تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة سـبا د منتخبو آیتونو شرح  د سبا سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت په منځپانګه کې پينځه مطلبونه رانغاړل شوي دي:  ١-توحيد او په هستۍ کې د خداى د نښو يوه برخه،سپېڅلي صفات يې؛ لکه توحيد،ربوبيت او الوهيت.  ٢- معاد په دې سورت […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة سـبا د منتخبو آیتونو شرح

 د سبا سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت په منځپانګه کې پينځه مطلبونه رانغاړل شوي دي:  ١-توحيد او په هستۍ کې د خداى د نښو يوه برخه،سپېڅلي صفات يې؛ لکه توحيد،ربوبيت او الوهيت.  ٢- معاد په دې سورت کې تر نورو موضاعاتو ډېر اوڅار شوی او په اړه يې ډول ډول ويينې شوي دي .  ٣- د تېرو پېغمبرانو او د اسلام د پېغمبر(ص) نبوت او په اړه يې د دښمنانو د خوګانو ځوابونه او د مخکېنيو پېغمبرانو د يو شمېر معجزو ويل.  ٤- د خداى د سترو نعمتونو د يوې برخې ويل او د منندويانو او ناپسلو – ناشکرانو برخليک،د سليمان (ع) او د سبا د قوم د ژوند د حالاتو يوه څنډه.  ٥- اندنې،ايمان او ښو کړنو ته بلنه او د بشر په نېکمرغۍ کې ددې لاملونو اغېز،چې په ټول کې د حقپالو ارزونې ته هر اړخيزه کړلار جوړوي. (نمونه، 18: 3 مخ).

 وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَأْتِينَا السَّاعَةُ قُلْ بَلَى وَرَبِّي لَتَأْتِيَنَّكُمْ عَالِمِ الْغَيْبِ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿۳﴾ = او كافران وايي : ((قيامت راباندې نه راځي.)) ووايه : ((هو! پر پالونكي مې قسم، چې هرومرو به درشي (هسې پالونكى) چې له غيبو خبر دى،په اسمانونو او ځمكه كې د ذرې هومره ترې څه نه پټېږي؛نه تر ذرې كوچنى او نه (ترې) غټ؛خو دا چې (دا ټول د خدای د علم) په څرګندوی كتاب كې (ثبت) دي.))

 3_ د معاد د منكرانو يوه نيوكه دا وه، چې د انسان بدن خاورې او پر ځمكه خپور ور شي؛ نو څوك يې پېژندى، راټولوى او له سره ژوندى كواى شي او هم څوك ددې ټولو بندګانو په پټه او ښکاره، دننه او د باندې كړنې شمېر او په موقع يې حسابواى شي. آيت وايي: هغه له ټولو پټو چارو باخبر دى او په اسمانو او ځمكه كې يې يوڅيز هم (ان د بڅري هومره) له بې پايه پوهې بهر نه دى. په دې توګه، نه په ځمكه كې د بدن د ذراتو خپرېدا، نه يې له نورو ژویو سره ورګډېدل او نه په خوړو د نورو انسانانو په بدن كې ورننوتل يې د بيا راژوندي كېدو لپاره څه ستونزه راولاړوي. كړنې يې هم په نړۍ كې پاتې دي (كه څه بڼه يې اوړي) او له ټولو ښه خبر دى. (نمونه، 18: 14 مخ)

وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ﴿۶﴾ = او له پوهې برخمن، پوهېږي څه چې د پالونکي له لوري دې درنازل شوي، حق بولي، چې د بریمن ستایل شوي (خدای) لار ته ښوونه کوي.

6_ پوهان دې بلنه حق بولي: ځينو مفسرانو، په دې آيت كې ((الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ )) په هغو شمېر كتابيانو تفسير كړى، چې د قرآن مجيد د حقانيت د اثارو په ليدو، پر وړاندې يې غاړه ږدي او پر حقوالي يې منښته كوي. توپير نه لري، چې د كتابيانو پوهان د آيت يو مصداق وي؛ خو ورپورې ځانګړي كولو ته يې څه دليل نشته؛ بلكې ((َيَرَى)) (ويني، پوهېږي)، چې مضارع فعل دى او د ((الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ )) د مفهوم پراخوالى، د هر پېر او ځاى ټول پوهان او انديالان رانغاړي. په رواياتو كې دا تعبير پر امير المؤمنين علي (ك) تفسير شوى، چې كټ مټ یې مصداق دى. هر بې تعصبه عالم، چې ددې اسماني كتاب په منځپانګه كې غور وكړي؛ نو هر څه پكې راغلي (پوهاوى، احكام، پندونه، د تاريخ عبرتناكې پېښې، معجزه ډولي علمي ويينې) ددې آيتونو حقانيت ته ګواه مومي. نن د لرو برو پوهانو لخوا د اسلام او قرآن په باب ډېر كتابونه كښل شوي، چې د اسلام پر ستریا او ددې آيت پر رښتينتوب پكې څرګندې منښتې ليدل كېږي. (نمونه، 18: 19 مخ.)

وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ مِنَّا فَضْلًا يَا جِبَالُ أَوِّبِي مَعَهُ وَالطَّيْرَ وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ ﴿۱۰﴾ = او په رښتيا داوود ته مو له خپل لوري نعمتونه او ځانګړتیاوې وركړی وې؛ (و مو ويل : ) ای غرونو او الوتونكيو! [په تسبيح کې] ورسره همغږي شئ او اوسپنه مو ورته پسته كړه .

أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۱﴾ = (او ورته مو وويل: ) چې ارتې زغرې جوړوه او اندازه یې سمه نيسه (چې كړۍ يې سره برابرې وي) او ښه كارونه كوئ؛(ځكه) زه مو د کړنو لیدونکی یم.

 10 او 11_ حضرت داؤد (ع) ته د خداى سترې لورنې: ډول ډول معجزې چې تر دې آیت لاندې به راشي، د حضرت داؤد (ع) د فضايلو يوه برخه ده. ډېر ښكلى غږ او پر عدل او ورمندون – قضاوت  يې (چې په ص سورت كې اشاره ورته شوې) هم د الهي لورنې يوه برخه ده. (نمونه، 18: 28 مخ.) همداراز بله الهي لورنه پرې دا وه، چې خداى د سليمان (ع) په څېر پرهېزګار، پوه او دادمل- عادل زوى وركړى و. (منشور جاويد، 12: 252 مخ.) تر ټولو مهم د نبوت او رسالت فضيلت و، چې خداى ورپېرزو كړى و. له هغه سره د غرونو او مارغانو د همغږي كېدو په اړه ويل شوي، كه څه د هستۍ ټولې ذرې د خداى تسبيح او ستاينه كوي؛ خو د داؤد (ع) امتياز او ځانګړنه دا وه، چې د تسبيح غږ به يې پورته كړ؛ نو په ژویو كې دننه هر څه به راښكاره كېدل او دنننۍ زمزمې په بهرنۍ نغمې اوړېدې؛ لكه چې د پېغمبر اكرم (ص) په لاس كې د كاڼو د تسبيح ويلو خبر هم په رواياتو كې راغلى دى. له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې لولو: ))داؤد (ع) به بېديا ته وته او چې زبور به يې لوست؛ نو غر، تيږي او مارغه به ورسره همغږي كېدل)). په دې مانيز فضيلت پسې، يو توكيز فضيلت هم ورته ياد شوى، وايي: (( او اوسپنه مو ورته پسته كړه)) د آيت ظاهر خو دا دى، چې په لاس كې یې اوسپنه د خداى په حكم او د معجزې په بڼه پستېده، نو څه سخته خو نه ده هغه خداى، چې سرې بټۍ ته یې د اوسپنې د پستولو خاصيت وركړى، همدا خاصيت په بله بڼه د خپل پېغمبر په ګوتو كې كېدي. (نمونه، 18: 28مخ.)

وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ وَمِنَ الْجِنِّ مَنْ يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَنْ يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿۱۲﴾ = او سليمان ته مو باد (اېل كړ، چې ورسره مسافرت وكړي)، چې د سهار تگ يې د يوې مياشتې مزل و او د مازيګر بېرته راتگ يې (هم) د يوې مياشتې مزل و او د ويلې شويو مسو چينه مو وروبهوله او يو شمېر پېريانو د پالونكي په حكم د ده په مخكې كار كاوه او چې هر يو یې زموږ له فرمانه سرغاړی کاوه (؛ نو) د سوځونده اور عذاب مو ورڅاكه!

يَعْمَلُونَ لَهُ مَا يَشَاءُ مِنْ مَحَارِيبَ وَتَمَاثِيلَ وَجِفَانٍ كَالْجَوَابِ وَقُدُورٍ رَاسِيَاتٍ اعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُكْرًا وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ ﴿۱۳﴾ = څه چې (سلیمان) غوښتل، ورته یې جوړول : عبادتځايونه، انځورونه، د تالاو په څېر لوى لوی لګنونه او پر نغریو ولاړ ديګونه (او ورته مو وويل : ) د داوود كورنۍ! (ددې ټولو نعمتونو) شكر پر ځاى كړئ او له بندګانو مې ډېر لږ منندوى دي.

 12 او 13_ د سليمان(ع) حشمت: داچې باد څرنګه د سليمان (ع) غونډال (څوكۍ يا فرش) ته حركت وركاوه، موږ ته څرګنده نه ده؛ خو دومره پوهېږو، چې د خداى د واک پر وړاندې يو څيز هم ستونزمن او پېچلى نه دى. داچې انسان په خپل ناڅيزه واک بالونونه او په بارونو بار غټې غټې الوتكې الوزوي؛ نو په باد، خداى ته د سليمان د غونډال الوزول څه ستونزمن چار نه دى. د خداى دويمه لورنه پرې، ورته د ويلو مسو بهول ول؛ البته ددې پېښې څرنګوالى راته سم معلوم نه دى. درېيمه الهي لورنه پرې، ورته د پېريانو د يوې سترې ډلې اېلول وو. دلته يو مهم ټكى دادى، چې پېريانو حضرت سليمان (ع) ته مجسمه جوړه كړه، چې ښايی تزييني او ښكلاييزه بڼه يې درلوده يا يې تشكيلاتو ته د دبدبې د ورزياتېدا لپاره وه؛ ځكه د خلكو په اذهانو كې د زمري په څېر د ډېرۍ څارويو ونډه دبدبه راولاړوونكې وه؛ البته له امام صادق نه په يو روايت كې لولو: (( پر خداى قسم، سليمان (ع) چې كومه مجسمه غوښتې وه، د نارينه و او ښځو مجسمه نه؛ بلكې ونه او په څېر يې وه)) ددې روايت له مخې، د ساكښو د مجسو جوړونه، د سليمان (ع) په شريعت كې هم حرامه وه. (نمونه، 18: 35 مخ)

فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَى مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنْسَأَتَهُ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَنْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ ﴿۱۴﴾ = (د سلیمان له دې ټولې دبدبې سره) نو چې موږ یې د مرګ پرېكړه وكړه، له مرګه یې دوی چا خبر نه کړل؛ خو یوې وینې (چینجي) یې کونټۍ خوړه؛ نو چې [تنه یې] راوغورځېده، پېريانو ته څرګنده شوه، كه پرغيبو (څه چې له حسه پټ دي) پوهېداى؛نو په سپكوونكي تكليف كې به (پوره يوكال) پاتې شوي نه ول.

 14_ د سليمان (ع) عبرتناكه مړينه: له دې آيته ګټنه كېږي، چې سليمان (ع) له مړينې روسته، يو څه موده پر هماغه حال (پر کونټۍ ډډه وهلى) پاتې و او پېريان یې له مړينې روسته په مودو پر كار ورته بوخت ول. مفسران دا موده تر يوه كاله هم يادوي، چې البته ډېره لرې برېښي؛ ځكه سليمان (ع) دربار درلود او قضاوت – ورمندون يې كاوه او هر ورځ يو شمېر كسانو ورسره ليده كاته درلودل او لرې ده، چې د دغسې يو وګړې- شخصيت مړينه يو كال پټه پاتې شي او د چا ورپام نشي. د آيت لحن ښيي، چې هغه په يو لوړ ځاى كې و، چې پر خپلې کونټۍ يې ډډه وهلې وه او كارګران يې څارل، چې مرګ یې راورسېد؛ نو ددې آر له مخې بايد دا موده هومره لږه وي، چې د دربار مامورين یې په دې موده كې ليدو ته ورغلي نه وي. ښايي سليمان (ع) د ځينو ځانګړو ملحوظاتو په پار، چې نه پوهېږو، تر يوې مودې خپل ليده كاته منع كړي ول او څه خوراك څښاك يې هم له ځان سره وړى و. چې كله سليمان له عبادته فارغ شو او ماڼۍ ته راغى، چې مامورين وويني، د مرګ پرښتې يې ساه واخسته او ((وينې)) هم په متناسبه چټكۍ د ده کونټۍ وخوړه او ماته شوه او بې ساه تنه يې پر ځمكه راولوېده او په دغسې دود مړينې يې جوته كړه، چې پېريان د خلكو د انګېرنو پر خلاف له غيبو او څه چې له حسه پټ دي، خبر نه لري. (منشور جاويد، 12: 303 مخ.)

لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ جَنَّتَانِ عَنْ يَمِينٍ وَشِمَالٍ كُلُوا مِنْ رِزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوا لَهُ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ ﴿۱۵﴾ = په يقين (د) “سبا” (خلکو) ته یې په هېواد كې (د الهي قدرت) يوه لويه نښه وه : ښي او كيڼ لوري ته دوه (ستر او پراخ) باغونه (لوى سيند، له ډېرو مېوو سره او ورته مو وويل:) د خپل پالونكي له روزۍ وخورئ او شكر يې وباسئ؛ ځکه هم ښار ګوټی مو ښه دی او هم پالونکی (مو) ډېر بښونكى دى .

فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِيلٍ ﴿۱۶﴾ = خو (له خدايه) یې مخ واړاوه؛ نو موږ زورور نېز پرې ورولېږه او دوه باغونه يې مو پر داسې باغونو ورواړول،چې مېوې يې ترخې او د غز ونې او ډېرې لږې د بېرې (ونې) پكې وې .

ذَلِكَ جَزَيْنَاهُمْ بِمَا كَفَرُوا وَهَلْ نُجَازِي إِلَّا الْكَفُورَ ﴿۱۷﴾ = موږ د دوی د ناشکرۍ له لامله دا سزا وركړه او ايا موږ بې له ناشكرو بل چا ته سزا وركوو؟! 

وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ الْقُرَى الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا قُرًى ظَاهِرَةً وَقَدَّرْنَا فِيهَا السَّيْرَ سِيرُوا فِيهَا لَيَالِيَ وَأَيَّامًا آمِنِينَ ﴿۱۸﴾ = او موږ د دوى او هغو اباديو ترمنځ، چې بركت مو پکې اچولی و، (نور) ښكاره كلي مېشت كړي ول او ترمنځ يې مو په ټاکل شويو ځايونو کې منزلونه وټاکل (او ورته مو وويل:) په دې کې شپه و ورځ په پوره امن ځئ راځئ .

فَقَالُوا رَبَّنَا بَاعِدْ بَيْنَ أَسْفَارِنَا وَظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿۱۹﴾ = خو (دې ناشكره خلكو) وويل : ((پالونكيه! منزلونه مو اوږده كړه)) (چې بېوسې له وسمنو سره يو ځاى سفر ونشي كړاى او په دې توګه) یې پر خپلو ځانونو تېرى وكړ او دوى مو (نورو ته د عبرت) داستانونه كړل او بېخي مو سره وشیندل، په رښتيا په دې (پېښه) كې هر زغمناک منندوى ته د عبرت نښې دي .

15 تر 19_ هغه ځلاند تمدن، چې د ناشكرۍ له لامله له منځه ولاړ: دا چې ((سبا)) د چا نامه ده، د تاريخپوهانو ترمنځ خبرې اترې دي؛ خو مشهوره دا ده، چې سبا د يمن د عربو د پلار نامه ده او له ګران پېغمبر(ص) نه د راغلي روايت له مخې، د سبا په نامه يوه سړي لس زامن درلودل او له هر يوه يې په هغه هېواد کې يو ټبر رامنځته شو. ځينو سبا د يمن هېواد يا يې د يوې برخې نامه بللې. نحل سورت د سليمان (ع) او ملاچرګك (هدهد) په داستان كې د قرآن مجید ظاهر هم ښيي، چې سبا د يوه ځاى نامه وه؛ البته شونې ده، چې په پيل كې سبا د يوه سړي نامه وه او بيا يې تول قوم پر همدې نامه نومول شوى وي او ورپسې پر هېواد يې هم ايښوول شوې وي. پېښه داسې ده، دې قوم د خپلې سيمې په مهمو غرونو كې ستر بند جوړ كړ، چې د نېزونو د ورانۍ او د اوبو د بندېدو مخه يې ونيوه او په بند كې زېرمېدې او پكې يې ورخونه جوړ كړي ول، چې اوبه پرې كابو او پراخې ځمكې پرې اوبه كړاى شي؛ البته په آيتونو كې راغلي دوه بڼونه، عادي باغونه نه ول؛ بلكې د نهر دواړو غاړو ته د باغونو يوه لړۍ وه، چې له ستر بنده اوبخورېدل او دومره مېوه لرونكې ول، چې په تواريخو كې راغلي، كه چا به د مېوو پر مهال، پر سر ټوكرۍ كېښووله او ترونو لاندې به تېرېده؛ نو مېوې به پكې لوېدې او څه وخت روسته به ټوكرۍ ډكېده. همدغسې ددې بڼونو او د مبارك هېواد؛ يعنې شاماتو (شام، فلسطين او اردن) ترمنځ سره نښتي اباد ښارونه او كلي پراته ول او ددې اباديو واټن دومره لږ و، چې يو بل یې ليداى شو او د همدې توکمیز واټنونو لپاره د بېدیاوو د داړونكيو يا غلو او لارې وهوونكيو له بريده خوندي او په امن كې وو، داسې چې خلكو به بې له څه توښې او خوراك څښاك او سپرلۍ، بې ډلې او وسلوالو، په ډاډه زړه خپله لاره وهله؛ خو دا ناپاسلي- ناشکري خلك، چې ټول ژوند يې په الهي نعمتونو كې رانغاړل شوى و، د نورو تېرو متنعمو قومو په څېر په ښاڅمنۍ – غرور او غفلت كې اخته شول او د ناپسلۍ لار يې خپله كړه او الهي امرونو ته يې شا كړه. له غوښتنو ځنې يې یوه دا وه، چې له خدايه یې وغوښتل سفرونه يې اوږده كړي؛ يعنې ددې كليو ترمنځ واټن او وچ ډاګونه د بره شي او په دې توګه د شتمنو خوښه نه وه، چې د كمو عايداتو تر لاسه كوونكي خلك يې په څېر سفر وكړي، چې هر ځاى ته بې توښې او بې سپرلۍ ولاړ شي. ته وا سوكالۍ خپه او زندۍ كړي ول؛ لكه بني اسرائيلو، چې له ((من )) او ((سلوى)) (اوو اسماني خوړو) ستړي شوي ول او له خدايه يې پياز، اوږه او نسك (عدس) وغوښتل. په ځينو تواريخو كې راغلي، چې بېدياني موږكانو له دې كبرجنو پټ په خاورين بند كې سوړې وكړې او له دننه يې كمزورى او سست كړ. ناڅاپه سخت باران وورېد او ستر نېز راغى او بند، چې له دننه سوړې سوړې شوى و او د نېز د دباو زغم يې نه درلود؛ مات شو او زېرمه شوې اوبه دباندې راووتې او سيمه يې يو مخې ويجاړ كړه او په وچ ډاګ يې واړوله او د تكو شنو بڼونو پر ځاى يوازې د مسواك ترخې ونې، غزونه او د بېرو ونې پاتې شوې، چې الله تعالى كله هم خپل ځواك ننداره كوي؛ نو ستر تمدن په څو موږكانو پوپنا كوي، چې بندګان له خپلو كمزوريو سره آشنا شي او د ځواكمنۍ پر مهال ښاڅمني نشي. (نمونه، 18: 56 مخ.)

وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهُ إِلَّا لِمَنْ أَذِنَ لَهُ حَتَّى إِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوبِهِمْ قَالُوا مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا الْحَقَّ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿۲۳﴾ = او پر وړاندې یې هېڅ سپارښت ګټور نه دى؛خو بې (له سپارښته،) یې چې الله پخپله اجازه وركړې وي . (پر هغه ورځ ټول په وېره كې وي؛ خو) چې له زړونو يې وېره لرې شي (او له لوري يې حكم وشي؛ نو په دې وخت كې مجرمان سپارښتګرو ته) وايي: (( پالونكي مو څه وويل؟ )) ورته به ووايي : (( حق (يې ووايه او مستحقينو ته يې د سپارښت اجازه راكړه)، او هغه لوړ مقامى ستر دى .))

 23_ په قيامت كې عمومي پرېشاني: په مخكې آيت كې وويل شول، هغوى چې مشركان يې خپل خدايان بولي، په اسمان او ځمكه كې د بڅري هومره د كوم څيز مالكان نه دي او نه د كومې غوټې د پرانستو وس لري. دلته پوښتنه راولاړېږي، كه داسې ده؛ نو شفاعت څه دى؟ دا آيت يې ځوابوي. د خداى په درشل كې شته شفيعان، د خداى په حكم دي؛ نو په دې توګه د بوتپالو پلمه ((=دوى مو خداى ته شفاعت كوي (يونس_18) ))  وركېږي؛ ځكه خداى خو هډو د شفاعت اجازه وركړې نه ده. بيا وايي، د قيامت پر ورځ پر زړونو پرېشانۍ ورخپرېږي او شفاعت كوونكي او شفاعت كېدونكي پكې رانغاړېږي؛ دې ته يې سترګې نيولې وي، چې خداى كومو كسانو ته د چا په باب د شفاعت اجازه وركوي. شافعانو ته شفاعت كېدونكيو سترګې نيولې وي او په هيلمنۍ شفاعت غواړي او شفاعت كوونكي هم د خداى حكم ته سترګې نيولې وي، چې د خداى له لوري د شفاعت وړ كسانو په اړه ورته د شفاعت حكم وشي؛ نو دلته ګناهګاران شفيعانو ته وايي: پالونكي مو څه وويل؟ شفيعان وايي: ((حق (يې ووايه) )) حق دا دى، چې هغوى په شفاعت كې رانغاړېږي، چې خپله اړيكه يې بيخي د خداى له درشل سره پرې كړې نه وي؛ نه هغه ګناهګاران، چې ګردې اړيكيزې كړۍ يې شلولې وي او يو مخې د خداى، پېغمبر او دوستانو يې پردي شوي وي. (نمونه، 18: 79 مخ)

قُلْ مَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۲۴﴾ = ووايه : ((څوك له اسمانونو او ځمكې روزي دركوي؟)) (خپله ورته) ووايه : ((الله! او بېشکه موږ یا تاسې یا پر سمه لار يو يا په څرګند بېلارېتوب كې!))

 24_ ټينګ دليل؛ يو بېسارى دود: د آيت دا برخه [او په حقيقت كې موږ او تاسې يا پر سمه لار يو يا په ښكاره بېلارۍ كې] پخپله يو ټينګ او مضبوط دليل دى؛ چې واقعيت ويني او له خورا انصاف او ادب سره مل دى؛ داسې چې مقابل لورى د ځېل او ښاڅمنۍ له سپرلۍ راكوز شي او په اندنه لګيا شي. خداى په دې غونډله خپل پېغمبر ته وايي، كافرانو ته ووايه، چې زموږ او ستاسې ګروهې ښكاره په ټكر كې دي؛ نو شونې نه ده، چې دواړه پر حق وسوو؛ ځكه په ټكر كې څيزونو راټولېداى نشي؛ نو هرومرو يوه ډله، هدايت شوې او بله په بېلارۍ كې پرېوتې. اوس غور وكړئ او په دواړو ډلو كې نښې ووينئ، چې ومومئ كومې هدايت موندلى او كومه يوه بېلارې ده. دا د مناظرې او ویينې يو غوره دود دى، چې مقابل لورى اندنې او خود جوشۍ ته اړباسي. (نمونه، 18: 82 مخ)

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۸﴾ = او ته مو ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرګری او (له عذابه يې) گواښگرندى ورلېږلى یې؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.

 28_ ته نړيوالو ته ورلېږل شوى يې: ((كَافَّةً)) د (كف) له مادې او د لاس د ورغوي پر مانا ده او داچې انسان په خپل لاس څيزونه نيسي يا لرې كوي؛ نو دا ویی كله د راټولولو او كله د منع كولو مانا هم وركوي. مفسرانو په دې آيت كې د دواړو ماناوو احتمال وركړى دى. كه راټولول يې مانا وي، د آيت مفهوم دا دى: د پېغمبر بلنه، يوه نړيواله بلنه ده او ټول خلك رانغاړي. د آيت په تفسير كې، چې ګڼ شمېر روايات راغلي؛ نو همدا تفسير پياوړى كوي. آيت ته دويم تفسير د ((منع كولو)) له مانا اخستل شوى او ددې تفسير له مخې ((كَافَّةً)) د پېغمبراکرم صفت او ځانګړنه كېږي او د آيت مطلب دادى، چې خداى، پېغمبر انسانانو ته له كفر او ګناه د يو منع كوونكي په څېر رالېږلى دى. لومړى تفسير ښه سم په نظر رسي. (نمونه، 18: 92 مخ.)

وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ لَهُمْ جَزَاءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ ﴿۳۷﴾ = او شتمني او اولادونه مو ما ته د رانژدېدو لامل نه دي؛ خو نېکانو مؤمنانو ته یې د كړنو دوه ګرايه بدله ده او (په جنتي) ماڼيو كې به ډاډمن اوسي .

 37_ د ارزښتونو ارزونه: د وګړي او ټولنې په ژوند كې مهمه موضوع، د ارزونې كچې او د هغې ټولنې پر فرهنګ واكمن ارزشي غونډال دى؛ ځكه د وګړي او ټولنې په ژوند كې ټول خوځښتونه له همدې ارزشي غونډاله سرچينه اخلي. په دې موضوع كې د يو قوم او ملت تېروتنه او بې بنسټه او خيالي ارزښتونو ته مخه كول، كافي ده، چې تاريخ يې تباهۍ ته وكاږي او د رښتونو ارزښتونو او كچو پېژندل يې د نېكمرغۍ د ماڼۍ مضبوطه بيخ بنا ده. كبرجن دنيا پالي، ارزښت يوازې په شتمنۍ، توکیز ځواك او د وګړيو په شمېر كې بولي او ان د خداى په درشل كې د وګړې كچه په همدې چوكاټ كې انګېري. د همدې دلايلو له مخې، د پېغمبرانو لومړۍ او مهم اصلاحي ګام، ددې دروغجن ارزشي چوكاټ ماتول ول. په خپلو ښوونو يې دا ناسمې او غلطې كچې دړي وړې كړې او پر ځاى يې الهي اصيل ارزښتونه ځايناستي كړل او په يو هڅوبیز اوښتون يې د وګړې چورليز، له شتمنۍ، اولاد او شهرته پر ايمان او صالحو كړنو بدل كړ. ان پوهه او په ستر وګړيو (ان پېغمبران) پورې تړاو كه له ايمان او نېکو كړنو سره مل نه و، په يوازې ځان د انسان پر ارزښت څه نه ورزياتوي؛ نو دا دى، چې قرآن په خپلې بېساري څرګندنې، پالوونكي ته د ورنژدېدو او د انسان د وجودي ارزښت د لاملونو په برخه كې، پر ټولو انحرافي او خرافي انګېرنو د بطلان او چليپا كرښه راښكوده او اصيلې كچې يې په دوو څيزونو كې رالنډې كړې، چې ټول انسانان یې د تحصيل او لاس ته راوړو وس لري او توکیزې شونتياوې او بې برخېتوب پكې اغېزمن نه دي. كه شتمنۍ او اولاد هم پر دې بهير كې شي، الهي رنګ مومي او د ايمان او صالح عمل رنګ اخلي او خداى ته د ورنژدېدو لاملېږي. (نمونه، 18: 109 مخ) په يو روايت كې لولو، چې يو تن د امام صادق په مخكې يو شتمن په بدو ياد كړ، امام وويل: [چوپ شه؛ كه يو شتمن له خپلوانو سره اړيكه ولري او له خپلو روڼو سره په نېكۍ چلېږي، خداى يې اجر دوه ګرايه كوي؛ لكه چې خداى وايي: (( او شتمنۍ او اولادونه مو داسې څه نه دي، چې موږ ته مو رانژدې كړي؛ خو هغه چې ايمان یې راوړى او ښې چارې يې كړې وي…)).] (الميزان، 16: 398 مخ)

قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۳۹﴾ = ووايه : (( په حقيقت کې زما د پالونكي،چې له خپلو بندګانو چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي)،روزي يې پراخوي او (يا يې) ورتنګوي او څه چې (د الله په لار كې) ولګوئ؛ نو بدله یې دركوي (او ځاى يې ډكوي) او هغه غوره ((روزي)) وركوونكى دى.))

 39_ په انفاق، پرېماني راځي نه كمېدل: ((او څه چې (د خداى په لار كې) ولګوئ؛ نو خداى يې بدله دركوي (او ځاى يې ډكوي) )) دا يو له مانا ډك تعبير دى؛ ځكه ټولې نفقې (كه توکیزې وي که مانيزې، كوچنۍ وي که سترې) رانغاړي. مهمه داده، چې انسان له خپلو شتو پانګو د خداى په لار كې ولګوي، چې په هر څرنګوالي او څومروالي وي. له پېغمبر اکرم (ص) نه د روايت په يوې برخې كې لولو: ((هر نېك چار صدقه ده او څه چې سړى ځان او خپلې كورنۍ ته لګوي، صدقه ورته ليكل كېږي او هغه هم صدقه شمېرل كېږي، چې څوك خپل پت پرې ساتي)). دې آيت، انفاق د فنا او وركېدو له كړۍ راايستلى او د پاينې رنګ يې وركړى؛ ځكه خداى يې تضمين كړى، چې په توکیزو او مانيزو نعمتونو يې (چې د انفاق څو ګرايه او كله په زرګونو ګرايه وي) ځاى ډكوي. په دې توګه نفقه وركوونكى په پياوړې روحيه او ګروهه ډګر ته راوځي او پرانستى لاس او ډاډمن زړه به ولري او د نېستۍ احساس به پكې سوړه كړاى نشي؛ بلكې د خداى شكر باسي، چې پر دغسې ګټورې سوداګرۍ يې لاسبرى كړى دى. (نمونه، 18: 121 مخ.)

قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ أَنْ تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَكُمْ بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ ﴿۴۶﴾ = ووايه : (( زه يوازې د يوې خبرې نصيحت درته كوم او هغه داچې تاسې د الله لپاره دوه دوه يا يو يو راپاڅئ، بيا غور او فكر وكړئ، دا ملګرى [= محمد صلی الله علیه و آله و سلم] مو هیڅ لېونتوب نه لري،هغه خو د سخت (الهي) عذاب تر راتګ مخكې درته يوازې يو گواښگرندى دى .))

 46_ غور او فكر وكړئ: همېش توکیز ښوونځي د رښتنو اديانو له اړخ خطر ننګېري، ټينګار كوي، چې د اديانو بلنه د ولسي پرګنيو د افكارو د غولونې بلنه معرفي کوي؛ البته دا يوه اوږده ويينه ده او په خپل ځاى كې پرېكنده او خوله ماتى ځواب وركړاى شوى دى؛ خو ددې تور پر وړاندې، د اوسني آيت په څېر آيتونه، انسانان اندنې ته رابولي؛ بلكې د دين نچوړ او د انسان د بشپړتيا او پرمختګ لامل اندنه بولي. څنګه شونې ده، چې د اسلام په څېر يو دين، د تخدير او غولونې وزله يا د ناپوهۍ زوكړه وي؛ خو راوړوونكى يې په لوړ غږ ټولو انسانانو ته وايي، چې د ويده افكارو راويښوولو ته راپاڅي، هغه هم په ارام او له غوغا تش په يوه چاپېريال كې؟ اسلام وايي، چې له ځانپالنې، زهرجنو تبليغاتو، توكم، تعصب او ځېل هاخوا د خداى لپاره راپاڅئ او غور وكړئ، چې يوازې همدا مې درته نصيحت دى. ايا د خندا وړ نه ده، چې دغسې يو دين د افكارو پر تخدير تورن كړو، چې دا بلنه یې څو ځل ويلې ده. په تېره داچې وايي. نه يوازې په يوازېتوب او يو په يو؛ بلكې دوه په دوه او د يو بل په ملګرتوب پر اندنې او تفكر بوخت شئ. د پېغمبرانو د بلنې منځپانګه وڅېړئ او دلائل يې واورئ؛ نو چې د عقل له كچو سره همغږې وه، ويې منئ. هېښنده ده، چې ځينې انديالان، له پنځ – طبيعت هاخوا نړۍ بيخي نټي- منكر دي او دين د بشر يو جوړ كړاى شوى څيز ګڼي او ډار، له علمي حقايقو ناخبري او روحي غوټې يې د پايښت لاملونه بولي؛ خو چمتو نه دي، چې له پنځ ورهاخوا نړۍ د شتون په احتمال او بې له مخكېني ورمندونه، د خداى د توحيد په دلايلو او د محمد (ص) په څېر پېغمبر د نبوت په باب غور وكړي. پاموړ خو داچې د قرآن د ډېرى آيتونو روستۍ برخه، اندنې، تعقل يا تذكر ته اشاره ده. په اسلامي رواياتو كې فكر او اندنه په لومړي درجه اهميت كې ده. له امام رضا (رح) په يو روايت كې لولو: (( عبادت په زياتو نمونځونو او روژو نه دى، رښتونى عبادت، د عزوجل خداى په چارو كې اندنه ده)). (نمونه، 18: 138 مخ.)

قُلْ مَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۴۷﴾ = ووايه : ((که کومه بدله مې درنه غوښتې وي؛نو هغه دې همدا ستاسې وي؛ اجر مې يوازې پر الله دى او هغه پر هر څه شاهد دى.))

47_ درنه غوښتې بدله دې همدا ستاسې وي: ددې آيت په باب دوه تفسيره شته: 1_ آيت، په مطلق ډول د هر ډول بدلې د نه غوښتو يوه كنایه ده؛ لكه چې وايو ((چې څه مې درنه غوښتي، هم ستا دې وي)) چې دا يوه كنايه ده، چې څه مې درنه غوښتي نه دي. 2_ داچې وينئ، چې ما په ځينو خبرو كې (چې د خداى له لوري مې راوړي، له تاسې مې اجر غوښتى) ويلي، چې ((زه د خپل رسالت هېڅ بدله درڅخه نه غواړم! خو له خپلوانو سره مې دوستي ولرئ)) ((شورى_23))، دا مو هم پر ګټه ده؛ ځكه زما له خپلوانو سره مينه؛ امامت، مشرتوب، ولايت او د نبوت د ليكې غځېدا ته د ورستنېدا پر مانا ده، چې دا هم ستاسې د ښيون غځېدا ته اړينه ده. ددې خبرې شاهد، دا شان نزول دى، چې ځينو روايت كړى، چې كله د شورى 23 آيت رانازل شو، پېغمبراکرم(ص) د مكې مشركانو ته وويل: خپلوان مې مه خپه كوئ، دا وړانديز يې ومانه؛ خو چې پېغمبراکرم يې بوتان وغندل، ويې ويل: محمد راسره په انصاف نه چلي، له يوې خوا رانه غواړي، چې خپلوان یې و نه ځوروو؛ خو بلخوا زموږ د خدايانو په غندنه، مو ځوروي. دلته دا آيت رانازل شو او ورته يې وويل، په دې باب، چې پېغمبراکرم (ص) څه درنه غوښتي، پر ګټه مو دي؛ اوس مو خوښه، چې يې ځوروئ که نه. (نمونه، 18: 144 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!