تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة النمل د منتخبو آیتونو شرح  د نمل سورت ټوليزه منځپانګه:  له ټوليز پلوه د نمل سورت د مكي سورتونو منځپانګه لري او له ګروهيز پلوه ډېر په مبداء او معاد ډډه لګوي او د علمي او اخلاقي مسايلو له پلوه، د پينځو […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة النمل د منتخبو آیتونو شرح

 د نمل سورت ټوليزه منځپانګه:  له ټوليز پلوه د نمل سورت د مكي سورتونو منځپانګه لري او له ګروهيز پلوه ډېر په مبداء او معاد ډډه لګوي او د علمي او اخلاقي مسايلو له پلوه، د پينځو سترو پېغمبرانو (موسى، داؤد، سليمان، صالح او لوط عليهم السلام) د حالاتو لويه برخه او له بېلاريو اقوامو سره يې مبارزې يادې كړې دي، چې هم مؤمنانو ته ډاډينه وي په تېره، چې په هغو ورځو كې ډېر لږ ول او ځېلي مشركانو ته يوه ګوتڅنډنه هم وي. په دې سورت كې د حضرت سليمان (ع) او د سبا ملكې د داستان مهمه برخه او پر توحيد د سبا ملکې د ايمان راوړو څرنګوالى او له سليمان (ع) سره د ملاچرګك (هدهد) په څېر مارغانو او د مېږي په څېر حشراتو خبرې كول دي. همداراز دا سورت، د پالونكي د بې پايه پوهې او د هستۍ پر هرڅه يې څارنه او په بندګانو كې يې د حاكميت او واكمنۍ په باب خبرې دي. (نمونه، 15: 391 مخ.)

إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَالَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ ﴿۴﴾ =   په رښتینه کې هغوى چې پر آخرت ايمان نه لري، موږ یې (ناوړه) كړه وړه ورښايسته كړي (چې همدغسې) لالهانده وي.

 4_ واقعي كتنه او ايمان: د انسان په ژوند كې مهمه موضوع داده، واقعيت، چې څنګه دى، هماغسې يې وپېژني او پر وړاندې يې څرګند دريځ ولري او ګومانونه، له وړاندې ورمندون – قضاوت، انحرافي لېوالتياوې، دوستۍ او دښمنۍ يې د واقعياتو له ليدو او پرې پوهېدو خنډ نشي. له همدې لامله، له خدايه د امامانو عليهم السلام له مهمو غوښتنو يوه دا وه : ((خدايه! واقعيات او ژوي هاغسې، چې دي، راوښيه)) دا حالت يوازې په ايمان تر لاسه كېداى شي؛ ځكه ددې لارې ستر خنډونه؛ سرغړاند هوسونه او ځاني لېوالتياوې دي او ددې خنډونو لرې كول، يوازې په تقوا، ځانساتنې او د ځاني غوښتنو په كابو كولو شوني دي. ددې مانا ښكاره بېلګې زموږ د پېر د يو شمېر دنياپالو په ژوند كې هم وينو. په داسې څيزونو وياړي او تمدن يې بولي، چې ننګ، ګناه او رسوايي ده؛ لكه بې بندوباري، بې ستري، تجمل پالنه او… هو بدې او ننګينې چارې يې داسې په پام كې ورښكلې كړاى شوي، چې نه يوازې پرې نه شرمېږي؛ بلكې پرې وياړي. (نمونه، 15: 400 مخ. )

فَلَمَّا جَاءَهَا نُودِيَ أَنْ بُورِكَ مَنْ فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۸﴾ = نو چې ورغی، ورغږ شو: ((مبارك دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې په چاپېريال كې يې دی [= پرښتې او موسى]! او سپېڅلى دى، هغه الله، چې نړۍ پال دى.

 8_ هغه چې په اور کې دی او هغه چې په چاپېريال كې يې دی: داچې له ((من)) څخه مطلب څوك دي، مفسرانو ډول ډول احتمالات وركړي دي. تر ټولو خورا نژدې احتمال دادى، چې په اور كې تن، موسى (ع) و، چې د شنو ونو په منځ كې بلې لمبې ته دومره ورنژدې شو، چې ته وا پكې دى او د پالونكي مقربې پرښتې يې په چاپېريال كې وې، چې پر هغې ځانګړې شېبې كې، له هغې سپېڅلې ځمكې راتاوې شوې وې؛ يا اپوټه، الهي پرښتې په اور كې دي او موسى (ع) يې په چاپېريال كې دى. درېيم تفسير دادى، چې له ((مَن فِي النَّارِ )) منظور د خداى رڼا ده، چې د لمبې په بڼه وه او له ((وَمَنْ حَوْلَهَا)) مطلب موسى (ع) و، چې ورنژدې و. په هر حال داچې د خداى د جسمانيت په هكله څه توهم پيدا نشي د آيت په پاى كې (( َسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) راغلى، چې له هر ډول نيمګړتيا او جسم والي د خداى سپېڅلتوب بيانوي. (نمونه، 15: 406 مخ.)

وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ﴿۱۴﴾ = او سره له دې، چې زړونه يې ښه پرې باوري شوي ول؛ خو د ظلم او لویۍ له مخې ترې منکر شول؛ نو وګوره،چې د بدچارو پایه څنګه وه!

 14_ځانخبري كافر: له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې واقعي ايمان بې له پوهې او يقينه دى او شونې ده له پوهې سره سره د نټې له مخې كفر راولاړ شي. په بله وينا، د ايمان حقيقت، حق ته پوره غاړه ايښوول دي؛ نو ځكه كه انسان پر يو څيز علم او يقين ولري؛ خو په باطن يا ظاهر كې يې پر وړاندې تسليم نه وي؛ نو ايمان نلري؛ بلكې ((جُحودي كفر)) لري. امام صادق (رح) په يوې وينا كې د كفر د پينځګونو ډولونو په ترڅ كې، يو یې (( جُحودي كفر)) ياد كړى او د جُحودي كفر يوه څانګه داسې معرفي كوي: ((چې انسان پوهېږي دا څيز حق او ورته جوت دى؛ خو ترې نټه كوي)) بيا يې پر همدې آيت استشهاد وكړ. (نمونه، 15: 412 مخ)

وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ ﴿۱۶﴾ = او سليمان د داوود پاتوړی شو او ويې ويل: ((خلكو! موږ ته د مارغانو د ژبې [پوهېدل] راښوول شوي او هرڅه راكړای شوي، په رښتيا دا (راكړه) هماغه ښكاره لوړاوى دى.))

 16_ د مارغانو ژبه: په دې آيت كې په ډاګه د مارغانو خبرو او د دوى د درك او شعور كچې ته اشاره شوې ده. بېشكه د نورو څارويو په څېر مارغان هم په بېلابېلو حالاتو كې جلا جلا اوازونه كوي، چې د اوازونو په ډول كې يې له ځيرنې پر حالت پوهېداى شو. د غم، غوسې او لوږې په حالاتو كې بېل بېل اوازونه كوي او انسان پرې پوهېداى شي؛ خو ددې سورت آيتونه، تر دې ورهاخوا مطالب بيانوي؛ په مرموز ډول خبرې كول، چې خورا دقيق مطالب پكې وايي او له يوه انسان سره يې خبرې اترې. كه څه ځينو ته دا مانا هېښنده ښكاري؛ خو پوهانو، چې په كتابونو كې جلاجلا مطالب كښلي او د مارغانو په باب د ځينو شخصي مشاهدات او كتنې راښيي، چې دا به څه هېښنده چار نه وي. د څارويو د هوش – په تېره مارغانو- په باب تردې هم هېښنده مطالب مو په لاس كې شته؛ لكه د كور او ځالې په جوړولو كې يې مهارت، د خپل بچي د وضع او په ګاندې كې يې د اړتياوو او ستونزو په باب معلومات، ان تر څو مياشتو روسته د هوا د حالاتو په باب يې وړاندوينه، د زلزلې له كېدو، وړاندې يې خبرتيا او د مارغانو او څارويو په اړه ډېر مطالب، چې دا ټول په ځناورو كې د يو ډول شعور او اوچتې پوهېدنې شتون راښيي. ددې چارو په پامنيوي، هېښنده نه ده، چې ځانګړې ژبه به هم لري او له هغه سره خبرې پرې كولاى شي، چې پر ژبه يې وپوهېږي. د قرآن په نورو آيتونو كې هم دې موضوع ته په بېلابېلو بڼو اشاره شوې ده. (وګورئ: انعام_38) په اسلامي رواياتو كې هم ډېر مطالب شته. له امام صادق (رح) نه لولو، چې امير المؤمنين علي (ك) ابن عباس ته وويل: ((خداى راته د مارغانو ژبه رازده كړه؛ لكه چې حضرت سليمان بن داؤد ته يې ورزده كړې وه او په وچه او سمندر كې يې د هر خځنده ژبه راوښووله)) (نمونه، 15: 422 مخ.)

وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿۱۷﴾ = او سليمان ته د پېريانو، انسانانو او مارغانو لښکرې په منظمو لیکو کې راغونډې کړاى شوې (او ورپسې شوې).

17_ د حضرت سليمان (ع) د واكمنۍ سيمه: تر دې آيت لاندې يو شمېر مفسرانو ويينې كړي، چې ايا ټول انسانان ،پيريان او مارغان د سليمان (ع) په لښكر كې ول يا يې يوه برخه. په ځواب كې وايو:بېشكه سليمان (ع) پر ټوله ځمكه واكمني نه درلوده او د واكمنۍ سيمه يې شام، بيت المقدس او په احتمال، د چاپېريال ځينې سيمې وې او ان له راروستو آيتونو ګټنه كېږي، چې د ملاچرګك تر پېښې وړاندې يې د يمن پر هېواد لاسبري نه درلوده او د ملاچرګك له پېښې او د سبا ملكې تر تسليمېدو روسته يې پر يمن واكمني پيدا كړه. همداراز له دې آيتونو پوهېدل كېږي، كوم مارغان، چې د سليمان (ع) تر حكم لاندې ول، يو ملاچرګك هم پكې و، چې كله سليمان (ع) و نه ليد؛ نو احوال يې وپوښت. حال دا كه ټول مارغان واى او له دې په زرګونو ملاچرګكان؛ نو دا تعبير سم نه و. (نمونه، 15: 432 مخ.)

قَالَتْ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ إِنِّي أُلْقِيَ إِلَيَّ كِتَابٌ كَرِيمٌ ﴿۲۹﴾ = (ملكې سبا) وويل : (( (د هېواد) مشرانو! يو ارزښتمن او مهم ليك راغورځول شوى دى؛

 إِنَّهُ مِنْ سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۳۰﴾ = په حقيقت کې دا (ليک) د سليمان له لوري دى او (مضمون يې دا) دى: د لوراند (او) لورين الله په نامه؛

 29 او 30_ د ليك آداب: دا آيتونه ((ليكدود)) ته بېلګه دي، چې كله مهم او برخليك سازى چار دى. د سليمان (ع) ليك د لوراند او لورين څښتن په نامه پيلېږي او په دوو حساب شويو غونډلو د خبرې زړې كښي. همېش سترو مشرانو مو ټينګار درلود، چې ليكونه لنډ، بې له څه زياتونو او پوره حساب شوي وكښئ. اميرالمؤمنين علي (ک) خپلو واليانو او استازيو ته په يوه فرمان كې كښلي: ((قلمونه مو تېره كړئ، كرښې سره نژدې كړئ او ماته په خپلو ليكونو كې زياتي مطالب لرې كړئ، ډېر مو مانا ته پام وي او له اوږدو ليكونو ډډه وكړئ، چې د مسلمانانو شتمني ددې لګښت او زيان وس نه لري)) دا سپارښتنه، په بيت المال (يا شخصي) اموالو كې پر ډېر لګښت سربېره، د ليكوال او لوستونكي وخت هم لږ نيسي او ورته نه پاملرنه يې ان كله لاملېږي، چې د ليك بنسټيزه موخه د ليك د تشريفاتي غونډلو په ترڅ كې له منځه ولاړه شي او ليكوال او لوستونكى خپلې موخې ته و نه رسي. له آره د انسان ليك يې د وګړې ښوونكى دى. له علي (ک) په يو روايت كې لولو: (( نورو ته دې استازى، ستا د عقل ژباړن دى او ليك دې يو څرګند څيز دى، چې له لوري دې خبرې كوي. )) امام صادق (رح) وايي: (( د انسان ليك يې د عقل كچه او د ليدانې څومره والى دى)). ددې ټكي يادونه هم اړينه ده، له اسلامي رواياتو ګټنه كېږي، چې د ليك ځوابول د سلام ځوابولو په څېر فرض دى. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( د ليك ځوابول د سلام ځوابولو په څېر فرض دى)) (نمونه، 15: 456 مخ) ځينو مفسرانو دې ټكي ته په پامنيوي، چې حضرت سليمان (ع) خپل ليك په (( بسم الله الرحمن الرحيم)) پيل كړى. له رواياتو په ګټنه يې ويلي: نه يوازې دا غونډله د ليك په پيل كې وكښل شي؛بلکې بايد ټولو چارو ته ګټوره او لازمه ده؛ لكه د اودس په پيل كې يې ويل د ګرد بدن د پاكوالي لامل دى او په هغو لمونځونو كې، چې حمد او سورت په ورو ويل كېږي (( ماسپښين او مازديګر)) او په مستحبي لمونځونو كې د بسم الله په لوړه ويل د شيطانانو د شړلو لاملېږي او د كړاوونو پر مهال يې ويل د سختيو د لرې كېدو لامل دى او انسان خپلو موخو ته رسي او پر سپرلۍ د سپرېدو پر مهال يې ويل د انسان د ساتنې لامل دى او كور يا د كار ځاى ته د ورننووتو پر مهال يې ويل، هلته د بركتونو د راكوزېدو او د شياطينو د شړل كېدو لاملېږي او وړ ده، چې ((بسم الله الرحمن الرحیم)) د هر كور پر وره وكښل شي، چې کور او كورمېشتي له بلاګانو وساتل شي. (اطيب البيان، 10: 133 مخ.)

قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ ﴿۳۴﴾ = ملكې وويل: ((باچايان چې (په زوره) يوې ودانې سيمې ته ورننوځي؛ نو ورانوي يې او عزتمن يې سپکوي (هو!) كار يې همدا وي.

وَإِنِّي مُرْسِلَةٌ إِلَيْهِمْ بِهَدِيَّةٍ فَنَاظِرَةٌ بِمَ يَرْجِعُ الْمُرْسَلُونَ ﴿۳۵﴾ = او زه (اوس جګړه په خير نه ګڼم) يوه ډالۍ ورلېږم، ګورم چې زما استازى له څه ځواب سره راګرځي (او له دې لارې يې وازمېيو).))

34 او 35_ د پاچايانو نښه: له دې آيتونو ښه ګټنه كېږي، چې په هر ځاى كې سلطنت او استبدادي واكمنۍ د فساد، تباهۍ او د يو قوم د عزتمنو او درنو د ذلت او خوارۍ لاملېږي؛ ځكه مستبدان باوګړه وګړي ګوټناستوي او غوړه مالان، چوپړ ته رابولي او په هرڅه كې خپله ګټه لټوي. هغوى ډالۍ، بډې، پيسې او چل ول ښه مني او زورمټي، چې پر دغسې څيزونو لاسبري دي، ورته عزتمن دي. د پاچايانو فكر او زړه په مقام، پيسو او زېوراتو كې راښكېل دي؛ حال داچې پېغمبران يوازې د امتونو د سمونې په فكر كې دي. پاچايان له ډاليو سره سخته مينه لري او د كمزورۍ او خوارۍ ټكى يې همدا دى، چې په ګرانبيه ډاليو يې تسليمولاى شو. له همدې لامله، د سبا ملكې، سليمان (ع) ته ډالۍ ورولېږلې، چې معلوم كړي پاچا دى که پېغمبر. له نظره يې، كه سليمان (ع) ډالۍ منلې واى؛ نو ځانپالى پاچا و، چې د واک غوښتنې له مخې يې خپله واكمني پراخواله او كه ډالۍ يې نه منلې؛ نو له بلنې يې موخه فساد، واک غوښتنه او لاسبري نه وه او بله موخه يې درلوده، چې په دې حال كې بايد عقلمن وچلوو. (نمونه، 15: 455 مخ.)

قَالَ عِفْرِيتٌ مِنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ تَقُومَ مِنْ مَقَامِكَ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ ﴿۳۹﴾ = يوه پیاوړي پیري وويل :(( زه به يې مخكې تردې راوړم،چې له خپله ځايه پاڅې،زه ددې (كار) وس لرم او امين هم يم!))

39_ د پياوړي جوسې خاوند پېرى او هغه چې د كتاب څه پوهه ورسره وه: ((عِفْريتٌ )) د سرغړاند او خبيث وګړي پرمانا ده او د (( وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ )) غونډله هم ښيي، چې ډارېدل هسې نه دا ((عِفْريتٌ)) خيانت وكړي؛ نو ځكه د پياوړې جوسې خاوند پېري د ځان په دفاع كې د امانت او وفادارۍ ژمنه وكړه. ښايي دا پوښتنه اوڅار شي، چې څرنګه دا ژوی له عادت هاخوا دغسې يو چار كړاى شي. په ځواب كې يې ويلي، چې كله نامؤمنان هم د كړمنو رياضتونو او له نفس سره د مبارزې له مخې په يو شمېر له عادات اخواوو لاسبري پيدا كوي؛ خو له معجزې سره يې د چار توپير په دې كې دى، چې چارې يې پر بشري محدود واک ولاړې دي؛ نو همېش محدودې دي؛ حال داچې معجزې د خداى پر بې پايه واک ولاړې دي او واک يې د نورو صفاتو په څېر نا محدود دى. ددې توپير څرګنده بېلګه همدا آيتونه دي، چې هغه توپير راښيي، چې ددې ډول پيري د واک او هغه تر منځ شته، چې د كتاب څه پوهه يې درلوده. داچې دا سړى څوك و او دا هېښنده واک يې له كومه تر لاسه كړى او د كتاب له پوهې مطلب څه دى، په اړه يې مفسرانو ډېرې خبرې اترې كړې دي. (نمونه، 15: 468 مخ) د اهل بيتو (ع) په روايتو كې راغلي، چې دا ((آصف بن برخیا))، د حضرت سليمان (ع) وزير او وصي و. (الميزان، 15: 364 مخ.) نورو ويلي، چې دا ايمانوال، له الهي ستر نامه )اسم اعظم( خبر و؛ هماغه ستره نامه، چې هرڅه يې پر وړاندې خاضع او غاړه ږدي او انسان ته سرباندی واک وركوي؛ البته ددې پوهې مطلب دا نه دى، چې يو انسان داسې يوه كليمه ووايي، چې هېښنده او ستر اغېز ولري؛ بلكې منظور دا دى، چې دا الهي ستره نامه پر ځان پلې كړي او د پوهې، اخلاقو، تقوا او ايمان له پلوه دومره بشپړتيا ومومي، چې پخپله يې ښكارندوى شي. دا مانيز او روحاني تكامل، د (( الهي اسم اعظم)) يو څرك دى، چې په انسان كې دغسې يو خارق عادات پيدا كوي. (نمونه، 15: 470 مخ.) آيت دا مطلب څرګندوي، چې هغه سړي الهي پوهه او له خداى سره ځانګړې اړيكه درلوده، چې كه هر وخت يې له خدايه څه غوښتل او خپلې اړتياوې يې درشل ته ور وړاندې كولې؛ نو خداى يې غوښتنې ورپوره كولې. (الميزان، 15: 364 مخ.)

قَالَ نَكِّرُوا لَهَا عَرْشَهَا نَنْظُرْ أَتَهْتَدِي أَمْ تَكُونُ مِنَ الَّذِينَ لَا يَهْتَدُونَ ﴿۴۱﴾ = ویې ویل: ((داسې وکړئ، چې خپل تخت و نه پېژني، چې وګورو ځیر کېږي که نه.))

فَلَمَّا جَاءَتْ قِيلَ أَهَكَذَا عَرْشُكِ قَالَتْ كَأَنَّهُ هُوَ وَأُوتِينَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِينَ ﴿۴۲﴾ =  ملكه چې راغله؛ نو ورته وويل شول: ((ايا تخت دې همداسې دى؟)) هغې وويل: ((لكه چې دا خو هماغه دى! او موږ خو لا د مخه [د سلیمان پر حقانیت] پوهېدلي وو او غاړه مو ایښې وه))

وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَعْبُدُ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كَافِرِينَ ﴿۴۳﴾ =  او (په حقيقت كې) د “الله” پر ځاى یې د نورو معبودانو نمانځنه (پر الله د ايمان راوړو) خنډ شوى و؛ ځكه نوموړې [په پيل کې] له يوه كافر قومه وه. 

قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الصَّرْحَ فَلَمَّا رَأَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَكَشَفَتْ عَنْ سَاقَيْهَا قَالَ إِنَّهُ صَرْحٌ مُمَرَّدٌ مِنْ قَوَارِيرَ قَالَتْ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي وَأَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۴﴾ = هغې ته وويل شول : (( (د ماڼۍ) انګړ ته ورننوځه!)) چې ویې كتل؛ نو د اوبو د ډند ګومان يې پرې وكړ او پايڅې يې بډ وهلې (چې له اوبو تېره شي؛خو سلېمان) ورته وويل : (( (دا اوبه نه دي)؛ بلكې له ښويې ښيښې جوړ انگړ دى)) ملکې وويل : ((پالونكيه! پر ځان مې ظلم كړى و او (دادى) له سلیمان سره مې نړۍ پال الله ته غاړه کېښووه.))

41 تر 44_ د سليمان (ع) روزنيز دود: دا آيتونه له سبا ملكې سره د حضرت سليمان (ع) دوه سنجول شوي چلنونه راښيي، چې د ايمان راوړو لامل یې شو: لومړى داچې حضرت سليمان يې تخت (چې په خارق العاده ډول يې د هغه له هېواده خپل هېواد ته راوړى و) ناپېژندګلو كړ، چې د پوهېدنې او درك كچه يې وسنجوي. د سبا ملكه هم، چې خورا هوښياره وه، خپل تخت یې چې وليده؛ نو پوه شه، چې سليمان يې پوهوي، چې د الهي او خارق العاده واک څښتن دى؛ نو ځكه يې ورته وويل: دې چار ته څه اړتيا نه وه او تردې وړاندې د سليمان له واکه خبره وه او غاړه مو ورته ايښې وه. سليمان (ع) د خپل نبوت بلې نښې ورښوولو ته د خپلې ماڼۍ له ښيښې جوړ انګړ ته ننايسته، د انګړ غولى داسې و، چې د سبا ملكې وګڼله، دلته اوبه بهېږي؛ نو يې بډې ووهلې، چې ترې تېره شي؛ خو پوه شوه، چې اوبه نشته او ښيښه دومره پاكه او رڼه وه، چې د رڼو اوبو په څېر معلومېده. دلته بيخي ورته جوته شوه، چې سليمان يو عادي انسان نه دى او له ځواكمن خداى سره په اړيكه کې دى او دې ته په پامنيوي، چې له سليمانه يې نورې نښې – ؛لكه په ځانګړي ډول د ملا چرګك تلل، د ډالۍ نه منل او له لرې يې د تخت راوړل – ليدلې ول، بې د رنګه يې په خپلې تېرې تيارې منښته وكړه او د خداى درشل ته يې غاړه كېښووله او ايمان يې راووړ. هو! سليمان (ع) د پوځي يرغل پر ځاى، چې ضايعات او وينه تويېدنه هم ورسره وه، د ملكي فكر دومره هک پک كړ، چې له آره په دغسې فكر كې نشي، په تېره، چې هغه ښځه وه او دغسې تشريفاتو ته يې اهميت وركاوه. (اخستل شوى دى له: نمونه، 15: 479 مخ + الميزان، 15: 366 مخ.)

قَالَ يَا قَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُونَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ لَوْلَا تَسْتَغْفِرُونَ اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۴۶﴾ = (صالح ) وويل : (( (زما قومه ! ولې تر رحمت مخكې په بيړه عذاب غواړئ؟ ولې له خدايه بښنه نه غواړئ، ښايي درباندې ولورېږي؟))

 46_ د استغفار حقيقت: په دې آيت كې مو ولوستل، چې حضرت صالح (ع) استغفار الهي لورنې راجلبولو ته يو لامل ښیي: بايد پام مو وي، چې د استغفار حقيقت، په خوله له استغفار ويلو ور هاخوا يو څيز دى. له اميرالمؤمنين علي (ک) په يوه روايت كې راغلي، چې يو چا يې په مخكې (په بې پامۍ) وويل: ((استغفرالله)). امام ورته وويل: (( مور دې بوره شه، د استغفار پر مفهوم پوهېږې؟ استغفار د لوړ پوړیو مقام او يوه نامه ده، چې شپږ ماناوې لري: لومړى په تېرو پښېماني؛ دويم هوډ به کوې، چې بيخي به تېرو ګناهونو ته نه ورستنېږې؛ درېيم د خلكو حقوق پوره وركړې، چې له خداى سره له هرې ګناه پاك ليده كاته وكړې؛ څلورم فرض، چې دې نه وي كړي، و يې كړې؛ پينځم، پر بدن دې، چې په ګناه كې كومه غوښه راټوكېدلې، په غم او خپګان كې يې ويلې كړې، چې پوټكى دې له هډوكيو سره ونښلي او بيا دې د پوټكي او هډوكيو ترمنځ نوې غوښه راوټوكېږي؛ شپږم پر بدن دې د طاعت كړښت وڅكې؛ لكه چې حلاوت او خوږلنی دې پرې ورڅكلى و؛ نو هله ((استغفر الله)) ووايه)). (نهج البلاغه، كلمات قصار، 417 مخ)

وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ ﴿۴۸﴾ = او په ښار كې نهه تنه (یا نهه ډلې) وې، چې (د حجر) پر ځمكه يې بدچاري کوله او هېڅ سم کار يې نه کاوه .

قَالُوا تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُ وَأَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۴۹﴾ = پخپلو كې یې وويل: ((پر الله قسم وکړئ، چې د شپې به دا او کورنۍ یې له منځه یوسو، بيا به يې خپلوانو ته وايو: موږ یې د كورنۍ په وژنې كې حاضر نه وو او بيخي رښتيا يو.))

 48 او 49_ نهه مفسدې ډلې: دا آيت د ((حِجر)) ښار ته اشاره لري، چې د شام او حجاز ترمنځ په (( وادى القرى)) سيمه كې پروت او ثمود قوم پكې مېشت و. په دې ښار كې نهه مفسدې ډلګۍ وې، خپلمنځی پوهاوی يې وكړ، چې د شپې شپې به پر صالح او كورنۍ يې يرغل وكړي او و يې وژني او ولي ته به يې ځان ناګاره كړي. دې دسيسې ته ورته د پېغمبر (ص) د پېر مشركانو هم سنجولې وه. هوډ يې درلود، چې پېغمبر ووژني؛ خو د پلي كولو په څرنګوالي كې يې اړپېچ درلود، چې ناڅاپه یې شيطان د يو بوډا په بڼه غونډې ته ورننووت او وړانديز يې وكړ، چې له څلوېښتو ټبرونو دې څلوېښت تنه راټول شي او په نيمه شپه كې دې د پېغمبر پر كور بريد وكړي او و يې وژني او په دې توګه د پېغمبر وينه به پر څلوېښتو تنو ووېشل شي او اوليا به يې په ديه اخستو راضي شي؛ خو په الهي مرستو او د علي (ک) په سرښندنه دسيسه خنثى شوه. (وګورئ: بقره_207) ځينو مفسرانو كښلي: نهه ډلې، چې د صالح (ع) د وژنې هوډ يې كړى و، د پرښتو په تيږو هلاك شول. ځينو ويلي، چې صالح (ع) ته امر وشو، چې له منځه يې ووځي؛ خو څوك پرې پوه شي؛ بيا خداى پرې عذاب راكوز كړ او هلاك يې كړل. ځينو ويلي، چې د غره لمن ته ورغلل او صالح ته سترګې پر لار ول، چې ناڅاپه غر پرې راولېد او له منځه يې يوړل. (اطيب البيان، 10: 152 مخ.)

فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۵۲﴾ = نو دا يې كورونه دي (وروګورئ) چې د ظلم له لامله يې ويجاړ تش پراته دي او بېشكه چې په دې (سزا) كې پوهانو ته يو عبرت دى.

 52_ تش كورونه: ((خاوية)) د (( خواء)) له مادې او كله د غورځېدو او ويجاړېدو پر مانا او كله د تشېدو پر مانا ده. دا تعبير لوېدونكيو ستوريو ته هم راغلى دى. ((خوى النجم))؛ يعنې ستورى ولوېد. ويلي يې دي: د ((خوى)) آريزه مانا، تشېدل دي او دا تعبير وږيو خېټو، پوچ غوز او له بارانه تشو ستوريو ته هم ويل شوى دى (جاهلي عربان ګروهن ول، چې په څنډ كې له هر راښكاره كېدونكي ستوري سره باران مل وي). دا آيت وايي، چې د ثمود قوم كورونه د ظلم په پار تش شول، نه غږ ترې راپورته كېږي او نه څه خوځښت پكې شته او نه څه ځلبلي او نه د مېلو چړچو او د ګناهونو ډكې غونډې ترې پاتې دي. هو! د ظلم اور پكې ولوېد، ټول یې وسوځول او ويجاړ يې كړل. (نمونه، 15: 498 مخ.)

قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۵۹﴾ = ووايه : ((ستاېنه يوازې الله ته ده او پر غوره بندګانو يې سلام! ايا الله غوره دى يا څه چې دوی یې ورسره شريكوي؟

 59_ د ((الحمد لله)) د ذكر فضيلت: له اهل بيتو عليهم السلام په رارسېدلو رواياتو كې د ((الحمد لله)) ذكر ويلو ته ډېر فضيلت روايت شوى دى. په يو روايت كې لولو، چې مفضل، امام صادق (رح) ته وويل: يوه هر اړخيزه دعاء راوښيه. حضرت وويل: ((د خداى ستاينه او منندوينه وكړه، چې په دې حال كې هر نمونځ كوونكی دعاء ورته كوي؛ ځكه دوى ټول په نمانځه كې وايي ((سمع الله لمن حمده)) ((خداى د هغه چا واورېدل، چې دده ستاينه يې وكړه)) په بل روايت كې راغلي، كه څوك د ورځې څلور ځل ((الحمد لله)) ووايي، ددې ورځې منندوينه يې كړې او كه د شپې يې ووايي، د همدې شپې منندوينه يې كړې ده. ان ويلي يې دي: په خوشحاليو او خپګانونو كې د خداى شكر وكاږئ او ويې ستايئ، پردې حال كه انسان ته كوم نعمت ورسېد، ووايي: ((الحمد لله على هذه النعمة)) او كه څه كړاو ورورسېد، ووايي: ((الحمد لله على كل حال)). (اطيب البيان، 10: 163 مخ.)

59_ د خداى پر غوره بندګانو سلام: له دې غوره بندګانو مطلب پېغمبران او امامان دي؛ لكه چې د آل عمران په 33 آيت كې راغلي دي: ((خداى، آدم؛ نوح، آل ابراهيم او آل عمران ته پر نړيوالو غوراوى وركړ)). مفسرانو ويلي، چې خداى په دې غونډله پر خلكو د سپېڅليو (پېغمبرانو او امامانو) له غوراوي خبر كړي يو او د اهل بيتو امامان هم له آل عمران (ع) څخه دي. (اطيب البيان، 10: 164 مخ.) په روايتونو كې هم د پېغمبر اکرم(ص) كورنۍ ددې آيت څرګند مصداق ښوول شوى دى. (الميزان، 15: 393 مخ./ وګورئ: د آل عمران سورت 33 آيت)

أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَعَ اللَّهِ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ ﴿۶۲﴾ = يا هغه چې د اړمن دعا قبلوي او كړاو لرې كوي او تاسې د ځمكې ځايناستي كوي، ايا له الله سره بل معبود شته؟! ډېر لږ نصيحت منئ.

 62_ د اړمن دعاء: په دې آيت كې، د خداى له لوري د ستونزاوارۍ، د پر ټپه ولاړ حالت له منځه تلل او د دعاء قبلېدل راغلي. پر هغه مهال، چې د انسان پر مخ د وزلو د نړۍ ټول ورونه تړل كېږي او چاړه تر هډوكي رسي او بنيادم له هر پلوه ستړى او اړمنېږي؛ نو يوازې د پاک خداى ذات دى، چې ستونزې هوارولاى، هيلې راټوكولاى او د انسان پر مخ د لورنې ورونه پرانستلاى شي. كه څه خداى (په شرايطو برابر) د ټولو دعاء قبلوي، په دې آيت كې، په تېره په مضطر (اړمن) ډډه لګول شوې ده؛ په دې دليل، چې د دعاء د قبلېدو يو شرط دادى، چې انسان يومخې د وزلو له نړۍ سترګې واړوي او خپل زړه او روح د خداى په واك كې كړي او هرڅه له هغه وبولي او د هرې ستونزې هوارونكى يې وګڼي او دا درك او ليد، په پرېشانۍ كې تر لاسه كېږي. دا سمه ده، چې نړۍ د وزلو نړۍ ده او مؤمن په دې اړه تر وسې هڅه كوي؛ خو كله هم د وزلو په نړۍ كې نه وركېږي او ټول د خداى له بركتونو بولي. دا پړاو، د دعاء قبلېدو مهم ترين شرط دى. په ځينو رواياتو كې، دا آيت د حضرت مهدي عليه السلام په پاڅون تفسير شوى دى. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( دا آيت د آل محمد د مهدي په اړه رانازل شوى دى. پر خداى قسم مضطر هغه دى، چې كله په ابراهيم مقام كې دوه ركعته لمونځ كوي او د خداى درشل ته لاسونه پورته كوي، دعاء يې قبلوي، ستونزې لرې كوي او پر ځمكه يې خليفه كوي)) البته آيت پراخ مفهوم لري، چې يو څرګند مصداق يې حضرت مهدي دى، چې كله هرځاى په فساد كې راښكېل وي او بشريت له سخت كړكېچ سره مخ وي او پر نړۍ پرېشاني راخپره شوې وي؛ نو امام مهدي د ځمكې په خورا سپېڅلي ځاى كې په دعاء لاس پورې كوي او د ستونزو لرې كېدو دعاء كوي او خداى يې دا دعاء د نړيوال سپېڅلي اوښتون –  انقلاب پيلامه ګرځوي او د (( وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الْأَرْضِ )) په مصداق، هغه او ياران يې د ځمكې ځايناستي كوي. (نمونه، 15: 517 او 520 مخونه.)

بَلِ ادَّارَكَ عِلْمُهُمْ فِي الْآخِرَةِ بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِنْهَا بَلْ هُمْ مِنْهَا عَمُونَ ﴿۶۶﴾ = دوى [= مشركان] د آخرت په اړه سم معلومات نه لري؛ بلكې په باب يې شكمن دي؛ بلكې په اړه يې (د زړه په سترګو) ړانده دي .

 66_ ړانده دنيا ويني: ((ادَّارَكَ)) په آر كې ((تدارك)) و او د تدارك مانا داده، چې – د ځنځير د كړۍ په څېر- د يو څيز اجزاوې یو په بل پسې راشي، پوره شي او څه ترې پاتې نشي؛ نو د آيت مانا داده، چې د غير آخرت په باب يې خپله پوهه يو مخي تر پايه رسولې او څه ورته پاتې نه دي، چې آخرت پرې ومومي؛ نو ځكه تر ویينې لاندې آيت، د نجم له 29 او 30 آيتونو سره ورته دي، چې وايي: ((نو له هغه مخ واړه، چې زما له ياده يې مخ اړولى وي او بې د دنيا له توکیز ژونده بل څه نه غواړي، پوهه يې دومره ده… )) دا آيت پر آخرت د پوهې د بې برخېتوب له پړاوونو خبرې كوي او ځېلي مشركان يې په هسكه څوكه كې يادوي؛ ځكه د ((بَلِ ادَّارَكَ عِلْمُهُمْ فِي الْآخِرَةِ)) مانا داده، چې د آخرت په هكله څه پوهه نلري او غوږونو ته يې ور رسېدلى نه دى. د  ((بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّنْهَا)) مانا هم داده، كه د قيامت خبر يې اورېدلى او زړونو ته يې ننووتي؛ خو يقين يې پرې كړى نه دى او په اړه يې شكمن دي او تصديق كړى يې نه دى. د ((بَلْ هُم مِّنْهَا عَمِونَ)) مانا هم داده، كه پر قيامت له ګروهې بې برخې شوي، په دې پار دي، چې خداى یې د ګروهو او كړنو له لامله د زړه سترګې ړندې كړي او په پايله كې له پوهېدو او دركه بېوسې او عاجز دي؛ نو دوى د ناخبرۍ په روستي پړاو كې دي او د پوهېدو يوه لار هم پاتې نه ده. (الميزان، 15: 388 مخ)

قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِي تَسْتَعْجِلُونَ ﴿۷۲﴾ =  ووايه : ((ښايي يوه برخه یې،چې بيړه ورته کوئ، درنژدې شوې وي .))

 72_ څه ته بيړه؟: ((رَدِفَ)) د ردف له مادې او د يو څيز ترشا كېناستل دي؛ نو ځكه چې څوك پر آس سپور شي، ((رديف)) ورته ويل كېږي. همدا راز كوم وګړي او څيزونه، چې يو په بل پسې شي ورته كارولېږي. داچې له دې عذاب مطلب څه و، ځينې وايي، چې هماغه سخت ګوزار و، چې د بدر په غزا كې پر ځېلي ګناهګارانو وشو او اويا تنه مشران يې هلاك او اويا يې ونيول شول. دا احتمال هم شته، چې مطلب، عمومي دردناك مجازات وي، چې البته د پېغمبراكرم د شتون په پار چې ((رحمة للعالمين)) و، ترې لرې شوى او د انفال 33 آيت هم پرې شاهد دى. ښايي د ((عَسَى))  تعبير د پېغمبر اکرم(ص) له خولې وي او ان په الهي كلام كې يې شتون هم – د ځينو د انګېرنو پرخلاف – هېڅ ستونزه نه لري؛ ځكه د يو څيز د شتون سريزو او غوښتنو ته اشاره ده؛ كه څه شونې ده، دا سريزې له خنډ سره مخ شي او روستۍ پايلې ته ونه رسي. (نمونه، 15: 532 مخ.)

إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَقُصُّ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَكْثَرَ الَّذِي هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۷۶﴾ = په رښتینه کې دا قرآن بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې) ته د هغو څيزونو ډېری برخه ورښيي،چې دوى پكې اختلاف لري.

76_ قرآن؛ د بني اسرائيلو اړپېچ څرګندوي: بني اسرائيلو په ډېرو مسايلو كې اختلاف درلود؛ د ((مریم))  او ((عيسى)) په باب، د هغه پېغمبر په باب، چې په تورات كې یې زېرى راغلى و، چې دا به څوك وي او همدا راز په ډېرو ديني او مذهبي احكامو كې. قرآن راغى او په اړه يې په حق څرګندونه وكړه، چې مسيح (ع) پخپله په ډاګه ويلي، ((زه د خداى بنده يم او اسماني كتاب يې راكړى او پېغمبر كړى يې يم)) ((مريم_20)) او هم يې څرګنده كړې، چې مسيح بې پلاره له موره پيدا شوى او دا څه محال چار نه دى؛ ځكه خداى آدم بې پلار و موره او يوازې له خاورو وپنځاوه (آل عمران_59) همدغسې په تورات كې، چې د كوم پېغمبر ځانګړنې راغلي، د اسلام پېغمبر بولي. په هر حال، د قرآن يو رسالت دا دى، چې له هغو اختلافاتو سره مبارزه وكړي، چې د انبياوو له ښوونو سره د ورګډ كړای شويو خرافاتو راولاړشوي او هر پېغمبر دنده لري، چې هغو اختلافاتو ته د پاى ټكى كېدي، چې له تحریف، اړونو او د حق و باطل له ګډولې را پيدا شوي وي او داچې دغسې يو چار د ناپوهۍ له چاپېرياله د يو راولاړ شوي نالوستي له وسې پوره نه ده؛ نو څرګندېږي، چې د خداى له لوري دی .( نمونه، 15: 537 مخ.)

 وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ ﴿۸۲﴾ = او چې كله یې د عذاب فرمان راورسي (او د قيامت په درشل كې وي)؛ نو له ځمكې به ((دابة الارض = یو خوځېدونکی ژوی)) ورته راوباسو،چې خبرې به ورسره كوي (او وايي) : چې رښتیا هم، خلکو[لکه چې ښايي] زموږ پر آيتونو باور نه كاوه.

 82_ دَابَّةً مِّنَ الْأَرْضِ: ((دابة)) د خځنده پر مانا ده. د ځينو د انګېرنو پر خلاف، دا كليمه يوازې نا انسانانو خځندو ته نه كارولېږي؛ بلكې پراخ مفهوم لري، چې انسانان هم رانغاړي؛ خو قرآن يې د مصاديقو په اړه څه ويلي نه دي. ته وا، چې چار پر ابهام او اجمال ولاړ دى او يوازې دا ځانګړنه ورته ياده شوې، چې له خلكو سره خبرې كوي او په اجمال بې ايمانه وګړي په نښه كوي. په دې باب په اسلامي رواياتو او د مفسرينو په خبرو كې ډېرې ویينې ليدل كېږي. ځينې مفسران يې د راغليو روایاتو له مخې يو انسان بولي؛ يو سرباندې انسان، خوځند او کارند، چې يو چار یې د منافقينو له ليكي د مسلمانانو جلا كول او پر نښه كول يې دي. له پېغمبر (ص) نه په يو حديث كې يې ځانګړنه داسې راغلې: ((دومره غښتلى دى، چې هېڅوك نه وررسي او څوك ترې تښتېداى نشي، د مؤمن پر تندي نښه ږدي او مؤمن پرې ليكي او د كافر تندي په نښه كوي او كافر پرې كښي، د حضرت موسى کونټۍ او د سليمان ګوته ورسره ده.)) په ګڼ شمېر رواياتو كې يې مصداق امير المؤمنين علي (ك) ښوول شوى دى. له امام صادق (رح) نه په يو معتبر روايت كې راغلي: ((علي په جومات كې ويده و. پېغمبر اکرم ورغى او راويښ يې كړ او ويې ويل: (( پاڅه! الهي خځنده)) يو يار يې وويل: رسول الله! ايا موږ يو بل په دغسې نامه يادولاى شو؟ پېغمبر اکرم وويل: نه. دا يوازې د ده نامه ده او هغه (( دابة الارض )) دى، چې خداى په قرآن كې ويلي: ((وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِّنَ الْأَرْضِ )) بيا يې وويل: ((علي! خداى دې په روستي پېر كې، په غوره بڼه ژوندى كوي او داسې وزله به دې په لاس كې وي، چې خپل دښمنان به پرې په نښه كوي.)) ددې روايت له مخې، تر ويينې لاندې آيت، د ((رجعت)) په اړه دى، چې په دې باب له ورپسې آيت سره همغږى دى. (نمونه، 15: 551 مخ)

وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِمَّنْ يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ ﴿۸۳﴾ = او هغه ورځ (درياد كړه) چې موږ له امتونو د خپلو آیتونو منکرې ډلې راټولې کړو؛ نو تموو یې، چې يو له بل سره يوځاى شي.

 83_ رجعت: دا آيت د قيامت يوې بلې نښې ته اشاره كوي. له آيته ګټنه كېږي، چې يوه ورځ به راورسي، چې خداى به له هر قوم او ټولي، يو شمېر را ژوندي كړي او د خپلو كړنو سزا ته يې چمتو كوي. ډېرى مشران دا آيت، له قيامت وړاندې همدې دنيا ته د يو شمېر نېكچاريو اوبد چارو راستنېدا بولي؛ ځكه كه پخپله قيامت ته اشاره وي؛ نو د ((مِن كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا)) تعبير ناسم دى؛ ځكه په قيامت كې ټول راپاڅي نه څو ډلې. رجعت د اماميه شيعه وله مشهورو ګروهو ځنې ده او په لنډو يې تفسير دا دى: د امام مهدي )عج( تر راښكارېدو روسته او د قيامت په درشل كې يو شمېر نږه مؤمنان او ډېر شرور سرغړاندې دې نړۍ ته راستنېږي. لومړۍ ډله د كمال درجې وهي او دويمه ډله سخته سزا ويني. دا جوته ده، چې په دې نړۍ كې د يو شمېر مړيو راژوندې كېدل له محالاتو ځنې نه دي؛ لكه چې په قيامت كې د ټولو انسانانو ژوندي كېدل پوره شوني دي. د قرآن مجيد په پينځو ځايونو كې د تېرو امتونو تر مرګ روسته د بيا راژوندي كېدو خبره راغلې ده. (وګورئ: بقره_ 56، 73، 243، 259 او مائده_ 110) ددې ګروهې پر وړاندې ستره پوښتنه دا ده، چې موضوع عمومي اړخ نه لري؛ بلكې په نېكچاريو مؤمنانو پورې ځانګړې ده، چې د ايمان په لوړيو پړاوونو كې وي؛ همدا راز هغه كفار، چې د كفر او ظلم په خورا بدرنګ پړاو كې وي. هغه مؤمنه ډله، چې د خپل ژوند په مانيز بشپړتيايي بهير كې له خنډونو سره مخ و او تكامل يې پوره شوى نه و، دنيا ته په راستنېدا خپل بشپړتيايي بهير ته دوام وركوي او د حق او عدل پر نړيوالې واكمنۍ به شاهدان وي او ددې واكمنۍ په جوړښت او له بركاتو به يې په ګټنې كې برخمنېږي. اپوټه يې، سر سخت كافران او منافقان، پر اخروي سزا سربېره، په دې نړۍ كې د فرعونيانو، عاد او ثمود تېرو سرغړاندو اقوامو د سزاګانو په څېر سزا ويني او يوازېنۍ لار يې ((رجعت)) دى. (نمونه، 15: 548، 1555 او 559 مخونه.)

مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِنْهَا وَهُمْ مِنْ فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ ﴿۸۹﴾ = څوك چې له نېكۍ سره راشي؛ نو تر دې به لا غوره بدله وركړه شي او دوی به د همدې ورځې له هیبته ډاډمن وي .

  89_ له نېكۍ (حسنه) مطلب څه دى؟: داچې په دې آيت كې له حسنه مطلب څه دى، مفسران بېلې بېلې ويناوې لري: ځينو د توحيد پر كليمې ((لا اله الا لله)) او الله باندې پر ايمان تفسير كړى، ځينو د حضرت علي او د امامانو د ولايت پر منلو تفسير كړى او د اهل بيتو له لارې په ګڼ شمېر راغليو رواياتو كې پر همدې مانا ټينګار شوى، چې له امام باقر (رح) نه په يو حديث كې لولو: علي (ك) خپل يو يار ته وويل: د ((مَن جَاء بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا))  له مانا دې خبر كړم؟ ويې ويل: هو! درځار. امام وويل: ((حسنه، زموږ د اهل بيتو د ولايت پېژندل دي او سيئة زموږ د ولايت نټه او راسره دښمني ده.)) البته په دې آيت كې حسنه او سيئة پراخ مفهوم لري، چې ټولې نېكې چارې رانغاړي؛ لكه پر خداى، پېغمبر (ص) ايمان او د امامانو د ولايت منل، چې د هر نېك چار په سر كې دي او په آیت كې نورې ښې كړنې هم رانغاړېږي. ( نمونه، ۵ ټ/ ۵۷۲ مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!