تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او  لورين الله په نامه د سورة الواقعه د منتخبو آیتونو شرح   د واقعې سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د قيامت او ځانګړنو په اړه يې خبرې کوي او په عمده آيتونو کې يې آريزه موضوع همدا ده. (نمونه، 23: 193 مخ) إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿۱﴾ = چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او  لورين الله په نامه

د سورة الواقعه د منتخبو آیتونو شرح

 

د واقعې سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د قيامت او ځانګړنو په اړه يې خبرې کوي او په عمده آيتونو کې يې آريزه موضوع همدا ده. (نمونه، 23: 193 مخ)

إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿۱﴾ = چې (د قيامت) ستره پېښه، پېښه شي.

لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ ﴿۲﴾ = (چې) په پېښېدو كې يې دروغ نشته.

خَافِضَةٌ رَافِعَةٌ ﴿۳﴾ = (دا پېښه) د کافرانو ټيټوونکې او [د مؤمنانو] لوړوونكې ده.

 1 تر 3_ ستره پېښه: ((واقعة)) په سر تړلې بڼه قيامت ته اشاره ده او داچې پېښېدل يې هرومرو دي؛ نو په پېښه (واقعه) تعبير شوې او ان ځينو د قيامت يوه نامه ګڼلې. ځينو ((كَاذِبَةٌ)) په مصدري مانا نيولې؛ دې ته اشاره ده، چې د قيامت پېښېدل دومره ډاګيز دي، چې دروغ ګڼلو ته يې څه ځاى نه پاتېږي. ځينو يې په ظاهري مانا (چې د فاعل نامه ده) تفسير كړى او ويلي يې دي، چې د قيامت پېښېدل به هېڅ دروغ ګڼونكى ونلري. په هر حال، قيامت نه يوازې د كايناتو له ونج – ادلون بدلون سره مل دى، انسانان هم لاندې باندې كوي؛ لكه چې په درېيم آيت كې وايي: ((دا (پېښه) كښته كوونكې او پورته كوونكې وي)) سرغړاند ښاڅمن – كبرجن او ظالمان رالوېږي او مؤمن او صالح مستضعفان د وياړ څوكي ته رسي. يو شمېر د جهنم تل ته لوېږي او نور د جنت په لوړو ځايونو كې مېشتېږي. ددې آيت په تفسير كې له امام سجاد نه روایت دى، چې: (( (قيامت) راښكته كوونكى دى، پر خداى قسم، د خداى دښمنان په اور كې غورځوي او پورته كوونكى دى، چې پر خداى قسم، د خداى دوستان جنت ته پورته كوي)) (نمونه، 23: 199 مخ)

وَكُنْتُمْ أَزْوَاجًا ثَلَاثَةً ﴿۷﴾ = او تاسې درې ډلې شئ.

فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿۸﴾ = نو (د ښي لاس) نېكمرغه ياران؛ (د ښې لاس) نېكمرغه ياران څوك دي!

وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿۹﴾ = او (د كيڼ لاس) بدمرغه ياران؛ (د كيڼ لاس) بدمرغه ياران څوك دي!

وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ ﴿۱۰﴾= او(درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)،

أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ ﴿۱۱﴾ = همدوى (خداى ته) نژدې دي.

فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۱۲﴾  = (چې) له نعمتونو په ډكو(جنتي) باغونو كې دي.

ثُلَّةٌ مِنَ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ = زياته برخه (يې) له مخكېنيو(امتونو) ده،  

وَقَلِيلٌ مِنَ الْآخِرِينَ ﴿۱۴﴾ = او لږه يې له وروستنيو (امتونو) ده.

 7 تر 14_ درې ډلې انسانان: دا آيتونه په قيامت كې د خلكو د حالاتو پر څرنګوالي لګيا شوي او په درېيو ډلو يې ويشلي: د مخكښانو مخكښان، نېكمرغه او بدمرغه. د علي (ك) خبره ددې آيت څرګند تفسير دى: 1_ هغه ډله، چې په ښو چارو كې د مخكښۍ په پار ژغورل كېږي. 2_ هغه ډله، چې په كړنو كې د ناغېړۍ له امله، بښنې ته هيلمن وي. 3_ هغه ډله، چې د دندو په كولو كې يې لنډون او كوتاهي كړې او د ځاني غوښتنو د لاروۍ له لامله په اور كې غورځي. (منشور جاويد، 9: 436 مخ)  له لومړي مخكښانو مطلب، په ښو چارو كې ړومبيتوب دى او د دويمي مخكښانو مطلب، د خداى بښنې او لورنې ته ړومبيتوب دى، چې دا بښنه او لورنه ځكه وركول كېږي، چې په نېكيو كې مخكښان وو. هو! هغوى همېش په ښو چارو كې مخكښان ول؛ نو ځكه به تر ټولو وړاندې الهي بښنې او جنت ته ورسي. خداى دا ډله د خپل درشل مقربان ښوولي دي. دوى خورا نېكمرغه دي او دا مقام د هغه په برخه كېږي، چې د خداى پوره بنده وي او د خداى بندګي هله پلې كېږي، چې بنده په اراده او عمل كې پوره په خپل خاوند پسې ولاړ شي او چې خاوند یې څه غواړي، هماغه وغواړي او چې نه يې غواړي دا يې هم ونه غواړي (؛يعنې عملي یې كړي) او دا د خداى په (ځانګړي) ولايت او پالندوينې كې ننووتل دي؛ نو دوى د خداى وليان دي. (الميزان، 19: 125 مخ) هو! كه په ښو چارو كې ړومبيتوب د عقل د ځلا او د زړه د پاكوالي نښه وي؛ نو طبعاً دغسې ګرانبيه ملغلره به نورې اغېزې او اثار هم ولري. قرآن مجيد د مؤمنون سورت په 57 تر 61 آيتونو كې د مخكېنيو ځانګړنې داسې ګڼي: له الهي وېرې لړزېږي، پر الهي آيتونو ايمان لري، له خپل پالوونكي سره شرك نه كوي، خپلې مالي دندې ترسره كوي، همېش په زړه كې له خدايه ډارېږي او ډار يې په دې پار دى، چې پر معاد ايمان لري.( منشور جاويد، 9: 437 مخ.) د مخكښانو ډېر شمېر، له ړومبنيو امتونو دي. د تېرو امتونو نژدې يو لك او څلرويشت زره تنه معصوم پېغمبران عليهم السلام دي؛ خو ددې امت پاكلمني او معصومان يوازې څوارلس تنه دي او په غوڅه نشو ويلاى، چې بې له څوارلس تنو، د اسلامي امت نور څو تنه په دې ډله كې دي. (اخستل شوى له: اطيب البيان، 12: 395 مخ) ابن عباس (رض) وايي:  پېغمبر(ص)  مې د ((وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ)) په اړه وپوښت. ويې ويل، چې جبرائيل راته وويل: ((دوى علي او لارويان يې دي، چې د جنت پر لور مخكښان او د خداى د درشل مقربان دي، دوى ته د خداى د درناوي په پار)). (نور الثقلين، 7: 236 مخ.)

فِي سِدْرٍ مَخْضُودٍ ﴿۲۸﴾ = (دوى) د نا اغزنو بېرو (تر سيوري) لاندې دي،

28_ د جنتي ونو څرګنده ځانګړنه: ددې آیت تعبیر په دنيوي الفاظو كې د جنتي ونو څرګنده ځانګړنه ښوولې ده؛ ځكه بېره (سدر) يوه تنومنه ونه ده، چې لوړوالى یې تر څلوېښتو مترو رسي او وايي، چې تر دوو زرو كلو عمر كوي او ډېر ښه يخ سيورى لري، يوازېينى عيب يې دا دى، چې اغزي لري؛ خو د مخضود (د خضدله مادې د بې اغزيو پر مانا) ځانګړنه ښيي، چې دا ستونزه په جنتي بېرو كې هواره شوې. له پېغمبراکرم (ص) نه په يو روایت كې لولو: ((خداى، ددې جنتي ونو اغزي پرې كړي او د هر اغزي پر ځاى يې داسې مېوه ايښې، چې دوه اويا ډوله خوراكي توكي لري، چې يو بل ته ورته نه دي)). (نمونه، 23: 220 مخ)

إِنَّا أَنْشَأْنَاهُنَّ إِنْشَاءً ﴿۳۵﴾ = [چې] په حقيقت كې موږ دوى په (نوي) پنځون سره رامنځ ته كړي.

فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا ﴿۳۶﴾ = او پېغلې کړې مو دي،

عُرُبًا أَتْرَابًا ﴿۳۷﴾ = خپلو همزولو مړونو ته ګرانې دي.

35 تر 37_ د جنتي مېرمنو ځانګړنې: په دې آيتونو كې د جنتي مېرمنو څلورو ښكلو ځانګړنو ته اشاره شوې ده. لومړۍ، داچې وايي: موږ په ځانګړي ډول بيا له سره پيدا كړي او روزلي؛ دې ته اشاره ده، چې جنتي مېرمنې د ځوانۍ، زړښت، ښكلا او بدرنګۍ له پلوه څه توپير نه لري او ګردې ځوانې او ښکلې دي. دويم داچې وايي: او ټولې مو پېغلې كړي. درېيم داچې وايي: د خپلو همزولو مېړونو عاشقانې دي. ((عُرُب)) (د عروب جمع) د هغو ښځو پر مانا ده، چې پر خپلو مړونو لورينې دي، ناز او نخرې لري او په خپل مېړه عاشقه وي. (الميزان، 19: 128 مخ) څلورم داچې وايي: دوى د خپلو مړنو همزولي دي، چې پوره يو د بل ننګېرنې – احساسات درك كړي او ژوند يې خوندور وي. (نمونه، 23: 225 مخ.)

لِأَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴿۳۸﴾ = (دا هر څه) د ښي لاس د يارانو دي.

38_ اصحاب يمين: يمين د ښي خوا پر مانا ده او اصحاب يمين هماغه بریمن ټولى دى، چې په الهي ازمېښت كې د بريا په نښه، كړنليك يې ښي لاس ته وركول كېږي. ((ثُلَّةٌ)) د ډېر او راغونډ ټولي پر مانا ده. ددې آيتونو په وينا، كه څه د تېرو امتونو د مخكښانو شمېر (ډېرښت او پېغمبرانو ته يې په پامنيوي) د اسلامي امت تر مخكښانو ډېر دى؛ لكه چې د اصحاب يمين ستره ډله د تېرو امتونو ده، د اسلامي امت ستره برخه يې هم ده؛ ځكه په دې امت كې، صالحان او مؤمنان ډېر دي. (نمونه، 23: 219 او 226 مخونه) له پېغمبراکرم (ص)نه  په يو روایت كې لولو: ((…هيلمن يم نيم جنتيان به زما لارويان وي)) بيا يې دا آيتونه ولوستل: ((ثُلَّةٌ مِّنَ الْأَوَّلِينَ وَثُلَّةٌ مِّنَ الْآخِرِينَ)). (مجمع البيان، 9: 366 مخ.) قرآن كريم، اصحاب يمين په درېيو پړاوونو كې ياد كړي: 1_ په دنیوي ژوند كې: دوى الهي اوامرو او نواهيو ته غاړه ايښې، په مړانه ديني فرايض ترسره كوي او پردې سربېره، چې د خداى د بندګۍ آداب او دودونه پر ځاى كوي؛ نورو ته يې هم د كولو سپارښتنه كوي (بلد_ 11 تر  18). 2_ د مړينې پر مهال: په دې شېبه كې، پوره ډاډمن وي او هېڅ تشويشي چار يې نه ځوروي. (واقعه_ 90 او 91 آيتونه) 3_ په آخرت كې: كړنليك يې ښي لاس ته وركول كېږي، اسان حساب ورسره كېږي، په خوشحالۍ خپلو ملګرو ته ورګرځي، د جنت په لوړو مرتبو كې مېشتېږي او بې كړاوه ډول ډول جنتي نعمتونه وركول كېږي. (منشور جاويد، 9: 442 مخ(حاقه_19، انشقاق_ 7 تر 9، حاقه_ 22 تر 24))

إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُتْرَفِينَ ﴿۴۵﴾ =  (ځكه) چې دوى تردې مخكې (په دنيا كې) شتمن مشران ول (چې آخرت ته يې شا کړې وه).

45_ په نعمتونو كې مست: آيت د اصحاب شمال د دوزخي كېدو علت مترف والى او په نعمتونو كې يې بسياينه ښوولې ده. مترفين هغوى دي، چې د خداى په نعمتونو مېلې چړچې كوي؛ نو ځكه سرغړاندي كوي. هومره د نعمتونو په خوند اخستو كې بوختېږي، چې تردې ورهاخوا هرڅه هېروي. دا په دې مانا نه ده، چې مترفين هرومرو شتمن دي؛ بلكې شونې ده، چې څوك ډېر دنيوي څيزونه ونلري؛ خو چې څه لري، هومره يې زړه ورپورې تړلى وي، چې يو مخې یې خداى هېر كړى وي. څرګنده ده، چې دا هم له مترفنيو دى. (اخستل شوى له: الميزان، 19: 129 مخ.)

أَفَرَأَيْتُمْ مَا تُمْنُونَ ﴿۵۸﴾ = آيا له هغه څاڅكي خبر ياست، چې (په زيلانځ كې يې) څڅوئ؟!

أَأَنْتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ ﴿۵۹﴾ = ايا تاسې یې (ماشوم) پيدا كوئ که موږ پنځګر یو؟!

58 او 59_ د انسان په پېچلي پنځون كې يوه ځيرنه: د پوهانو د موندنو له مخې، (دا د اوبو په ظاهر ناڅيزه) څاڅكى د سپرم (د نارينه د څاڅكي) او اووم (د ښځې د څاڅكي) له يوځاى كېدو جوړېږي. سپرمونه ډېر كوچني زره بېني چينجي دي او شونې ده، چې په هر ځل انزال كې يې شمېر له دوو تر پینځو سوو ميليونو وي. هېښنده خو داچې دا ډېر کوچنى موجود د ښځې له څاڅكي سره تر يو ځاى كېدو روسته ډېر ژر وده كوي، ښه ډېر تكثر مومي او د بدن ژوندینکې جوړوي او سره له دې، چې ژوندینکې په ظاهره يو بل ته ورته دي؛ خو تر جلا كېدو روسته، يو شمېر يې زړه جوړوي، يو شمېر يې لاس و پښې، يو شمېر يې سترګې او غوږونه جوړوي او جوخت هر يو خپل ځاى نيسي؛ نه د زړه حجرات د پښتورګیو ځاى ته ورځي او نه د پښتورګیو د زړه ځاى ته. لنډه داچې څاڅكى په جنيني پېر كې بېل بېل پړاوونه وهي، چې د ماشوم په بڼه وزېږي او دا ټولې چارې د الهي خالقيت او پرله پسې تدبير په رڼا كې دي. حال داچې په دې پنځونه كې د انسان ساده ونډه يوازې په زيلانځ كې د مني په تويولو پاى ته رسي، چې دا پخپله د معاد پر حقانيت يو ژوندى دليل او د مړيو رانژدې كولو ته د پالونكي ځواك راښيي. (نمونه، 23: 241 مخ)

أَفَرَأَيْتُمْ مَا تَحْرُثُونَ ﴿۶۳﴾ = څه چې كرئ، ايا په باب يې مو سوچ كړى دى؟!

أَأَنْتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ ﴿۶۴﴾ = ايا تاسې يې رازرغونوئ يا يې موږ رازرغونوونکي يو؟!

لَوْ نَشَاءُ لَجَعَلْنَاهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ ﴿۶۵﴾ = كه وغواړو دا (کښتونه) به مات مات ډکي كړو؛ نو هېښنده به شئ!

63 تر 65_ خداى بزګر دى كه تاسې؟: ښكاره ده، چې د انسان چار يوازې كرل دي؛ خو راټوكول يوازې د خداى چار دى. له پېغمبراکرم (ص) نه په يوه حديث کې روایت شوي: (( يو هم مه وايئ، چې كرنه مې وكړه، بايد وواياست، چې و مې كرل (؛ځكه خداى حقيقي بزګر دى). ))  د كر چار د اولاد د زوكړې په اړه له چاره سره ورته دى؛ يوه دانه شيندي او څنډې ته كېږي. دا خداى دى، چې په دانه كې یې يوه ډېره كوچنۍ ژوندۍ ژوندینکه پنځولې، چې په چمتو چاپېريال كې، په پيل كې په خپله دانه كې له شتو خوراك توکیو ګټنه كوي، تېغ وهي، ريښه ځغلوي او بيا په هېښنده بيړه د ځمكې له خوراك توکیو مرسته اخلي او په بوټي كې شته راز ډولى غونډال كار پيلوي. ډډه، ښاخونه او وږى كوي او كله له يوه تخمه، په سلګونو، يا زرګونو تخمونه راټوكېږي. پوهان وايي: د يوه بوټي په جوړښت كې، چې كوم تشكيلات او جوړښتونه كارول شوي، د ګڼو چرلاو – كارخانو د يوه ستر رغاویز – صنعتي ښار تر تشكيلاتو خورا هېښنده او پېچلي دي، چې څوك دغسې وس لري؛ نو د مړيو له بياژواكۍ به بېوسې وي؟( نمونه، 23: 249 مخ)

لَوْ نَشَاءُ جَعَلْنَاهُ أُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ ﴿۷۰﴾ = كه وغواړو؛ تروې ترخې به یې كړو؛نو ولې شكر نه باسئ؟

70_ دا خوندورې اوبه د چا دي؟: دا آيت د انسان دې ټكي ته پام وراړوي، چې كه خداى غوښتل په اوبو كې حل شوې مالګه د اوبو له ذراتو سره تبخير شي او اسمان ته يو ځاى ورسره پورته شي او تروې او ترخې وريځې جوړې كړې؛ نو د باران څاڅكي به د سمندر اوبو په څېر تروه او ترخه ورېدل؛ خو مالګو ته يې دا اجازه وركړې نه ده. نه يوازې په اوبو كې مالګې ته؛ بلكې زيانمنو ميكروبونو ته يې هم اجازه وركړې نه ده، چې د اوبو له بخار سره پورته وخېژي او د باران څاڅكي ككړ كړي. په همدې دليل كه هوا ككړه نه وي؛ نو د باران څاڅكي، سوچه او خوندورې اوبه دي. په يو روایت كې لولو، چې پېغمبر (ص)  به د اوبو څښلو پر مهال ويل: ((د هغه ستاينه، چې په خپلې لورنې يې له خوږو او خوندورو اوبو خړوب كړو او زموږ د ګناهونو په پار يې تروې او ترخې نه كړې)) (نمونه، 23: 256 مخ.)

لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ ﴿۷۹﴾ = چې يوازې پاکان لاس وروړاى (او پرې پوهېداى) شي.

79_ يوازې پاكان د قرآن حريم ته لار مومي: ډیرى مفسرينو، له پاكلمنو امامانو عليهم السلام د راغليو رواياتو له مخې، آيت داسې تفسير كړى، چې بې پاكوالي (اودس يا غسل) به د قرآن په ليك لاس نه وهئ؛ ځينو هغو پاكو پرښتو ته اشاره بولي، چې پر قرآن خبرې دي يا د پېغمبر(ص) پر زړه د وحې وزلې وې؛ ځينې يې دې مانا ته اشاره بولي، چې يوازې پاكان د قرآن پر حقايقو او لوړو مفاهيمو پوهېداى شي؛ په بله وينا، لږ تر لږه پاكي (چې د ((حقيقت پلټنې)) روح دى) د قرآن د مفاهيمو لږ تر لږه پوهېدو ته اړینه ده او چې څومره پاكي او سپېڅلتيا ډېرېږي، د قرآن له مفاهېمو او منځپانګې د انسان پوهېدنه زياتېږي. ( نمونه، ۲۳ ټ/ ۲۶۸ مخ) د قرآن د الفاظو لومړنۍ ماناوې له قرآنه په ظاهري پاكي ګټنه كړاى شو؛ خو بې له باطني او زړګنۍ پاكوالي، د مكنون كتاب پر لوړو معارفو او پوهاويو پوهېدنه ناشونې ده. كه څوك د قرآن له ظاهر سره په تماس كې وي؛ نو بې له پاكۍ نه كېږي؛ خو د قرآن له ژورې منځپانګې او باطن سره اړيكه روغ زړه او سپېڅلې اروا ته اړتيا لري. انسان بايد اخلاقي رذايل او هم انديز او ګروهيز آړه – انحراف او جمود (چې د روح د ناولتيا لامل دي) له ځانه لرې كړي او خپل زړه او روح صيقل او پاك كړي، چې د قرآن هېنداره شي او لوړې پوهې يې پكې خپرې ورې شي. خداى په دې آيت كې ويلي، چې ناپاكان د قرآن حقيقتت او باطنو ته لار مونداى نشي. په ((احزاب_ 33 آيت)) كې پنځو تنو پاكانو ته وايي: ((بېشكه خداى يوازې غواړي، چې له تاسې اهل بيتو پلیتې او ګناه لرې كړي او بشپړ مو سپېڅلي كړي)) ددې دوو آيتونو له څنګ په څنګ ايښوولو ګټنه كېږي، چې پېغمبر (ص)  او كورنۍ يې (چې خداى له هر ډول چټليو پاك كړي) د قرآن له روح سره په اړيكه كې دي. (تفسیر موضوعی، ۱ ټ/ ۳۷۱ مخ) دې مطلب ته دا دليل هم راوړاى شو، كه څه قرآن د ټولو ښيون ته دى، پوهېږو، چې قرآن ډېرو وګړيو د پېغمبر (ص)  له خولې اورېده او د وحې په سرچينې كې يې د حقيقت دا رڼې اوبه ليدې؛ خو داچې په تعصب، توكم پالنه، ځېل او كينې اخته وه، ډېره لږه برخمني يې ترې واخسته؛ خو هغوى چې ډېر ځان پاك كړ او د څېړنې او حقيقت پلټنې په روحيې ورپسې ورغلل؛ نو هدایت يې وموند؛ نو ځكه څومره چې په انسان كې پاكي او تقوا ډېرېږي، د قرآن مجيد په خورا ژورو او ډېرو مفاهېمو لاسرسی مومي. په دې توګه، آيت په جسمي او روحي دواړو اړخونو كې تطبيقېږي. (نمونه، ۲۳ ټ/ ۲۷۲ مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!