تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه   د سورة الدخان د منتخبو آیتونو شرح د دخان سورت ټولييزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په اوو برخوکې  لنډېږي : ١- د قرآن ستریا او د قدر پر شپه يې رانازلېدل . ٢-  د خداى ايکي يوتوب اوپه هستۍ کې يې د ستریا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

  د سورة الدخان د منتخبو آیتونو شرح

د دخان سورت ټولييزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په اوو برخوکې  لنډېږي :

١- د قرآن ستریا او د قدر پر شپه يې رانازلېدل . ٢-  د خداى ايکي يوتوب اوپه هستۍ کې يې د ستریا ځينې نښې.

٣- د کفارو برخليک او ورته د درناکو سزاګانو ډولونه . ٤-  د فرعونيا نو پر وړاندې د موسى (ع) او بني اسراییلو د حالاتو يوه برخه او د فرعونيانو سختې ماتې او ورکېدل يې . ٥-  قيامت او د دوزخيانو دردناک عذابونه او د متقیانو روح پالې بدلې . ٦-  د پنځون موخه او داچې اسمان او ځمکه خوشې اوچټي پنځول شوي نه دي . ٧-  بيا د قرآن د ستریا اوڅارول (نمونه، 21: 143 مخ)

إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنْذِرِينَ ﴿۳﴾ =    چې موږ دا په یوې بركتناكې شپې كې نازل کړې؛ په رښتینه کې موږ (تل) ننګوونکي يو.

فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ﴿۴﴾ = پر هغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سنبال او بېلېږي؛

أَمْرًا مِنْ عِنْدِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿۵﴾ = (هو! د قرآن د نازلېدو) امر زموږ له لوري و؛ (ځکه) چې موږ [د پېغمبرانو] لېږونکي وو.

 3 تر 5_ په بركتناكې شپې كې د قرآن رالېږل: دا كومه شپه ده، چې د خير پيل او د پايښتو ښو سرچينه ده؟ غالب مفسرانو د قدر شپه ګڼلې؛ هغه بركتناكه شپه، چې پكې د مخلوقاتو يو كلن برخليك او مقدرات ټاكل كېږي. هو! قرآن د پېغمبراکرم(ص) پر زړه په برخليك سازه شپه كې رانازل شو. پاموړ خو داچې په دې آيتونو كې په اشارې او په قدر سورت كې په ډاګه ويل شوي، چې قرآن د قدر په شپه كې رانازل شوى، چې پكې د بندګانو مقدرات، لورنې او روزۍ تقدېر او ټاكل كېږي. ايا دا خبره پردې مانا نه ده، چې زموږ مقدرات او برخليك ددې كتاب له منځپانګې سره تړاو او نژدې اړيكه لري؟! ايا ددې خبرې مفهوم دا نه دى، چې نه يوازې مانيز ژوند مو، چې مادي ژوند مو هم نه شلېدونكى اړيكه ورسره لري؟ پر دښمنانو مو بريا، سرلوړي، ازادي او خپلواكي مو، ابادي او د ښارونو ابادي مو هله كېږي، چې په قرآن كريم پسې ولاړ شو. هو! پر هغه شپه، چې مقدرات ټاكل كېږي، قرآن هم پر هماغه شپه رانازل شو. (نمونه، 21: 47 او 156 مخونه)

فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاءُ بِدُخَانٍ مُبِينٍ ﴿۱۰﴾ = نو هغې ورځې ته څارو وسه، چې اسمان يو څرګند لوګى رادبره کړي.

يَغْشَى النَّاسَ هَذَا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۱﴾ = چې خلك به راونغاړي، دا دردناك عذاب دى!

رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ ﴿۱۲﴾ = (وايي:) پالونكيه! عذاب رانه لرې كړه، چې (دادى) مؤمنان يو.

أَنَّى لَهُمُ الذِّكْرَى وَقَدْ جَاءَهُمْ رَسُولٌ مُبِينٌ ﴿۱۳﴾ = (د عذاب تر راكېوتو روسته) اوس چېرې پند اخستل ګټه وررسوي،حال دا له (معجزو سره) څرګندوى استازى ورغلى و.( او پند يې وا نه خست)

ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوا مُعَلَّمٌ مَجْنُونٌ ﴿۱۴﴾ = بيا يې مخ ترې واړاوه او ويې ويل: ((یو زده کړوتی لېونى دى.))

إِنَّا كَاشِفُو الْعَذَابِ قَلِيلًا إِنَّكُمْ عَائِدُونَ ﴿۱۵﴾ = [ومو ویل] عذاب لږه (موده درنه) ایسته كوو؛خو (بیا) (خپل کفر ته) ورګرځئ .

يَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرَى إِنَّا مُنْتَقِمُونَ ﴿۱۶﴾ = (غچ ترې اخلوو) پر هغه ورځ، چې لويه او سخته نيونه وکړو، هو! موږ څارنوال يو.

 10 تر 16_ په اسمان كې د څرګند لوګي رادبره کېدل: دا چې له دخان (دود) څخه مطلب څه دى، چې په دې آيتونو كې د الهي عذاب يوه نښه اوڅار شوې، مشرانو پرې خبرې اترې كړي؛ خو له آيتونو او رواياتو سره ښه سازګار دا دى، چې مطلب هماغه ټینګ او غليظ دود دى، چې د نړۍ په پاى او د قيامت په درشل كې د اسمان مخ نيسي او د نړۍ د روستيو شېبو د رارسېدو نښه او ظالمانو ته د الهي دردناك عذاب پيلامه ده؛ خو ددې تفسير يوازېنۍ ستونزه داده، چې له (15) آيت سره اړخ نه لګوي؛ ځكه د نړۍ په پاى يا قيامت كې، الهي سزا نه كمېږي، چې خلك د كفر او ګناه حالت ته ورستانه شي. كه دا غونډله د يوې شرطي قضيې په بڼه مانا كړو؛ نو ستونزه هوارېږي او د آيت مفهوم دغسې كېږي: كه موږ لږ عذاب ترې لرې كړو، بيا ړومبى لار خپلوي. دا مانا د انعام سورت له 28 آيت سره ورته ده، چې وايي: ((او كه بيا ولېږل شي؛ نو هماغه څه به كوي،چې ترې منع شوي وه)).

دويم تفسير ته بل شاهد، له پېغمبر(ص) او امامانو رارسېدلي روايات دي، چې دخان يې پر هغه دود تفسير كړى،چې نړۍ د قيامت په درشل كې رانغاړي. له علي (ك) په يو روايت كې لولو، چې رسول الله (ص) وويل: ((له قيامت وړاندې لس نښې راښكاره كېږي: سفياني، دجال، دابة الارض، د امام مهدي پاڅون، له لويدیځه د لمر راختل، د حضرت عيسى راكېوتل، په ختيځ كې ډوبوونكي زلزله او په څېر يې په عربي ټاپوزمې (جزيرة العرب) كې او د عدن له تله د اور راولاړېدل، چې خلك د محشر پر لور ورځغلوي)). (نمونه، 21: 163 مخ.)

كَمْ تَرَكُوا مِنْ جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۲۵﴾ = (په پاى كې ټول پوپناه شول او) څومره ډېر باغونه او چينې يې پرېښوولې،

وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ ﴿۲۶﴾= او كښتونه او ښكلي ماڼۍ،

وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ ﴿۲۷﴾ = او نور ډېر پرېمانه نعمتونه، چې چړچې یې پکې کولې!

كَذَلِكَ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ ﴿۲۸﴾ = (قيصه يې!) دغسې وه او (شتمني او واکمني) یې مو نورو قومونو ته په ميراث ورکړل.

 فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنْظَرِينَ ﴿۲۹﴾ = نو اسمان او ځمكې پرې ونه ژړل او مهلت ورنه كړاى شو.

 25 تر 29_ د نعمت ناشكري؛ نعمت له منځه وړي: په يو روايت كې راغلي، چې علي (ك) د مداين له څنګه تېرېده او د كسرى (انوشيروان او نورو ساساني پاچايانو) اثار يې ليدل، چې مخ پر نړېدو ول،ملګري يې عبرت ته يو شعر ووايه، چې مفهوم یې دا دى:(( د سيمې پر پاتې اثارو يې باد راولګېد، ته وا ټولو وعده ځى درلود او پر لور يې وروځغاستل)) امام وويل: ((ولې دې دا آيتونه و نه لوستل؟)) بيا يې دا آيتونه ولوستل، بيا يې وويل: ((دوى (د نورو د شتمنيو او واكمنيو) وارثان ول؛ خو (دا نعمتونه يې نورو ته) په ميراث ورپرېښوول. د نعمت شكر يې و نه ايست؛ نو دنيا يې د سرغړاندۍ په پار واخستل شوه. د نعمت له ناشكرۍ ډډه وكړئ؛هسې نه الهي عذاب مو راونغاړي.)) (سفينة البحار، 8: 44 مخ)

وَلَقَدِ اخْتَرْنَاهُمْ عَلَى عِلْمٍ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۳۲﴾ = او په يقين دوی [بني اسراییلو] مو د پوهې له مخې (د خپلې زمانې) پر خلکو غوره كړي ول.

32_ د بني اسرائيلو غوراوى؛ ستر ازمېښت يې: دې آيت، بني اسرائيل د خپلې زمانې غوره امت ښوولى دى؛ ځكه قرآن د آل عمران سورت په 110 آيت كې، اسلامي امت  – پر نېكيو د امر كولو او له بديو د منع كولو په ځانګړنې – غوره امت ښيي. ځينې مفسران ګروهن دي، چې بني اسرائيلو داسې غوراوى درلود، چې د تاريخ په اوږدو كې يوازې په همدوى پورې ځانګړى و؛ لكه د پېغمبرانو پرېماني؛ ځكه يو قوم ته هم دومره پېغمبران استول شوي نه دي؛ البته دا خبره پردې سربېره، چې مطلب یې غوراوى نه جوتوي؛ څه غوراوى هم نه دى؛ ځكه شونې ده، چې د ډېرې سرغړونې له لامله ډېر پېغمبران پكې راتلل؛ لكه چې د موسى (ع) تر پاڅون روسته ډول ډول پېښې ښيي، چې له دې ستر پېغمبر سره یې څه وكړل؛ البته دې ته په پامنيوي، چې دې ځېلي ټولنې (د قرآن د وينا له مخې) تل خپل پېغمبران ځورول او په خورا سرسختۍ او ځانګړي تعصب د الهي احكامو پر وړاندې درېدل او ان، چې نوي له نيله تېر شوي ول، موسى (ع) ته يې د بوت سازۍ وړانديز وكړ، شونې ده، چې وويل شي له دې آيته مطلب، د امتياز څرګندول نه؛ بلكې د بل حقيقت ويل دي او د آيت مانا داده: سره له دې، چې پوهېدو، هغوى د الهي نعمتونو ناوړګټنه كوي، غوراوى مو وركړ، چې ازمېښت یې كړو. له ورپسې آيته هم ګټنه كېږي، چې خداى نورې لورنې هم ورپېرزو كړې وې، چې ازمېښت یې كړي؛ نو ځكه دا الهي غوره كونه، نه يوازې د غوراوي دليل یې نه دى، چې په ترڅ كې یې يو رټنه هم كښل شوې ده؛ ځكه ددې نعمت حق يې پوره نه كړ او له ازمېښته په بريا و نه وتل. (نمونه، 21: 184 مخ)

أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ أَهْلَكْنَاهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ ﴿۳۷﴾ = ايا دوى غوره دي يا د ((تبع)) قوم (=د يمن پاچا) او هغوی چې ترې مخكې وو؟! هلاك مو كړل؛ (ځكه) چې دوى ګناهګاران ول.

 37_ د ((تُبَّعٍ)) قوم: ((تبع)) د يمن د پاچايانو ټولیز لقب و؛ خو دلته قرآن د يمن د يوه پاچا په هكله خبره كړې ده، چې په ځينو رواياتو كې یې نامه ((اسعد ابوكرب)) ښوول شوې ده. يو شمېر مفسران ګروهن دي، چې دا يو حقپالى او مؤمن و او په دې آيت كې يې د ((تبع قوم)) تعبير په همدې مانا دليل نيولى دى؛ ځكه په دې دوو آيتونو كې، پخپله همدا رټل شوى نه؛ بلكې قوم يې رټل شوى دى. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((تُبع)) د اوس او خزرج ټبرونو ته وويل: تاسې دلته پاتې شئ، چې دا پېغمبر؛ يعنې د اسلام پېغمبر(ص) راشي. كه زه واى؛ نو په چوپړ كې به يې وم او ورسره وتلم)). ځينو ويلي، چې تبع، د يمن يو يرغلګر پاچا و، چې تر هنده يې يرغل وكړ او د دې سيمې ټول هېوادونه يې په خپله ولكه كې كړل. د يو يرغل په ترڅ كې مكې ته ورننووت او هوډ يې درلود، چې كعبه ويجاړه كړي. سخته ناروغي پرې راغله، چې طبيبان يې له درملنې بېوسې شول. په ملګرو كې يې يو شمېر پوهان وو، چې مشر یې د ((شامول)) په نامه يو حكيم و. ورته يې ويل ځكه ناروغ يې، چې د كعبې خونې ته دې نيت بد دى او كه له دې فكره واوړې او بښنه وغواړې؛ نو وبه رغېږي. تبع له خپل هوډه تېر شو او نذر يې ونيو، چې د كعبې خونه به درنه بولي. چې روغ شو؛ نو كعبه يې په يماني ټوكر كې پوښ كړه. (نمونه، 21: 194 مخ.)

ذُقْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ ﴿۴۹﴾ = (ورته ويل کېږي : ) وڅكه چې (پخپل ګومان) ډېر ځواكمن او عزتمن وې!

 49_ وڅكه، چې ډېر ځواكمن او عزتمن وې!: په تېرو آيتونو كې د دوزخيانو يو شمېر جسماني سزاوو ته اشاره شوې ده. خداى يې په دې آيت كې يوه اروايي سزا ياده كړې ده، چې بې ايمانه او سرغړاندو مجرمانو ته ويل كېږي: ((وڅكه، چې (په خپل ګومان) ډېر ځواكمن او عزتمن وې!)) ته وې، چې بېوزلي دې ښكېل كړي ول او ظلم دې پرې كاوه او ځان ته په ناماتي ځواك او سرباندې درناوۍ قايل وې. هو! دا ته وې، چې په كبر دې هره ګناه كوله. اوس دې د خپلو كړنو پايله وڅكه، چې سترګو ته دې انځور شوې ده او لكه چې څنګه دې د خلكو بدن او روح سېځلى و اوس دې دننه او دباندې د الهي عذاب په اور كې او په سوځنده اوبو سوځي. په يو حديث كې راغلي، چې يوه ورځ رسول اكرم (ص) د ابوجهل لاس ونيو او ويې ويل: (( ابوجهله! درباندې افسوس، درباندې افسوس!)) ابو جهل وويل: په څه مې ګواښې؟ ستا او د خاوند دې راباندې زور نه رسي. په دې ټوله سيمه (مكه) كې تر تولو غړیالی او عزتمن يم. دا آيت همدې مانا ته اشاره ده او وايي: چې كله يې د دوزخ په اور كې اچوي؛ نو ورته وايي: وڅكه ته خو ځواكمن او عزتمن وې!. (نمونه، 21: 205 مخ.)

كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُمْ بِحُورٍ عِينٍ ﴿۵۴﴾ = (هو) جنتيان دغسې دي او “حورالعين” [= تکې سپينې او ښکلې غټ سترګې) به ورواده كړو.

 54_ حورالعين: په ژوند كې د خيال د ارامۍ، مينې، خوشحالۍ او نشاط له مهمو وزليو، د مناسب او له هر پلوه د كمال در لودونكي همسر (كه نارينه وي که ښځينه) درلودل دي، چې د ستونزو زغمل اسانولاى او د بنيادم ژوند ته ښېرازي، خوږلنى او خوشحالي وربښلاى شي. اپوټه، ددغسې همسر نه درلودل (يا د نامناسب همسر نه درلودل) كافي ده، چې د ژوند خواږه شات د انسان په كومي كې ترخه شي؛ كه څه له هر پلوه د ژوند نورې وزلې ورته چمتو وي. په بله وينا، مناسب، د كمال او فضيلت درلودونكى او مهربان همسر، يوازې د جسم د خوند اخستو لامل نه؛ بلكې د روحي خوند بنسټ هم دى. بې دليله نه دى، چې قرآن مجيد په ګڼ شمېر آيتونو كې د جنتي ډول ډول نعمتونو د يادولو په ترڅ كې، پردې ټكي ډډه وهلې او په اړه يې په زړه پورې او شمېرلي تعبيرونه لري.د قرآن په څو ځايونو كې جنتي همسران په ((حورالعين)) نومول شوي دي.((حور))، د ((حوراء)) جمع ده او ((اَحور)) هغه ته ويل كېږي، چې د سترګو تور یې پوره تور او سپين يې پوره سپين، راڼه او ځلاند وي،چې دا د سترګو نهايي ښكلا ده. ځينو د غړيو پر سپينوالي مانا كړې ده او شونې ده دا تعبير يې هم د سترګو ښكلا او هم يې د غړيو سپينوالي ته اشاره وي. ((عين)) د ((اَعيَن)) جمع او ((عَيناء)) د غټو سترګو پر مانا ده او هغې ښځې يا هغه نارينه ته ويل كېږي، چې غتې، زړه راکښونکې او ښكلې سترګې لري. قرآن يې؛ ځكه د سترګو پر ښكلا ډډه وهلې، چې تر هر څه وړاندې یې د انسان ښكلا، په سترګو كې ده او دا تعبير، د ټول بدن ښكلا ته يو تعبير دى. همداراز پام مو وي، چې ((حور)) او ((عين)) پر مذكر او مؤنث دواړو اطلاقېږي؛ نو ځكه پراخ مفهوم لري، چې ټول جنتي همسران رانغاړي؛ مؤمنو نارينه وو ته ښځینه همسرانې او مؤمنو ښځو ته نارينه همسران. (وسائل الشيعه، 6: 466 مخ) له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((كه يوه جنتي حوره د دنيا خلكو ته وويني او خپله څڼه راښكاره كړي، د دنيا په خلكو كې اړو دوړ راولاړېږي او سكه، چې څوك لمونځ كوي؛ نو كه له خدايه و نه غواړي، چې حور العين یې همسر شي؛ نو دوى وايي: دا مو څومره په اړه بې رعبته دى!)). (پيام قرآن، 6: 259 مخ) په بل روايت كې ترې لولو: ((جنتيان، چې د ښځې او مېړه له ګډ ژوند یا زناشويۍ څومره خوند وړي، تر بل څه يې نه وړي ان تر خوراك او څښاك))؛ البته مراد، د جنت د جسمي نعمتونو خوندونه دي؛ ځكه د قرآن له آيتونو او د پاكلمنو له رواياتو ګټنه كېږي، چې د جنتيانو د مانيز سوبتیا – حضور، الهي قرب او د خداى د رضا خوند تر هر خونده اوچت او خوندور دى. (الميزان، 3: 136 مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!