تبلیغات

    د سورة الاعراف د منتخبو آیتونو شرح د اعراف سورت ټوليزه منځپانګه : په پيل کې يې د مبدا او معاد موضوعاتو ته لنډه او ټينګه اشاره کړې. بيا يې د انسان د وګړې بيا ژواکۍ ته، په پوره اهميت یې د آدم د پنځون کيسه راسپړلې او ورپسې يې هغه تړونونه شمېرلي،چې […]

 

 

د سورة الاعراف د منتخبو آیتونو شرح

د اعراف سورت ټوليزه منځپانګه :

په پيل کې يې د مبدا او معاد موضوعاتو ته لنډه او ټينګه اشاره کړې. بيا يې د انسان د وګړې بيا ژواکۍ ته، په پوره اهميت یې د آدم د پنځون کيسه راسپړلې او ورپسې يې هغه تړونونه شمېرلي،چې د ښيون او سمونې په لار کې خداى له بنيادمو اخستي دي. بيا يې د توحيد،عدالت او پرهېزګارۍ له بهيره د اوړېدلو قومونو اوهم د رښتینو مؤمنانو د بريا د ښوونې لپاره د حضرت نوح،حضرت لوط او حضرت شعيب عليهم السلام پېغمبرانو په څېر د تېرو اقوامو حالات بيان کړي او د بني اسراييلو اوږده کيسه او له فرعون سره يې د حضرت موسى (ع) د مبارزې ياد ورغوټه کړى دى. د سورت په پاى کې بيا د مبدا او معاد موضوعاتو ته ورستون شوى دى [1].

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

كِتَابٌ أُنْزِلَ إِلَيْكَ فَلَا يَكُنْ فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِنْهُ لِتُنْذِرَ بِهِ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾ = دا يو كتاب دى، چې درلېږل شوى دى؛ نو نه ښايي [له تبلیغه] یې زړه تنګی شې، چې په دې (خلك د خپلو ناوړو ګروهو او ناسمو كړنو له پايلو) خبردار کړې او مؤمنانو ته یوه يادونه ده .

٢-پېغمبر اکرم(ص) ته ډاډېينه: د آيت دا برخه ((كِتَابٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلاَ يَكُن فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ )) پېغمبر(ص) ته ډاډېينه ورکوي،داچې آيتونه د خداى له لوري دي؛نو نه ښايي  هېڅ ډول کښانده او سودا وکړي؛نه له دې اړخ ،چې پر اوږو يې د رسالت دروند پېټى اخستى او نه د ځېلي او سرسختو دښمنانو د غبرګون له لوري او نه د هغې پايلې له اړخ،چې ددې رسالت له تبليغ ځنې راوځي. دې ته په پامنيوي ،چې يو مکي سورت دى؛نو کومې ستونزې،چې پېغمبر اکرم ته پرتې وې ، پوره پوهېدوني دي.که څه موږ نن په سختۍ د مکې په چاپېريال او د اسلام په پيلامه کې د پېغمبراکرم او يارانو د ژوند ټول جزيات انځور کړو ( ؛خو) ددې حقيقت په پامنيوي ،چې پېغمبراکرم(ص) بايد په لنډه موده کې، په ټولو اړخونو کې په هغه فوق العاده روسته پاتې چاپېريال کې يو انقلابي ټوپ رادبره کاوه ؛نو په لنډو يې په مخ کې دپرتوستونز و پر اړخونو پوهېداى شو؛ نوځکه پرځاى ده ، چې خداى ډاډېينه ورکړي، چې تشويش و نه لري او د خپل چار پايلې ته پوره هيلمن وسي[2].

وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۸﴾ = او پر هغه ورځ (د کړنو او د کړنو د ارزونې) تلل كټ مټ رښتيا دي، د چا چې (د کړنو) تلې درنې شوې؛ نو هماغوى بريالي دي.

٨- په قيامت کې د کړنو سنجونه: په قيامت کې د سنجونې او د کړنسنجونې د وزلې په پاب ډېرې خبرې شوي دي ؛ خو پام مو وي،چې نه ښايي همېشه د کليمو د پوهېدو لپاره د خپلې زمانې په عيني بېلګو پسې ولاړ شو؛ بلکې بايد مفاهيم د پايلو له اړخ وڅېړو. توضيح دا په تېرو کې به د څراغ نامه اخستل کېده؛ نو سملاسي به په ذهن کې ډيوه انځورېده حال دا نن د چراغ په هکله بل ډول پوهېدنه لرو؛د ډېوې په څېر نه دى ،چې په يو لوښي کې تيل يا غوړي واچول شي او فلته پکې کېښوول شي او د هوا د تنظيم لپاره يې پر مخ پوکڼۍ جوړې کړي ؛خو د ننني او پروني چراغ موخه اوپايله يوه ده؛ يعنې يوه وزله ده،چې تياره له منځه وړي .ميزان (تله) هم همدغسې دى . مثلاً په همدې نړۍ کې وينو، چې د وخت په تېرېدو، تلې څومره بدلې شوي او ان د ميزان اصطلاح نورو وسايلو؛ لکه ترماميتر او ميزان الحرارې (دماسنج) ته هم کارول کېږي؛نو دا څرګنده ده،چې په قيامت کې د انسان کړنې په ځانګړې وزلې سنجول کېږي او نه په دنيوي تلو . او دا وزلې به پېغمبران، امامان او صالح وګړي وي .دا مطلب له اهل بيتو عليهم السلام څخه په رارسېدلیو رواياتو کې ښه ليدل کېږي .له امام صادق (رح) نه روايت شوى دى:(( په قيامت کې د سنجش تلې، پېغمبران او وصيان يې دي )) په بل روايت کې لولو:((اميرالمؤمنین او د ځوځات امامان يې د سنجش تلې دي )) په واقع کې د نړۍ بېلګه نارينه او ښځې، د انسانانو د کړنسنجونې تلې دي او چې څوک څومره ورته والى ورسره لري،درانه اوارزښتمن دي او چې څوک ترې پردي وي،کم وزنه یاه بې وزنه دي[3].

قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ ﴿۱۲﴾ = خداى (ابليس) ته وويل : ((چې د سجدې امر مې درته وکړ؛نو څه منع كړې، چې سجده دې ونه کړه؟!)) ويې ويل: ((زه ترې غوره يم، زه دې له اوره پيدا كړي يم او دی دې له خټې! ))

١٢— د ابليس غاورتوب: له دې آيته ګټنه کېږي، چې ته وا ابليس ګڼله، چې اور پر خاورې غوره دى او دا يې يوه ستره تېروتنه وه. داهم ښايي، چې اشتباه يې نه کوله او اګاهانه يې دروغ ويل؛ ځکه پوهېږ و، چې خاوره، د ډول ډول برکاتو،ټولو حياتي توکیو سرچينه او د ژوندي موجوداتو ژوندغځېدانې ته خورا مهمه وزله ده؛حال دا اور داسې نه دى. پردې سربېره، د آدم امتياز په دې کې نه و، چې له خاورې دى؛ بلکې آريز امتياز يې د انسانيت روح، د خلافت مقام او د پالونکي استازولي وه؛نوځکه که د فرض له مخې، د شيطان ړومبۍ ماده له خاورو غوره وي؛نو دليلېداى نشي،چې د آدم د پيدايښت (چې خداى روح او عظمت ورکړى او د پالونکي د استازيتوب مقام يې پر برخه دى)پر وړاندې سجده او خضوع و نه کړي. په ظاهره شيطان پردې ټولو مطالبو پوهېده؛ خو يوازې ښاڅمني – تکبر او ځانمني يې مخه ونيوه او دا ټولې هسې پلمې وې[4].

 قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَنْ تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ ﴿۱۳﴾ = (خداى) وويل :(( له دې (مقام او مرتبې دې) كوز شه. حق نه لرې، چې دلته لويي وكړې؛ نو ووځه چې له سپکو ځنې يې .))

١٣—د ابليس د تکبر له پايلو عبرت اخستل: له دې آيته ښه څرګندېږي، چې د شيطان ټولې بدمرغۍ له تکبره يې راولاړې شوې وې. حضرت علي (ک)د کبر او غاورتوب په غندنه کې ويلي : (( له ابليس سره د خداى له کړې معاملې عبرت واخلئ . د هغه ټول ښه کړه وړه او هڅې يې بې ثمره او توىې کړې. ابليس شپږ زره کاله د خداى بندګي وکړه؛ خو يو ساعت يې تکبر وکړ. تر ابليس روسته څوک شونى دى، چې د پالونکي پر وړاندې له دې ډول سرغړونو بچ شي؟

سبحان الله، خداى د هغه کړنې له لامله انسان جنت ته نه بوځي ،چې په پار يې، يوه پرښته ترې راشړلې وه [5].))

ثُمَّ لَآتِيَنَّهُمْ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَنْ شَمَائِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ ﴿۱۷﴾ = بيا به یې هرومرو مخې ته هم ورځم او له څټه، ښي خوا او کیڼې خوا یې هم او ډېرى به یې منندوی و نه مومې.

١٧-شيطان له څلورو خواوو په کمين کې دى:دا آيت د شيطان له خولې وايي، چې څرنګه انسانانو ته په څارځي کې ناست دى او له څلورو لوريو ورځي او وسوسه کوي يې؛ البته څرګنده ده، چې دا څلورګوني لوري،مادي نه؛ بلکې مانیز لوري دي ؛ لکه چې ((صراط مستقيم )) هم مادي لار نه ده. له قرآنه ګټنه کېږي،چې له مخې يې مطلب، هغه خوندورې يا ترخې پېښې دي،چې په ګانده کې به انسان ته ورپېښې شي،دا ډول پېښې د انسان څارځى کېداى شي. هغه هيلې ،چې انسان يې ګناهګار  کړى نه وي او هغه موهومي ډارونه،چې انسان يې له خير او نېکمرغۍ اړولى نه وي ؛لکه له نېستۍ ډار،چې انسان له نفقې ورکولو منع کوي او د خلکو له ټپسورۍ ډار، چې انسان د خير او ثواب له چاره منع کوي.

له شانه مطلب، د انسان اولاده او ځوځات دى ؛ځکه انسان انګېري،چې پايښت يې د هغوى په پايښت پورې تړاو لري او د ځان ښادي او خپګان يې د اولادې په ښادۍ او خپګان پورې اړه لري ؛نو ځکه په حلالو او حرامو ورته شتمني راټولوي او ځان د اولادونو د دنیوي ژوند په پار دوزځي کوي. له ښي لوري مطلب،د انسان مثبت اړخ؛ يعنې دينوالي ده .شونې ده شيطان له دې لارې راننووځي او انسان ته په ځينو ديني چارو کې مبالغه او افراط وپسولي او د داسې چارو کولو ته يې اړباسي، چې خداى فرض کړي نه دي او له دې لارې يې دوزخي کوي .له کيڼ لوري مطلب،بې دېني ده . شونې ده شيطان د شهوت او غوسې له لارې راننووځي او انسان شهوتپالنې او د ګناهونو کولو ته اړباسي او له دې لارې يې جهنمي کړي. تردې آيت لاندې له امام باقر (رح)څخه په راغلي روايت کې، پورته وينا تصديق شوې:(( له مخې ورځم))؛ يعنې آخرت يې په پام کې بې ارزښته کوو او((له شاځنې))؛ يعنې د شتمنۍ د راټولولو او د فرضي حقوقو د نه ورکړې حکم ورته کوم،چې وارثينو ته يې پاتې شي او((له ښي خوا))؛يعنې دين يې په دې ويجاړوم،چې بې لارېتوب ورپسولم او شبهې ورته ښکلې انځوروم او ((کيڼ لورى))؛ يعنې دنيوي خوندونه به يې ښه راځي اوپر زړونو يې شهوات لاسبروم [6].))

قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۲۳﴾ = دواړو وويل : (( پالونكيه ! موږ پر ځانونو ظلم وكړ او كه موږ و نه بښې او راباندې ونه لورېږې؛ نو بېشکه له تاوانیانو به يو.))

۲۳- د حضرت آدم (ع) پاکلمنتوب: ددې آيتونو له مخې،آدم(ع) د خداى امر و نه مانه او ممنوع ونې ته ورنژدې شو او ترې يې وخوړه. بلخوا پوهېږو،چې هغه يو الهي پېغمبر و او پېغمبران پاکلمني دي او بيخي ګناه نه کوي؛نو ايا آدم(ع) ګناه وکړه که نه ؟مفسرانو ددې پوښتنې په ځواب کې ويلي،چې ګناه دوه ډوله ده: مطلق ګناه او نسبي ګناه. مطلق ګناه، د خداى له پرېکوني امر سره مخالفت دى او د فرضو هر ډول پرېښوول او د حرامو کول رانغاړي؛خو نسبي ګناه ( ترک اولى) داده،چې يو ستر شخصيت يو ناحرام چار وکړي،چې له مقام سره يې نه ښايي. شونې ده، چې کله يو مباح ان مستحب چار د سترو وګړيو له مقام سره نه ښايي؛ نو په دې حال کې،ددې کړنې کول، نسبي ګناه شمېرل کېږي .د بېلګې په توګه،که يو مؤمن او شتمن د نېستۍ له منګولو د ژغورنې لپاره،نشتمن ته، ډېر لږ خيرات ورکړي؛نو ګناه يې کړې نه ده او ان مستحب چاريې کړى؛خو ته وا ګناه يې کړې ده.يا که د خداى کوم ولي بې توجه لمونځ وکړي؛نو ټپسورېږي ؛خو  شونې ده،چې همدا نمونځ عادي انسانانوته ښه او مناسب وي .له ممنوع ونې د آدم نهې تحريمي نهې نه وه؛بلکې له يوې ((ترک اولى )) نهې وه ؛خو د آدم (ع) موقعيت ته په پامنيوي ، با اهميته انګېرل کېده او له دې نهې سره مخالفت د خداى له لوري د هاغسې سزا لامل شو. دا احتمال يې هم ورکړى ،چې له ممنوع ونې د آدم نهې پخپله د آدم د ارامۍ په پار و، که نه ورنژدېدل،څه ګناه نه شمېرل کېده او له آره خو پر هغه مهال هډو څه مکلفيت نه و،چې سزا او ثواب مطرح شي،کټ مټ؛ لکه له زيانمنو خوړو د طبيب نهې .شک نشته که ناروغ د طبيب له لارښوونې سره مخالفت وکړي؛نو له خپل ډاکتر سره يې مخالفت کړى نه دى؛بلکې د هغه لارښوونه يې ناليدې ګڼلې ده او ځان يې پر کړاو کړى دى. د آدم په داستان کې هم خداى ورته ويلي وو،چې له ممنوع ونې دخوړو پايله، له جنته وتل او پرکړاو او رنځ اخته کېدل دي؛ نوله ونې خوړل ،ګناه نه ؛بلکې د خداى سپارښتنې ته بې پامي وه، چې پايله يې د ځمکې پرمخ پرکړاواخته کېدل دي[7].

يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنْزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْآتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۲۶﴾ = د آدم اولادې! په رښتیا موږ جامې درولېږلې، چې هم ستاسې عورتونه پټوي او هم ستاسې ښكلا وزله ده؛ خو د پرهېزګارۍ جامې غوره دي . دا (ټول) د الله (د قدرت) له نښو ځنې دي، ښايي پند ترې واخلي .

٢٦-تقوى او ځان ساتنه؛غوره جامه ده :ظاهري جامې د انسان عورت پټوي او ورپسې وايي،چې تردې ظاهري جامو غوره؛ باطني جامې دي؛ هغه جامې،چې د انسان باطني بدي پټوي،هماغه بدي،چې له رابرسېرېدو يې ډارېږي،چې دا جامې؛ ځان ساتنه او تقوا ده،چې خداى يې امر کوي. ښکاره ده،کومه خواري او رسوايي ،چې د انسان د ظاهري او برسېرنو بديو راولاړېږي، د انسان د باطني بديو د رابرسېرېدو د خوارۍ هومره نه دي؛ځکه د باطني بديو رابرسېرېدل، له الهي غوسې او د خداى د اور له بلېدوسره مساوي دي ؛نو ځکه باطني جامې او تقوى د انسان تر ظاهري جامو غوره دي.تردې آيت لاندې له امام باقر(رح)څخه په يو روايت کې،((عفت)) د تقوى د جامو يو مصداق ښوول شوى دى:((عفت د تقوى جامې دي. د باعفته انسان عورت بيخي راښکارېږي نه ؛که څه جامې يې اغوستې نه وي ؛خو ګناهګار ، خپل عورت راښکاره کوي،که څه جامې يې اغوستې وي[8] ))؛يعنې متقي په  هېڅ شرايطو کې خپل عفت له لاسه نه ورکوي او عفاف يې له تن سره غوټه شوى دى؛ان که مناسبې جامې يې اغوستې نه وي .بې عفته او بې حيا انسان،په هرو شرايطو کې بې حيا دى؛ که څه رنګارنګ جامې يې اغوستې وي .

 يَا بَنِي آدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ يَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْآتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۲۷﴾ = د آدم اولادې ! شيطان مو و نه غولوي؛ لكه چې څنګه يې ستاسې [ړومبی] پلار و مور له جنته وشړل [او د بندګۍ] جامې يې ترې وايستې، چې عورتونه يې وروښيي، شيطان او ملګري يې تاسې له يوه داسې ځايه ويني، چې تاسې يې ليداى نشئ (؛خو پوه شئ) چې موږ شيطانان د نامؤمنانو پالندویان کړي دي .

٢٧-شيطان څارئ: خداى په دې آيت کې ټولوانسانانو ته وايي،چې يوازې د تقوا په جامو مو باطني بدي پټېږي؛هماغه جامې، چې په فطرت کې مو شته؛نو هسې نه شيطان مو وغولوي او دا جامې درنه وباسي؛لکه چې ستاسې د موروپلار جامې يې واېستې، چې خپلې بدۍ يې وروښيي .دلته راڅرګندېږي، څه چې شيطان له آدم او مېرمن سره يې وکړل، د انسانانو له ارواوو ځنې د جامو را ایستو يوه بېلګه ده. هو! هر څوک چې تر هغې غولېدلى نه وي،د نېکمرغۍ په جنت کې دى؛خو چې وغولېد، خداى يې ترې راباسي[9].

يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ ﴿۳۱﴾ = د آدم ځوځاته ! چې كله جومات ته ورځئ؛ نو خپله ښكلا درسره واخلئ او (له الهي نعمتونو) وخورئ او وڅښئ؛ خو (بې ځايه) لګښت مه کوئ، چې بې ځايه لګښتيان د خداى نه خوښېږي.

٣١-جومات ته په ښکلو جامو کې ورشئ: شونې ده د آيت سپارښتنه هم ظاهري ښکلا ته وي (؛ لکه د پاکو جامو اغوستل، د وېښتانو ګومنځول، د عطر کارول او…. ) او هم مانیزې ښکلا ته (؛يعنې انساني صفات، اخلاقي ملکات،پاک نيت او اخلاص.) په ځينو روايا توکې د اخترونو او د جمعې د ورځې نمونځونه د ښکلا څرګند مصداقونه ياد شوي دي. د امام حسن مجتبى (رض) په ژوند ليک کې لولو،چې نمانځه ته به پاڅېد؛نو ښې جامې يې اغوستې . په دې اړه وپوښتل شو؟ ويې ويل:((خداى ښکلى دى او ښکلا خوښوي  او زه ځان خپل پالونکي ته سينګاروم؛ځکه ويلي يې دي:(( چې جومات ته ځئ ؛نو له ځان سره خپله ښکلا واخلئ)) خو افسوس ،چې په يو شمېر مسلمانانو کې دود ده ،چې جومات ته په چټلو يا زړو يا د کور په ځانګړو جامو کې ورځي؛ خو دا آيت او په دې هکله راغلي روايات سپارښتنه کوي،چې جومات ته به په ښکلو جامو کې ورځئ[10].

 ٣١-اسراف او ډېرخوري منع ده :اسراف؛ يعنې په هر چار کې له بریده ورتېرېدل دي،که څه د ډېر لګښت په باب کارول کېږي. د آيت دا لنډه غونډله، يوه خورا مهمه روغتيايي سپارښتنه ده. د پوهانو څېړنې دې پايلې ته رسېدلي، چې ډېرخوري، د ډېرو ناروغيو سرچينه ده. روايت شوى،چې هارون الرشيد،يو مسيحي طبيب درلود ،چې په طب کې په ځيرکۍ مشهور و. يوه ورځ يې يواسلامي عالم ته وويل:په آسماني کتاب کې مو د طب په هکله څه نه موم؛حال دا ګټوره پوهه دوه ډوله ده: د دين علم او د بدن علم. په ځواب کې يې ورته وويل: خداى د خپل کتاب په نيم آيت کې ټولې طبي سپارښتنې راوړي،دي:(( وکلوا واشربواولاتسرفوا)) پېغمبر اکرم(ص) مو هم په دې سپارښتنه کې طب رالنډ کړى دى:(( معده د ګردو ناروغيو ځاله ده او امساک د ټولو درملوپه سر کې دى او چې بدن دې له کوم (سم)عادت سره روږدکړى،ترې يې مه سپموه)) مسيحي طبيب ،چې داخبره واورېده،ويې ويل: (( قرآن او پېغمبر مو جالينوس ( مشهورطبيب )ته څه طب ورپرېښى نه دی[11].))

٣١-په لګښت کې له اسرافه نهې :له امام صادق (رح) نه روايت شوى دی (( ايا انګېرئ،چې خداى چاته ( شتمني)ورکړې ده؛ نو دده به يې عزت کړى وي .ييا يې، چې له چا منع کړې او ورکړې يې نه ده؛نو يې خوار کړى دى؟ نه! داسې نه ده؛بلکې شتمني د خداى ده،چې يو چاته يې په امانت ورکړي او اجازه يې ورکړي، چې په منځلارۍ او بې اسرافه يې وخوري، وڅښي، واغوندي، واده وکړي، د سپرلې وزله ولري او تردې زيات دې مؤمنو فقيرانو ته ورکړي، چې تنګسه يې لرې شي؛ نو که څوک دغسې خوراک،څښاک،سپرېدل او واده کول کوي؛نو پرې حلال دي او که څوک ترې پښه اړوي (او اسراف کوي )؛ نو دا پرې حرام دي،اسراف مه کوئ،چې لګښتيان د خداى نه خوښېږي[12].))

إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَلَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ ﴿۴۰﴾ = په رښتینه كې هغوى چې زموږ آيتونه دروغ ګڼلي او (له منلو) يې سرغړولى دى، (هېڅكله د معنويت) د اسمان،ورونه نه ورپرانستل كېږي او جنت ته یې ورننووتل هومره ناشوني دي؛لكه د ستنې له ستومي د اوښ تېرېدل! دغسې ګناهګارانو ته سزا وركوو .

٤٠-د اسمان ورونه : له پېغمبر اکرم (ص) نه په يوروايت کې راغلي دي:هغه مهال،چې مؤمن بنده له نړۍ جلاکېږي او آخرت ته مخ کوي؛نو له اسمانه پرې سپين مخې پرښتې راکوزېږي،چې څېرې يې د لمر په څېر ځلېږي او جنتي کفنونه او خوشبويه عطر ورسره وي او پر وړاندې يې تر هغه ځايه کېني،چې سترګې يې ويني. ورپسې د مرګ پرښته راځي او پر بالښت يې کېني او وايي: پاکې ساه! د خداى بښنې او خوشحالۍ ته راووځه؛ نو ساه يې له بدنه داسې راووځي؛ لکه اوبه، چې د خيګ له خولې راوځي؛ که څه تاسې ځنکدن بل ډول وينئ، چې کله يې ساه واخلي؛ نو بې درنګه يې په جنتي کفن او حنوط (خوشبويه عطر) کې ږدي او داسې ښه بوى ترې راخېژي،چې د نړۍ تر خورا خوشبويه مشکو غوره وي .

بيا يې پورته خېژوي او د پرښتو له هرې ډلې ،چې تېرېږي، پوښتي:دا د چا پاک روح دى؟  وايي: د پلاني دى او پر هغه غوره نامه يې يادوي، چې په نړۍ کې يې ياداوه، تردې چې د دنيا اسمان ته وررسي او پرانستل کېدل يې غواړي. د اسمان ور پرانستل کېږي او د هر اسمان مقربان يې تر بل اسمانه بدرګه کوي، چې اووم اسمان ته ورسي. په دې وخت کې خداى تعالى وايي: په عليین ( خورا پورته مرتبې) کې مې د بنده کړنليک وليکئ او پخپله يې ځمکې ته ورستون کړئ؛ ځکه دوى مې له ځمکې راپنځولي او ورستنوم يې او (بل ځل) ورپسې دوه پرښتې ورځي او ورسره کېني او وايي : پالونکى دې څوک دى ؟  وايي: ((الله)) مې پالونکى دى.وايي: پر کوم دين يې؟ وايي: اسلام مې دين دى . ورپسې وايي: درلېږل شوى سړى څوک دى؟ وايي: د خداى پېغمبر دى . وايي : څه پوه شوې،چې دخداى پېغمبر دى؟ وايي: د خداى کتاب مې ولوست، ايمان مې پرې راووړ او تصديق مې کړ. بيا منادي (غږ کوونکى) له اسمانه غږ کوي: بند ه مې رښتيا وويل، له جنته فرش او جامې وروړئ او د جنت يو ور ورپرانځئ، چې ښه بوى او نسيم يې پرې ولګي، بيا يې قبر د سترګو د ليد هومره پراخېږي. يو ښکلى، خوش لباسه او خوشبويه وګړى ورځي او وايي: د هماغې څيز زېرى درباندى،چې پرې خوشحالېږې! دا هماغه ورځ ده، چې وعده يې درکول شوې وه . ترې پوښتي : ته څوک يې ،چې له سر او مخ دې خير او خوبۍ راورېږي؟ ورته وايي : زه دې صالح عمل يم؛ نو وايي: پالونکيه! قيامت کړه، قيامت کړه ،چې خپلې کورنۍ او شتمنۍ ته ورسم .(تردې روسته ) پېغمبر اکرم(ص) وويل: چې د کافر بنده آخرت ته مخ شي او له نړۍ د جلا والي په حال کې وي،تورمخې پرښتې له ځيګو ټغرونو سره پرې راکوزېږي او په څنګ کې يې تر هغه ځايه کېني،چې سترګې کارکوي . بيا د مرګ پرښته راځي او پر بالښت يې کېني او وايي: چټلې ساه! د خداى له لوري غوسې ته راووځه . بيا يې ساه له تنه داسې راباسي او اخلي؛ لکه ګومنز ،چې له لمدې وړې ډکي اوغځلي راباسي . بيا يې بې درنګه په ځيګ کفن کې ږدي او بيا دومره بدبوى ترې خېژي چې په ځمکه کې به تر هرې مردارې بدبویه وي او د پرښتو له هرې ډلې ، چې تېرېږي؛ نو پوښتني: د چا ده دا چټله ساه؟ وايي: دادپلاني ساه ده او په نړۍ کې يې  چې په خورا ناوړه نامه يادوه، پر هماغې يې يادوي . تردې چې د نړۍ اسمان ته رسي . پرانستلېدل يې غواړي او ورونه يې نه پرانستلېږي. بيا پېغمبراکرم (ص) دا آيت ولوست: (( د اسمان ورونه ور پرانستلېږي نه )) خداى وايي : کړنليک يې په سيجين (خورا ټيټې مرتبې) د ځمکې په خورا کوزنيو پوړيو کې وليکئ؟ روح يې په ذلت او خوارۍ راګوزاروي… ،بيا منادي له اسمانه غږ کوي: بنده مې دروغ وويل! اورين ټغر وروغوړوئ او د جهنم يو ور ورپرانځئ، چې تودوښه او وژونکي بادونه يې پرې ولګي. بيا قبر دومره ورتنګېږي، چې اوږې يې ماتېږي. په دې وخت کې بدرنګ، بدلباسه او بديويه سړى ورځي او وايي :د هغه زېرى دې درباندې وي،چې تا ځوروي . دا هماغه ورځ ده، چې ژمنه يې درکول کېده . کافر ترې پوښتي: ته څوک يې، چې له سر او مخ دې شر ورېږي؟ ورته وايي: زه دې بد عمل يم؛ نو وايي: پالونکيه! قيامت مه راوله[13] .

 وَنَادَى أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا قَالُوا نَعَمْ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَنْ لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ ﴿۴۴﴾ = او جنتيان به دوزخيانو ته ورغږ كړي : ((پالونكي مو چې د څه ژمنه راسره كړې وه، بشپړه مو ومونده، ايا تاسې هم هغه ژمنه پوره ومونده، چې پالونكي مو درسره كړې وه؟)) ځواب به وركړي :((هو!)) په دې وخت كې به د دوى (جنتيانو او دوزخيانو) له منځه يو اعلانوونکى غږ كړي :(( پرظالمانو دې د الله لعنت وي؛

٤٤—علي (ک)؛د قيامت مؤذن : تردې آيت لاندې له امام رضا (رح) نه په يو روايت کې راغلي دي : (( هغه مؤذن او غږ کوونکى ، د مؤمنانو امير؛ علي (ک) دى .)) همداراز له ابن عبا س (رض) نه روايت شوى دى :د خداى په کتاب کې علي (ک) ته داسې نامې دي ، چې خلک پرې نه پوهېږي؛ چې يو يې ((مؤذن )) دى، چې په دې آيت کې راغلى دى . غږ به کړي : (( پر هغوى دې د خداى لعنت وي ،چې زما ولايت يې دروغ وګاڼه او زماحق ته يې ټيټ وکتل [14].))

وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الْأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلًّا بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ ﴿۴۶﴾ = او ترمنځ یې پوله ده او پر لوړو (اعراف) يې داسې سړي وي،چې دا هر يو له څېرو پېژنې او پر جنتيانو غږ کوي : (( سلام پر تاسې!)) چې دوی لا تر اوسه جنت ته ورننووتي نه دي (؛ خو ورته) هيلمن دي.

وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَارُهُمْ تِلْقَاءَ أَصْحَابِ النَّارِ قَالُوا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۴۷﴾= 47   او چې سترګې يې پر دوزخيانو ولګي؛ نو وايي: (( پالونكيه! له ظالمانو سره مو مه يو ځاى كوه .))

وَنَادَى أَصْحَابُ الْأَعْرَافِ رِجَالًا يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُوا مَا أَغْنَى عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ ﴿۴۸﴾ = اعرافيان به (دوزخي) سړيو ته چې له څېرو يې پېژني، ورغږ كړي :(( ( ومو ليدل چې) ستا (د شتمنيو او وګړيو) راغونډونه او همېشنۍ لويي مو په ښه در نه غلل))

أَهَؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لَا يَنَالُهُمُ اللَّهُ بِرَحْمَةٍ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلَا أَنْتُمْ تَحْزَنُونَ ﴿۴۹﴾ = ايا دوى [= اعرافيان] هماغوى نه دي، چې قسمونه يې خوړل، چې الله به هېڅكله پرې ونه لورېږي؟! (؛ خو الله د ايمان او ځينو نېكو چارو له لامله وبښل، اوس ورته ويل كېږي:) جنت ته ورننوځئ، چې نه به (پکې) درباندې وېره وي اونه به غمجن شئ.

٤٦تر٤٩ – اعراف ؛ د جنت پر لار سخت پېچومى : د آيتونو او رواياتو له ټولګې ګټنه کېږي،چې اعراف ؛د جنت پر لار يو سخت غاښى او ستونزمن پېچومى دى . طبيعي ده، چې ځواکمن او پياوړي وګړي -؛ يعنې صالحان او پاکان- په بيړه ترې تېرېږي؛خو کومو وګړيو، چې ښه او بد سره ګډ کړي،په دې لار کې پاتې او پر سختۍ اخته کېږي. همداراز طبيعي ده، چې د ټولنې پالندويان او د قوم مشران، په سختو غاښو کې تمېږي، چې د کمزوريو مؤمنانو لاسنيوي ته وردانګي او هغوى چې د ژغورنې وړ دي ، و يې ژغوري؛ لکه چې د پوځ بولندويان په لښکر پسې روان وي،چې ګردسره پوځيان تېر شي؛ نوځکه په اعراف کې دوه ډلې دي: کمزوري او هغه ګناهګاران ،چې په رحمت کې دي او هغه ستر مشران ،چې په ټولو حالاتوکې د کمزوريو مرستندويان دي. ځينې روايات هم دا مطلب تاييدوي . په دې باب امام صادق (رح) ويلي دي: ((اعراف، د جنت او دوزخ ترمنځ يوه غونډۍ ده او امامان هغه سړي دي، چې پر اعراف د (خپلو ګناهګارو) لارويانو په څنګ کې تمېږي؛ حال دا (نږه) مؤمنان بې حسابه په جنت کې دي. بيا امامان خپلو ګناهګارو لارويانو ته وايي: خپلو ايمانوالو روڼو ته ښه ووينئ، چې بې حسابه يې جنت ته وځغاستل او دا هماغه دي، چې خداى وايي: (( پر تاسې دې سلامتي وي ؛خو جنت ته ننووتي نه دي؛ خو هيلمن يې دي)) بيا ورته ويل کېږي: دښمنان مو ووينئ، چې په اورکې دي او دا هماغه دي ،چې خداى وايي: (( او چې سترګې يې پر دوزخيانو ولګي، وايي : پالونکيه ! له ظالمانو سره مو مه يوځاى کوه … )) ورپسې دوزخيانو ته وايي: دا (ګناهګار لارويان) هماغوى دي ،چې ويل مو، په الهي رحمت کې به را و نه نغاړل شي (؛خو الهي لورنې پرې وشوې) او د ګناهګارانو دې ډلې ته (چې د ايمان او صالح کړنو په پار يې د بښنې وړتيا موندلې ده) د امامانو له لوري امر کېږي ، چې : جنت ته ورننووځئ،چې نه پکې درباندې ويره وي او نه خپګان [15].)) له رسول اکرم(ص) څخه په يوه راغلي روايت کې لولو: ((خداى په قيامت کې ټول خلک راټولوي، بيا جنتيانو ته امر کېږي ،چې جنت ته ورشئ او دوزخيانو ته امر کېږى ،چې دوزخ ته ورروان شي . بيا د اعراف اصحابو ته ويل کېږي: څه ته سترګې پر لار ياست؟ وايي: ( پالونکيه!) ستا حکم ته سترګې پر لار يو؛ نو ورته ويل کېږي: نېکيو مو دوزخ ته له ورتلو ژغورلي ياست؛ خو ګناهونه مو جنت ته د ورتلو خنډ شوي دي، اوس نو په بښنې او لورنې مې جنت ته ننووځئ ))؛ البته جنت ته د ورتلو لامل يې په اعراف کې د سپارښتګرو او الهي نارينه و شفاعت او سپارښت دى . په بل روايت کې لولو، چې پېغمبراکرم(ص) د اعراف اصحابو په اړه وپوښتل شو. آنحضرت (ص) وويل : (( دوى هغه کسان دي، چې د خداى په لار کې وژل شوي؛ حال دا د پلرونو خبره يې نه منله؛ نو شهادت يې په اور کې ورننووتو او سرغړونه يې جنت ته د ورننووتو خنډېږي او د جنت او دوزخ ترمنځ پر دېوال (او لوړه پراته دي …؛ نو چې خداى د خپل مخلوق له حسابه فرغ شي او يوازې همدوى پاتې شي؛ نو په خپل رحمت کې يې رانغاړي او د خداى په رحمت [او د پېغمبرانو او امامانو د سپارښتنې په رڼا کې ] جنت ته ننووځي[16] . )) البته څرګنده ده، چې دا ډله شهيدان، د اعراف اصحابو يوه ډله ده .

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۵۴﴾ = په رښتینه کې ستاسې پالونكى هماغه “الله” دى، چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو ] كې پيدا كړل،بيا يې پر عرش استوا وکړه [د هستۍ پر سنبالنه لګيا شو،] د شپې (په نرۍ پردې) د ورځې رڼا پټوي او بيا شپه په ورځې پسې په منډه راځي او لمر و سپوږمۍ او ستوري يې پيدا كړل،چې د امر ايل یې دي . پوه شئ، چې پنځون او( د نړۍ) سنبالنه د “الله” (او په امر يې) دي،مبارک (او پايند) دى هغه الله، چې (نا زواله) نړۍ پال دى .

٥٤- په شپږو ورځوکې د نړۍ له پيدايښته مطلب: د قرآن مجيد په اوو آيتونوکې، په شپږو ورځو کې د هستۍ د پنځونې ويينه شوې ده . دلته داپوښتنه راولاړ ېږي، چې د ځمکې او اسمان له پيدايښت وړاندې خو شپه و ورځ نه وه، چې هستي پکې وپنځول شي او شپه و ورځ پر خپل چورليز د ځمکې له راچورلېد و او  دلمر د رڼا پر وړاندې رامنځ ته شوي دي .

پردې سربېره ، په شپږو ورځوکې د ګردې هستۍ پيدايښت ؛يعنې له يوې اوونۍ لږه موده کې ،د علم پر خلاف يو څيز دى؛  ځکه علم وايي: له ميلياردونو کلونو روسته ځمکه او اسمان په اوسنۍ بڼه شوي دي .

خو د ((يوم)) کلمې پراخي مانا او په ځينو ژبو کې يې معادل ته په پامنيوي، ددې پوښتنې ځواب راڅرګندېږي؛ ځکه ډېر کېږي، چې ((يوم)) يو ((پېر)) ته کارېږي (؛ لکه په انګلیسی کې(( time )) په عربي کې د ((یوم)) په څېر دی چې پر شواروز سربېره پېر او زمانې ته هم کارېږي)؛که دا پېر او دوران يو کال وي که سل کاله يا يو ميليون يا ميلياردونه کلونه وي . د بېلګې په توګه، قرآن قيامت په ((يوم القيامة)) تعبير کړى؛خو پوهېږو، چې د قيامت پړاوونه ډېر اوږد دي او له يو شمېر آيتونو ګټنه کېږي،چې د قيامت ورځ او د خلکو دکړنو شمېرنه ، پنځوس زره کاله وخت نيسي.تردې آيت لاندې له يو امامه روايت دى :((شپږ ورځې؛ يعنې شپږ پېره .)) په هر حال، له قراينو پايله اخستل کېږي، چې خداى د ځمکې او اسمان ټولګه، په پرله پسې شپږو پېرونو کې پنځولې ده ،که څه کله دا دورې ميليونونو يا ميلياردونو کلونو ته رسېدلي وي او اوسني علم ددې موضوع پرخلاف  هېڅ ډول مطلب ويلى نه دى. احتمال لري، چې په ترتيب به دا دورې لاندې وي :

١- ټوله هستي به د غاز يوه غړوسکه او ډېرۍ وه، چې پر خپل ځان له چورلېدو يو له بله جلاشوي وي او کرات به يې رامنځ ته کړې وي .

٢- دا کرات سوکه سوکه د ويلې ،نوراني يا سړې او مېشتېدو ته وړ ډېر په یوه بڼه شول.

٣- له دې ډېريو ځينې يې ، د دوراني حرکت له لامله ، منظومې جوړې کړې ،چې يوه يې هم لمريز غونډال دى او ځمکه له لمره بېله شوه .

٤- ځمکه ، سړه او ژوند ته چمتو شوه او اوبه پرې راښکاره شوې او سمندرونه رادبره شول.

٥- پرځمکه بوټي او ونې راښکاره شوې او خورا کي توکي چمتو شول .

٦- په ځمکه کې څاروي او انسان راوپنځېد[17].

٥٤- پيدايښت او امر : مفسرانو د  پنځون، پيدايښت (خلق) او امر په هکله خبرې اترې کړې دي؛ خو په دې آيت او د قرآن په نورو آيتونو کې له شته لاسوندونو ګټنه کېږي، چې له پيدايښته مطلب، ړومبى پيدايښت او له امره مطلب ، هغه قوانين او نظامونه دي،چې د پالونکي په حکم په هستۍ کې واکمن دي او په خپل بهيرکې موجوداتو ته لارښوونه کوي . په حقيقت کې دا تعبير هغوى ته يو ځواب دى، چې انګېري، خداى هستۍ پنځولې او پر خپل حال يې پرېښې او په يوه څنډه کې ناست دى[18].

ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿۵۵﴾ = خپل پالونكى (ښكاره) په زاريو او په پټه دروبلئ (او له تېري لاس واخلئ،چې) هغه تېري ګر نه خوښوي .

٥٥- د دعا دود : بېشکه له خداى سره اړيکه او له معبود سره راز و نياز د وګړي او ټولنې په رغاونه کې مهمه ونډه لري . خداى په دې آيت کې امر کوي، چې په دې دود به يې بلوو : ړومبى په پوره پاملرنې، تضرع ، عاجزۍ او زارۍ ؛  داسې چې الهي نامې او صفات په زړه او اروا کې منعکس شي . دويم په پټه او بې ځوږه، په پاک زړه او د زړه له کومي. یوه ورځ حضرت موسى (ع) يو تن وليد، چې د دعا لاسونه يې پورته کړي او په عاجزۍ له خدايه يو څه غواړي. موسى (ع) وويل : (( که اړتيا يې زما په واک کې وه ؛نو ورکوله مې)) خداى وحې ورولېږله : (( زه تر تا پرې لورين يم ، هغه مې بلي ؛خو زړه يې له خپل پسه سره دى . زه د هغه بنده دعا نه قبلوم، چې په زړه کې يې بې له ما (بل څوک) وي)) موسى( ع) سړي ته سپارښتنه وکړه او چې د زړه له کومي يې خداى ته توجه وکړه ، اړتيا يې پوره شوه [19].

وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا كَذَلِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ ﴿۵۸﴾ = او ښه (او خوږه) ځمكه د خپل پالونكي په امر خپل ښه حاصل راټوكوي؛خو ناکاره (او ښوره ګره) ځمكه ناڅيزه او بې ارزښته ګياوې راټوكوي،په دې توګه موږ (خپلې) نښې منندویانو ته په بېلو ډولونو څرګندوو .

٥٨- له الهي لارښوونو په برخمنېدو کې د وړتياوو توپيرونه : دا آيت، يوې مهمې مسالې ته اشاره لري،چې په دنيوي او اخروي دواړو ژوندونونو کې څرک وهي، داچې د يوې موضوع ثمر رسېدو ته يوازې د فاعل فاعليت کافي نه دى ؛بلکې استعداد، قابليت او اوړتيا هم شرط ده . باران خو د خداى رحمت او ژوند راټوکوي؛ خو همدا باران په يو ځاى کې شنيلي او ګل راټوکوي او په بل ځاى کې خس او خاشاک[20]. له پېغمبر اکرم (ص) څخه په يو روايت کې راغلي دي : (( خداى چې پر کوم هدايت او علم مبعوث کړی يم ، مثال يې د يو سخت باران په څېر دى،چې پر يوې ځمکې وورېږي او ددې ځمکې يوه برخه اوبه جذب کړي او په پايله کې ډېر بوټي را زرغون کړي او بله برخه ،چې ډاګ ده، اوبه ذېرمه کړي او خلک يې ترې وڅښي او ماړه شي او خپل کر پرې هم  خړوب کړي؛خو  چې باران په لوړو او ډبرینو غرونو وورېږي ،چې نه اوبه جذب او زېرمولاى شي او نه بوټي پکې راټوکېداى شي . خلک هم زما د دين پر وړاندې درې ډلې دي : ځينې يې يادوي او خپله ستونزه هواروي؛خو د نورو لاسنيوى نه کوي او څه ترې نورو ته نه ورزده کوي . ځينې هم خپله ترې برخمنېږي او هم يې نورو ته ورښيي . درېيمه ډله هغوى دي ، چې نه يې په خپله زده کوي او نه يې نورو ته ورښيي [21].))

لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۵۹﴾ = 59 په يقين نوح مو خپل قوم ته ورولېږلی، نو ورته یې وويل : (( زما قومه !(يوازې) “الله” ونمانځئ،چې بې له هغه بل معبود درته نشته. ( او كه بې له هغه بل ونمانځئ؛ نو) زه پر تاسې د لويې ورځې له عذابه وېرېږم !))

٥٩—توحيد ؛د پېغمبرانو ړومبى شعار: د توحيد شعار نه يوازې د نوح ( ع) ؛بلکې د ګردو الهي پېغمبرانو ړومبى شعار و؛نوځکه دا شعار د همدې سورت په ګڼو آيتونو او د قرآن په نورو سورتونو کې هم د ډېرى پېغمبرانو د بلنې په پيلامه کې ليدل کېږي : (( ياقوم اعبدوا الله مالکم من اله غيره؛ زما قومه ! الله ونما نځئ، چې يوازې هغه مو معبود دى[22] )) له دې غونډلو ښه ګټنه کېږي ، چې شرک او بوتپالنه د ګردو انسانانو د نېکمرغۍ په لار کې مهمترين اغزى دى او پېغمبران عليهم السلام دا د توحيد د بڼ بڼوال په انساني ټولنو کې د ډول ډول ګلونو او مېوه دارو ونو د روزنې لپاره  تر هر څه وړاندې د همت ملا تړله، چې په خپلو رغاوونکيو ښوونو، دا مزاحم اغزي له جرړى راوباسي[23].

وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۶۵﴾ = او د عاد قوم ته مو یې ورور”هود” (ولېږه) چې ويې ويل : ” زما قومه ! (يوازې) الله ونمانځئ او بې له هغه بل معبود مو نشته؛ نو ولې پرهېزگاري (او ځان ساتنه) نه کوئ ؟!”

 ٦٥- پېغمبران (ع) ؛د خلکو روڼه : د حضرت هود (ع) او همدغسې نورو الهي پېغمبرانو (؛لکه نوح، صالح، لوط او شعيب عليهم السلام ) په هکله د رور تعبير له دې لامله دى، چې دوى له خپل قوم سره د يو رور په توګه په زړه سواندۍ او مهربانۍ چلېدل او د دوى هدايت ته يې هره هڅه کاروله. دا تعبير هغوته کارول کېږي، چې ديو وګړي يا ټولنې په باب يې خورا زړه سواندي کړې وي . پردې سربېره، دا تعبير له يو ډول برابرۍ راولاړ شوى،چې هر ډول رياست غوښتنه او پر اوږو سپرېدل نفې کوي ؛يعنې الهي نارينه و د خلکو د هدايت په باب  هېڅ ډول داعيه نه درلوده ؛ بلکې هغوى يې د بدمرغۍ له زخمې د ژغورنې لپاره ، د خداى لوري ته رابلل . په هرحال څرګنده ده، چې د ((اخاهم )) تعبير کله هم (( ديني رورۍ )) ته اشاره نه ده ؛ځکه غالباً دې اقوامو د خپلو پېغمبرانو سمونپالې بلنې و نه منلې[24].

أَوَعَجِبْتُمْ أَنْ جَاءَكُمْ ذِكْرٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَلَى رَجُلٍ مِنْكُمْ لِيُنْذِرَكُمْ وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِنْ بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍ وَزَادَكُمْ فِي الْخَلْقِ بَسْطَةً فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۶۹﴾ = ايا په دې اریان شوئ، چې د خپل پالونکي له لوري مو د خپل یو سړي په خوله څه نصيحت درغى، چې (له الهي مجازاتو) مو ووېروي؟! او درياد كړئ، چې تاسې يې د نوح تر قوم روسته (د دوى) ځايناستي او په (بدني) پنځون کې يې ډېر پياوړي کړئ (ښه دنګ او لوړ بدنونه يې درکړل)؛ نو د الله نعمتونه درياد كړئ؛ ښايي بريا ومومئ . ))

٦٩- د عاد قوم ؛ځواکمن او د پرمختللي تمدن خاوند : د (( وازدکم فى الخلق بصطة )) غونډله د عاد قوم جسماني غښتلتيا ته اشاره لري؛ځکه د قرآن له ګڼ شمېر آيتونواو هم له تاريخه معلومېږي ،چې دوى پلن هډوکن او په تن غښتلي خلک وو، پرمخ تللى تمدن ،اباد او شين ټاټوبى يې درلود.د فصلت سورت په (۱۵) آيت کې يې له خولې لولو: (( من اشد مناقوة؛څوک تر موږ غښتلي دي )) د خپلو کړنوله لامله ،چې پر کوم عذاب اخته شول، د (( حاقه )) سورت په ( ٧) آيت کې  لولو : (( او تا به پ رهغه (وخت) خلک ليدلي واى ،چې د کجورو[ د ورستو او تشو] ډډونو په څېر پر ځمکه پراته دي[25]!)).

قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاءٍ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا نَزَّلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ ﴿۷۱﴾ = (هود) وويل :(( په رښتيا د خپل پالونكي (له لوري) عذاب درباندې راپرېوتی دی . ايا په هغو نامو کې شخړه راسره كوئ،چې تاسې او پلرونو مو (پر بوتانو د معبود او الله په نامه) ايښي، چې الله یې په باب كوم دليل رالېږلى نه دى؟؛نو منتظر وسئ او زه هم درسره انتظار كاږم ! (تاسې زما د ماتې په انتظار او زه درته د الهي عذاب څارو يم .) ))

٧١- له هود ( ع) سره د بوتپالو مجادله :دا آيت دبوتانو نمانځنې ته د بوتپالو دليل ردوي. ويل يې، چې پلرونه يې بوتپالي او همداراز تر دوى خورا عقلمن وو؛ نو ځکه بايد ورپسې ولاړ شو او بوتان ونمانځوو. حضرت هود(ع) يې په ځواب کې وويل : پلرونو مو ستاسې په څېر د بوتانو د خدايي لپاره سم دلايل نه درلودل. دا تاسې ياست، چې په خپلو لاسونو، ډبرې او لرګي توږئ او نامې پرې ږدئ، يو ته د نعمتونو د پرېمانۍ خداى، بل ته د جګړې خداى او درېيمي ته د سمندر یا وچې خداى وايئ : دا بوتان بې ستاسې له نامې ايښوونې بل هويت نه لري او خدايي يې هم يوازې ستاسې په اوهامو کې ده . ايا په يو موټى اوهامو (چې پخپله مو پرې نامه ايښې ده) زما ادعا ځوابوئ، چې پر دليل او غوڅ برهان ولاړه ده ؟ د((اسماء سميتموهاانتم واباؤکم ما نزل الله بها من سلطان )) غونډله، په قرآن کې څو ځل د بوتپالو مسلک د باطلولو لپاره راغلې ،چې يو ډول خورا لطيف او دقيق ويل دي او د بوتپالو بوتپالنې ته څرګند دليل دى ، چې کله مدعي خپلې ادعا ته دليل راوړاى نشي؛ نو د يو څيز تعريف او ښوونې ته بې له نامې ايښوونې او خيال او بدنې بل چاره نه لري او دا يو خورا څوګنده ناپوهي ده، چې انسان د دليل او برهان پر وړاندې ځېل وکړي او په خيالي او موهومي تعريفونو ډډه ووهي[26].

 وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ هَذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۳﴾ = او (د) ثمود (قوم) ته مو د دوی ورور صالح (ولېږه) چې ورته يې وويل : (( زما قومه ! (يوازې) الله ونمانځئ، چې بې له ده بل نمانځوړ درته نشته. دادی د خپل پالونكي له لوري څرګنده نښه (او معجزه) درغلې : دا د الله “اوښه” درته معجزه ده؛ نو يې پرېږدئ،چې د الله پرځمكه وڅري او زيان مه وررسوئ؛که نه نو يو دردناك عذاب به مو راګېر کړي !

٧٣- د صالح ( ع) اوښه : ناقه ؛ اوښې ته وايي او د قرآن په اوو آيتونو کې د صالح (ع) اوښې ته اشاره شوې ده[27]. خداى له غره د ثمود قوم ته راوايسته، چې د صالح(ع)نبوت ته يوه معجزه وي ؛نو ځکه يې پر ناقه د ((الله)) کليمه ورزياته کړې : (( ناقة الله ؛دالله اوښه )) [المیزان: ۸ ټ، ۱۸۵ مخ، + موضوعي تفسیر ۶ ټ،، ۳۲۱ مخ]. دا اوښه د ثمود قوم ازمېښت ته د خداى يوه ځانګړې استازې وه.

وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِنْ سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتًا فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۷۴﴾ = او درياد كړئ، چې كله يې تاسې د”عاد” تر قوم روسته (د دوى) ځايناستي او پر ځمكه يې مېشت كړئ، چې په هوارو كې يې ځان ته ماڼۍ جوړوئ او په غرونو كې ځان ته كورونه توږئ؛ نو ځكه د الله نعمتونه درياد كړئ او په ځمكه كې د فساد هڅې مه کوئ.))

  ٧٤- د ثمود قوم ؛اوړی په دښتو او ژمى په غرونو کې: له دې تعبيره په نظر رسي، چې د ثمود قوم په اوړي او ژمي کې په جلا جلا ځايونو کې وسېدل. په پسرلي او اوړي کې په پراخو او برکتي بېدياوو کې پر کرنې او شپونولۍ لګيا وو؛ نو ځکه يې په دښتو کې سوکاله او ښکلى کورونه درلودل او چې فصل به يې راټول کړ او يخني به پيل شوه؛ نو په غرونو کې به خپلو کورونو نه راستانه شول، چې دا کورونه يې په امن و امان ځاى کې او له توپانونو او نېزونو بچ وو او په ارامۍ پکې وسېدل[28].

قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُرْسَلٌ مِنْ رَبِّهِ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُونَ ﴿۷۵﴾ = (خو) د قوم كبرجنو مشرانو يې مؤمنو بېوزليو ته وويل: ((ايا ډاډمن ياست، چې صالح د خپل پالونكي له لوري یو استازى دى؟)) ويې ويل : (هو)،  ((موږ يې پر رسالت ايمان راوړى دى.))

 ٧٥- دملاً مانا: معملاً ((ملاً)) هغه ټولي ته ويل کېږي ،چې يوه ګروهه يې ځان ته ټاکلې وي او غونډه او ظاهري دبدبه يې سترګې مړوي ؛ځکه ددې لغت آريزه ماده د ډکولو پر ماناده . په قرآن مجيد کې ډېرى دا تعبير ځانمن ټولي ته کارول شوى، چې دباندې يې ښکلى او دننه يې چټل وي او په خپل شتون د غونډې بېلابېلې صحنې او ډګرونه ډکوي[29].

قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا بِالَّذِي آمَنْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ ﴿۷۶﴾ = سرغړاندو وويل :(( پر څه چې ايمان لرئ،موږ پرې ګروهن نه يو.))

 ٧٦- کبرجن اشراف؛ د ټولنې زبېښوونکي :داچې همېشه کبرجنو اشرافو او ماړو د خپل ظاهري ځواک او شتمنۍ له لامله په ټولنه کې د مشرتوب ونډه درلوده ؛نو انګېرل يې ،چې دا ځل به هم دکفر او بې ايمانۍ په څرګندولو نورو ته بېلګه شي ؛ خو ژر په خپلو تېروتنو پوه شول او پام يې شوو،چې خلکو دا ځل پر خداى د ايمان په رڼا کې ،نوې وګړه او شخصيت موندلى او له انديزې خپلواکۍ او پياوړې ارادې برخمن شوي دي . په زړه پورې خوداچې، په دې آيت او مخکې آيت کې ، بې ايمان اشراف، متکبر او مؤمن زيارکښ ولسونه، مستضعف نومول شوي دي . دا راښيي، چې لومړۍ ډله، ځانته په غاورتوب او ځانمنۍ او د تر لاس لاندې خلکو د حقوقو په لتاړولو داسې موقعيت ته رسېدلي، چې په نننۍ ژبه په زبېښوونکې پوړۍ او تر لاس لاندې پوړۍ يې په زبېښل شوې پوړۍ يادولاى شو[30].

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿۸۰﴾ = او (درياد كړه) لوط، چې كله خپل قوم ته وويل : (( ولې (داسې) ناوړه چاره كوئ،چې تر تاسې مخكې په نړۍ كې هېچا نه وه كړې ؟

٨٠- د لوط نسب او تېرحال : ((فارابي)) د حضرت لوط (ع) په هکله وايي: ويل شوي، چې د لوط نامه عربي وه او آر يې لَوط د نښلولو پر مانا ده . آنحضرت ځکه لوط ونومول شو،چې پخه خپلوي يې د حضرت ابراهيم (ع) له زړه سره ونښلېده . دا د هاران بن تارخ زوى ؛ يعنې د ابراهيم (ع) وراره و.

خداى په اردن کې پينځو ښارونوته ولېږه، چې ((مؤتفکات)) ونومول شول او له قومه يې هېچا پرې ايمان را نه وړ او خپلو ناوړو کړنو ته يې شا نه کړه[31]. د قرآن له آيتونو هم ګټنه کېږي، چې لوط (ع) پر حضرت ابراهيم (ع) ايمان راووړ او د شاماتو سپېڅلي ټاټوبي ته يې مهاجرت ورسره وکړ او بيا هغه قوم ته ورولېږل شو، چې په لومړي ځل يې د همجنسپالۍ ناوړه ګناه وکړه . د تاريخ د روايت له مخې، دا قوم د ((روم)) په سيمه کې وسېده؛ نو ځکه خپل قوم يې، چې ګواښه، په ځواب کې يې وويل : ((د لوط کورنۍ له خپلو کليو وباسئ …)) ؛ځکه ددې ټاټوبي وسېدونکي نه وو. په پاى کې خداى په خپلې پېرزوينې، بې له مېرمنې يې، لوط (ع) او کورنۍ يې وژغورله او الهي پرښتو، پرې کاڼي وورول او ټاټوبى يې ورته لاندې باندې کړ[32].

وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَخْرِجُوهُمْ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ ﴿۸۲﴾ = او د قوم يوازېنى ځواب يې دا و، چې و يې ويل :(( له خپلو كليو یې وشړئ، چې ډېر پاک پاک کېږې (او پر يوه لار راسره نه دي!) ))

٨٢- تردې چې پاکلمني ګناه ده :دا خو څه هېښنده چار نه دى، چې يوه ګناهګاره ډله پاکلمني د پاکلمنۍ په تور له ځانه وشړي .دوى دغسې وګړي د خپلې شهوتپالنې خنډ بولي او په نظر يې د پاکلمنو د وياړ او قوت ټکي، کمزوري، عيب او نيمګړتيا وه. د ((انهم اناس يتطهورون؛ دوى داسې خلک دي ،چې پاکلمني غواړي)) په تفسير کې دا احتمال هم شته، چې د لوط قوم غوښتل لوط (ع) او لارويان يې پر ځانښووني او ريا تورن کړي[33].

 له دې آيته دا هم ګټنه کېږي، هغوى چې د دين د تبليغ مهم چار پر غاړه اخلي او پر نېکيو امر او له بديو منع کوي؛ نو نه ښايي، چې له الهي دينه دې د خلکو له بې توجهۍ او بې پامۍ ستړى او پښېمانه شي؛ ځکه په هر وخت کې دا غبرګون و. حضرت نوح (ع) خلک نهه سوه او پنځوس کاله خداى ته وروبلل او يوازې خورا لږو ایمان پرې راووړ. لوط (ع) له دېرشو کلونو بلنې روسته بې له خپلې مېرمنې ،يوازې خپله کورنۍ سمې لارې ته سيده کړه . خداى هم د سبا سورت په ١٣ آيت کې ويلي : (( وقليل من عبادى الشکور؛ او له بندګانو مې ډېر لږ شکرايستونکي دي [34].))

فَأَنْجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۸۳﴾ = (او كار چې تردې راورسېد)؛ نو موږ لوط او كورنۍ يې وژغورله (؛خو) بې له مېرمنې يې، چې (په ښار كې) له پاتېدونکيو ځنې وه .

 ٨٣— د لوط (ع) مېرمن: د قرآن له آيتونو پوهېدل کېږي، چې د لوط (ع) مېرمن د نوح (ع) د مېرمن په څېر کافره او ګناهګاره وه، چې پر خپل مېړه يې ايمان را نه وړ او بلکې خيانت يې ورسره وکړ. د تحريم سورت په لسم آيت کې لولو: ((خداى کافرانوته د نوح مېرمن او د لوط مېرمن بېلګه کړي (چې) دا دواړه مې له صالحو بندګانو د دوو بندګانو تر (پالنې او نکاح لاندې) وې؛ خو له دواړو سره يې خيانت وکړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيکو يې (د الهي عذاب په مقابل کې) څه ګټه ور ونه رسوله او ورته وويل شول: له نورو ننووتونکيوسره اور ته ورننوځئ)) داچې د لوط مېرمن له خپل مېړه سره څه خيانت يا خيانتونه کړي، قرآن يې په اړه څه ويلي نه دي؛ خو په يو روايت کې راغلي، چې د لوط قوم د مېلمنو له منلو منع کړې وه . هغه وخت، چې په انساني بڼه د عذاب پرښتې د لوط (ع) کور ته ورغلې، مېرمن يې د لوط قوم له دې پېښې خبر کړ او دې ګناهګار قوم د لوط (ع) پر کور يرغل وکړ…؛ البته پام مو وي، چې د لوط (ع) مېرمن کله هم د عفت پرده څېرې کړې نه وه؛ ځکه د يو پېغمبر مېرمن کله هم د بې عفتۍ ښکار شوې نه ده؛ لکه چې د نبي کريم (ع) په حديث کې په ډاګه راغلي دي : ((د يوه پېغمبر مېرمن هم پر بې غفتۍ اخته شوې نه ده [35].))

وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۸۵﴾= او مدين ته مو د دوی ورور شعيب (ولېږه) چې و يې ويل : (( زما قومه ! الله ونمانځئ، چې بې له ده نمانځوړ درته نشته، د پالونكي له لوري مو څرګنده لارښوونه درغلې ده؛ نو ځكه کچ مچ او تول پوره كوئ او د خلكو له مالونو څه مه كموئ او (د ايمان او د پېغمبرانو د بلنې په رڼا كې) چې  په ځمكه کې روغه جوړه شوې ده؛ نو بيا پكې فساد مه راولاړوئ، كه مؤمنين ياست(؛نو) دا درته غوره ده .

٨٥ – دين؛ د ځمکمېشتو سموونکى : ٨٤ آيت له خداى سره د انسانانو د اړيکو په باب خبره وکړه ؛خو دا آيت د انسانانو د خپلمنځي اړيکو په هکله خبره کوي: داچې په ځمکې کې تر اصلاح روسته فساد مه راولاړوئ . د خلکو د حقوقو په باب د دين دنده ده، چې د خلکو ترمنځ او په راکړه ورکړه کې يې شته ظلمونه له منځه يوسي او حالات يې سم سمکي کړي او په دې توګه يې خپلو دنیوي او اخروي نېکمرغيو ته ورنژدې کړي . تردې آيت لاندې، امام باقر (رح) ويلي دي : (( ځمکه فاسده وه او خداى په خپل پېغمبر راژوندۍ کړه؛نو تر سمونې يې روسته فساد پکې مه کوئ ))[36].

وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا وَاذْكُرُوا إِذْ كُنْتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ وَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ﴿۸۶﴾ =او د هرې لارې پر سر (خلکو ته په څارنځي کې) مه كېنئ، چې (خلك) وگواښئ او مؤمنان د الله له لارې منع كړئ او (د شبهاتو په خپرولو يې) ورته كږه وږه وښيئ او درياد كړئ هغه وخت، چې شمېر مو لږ و؛ نو بيا خداى ډېر كړئ او ګورئ،چې د ورانکاريو پايله څنګه شوه.

٨٦- د ايمان لارې شوکمار : حضرت شعيب (ع) د خپلې بلنې په درېيمه برخه کې، خپل کافر قوم پر الهي نېغې لارې او دين له بريده منع کول . له دې غونډلې پوهېدل کېږي، چې د شعیب قوم خلک په بېلابېلو لارو ترې اړول او له دې يې منع کول وو، چې ايمان پرې راوړي، ورشي، خبرو ته يې غوږ ونيسي او د عبادت په مراسمو کې يې ګډون وکړي او ګواښل يې، چې پر حق دين او د توحيد پر لار ايمان را نه وړي. لنډه خبره دا چې د شعيب قوم په ټول وس او دوکې د ايمان پر لار کمين نيولى و او شوکه يې کوله او خلک يې له ايمان راوړو منع کول[37].

قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُمْ بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللَّهُ مِنْهَا وَمَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَعُودَ فِيهَا إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّنَا وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنْتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ ﴿۸۹﴾ = که موږ بېرته ستاسې دين ومانه – سره له دې چې الله ترې ژغورلي يو – (؛نو) په رښتيا چې پر الله به مو دروغ ورتړلي وي؛خو دا چې زموږ د پالونكي الله خوښه وي،چې زموږ د پالونكي پوهه پر هر څه راچاپېره ده، پر الله مو بروسه كړى ده . پالونكيه ! زما او د قوم ترمنځ مې پرحقه پرېكړه وكړه، چې ته ډېرغوره پرېکړه كوونكى يې .))

٨٩—د شعيب (ع) د وينا په هکله څرګندونه : بايد پام مو وي، چې د (( بعد اذنجنا الله منها؛ روسته تردې، چې الله ترې ژغورلي يو )) غونډله کله هم پردې مانا نه ده، چې حضرت شعيب (ع) په تېر وخت کې مشرک و او خداى ژغورلى دى ؛ بلکې حضرت دا خبره د خپل قوم له خولې (چې ډېرى يې کافران وو) کړې، چې په حقيقت کې د يوې ټولنې د ډېرى وګړيو چار په هماغو ټولنو پورې ورتړل شوى دى[38]. په دې آيت کې د تدبر بل ټکى دا دى، چې حضرت شعيب (ع) خپل قوم نهيلى کړ، چې ګنې پخپله او د توحيدي لارې مؤمنان به د هغوى لارې ته ورواوړي؛ خو بيايې هم وويل : (( الا ان يشا الله ربنا؛ خو دا چې الله زموږ پالونکي غوښتي وي )) او په دې خبره يې پوهول، که څه هغه او لارويان يې د ايمان او توحيد په بهير کې پايښتي او ټينګ دي؛ خو همدا پايښتي د خداى پېرزوينه بولي او ځان د خپل پالونکي له ارادې مړه خوا نه ګڼي ( اخستل شوې له: المیزان، ۸ ټ، ۱۹۵ مخ) . دا يو ډېر مهم ټکى دى، چې د شيعب(ع) په څېر پېغمبر په هغه معنوي مقام کې کله هم ځان له بېلارېتوبه خوندي نه بولي او همېش له خدايه غواړي، چې د حق په لار کې يې پايښتى ولري .

٨٩- د توکل مانا : توکل د وکالت له مادې د وکيل ټاکنې پر مانا ده . پر خداى توکل پردې مانا نه دى، چې انسان يوازې په داسې حالاتو کې خداى خپل وکيل وټاکي، چې په خپل مخ کې پرتې ستونزې هوارولاى نشي؛ بلکې په هغو ځايونو کې،  چې د يو چار د کولو وس لري؛ بيا هم آریز اغېزمن خداى وبولي؛ ځکه د يو موحد له ليده خداى د ټولو ځواکونو سرچينه ده[39]؛ نو ځکه د توکل مفهوم؛ لکه چې ځينو اړوونکيو انګېرلې ده، له وزلو سترګې پټول، لاس پر لاس ايښوول او په يوې څنډې کې کېناستل نه دي؛ بلکې مفهوم يې ځان جوړونه ، د لوړ نظر درلودنه، ژوره ليدنه او په دې او هغه پورې تړاو نه درلودل دي . له وزلو، طبيعت او ژونده ګټنه، کټ مټ پر خداى توکل دى؛ ځکه په وزلو کې اغېز د خداى په اراده دى[40]. له نبي کريم (ص) روايت شوى دى: ((د الهي وحې استازي، جبرييل مې وپوښت: توکل څه دى؟ ويې ويل: له دې ځان خبرول، چې مخلوقات زيان او ګټه نه رسوي، د ورکړې او خنډېدو وس نه لري او له مخلوقاتو نهيلي؛ نو د خداى بنده، چې دغسې شو؛ نو يوازې خداى ته کار کوي او بې له هغه چا ته هيله نه لري. دا د توکل حقيقت دى))[41].

٨٩- خداى ډېر غوره پرېکړه کوونکى دى : فتح د پرانستو پر مانا ده او فاتح؛ يعنې پرانستونکى[42]؛ خو په دې آيت کې د قاضي او پرېکړه کوونکي پر مانا ده؛ ځکه قاضي په خپل قضاوت او ورمندون؛ نورو ته د پوهې او خبرتيا يو ور پرانځي، چې  پر مخ يې ورتړل شوى دى. له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت شوى، چې په دې آيت کې تر هغې د فاتح پر مانا نه پوهېدم، چې زما او د يوې ښځې ترمنځ اړپېچ شو. راته يې وويل : ((انطلق افاتحک بالقاضي))؛ يعنې : ورشو، چې قاضي ته دې د پرېکړې لپاره بوځم[43]. څرګنده ده، چې يو ور هم د خداى پرمخ تړلى نه دى او دا ورمندون ته خورا غوره قاضي دی؛ نو ځکه حضرت شعيب (ع) له خدايه غواړي، چې د ده او قوم ترمنځ يې ورمندون وکړي؛ ځکه الله خورا غوره پرېکړه کوونکى دى .

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۹۶﴾ =  او كه د ښارونو او اباديو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې درلودای؛ نو موږ د اسمان او ځمكې د بركتونو ورونه پرې پرانستل؛ خو (زموږ آیتونه او پېغامونه يې) دروغ وګڼل؛ نو موږ هم دوى د خپلو كړنو په سزا كې راونیول .

٩٦-  ايمان او تقوى؛ د الهي برکتونو کونجي: په تېرو آيتونو کې، چې د مجرمانو او سرغړاندو سختې سزاوې شرح شوې، چې کله له اسمانه د نېزونو په راکېوتو او له ځمکې د چينو په راخوټېدو (؛لکه د نوح (ع) توپان) او کله په تندر او اسماني کړيکو او کله د ځمکې وحشتناکو زلزلو ته پکې اشاره شوې وه؛ خو په دې آيت کې، دا حقيقت اوڅار – مطرح دى، چې دا سزاوې د انسانانو د کړنو غبرګون دى، که انسان پاک او ايمانوال وي، له اسمان او ځمکې د عذاب د را پرېوتو پر ځاى پرې له اسمانه او ځمکې الهي برکتونه راپرېووځي، دا پخپله انسان دى، چې برکتونه پر کړاوونو اړوي[44]. له امام صادق (رح) نه په يو روايت کې لولو: ((د يو کال باران هم تر بل کاله لږ نه وي؛ خو خداى يې پر هغه ځاى وروي، چې يې خوښه شي، چې کله کوم قوم ګناه ته مخه کړه؛ نو پر هغه کال، خداى هومره باران ترې ستنوي، چې بايد پرې واوري او پر ځاى يې پر بېدياوو، سمندرونو او غرونو وروي[45])). شونې ده، په ذهن کې دا پوښتنه راولاړه شي، که ايمان او تقوى د ډول ډول الهي برکاتو د راکېووتو لامل وي او بې ايماني او ناپرهېزګاري د برکاتو د بندېدو لامل وي؛ نو ولې ځينې بې ايمانه ملتونه په ناز او نعمت کې ډوب دي او يو شمېر ايمانوال په سختۍ خپل روزګار تېروي؟ دوو ټکيو ته په پام مينوي، دا پوښتنه ځوابېږي:  ١- دا يوه ستره تېروتنه ده، چې وانګېرل شي، چې بې ايمانه ملتونه په ناز و نعمت کې پراته دي، چې دا تېروتنه له يوې بلې تېروتنې (؛يعنې شتمني د نېکمرغى لامل ګڼل) راولاړېږي . معمولا ً خلک فکر کوي، کوم ملت، چې پرمختللې ضايع ولري او شتمني يې ډېره وي؛ نو ښه نېکمرغه دى. حال دا که دې ټولنو ته سر ورننباسو او هغه دردونه له نژدې ووينو، چې روح او تن يې ځوروي؛ نو و به منو، چې ډېرى يې د ځمکې له خورا بېوزليو خلکو ځنې دي. له دې به تېر شو، چې دا نسبي پرمختګ يې د هغو آرونو (؛لکه زيار ايستل، نظم او د پازوالي ننګېرل – د مسووليت احساسول) د عملي کولو په پايله کې ترلاسه شوى، چې د انبياوو عليه م السلام په ښوونو کې شته .  ٢- خو داچې ويل کېږي، ايماني او متقي ټولنې روسته پاتې دي؛ نو دا خبره هله منو، چې له ايمان او  تقوا مطلب يوازې اسلام او د پېغمبرانو د ښوونو د لاروۍ تشه ادعا ده؛ خو پوهېږو، چې د ايمان او تقوا حقيقت د انسان او ټولنې په ګرد سره کړو وړو او د ژوند په چارو کې ورننووځي او دا چار يوازى په ادعا نه پوره کېږي. هو! اسلام يو څيز دى او موږ مسلمانان، بل څه يو[46].

أَفَأَمِنُوا مَكْرَ اللَّهِ فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۹۹﴾ = ايا دوى د الله له پټ تدبير او ناڅاپي نيونې ډاډمن دي؟؛ خو بې له زيانکارانو بل څوک ترې ځان خوندي نه بولي.

٩٩- ډار او هيله ؛ د رغنده خوځښتونو سرچينه: له الهي مکره نه بچېدل، د مسووليتو د ترسره کولو له دوده د ډار پر مانا او د دندو په ترسره کولو کې لنډون دى، چې تل بايد د مؤمنانو په زړونو کې دا ډار او الهي لورنې ته له ((هيلمنۍ)) سره يو رنګ وي. د دې دوو حالاتو يو رنګتوب، د ټولو رغنده خوځښتونو او فعاليتونو سرچينه ده او دا هماغه څه دي، چې د رواياتو په تعبير کې ((خوف او رجا)) ورته وايي او څرګنده شوې، چې مؤمنان تل ددې دواړو حالاتو ترمنځ وي؛ خو زيانکارو مجرمانو دا الهي سزاوې هېرې کړي، چې ځان يومخې په امنيت کې بولي[47]. له امام باقر (رح) نه روايت شوى دى: ((د هر مؤمن بنده په زړه کې دوه رڼاوې دي: د ډار رڼا او د هيلې رڼا. دا دواړه رڼاوې يو له بلې ډېرې نه دي او پوره يو له بل سره مساوي دي ))[48]. ان پېغمبرانو او امامانو هم ځانونه له الهي مکره او سزاوو خوندي نه ګڼل . له حضرت علي (ک) نه روايت دی : د دې امت پر ډېر نېک هم ، له الهي سزا خوندي مه وسه؛ ځکه خداى پاک ويلي دي : (( فلايامن مکر الله الا القوم الخاسرون [49].))

حَقِيقٌ عَلَى أَنْ لَا أَقُولَ عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۰۵﴾ = دا وړ ده، چې د الله په باب به يوازې حق (او رښتيا) وايو او ستاسې د پالونكي له لوري (مې) څرګند دليل درته راوړى؛ نو بني اسراييل راسره ولېږه.))

١٠٥- د حضرت موسى (ع) د حقانيت دليل : حضرت موسى ( ع) دې ټکي ته اشاره کوي، چې کلونه وړاندې د ځان له ډاره وتښتېدم، چې تاسې وژلم او اوس بې وسلې، يوازې له ورور هارون (ع) سره مې د فرعون ځواکمنې واکمنۍ او تاسې ته راغلم، خداى او سمې لارې ته مو رابلم، چې دا پخپله زما پر حقانيت خورا ستر دليل دى او که د خداى حکم نه واى ، جرات مې نه درلود، چې درشم؛ نو وړ ده چې يوازې د خداى لپاره حق ووايو او يوازې سمې خبرې ورمنسوب کړو[50].

 وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ ﴿۱۰۸﴾ = او خپل لاس يې له ګرېوانه راوايست؛ نو ناڅاپه ټولو كتونكيو ته تك سپين ځلېده.

١٠٨—يد بيضا: په رواياتو کې راغلي، چې ددې معجزې په راښکارېدو، د حضرت موسى (ع) لاس د ځلاند لمر په څېر ځلېده[51].  ان ويلي يې دي، چې رڼا يې د لمر تر رڼا ډېره وه؛ داسې چې له سختې رڼا ، کتل ورته ناشوني وو؛ لکه چې لمر ته کتاى نشو[52].

قَالَ أَلْقُوا فَلَمَّا أَلْقَوْا سَحَرُوا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ ﴿۱۱۶﴾ = (موسى) وويل : ((وغورځوئ .)) دوى چې (د خپلو كوډو وزلې) وغورځولې؛نو د خلكو پر سترګو يې جادو وكړ، و يې وېرول او ډېرې غټې كوډې يې وكړې .

١١٦- سحر : سحر د دوکې او چل ول پر مانا ده او کله په دې مانا هم ده چې د هر څيز عامل او انګېزه نامريي او پټه وي؛ نو ځکه ټول هغه کسان ساحر يا کوډګر دي، چې د خپلو لاسونو په بيړه خوځولو او په مهارت د شيانو په بدلولو کې ، مطالب په سرباندې – فوق العاده بڼه ښکاره کوي او همدغسې هغوی چې خلکو ته د موادو او ډول ډول څيزونو د کيمياوي او فزيکي ځانګړنو په ګټنې هېښنده اثار ښيي، پردې سربېره، معمولاً کوډګر اورېدوونکيو ته د خپل کار تکمیلولو لپاره له يو لړ اغېزناکو تلقينونو، اغراق او وحشتناکو غونډلو ګټنه کوي،چې پر اورېدونکيو او ليدونکيو سرباندې اروايي اغېز وشيندي. د فرعون د زمانې د کوډګرو په هکله چې په دې سورت او د قرآن په نورو سورتونو کې ګڼ شمېر آيتونه راغلي، ګټنه کېږي چې دا ټول لاملونه او وزلې يې کارولې. د (( سحروا اعين الناس؛ د خلکو پر سترګو يې کوډې وکړې)) او د ((استرهبوهم؛خلک يې وډارول)) او په نورو سورتونو کې چې نور تعبيرات راغلي، ټول پردې حقيقت ګواه دي[53].

١١٦- د فرعون د کوډګرو د کوډو دبدبه : قرآن د (( وجاء وا بسحر عظيم )) په غونډله په رانغښتي ډول، دې واقعيت ته اشاره کړې، کوډګرو، چې کومه ننداره رادبره کړه، ډېره مهمه او شمېرل شوې وه ، که نه دلته د ((عظيم)) ویی – کليمه نه کارېده . تردې آيتونو او په څېر آيتونو لاندې يې له تواريخو، رواياتو او د مفسرانو له خبرو هم ددې نندارې پراخ اړخونه ښه راڅرګندېږي. د ځينو مفسرانو په وينا، په لس ګونو زره کوډګروو او کومې وزلې يې، چې کارولې، شمېر يې هم په لس ګونو زره وه او دې ته په پامنيوي، چې په هغه پېر کې په مصر کې پرېمانه ټکره او مجرب کوډګر وو؛ نو په دې موضوع کې خو څه تعجب نه پاتېږي، په تېره دا چې قرآن د طه سورت په ٦٧ آيت کې وايي : (( فاوجس فى نفسه خيفة موسى ))؛يعنې هغه ننداره دومره ستره او وحشتناکه وه چې ان موسى (ع) هم په زړه کې لږ وډار شو[54] ؛ که څه په نهج البلاغه کې د حضرت علي (ک) د وينا له مخې ، ډار يې له بل څيزه وه : (( که موسى وډار شو؛ نو پر ځان نه ډارېده؛ بلکې د ناپوهانو او بېلاريو له لاسبرۍ ډارېده ))[55].

قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّ هَذَا لَمَكْرٌ مَكَرْتُمُوهُ فِي الْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا مِنْهَا أَهْلَهَا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ﴿۱۲۳﴾ = فرعون وويل :(( زما تر اجازې مخكې مو ايمان پرې راووړ؟ هرومرو دا خو يو چل دى، چې په ښار کې مو جوړ كړى، چې اوسېدونكي يې له دې ځايه کډوال کړئ؛ خو ژر به پوه شئ (چې څه درسره کوم)!

  ١٢٣ –ناوړه ښکېلاک: ښايي فرعون په دې غونډله ((آمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ)) غوښتل هم موسى ( ع) ته سپکاوى وکړي او هم ښيي، چې زه هم د حقيقت لټوونکى او حقيقت غواړى يم او که د موسى (ع) په چار کې څه واقعيت واى؛ نو پخپله مې خلکو ته اجازه ورکوله چې ايمان راوړي؛ خو دا بيړه مو ښيي چې نه يوازې څه حقيقت نشته؛ بلکې د مصريانو پر ضد يو ډول دسيسه روانه ده، همدغسې ښيي، چې فرعون دومره د واکمنۍ او چوکۍ لېونتوب راخستى و چې يې ويل: مصريان حق نه لري بې اجازې يې څه چار يا خبره وکړي؛ بلکې تردې ورهاخوا، بې اجازې يې ، د فکر کولو او ايمان راوړو حق هم نه درلود. دا د ښکېلاک یو ناوړه ډول دى، چې يو ملت دومره مريی او بند کړي چې ان د فکر کولو او پر چا يا يو ښوونځي د ايمان راوړو حق هم و نه لري . دا هماغه کړلار ده، چې په ((نوي ښکېلاک)) کې هم کارول کېږي؛ يعنې نوي ښکېلاګر يوازې په وټيز، سياسي او ټولنيز ښکېلاک بسيا او قناعت نه کوي؛بلکې هڅه کوي د خپل چار جرړې په انديز ښکېلاک پياوړې کړي [56].

وَمَا تَنْقِمُ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِآيَاتِ رَبِّنَا لَمَّا جَاءَتْنَا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ ﴿۱۲۶﴾ = او (ته) مو ځكه غندې، چې زموږ د پالونكي نښې، چې راوړاندې شوې (؛ نو) و مو منلې . پالونكيه! پر موږ صبر ووروه (او موږ ښه زغمناك كړې؛) او مسلمانان مو مړه كړې.))

١٢٦- د فرعون د کوډګرو اروايي اوښتون : په رښتيا د کودګرو په اروا کې چې کوم هېښنده اوښتون رادبره شو ؛نو د تامل او تدبر وړ دى،څرنګه هغه وګړي ،چې د موسى (ع) خورا سرسخته دښمنان وو او د ده د دين او سټې په له منځه وړو پسې يې مټې رابډ وهلې وې ، پر سرښندونکيواو زغمناکو مؤمنانو واوښتل ؟ د رواياتو او تواريخو له مخې، هغوى دومره په لار کې له زغمه کار واخست، چې فرعون خپل ګواښونه عملي کړل او د بدن ټوټې يې د نيل سیند پر غاړه د کجورو په ونو کې راځوړندې کړې او په دې توګه د نړۍ د ازادي غواړيو نارينه وو په کتاب کې يې له وياړه ډکې نامې ثبت شوې او د ستر مفسر؛ طبرسي په وينا: ((ګهيځ، کوډګر کافران ول او ماښام د خداى د لارې نېکچاري شهيدان [57]! )).

وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ ﴿۱۲۷﴾ = او فرعون ته یې د قوم مشرانو وويل : (( ايا موسى او قوم يې همداسې پرېږدې، چې پر ځمكه فساد خپور كړي، تا او خدايان دې پرېږدي؟! ويې ويل : ژر به یې زامن ووژنم او ښځې (لوڼې) به يې ژوندۍ پرېږدم (چې چوپړيانې مو وي) او په رښتینه کې موږ پرې زورور يو .))

١٢٧- د بوتپالي بوت : له دې آيته پوهېږو، چې فرعون یو لړ خدايان درلودل چې يې نمانځل؛ البته په نورو آيتونو کې راغلي چې پخپله يې هم ځان خداى ګاڼه؛ لکه د نازعات سورت په ١٢٤ آيت کې يې له خولې لولو: (( او و يې ويل : زه مو غوره پالونکى يم )) دا مطلب په نورو امتونو کې هم وه. په تاريخ کې راغلي، چې خلکو، په روم او نورو هېوادونو کې ، د ټبرونو مشران نمانځل او هغوى هم خپل نېکونه يا بوتان نمانځل[58].

١٢٧- فرعون او د بني اسرائیلو د مقاومو نارینه وو د ځپلو سياست يې : دلته فرعون په يوې ژورې مبارزې لاس پورې کوي او داسې يو چار ته هوډمنېږي، چې بيخي د بني اسراييلو ځواک وځپي: دا چې د بني اسراييلو د زامنو په وژنه، جنګيالي او مبارزين يې له منځه بوځي او ښځې او نجونې يې مينزتوب او چوپړ ته پرېږدي. دا د نوي او زوړ ښکېلاک دود دى چې د هر ملت ټکره او رغانده وګړي له خپلو سياستونو او ګټو سره په يو جغ کې تړي يا يې له منځه وړي يا په بېلابېلو وزلو د نارينتوب اومړانې روحيه پکې وژني او ناکارنده – غيرفعال وګړي پرېږدي[59].

فَإِذَا جَاءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوا لَنَا هَذِهِ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُوا بِمُوسَى وَمَنْ مَعَهُ أَلَا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِنْدَ اللَّهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۳۱﴾ = موسى خپل قوم ته (د ډاډېينې لپاره) وويل : ((له خدايه مرسته وغواړئ او صبر كوئ،چې ځمكه (يوازې) د “الله” ده او له خپلو بندګانو يې چې چاته خوښه شي،پاتوړی یې ګرځوي او د متقیانو پاى ښه ده .)) 

١٣١ – فال او تفال د اسلام له ليدلوري: ((يَطَّيَّرُوا)) د تطبر له مادې د بدفال نيولو پر مانا ده او آريزه جرړه يې، طير(= الوتونکى )) دى. دا چې غالباً عربانو په الوتوونکيو بدفال نيوه او کله يې د کارغه غږ په بدفال نيوه او کله يې له کيڼ لاسه د کوم الوتونکي الوتل د بدمرغۍ نښه ګڼله؛ نو تطير په مطلق ډول د بدفال نيوو پر مانا راغلې ده . فرعونيانو چې موسى ( ع) او ملګري يې په بدفال نيولي وو ، قرآن يې په ځواب کې وايي : باخبر وسئ! هغوى چې د کومو بدمرغيو او تنګسو په لومه کې راګېر ول، سرچينه يې د خداى له لوري وه، چې غوښتل يې د خپلو شومو کړنو په پايله کى يې راګېر کړي؛ خو ډېرى يې نه پوهېږي. ښايي همېشه په انسانانو او بېلابېلو قومونو کې، ښه او بدفال دود درلود ، ځينې چارې يې په ښه فال نيوې او د کار د پرمختګ او بريا دليل یې ګاڼه او ځينې چارې يې په بدفال نيوې او د ماتې دليل يې ګاڼه ؛ حال دا چې له دې ډول چارو سره د بريا يا ماتې هېڅ ډول منطقي او سوليزه اړيکه نه وه؛ په تېره بدفال چې غالباً خرافي نامعقول اړخ يې درلود او لري يې. دا دواړه که څه طبيعي اغېز نه لري؛ خو بېشکه اروايي اغېز درلوداى شي. غالباً نېک فال د هيلمنۍ او خوځښت لامل دى؛ خو بدفال د نهيلۍ ، سستۍ او ناوسۍ لامل دى. ښايي له همدې لامله په اسلامي رواياتو کې د نېک فال نيونه نهې شوې نه ده؛ خو بد فال سخت غندل شوى دى . له پېغمبر اکرم(ص) څخه په يوه مشهور حديث کې راغلي دي : ((( تفالوا بالخير تجدوه ؛ چارې په ښه فال ونيسئ (او هيلمن وسئ )، چې ور ورسئ)) ؛ خو قرآن او رواياتو، بدفال سخت غندلى دى . د نبي کريم (ص) په يوه حديث کې لولو: (( الطيرة شرک؛ د بد فال نيونه ( او د انسان په برخليک کې يې اغېزمن ګڼل ) له خداى سره يو ډول شرک دى )).  دغسې لولو، که فال بد اغېز ولري؛ نو اروايي اغېز به وي . امام صادق (رح) ويلي دي :(( د بد فال اغېز دومره دى چې يې منې. که يې اسان ونيسې، اغېز به يې لږ وي او که يې ټينګ ونيسې ، خورا اغېزناک به وي او که اعتنا ورته و نه کړې، هېڅ اغېز به و نه لري [60].))

فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُفَصَّلَاتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُجْرِمِينَ ﴿۱۳۳﴾ =  نو (موږ يو په بل پسې ناورينونه پرې ورکوز کړل : ) توپان، ملخان، کنې، چونګښې او د وينو باران مو پرې ورحواله کړل،چې دا ټولې نښې مو بېلابېلې وښوولې (؛خو بيا هم راويښ نشول او) لويي يې وکړه، دوى بدچاري ول .

١٣٣—فرعونيانو ته ډول ډول عذابونه : مفسرانو ويلي، چې چونګښې خورا ډېرې شوې؛ داسې چې خوړو، ان جامو او د ويدېدو ځاى ته يې تلې . همدغسې د وينې په اړه يې ويلي دي: فرعونيانو ته د نيل رود او ويالې او په ټوليز ډول ټولې اوبه په وينو اوړېدلې وې ؛ خو د موسى (ع) قوم ته دا ډول نه و؛ يعنې فرعونيانو وينه څښله؛ خو هماغه وينه د موسى (ع) قوم ته خوندورې اوبه وې

وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوا يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ لَئِنْ كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۱۳۴﴾= او چې کله به کوم ناورين پرې راغې ويل يي : (( موسى! پالونكي دې، چې كومه ژمنه درسره كړې، ترې وغواړه، چې عملي يې كړي، كه له موږ دې دا ناورين ايسته كړ؛ نو هرومرو ايمان راوړو او بني اسراييل درسره لېږو.)) 

١٣۴— له موسى (ع) سره د خداى ژمنه : له موسى(ع) سره يې د خداى له کړې ژمنې منظور دا و، چې خداى پر ځان لازم کړي ول، که موسى (ع) ترې څه وغواړي، ور يې کړي[61].

وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُوا يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الْأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَى عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ بِمَا صَبَرُوا وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُوا يَعْرِشُونَ ﴿۱۳۷﴾ = او موږ هغوى چې (د ظلم او تېري له لامله) كمزوري او بېوسې کړای شوي ول، د بركتي ځمكې، د ختيځ او لويديځ پاتوړي كړل او د بني اسراييلو په باب ستا د پالونكي د احسان ژمنه د دوى د زغم له لامله پوره شوه او فرعون او فرعونيانو،چې څه (دنګې ماڼۍ) ودانولې او (د څپرو څه باغونه يې،چې) لوړكړي ول، (دا ټول) مو له منځه يووړل .

١٣٧- مکه او شامات؛ دوه برکتي ځمکې : له دې برکتي ځمکې منظور، شام او فلسطين دي؛ ځکه خداى يوازې د ځمکى دوه ځايونه برکتي ياد کړي دي: يوه کعبه او بله سپېڅلې ځمکه ،چې د فلسطين په چاپېريال کې ده[62].

وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْا عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَهُمْ قَالُوا يَا مُوسَى اجْعَلْ لَنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ ﴿۱۳۸﴾ = او موږ بني اسراييل (روغ رمټ) له سمندره پورې ايستل؛(ناڅاپه) پر لار پر يوه داسې قوم تېر شول، چې تر خپلو بوتانو په مينه او تواضع راچاپېره شوي ول . (دغه وخت بني اسراييلو) موسى ته وويل : ((ته هم موږ ته ددې خلكو د معبودانو (او خدايانو) په څېر يو “معبود” جوړ كړه .)) موسى ورته وويل : ((په رښتینه کې تاسې يو ناپوهه قوم ياست! او (بوت نمانځنه د عاقلانو چار نه دى ) .

١٣٨- بني اسراييل؛ توکیزپالي او بوتپالي: بني اسراييل د حضرت موسى (ع) تر بعثت وړاندې د خپل نيکه حضرت ابراهيم (ع) پر دين وو او اسحاق، يعقوب او يوسف عليهم السلام پکې په پېغمبرۍ رالېږل شوي وو او دوى د شرک نفې او توحيد ته بلنه ورکوله او دا چې خداى مادي او جسماني نه دى، بڼه او اندازه نه لري؛خو په قرآن کې د بني اسراييلو له داستانونو څرګندېږي،چې هغوى يو توکیز او حسي قوم و او له مادې ورهاخوايې څه نه منل او که د خداى په هکله يې څه ويل؛ نو تشريفاتي خبرې وې او حقيقت يې نه درلود او ګروهه يې پرې نه درلوده؛ ځکه په کلونو کلونو د بوتپالو فرعونيانو او قبطيانو په په ولکه کې راگېر وو؛ نو ځکه بوتپالنه د بني اسراييلو په خټه کې اغږل شوې وه ، که څه توکمیزو تعصبونو اړ کري وو،چې په تشريفاتي ډول د خپلو نیکونو دين وساتي . له همدې لامله ، ډېرو يې له خدايه توکیز او جسمي انځور درلود او چې موسى (ع) به څه له الهي معارفو او پوهاويو ورته ويل؛ نو په خپل ذهن کې يې توکیز انځورنه ترې راپنځول؛ نو ځکه پر لار، چې يو بوتپالي قوم ته ورسېد، خوښ يې شو، چې په څېر يې بوتان ولري؛ نوځکه يې له موسى (ع) وغوښتل، چې يو بوت ور جوړ کړي، چې تواضع او عاجزي ورته وکړي . په يوه روايت کې راغلي چې يو يهودي پر اسلام او مسلمانانو د پېغور لپاره، حضرت علي (ک) ته وويل : د خپل پېغمبر له مړينې مو دېرش کاله تېر شوي نه دي، چې يو د بل پر وړاندې مو تورې را وايستې. آنحضرت وويل : ((خو ستاسې يهودو، له سمندره مو لا پښې وچې شوې نه وې، چې خپل پېغمبر ته مو وويل : په څېر يې يو معبود راجوړ کړه [63].)

وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۱۴۲﴾ = او له موسى سره مو د دېرشو شپو ژمنه ايښې وه، بيا مو پر لسو (نورو شپو) پوره كړې او په دې توګه د خپل پالونكي ټاكلې موده ورسره پوره څلوېښت شپې شوه او موسى (د تلو پر وخت) خپل رور هارون ته وويل :(( په قوم كې مې ځايناستى وسه او(چارې يې) سمې کړه او د ورانکارو پر لار مه ځه .))

١٤٢- د موسى (ع) د میعاد په هکله د يوې پوښتنې ځواب : شونې ده، ذهن ته دا پوښتنه راشي، چې ولې د څلوېښتو شپو ژمنه يو ځاى ويل شوې نه ده او ړومبى وايي: دېرش شپې او بيا لس شپې پرې د ژمنې پوره کولو لپاره ورزياتوي . په ځواب کې وايو، که څه په رښتینه کې ژمنه څلوېښت شپې وې؛ خو خداى د بني اسراييلو ازمېښت ته ، موسى(ع) ړومبى درېرش ورځې میعاد ته راوباله، بيا يې موده وغځلوله چې د بني اسراييلو منافقان له مؤمنانو جلا شي . له امام باقر (رح) نه روايت شوى دى : (( هغه مهال، چې موسى(ع) الهي ژمنځای ته ورغى؛ نو خپل قوم ته يې ويلي ول، چې نشتون به يې تر دېرشوو ورځو ډېر نشي؛ خو چې خداى پرې لس ورځې ورزياتې کړې، بني اسراييلو وويل : موسى له ژمنې  اوختى او ورپسې خوسي پالي شول)) له رواياتو ګټنه کېږي، چې دا څلوېښت ورځې، د ذېقعدې له پيله شروع او د ذې حجې (لوى اختر) پر لسم پاى ته رسېدلي دي . همداراز، په آيت کې، چې د (څلوېښت شپو) تعبير راغلى، نه د څلوېښت ورځو، دليل يې دادى، چې په ظاهره، له پالونکي سره د حضرت موسى(ع) مناجات او خبرې اترې، ډېری په شپه کې وې[64].

١٤٢- علي (ک) پېغمبر (ص) ته داسې و؛ لکه هارون (ع) چې موسى (ع) ته و : د اهلسنتو او شيعه وو ډېری مفسرانو تردې آيت لاندې د ((منزلت )) مشهور حديث ته اشاره کړې او ويلي يې دي: د نبې کريم (ص) يوګڼ شمېر اصحابو ( رضى الله عنهم) د تبوک غزا په هکله روايت کړى : پېغمبر(ص) تبوک ته ولاړ او علي (ک) يې پر خپل ځاى پرېښود. علي (ک) وويل : ما کوچنيانو او ښځو ته پرېږدې (او اجازه نه راکوې، چې جهاد ته درسره ولاړ شم)؟ پېغمبر اکرم(ص) وويل : ايا خوښ نه يې، چې راته داسې وسې؛ لکه هارون، چې موسى (ع) ته و؛ خو دا چې تر ما روسته به څوک پېغمبر نه وي[65] ؟))

وَلَمَّا جَاءَ مُوسَى لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنْظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَنْ تَرَانِي وَلَكِنِ انْظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي فَلَمَّا تَجَلَّى رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ مُوسَى صَعِقًا فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۴۳﴾ = او چې كله موسى زموږ ژمنځاى (طور) ته راغی او پالونكي يې خبرې ورسره وكړې، موسى وویل : ((پالونكيه ! (ځان) راوښيه،چې و دې ګورم .)) و يې ويل : (( هیڅکله مې لیدای نشې؛ خو دې غره ته وګوره، كه پرخپل ځاى ولاړ پاتې شو؛ نو ليداى مې شې.)) ؛خو چې پالونكي يې پر غره تجلي وکړه؛ نو غر یې ذرې ذرې کړ او موسى بېسده پرېووت؛ نو چې په سد شو، و یې ویل : (( خدايه ! ستا ذات (تر دې) پاك دى (چې په سترګو دې وینم) تا ته مې توبه ده او تر ټولو لومړنى مؤمن يم .))

 ١٤٣- ولې موسى (ع) له خدايه د ليدو غوښتنه وکړه : خورا څرګند ځواب يې دادى، چې موسى (ع) د خپل قوم له ژبې دا غوښتنه وکړه؛ ځکه يو شمېر ناپوهو بني اسراييلو ټينګار کاوه، چې بايد خداى وويني، چې ايمان راوړي[66] او موسى (ع) د خداى له لوري وګومارل شو، چې دا غوښتنه مطرح کړي، چې ټول کافي ځواب واوري . د معصومينو عليهم السلام ځينې روايتونه هم دا مطلب تاييدوي[67].

قَالَ يَا مُوسَى إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالَاتِي وَبِكَلَامِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُنْ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۱۴۴﴾ = (الله) وويل :(( په رښتيا ما په خپلو پيغامونو او (درسره) په خپلو خبرو كولو، پر ټولو خلكو غوره كړې؛ نو څه چې مې دركړي، واخله او له منندويانو ځنې اوسه .))

١٤٤-  له موسى(ع) سره د خداى تعالى د خبرو کولو دود : له ګڼ شمېر آيتونو ګټنه کېږي، چې خداى له موسى (ع) سره خبرې وکړې او دا خبرې په فضا يا په اجسامو کې د غږيزو څپو د پيدايښت له لارې وې چې کله دا څپې د موسى(ع) غوږونو ته د ايمن وادۍ د ونې په ترڅ کې او کله په طور غره کې وررسېدې. دا کلام داسې و، چې موسى (ع) يقين درلود، چې د خداى له لوري او ورسره د خبرو کولو لپاره دى . موسى (ع) ته دا پوهه، د وحې او الهام له لارې ورکړاى شوې وه یا له نورو قراينو .

وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الْأَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا بِأَحْسَنِهَا سَأُرِيكُمْ دَارَ الْفَاسِقِينَ ﴿۱۴۵﴾ = او ده ته مو د هرې موضوع په باب نصيحت او د هر شي په باب لارښوونې (د تورات) پر تختو ليكلې وركړې او ورته مو وويل : نو دا په ټينګه واخله او خپل قوم ته دې ووايه : ((په غوره توګه دې عمل پرې وكړي (او څوک چې مخالفت ورسره وكړي، سزا يې دوزخ دى) ژر به د بد چارو هستوګنځى دروښيم .))

 ١٤٥- د تورات لوحې: د آيت ظاهر خو دادى، چې خداى پر موسى(ع) لوحې رانازلې کړې ، چې د تورات شرايع او قوانين پکې کښل شوي ول؛ خو په قرآن که د لوحو د څرنګوالي په اړه ويينه شوې نه ده، چې له کوم جنس او مادې وې. الواح، د لوحې جمع او د يوې تختې پر مانا ده، چې يو څه پرې ليکي. په تفاسېرو کې د موسى عليه السلام د لوحو د څرنګوالي او جنسيت په باب بېلابېل احتمالات راغلي، چې يو یې هم پرېکنده اړخ نه لري او ډاډ پرې نه کېږي[68].

١٤٥— د ډېرو ښو چارو ټاکنه : دا چې په مخکې آيت کې لولو، چې ((په غوره احکامو دې يې عمل وکړي)) په دې مانا نه ده، چې په احکامو کې بد، ښه او ډېر ښه وو او دنده يې درلوده ، چې ښه يې وټاکي او بد دې خوشې کړي؛ يا ښه او ډېر ښه وي او موظف وو، چې يوازې ډېر ښه يې وټاکي؛ بلکې کله د ((افعل التفضيل)) (غوره او ډېر غوره صفت) صيغه د مشبهه صفت پر مانا راځي او په دې آيت کې همدغسې دي. په آيت کې دا احتمال شته، چې احسن د غوره پر مانا وي؛ دې ته اشاره، چې په دې لارښوونو کې، د (قصاص او غچ په څېر) چارې مجاز ګڼل شوي او (د عفوې او تېرېدنې په څېر) يو شمېر چارې ترې غوره ښوول شوي؛ خو لارويانو ته دې ووايه، چې څومره کړاى شي، غوره دې وټاکي؛لکه – بې له ځانګړو ځايونو- پر کسات د تېرېدنې غوره کول[69] .

وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَى مِنْ بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ أَلَمْ يَرَوْا أَنَّهُ لَا يُكَلِّمُهُمْ وَلَا يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا اتَّخَذُوهُ وَكَانُوا ظَالِمِينَ ﴿۱۴۸﴾ = او د موسى قوم (د طور غره ته) د ده ( تر تلو) روسته له خپلو ګاڼو د خوسي (پژۍ) مجسمه جوړه كړه، چې د خوسي رمباړه ترې راوته، ايا نه يې ليدل،چې نه خبرې ورسره کوي او نه څه لار ورښيي ؟! (؛ خو بيا یې هم) په خدايي ونيو او [مشرکان] شول.

١٤٨- د سامري خوسى : ((خُوَارٌ)) د غوا يا خوسي رمباړې ته وايي. يو شمېر مفسران ګروهن دي، چې سامري په خپلو معلوماتو د زرين خوسي په سينه کې ځانګړې نله ايښې وه، چې لږه هوا ترې تېرېده او له خولې يې رمباړه وته، ځينې نور وايي : خوسى يې باد ته داسې ايښى و، چې پر خولې يې (چې په ځانګړي ډول جوړه کړې وه) د باد لګېدو پر مهال يو غږ ترې اورېدل کېده؛ خو د ځينو مفسرانو دا وينا په قرآن کې څه شاهد نه لري، چې یې ويلي : سامري د جبرييل د تر پښو لاندې خاوره واخسته او په خوسي کې يې واچوله، چې د ژوندي خوسي په څېر شو او طبيعي غږ يې درلود. د (( جسداً) کليمه پردې ګواه ده، چې څاروى خو څه ژوندى نه و؛ بلکې بې ساه تنه وه . په هر حال سامري د موسى د قوم په اړه معلومات درلودل، چې کلونه کلونه يې په محرومیت او بې برخېتوب کې تېر کړی او د ماده پالۍ روحيه هم پرې لاسبرې ده او زر و زيور (پيسو او چل ول) ته په ډېر درناوي قايل دي؛ نو خپل خوسى يې له سرو جوړ کړ، چې ځان ته د مريانو پام راواړوي[70].

وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِنْ بَعْدِي أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي فَلَا تُشْمِتْ بِيَ الْأَعْدَاءَ وَلَا تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۱۵۰﴾ = او چې كله موسى (د طور له غره) غوسناک او غمجن خپل قوم ته راستون شو، ويې ويل : ((تر ما روسته مو زما ډېره ناوړه ځايناسته وكړه (او زما دين مو ضايع كړ) . ايا تاسې د خپل پالونكي د فرمان (او د هغه د ژمنې د وخت د اوږدېدو) په باب بيړه وكړه (او ژر مو قضاوت وكړ) ؟!)) او (د تورات) تختې یې وغورځولې او د خپل رور (هارون) سر يې ونيو (او غوسه يې) ځان ته راکښه . (هارون) وويل : (( زما د مور بچیه! دې ډلې (راباندې دباو راووړ) بېوسی يې كړم او نژدې یې وژلى وم؛ نو غلیمان راباندې مه خوشحالوه او په ظالمانو كې مې مه شمېره.))

١٥٠- د خداى د فرمان په اړه بيړه: د آيت ظاهر راښيي، مطلب دادى، چې تاسې له دېرشو شپو څخه څلوېښتو شپو ته د مودې د غځېدو په باب د خداى د فرمان په اړه بېړه وکړه او ژر ورمندون مو وکړ او زما نه راتګ مو پلمه کړ،چې مړ شوى يا له ژمنې اوختى دى؛ حال دا لازم و، لږ درنګ مو کړى واى، چې څو ورځې تېرې شي او د چار حقيقت څرګند شي[71].

١٥٠- د خوسي پالنې پر وړاندې د موسى (ع) غبرګون : د قرآن له نورو آيتونو په تېره د طه سورت له ٩٢ او٩٣ آيتونو ګټنه کېږي، چې حضرت موسى(ع) هارون(ع) سخت ټپسورى کړ او ورچغه يې کړه: ((هارونه! چې دې وليدل، بېلاري شوي؛ نو څه منع کړې، چې لاروي مې و نه کړې؟! ايا زما له امره دې سرغړونه وکړه؟)) په دې غبرګون کې دوه ټکي پراته دي: له يوې خوا د بوتپالنې پر وړاندې د موسى (ع) دنننى حال، سخت خپګان او ناقراري يې څرګندوي او بلخوا يوه اغېزمنه وزله ده، چې د بني اسراييلو ماغزه يې وخوځول او د دوى د کړنو سرباندې – فوق العاده بدرنګوالي ته يې ورپام کړ؛ نو ځکه دې حقيقت ته په پام، چې بې ددې سخت غبرګون له ښودو، بنې اسراييلو کله هم د خپلو تېروتنو اهميت او ژورتيا ته پام نه ورګرځاوه او شونې وه، چې د اذهانو په تلونو کې يې د بوتپالنې اغېزې پاتې شي،چې دا کار نه يوازې دا چې رټل شوى نه و؛ بلکې لازم او واجب ګڼل کېده[72].

وَاخْتَارَ مُوسَى قَوْمَهُ سَبْعِينَ رَجُلًا لِمِيقَاتِنَا فَلَمَّا أَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُمْ مِنْ قَبْلُ وَإِيَّايَ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَاءُ مِنَّا إِنْ هِيَ إِلَّا فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَنْ تَشَاءُ وَتَهْدِي مَنْ تَشَاءُ أَنْتَ وَلِيُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الْغَافِرِينَ ﴿۱۵۵﴾ = او موسى زموږ ژمنځي ته د خپل قوم اويا تنه غوره کړي ول [چې د الله کتنه يې غوښته] او چې كله دوى یوې سختې زلزلې راګېر کړل (او هلاك شول)؛ نو موسى وويل : ((پالونكيه ! كه تا غوښتي واى؛ نو تردې له مخه دې، دوى او زه هلاكولاى شول . ايا ته مو، زموږ د بې عقلانو د كړنو (په سزا كې) هلاكوې؟ دا خو يوازې ستا يوه ازمېينه ده، چې چا ته دې خوښه شي (او وړ يې وګڼې؛ نو) بېلارې كوې يې او چا ته دې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي؛ نو) سمه لار ورښيې . ته مو پالندوى (او مرستندوى) يې؛ نو و مو بښه او راولورېږه او ډېر غوره بښونکى يې .

١٥٥- له خداى سره د موسى (ع) د ميقاتونو شمېر: دا چې موسى (ع) له خپل پالونکي سره يو يا ډېر ميقات يا ميعاده درلودل، مفسرانو پرې خبرې اترې کړي او هر يو د مطلب جوتولو ته، له قرآني آيتونو شواهد راوړي. د آيتونو او رواياتو له ټولګې په نظر رسي، چې موسى (ع) يوازې يو ميقات درلود، چې دا هم د يو شمېر بني اسراييلو په خوښه و، او په همدې ميعاد کې، خداى پرې د تورات لوحې ورنازلې او له موسى(ع) سره يې خبرې وکړې او په همدې ميقات کې بني اسراييلو موسى (ع) ته وړانديز وکړ، چې له خدايه وغواړه، چې ځان راوښيي او هم همدلته ول، چې تندر راپرېووت يا زلزله وشوه او موسى (ع) بېسده شو او بني اسراييل پر ځمکه ولوېدل[73].

١٥٥- هلاک شوي، بيا راژوندي کېږي : د حضرت موسى (ع) دا غونډله د نیوکې له مخې نه وه؛ بلکې په دې خبره يې الهي لورنه رااړوله، چې خداى په خپلې لورنې هغه ګناهګاران بېرته ژوندي کړي، چې د خپلې ناسمې غوښتنې (؛يعنې د خداى ليدل) په پار هلاک شوي وو؛ ځکه ډارېده، چې بني اسراييل به يې تورن کړي، چې ولې اويا تنه هلاک شول او موسى به يې د هلاکت لامل ګڼي او بيخي به کافر او له دينه وګرځي؛ نو موسى په زاريو خداى ته وويل : ((ايا ته مو، زموږ د بې عقلو د کړنو (په سزا کې) هلاکوې؟ ))؛ يعنې ستا له لورنې لرې ده، چې يو قوم يې د بې عقلو د تېروتنو په پار هلاک کړې؛ ځکه هلاکت به يې د ګردو بني اسراييلود بېلارۍ لامل شي. بيا يې وول : (( دا خو يوازې ستا يوه ازمېينه ده، چې چا ته دې خوښه شي (او وړ يې وګڼې؛ نو) بېلارې کوې يې او چې چا ته دې خوښه شي (او وړ يې وبولې؛ نو) سمه لار ورښيې)) مطلب يې داو چې ستا له سنتو لرې ده، چې تر ازمېښت لاندې خلک هلاک کړې. په هر حال په دې غونډلو يې له خدايه غوښتل، چې اويا تنه ژوندي کړه او پېغمبر يې د خپل قوم له تور او بني اسراييل له بې لارېتوبه وژغوره[74]. د آيتونو او رواياتو له ټولګې ګټنه کېږي، چې په پايله کې هلاک شوي بيا راژوندى شول او له موسى (ع) سره يو ځاى بني اسراييلو ته ستانه شول او چې څه يې ليدلي وو، ورته يې څرګند کړل او د بې خبرو خلکو پر خبرولو لګيا شول[75].

وَاكْتُبْ لَنَا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ إِنَّا هُدْنَا إِلَيْكَ قَالَ عَذَابِي أُصِيبُ بِهِ مَنْ أَشَاءُ وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُمْ بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۵۶﴾ = او په دنيا او اخرت كې نېكي راوليكه؛ ځكه موږ ستا لوري ته درګرځېدلي يو.)) (الله ددې غوښتنې په مقابل كې موسى ته) وويل : (( زه خو خپل عذاب چا ته چې وغواړم، وررسوم او زما رحمت پر هر څه خپور دى او هغوى ته به يې ژر ور پر برخه کړم،چې پرهېزګاري وكړي او زكات وركړي او هغو کسانو ته چې زما پر آيتونو ايمان راوړي .

١٥٦- په دنیا او آخرت کې نېکي : په دنيا او آخرت کې له ښېګڼې او نېکيو مطلب په دنيا او آخرت کې پاک ژوند دى . د خداى په لار کې يون او هغې لارې ته التزام، چې خداى د انسان په فطرت کې ايښې ده، انسان په دنيا او آخرت کې سپېڅلي او ښه ژوند ته ورسيخوي[76].

١٥٦- د الهي لورنې پراخ لمن: شونې ده، چې د پالونکي دا پراخه لورنه دنیوي نعمتونو او برکتونو ته اشاره وي، چې ټول رانغاړي او نېکچاري او بدچاري ترې برخمنېږي او هم کېداى شي ټولو توکیزو او مانیزو – مادي او معنوي لورنو ته اشاره وي؛ ځکه مانیزې لورنې په يو قوم او ټولنې پورې ځانګړې نه دي؛ که څه یو څوک په شرايطو رانغاړي . په بل تعبير، ټولو ته د خداى د لورنې ورونه پرانستي او دا پخپله خلک دي، چې بايد هوډمن شي او له دې وره ورننووځي او که څوک د ورننووتو شرايط چمتو نکړي، پر خپل تقصير يې دليل دى، نه د خداى د رحمت محدودوالی؛ خو دا چې ځينې و نه انګېري، چې د توبې قبلېدل يا د پالونکي پراخ رحمت، بې قيد و شرط او بې حساب و کتاب دى، د آيت په پاى کې زياتوي: ((فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ… ؛ نو هغوى ته به يې وليکم،چې پرهيزګاري او …. وکړي [77])).  تر دې آيت لاندې له امامانو په راغليو رواياتو کې لولو، چې خداى د خپل رحمت ډېره لږه برخه په دنيا کې ايښې ده، چې په دنيا کې د ټولو موجوداتو ژوند د همدې رحمت په پار دى؛ خو په آخرت کې يې ټول رحمت مؤمنانو او پرهېزګارانو ته دى. د الهي رحمت او بښنې په هکله ډېر ښکلي او زېري ورکوونکي روايات راغلي، له پېغمبراکرم (ص) څخه روايت دى: (( پر هغه قسم، چې زما ساه يې په واک کې ده، خداى په قيامت کې داسې بښنه کوي، چې ابليس هم هيلمنېږي، چې ښايي خداى يې وبښي))[78].

الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۵۷﴾ = (نو نن دا رحمت) د هغوى (په برخه دى) چې (د الله) د استازي ،”اُمي” پېغمبر لاروي كوي، چې (نامه او ځانګړنې) یې په تورات او انجيل كې ورسره ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر،چې) د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر ورته كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، پاك څيزونه ورته حلالوي او ناپاكه ورباندې حراموي او (له اوږو او غاړو) یې درانه پېټي او بندیزونه (او تړونونه) لرې كوي؛ نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى، درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي،چې ورسره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

١٥٧- امي پېغمبر: په قرآن کې د ((امي)) اصطلاح د هغه انسان پر مانا ده، چې (ته وا) له موره زيږېدلى او د لوست لیک له اړخ يې وضع تغيير کړى نه دى او لکه څنګه یې چې د زوکړې په لومړيو ورځو کې يې د لوست ليک وس نه درلود، پر هماغه حال پاتې دى، په فارسي او پښتو کې هم دا اصطلاح د سبق نا ویلي پر مانا ده[79]. دا چې پېغمبر(ص) اکرم ښوونځي ته تللى نه دى او څه يې کښلي نه دي،د تاريخپوهانو ترمنځ څه ويينه نشته او قرآن په ډاګه د عنکبوت سورت په ٤٨ آيت کې تر بعثت وړاندې د پېغمبر(ص) د اکر په باب وايي: ((او تا بيخي تردې له مخه، نه کوم کتاب لوسته او نه دې په خپل لاس څه کښل، که نه باطل اندي بيخي شکمنېدل)) که آنحضرت (ص) سبق ويلى واى، تورناوه يې، چې قرآن يې له ځانه جوړ کړى او په پېغمبر (ص) د ((امي توب)) ځانګړنه پر نبوت يې يو ټينګار و، چې د بلنې په چار کې يې (بې له خداى او طبيعت ورهاخوا نړۍ سره د اړيکې) هر ډول احتمال نفې شي؛ البته سبق نه لوستل له نالوستۍ سره توپير لري. څه ممانعت نه لري، چې پېغمبراکرم (ص) په الهي ښوونه، پر لوست ليک پوه شي؛ بې له دې، چې له کوم انسانه يې زده کړې وي؛ ځکه دغسې اطلاع او ښوونه بېشکه له انساني کمالاتو او د نبوت مقام له مکملاتو ځنې ده. ددې خبرې شاهد دادى، چې په رواياتو کې راغلي ((پېغمبر (ص) هم، لوستاى شو او هم ليکلاى شو؛ خو دا چې بلنې ته يې د شکمنۍ څه کوچنۍ شانته ځاى پاتې نشي له دې وسمنۍ يې ګټنه نه کوله [80].))

قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵۸﴾ = (ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه الله استازى يم، چې د اسمانونو او ځمكې واكمني يې ده، بې له ده د عبادت وړ نشته، همدا يې ژوندي كوي او مړه كوي؛ نو پر”الله” او پر استازي؛ نالوستي پېغمبر یې ايمان راوړئ، چې پر الله او كلمو (او ښوونو) يې ايمان لري او ددې پېغمبر لاروي وكړئ، چې سمه لار ومومئ .))

١٥٨- د خداى کليمې: د خداى له کليمو مراد، هغه اديان او شرايع دي، چې خداى پر پېغمبراکرم (ص) او خپلو نورو پېغمبرانو ورنازل او عملي کول يې لازم کړي دي[81] .

وَقَطَّعْنَاهُمُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ أَنِ اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانْبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۶۰﴾ = او موږ بني اسراييل پر دولسو خېلي ټولیو واېشل، چې هر خېل (د بني اسراييلو د ځوځات) يوه پښه وه او چې (کله په دښته كې) د موسى قوم اوبه ترې وغوښتې؛ نو ورته وحې مو وكړه : ((په کونټۍ دې دا ګټ ووهه))؛نو ناڅاپه ترې دولس چينې راوخوټېدې، چې هر ټبر خپل اوبه خور وپېژانده او ورېځ مو پرې سيورى كړه او ، من (ترنجبين) او سلوا (مړزان) مو ورولېږل؛(او ورته مو وويل:) هغه پاك شيان وخورئ،چې درروزي كړي مو دي (او د الله شكر وباسئ. سرغړونه او تېرى یې وكړ؛ خو) پر موږ يې تېرى و نه کړ؛ بلكې پر ځانونو يې تېرى وكړ.

١٦٠ – اسباط :دا آيت بني اسراييلو ته د خداى د نعمتونو څو برخو ته اشاره کوي . ړومبى وايي: (( او بني اسراييل مو پر دولسو خېلونو ووېشل))، چې پر عدل ولاړ نظام پرې واکمن او تاوتر يخوالى پکې نه وي . څرګنده ده، په کوم ملت کې چې سمه وېشنه او تنظيم وي او هره برخه يا ډله تر وړ او مناسب مشرتوب لاندې وي؛ نو تنظيمول او ترمنځ عدالت کول به يې خورا اسان وي. په همدې دليل، د نړۍ ګرد هېوادونه هڅه کوي له دې آره لاروي وکړي. اسباط، د سبط جمع، د اولادې په تېره لمسيو پر مانا ده او د يوې کورنۍ يوې څانګې ته ِسبط او اسباط ويل کېږي. دلته له اسباط نه منظور د بني اسراييل ټبرونه دي، چې هر يو د يعقوب عليه السلام له اولادې څانګې څانګې شوي وو[82].

 ١٦٠- من و سلوى: خداى پر بني اسراييلو من و سلوى (دوه خوندور او ګټور خواړه) ورپېروز کړي وو؛ نو مفسرانو يې په اړه ډول ډول تفسيرونه کړي دي. لرې نه ده، چې من يو ډول طبيعي شات ول، چې په نژدې غرونو کې وو يا يو ځانګړې نباتي کنډ و، چې په چاپېريال کې له ونو راوته . سلوى هم کوترې ته ورته يو ډول حلال غوښى الوتونکى و. دا نعمتونه او څو نورې لورنې بني اسراييلو ته هله ورکړاى شوې، چې د فرعونيانو له منګولو او په بېديا کې له سرګردانۍ وژغورل شوو[83] .

فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَظْلِمُونَ ﴿۱۶۲﴾ = خو د دوى ظالمانو ورته ويل شوې وېنا په بله واړوله (او د توبې پر ځای یې غنم وغوښتل) نو ځكه موږ ددې ظلم له لامله له اسمانه د اندېښمنۍ عذاب پرې ورولېږه (او مجازات مو كړل) .

١٦٢- ژغورنده خبره، چې واړول شوه : د بقرې سورت د٥٩ آيت څرګندنې وګورئ.

وَاسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِي السَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَيَوْمَ لَا يَسْبِتُونَ لَا تَأْتِيهِمْ كَذَلِكَ نَبْلُوهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۱۶۳﴾ = او له دوى د سمندر پرغاړه د پراته ښار (حال) وپوښته، چې اوسېدونکيو يې د شنبې پر ورځو (له الهي احكامو) تېرى كاوه او كبان به د شنبې پر ورځ (چې د رخصتۍ، هوساينې او عبادت ورځ وه، د اوبو سر ته په) راختو، مخې ته يې ورتلل او بې له شنبې څخه نه ورتلل؛ دغسې موږ یې د سرغړونو له لامله ازمېيو .

١٦٣- د شنبوالو مېشتځى: په دې آيت کې د بني اسراييلو د شخړيز تاريخ يوه بله پاڼه راغلې ده .دا سرګذشت (؛ لکه چې په اسلامي رواياتو کې اشاره ورته شوې) په يو شمېر بني اسراييلو پورې اړوند دى، چې د سمندر پر تړانګه (ظاهراً سور سمندر دى، چې د فلسطين پر غاړه پروت دی) په ((ايله)) بندر کې (چې نن په ((ايلات)) مشهور دى) اوسېدل. خداى د ازمېښت لپاره امر ورته وکړ، چې د شنبې پر ورځ به کبان نه نيسئ؛ خو د خداى له حکم يې سرغړونه وکړه او په دردناک عذاب اخته شول[84].

١٦٣- په راښکودونکيو څيزونو ازمېښت: د (( کذلک نبلوهم بما کانوا يفسقون)) غونډله، دې ته اشاره ده، چې ازمېښت یې په داسې څيز و، چې ځان ته يې ورکاږل اجاذبه يې درلوده؛ يعنې سرغړاندۍ او ګناه ته يې بلل . پر انساناني ټولنو، چې کوم ازمېښتونه کېږي، همدغسې دي؛ ځکه بايد الهي ازمېښتونه د ګناهونو پر وړاندې د وګړيو د مقاومت کچه مېچ کړي او که ګناه د ځان پر لور څه راښکوونه او کشش نه درلود؛ نو ازمېښت څه مفهوم نه درلود[85].

فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۱۶۵﴾ = نو چې ورکړاى شوى پند يې هېر كړ، (د عذاب شېبې راورسېدې او) هغوى مو بچ کړل،چې له بديو يې منع كوله او څوك چې ظالمان ول، د سرغړونو له لامله يې مو په سخت عذاب راونیول .

 ١٦٥- د شنبوالو شرعي پلمه: دا چې دې شمېر وګړيو، قانون ماتونه له کوم ځايه پيل کړه، مفسرانو پرې خبرې اترې کړې دي . له ځينو رواياتو ګټنه کېږي، چې ړومبى يې په شرعي اصطلاح په چل لاس پورې کړ؛ يعنې د سمندر پر غاړه يې ډنډخوله پرانسته او پرېمانه کبان به  له اوبو سره ورننووتل؛ خو چې ماښام په سمندر ته ستنېدل، خوله به يې ورتړله. بيا به يې د يکشنې پر ورځ د کبانو ښکار پيلاوه او ويل يې : خداى امر را ته کړى، چې پر شنبو به کبان نه ښکاروئ. موږ هم ښکار کړى نه دى؛ بلکې په ډنډونو کې مو را ايسار کړي دي[86].

١٦٥- د ګناهګارانو او پټو خولو هلاکت، له منکراتو د منع کوونکيو ژغورنه : له آيته ګټنه کېږي، چې د ساحلي ښار وسېدوونکي په درېيو ډلو وېشل شوي وو: يوې ډلې بې پروا ګناه او سرغړاندي کوله .دويمې ډلې سرغړاندي نه کوله؛ خو د ګناهګارانو پر وړاندې چوپه خوله وو او له ګناهونو يې نه منع کول او پر ناهيانو او منع کوونکيو يې هم نيوکه کوله ،چې کار مو بې ګټې دى؛ ځکه پر ګناهګارانو اغېز نلري. درېيمې ډلې، سرغړاندي له ګناه منع کول او ځان يې د خداى پر وړاندې مسوول ګاڼه. ددې آيتونو د ظاهر له مخې، له دې درېيو ډلو (ګناهګاران، پټه خوله او ناصحان) يوازې روستۍ ډله يې له الهي سزا بچ شوه او په کوم ډول، چې په رواياتوکې راغلي، چې پوه شول نصيحتونه يې اغېزمنېږي نه، خپه شول او ويې ويل: له ښاره وځوو. د شپې بېديا ته ووتل او اتفاقاً پر هماغه شپه ، دواړه ډلې په الهي سزا کې راګېرې شوې . دا آيت يو الهي قانون ته اشاره لري او هغه دا چې که څوک د ظلم مخنيوى ونکړي يا لږ تر لږه نصحيت ونکړي او په پاى کې د ظلم له چاپېرياله مهاجرت ونکړي، د ظالمانو په ظلم او ګناه کې ګډونوال دی او لکه څنګه چې ظالمان د عذاب وړ دي، هغوى هم د عذاب وړ دي. د سبت اصحابو په باب له امام صادق (رح) څخه په يو روايت کې راغلي دي : ((دوه ډلې هلاکې شوې او يوازې ناهيان وژغورل شو))؛ البته  پام مو وي، چې ښکاريان مسخ شول او هغوى چې له منکره منع نه کوله، سزا يې احتمالاً هلاکت و؛ که څه ګناهګاران له منع کېدو څو ورځې روسته (د رواياتو له مخې) هلاک شول .[87]

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۶۷﴾ = او (درياد كړه) هغه وخت، چې ستا پالونكي اعلان وكړ: پر دوى به تر قيامته داسې څوك لاسبر كړي، چې تل به يې سخت ځوروي؛ ځكه ستا پالونكى ژرعذابى (او په عين حال كې توبه ايستونكيو ته) ډېر بښونكى (او) مهربان دى .

١٦٧— يهود به د آرام مخ و نه ويني: مفسرانو، ددې آيت په تفسير کې پرېمانه احتمالات ورکړي دي. ځينو ويلي: منظور دادى، چې دا سرغړانده ډله به بيخي د ارامۍ مخ و نه ويني، که څه ځانته دولت او حکومت جوړ کړي، بيا به هم تر همېشني دباو او خپګان لاندې وي؛ خو دا چې په رښتيا خپل دود او خوى واړوي او له ظلم او فساده لاس واخلي. ځينو ويلي: له دې آيته مطلب، د ((برزخ نړۍ)) ده او له ((هغه چې تر قيامته به يې عذاب کړي)) مطلب، د عذاب پرښتې دي، چې په ((برزخي نړۍ)) کې يې تر قيامة عذابو ي[88].

وَقَطَّعْنَاهُمْ فِي الْأَرْضِ أُمَمًا مِنْهُمُ الصَّالِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَلِكَ وَبَلَوْنَاهُمْ بِالْحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۱۶۸﴾ = او دوى مو پرځمكه په خپرو وورو قومونو واېشل، ځينې پكې نېكان وو او ځينې يې لږ راښکته دي او دوى مو په ښو او بدو حالاتو وازمېيل، ښايي (د حق لارې ته) راوګرځي.

 ١٦٨- لورنې او سختۍ؛ خداى ته د ورستنېد دوه لاملونه:  د (( وقطعناهم فى الارض امماً )) غونډله پر ځمکه د يهودو خپرېدو ورېدو ته اشاره ده . له ((حسناتو)) مطلب، هر ډول نعمت، سوکالي او آرامي ده او له ((سیئاتو)) مطلب هر ډول  خپګان او سختي ده؛ يعنې کله مو وهڅول، سوکاله مو کړل او لورنه مو پرې وکړه، چې د شکر ايستو حس پکې راولاړ شي او حق ته را ستانه شي او کله اپوټه، په سختيو کې مو ورډوب کړل، چې د ځانپالۍ، ښاڅمنۍ او پیسمني – کبر او غرور له خره راکوز شي او خپلې ناوسۍ ته يې ورپام او ښايي راويښ شي او خداى ته وروګرځي . په دواړو حالاتو کې  موخه، روزنه، ښيون او حق ته يې ستنېدا وه [89].

وَإِذْ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُ ظُلَّةٌ وَظَنُّوا أَنَّهُ وَاقِعٌ بِهِمْ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۷۱﴾ = او (درياد كړه) چې كله موږ د (طور) غر د چترۍ غوندې خپور پرې راپورته كړ او ګڼله یې چې (غر) پرې راغورځي (او پرهمدې وخت مو ژمنه ترې واخسته او و مو ويل : ) څه (كتاب) چې مو دركړى، ټينګ يې ونيسئ او څه چې پكې (ليكلي) دي،زده يې كړئ (او عمل پرې وكړئ )،چې پرهېزګاران شئ .

 ١٧١- پر بني اسراييلو له پاسه د طور غر: تردې آيت لاندې له امام صادق (رح)څخه روايت دى : (( خداى تورات پر بني اسراييلو را کوز کړ؛نو و يې نه مانه . له همدې امله، خداى پرې د سينا طور غر له پاسه کړ، بيا موسى(ع) ورته وويل : که د تورات لارښوونې و نه منئ ، دا غر به درولوېږي، بيا يې ومنلې او سريې ورټيټ کړ .)) ( ١)

وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِي آدَمَ مِنْ ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى شَهِدْنَا أَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ ﴿۱۷۲ = او (درياد كړه) چې كله ستا پالونكي د آدم د اولادې له شاګانو د دوى ځوځات راوايست او پر خپلو ځانونو یې شاهدان كړل؛ (او و يې ويل:) ايا زه مو پالونكى نه يم؟ دوى وويل: ((هو! شاهدي وايو.)) (دا ګواهي يې واخسته) چې هسې نه، د قيامت پر ورځ ووايئ : (( موږ له دې (حقيقته) ناخبره وو(او د توحيد له فطري تړونه بې خبره پاتې شو ) .))

  ١٧٢- توحيد؛ د فطرت دين : دا آيت او ورپسې دوه آيتونه، فطري توحيد او د انسانانو د ارواحو په تل کې پر خداى د ايمان شتون ته اشاره کوي. ددې آيت په تفسير کې د مفسرانو ترمنځ ډېرې خبرې اترې شوي دي. يو تفسير يې، چې د آيت له ظاهر سره نژدې دى، دادى، چې له دې ژمنې مطلب، دا ستعدادونو او وړتياوو نړۍ، د فطرت ژمنه، تکوين او پيدايښت دى؛ په دې توګه هغه مهال، چې د آدم اولاده، د پلرنونو له صلبه د ميندو زيلانځ (چې د ذراتو په بڼه وي) ته ورننووځي؛ نو خداى د توحيد د حقيقت د درک استعداد، وړتيا او چمتووالى ورکړى دى؛ هم يې په خټه او فطرت کې دا الهي خواله د يو دننني او ذاتي حس په بڼه په ډالۍ ورايښوول شوى او هم يې په عقل کې د يو ځانخبري حقيقت په بڼه؛ نو ځکه ټول بشري وګړي توحيدى روح لري او خداى ترې د پيدايښت او تکوين په ژبه پوښتلي او ځواب يې هم پرهمدې ژبه دى .ددې تفسير له مخې، په دې آيت کې، چې پوښتنه او ځواب راغلى او هم کومې ژمنې ته چې اشاره شوې، يو فطري تړون دى، چې همدا اوس هم، هر څوک يې په خپل ځان کې اثار او نښې مومي او ان د ارواپوهانو د څېړنو له مخې، ديني حس، د انساني ناځانخبرې اروا يو آريز حس دى او همدا حس دى، چې بشر يې په تاريخ کې خداى نمانځنې ته ورسيخ کړى او د دې فطرت په شتون کې، د پلرونو د پوتپالنې پلمه نيواى نشي. د روم سورت په ٣٠آيت کې لولو: (( نو خپل مخ دې د پالونکي (ساهو) دين ته ورسم کړه، دا فطرت دى، چې خداى پرې انسانان پيدا کړي دي، په الهي پيدايښت کې ادلون بدلون نشته، دا هماغه سم دين دى؛ خو ډېرى خلک نه پوهېږي[90] )).

وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ ﴿۱۷۵﴾ = او دوى ته د هغه (بلعم باعورا) حال ولوله، چې موږ د خپلو آيتونو (علم) وركړى و؛ خو ځان یې ترې وايست او شيطان ورپسې شو او له  لار وركو ځنې شو .

 ١٧٥- بلعم باعورا: ددې آيت په تفسير کې له امام رضا (رح) نه روايت شوى دى:(( دا آيت د ((بلعم باعورا)) په نامه د يوه تن په باب دى، چې د خداى له ((اسم اعظم )) څخه خبر و ، او چې هره دعا يې پرې کوله قبلېده؛ خو (د ځانپالنې له لامله) فرعون ته ورمات شو. هغه مهال، چې فرعون د موسى (ع) او ملګرو نیوو ته یې ور روان شو؛ نو بلعم ته يې وويل: له خدايه وغواړه، چې موسى او ياران يې زموږ په لومه کې راښکېل کړي . بيا بلعم پر خپل خره سپور شو، چې موسى ولټوي. خر نه تله. بلعم يې وهل پيل کړل؛ بيا خداى څاروى په خبرو کړ او ويې ويل: پر تا افسوس، ولې مې وهې؟ غواړې درسره ولاړ شم، چې د خداى استازی او مؤمنان ښېرا راته وکړي؟  بيا بلعم دومره وواهه، چې ومړ. په دې وخت کې ((اسم اعظم)) ترې واخستل شو او دا ده، د خداى د وينا مانا: ((خو ( په پاى کې) ځان يې ترې وايست او…[91]))  امام باقر(رح) تردې آيتونو لاندې ويلي : (( دا آيتونه، د بلعم په هکله دي ، بيا خداى دا هر هغه مسلمان ته بېلګه کړه، چې ځاني غوښتنې ته پر الهي ښيون غوراوى ورکړي. [92])).

وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴿۱۷۹﴾ = او په رښتینه كې موږ ډېرى پېريان او انسانان دوزخ ته پيدا كړي دي (؛ځكه) زړونه [= عقلونه] یې شته؛ خو (فكر پرې نه کوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛خو څه پرې نه اوري؛ دوى د څارويو په څېر دي؛بلكې تر څارويو هم زیات بېلارې دي . (هو!) دوى پوره ناخبره دي (؛ ځكه د هدایت هر ډول شونتیاوې يې درلودې؛ خو بيا هم بېلارې دي )

١٧٩- د پېريانو او انسانانو د پنځون موخه :دا آيت وايي: (( ډېرى پېريان او انسانان مو دوزخ ته پيدا کړي دي))  شونې ده ذهن ته پوښتنه راشي، چې د ډېرى پېريانو او انسانانو د پنځون روستۍ موخه، د جهنم اور دى، حال دا چې د قرآن نورو آيتونو، روستۍ موخه د خداى عبادت، پرمختگ، بشپړتيا، نېکمرغي او الهي لورنې ته وررسېدل ښوولي دي . که د قرآن آيتونه يو د بل ترڅنګ کېدو، ددې پوښتنې ځواب راڅرګندېږي.  د پېريانو او انسانانو د پنځون د موخې داستان، دې ته ورته دى، چې يو نجار ووايي دا لرګي، چې مې راغونډ کړي، يوه زياته برخه يې د ښکليو ورونو جوړولو ته ده او بله ډېره برخه يې سوځولو او بلولو ته ده. صاف او مضبوط لرګي لومړۍ برخې ته لګوم، شډل، او ناکاره لرګي دويمې برخه ته . په حقيقت کې نجار دوه ډوله موخې لري :  اصلي موخه او تبعي موخه. آريزه موخه يې د ورونو، کړکيو او آلماريو جوړول دي او ټولې هڅې يې په همدې لار کې لګي؛ خو کوم لرګي يې، چې دې چار ته نه لګي؛ نو ناچاره يې سوځېدو ته بېلوي، چې دا يو تبعي موخه ده، نه آريزه. دا مثال زموږ له ويينې سره يوازې په دې توپير لري، چې يو له بل سره د لرګيو توپير اختياري او په خپل واک کې يې نه دى؛ خو د انسانانو توپير يې په خپلو کړنو پورې اړه لري او په خپل واک کې يې دي . په بل تعبير، د قرآن د ګڼ شمېر آيتونو د څرګندنې له مخې، ټول يې پاک پيدا کړي او د نېکمرغۍ او بشپړتيا وزلې يې په واک کې ورکړي؛ خو يوه ډله په خپلو کړنو، ځان په دوزخ کې راګېروي او پايله يې سپېره او تياره ده او بله ډله په خپلو کړنو، ځان جنتي کوي او د چار پايله يې نېکمرغي او رڼا ده[93].

وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۸۰﴾ = او د “الله” ډېرې ښې ښې نامې دي؛ نو په همدې يې راوبولئ او هغوى پرېږدئ، چې نامې يې اړوي (او پر نورو يې ږدي او شريك ورسره پيدا كوي)، ژر به د خپلو كړنو بدله ومومي.

 ١٨٠ – اسماء الحسنى :د خداى غوره نامې، د پالونکي ډولاډوله صفتونه دي، چې ټول ((حُسنی)) دي . پوهېږو، چې خداى عالم، قادر، عادل، جواد، کريم او رحيم دى او همدغسې د پرېمانه ښو صفتونو خاوند دى. په دې نامو د خداى له يادولو او بللو مطلب دا نه دى، چې دا الفاظ په خوله ووايو او مثلاً ووايو : يا عالم، يا قادر، يا ارحم الراحمين او… بلکې د شونتيا تر بريده يې په خپل تن کې پلي کړو؛ د پوهې له رڼا يې، د قدرت او ځواکمنۍ له وړانګې يې، او د بې پايه لورنې يوه څنډه يې په موږ او ټولنه کې پلې شي او په بله وينا ، په اوصافو يې متصف او په اخلاقو يې متخلق شو. ددې آيت په تفسير کې له امام صادق (رح) څخه په يو روايت کې لولو : (( پر خداى قسم ،موږ د خداى غوره نامې يوو)) دې ته اشاره ده، چې د الهي صفاتو پياوړې رڼا د پاکلمنو او سپېڅليو اهلبيتو په وجود کې منعکس شوې ده او پېژندل يې د خداى له پېژندګلوۍ سره مرسته کوي. څرګنده ده، چې د خداى ګرد سره نامې غوره دي؛ خو لکه چې له احاديثو ګټنه کېږي، له صفاتو يې ځينې ډېر اهمیت لري او ښايي په دې آيت کې، چې ((اسماء الحسنى)) راغلي، همدې ځانګړو صفاتو ته اشاره وي. له پېغمبراکرم (ص) او د اهلبيتو له امامانو، چې کوم روايات رارسېدلي، دا مطلب پکې ډېر ليدل کېږي، چې خداى (٩٩) نامې لري چې څوک خداى پرې وبلي، دعا يې قبلېږي او چې څوک يې په شمېرو وايي؛ نو جنتي دى. بايد پام مو وي، چې له دې، رواياتو مطلب، دا نه دى، چې دا نامې داسې ولولو، چې منځپانګې ته يې مو پام نه وي؛ بلکې موخه دا ده ،چې انسان په دې نامو او صفاتو ګروهه ولري او بيا هڅه وکړي، چې تر وسې وسې يې مفاهيم پر ځان پلي کړي؛ يعنې مثلاً که خداى جواد او سخي دى، موږ هم دغسې وسوو، په ډاګه ده، چې دغسې يو څوک جنتي دى او دعا به يې هم قبلېږي[94].

قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۸۸﴾ = (ورته) ووايه : ((زه ځان ته د ګټې او زيان واک نه لرم؛خو څه چې الله وغواړي (او له غيبو او پټو خوالو هم خبر نه يم؛خو څه چې الله وغواړي) او كه له غيبو خبر واى؛نو ځان ته به مې ډېرې ګټې رااړولې واى او هېڅ زيان به نه رارسېده؛ زه يوازې هغوى ته يو ګواښګرندی او زېرګرى يم،چې ايمان راوړي (او د حق منلو ته چمتو وي ) ))

١٨٨- د پېغمبرانو غيبي خبرتيا؛ يوه الهي لورنه ده : يو شمېر وګړي، چې محدوده مطالعه لري او يوازې يو آيت ته يې سرسري پام وي او د قرآن نورو آيتونو ته يې پام نه وي (و ان کوم قراين، چې پخپله آيت کې دي)؛ نو پرېکړه کوي چې دا آيت په مطلق ډول د پېغمبرانو د غيبو د علم پر نفې دليل دى، حال دا چې دا آيت، له پېغمبر(ص) نه بالذات خپلواک او مستقل علم نفې کوي؛ لکه چې په مستقل ډول يې د هر ډول ګټې او زيان مالکيت ترې نفې کړى دى؛ سره له دې شک نشته، چې هر انسان ځان او نورو ته د ګټې او تاوان مالک دى؛ نو ځکه د آيت لومړۍ غونډله ((ووايه ،چې زه خپل ځان ته د ګټې او زيان واک نه لرم؛ خو څه چې خداى وغواړي)) پردې څرګنده ګواه ده، چې موخه، په مطلق ډول د ګټې او تاوان د مالکيت نفې يا د غيبو علم نه دى؛ بلکې موخه د خپلواکۍ نفې ده. په بل تعبير، پېغمبر (ص) له ځانه پر څه نه پوهېږي؛ بلکې پر هغه څه پوهېږي، چې خداى د غيبو او خوالو له نړۍ ترې خبر کړى دى.  د جن سورت په ٢٦او ٢٧ آيتونو کې لولو: (( (هغه) پر غيبو پوهېږي او هېڅوک د خپلو غيبو (پر خوالو) نه پوهوي؛ خو هغه استازي، چې غوره کړي يې دي ))[95].  عقل هم جوتوي، چې پېغمبر اکرم او امامان د غيبو د خوالو د يوې برخې له بې خبرېدو، په پوره توګه خپله دنده ترسره کولاى نشي. توضيح دا چې پوهېږو، له زماني او مکاني پلوه د پېغمبرانو او امامانو د ماموریت کړۍ ډېره پراخه ده په تېره چې د پېغمبر د رسالت او د امامانو امامت نړيوال او تلپاتې دى؛ يعنې هم د ځمکې ګرد مخ رانغاړي او هم تر قيامته ګرد سره زمانې او وختونه . ايا څوک چې د يو ولايت والي وي؛ نو کړاى شي خپلې ولايتي چارې ترسره کړي، چې د ولايت د خلکو له اوضاع خبر نه وي، د ولايت د امکاناتو، ځانګړنو او بې برخيو ناخبره وي؟ بېشکه ولايت به ونشي کړاى، يو پېغمبر، چې ګردې نړۍ ته تر قيامته رالېږل شوى، که د خپل ماموريت تر روستۍ ورځې پورې د نړۍ له وضع ناخبره وي؛ نو څنګه خپل رسالت ترسره کولاى شي؟! څرګنده ده، چې له معمولي لارو يې ټولې پېړۍ او وختونه ليدلى نشول،چې له ټولو اقوامو او ټبرونو باخبر وي؛ نو (په الهي ښوونو يې) بې د غيبو له علمه بله لار نه درلوده. پردې سربېره، ماموريت يې د ټولنې ظاهر او باطن او د انسانانو دباندې او دننه رانغاړل او اوېجه – قلمرو يې يوازې ظواهر نه وو. امام صادق (رح) يو راوي ته وايي : (( ايا فکر کوې، شونې ده خداى پر خپلو بندګانو يو پالندوى وګوماري او يو خليفه وروټاکي او د خلکو د چارو خوالې ترې پټ وي؟!)) همدا مانا يې په څرګنده په بل روايت کې راوړې ده : (( چې څوک ګومان کوي ، خداى کوم بنده پر ځمکه خپل حجت کړى وي، بيا يې ټولې اړتياوې ترې پټې کړې وي؛ نو پر خداى يې ستر تور لګولى دى ))[96].

هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَتْ دَعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۱۸۹﴾ = دی (الله) هغه ذات دى،چې تاسې يې له يوه ژوي پيدا كړئ او له ده يې جوړه ورته پیدا کړه، چې ورسره بسیا (آرام) شي؛ نو [آدم] چې له هغې [حوا] سره کوروالى وكړ؛ نو سپكه دوځانې (او اميندواره) شوه، چې ورسره ګرځېده او چې بار يې دروند شو؛ نو دواړو له “الله” خپل پالونكي وغوښتل :((كه صالح (روغ رمټ) اولاد دې راكړ؛ نو بيخي به دې منندوى يو.))

١٨٩- صالح اولاد؛ الهي پېرزوينه : له ((يوه تن او مېرمن يې)) مطلب، د ښځو او مړونو ډول دى؛ نه حضرت آدم (ع) او حوا؛ يعنې خداى ټول له يوه ډوله وپنځولئ؛ لکه ستاسې مېرمن يې هم ستاسې له جنسه کړې. په دې حال کې، دا آيت او ورپسې آيتونه د انسانانو ډول ته اشاره کوي، چې د اولاد د زوکړې د انتظار پر وخت، دعا کوي او له خدايه صالح او ښايسته اولاد غواړي او د ټولو وګړيو په څېر، چې ځان له ستونزو سره د مخامخېدو پر وړاندې په خطرکې ويني، په پوره اخلاص د خداى درشل ته ورځي او ژمنه ورسره کوي، چې د اړتيا تر پوره کولو روسته يې شکر ايستونکى وسي؛ خو چې اولاد وزيږېد يا يې ستونزه لرې شوه؛ نو ټولې کړې ژمنې هېروي. کله وايي : که اولاد مې روغ رمټ او ښکلى دى خپل موروپلار ته ورغلى او د وراثت قانون دى. کله وايي: زموږ د خوړو ډول او نور شرايط ښه وو، چې زوکړه داسې وه او کله خپلو بوتانو ته مخ وراړوي او وايي : اولاد ته مې، بوتانو نظر کړى او… په ټوليز ډول د پالونکي د پیدايښت ونډه ناليدلي بولي او ددې پېرزوينې آريز دليل يوازې طبيعي عوامل يا بوتان ګڼي[97].

أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ ﴿۱۹۱﴾ = ( په هرحال) عفوه او تېرېدنه خپله کړه، پر نېکيو امر کوه او له ناپوهانو مخ واړه (او ورسره مه نښله) .

١٩٩- د مشرانو او مبلغانو څلور مهمې دندې : له امام صادق(رح) نه روايت شوى، چې په قرآن مجيد کې په اخلاقي موضوعاتو کې تردې آيت هر اړخيز آيت نشته. په ځينو رواياتو کې راغلي، چې دا آيت رانازل شو؛ نو پېغمبراکرم(ص) له حضرت جبرييل څخه په څرګندنه وغوښته، چې څرنګه له خلکو سره نرمي وکړي او سختي ونکړي. حضرت جبرييل (ع) وويل :نه پوهېږم ؛بايد له هغه وپوښته، چې پوهېږي . بيا پر پېغمبر(ص) راکېووت او و يې ويل : محمده ! خداى درته امر کوي، چې هغوى عفوه کړې، چې ظلم يې درباندې کړى، هغوى ته يې ورکړې، چې ته يې بې برخې کړى يې او له هغوى سره اړيکې ټينګې کړې، چې يې درسره شلولې دي. دا آيت او ورپسې آيت، پېغمبر اکرم(ص) ته د خطاب په بڼه د مشرانو او مبلغانو څلور مهمې دندې په نښه کوي: په پيل کې نرمي کول او سخت دریځي نه کول او د خلکو د بښنې د منلو سپارښتنه کوي. ښکاره ده، که مشر او مبلغ ، سخت دریځه وي؛ نو خلک ترې ژر خپرېږي او پر زړونو به خپل نفوذ له لاسه ورکړي . بيا ورته سپارښتنه کوي، چې خلک نېکيو ته وبله، دې ته په اشاره ، چې د سخت دریځۍ د پرېښوولو مفهوم، غوړه مالي نه؛ بلکې بايد مشران او مبلغان، ګرد سره حقايق ووايي او خلک حق ته وبلي او څه پرېنږدي . په درېيم پړاو کې سپارښتنه کوي، چې د ناپوهانو پر وړاندې به له زغمه کار اخلي؛ ځکه مشران او مبلغان په خپل بهير کې له متعصبو، ځېلي، ناپوه او بدخويه وګړيو سره مخېږي او پردې ستونزې بريا، له ناپوهانو سره لاس وګرېوانېدل نه؛ بلکې غوره لار زغم او دا ډول چارې ناليدلې ګڼل دي . په ٢٠٠ آيت کې، د ديني مشرانو او مبلغانو څلورمه دنده اوڅار شوې، چې د شيطاني وسوسو پر وړاندې به خداى ته پنا وړي او مرسته به ترې غواړي؛ ځکه تل يې پر لار، د مقام ، چوکۍ ، مال او شهوت په بڼه شيطاني وسوسې ورښکارېږي او شيطان او شيطان صفتي هڅه کوي، چې په وسوسو يې له خپل بهيره کاږه کړي[98].

إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُمْ مُبْصِرُونَ ﴿۲۰۱﴾ = په رښتيا پرهېزګارانو ته چې کله د شيطان کومه وسوسه ورورسي (؛نو سملاسي الله او مكافات او مجازات یې) رايادوي او (په رڼا كې يې د حق لار ويني او) ناڅاپه ((ليد)) مومي .

 ٢٠١- له ګناه سره د مخامخېدو پر مهال د خداى ياد؛ انسان ته ليد وربښي : ابوبصير، د امام صادق (رح) يو يار وايي: ددې آيت په اړه مې امام وپوښت راته يې وويل : (( هغه بنده ته اشاره ده، چې د يوې ګناه هوډ کوي؛ خو خداى يې رايادېږي او له ګناه لاس اخلي ))[99].  د(( فاذا هم مبصرون؛ د خداى د ياد پرمهال، سترګې يې د حق ليدونکي کېږي)) غونډله دې حقيقت ته اشاره ده، چې شيطاني وسوسې د انسان پر باطني ليد پرده اچوي؛ چې لار له څاه، دوست له دښمن او ښه له بدو نه پېژني؛ خو د خداى ياد انسان ته ليد او رڼا وربښي او د واقيعتونو پر ورپېژندو يې وسمنوي؛ هغه پېژندنه، چې پايله يې د شيطاني وسوسو له منګولو ژغورل دي[100].

وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۲۰۴﴾ = او چې كله قرآن لوستل كېږي؛ نو ورته غوږ شئ او چوپ ياست، چې لورونه درباندې وشي.

 ٢٠٤- د قرآن لوستو پر وخت چوپ وسئ: په دې آيت کې د قرآن لوستو پرمهال ورته د غوږ نيوو سپارښته يو استحبابي حکم دى، چې که څوک قرآن لولي، نور چې په هر حال او ځاى کې وي، د قرآن په درناوي دې چوپ شي او په پرانستو غوږونو دې د خداى پيغام واوري او په خپل ژوند کې دې الهام ترې واخلي. قرآن يوازې د لوست کتاب نه؛ بلکې د پوهېدو او درک کتاب او ورپسې عمل دى. دا مستحب حکم دومره موکد دى، چې په ځينو رواياتو کې پر واجب تعبير شوى دى[101].

 

 

[1] نمونه ،٦: ٧٥مخ .

[2] نمونه ، ٦: ٧٩مخ .

[3] نمونه ، ٦: ٩١مخ .

[4] نمونه ، ٦: ٩٩ مخ

[5] نمونه ،٦ : ١٠٦ مخ

[6] الميزان ، ٨ : ٣٢ مخ .

[7] نمونه ، ٦:١٢٣ مخ

[8] الميزان ، ٨: ٧١مخ

[9] الميزان ، ٨: ٧١ مخ .

[10] الميزان ، ٨: ٨٠مخ.

[11] نمونه ، ٦: ١٥٣ مخ.

[12] عياشي تفسير، ٢: ١٤٢مخ .

[13] الميزان ، ٨ : ١٣٩ مخ

[14] الميزان ، ٨ : ١٤٢ مخ .

[15] نمونه ، ٦: ١٨٩ مخ .

[16] پيام قرآن ، ٦: ٥٥٧ مخ .

[17] نمونه، ٦: ٢٠٠ مخ + پيام قرآن ، ٢: ١٦٥ مخ .

[18] نمونه ، ٦: ٢٠٦ مخ

[19] کاشف ، ٤: ١٧١مخ .

[20] نمونه ، ٦ : ٢١٦ مخ .

[21] الميزان ، ٨: ١٧٦ مخ .

[22] ( وګورئ : دهمدې سورت ٧٣،٦٥ – او ٨٥ آيتونه )

[23] نمونه ، ٦: ٢١٩ مخ .

[24] نمونه ، ٦: ٢٢٦ مخ .

[25] نمونه، ٦: ٢٢٩ مخ . +الميزان ،٨: ١٨٢ مخ .

[26] نمونه ، ٦: ٢٣٥مخ .

[27] الميزان، ٨: ١٨٣ مخ

[28] نمونه ، ٦: ٢٣٧مخ .

[29] نمونه ، ٦: ٢٢مخ .

[30] نمونه ، ٦: ٢٣٨ مخ .

[31] تفسير موضوعي ، ٦: ٣٨٤ مخ .

[32] الميزان ، ٨: ١٨٨مخ .

[33] نمونه ، ٦: ٢٤٥مخ .

[34] اطيب البيان ، ٥: ٣٧٦ مخ .

[35] نمونه ، ٢٤ : ٣٠٠ مخ او ٩ : ( ٨) مخ.

[36] الميزان ، ٨: ١٩١ مخ .

[37] الميزان ، ٨: ١٩٢ مخ .

[38] الميزان ، ٨: ١٩٥مخ .

[39] نمونه ، ١٠ : ٢٩٥ مخ .

[40] نمونه ، ٧: ٨٨مخ .

[41] نمونه ، ١٠: ٢٩٨ مخ .

[42] قاموس قرآن ، دفتح ماده .

[43] مجمع البيان ، ٤ : ٣٠٥ مخ .

[44] نمونه ،٦: ٢٦٦مخ .

[45] تفسير موضوعي ، ١١: ١٥٤مخ .

[46] نمونه ، ٦: ٢٦٦مخ .

[47] نمونه ، ٦: ٢٧٣مخ .

[48] کافي.٢: ٩٤ مخ .

[49] نمونه ، ٦: ٢٧٢مخ .

[50] اطيب البيان ، ٦: ٤٠٨ مخ.

[51] الميزان ، ٨: ٢١٨مخ .

[52] اطيب البيان ، ٥: ٤١٢ مخ .

[53] نمونه ، ٦: ٢۲٢مخ .

[54] نمونه ، ٦: ٢٩٣مخ .

[55] نهج البلاغه ، ٤ مه خطبه .

[56] نمونه ، ٣٠٠،١٦ مخ .

[57] نمونه ، ٦: ٣٠٥ مخ .

[58] الميزان ، ٨: ٢٢٨ مخ .

[59] نمونه ،٦: ٣٠٩ مخ .

[60] نمونه ، ٦: ٣١٦مخ .

[61]  الميزان ، ٨: ٢٣٣مخ .

[62] الميزان ، ٨: ٢٣٣مخ .

[63] الميزان ، ٨ : ٢٣٨ مخ .

[64] نمونه ، ٦: ٣٤٠ مخ .

[65] نمونه ، ٦: ٣٤٣ مخ .

[66]  ( نساً – ١٥٣ )

[67] نمونه ، ٦: ٣٥٦مخ .

[68] نمونه ،٦: ٣٦٣مخ .

[69] نمونه ، ٦: ٣٦٤مخ .

[70] نمونه ، ٦: ٣٧١مخ .

[71] نمونه ، ٦: ٣٧٦مخ .

[72] نمونه ، ٦: ٣٧٧مخ .

[73] نمونه ،٦: ٣٨٨مخ .

[74] الميزان ،٨: ٢٧٧مخ .

[75] نمونه ، ٦: ٣٩١مخ .

[76] الميزان ، ٨: ٢٧٩مخ .

[77] نمونه ، ٦:٣٩٣مخ .

[78] الميزان ،٨: ٢٩٥مخ .

[79] منشورجاويد، ٧:٢٤٨مخ .

[80] نمونه ، ٦: ٤٠٠ مخ .

[81] الميزان ، ٨: ٢٩٠ مخ .

[82] نمونه ، ٦: ٤١١مخ .

[83] نمونه ، ٦: ٤١٢مخ .

[84] نمونه ، ٦: ٤١٨مخ .

[85] نمونه ، ٦: ٤١٩ مخ .

[86] نمونه ، ٦ : ٤٢٢مخ .

[87] نمونه ، ٦: ٤٢٣مخ .

[88] اطيب البيان ،٦: ١٧مخ .

[89] نمونه ، ٦: ٤٣٠ مخ .

[90] نمونه ، ٧: ٤مخ .

[91] تفسير قمي ، ١: ٢٤٧مخ .

[92] الميزان ، ٨ ٣٤٢مخ .

[93] نمونه ، ٧: ١٩ مخ .

[94] نمونه ، ٧: ٢٨-٣٢ مخونه .

[95] نمونه ، ٧: ٤٦مخ .

[96] پيام قرآن ، ٧: ٢٥٤مخ .

[97] نمونه ،٧: ٥١ مخ .

[98] نمونه ، ٧:٦٢مخ .

[99] الميزان ، ٨: ٣٨٩مخ .

[100] نمونه ،٧:٦٧مخ .

[101] نمونه ، ٧ :٧٠مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!