اوږو کړی وي.

رښتیا، الله پاک د نشتمنو روزي، د مړو په شتو کې ایښې ده؛ نو که شتمن خنډ نشي، هېڅ نشتمن به وږی پاتې نشي او الله تعالی به په دې اړه، ماړه او شتمن پوښتي.

رښتیا، الله تعالی چې کوم بنده ته د ښو اراده وکړي؛ نو توفیق ورکوي، چې خپل عمر په نېکچارۍ کې تېر کړي او مخکې تردې چې وخت یې ضایع شي، خپل اطاعت ور روزي کوي.

رښتیا، خپله روزي مې ترلاسه کړې او له خپل نفس سره په مبارزه کې یم او خپلې برخې ته به ورسم.

رښتیا، برخه دې مومې، روزي دې تضمین شوې او څه چې درته لیکل شوي، در و به رسي؛ نو ځان د حرص له بدمرغۍ او د غوښتنې له ذلته وساته، پر الله تعالی ډاډمن وسه او لاس ته راوړنې دې لږې کړه.

البته ته نه له خپل مرګه مخکې کېدای شې او نه هغه څه ترلاسه کولی شې، چې روزي دې نه ده؛ نو ولې ځان بدمرغوې.

له هغه هېښنده یم، چې پوهېږي، الله تعالی یې روزي ضمانت کړې، څومره والی یې ورټاکلی او هڅه به یې څه چې ورته تقدیر شوي نه دي، نه ورزیاتوي؛ خو دا حرصناکه هرې خوا د روزۍ په لټه کې دی.

 

که پر کوم بنده اسمانونه او ځمکې ورتنګې شي او له الله تعالی وډار شي؛ نو الله تعالی به، له دې دواړو، یو لار ورپرانځي او روزي به یې له داسې ځایه ور و رسوي، چې ګومان یې هم نه کاوه.

بنیادم ته ځانمني څه کار، چې پيل یې څاڅکی او پای یې ګند او چټلي ده، نه ځان ته روزي ورکولای شي او نه له ځانه مرګ شړلای شي.

که خلکو ته روزي په عقلونو او پوهې ورکړه شي؛ نو څارویو او احمقانو ژوند نشو کړای.

سرچینه : غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه

د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ

لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست