په قرآن کې د پېغمبراکرم (ص) انځور د اسلام پېغمبرپه قرآن کې ډول ډول لقبونه اوځانګړنې لري ؛لکه : احمد ((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ( صف /٦ ) […]
په قرآن کې د پېغمبراکرم (ص) انځور
د اسلام پېغمبرپه قرآن کې ډول ډول لقبونه اوځانګړنې لري ؛لکه :
احمد
((وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرَاً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ( صف /٦ ) = او (درياد كړه) چې كله عيسى د مريمې زوى وويل : ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په واقع كې زه درته د خداى استازى يم [حال داچې] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى يې ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم،چې تر ما وروسته راځي [او] نوم يې “احمد” دى))؛ نو چې كله هغه [= احمد] ورته له معجزو او روښانه دلايلو سره راغى (؛نو) ويې ويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي.))
اُمي
((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/۱۵۷) = هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))
((وَمَا كُنتَ تَتْلُوا مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلاَ تَخُطَّهُ بِيَمِينِكَ إِذاً لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ (عنکبوت/۴۸) = او تا هېڅكله تردې له مخه، نه كوم كتاب لوسته او نه دې په خپل ښي لاس څه ليكل(حال دا چې که لوستل او ليکل دې کولاى شول؛نو) باطل فكري (د قرآن په اړه) شكمنېدل .((
))هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِنْهُمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ اياتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلاَلٍ مُبِينٍ = (الله) هغه دى،چې په نالوستو كې يې استازى پخپله د هغوى يو تن (د استازي په توګه) راپاڅاوه،چې د خداى آيتونه ورته ولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت ور وښيي او که څه هم تردې له مخه په بېخي څرګنده بې لارۍ كې ول .)) ( جمعه/۲)
خاتم النبیین
((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيماً (احزاب /٤٠ )= محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى .))
روف رحيم
((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ (توبه/١٢٨) =په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى،چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى . ))
رحمة اللعالمين
((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء / ١٠٧ ) = او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې .))
سراج منير
((يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً. وَدَاعِياً إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجاً مُّنِيراً ( احزاب/ ۴۵ ،۴۶)=پېغمبره!په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېرونكى لېږلى يې؛ او(ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې .))
عبدالله
((وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَداً ( جن /١٩ ) = او دا چې د خداى بنده [=محمد عبادت ته] راپورته شو، چې و يې بلي (؛نو) څه نه وو پاتې،چې يوه ډله پرې راولوېږي .))
محمد
((وَمَا مُحمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئاً وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ ( آل عمران/۱۴۴) = محمد(ص) يوازې د خداى پېغمبر دى او ترې مخكې نور پېغمبران هم تېر شوي ول؛نو كه ومري يا ووژل شي،تاسې پرشا ګرځئ ؟ ( او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته بېرته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې پر شا واوړي؛نوهېڅكله به خداى ته زيان و نه رسوي او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو ( او د زغم خاوندانو ) ته بدله وركړي .))
(( مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعاً سُجَّداً يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَاناً سِيَماهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً ( فتح/۲۹) = محمد(ص) د خداى استازى دى او هغه كسان،چې ورسره دي،پر كافرانو ډېر سخت (او) پخپلو كې خوا خوږي او ډېر مهربان دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د خداى فضل او خوښي غواړي . پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي . هغوى په تورات او انجيل کې په همدې ځانګړنو ياد شوي دي، دوى هغه كښت ته ورته دي،چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسي،بيا خپله ملا ټينګه كړي،بيا كلك شي،بيا (د ښې ودې له امله) پر خپلو ډډونو درېږي،چې بزګران ورته حيرانېږي . (همدغسې د محمد(ص) ياران له کمزورۍ ځواک ته رسي) چې كافران پر بيا وړتيا يې له غوسې وسوځي! هغوى چې ايمان راوړى او ښه (كارونه) يې كړي دي (؛نو) خداى ورته د بښنې او لوى اجر وعده وركړې ده.))
((وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ (محمد/۲) = او هغوى چې ايمان يې راوړى دى او ښه (كارونه) يې كړي دي او پر هغه حق يې ايمان راوړى،چې د پالونكي له لوري يې پر محمد نازل شوى دى،خداى يې ګناهونه رژولي او د هغوى حال يې ښه كړى دى .))
((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيماً (احزاب/۴۰) = محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى .))
د پېغمبر اکرم (ص) د کمالونو سرليک
١- د سترخوى خاوند :
((وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ ( قلم/٤ ) = او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې .
٢ – د نرم خوى خاوند :
((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران /١٥٩) = خلكوته دالهي رحمت (په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل؛نو له هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي د خداى خو ښېږي .))
٣ – په تورات کې يې نوم او نښې ثبت شوي دي :
((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف /١٥٧ ) = هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))
٤ – پرټولو اديانود بري ژمنه ورکړل شوې ده :
((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ( توبه/۳۳) = او (الله) هغه دى،چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه،چې پرټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه هم مشركان ناخوښه وي . ))
((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيداً ( فتح/۲۸)= (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى دى،چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د خداى شاهدي بس ده.
((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (صف/۹) = (الله) هغه دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې هغه پر ټولو اديانو بريالى كړي كه څه هم مشركان پرې خوښ نه وي .))
٥ – د ټول بشريت لپاره راغلى دى :
((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً وَلكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ(سبا/٢٨ ) =او موږ ته ټولوخلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرى وركونکى او (له عذابه يې) وېرونکى لېږلى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي .))
٦ – د پيريانولپاره راغلى :
((قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآناً عَجباً=(جن /١ )= ووايه : راته وحې شوې،چې څو تنو پېريانو (زما خبرې ) واورېدې؛نو ويې ويل : (( په رښتيا موږ هېښنده لوستونى(قرآن) واورېد. ))
٧ – پر مؤمنانو تر هغوى وړومبى دى :
((النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُولُوا الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَن تَفْعَلُوا إِلَى أَوْلِيَائِكُم مَّعْرُوفاً كَانَ ذلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُوراً (احزاب ،٦ )= پېغمبر مؤمنانو ته د هغوى تر خپلو ځانو ډېر وړ (او نژدې) دى او مېرمنې يې د هغوى [= مؤمنانو] مېندې دي او د خداى په كتاب كې (په ميراث كې) تر عامو مؤمنانو او مهاجرينو (خو)ځينې خپلوان يو تر بله لومړيتوب لري؛خو داچې )وغواړئ(له خپلو دوستانوسره ښېګڼه وكړئ (او د خپلومالونو يوه برخه وركړئ)؛دا (حكم) په (الهي) كتاب كې ليكل شوى دى )).
٨_ پرخپل امت او ټولو انبياوو لووى-شاهد دى :
((فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هؤُلاَءِ شَهِيداً (نساء ٤١)= څنګه به وي پر هغه ورځ ،چې موږ له هرامته (پركړنو يې ) يو شاهد راولو او تا به هم پرې شاهد كړو؟ ))
٩_ د ډول ډول دباوونو پر وړاندې غوره تسل دى :
((وَلاَ يَحْزُنْكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَن يَضُرُّوا اللّهَ شَيْئاً يُرِيدُ اللّهُ أَلاَّ يَجْعَلَ لَهُمْ حَظّاً فِي الآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (آل عمران/۱۷۶) = او تا دې هغوى خپه نه کړي،چې په کفر کې زيار کاږي،بېشکه چې هغوى خداى ته هېڅ زيان نشي رسولاى (پردې سربېره) خداى غواړي (چې هغوى پر خپل حال پاتې شي او) په آخرت کې ورته هېڅ برخه ونه ټاکي او ( په پاى کې) ورته ستر عذاب دى .))
((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لاَ يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوبُهُمْ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا سَمّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَواضِعِهِ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا وَمَن يُرِدِ اللّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللّهِ شَيْئاً أُولئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ( مایده/۴۲) = (دخداى) استازيه! هغوى دې تا اندېښمن نه کړي، چې د كفر په لار كې په بيړه هلې ځلې كوي او په خوله وايي :(( ايمان مو راوړى))؛ خو زړونو يې ايمان نه دى راوړى ! او(همداراز) هغه ډله يهود،چې ستا خبرو ته ښه غوږ ږدي،چې ستا د دروغجنولو لپاره پلمه پېدا كړي،دوى د نورو ځري دي ،چې تا ته پخپله نه دي راغلي، هغوى خبرې له اصلي مفهومه اړوي او(يو بل ته) وايي:((كه تاسې ته دا( چې موږ يې غواړو) دركړ شو (او محمد ستاسې د غوښتنو له مخې قضاوت وكړ؛) نو و يې منئ او كه نه، (ترې) لرې شئ )) ؟ (خو) خداى چې چا ته ( د هغه په پرله پسې ګناهونو) سزا وركوي؛ نو ته يې د ژغورلو لپاره څه نشې كړاى، دا هغه كسان دي،چې خداى نه دي غوښتي، چې زړونه يې پاك شي، دوى ته په دنيا كې رسوايي او په آخرت كې سترعذاب په برخه دى .))
((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِن رَبِّكَ وَإِن لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ( مایده/۶۷) = پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې ونه کړل؛نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري . هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ښيي .))
((قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَيُكَذِّبُونَكَ وَلكِنَّ الظَّالِمِينَ بِاياتِ اللّهِ يَجْحَدُونَ = ( انعام/۳۳) موږ پوهېږو،چې د هغوى خبرې دې ځوروي؛ خو( مه خپه كېږه او پوه شه چې) هغوى تا نه دروغجنوي؛بلكې ( دا) ظالمان د خداى له آيتونو منكرېږي . ))
((وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ( انفال/۳۰) = او(درياد كړه) چې کله كافرانو ستا په باب دسيسې جوړولې،چې بندي دې كړي يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وشړي ،هغوى لارې چارې سنجولې (او نقشي يې جوړولې) او خداى هم (خپل) تدبير كاوه او خداى تر ټولو غوره تدبيروونكى دى . ))
١٠_ د ملنډو وهوونکيو پر وړاندې یې الهي ژغورنه :
((إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ(حجر/٩٥)=(ځکه) چې موږ به تا د ملنډو وهونكيو له شره وژغورو . ))
١١_ پرخپل دين یې بشپړ يقين دى،چې پوټى يې هم هغه خوا او دې خوا ته فکرنه تله :
(( وَلَوْلاَ أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئاً قَلِيلاً (اسراء ،٧٤)= اوكه ته موږ (پرحق باندې) ټينګ كړى نه واى (او دعصمت د مقام په رڼا كې له بې لارۍ خوندي شوى نه وې؛نو) نژدې وه لږ څه به د هغولوري ته ورمات شوى وې .))
١٢_ قرآن ورته ځکه په تدريجي ډول راغى،چې زړه يې پر آيتونو تثبيت شي :
((وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلاَ نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلاً (فرقان /٣٢) = او كافران وايي : ((ولې پرې قرآن ټول په يو ځل نه دى نازل شوى؟! ))(هو!) داسې(ځکه شوي) چې زړه دې پرې ښه کلک کړو او (د همدې موخې لپاره) هغه مو په ځانګړي اوډون د بېلابېلو برخو په بڼه په کراره ورته لوستى دى .
١٣_سترګو نشو وهلاى :
((وَإِن يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ ( قلم / ٥٢) = ( پېغمبره!) دا کافران چې ستا په غږ قرآن اوري (د مانا،غږ او لحن د ډېر اغېز له امله) لرې نه ده، چې په سترګو دې ووهي؛خو د الهى کلام تر اورېدو وروسته د کينې له مخې وايي : (( هغه خو په رښتيا لېونى دى.)).
١٤_ د شفاعت دومره ژمنه ورسره شوې ،چې خوښ شي :
((وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى(ضحی/۵) = او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي،چې خوشحاله شې .))
١٥_ په يتيمۍ کې ماوا ورکړه شوه،په حيرانتيا کې ورته لار وښوول شوه او بېوزلي يې پر غنا واوخوته :
((مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى. وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى. وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى. أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى.وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى. وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى (ضحی/ ۳- ۸) = [چې] خپل پالونكي نه يې پرېښى او نه درباندې پر غوسه شوى دى او هرومرو تا ته اخرت تر دنيا غوره دى او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي، چې خوشحاله شې ،ايا ته يې يتيم نه وې موندلى؛ نو (چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه؟!او ته يې ورک شوى موندلى وې؛ نو (بيا) يې لار دروښووه او ته يې تنګلاسى موندلى وې؛ نو شتمن يې كړې .))
١٦_ د يوې شېبې لپاره هم خداى ځان ته پرې نښود:
((مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى. وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَى. وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى. أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى. وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى. وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى(ضحی/ ۳- ۸) = [چې] خپل پالونكي نه پرېښى يې او نه درباندې پر غوسه شوى دى او هرومرو تا ته اخرت تر دنيا غوره دى. او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي، چې خوشحاله شې ،ايا ته يې يتيم نه وې موندلى؛ نو (چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه؟!او ته يې ورک شوى موندلى وې؛ نو (بيا) يې درته لار وښووه. او ته يې تنګلاسى موندلى وې؛ نو شتمن يې كړې.))
١٧_ خداى ورته پراخه سينه ورکړه،ستونزې يې ورهوارې کړې او نوم يې مشهور شو :
((أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ( الشرح/۱) = ايا سينه مو درپراخه نه كړه؟))
((وَوَضَعْنَا عَنكَ وَزْرَكَ (الشرح/۲) = او موږ ستا دروند پېټى له تا واخست ؟!))
((الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ (الشرح/۳) =(هماغه پېټى)چې ستا ملا يې درنه كړې وه. ))
((وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (الشرح/۴) = او موږ ستا لپاره ستا د يادېدو (اوازه) لوړه کړه. ))
((فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً (الشرح/۵) = نو په حقيقت كې له (هرې) سختۍ سره اسانتيا شته .))
((إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً (الشرح/۶) = په واقع كې له(هرې)سختۍ سره اسانتيا شته .))
١٨- خداى کوثر ورکړ او دښمن يې ورته شنډ کړ:
((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (کوثر/١) = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ.))
((فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (کوثر/۲) = نوخپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه او قرباني وكړه. ))
((إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ (کوثر/۳) = [ځكه] چې يوازې ستا كينه كښ (دښمن ) بې سټې دى !))
١٩- پرڅه چې نه پوهېده ؛نو خداى ورښوول :
((وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْءٍ وَأَنْزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ عَظِيماً (نساء/ ١١٣) = (( او كه پر تا د خداى فضل او رحمت نه واى؛ نو د هغوى (خاينانويا منافقانو) يوې ډلې هوډ درلود؛چې بې لارې دې كړي؛ خو هغوى يوازې خپل ځانونه بې لارې كوي او تا ته هېڅ ډول زيان نشي رسولاى او خداى پر تا كتاب او حكمت نازل كړ او په څه چې نه پوهېدې،در و يې ښوول او(تل) درباندې د خداى لوى احسان دى.))
٢٠- پرحقه کتاب يې ورکړ:
چې هرڅه پکې بيان شوي دي،د مسلمانانو لپاره زېرى او لارښوونه ده او د حق او باطل د پېژندو وسيله ده،چې دا کتاب يې يوځل ورته د قدر په شپه راولېږه او يوځل يې هم په ٢٣ کالوکې په تدريجي ډول .
٢١_ پرسمه دى،د حنيف ابراهيم لاروى دى اوڅه چې وايي ، وحې ده :
په واقع کې د اسلام د پېغمبر اکرم ماموريت يې سيرت دى،په راتلونکې کې به ورته اشاره وکړو.
٢٢_ دنده يې درلوده :
د جاهلانو،کافرانو،مادي تعلقاتو،څو مخومنافقو،د خداى پر ځاى د بل عبادت،له منحرفو ډلو سره له جوړجاړي او د بېوزليو مسلمانانو له پرېښوونې ځان وژغوري او له جاهلانو، کفارو، مشرکانواو منافقانو مخ واړوي .
٢٣_ دنده يې درلوده،چې خلک له ظلم ،تيارې اوتفرقې رڼا ته راوباسي.
((الر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ( ابراهيم/١) = الف، لام، را (دا) يوكتاب دى، چې موږ پرتا نازل كړى دى، چې خلك دهغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان، عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې، د هغه خداى لارې ته چې ناماتى ستايل شوى دى .))
دنده يې درلوده ،چې د مالياتو د اخستوله لارې د خلکو ژوند تامين کړي .
((خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ = ( توبه /١٠٣) د هغوى له مالونو (د زكات په نامه) صدقه واخله،چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او (د زكات اخستو پر وخت) ورته دعا وكړه؛ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى . ))
دنده يې درلوده ،چې سوچه او نږه عبادت وکړي :
((قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصاً لَهُ دِينِي .(زمر/١٤) = ووايه :((چې زه خو خداى په داسې حال كې نمانځم چې[خپل] دين (او ګروهه) مې يوازې هغه ته نږه كړې ده.))
د امت لپاره استغفار وکړي :
((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران /١٥٩) =خلكوته دالهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛ نوخلك درځنې خپرېدل؛نو له هغوى تېرشه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه توكل كوونكي دخداى خو ښېږي .))
استقامت ولري :
((فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلاَ تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (هود/ ١١٢) = ((نو لكه څنګه چې درته امر شوى، هماغسې ثابت قدم وسه او همداراز څوك چې درسره د خداى لوري ته راغلي(بايداستقامت وكړي) او له پولو مه اوړئ،بېشكه څه چې كوئ،خداى مو کړنې ښې ويني.))
د انبياووپه لارښوونوپسې ولاړ شي :
((ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاءُ وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ(انبياء /٩ )= بيا موله هغوى سره كړې و عدې پوره كړې . هغوى او څوك چې مو وغوښتل ( د دښمنانو له منګولو ) وژغورل او له پولو اووښتي مو هلاك كړل ] .
عدالت پلى کړي :
((سَمّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَاؤوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئاً وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (مائده /٤٢) =هغوى (يهودان) د درواغ (ويلو) لپاره ستا خبروته ښه غوږ ږدي،په مړه خېټه حرام مالونه خوري؛ نو كه دوى درته راغلل،ترمنځ يې قضات وكړه، يا(كه په مصلحت دې وه، پرخپل حال يې پرېږده ! او كه ترې تېر شې؛نو هېڅ زيان نشي در رسولاى او كه پرېکړه دې ورته کوله؛نو په انصاف يې پرېکړه وكړه،بېشکه خداى منصفان خوښوي . ))
پر نېکیو امر او له بدیو منع وکړي :
(( الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ( اعراف،١٥٧ ) = ((هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي،چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) ورته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))
په تيره بيا خپلې کورنۍ ته :
(( وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى(طه ١٣٢ ) =خپلې كورنۍ ته د نمانځه حكم وكړه او خپله هم پرې ټينګ ولاړ وسه،موږ له تا روزي نه غواړو (؛بلكې) موږ يې دركوو او د پرهېزګارۍ ښه پايله ده .))
دنده يې درلوده،چې خپلوانو او نورو ته زېرى وکړي او ويې وېروي .
٢٤ – دنده يې درلوده ،چې په ډاګه حرام اوحلال بيان کړي :
((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّورَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُوْلئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ( اعراف /١٥٧) = هغوى چې (د خداى د استازي ،” اُمي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .
٢٥ – دنده يې درلوده،چې دخداى نعمتونه پرخوله راوړي او د خداى تسبیح ووايي :
((فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ (حجر/٩٨)=(خو علاج يې دا دى چې) پالونکى دې ستايه او تسبيح يې وايه او له سجده كوونكيو وسه !))
اوهغه ته تسليم شي :
((وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفاً أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمّانَ مُتَشَابِهاً وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُوا مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (انعام ١٤١ ) =او الله هغه خداى دى،چې په ډډونو ولاړ او (هم) پر ځمکه پراته باغونه يې پيدا كړي او همداراز كجورې او هر راز كښتونه يې زرغون كړي دي،چې د مېوې او خوند له پلوه يو له بله بېل دي او(همداراز) د ښوونه او انارو ونې يې پېدا كړي،چې له ځينو اړخونو سره ورته دي او د ځينو له پلوه توپيرلري؛(پاڼې او بهرنۍ جوړښت يې سره ورته دى؛خو د مېوو خوند يې توپير لري ) مېوې يې،چې ورسېدې؛ نو ويې خورئ او د فصل رېبلو او(راټولولو) پر وخت د هغه حق وركړئ او اسراف مه كومه(؛ځکه)چې هغه مسرفان نه خوښوي .))
٢٦ – دنده يې درلوده ،چې پخواني کتابونه ومني :
((وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْ عِنْدِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لاَيَعْلَمُونَ (بقره /١٠١ ) = (( او چې كله هغو ته د خداى له لوري هغه پېغمبر راغى،چې د هماغه نښو تصديقوونکى و،چې له دوى سره وې، يوې ډلې يې چې (اسماني) كتاب وركړشوى و،كتاب داسې شاته وغورځاوه؛ لكه چې (هېڅ پرې) خبر نه دي!))
پخواني انبياء تصديق کړي :
((بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ(صافات/٣٧ ) = [ (داسې نه ده؛)بلكې (هغه) حق راوړى و او (پخواني) استازي رښتين بولي.]
٢٧ – دنده يې درلوده،چې الهي آيتونه تلاوت کړي اوخلک تزکيه،تعلي او تقوى ته راوبلي .
٢٨ –دنده يې درلوده،چې له مؤمنانوسره متواضع وسي،پرخداى توکل وکړي ،په لارکې يې جهاد وکړي،د مؤمنانوايمان راوړو ته حريص وي ، له خدايه ووېرېږى،خلک د حکمت اوموعظې له لارې توحيد او توبې ته راوبلي،د بديو د لرې کولو له لارې خلک ښو،صبر،خلوص او بښنې ته راوبلي،مشوره وکړي،د دښمن له لوري د سولې وړانديز ومني او په ځانګړيو شرايطوکې ورسره بيعت وکړي،له مؤمنانوسره مشوره وکړي او له کتابيانو سره انصاف .
٢٩ – دنده يې درلود،چې خلک له دښمن سره مقابلې اوجهاد ته راوهڅوي ،له بنديانوسره پر لورنې اوله ټپيانوسره پر ورين تندي چلن وکړي،دنده يې درلود،چې د شپې له خپل پالونکي سره راز و نياز وکړي، خلکوته قيامت ورياد کړي او د معاد لپاره استدلال راوړي ، بيت المال و ايشي، خلک اخلاقوته راوبلي ،ښه او پوه خلک پر شا وټپوي اونا اهلان په تېره بيا له جګوې تښتېدونکي، د تړون ماتونکي او پر هغو نيوکه وکړي،چې پېغمبر اکرم يې د خپل اولاد په څېر پېژانده؛خوايمان يې پرې نه راوړ او همداراز پر هغو شتمنو يې نيوکه کوله،چې د جګړې پرمهال نه حاضرېدل او جبهې ته له نه تلو به خوشحاله ول او کله يې د هوا د ګرمۍ پلمه کوله.
(( فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُوا أَن يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُوا لاَتَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرّاً لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ (توبه /٨١ ) = ( د تبوك له جګړې) پاتې شويو له ” رسول ا لله “سره له مخالفته خوشحال ول او دا يې بده ګڼله،چې د خداى په لار كې په خپلو مالونو او ځانوجهاد وكړي او(يو بل او مؤمنانو ته يې) ويل : ((په دې ګرمۍ كې ( غزا ته) مه ځئ .)) (هغوى ته) ووايه، كه پوهېداى : (( نو د دوزخ اور تردې هم ډېر ګرم دى! ))
کله يې رومي نجونو ته د کتو د فتنې پلمه راوړه .
کله خوانسان په يوه شپه کې ننګېري – احساس کوي،چې د قرآن يوه ستره برخه د پېغمبراکرم(ص) د ځانګړنو،دندو،ستونزو،د پتمنو او بې پتو يارانو او له دوست،دښمن کوچني ،غټ، ښځمنو،نارينه وو، مؤمن،کافر او منافق سره د چلن په باب راغلي دي؛نو پخپله ووياست داسې يو انسان،چې دومره کمالونه اومعجزې لري، نه پېژندل يې بې برخې پاتې کېدل نه دي؟! ايا بې له قرآنه بل شفا ورکونکى ښوونځى راغلى دى ؟! تر حق وروسته، بې له بې لارۍ بله لاره شته ؟!ايا د “تذکر” پر وړاندې بې له غفلته او د “حبل الله” پر وړاندې پر نورو ځواکونو پورې له تړلو پرته او د الهي قانون دپرېښووو او په بشري قوانینوپسې تګ ستر تاوان نه دى ؟
د رسول اکرم په خوى کې سادګي
د پېغمبراکرم ساده جومات،چې د کجورې له لس لرګیو او يو تور مریى،چې حضرت بلال (رض) نومېده او هغه يې مؤذن و ،ټوله دنيا ولړزوله؛خو نن د مدينې جومات د مرمرو د ډبرو د سل ګونوستنو په درلودو،يو هېواد هم نه خوځوي؛نو دلته به بده نه وي،چې د نن نړۍ ته يو نظر وکړو،چې ووينوايا پرمختګ کوو،که مخ پر ځوړي یو او ايا بې د خداى او رسول له لارې،د خلاصون بله لار هم شته؟ نن لوبې جدي شوي او جدي چارې لوبې شوي . د سوکالۍ وسايلو پرمختګ کړى؛خو امنيت پر شاتګ کړى . کتابونه ډېر شوي؛خو د مطالعې حوصله لږه شوې ده .منارې لوړې او ډېرې شوي؛خو حضرت بلال نشته. تجملات، اصل شوي او معنويات فرع شوي دي . درآمد مو زيات شوى ؛ خو هوساینه کمه شوې ده . پوهې وده کړې؛خوعاطفه راپرېوتې ده . د مينې اظهار زيات شوى؛خو روح یې کم شوى.لوړ پوړي تعميرونه ډېرشوي؛ خو صبر لږ شوى . واټونه پراخ شوي؛خونظرونه تنګ شوي دي . مقامونه اوچت شوي؛خو د ژوند ارزښت کم شوي . زده کړې لوړې شوي؛ خو ننګېرنې- احساسات کم شوي .اخستنه مو ډېره شوې ؛خو زېرمه کمه شوې . زده کوو،چې څنګه درآمد مو زيات شي ؛خو ژونددود نه لرو.
کورونه ستر شوي ؛خو کورنۍ وړوکې شوي .د ژوند کلونه اوږده شوي؛ خو د ژوند حقيقت لږ شوى . شعار ډېرشوى ؛خو مينه لږه شوې . وزلي ډېر شوي؛خو وخت لږ شوى . پوهه ډېره شوې؛خو د ورمندون- قضاوت ځواک لږ شوى . مهارت زيات شوى؛خو د ژوند ستونزې هم زياتې شوي .
درملونه ډېرشوي؛خو پايله يې روغتيا نه ده . سپوږمۍ ته خېژو؛خو د ګاونډي خبر نه اخلو .له ځمکې بهر فضا مو سوبه کړه ؛خو د کور له فضا بې خبره یو. درآمد مو زيات ؛خوبېلتون هم زيات شوى دى .هوساېنه ډېره ده؛خوخندا لږه . خواړه ډول ډول دي ؛خو ځواک نه لري ،کورونه ښايسته؛خو سست دي .
د پېغمبر اکرم (ص) عبادت
چې شپه به نيمه شوه ؛نو د خداى رسول به راپاڅېد او د اودس، مسواک وهولو او د قرآن تر تلاوت وروسته به په يو ګوټ کې پر عبادت بوخت شو او اوښکې يې تويولې؛ د پېغمبر اکرم ځينو بيبیانو،چې به کله هغه پردې حال وليد؛نو ورته يې وويل : ((ته خوګناه نه لرې؛نو ولې دومره ژاړې ؟ )) پېغمبر اکرم ورته ويل : ((اياشکر ونه باسم ؟ ))
حضرت ام مسلمه بي بي وايي : ((پېغمبر اکرم يوه شپه له ما کره و،شپه ، چې نيمه شوه،هغه نه و،ورپاڅېدم،و مې ليدل،چې په تپه تياره کې ولاړ دى ،لاسونه يې پورته کړي او اوښکې تويوي،وايي : ((خدايه!راکړي نعمتونه دې راڅخه مه اخله،دښمن مې مه ښادوه،له هغو بلاګانو،چې دې ساتلى يم،بيامې پرې مه ککړوه،ان د سترګې د رپ هومره مې هم پرخپل حال مه پرېږده .)) ورته مې وويل : ((موروپلارمې درځار، ته خو بښل شوى يې . )) ويې ويل : ((څوک هم له خدايه مړه خوا نه دى، حضرت يونس د يوې شېبې لپاره پرخپل حال پرېښوول شو،چې د کب په ګېډه کې بندي شو)).( بحار الانوار١٦/٢١٧)
د روژې مياشت به،چې راغله؛نو پېغمبر اکرم به خپل ټول مريان آزاد کړل،د لمانځه پرمهال لړزېده او چې کله به ځانته پر لمانځه و؛نو رکوع او سجدې يې اوږدولې؛خو چې له خلکو سره لمونځ یې کاوه؛نو ډېر عادي او ساده لمونځ يې کاوه . خپل يو يار ته يې،چې د نورو مسلمانانو د جماعت امام شوى و،سپارښتنه وکړه : (( چې خلکو ته لمونځ ورکوې؛ نو د حمد تر سورت وروسته يو وړوکى سورت وايه او لمونځ دې مه اوږدوه )).
زړه سواند او مهربان و
١_يوه ورځ پېغمبر اکرم حضرت علي ته دولس درهم ورکړل،ورته يې وويل : ((جامې پرې راته واخله! )) حضرت علي (ک) بازار ته ولاړ او پرهماغه بيه يې د خداى رسول ته جامې واخستې او پېغمبر اکرم ته يې راوړې . پېغمبر اکرم ورته وويل : (( که ترې ارزانه او ساده جامې وې؛ نو غوره به وې؛نو که پلورنکى يې مني؛نو دا جامې بېرته ورکړه)) . حضرت علي (ک) جامې بېرته پلورونکي ته ورکړې اوپيسې يې ترې بېرته واخستې اوپېغمبر اکرم ته راغى .د خداى رسول له حضرت علي سره د بازار پر لوري روان شول ،چې په لار کې يې يوه وينځه په ژړا وليده ،ورغلل او د ژړا لامل يې ترې وپوښت. ويې ويل : د سودا اخستنې لپاره راته څلور درهم راکړل شوي ول؛خو رانه ورک شول او اوس وېرېږم،چې کور ته ولاړه شم . پېغمبر اکرم له خپلو دولس درهمو څلور درهمه وينځې ته ورکړل اوبيا بازار ته ولاړل او خپل ځان ته يې پر پاتې درهمو کميس واخست د راستنېدو پرمهال يې يو بر بنډ وليد ، کميس يې ور وباښه،بيا بازار ته ولاړ اوبل کميس يې واخست. کور ته د راستنېدو پر مهال يې بيا هماغه وينځه خپه وليده،و يې ويل : کور ته په تلو کې مې ځنډ کړى دى اووېرېږم ،چې ومې وهي،پېغمبر اکرم له وينځې سره يې د بادار کور ته ولاړ،د کور خاوند هم د پېغمبر اکرم په راتګ ډېر خوشحاله شو او پر همدې وياړ يې دا وينځه وبښله او آزاده يې کړه . د خداى رسول وويل : ((څومره له برکته ډک دولس درهم ول،چې دوه بربنډ يې پټ کړل او يو تن يې آزاد هم کړ.)) (بحارالانوار١٦/٢١٥ ) .
٢_ يو يهودي پر پېغمبر اکرم څو درهمه پور درلود.يوه ورځ يې ترې وغوښتل؛خوپېغمبر اکرم د ورکړې لپاره څه نه درلودل،يهودي وویل: همدلته به له ما سره يې،څو خپل پور مې راکړې . ماسپښېن شو، ورپسې مازيګر شو،بيا ماښام شو،چې ماڅخوتن راورسېد او هغه يهودي هماغسې د خداى رسول له ځان سره نيولى و. خلک د يهودي دې کار غوسه کړل؛خو پېغمبراکرم ورته وویل : ((موږ د تېري حق نه لرو)) . د پېغمبر اکرم دا چلن ددې لامل شو،چې هغه يهودى مسلمان شي او د خپل مال يوه ستره برخه هم د اسلام په لار کې ورکړي،ويې ويل : زما دې کار ازميښتي اړخ درلود،د سپکاوي نیت مې نه درلود . که څوک د يوې ټولنې سمونې او بدلولو ته زړه سوی لري او د زړه رڼا ونه لري؛نو ناشونې ده،چې ټولنې ته رڼا راوړي،چې د الهي انبياو يوه ځانګړنه هم د ټولنې د سمونې لپاره د زړه سواندي ده .
خداى په يوه ځاى کې خپل استازى داسې ستايلى دى :
((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ (توبه/١٢٨) = (( په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى،چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى .))
په بل ځاى کې وايي : (( لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِين (شعراء /٣)= ((ښايي ته له دې امله چې (مشركان) ايمان نه راوړي، خپل ځان (له ډېره غمه) بايلې .))
((طه . مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى (طه/۱ /۲) = ((طاها .موږ قرآن ستا د كړولو لپاره پر تا نه دى نازل كړى . ))
هو ګرانو! ديني زړه سواندي د انبياوو او الهي اولياوو ځانګړنه ده،چې د هر چا لپاره پکار ده، چې وکړاى شي ټولنه بدله کړي؛البته دا زړه سواندي بايد د اخلاص له مخې وي؛ نه دوکاندارۍ لپاره، د پېغمبر اکرم هرلاروى بايد وويني،چې کار په کوم ځاى کې ځنډېدلى او له هماغې ځايه ورته مټې بډ وهي او سرته يې ورسوي،مهم نه دى،چې دا کار څنګه دى ،مهم دا دى،چې يو ښه کار دوام ومومي اوسر ته ورسول شي . د پېغمبر اکرم يوه ځانګړنه د تکلف نه درلودل دي،چې خداى خپل استازي ته وايي : (( قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ (ص / ٨٦)=(پېغمبره!) ووايه : ((زه له تاسې پردې [قرآن او رسالت] ځان ته هېڅ بدله نه غواړم او نه زه له متكلفينو،رياکارانو او له ځانه جوړونکيو يم .(خبرې مې څرګندې او پر دليل ولاړې دي).))
٣_ د پېغمبر اکرم تر بعثت مخکې پر خلکو د ژوند تنګسه راغله،چې سوکړه هم ورپسې راغله اوخلک وارخطا شول،چې پکې د پېغمبر اکرم تره ابوطالب هم و، پېغمبر اکرم خپل تره عباس ته وويل : ولاړ شو او هر يو له ابوطالبه يې يو زوى خپل کورته راوړو او له دې لارې به یې د ژوند د لګښت لاسنيوى وکړو،چې دا هوډ عملي شو او عباس، جعفر له ځان سره کور ته بوته او پېغمبر اکرم حضرت علي (ک) له ځان سره کور ته بوته او له هماغې وړکتوبه د پېغمبر اکرم (ص ) په کورکې مېشت شو .
٤ – ډېرى مشران د خطر پر مهال لومړى خپل ځان ژغوري او خلک او خپل لارويان په ستونزه کې پرېږدي؛خوپېغمبر اکرم په خپله په مکه کې پاتې شو او خپلو لارويانو ته يې حبشې ته دهجرت حکم وکړ،چې مدينې ته د هجرت پرمهال يې هم لومړۍ خلک ولېږل او بيا پخپله ولاړ.
له خلکو سره سلامشوره
د مېلمنوشمېرپه تاريخ کې پينځه څلوېښت تنه ليکل شوى،چې ابولهب په خپلو چټياتو د مېلمستا نظم له منځه يووړ او پيغمبراکرم اړ شو بله مېلمستيا چمتو کړي،چې پېغمبر اکرم تر خوړو وروسته بيا ورته خپل رسالت اعلان کړي،چې دې بلنې ته يوازې حضرت علي سينه وډبوله،بيا پېغمبر اکرم يې په هکله وويل : (( دا زما ورور،ځايناستى ، وصي،خليفه او وزير دى،چې خبره يې واورېدل شي او ترې لاروي وشي.)) (امالي شيخ/٥٨١ مخ )
پېغمبر اکرم (ص ) تر درې کالو پورې خلک په پټه او يو يو تن خپل سپېڅلي دين ته رابلل ،چې د حجر سورت ٩٤ م آيت راغى او ورته يې وويل : (( فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ= ((نو د هغه څه چې درته حكم كېږي،په ډاګه يې کړه او له مشركانو مخ واړوه ( او پروا يې مه كوه ))
پېغمبر اکرم د صنعاء غونډۍ په غاړه کې د مسجد الحرام ترڅنګ خپل رسالت په ډاګه کړ،ویې ویل :که زما بلنه مو ومنله؛نو د دنيا او آخرت حکومت او عزت به ستاسې وي؛خو هغوی پرې ملڼدې ووهلې او د پېغمبر اکرم تره ته يې ګيله وکړه؛چې وارره دې زموږ ځوانان له خپلې ګروهې اړوي؛نو ورته ووايه که له دې چارو دې مطلب مال،مقام او شتمني وي،چې در به يې کړو،چې بيا پېغمبراکرم خپل تره ته وويل : ((زما خبرې الهي پيغام دى او زه به کله هم له خپلې دندې لاس وانخلم.))
تر دې وروسته کفار بيا ابوطالب ته راغلل او ورته يې وويل ،وراره دې محمد موږ ته راوسپاره،چې په خپله ورسره پوه شوه (شرح نهج البلاغه ١٤ / ٥٤)؛خو ابوطالب ورسره و نه منله ( تفسير کنزالدقايق ) .
خداى خپل پېغمبر پر ملا وډباوه،چې د ملنډې وهونکيوپر وړاندې به درسره يو،چې چرت خراب نه کړې . پېغمبر اکرم به خلک توحيد ته رابلل او ګروهمن ول ،چې که په لومړي ګام کې بريالي نه شول ؛نو خير دى موږ به خپل کوښښ کوو او له خپل کوښښه به لاس نه اخلو او چې مو له لاسه کېږي بايد د مقابل لوري د سمو ګروهنو درناوى وکړو،چې د تبليغ يو پړاو هم ګډ ټکيو ته رابلنه ده او قرآن د بلنې لپاره ګډ چورلید(محور) کېداى شي؛ځکه هم پکې تاريخ راغلى اوهم پکې د تېر پيغمبرانو سپارښتنې او تر ټولوغوره خو داچې له اړونې خوندي دى ؛نو د همدې خبرې پر بنسټ د خداى رسول ته دنده ورکول کيږي ،چې دا لاندېنى آیت د کتابيانو رابلنې ته ګډ ټکى اعلان کړي .
((قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلَّا اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئاً وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ (آل عمران/۶۴) = ورته ووايه : ((کتابيانو!راځئ زموږ او ستاسې ترمنځ په منل شوې خبرې پسې ولاړ شو:)) او هغه دا چې يوازې ((الله)) ونمانځوو او هېڅ څيز ورسره سيال ونه ګڼو او له موږ دې هېڅوك د ((الله)) پر ځاى څوك پر ربوبيت نه نيسي؛نو كه ( له دې وړانديزه) يې مخ واړاوه،ورته ووايئ : (( شاهدان وسئ،چې موږ خو مسلمانان يو ( نه تاسې).))
د مدينې دوه مشران مکې ته راغلل او له پېغمبراکرم سره يې وکتل،چې پېغمبر اکرم ورته د انفال د سورت ١٥١ او١٥٢ م آيتونه وويل،چې هغوی دوو پرې ايمان راوړ او د مدينې د خلکو لپاره يې د استازي او مبلغ غوښتنه وکړه . پېغمبراکرم د حضرت “مصعب بن عمیر” په مشرۍ يوه ډله مدينې ته وليږله،چې دا کار په مدينه کې د اسلام پيل و.
که ددې دوو آيتونو پر منځپانګې رڼا واچو؛نو پوه به شو، چې په پيل کې د اسلام د تبليغ کړنلار يې د کلیاتو بيانول وو،چې هم يې له عقل ، فطرت او روغ وجدان سره سمون درلود او هم روڼ او مفهوم لرونکي دي اوهم د اسماني اديانو ګډ ټکي ول .
ځکه دتورات په ٣٠ م باب کې د همدې دوو آيتونو منځپانګه راغلې ده. هو زړګيه ! د هرې بلنې په پيل کې بايد ساده مسائل وویل شي،چې هر عقل او وجدان يې وزغملاى شي؛نو اوس به راشو،چې د انفال د سورت ددې دوو آيتونو منځپانګه څه ده ؟
له شرک،انسان وژنې،اولاد وژنې، ډنډۍ وهنې،د غیر عادلانه وینا،بې حيایي،د پلارمړي(يتيم) پرمال له ګېډې اچولو ځان ژغورل، له والدينو سره احسان ،پر تړون وفا او تر خپلې وسې د دندې سرته رسول .
نن خلک دغسې پلان جوړولو کې دکترا اخلي؛نو څومره به ښه وي ،چې د قرآن دسترخوان ته کېنو او ووينو،چې خداى په کوم کال د خلکو د ودې لپاره څومره ښه حکم ورکړى دى .
د بېلګې په توګه : په روايتونو کې کوچنى بايد تر کوم وخت پورې پرېښوول شي او تر درې کالو وروسته کوم ټکى لومړى وروښوول شي او تر يوې مودې تېرېدو ورته کوم ټکى ورزده کړو او همداسې د بلنې پيل د غټانو لپاره لومړى څه راوړل شي او د فرعون په څېر طاغوتانو ته د رابلنې لپاره له کومو ادبياتو کار واخستل شي .
د پېغمبر اکرم عملي سيره
تر ټولومخکې يې په مدينه کې جومات جوړ کړ،چې د عبادت ،یووالي مشورت ،چوپړ ، ورمندون او د سترو هوډونو مرکز و،د جومات او لمونځ محوريت د ټولو انبياوو په سيره کې ليدل کېږي . خداى کعبه د ځمکې لومړى ټکى کړاو بيا يې له هغه ځایه ځمکه پراخ کړه .حضرت موسى ته هم لمونځ لومړى عملي دستور و. د جومات په جوړلو کې په خپله پېغمبر اکرم مټې بډ وهلې وې او د مسلمانو ښځو د کار لپاره يې هم وخت ټاکلى و،چې ټول خلک د جومات په جوړلو کې ونډه واخلي ، هغه جومات،چې د کجورو د ونو له لسو ډډنو يې ستنې جوړې شوې او ټوله نړۍ يې وخوځوله. د پېغمبر اکرم يوه عملي سيره د ورورولۍ اعلان دى ،چې د حجرات د سورت لسم آيت هم په همدې هکله دى .
((إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخوىكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (حجرات/۱۰) = [ په حقيقت كې مؤمنان يو د بل وروڼه دي؛نو د خپلو وروڼو ترمنځ (چې كله اړپېچ پيدا كړي) روغه وكړئ او(خپل ځانونه) د خداى له عذابه وساتئ، ښايي پر تاسې رحم وکړاى شي . ]
داآيت د مؤمنانو ترمنځ اړيکې د ورونو په څېر بولي،چې پکې تعبيرونه پټ دي ؛لکه :
الف : د ورونو دوستي ،ټينګه اوژوره وي .
ب : د ورونو ملګرټوب دوه اړخيز وي .
ج :د ورونو ملګرټوب د فطرت او طبيعت له مخې وي ؛نه د مادياتو لپاره .
د: دوه ورونه د پردي پر وړاندې يوموټى او مټ وي .
ه: د دوو ورونو جرړه او اصل يو وي .
و: د ورورولۍ په نظر کې نيول سينه پراخوي .
ز: د يوبل په غم او ښادۍ کې شريک دي .
نن د مينې د اظهار لپاره د ملګري ،انډيوال ،دوست هېوادوال ،کليوال او…… ټکي کارول کېږي؛خو اسلام د ورور ټکى کارولى،چې دا يو غښتلى ټکى دى .
يو حديث دوه ديني ورونه دوه ملګرو ته ورته کړي دي،چې يو بل وینځي. ( محجته البيضا ء٣ /٣١٩)
په دې او مخکني آيت کې د “فَأَصْلِحُوا” حکم درې ځل راغلى دى او راښيي،چې اسلام په ټولنه کې څومره د سولې او دوستۍ پلوى دى .
په تېر آيت کې يې وويل : ( فاصلحوا ……. واقسطوا ) له عدالت سره سول ټينګه کړئ او په دې آيت کې وايي ) فاصلحو…… واتقوا ) د سولې په ټينګښت کې له خدایه ووېرېږئ،که د منځګرتوب لپاره وټاکل شوې؛ نو خداى په نظرکې ونيسئ؛نه داچې ستاسې دا منځګرتوب پر کوم لوري د تېري لامل شي .
ورورولي
د اسلام يو ښه چار دا دى،چې له بېخه سمونې راوړي؛د بېلګې په توګه وايي : (( إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً– يونس/٦٥) ؛يعنې ټول عزتونه يوازې له خداى سره دي؛نو د عزت د لاس ته راوړولپاره ولې په دې اوهغې پسې منډې وهئ ؟
ياوايي : (أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً– بقره/ ١٦٥)؛يعنې ټول ځواک يوازې دهغه دى؛نو ولې هره شپه د يوچا په شاوخوا کې چورلئ . په دې آيت کې هم وايي : ټول مؤمنان سره ورونه دي؛بيا وايي : اوس ،چې ټول ورونه ياست؛نو غوسه او جګړه د څه لپاره ؟ ټول سره ملګري شئ .
نو د ټولنې سمونې لپاره بايد ګروهیز- اعتقادي او اندیز- فکري بنسټونه سم شي .
د ورورولۍ کړلار او د ورورولۍ د ټکي کارول د اسلام نوښتونه ول .
پېغمبراکرم له ٧٤٠ تنو سره د “نخليه” په سيمه کې و،چې حضرت جبرائيل راغى : خداى د پرښتو ترمنځ د وروروالۍ غوټه تړلې؛نو پېغمبر هم خپل اصحاب سره ورونه کړل او هر يو له بل سره ورور شو؛ لکه :
حضرت ابوبکر له حضرت عمر سره،حضرت عثمان له حضرت عبدالرحمن سره،حضرت سلمان له حضرت ابوذر سره، حضرت طلحه له حضرت زبير سره،حضرت مصعب له حضرت ابوايوب انصاري سره ، حضرت حمزه او حضرت زيد حارثه ،حضرت ابودردا او حضرت بلال ، حضرت جعفرطيار او حضرت معاذ بن جبل،حضرت مقداد او حضرت عمار،حضرت عايشه او حضرت حفصه،حضرت ام سلمه او حضرت صفيه او پخپله پېغمبراکرم له حضرت علي سره ورورولي وټرله . (بحارالانوار٣٨ /٣٢٥ ) .
د احد په جګړه کې پېغمبراکرم(ص) حکم وکړ،چې شهيدان حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عمرو بن جموخ،چې له يو بل سره يې ورورولي وه، په يو قبر کې ښخ کړئ . (شرح ابن الحديد١٤ /٢١٤ او بحار٢٠ / ١٢١).
نسبي ورورلۍ يوه ورځ شلېږي (فَلاَ أَنسَابَ بَيْنَهُمْ – مؤمنون /١٠١)خو ديني وروولۍ تر قيامته تړلې وي (إِخْوَاناً عَلَى سُرُرٍ مُتَقابِلِينَ– حجر /٤٧ ) .
د ورورولۍ اړيکې يوازې په نارينه وو پورې ځانګړې نه دي؛بلکې د ښځمنولپاره هم دي ( وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء) (نساء/۱۷۶)
ورورولي اوملګرتيا يوازې بايد د خداى لپاره وي،که څوک له چا سره د دنيا په پارملګرى شي؛نو دهغه څه لپاره،چې ملګرى شوى وي؛نو ور وبه نه رسي او د قيامت پر ورځ به د يو بل دښمنان وي . ( بحارالانوار ٧٤ /١٦٧ )
قرآن وايي :((الْأَخِلاَّءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ (زخرف/٦٧)=پر هغه ورځ به بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان يو د بل دښمنان وي.))
تر ورورولۍ د ورورولۍ دوام مهم دى او آيتونو پر همدې سختې نيوکې کړي ،چې خپل ديني ورړونه يې پرېښي وي .
سپارښتنه شوې،چې که ديني ورونو درڅخه ځان لرې کړ؛نو ته ځان ورنږدې کړه . ( بحارالانوار۷۸/ ۷۱ )
د ورورولۍ حقونه
رسول اکرم وويل : مسلمان پر مسلمان ورور دېرش حقونه لري،چې بايد ادا يې کړي :
١ – بښنه او لورنه . ٢ – د راز ساتل .٣- د تېروتنو جبران یې .٤ – عذر یې منل .٥ – د بدغواړیو پر وړاندې ورڅخه دفاع کول . ٦ -خير یې غوښتل . ٧ – ورسره د کړيو ژمنو ترسره کول .٨ – د ناروعۍ پر مهال یې پوښتنه . ٩ – په جنازه کې یې ګډون . ١٠- د بلنې او ډالۍ منل یې .١١- ډالۍ ورکول.
١٢ -ورنه مننه کول .١٣ – ورسره مرسته کول . ١٤ – د ناموس ساتل یې . ١٥ – اړتیا یې پوره کول . ١٦ – د ستونزو هواري ته یې زیار ګالل . ١٧ – ورته لارښوونه کول .١٨ – د پرنجي پر مهال ورته تهنیت ووايي .١٩ – د سلام ځواب یې .٢٠ -د خبرې درناوی یې .٢١ -که ډالۍ ورکوي؛نوښه يې ورکړي .٢٢ – قسم يې ومني .٢٣ – دوست يې دوست او دښمن يې دښمن وي . ٢٤ -په سخته کې يې ځان ته پرېنږدي .٢٥ څه چې ځان ته غوره ګڼي هغه ته دې هم وګڼي او….. (بحارالانوار٧٤ /٢٣٦)
پېغمبراکرم د( انما المؤمنون اخوه )آيت تر ويلو وروسته وويل :(( د مسلمانانو وينه سره برابر ده،که يوه ته چا پنا راوړه ؛نوهغه نورهم بايد پر تړون ژمن وي او ټول بايد ګډ دښمن ته يومټ شي . ( تفسيرنمونه )
د انفال دسورت په ٦ ٠م آيت کې راغلي : (( وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ وَمِن رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَتَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لاَتُظْلَمُونَ =(( او څه مو چې له وسې پوره وي،د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ او (همداراز د جګړې ډګرته) تكړه اسونه(چمتوكړئ) چې پرې د خداى، خپل او هغه دښمنا ن ووېروئ، چې نه يې پېژنئ؛ خو خداى يې پېژني او د خداى په لار(او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې چې هر څه ولګوئ؛نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي.))
دا آيت د پېغمبر اکرم پر سيرت رڼا اچوي؛نوهمداچې پېغمبراکرم خبر شو،چې په يمن کې يوه نوې وسله جوړه شوې ده؛نو اخستو ته يې يو تن ولېږه يا داچې د امت د چمتوالي لپاره به يې د اس سپرېدو او غشي ايشتولو سيالۍ ايښوولې او ورته به يې انعامونه ټاکل .
مسلمانان بايد له هر اړخ ځان چمتو وساتي او له ځانه د دفاع او د دښمن وېرولو ته بايد بسیا بودجه او امکانات ولري،چې مسلمانان بايد د پوځي چمتوالي په چاروکې برخه اخستې وي .
او د ځان لپاره بايد پرمختللي امکانات ولري او دښمن په زړه کې د وېرې لپاره بايد له ټولو سياسي،پوځي ،تبليغاتي او سمبالولو له چارو کار واخستل شي . په حديث کې راغلي : د مخ او سر ويښتانو ته رنګ ورکړئ ،چې دښمن ونه وايي،چې د اسلام لښکر او سرتېري زاړه دي .
هو ګرانو! په هرځاى کې خبرې او مذاکرې ګټورې نه وي،پر دښمن برلاسۍ ته ان ښځې هم بايد پر پوځي چارو ځان پوه کړي،مسلمانان يوازې بايد په دې فکر کې نه وي،چې له ځانه د دفاع لپاره ځان چمتوکړي؛بلکې ځان باید دومره سمبال کړي،چې دښمن ان د بريد جرات هم ونه کړي .
یووالی او يو موټى کېدل هم يو ډول ځواک دى،چې بايد ﻻس ته راوړل شي.(وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ)؛ځکه که تفرقه وي؛نو نه به مسلمانان ځواک لري او نه به دښمن ووېرېږي .
اسلام خو وايي،چې ټول مسلمانان سرتېري دي او د خلکوچمتوالى يو اړين چار دى .
د دښمن وېرولو ته هم ځواک په کار دى(من قوة) او هم امکانات (من رباط الخيل) او تل بايد پردې پوه شو،چې ټول دښمنان مو پر ګوته شوي او پېژندل شوي نه دي او ځينې هم تر ايرو ﻻندې د سکروټو په څېر د مناسب فرصت په تمه دي؛لکه څنګه چې خداى وايي (لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ)؛ نو يوازې د پېژندل شويو دښمنانو لپاره چمتووالى په کار نه دى؛بلکې د ناپېژندل شويو دښمنانو او راتلونکي لپاره هم چمتوکېدل په کار دي .
د جنګ لګښت ،چې هرڅومره وي،وريې کړئ،چې بشپړ اجر به درکړ شي .( وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ) د جګړې له جبهې بايد هر ډول مالي،استخباراتي ،فرهنګي او تبليغي ملاتړ وشي؛لکه څنګه چې د(وماتنفقوا من شي) آيت مطلق دى او هر څه رانغاړي؛نو ويلو ته يې اړتيا نشته؛خو دا ټول کارونه بايد د خداى په لار کې د خداى رضا ته وي، نه د ځان ښوونې او د د دولت د دباو له کبله د ټولنيزو ملاحظاتو په پار .
دانفال د سورت د ٦٠ آيت په پاى کې راغلي دي :( يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لاَتُظْلَمُونَ =نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي)؛ځکه د قدرت عزت او استدلال تر سيوري لاندې به ستاسې اقتصادی وضع ښه او پياوړې شي .
پېغمبر اکرم او سرتېري
داچې له دښمن سره مبارزه يو ستونزمن چار دى؛نو د خلکو ايمان ،صبر او پوهې او د مشر تبليغ او هڅونې ته اړتيا ده .
د پېغمبر اکرم په وخت کې د مسلمانانو د بري راز د ايمان په روحيې ، صبر، پوهې او د پېغمبر اکرم په هڅونې کې و که نه په يوه جګړه کې هم د مسلمانانو او دښمنانو شمېر يوله بل سره برابر نه و.
د بدر په جګړه کې ١٣٠٠٠ تنه د١٠٠٠ تنو پر وړاندې وو ،د احد په جګړه ګې ٧٠٠ تنه د ٣٠٠٠ تنو پر وړاندې ول ،د خندق په جګړه ٣٠٠٠ تنه د١۰٠٠٠ تنوپر وړاندې وو او د موته په جګړه کې ١٠٠٠٠ تنه د١٠٠٠٠٠ تنوپر وړاندې وو .
پېغمبراکرم د خداى په امر ويلي وو :(يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ) مؤمنان جهاد ته وهڅوه خداى ورسره ژمنه کړې وه،چې ٢٠ صبر لرونکي مؤمنان به پر٢٠٠ او سل به پر زرو برلاسي شي،خداى د داسې ژمنو په ورکولو له مسلمانانوسره مرسته وکړه ؛البته د انفال د سورت په ۶۵ آيت کې،چې د بري ژمنه شوې ده،درې ټکي راغلي،چې د درې شرطونوامر پکې دى .
((يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِن يَكُن مِنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِاْئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِنكُمْ مِاْئَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفاً مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَيَفْقَهُونَ (انفال/۶۵) = نبي! مؤمنان (له دښمن سره) جګړې ته راوهڅوه،كه له تاسې شل تنه صابران وي؛نو پر دوو سوو به برلاسي شي او كه سل تنه وي؛نو پر زرو كافرانو به برلاسي شي؛ځكه هغوى په ژوره توګه نه پوهېږي . ))
د”الْمُؤْمِنِينَ ” او “صَابِرُونَ” ټکي د مسلمانانوپه هکله او د”لاَيَفْقَهُونَ” ټکى د کفاروپه هکله راغلى دى ،چې لازمه يې د مسلمانانوفقيه توب؛يعنې د مسلمانانو ژوره پوهه درلودل ول؛نو مسلمانان به هله برلاسي شي،چې “ايمان”، ” صبر” او “ژوره پوهه” ولري .
پټه دې پاتې نشي،چې د انفال د سورت په ٦٦ آيت کې راغلي دي : ((الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفاً فَإِن يَكُن مِنكُم مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَينِ وَإِن يَكُن مِنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ(انفال/۶۶) = (( اوس خداى ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ (او پوه شو،چې په تاسې كې بېوسي ده)؛ نو ځكه كه له تاسې سل تنه صابران وي؛نو پردوو سوو به بريالي شئ او كه يو زرتنه وي؛نو پر دوو زرو به د خداى په حكم، پرې برلاسي شئ او خداى له صابرانو سره دى .))
هو! په مديريت کې کله د مخاطب د روحيې په پامنيوي په قانون کې بدلون راوړلای شي او په قانون کې دا بدلون د ايمان د ډېروالي او کم والي له امله دى او د خداى په لاس کې دى . (خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ)
دښمن ته امان ورکول
پر اتم هجري کال پيغمبراکرم مکه سوبه کړه او بوتان يې دړې وړې کړل، د مکې تر سوبې وروسته يې د اسلام ستر دښمنان او ان هغه ښځې،چې په خوړو کې يې پېغمبر اکرم ته زهر اچولي وو، وبښلې ،د کفارو يو مشر، چې “صفوان” نومېده او د بني اميه له ټبر و؛نو”جدې” ته(چې له مکې لرې وه) وتښتېد،ځينې د خداى رسول ته راغلل اوهغه ته يې امان وغوښت،چې د خداى رسول هم د خپلې پګړۍ په ورلېږلو امان ورکړ، چې کړاى شي مکې ته راننوځي . صفوان له جدې راستون شو، پېغمبر اکرم ته راغى، ويې ويل : دوه مياشتې مهلت راکړئ،چې فکر وکړم، پېغمبر اکرم څلورمياشتې مهلت ورکړ.
“صفوان” به په ځينوځايونوکې د خداى له رسول سره و،چې د پېغمبر اکرم اخلاقو جذب کړ او پخپله خوښه يې اسلام راوړ. د توبې د سورت په شپږم آيت کې د امان اوفيا اخستوپه هکله خبره راغلې،چې په اسلامي فقه کې هم د جهاد د ویینې او په جنګ کې د امان ورکولو په هکله هم ویینې راغلې دي ،چې راخستل يې دلته اړين نه بولم .
پېغمبر اکرم (ص) او سوله
خداى پېغمبر اکرم ته دنده ورکړې وه،چې که دښمن سولې ته لېوالتيا وښووه؛نو ورسره سوله وکړه .
((وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ الْسَّمِيعُ الْعَلِيمُ (انفال/۶۱) = او كه كفار سولې (او روغې) ته لېوالتيا وښيي؛ نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر خداى توكل وكړه! (ځکه) چې په حقيقت يوازې هغه اورېدونكى (او) ښه پوه دى .))
اسلام جګړه نه غواړي او له خپل ځواکه ناوړه ګټنه نه کوي او د سولې وړانديز ته په خوشحالۍ هر کلی کوي؛خو مسلمانان بايد د ځواک په داسې پړاو کې وي،چې ورته د سولې وړانديز منل يا نه منل د اسلامي مشر واک دى؛نه د خلکو ((فَاجْنَحْ ) او و يې نه وويل : (فَاجْنَحْو) او دا هم کېداى شي،چې د سولې په دې وړانديز کې صداقت نه وي؛نو پر خداى توکل په کار دى .)( وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ) لکه څنګه چې حضرت علي ،مالک اشتر ته وايي : ((د دښمن له لوري د سولې وړانديز مه ردوه ؛خو تر سولې وروسته دې دښمن ته په پام وسه ؛ځکه کله د دښمن رانږدېدل د غافلولو لپاره وي . ))
د پېغمبر اکرم مديريت
خداى،پېغمبر اکرم ته دنده ورکړې وه،چې امانت يې خاوندانو ته وسپاره او په خلکو کې د عدالت پر بنسټ حکم وکړه.
((اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعاً بَصِيراً ( نساء/ ٥٨ ) = ((خداى درته امر كوي،چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ او چې كله د خلكو ترمنځ منځګړتوب كوئ؛ نو په عدالت يې وكړئ، خداى درته ښه نصيحتوته كوي،بېشكه خداى اورېدونکى (او) ليدونکى دى . ))
په پینځم ليک کې د حضرت على (ک) د وينا له مخې : حکومتي دندې الهي امانتونه دي،چې انسانانوته ورکول کېږي او د پېغمبر اکرم کړنلار هم دا وه،چې هره دنده اهل او وړ ته یې سپارله؛نو چې د خداى له لارې نه به وته،وحې راغله،چې دا ګومارل شوى د دې کار وړ نه دى؛هغه دنده به يې ترې بېرته اخسته؛لکه د مکې خلکو ته د برائت د سورت د لوستو دنده،چې لومړى پېغمبراکرم حضرت ابوبکر ته ورکړه؛خو حضرت جبرائيل راغى او پېغمبر اکرم ته يې وويل : ((دا دنده يا ته او يا چې له تا وي بايد ترسره کړي ))،چې بيا پېغمبر اکرم دا دنده له حضرت ابوبکر څخه واخسته او حضرت علي ته يې ورکړه. ( مسند احمد٣/٢١٢ او٢٨٣ مخونه ؛ المنار تفسير ،ابن کثير او الغدير٦/٣٣٨) .
که د اسلامى نظام په مديريت کې کومه دنده نا اهل ته وسپارل شي؛ نوخلکو ته ترې لاروي نه ده په کار.
او روايتونه وايي : وړ انسانانو ته دندې سپارل او خاوند ته يې د امانت بېرته ورکول رښتنې اسلام دى او وويل شوي،چې د خلکو اوږدو رکوع ګانو،سجدو او د شپو ژړا ګانو ته مه ګورئ؛بلکې ووينئ،چې په امانت کې د صداقت او خيانت په هکله څرنګه دى !
نن ځينې يوازې مخينې او کارپوهې ته مديريت وايي او برى په امکاناتو او وسې درلودو او د ګواښ او تطميع له لارې د خلکوپه تابع کولو کې ښيي؛خو د پېغمبر اکرم د مديريت بنسټ پر اخلاقو او نرمۍ ولاړ و او له غوړه مالۍ ،توند خوى ،تکلف او امتياز غوښتنې لرې و.
سره له دې،چې پېغمبر اکرم به له مريانو سره يوه د سترخوان ته کېناسته،څاروي يې لوشل،له مسکينانو او بېوزليو سره يې ناسته پاسته وه،پر بې کتې خره به سپرېدو؛خو چې پر خبرو به شو؛نو دومره جذب او عظمت يې درلود،چې چا به ان خپلو سترګو ته رپ هم نه ورکاوه، چې دا ډول عزت او مړانه ورکول الهي وي،چې په تقوا لاس ته راوړل کېږي او د نن له واکمنو سره توپیر لري،چې لوکس دفتر،موټر او ډول ډول ساتندويان لري .
قرآن وایي : (( إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمنُ وُدّاً (مریم/۹۶) = ((بېشكه هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړې دي،ژر به رحمان (خداى) ورته (د خلکوپه زړونوكې) مينه واچوي .))
پېغمبر اکرم وايي : ((څوک چې له خدایه ووېرېد؛نو خداى به ترې هر څه ووېروي او څوک چې له خدایه ونه وېرېد؛نو خداى به يې له هرڅه نه ووېروي . ( امالي شيخ طوسي ١/١٣٩)
په اسلامي مديريت یا سنبالنه کې،عزت د الهي قانونو په پلي کولو کې او ذلت له الهي قانونو په سرغړونه کې دى . (بحاررانوار ٧٨/ ١٩٢) .
حضرت علي (ک) وايي : ((څوک چې ځان د نورو مشر ګڼي؛نو تر خلکو مخکې دې ځان پوه کړي او تر خبرې مخکې دې پرعمل خلکو ته سمه لار وښيي )). ( نهج البلاغه /٧٣حکمت )
خداى د پېغمبر اکرم د نرم خوى په باب وايي : (( فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران /١٥٩) = ((خلكوته دالهي رحمت ( په بركت)؛نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خوىه او سخت زړى وې؛ نوخلك درځنې خپرېدل؛ نو له هغوى تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ورسره مشوره وكړه؛خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي دخداى خو ښېږي . ))
((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء/ ١٠٧) = او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې . ))
((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ (توبه / ١٢٨) =(( په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى،چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) ستاسې پر لارښوونې ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى .))
د پېغمبر اکرم دومره پر خلکو زړه سوځېده،چې د ځينو د نه ايمان راوړو په پار يې ان غوښتل خپل ژوند له لاسه ورکړي .
((لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ(شعراء/۳)= ښايي ته له دې امله،چې (مشركان) ايمان نه راوړي، خپل ځان (له ډېره غمه) بايلې . ))
((فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى آثَارِهِم إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهذَا الْحَدِيثِ أَسَفاً(کهف/۶) = او که په دې خبره ( = قرآن) ايمان را نه وړي؛ نو ښايي ته د هغوى د كړنو له امله ځان له غمه مړ کړې.))
پېغمبراکرم وايي:(( پرځمکه والو ولورېږﺉ،چې اسمان وال درباندې ولورېږي .)) (مستدرک الوساېل ٩/٥٥)
د مکې د سوبې پر مهال پېغمبر اکرم خپل ټول مخالفين وبښل او و يې ویل : ((زه هم نن د خپل ورور يوسف په څېر وايم ،چې ګرم نه ياست.))
د مشرۍ او مديريت لومړۍ اړتيا د سينې پراختيا ده،چې خداى خپل پېغمبر ته ورکړې وه (أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ) که د انسان سينه پراخه نه وي؛ نو ترورېږي او خپل دين نشي ساتلى اوهغوى چې پر ځان واکمن نه وي ؛نو پر نورو نشي واکمنېداى ان هغه فقهاء،چې د ځان ساتنې وس نه لري او پر خپل نفس نشي برلاسېداى؛نو د مرجعيت حق نه لري . (بحارالانوار ٢/ ٨٨ ) .
له بنديانو سره د پېغمبر اکرم (ص) چلن
د تاريخ په اوږدو کې خلک په جګړو کې بنديانېدل؛نو هغه لارې او طرېقې چې دغسې کسانو لپاره دي، يو څه رڼا پرې اچوو:
١_ که دا بنديان ټول يو ځل خوشې کړو؛نو دا به ددې لامل شي،چې مخالف اورپکي بېرته وسله په لاس شي او پر مسلمانانو يرغل وکړي .
٢_ ټول ووژنو،چې دا خبره له رحمت او د وړتیاوو له ګټنې سره یې سمون نه خوري .
٣_ بیل بیل بنديان کړای شي،چې دا کار د بنديانو ودې او بدلون ته ګټور نه دی او د دولت پر اوږو يو دروند پېټی هم دى .
٤_دا بنديان پر برياليو مسلمانانو وايشل شي،چې له يوه اړخ د لګښت پېټی یې پر مسلمانانو وايشل شي او پر دولت نه وي او بلخوا په تدريج د مسلمانانو خوى،وينا او ګروهې پکې خپرې شي او د اسلامي سپارښتنو په رڼا کې ورسره په مينه اوعدالت چلن وشي، تر دې چې ان پر درناوي يې نوم واخستل شي او په تدريج آزادي ورکړه شي،چې له استعدادونو او وړتیاوو یې ګټنه وشي او اسلامي ټولنې ته د خیر او برکت لامل شي او د لزوم پر مهال په پيسو وپلورل شي؛خو دا پلورل د جګړې تر تثبيته وروسته دي او هېڅ پېغمبر حق نه لري پر سيمه له بشپړې برلاسۍ پرته بنديان ونيسي .
ځکه که سرتېري د بندي نيولو او د هغوى د پلورلو په فکر کې شي؛نو ټول ماغزه به يې پرغنيمت راټولو بوخت وي،چې تر اوسه به لا اسلامي ځواکونو سيمه نه وي نيولي،چې ددنيا پالنې روحيه به پرې واکمنه شي،چې همدا کار به یې د ماتې لامل شي .
د انفال په سورت کې راغلي : (( مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَى ان يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ = له هېڅ پېغمبر سره دا نه ښايي،چې (له دښمنانو د سر د بيې د اخستو لپاره) بنديان ونيسي،چې ( دكفارو د ډېرې وژنې له امله) پر ځمكه غښتلى شي، تاسې دنيوي ګټه غواړئ او خداى (وروستۍ موخه او د) اخرت (پاينې چارې) غواړي او خداى ناماتى حكيم دى .( انفال/۶۷)
پېغمبر اکرم ،چې د برائت د سورت اعلانولو ته له حضرت علي سره يوه ډله ولېږله ؛نو ورته يې وویل :څوک حق نه لري ځان تسليم کړي، بې له دې،چې سخت ټپي شوى وي . ( کافي ٥/ ٣٤) .
حضرت علي : که څوک بې له سخت ټپي کېدو تسليم شو؛نوله بيت الماله به يې فديه ور نه کړه شي؛نو بيا يې د کورنۍ خوښه،چې ازادوي يې که نه . (کافي ٥/٣٤) .
له بنديانو سره د پېغمبر اکرم چلن
خداى پېغمبر اکرم ته دنده ورکړې وه،چې په خپله نېغ په نېغ له بنديانو سره خبرې وکړه، لارښوونه ورته وکړه اوهيلمن يې کړه .
((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِمَن فِي أَيْدِيكُم مِنَ الْأَسْرَى إِن يَعْلَمِ اللّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرَاً يُؤْتِكُمْ خَيْراً مِمَّا أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِر لَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ( انفال/۷۰) =پېغمبره!هغو بنديانو ته چې ستاسې په لاس كې دي،ووايه :((كه خداى پوه شي،چې ستاسې په زړونوكې څه خير شته (او پاك نيتونه ولرئ؛نو) څه چې له تاسې اخستل شوي،تر هغه به غوره دركړي او تاسې به وبښي او خداى ډېر بښونكى او لورين دى .))
د اسلام دا ډول کړنلار د کفارو جنګياليو بنديانو ته شخصيت ورکول دي .
هو! ګورئ،چې اسلام څومره ښکلى دين دى،چې ان د پېغمبر اکرم پرخلاف جګړې هم د بېرته راستنېدو او الهي مغفرت د لاس ته راوړو مخنيوى نه کوي ،بنديانو ته وايي : (يَغْفِر لَكُمْ).
اسلام ته ګورئ،چې د مخالف جنګيالي بندي ته د خېر،رحمت او مغفرت خبرې کوي .
اسلام ته ګورئ،چې بايد د پېغمبر اکرم لور يې د روژه ماتي پر مهال خپل روژه ماتى مسکين ته ورکوي .
((وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِيناً وَيَتِيماً وَأَسِيراً= (انسان /٨)او (خپل) خواړه سره له دې،چې خوښېږي يې (او ورته اړتيا لري)، د خداى په پار “مسكين” او “يتيم” او “بندي” ته وركوي .))
اسلام څومره ښه دين دى،حضرت علي چې د سجدې پر حال د جومات په محراب کې په حرامه مياشت کې دعبادت په حال کې پر زهرجنه توره ووهل شو؛نو د هغه په باب يې وويل : دا وژونکى بندي کړئ،خواړه ورکړئ،اوبه ورکړئ او په بند کې ورسره ښه چلن وکړئ . (ميزان الحکمه) .
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- بندیان او پېغمبر
- په قرآن کې د پېغمبراکرم انځور
- پېغمبر اکرم (ص) او سوله
- پېغمبر اکرم او سرتېري
- د پېغمبر اکرم (ص) عبادت
- د پېغمبر اکرم د کمالونو سرليک
- د پېغمبر اکرم عملي سيره
- د رسول اکرم په خوى کې سادګي
- د رسول الله (ص) ځانګړنې اجرالدین اقبال
- د ورورولۍ حقونه
- دښمن ته امان ورکول
- سیرت النبي پښتو
- له بنديانو سره د پېغمبر اکرم (ص) چلن
- نبوي سیرت