تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه  د سورة المجادله د منتخبو آیتونو شرح    د مجادلې سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په درېيو برخوکې رالنډېږي :  ١-  ظهار  او احکام يې . ٢- د ناستې آداب ؛لکه پسپسکي نه کول او نويو راننووتونکیو ته ځاى ورکول .  ٣-  د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

 د سورة المجادله د منتخبو آیتونو شرح

 

 د مجادلې سورت ټوليزه منځپانګه:

ددې سورت منځپانګه په درېيو برخوکې رالنډېږي :  ١-  ظهار  او احکام يې . ٢- د ناستې آداب ؛لکه پسپسکي نه کول او نويو راننووتونکیو ته ځاى ورکول .  ٣-  د منافقانو او هغوى په اړه مشرح ویینه، چې په خوله د اسلام چغې وهي او د اسلام له دښمنانو سره اړيکه لري، مسلمانان ګواښي،چې د شيطان او منافقانو ګوند ته به نه ځئ او له حزب الله سره به يو ځاى کېږئ (نمونه، 23: 403 مخ):

وَالَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَتَمَاسَّا ذَلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۳﴾ = او هغوى چې له خپلو ښځو ((ظهار)) کوي بيا له خپلې خبرې واوړي؛ نو مخكې تردې چې يو له بل سره كوروالى وكړي؛ نو د يو مريي ازادول پرې لازم دي، دا (یو حکم) دى، چې سپارښتنه یې درته كېږي او الله مو له کړنو ښه خبر دى.

 3_  شان نزول: ډېرى مفسرانو ددې سورت ړومبيو آيتونو ته يو شان نزول روایت كړى، چې لنډيز یې دا دى: د انصارو د يوه ټبر پر ښځې خپل مېړه غوسه شو، مېړه يې توند خوى و او هوډ يې وکړ، چې ترې جلا شي؛ نو ويې ويل: ((انت على كظهرامی))؛ يعنې ته راته د مور په څېر يې! دا په جاهليت كې يو ډول طلاق وه؛ داسې طلاق، چې راستنېدا یې نه وه او نه ښځه ازادېده، چې بل مېړه وكړاى شي او دا مړوښې ښځې ته بدترين حالات ول. څه وخت روسته، سړى لیپخور – پښېمانه شو او داچې ظهار (د پورته غونډلې ويل) په جاهليت کې يو ډول نه راستنېدونكى طلاق و، خپلې مېرمن ته وويل: په اند مې، چې همېش راباندې حرامه شوې يې. ښځې وويل: داسې مه وايه. پېغمبر اکرم (ص)  ته ورشه او د مسالى حكم ترې وپوښته. ويې ويل: شرمېږم. ښځې وويل: اجازه راكړه، چې ورشم او وپوښتم. ويې ويل: ورشه. ښځه پېغمبراکرم (ص)  ته ورغله او پېښه يې ورته وويله. پېغمبر (ص)  يې د پوښتنې په ځواب كې وويل: ته پرې حرامه شوې يې او په دې هكله بله سپارښتنه نلرم. ښځې د خداى درشل ته مخ كړ او ويې ويل: خدايه! د خپلو سختو سختيو درته شكايت كوم؛ خپل پېغمبر ته دې يو فرمان راولېږه او دا ستونزه هواره كړه. په دې وخت، ددې سورت لومړني آيتونه رانازل شول. پېغمبر (ص)  دا آيتونه ښځې او مېړه ته ولوستل او د ظهار ستونزاوارى يې وروښود. ظهار، له سترو ګناهونو ده، كه څوك له خپلې مېرمنې ظهار وكړي؛ نو ښځه د شرع حاكم ته ورتلاى شي، چې مېړه یې موظف كړي يا رسماً په طلاق ترې بېله شي يا د مېړه او ښځې ګډ ژوند ته ورستانه شي؛ خو كه ګډ ژوند غواړي بايد مخكې ترې كفاره وركړي. د ظهار كفاره دا ده، چې كه له وسې یې پوره وي، يو مريي ازاد كړي، كه نه دوه مياشتې پرله پسې دې روژه ونيسي، كه دا يې هم له وسې نه وي؛ نو شپېته مسكينان دې ماړه كړي. له ظهار سره د اسلام پرېكنده چلن، ددې واقعيت څرګندوونكى دى، چې اسلام بيخي اجازه نه وركوي، چې د ښځو حقوق د ځانمنو نارينه وو له لوري په ظالمانه دودونو ولتاړل شي؛ بلكې هر غلط دود (كه څه په خلكو كې يې ټينګې جرړې ځغلولې وي) ځپي.( نمونه، 23: 406 مخ.)

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَا يَكُونُ مِنْ نَجْوَى ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَا أَدْنَى مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۷﴾ = (انسانه!) ايا نه پوهېږې، چې الله له هغه څه خبر دى، چې په اسمانونو او ځمكه كې دي؛ که درې (تني) پټې خبرې وي؛ نو الله یې څلورم دى او که پينځه (تني) پټې خبرې وي؛ نو الله یې شپږم دى، که (د پټو خبرو والا) له دې (شمېره) لږ يا ډېر وو؛ خو چې هر چېرې وي، الله ورسره دى، بيا يې د قيامت پر ورځ له خپلو كړنو خبروي؛ (ځكه) الله په هر څه پوه دی.

 7_ په پټو خبرو كې د خداى حضور: خداى نه جسم دى او نه جسمي عوارض لري؛ نو ځكه زمان او مكان ورته انګېرل كېږي نه؛ خو په عين حال كې كه و انګېرو، شونې ده داسې يو ځاى وي، چې خداى پكې سوب – حاضر او څارن نه وي؛ نو هغه مو محدود او را ايسار كړى دى. په بله وينا، هغه پر هر څه علمي احاطه لري. عين داچې مكان ورته انګېرل كېږي نه. پردې سربېره، پرښتې په هر ځاى كې حاضرې دي او ټولې كړنې ثبتوي. ددې آيت په تفسير كې له حضرت علي (ك) په يو روایت كې لولو: ((مطلب دادى، چې د خداى امين مخلوقات (هم پرښتې او هم الهي مقربان) په هغه قدرت، چې خداى وركړى، پر خپلو ټولو مخلوقاتو لاسبري لري؛ كه كوم چار وكړي(ته وا) خداى داسې كړي دي))؛ البته دا د موضوع يو اړخ دى؛ خو له بل اړخ، د خداى د ذات حضور او څار دى؛ لكه په يو بل حديث كې لولو، چې يو ستر مسيحي عالم، حضرت علي (ك) وپوښت: خداى چېرې دى؟ ويې ويل: ((هغه دلته او هلته، پاس او لاندې او رانه راچاپېره دى او همېش راسره دى او دا د خداى د خبرې مطلب دى، چې ((هېڅ درې (تنې) پټې خبرې به نه وي؛ خو داچې خداى یې څلورم وي…)).))  (نمونه، 23: 426 مخ)

 أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نُهُوا عَنِ النَّجْوَى ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَيَتَنَاجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَإِذَا جَاءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ وَيَقُولُونَ فِي أَنْفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا اللَّهُ بِمَا نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۸﴾ = ايا هغه كسان نه وينې، چې له پټو خبرو منع شوي ول (؛ خو) بيا هماغه څه كوي، چې ترې منع شوي وو او دوى په پټه يو له بل سره د ګناه، تېري او (د الله) له استازي د سرغړاوي خبرې كوي او چې درشي؛ نو په هغو ټکیو سلام درته کوي، چې هاغسې الله پر تا سلام نه دى کړی او پخپلو (زړونو) كې وايي: (( (که دا پېغمبر دى؛ نو) الله ولې زموږ په خبرو عذاب نه راكوي؟!)) جهنم یې بس دى، چې ورننوځي او څه ناوړه پاى ده!

 8_ الهي او غير الهي سلام: له امام باقر نه په يو روایت كې راغلي،چې يو شمېر يهود، پېغمبراکرم (ص)  ته ورغلل او د ((السلام عليك)) پر ځاى يې وويل: ((السام عليك يا ابا القاسم))، چې مانا يې پرتا مرګ يا پړه او ستړيا دې درباندې وي. پېغمبر (ص)  يې په ځواب كې وويل: وعليكم (همدا دې پر تاسې وي). ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: زما دې پېښې ته پام شو و مې ويل: عليكم السام و لعنكم الله و غضب عليكم (مرګ درباندې، د خداى لعنت او غضب درباندې) پيعمبر (ص)  راته وويل: (( ګوذاره كوه او له تاوتريخوالي او بدې وينا ډډه وكړه)) ومې ويل: نه اورې، چې مرګ درباندې وايې؟ پېغمبر (ص)  وويل: (( تا وانه ورېدل، چې په ځواب كې مې وويل: عليكم؟)) دلته ول، خداى دا آيت رانازل كړ، چې دا ډله درځي؛ نو داسې سلام كوي، چې خداى د داسې سلام سپارښتنه درته كړې نه ده.  (اصول كافي، 2: 642 مخ)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ انْشُزُوا فَانْشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۱۱﴾ = مؤمنانو! چې درته وويل شي: ((په مجلسونو كې ځاى ارت كړئ (او نويو راغليو ته ځاى وركړئ) ))؛ نو ارت یې كړئ،چې الله مو په چارو کې پراخي راوړي او چې وويل شي : ((پاڅئ))؛ نو پاڅئ،چې الله مو د مؤمنانو او پوهانو درجې لوړې كړي او څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.

11_ د مؤمنانو د درجو لوړاوى: ددې آيت په شان نزول كې روایت شوی، چې پېغمبر (ص)  د يوې جمعې پر ورځ له خپلو يارانو سره د جومات تر څنګ پر چوترې ناست و او ځاى تنګ شوى و. د پېغمبر (ص) عادت و، چې د بدر د مجاهدينو (مهاجر يا انصار) يې ډېر درناوى كاوه. په دې وخت کې يو شمېر يې راغلل، حال داچې نور مخكې له پېغمبر اکرم (ص) نه راتاو ول او ځاى يې نيولى و. چې كله پېغمبر ته راورسېدل سلام يې وكړ. پېغمبر يې سلام ځواب كړ. بيا يې پر ناستو سلام واچو، دوى هم ځواب كړ. راغلي ولاړ وو او په تمه ول، چې ناست ځاى وركړي؛ خو چا هم ځان و نه خوځاوه. دا چلن په پېغمبر اکرم سخت پرېوت او د شاوخوا ناست څو تنه يې پاڅول، چې راغلي كېني. دا په ايمان او جهاد كې د مخكښانو د يو ډول درناوي كولو د دود ورزده كول وو، په دې وخت کې يو شمېر له دې چلنه خپه شوو. بيا دا آيت رانازل شو او په غونډو كې يې د كېناستو د آدابو يوه برخه ورشرح كړه او داچې ددې سپارښتنو منل، پر اېمان او پوهې دليل دى او هم كه پېغمبر (ص)  ځينو ته امر وكړ، چې پاڅئ او نويو راغليو ته ځاى وركړئ، الهي سپېڅلې موخې او په ايمان او علم كې د مخكښانو درناوي ته وه. همدغسې له دې آيته ګټنه كېږي، چې د خداى پر وړاندې د انسان مقام په دوو څيزونو لوړېږي: ايمان او پوهه. له حضرت علي (ك) روایت شوى: ((چې څوك د مرګ تر وخته د علم په لټه كې وي؛ نو د ده او پېغمبرانو ترمنځ يوه درجه واټن وي)) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو حديث كې راغلي:((په قيامت كې درې ډلې شفاعت كوي: پېغمبران، عالمان او شهيدان)) (نمونه، 23: 438 مخ.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً ذَلِكَ خَيْرٌ لَكُمْ وَأَطْهَرُ فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۲﴾ = مؤمنانو! چې (د الله) له استازي سره پټې خبرې كوئ؛ نو تر پټو خبرو مخكې (د الله په لار كې) څه صدقه وركړئ، دا کار درته غوره او ډېر پاك دی او كه څه مو و نه موندل (؛ يعنې وسه يې نه لرئ)؛ نو پوه شئ، چې الله ډېر بښونكى (او) لورين دى.

12_ د پټو خبرو آيت: ددې آيت په شان نزول كې روایت شوي، چې پېغمبر (ص)  ته يو شمېر شتمن راتلل او پټې خبرې يې ورسره كولې. دا چار د پېغمبراکرم د ګرانبيه وخت د نيوو، د بېوزليو د تشويش او شتمنو ته د امتياز يو لامل و. دلته خداى، 12 آيت رانازل كړ او امر يې وكړ، چې له پېغمبر اكرم (ص)  سره تر پټو خبرو كولو مخكې بېوزليو ته څه خيرات وركړئ. مړو، چې داسې وليدل، له پټو خبرو يې ډډه وكړه. بيا ورپسې آيت رانازل شو او پړه يې كړل او د ړومبي آيت حكم يې واخست او ټولو ته يې په ښو چارو او د پالوونكي په اطاعت كې د پټو خبرو اجازه وركړه؛ خو ددې حكم فلسفه څه او ولې ډېر ژر بدل شو؟ ځينو مفسرانو ويلي، چې موخه، د هغو وګړيو ازمېښت و، چې لاپې شاپې یې کولې او  په  پټو خبرو يې له پېغمبراکرم (ص) سره مينه ښووله. خداى په دې توګه په ډاګه كړه، چې دا د مينې ښوول يوازې هله دي، چې پټې خبرې كول وړیا او بې بيه وي؛ خو كه د ډېر لږ او ناڅيزه مال وركړې ته پکې اړتيا وي؛ نو هډو وي به نه؛ البته يوازې علي (ك) له دې ستر الهي ازمېښته سرلوړى راووت؛ لكه چې پخپله وايي: ((په قرآن كې يو آيت شته، چې يو تن هم تر ما مخكې او روسته عمل پرې كړى نه دى او و به يې نكړي؛ يو دينار مې درلود، او پر لسو درهمو مې واړول او چې كله مې له رسول الله (ص)  سره پټې خبرې كولې؛ نو يو درهم مې خيراتاوه)) له حضرت عبدالله بن عمر بن خطاب (رض) روایت شوى: ((علي درې ځانګړنې درلودې، كه ما يې يوه هم درلوده؛ نو له سرو وېښتانو اوښانو (عربو ته يوه ګرانبيه شتمني ګڼل كېده) راته غوره وه؛ له فاطمې سره يې واده، د خيبر پر ورځ د بيرغ وركول، پر نجوا آيت عمل كول)). بل ټكى داچې دې حكم همېش پر مسلمانانو اغېز وكړ او ويې ښووله، چې نه ښايي بې اړتيا په پټو خبرو ، د پېغمبر (ص) او نورو اسلامي مشرانو ګرانبيه وخت ونيول شي او د خلكو د خپګان وزله چمتو شي؛ نو ځكه دې حكم له پيله لنډمهاله اړخ درلود او چې موخه یې ترسره شوه، بدل شو؛ ځكه غځېدا يې ستونزې راولاړولې؛ كله اړين مسايل رامخې ته كېدل، چې لازم وو، له پېغمبراکرم سره په ځانګړي توګه اوڅار شي او كه د خيرات د وركړې حكم پاتې واى؛ نو ډېر فرصتونه له لاسه وتل او وګړي يا اسلامي ټولنه زيانمنېده. داچې له پېغمبراکرم (ص)  سره تر پټو خبرو كولو مخكې د خيرات وركولو حكم څومره وخت و او بيا يې بدلون وموند، په اړه يې بېلابېل روایتونه دي: ځينو يو ساعت ځينو يوه شپه او ځينو لس ورځې ښوولې او ظاهره هماغه درېيمه وينا ده؛ ځكه كه د حكم وخت، يو ساعت يا يوه شپه وه؛ نو سرغاړو دا پلمه راوړاى شوه، چې په دې لنډ وخت كې، څه دليل رامخې ته نشو، چې له پېغمبراکرم (ص) سره پټې خبرې وكړي؛ خو لس ورځې حقايق روښانولاى شي او پړې او ټپسورۍ ته يې مخه پرانځي. په آيت او رواياتو كې د خيرات د مقدار او څومره والي په باب څه راغلي نه دي؛ كه څه د علي (ك) له كړنې پوهېداى شو، چې ان يو درهم هم بسیا و.( نمونه، 23: 447 مخ)

اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ أُولَئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۹﴾ = شيطان (د نفس اماره له لارې) پرې لاسبر شوى؛ نو د الله يادول يې ترې هېر كړي، همدا د شيطان ګوند دى، پوه شئ بېشکه د شيطان ګوند زيانمن دى

19_ د شيطان لاسبري؛ د منافقانو روستى برخليك: دا آيت، د زړه تورو منافقانو روستى برخليك څرګندوي. دروغجن، په شتمنۍ او مقام  ښاڅمن – مغرور منافقين، بې له دې څه برخليك نلري، چې د شيطان او شيطاني وسوسو په منګولو كې را ايسار وي او خداى بيخي هېروي. نه يوازې پخپله ورکلارېږي؛ بلكې د شيطان د ډلې غړي كېږي او د نورو ورکلارۍ ته لمن وهي. په يو روایت كې لولو: امام حسين رضى الله عنه، چې په كربلا كې پر خپل خلاف د كوفيانو تورې ليكې وليدې، ويې ويل: ((عجب بد بندګان ياست! په خوله مو د خداى اطاعت او پر پېغمبر د ايمان ادعا وكړه؛ خو اوس راغلي ياست، چې د پېغمبر (ص) ځوځات ووژنئ. شيطان درباندې لاسبرى شوى او د ستر خداى ياد يې درنه هېر كړى دى)). بيا يې زياته كړه: (( تاسې او هيلې مو ورکې شه. انا لِلِه و انا اليه راجعون)). (نمونه، 23: 461 مخ.)

 لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۲۲﴾ = داسې خلک به و نه مومې، چې پر الله او د قيامت پر ورځې ايمان لري (؛خو) د الله او د ده د استازي له دښمنانو سره دوستي وكړي، كه دا (دښمنان) يې پلرونه، زامن، روڼه يا خپلوان هم وي، همدوى دي،چې الله یې په زړونو کې (د) ايمان (نقش) كښلى او (له خپل لوري) يې په يوه روح سره غښتلي (او پايند) كړي او (جنتي) باغونو ته يې ورننباسي،چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي،هلته به تل اوسي، الله ترې خوښ دى او دوى (هم) له خدايه خوښ دي، دا خلک د ((الله ګوند)) دى، پوه شئ،چې په رښتینه كې يوازې د ((الله ګوند)) بريمن دى! 

 22_ مؤمنان د خداى او د هغه د رسول له دښمنانو سره دښمني نه كوي: دا آيت – چې د قرآن له ځپنده آيتونو ځنې دى-  مؤمنانو ته اخطار وركوي، چې په يوه زړه كې د خداى مينه او د خداى د دښمنانو مينه راټولېداى نشي او بايد يوه يې غوره كړئ. كه په رښتيا مؤمنان وي؛ نو بايد د خداى له دښمنانو سره له دوستۍ ډډه وكړي، كه نه د ايمان ادعا دې نه كوي. له پلرونو، اولادونو، روڼو او اقوامو سره مينه ښه ده او د انساني عواطفو د ژونديتوب نښه ده؛ خو که دا مينه د خداى د مينې پر ضد ودرېږي؛ نو خپل ارزښت له لاسه وركوي. له امام صادق (رح) نه په يو روایت كې لولو: (( د يو چا ايمان هله نږه كېږي، چې خداى ورته تر پلار، مور، اولاد، كور، شتمنۍ او ګردو خلكو ګران وي))؛ نو ځكه د حزب الله ليكه؛ د خداى، پېغمبر او وصيانو ولايت دی او بې له دوى له نورو سره پرېكون دى. په مقابل كې، د تېرو آيتونو له مخې، د حزب الشيطان له څرګندو نښو؛ نفاق، له حق سره دښمني، د خداى د ياد هېر، دروغ او چل ګڼلاى شو.(نمونه، ۲۳ ټ/ ۴۶۸ مخ)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!