تبلیغات

  د سورة طـه د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د طه سورت ټوليزه منځپانګه: په ټوليز ډول ددې سورت منځپانګه په شپږو برخو كې رالنډولاى شو: 1_ د قرآن عظمت ته په لنډو اشاره او د خداى د جلال او جمال صفتونه. 2_ د حضرت […]

  د سورة طـه د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د طه سورت ټوليزه منځپانګه:

په ټوليز ډول ددې سورت منځپانګه په شپږو برخو كې رالنډولاى شو: 1_ د قرآن عظمت ته په لنډو اشاره او د خداى د جلال او جمال صفتونه. 2_ د حضرت موسى (ع) داستان )چې تر اتياو زيات آيتونه رانغاړي). 3_ د معاد او قيامت ځانګړنې. 4_ د آدم (ع) او حوا كيسه. 5_ مؤمنانو ته راويښوونكې موعظې[1].

 طه ﴿۱﴾ = طا ها.

1_ طه: د مقطعه ټكيو په هكله د بقرې سورت تر لومړي آيت لاندې څرګندونې شوې دي؛ خو مفسرانو ددې آيت په اړه پاموړ خبرې كړي دي. له امام صادق (رح) نه روايت شوى، چې ((طه)) د پېغمبر اکرم(ص) له نامو او له ((يا طالب الحق، الهادى اليه)) سره انډول دى؛ يعنې اى هغه چې حق غواړې او لوري ته يې هدايتوونكى يې. د زمانې په تېرېدو سوكه سوكه ((طه)) د ((يس)) په څېر د پېغمبر (ص) ځانګړې نامه شوه.

 مَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى ﴿۲﴾ = قرآن مو ستا كړښت ته درباندې نازل کړی نه دی.

2_ قرآن مو درنازل كړى نه دى، چې پرې وكړېږې. ددې آيت په شان نزول كې پرېمانه روايات راغلي، چې له ټوله يې ګټنه كېږي، چې پېغمبر(ص) د وحې او قرآن تر نزول روسته، ډېر عبادت كاوه. دومره يې پر ولاړه عبادت كاوه، چې پښې يې پړسېدې، كله يې د عبادت تداوم ته پر يوه پښه زور كاوه او كله پر بله. كله په پوندو درېده او كله په ګوتو. دا آيت نازل شو او امر يې وكړ، چې دا دومره ځان مه كړوه[2].

وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى ﴿۹﴾ = (پېغمبره!) او ايا د موسى قیصه درمعلومه ده؟

 9_ د رسالت موندنې پر شپه د موسى(ع) وضع: په تاريخونو كې لولو، هغه مهال، چې په مدين كې له حضرت شعیب (ع) سره د موسى (ع) د تړون موده پوره شوه؛ نو موسى (ع) له خپلې مېرمن، اولاد او رمې سره مصر پلو ته روان شو. په تپه تياره شپه كې يې لار وركه كړه. رمه يې په بېديا كې خپره وره شوه. د ځان او كورنۍ تودولو ته يې دا وربلولو هوډ وكړ؛ خو اور بل نشو. په دې ترڅ كې يې دوه ځانې مېرمن د زېږون پر درد اخته شوه. د سختو پېښو توپانونو راګېر كړى و. په دې وخت كې يې له لرې يوه لمبه وليده، داسې لمبه، چې اور نه و (؛خو) الهي رڼا وه، موسى (ع) د اور په ګومان، د لارې پيدا كولو يا سكروټې او لمبې اخستو په نيت، ور روان شو[3].

إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي ﴿۱۴﴾ = په حقيقت کې همدا زه “الله” يم، بې له ما نمانځوړ نشته؛ نو و مې نمانځه او يادښت ته مې نمونځ كوه .

14_نمونځ؛ د ياد لامل: په دې آيت كې د نمانځه يوې مهمې فلسفې؛ يعنې ياد ته اشاره شوې ده. د انسان په ژوند كې، غافلوونكيو لاملونو ته په پامنيوي، يوې وزلې ته اړتيا لري، چې په بېلابېلو زماني واټنونو كې، خداى، قيامت، د پېغمبرانو بلنه او د پنځون – پيدايښت موخه ورياده كړي او د غفلت او ناخبرۍ په زخمه كې يې له ورډوبېدو وژغوري. لمونځ دا مهمه دنده پر غاړه لري. تر شپیني خوب روسته په ګهیځ کې نمونځ، چې انسان يې ددې نړۍ له هرڅه پردى كړى، ماسپښين مهال او په ورځېنيو چارو كې په ورډوبېدو پسې او شپه مهال تر يوې ورځې فعاليت روسته او تر دمې وړاندې، انسان د هستۍ پنځګر ته ځیروي او د خپل پنځون موخه وريادوي[4].

إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى ﴿۱۵﴾ = په رښتيا قيامت راتلونكى دى؛خو غواړم (د راتلو وخت) يې پټ کړم،چې هر څوك د خپلو هلو ځلو له لامله بدله ومومي .

15_ د قيامت د وخت د پټېدو علت: ددې آيت په وينا، د قيامت د وخت د پټېدو علت دادى، چې هر چاته د خپلې هڅې سزا وركړاى شي. په بله وينا، په پټېدو يې ټولو ته يو ډول د عمل ازادي پيدا كېږي. بلخوا داچې دقيق وخت يې معلوم نه دى او شونې ده هر وخت قيامت شي، پايله يې همېشنۍ تيارسئ يا د روزنيزو كړلارو چټك منل دي؛ لكه چې د (( قدر شپه)) پټه پاتې ده، چې خلك د كال ګردو شپو يا د رمضان مياشتې ټولو شپو ته په درنښت قايل او د خداى درشل ته ورشي[5]. دا ټكى د مرګ په هكله هم صادق دى؛ ځكه وخت يې د قيامت په څېر له انسانانو پټ دى او هره شېبه يې د پېښېدو احتمال شته؛ بلكې د هر چا د قيامت پيلامه يې ګڼلاى شو. لكه چې په حديث كې راغلي: (( د انسان په مړينې يې قيامت پيلېږي))[6].

وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى ﴿۲۲﴾ = او لاس دې په خپل تخرګ کې کړه، چې بې له کوم داغه تك سپين راووځي، دا(د الله له لوري) بله نښه ده!

22_ يد بيضاء: ويلي يې دي، چې موسى (ع) به خپل لاس په ګرېوان كې وردننه او چې را بهر به يې كړ؛ نو د لمر پر څېر ځلېده[7]. داچې بې له څه خو او (( نيمګړتيا)) يې ويلي دي، دليل يې دا دى، چې د لاس سپينوالى يې د پيس رنځ له امله نه و؛ بلكې ځانګړې ځلا يې درلوده، چې په يوه شېبه كې ځلېده او په بله كې له منځه تله[8].

قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي ﴿۲۵﴾ = (موسى) وويل : پالونكيه!سينه مې پراخه كړه؛

25_ د سينې پراخي: په دې آيت كې، د انسان سينه له هغه لوښي سره ورته شوې، چې انسان څه ويني او درك كوي، پكې يې اچوي او پر پټ راز اوړي؛ نو كه انسان ته له وسې يې پورته يو ستر چار ورمخې ته شي؛ نو سينه يې ورتنګېږي، چې پراخۍ ته يې اړتيا لري. موسى (ع) خو پوهېده، چې ددې سختې دندې تر شا به يې د فرعونيانو او ان خپل قوم پر وړاندې څه ستونزې ورپرتې وي؛ نو ځكه يې له خدايه وغوښتل، چې ظرفيت يې ورلوړ او سينه يې ورپراخه كړي[9].

قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي ﴿۲۵﴾ = (موسى) وويل :(( پالونكيه!سينه مې پراخه كړه؛

وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي ﴿۲۶﴾ = او کار مې را اسانه كړه؛

وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي ﴿۲۷﴾ = او له ژبې مې غوټه وسپړه؛

يَفْقَهُوا قَوْلِي ﴿۲۸﴾ = چې [خلک] مې په خبرو ژور پوه شي.

وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي ﴿۲۹﴾ = او له كورنۍ مې يو وزير(مرستيال) راوټاكه؛

هَارُونَ أَخِي ﴿۳۰﴾ = رور مې هارون .

اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي ﴿۳۱﴾ = ملا مې پرې ټينګه كړه؛

وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي ﴿۳۲﴾ = او په كار كې يې راسره برخوال كړه؛

كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا ﴿۳۳﴾ = چې ډېره پاکي دې ووايو؛

وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا ﴿۳۴﴾ = او ډېر دې ياد كړو؛

25 تر 34_ د امت مشرۍ ته دقېقې غوښتنې: په دې آيتونو كې، چې موسى (ع) له خدايه څه غوښتې (؛يعنې ښه زغم، د ويلو ځواک، الهي مرستې او ډاډمن ملګرى) دا ټول هغه څه دي، چې يو الهي مشر يې د بېلارې ټولنې د اړونې او پر انساني او مانيزو ارزښتونو ولاړې ټولنې جوړولو ته ورته اړتيا لري، چې دا پخپله دا حقيقت څرګندوي، چې موسى (ع) تر رسالت وړاندې، ويښ روح درلود او د خپلو پازوالیو-مسووليتونو له اړخونو ښه خبر و. د اهل سنتو او تشيع په سرچينو كې له راغليو رواياتو ګټنه كېږي، چې د اسلام پېغمبر (ص) هم د خپلو موخو د پرمخ بېولو لپاره هغه څه غوښتي ول، چې موسى (ع) غوښتي ول، په دې توپير، چې د (( هارون)) پر ځاى يې د (( علي)) نامه اخسته[10].

33 او 34_ د حضرت موسى (ع) د غوښتنو روستۍ موخه: موسى (ع) د خپلو غوښتنو موخه؛ (( تسبيح)) او د خداى ډېره يادونه وښووله. روښانه ده، چې د تسبيح مانا داده، چې خداى د شرك له توره او احتمالي نيمګړتياوو پاك دى. د موسى (ع) مطلب دا نه و ، چې پرله پسې دې (( سبحان الله)) وايي؛ بلكې موخه يې له مغزو د شركي ګروهو پاكول، له ټولنې د شرك ښكارندو لرې كول او د انسانانو په ګروهه او كړنو كې د خداى د ياد راژوندي كول وو[11].

إِذْ أَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّكَ مَا يُوحَى ﴿۳۸﴾ = هغه وخت، چې ستا مور ته څه لازم وو؛ ورالهام مو كړل؛

38_ په قرآن كې د وحې مانا: (( وحې)) په آر كې ورو غږ يا يو څه ته د ورو ويلو پر مانا ده او په قرآن كې په بېلابېلو ماناوو كارول شوې ده. كله يوڅه ته د رمزي اشارې پر مانا ده[12]، كله د غريزي الهام پر مانا ده[13]، كله د تكويني فرمان پر مانا ده؛ هغه فرمان، چې د پنځون په ژبه وركول كېږي[14]، كله د الهام پر مانا راځي؛ هغه الهام، چې خداى يې د مؤمن زړه ته ورلېږي؛ كه څه پېغمبر نه وي؛ لكه تر ويينې لاندې آيت؛ خو په قرآن كې يې د كارونې يو خورا مهم ځاى، پېغمبرانو ته ځانګړي الهي پيغامونه دي[15].

أَنِ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِي وَعَدُوٌّ لَهُ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي ﴿۳۹﴾ = چې ((په صندوق كې واچوه او په [نيل] سيند كې يې ورلاهو كړه، سيند به يې غاړې ته وباسي (او) زما او د ده دښمن به یې راواخلي)) او له خپل لورې مې (په زړونو کې) مينه درباندې خپره کړه (چې درولورېږي) او تر څارنې لاندې مې وروزل شې.

39_ د حضرت موسى (ع) د زوكړې پر مهال د بني اسرائيلو سخت وضعيت: د قرآن له نورو آيتونو ګټنه كېږي، چې فرعون، بني اسرائيل تر سخت دباو لاندې نيولي ول؛ په تېره، چې ځواك و نه مومي او د احتمالي ښورښ مخه يې ونيسي. د يو شمېر تاريخپوهانو او مفسرانو په وينا، چې وړاندوينه شوې وه، په بني اسرائيلو كې يو هلك زېږېږي او راپاڅي به او د فرعون غونډال به رانسکور كړي؛ نو مخنيوي ته يې هلكان وژل او نجونې يې مينزتوب او چوپړتيا ته ژوندۍ ساتلې. په دې شرايطو كې، موسى (ع) دنيا ته راغى او مور يې سخته پرې ډارېده، چې هسې نه ووژل شي. په دې وخت كې، هغه خداى چې دا ماشوم يې يو ستر پاڅون ته غوره كړى و، مور ته يې الهام وكړ، چې تردې روسته يې راوسپاره او ووينه، چې څنګه يې ساتم او درستونم يې[16].

39_ ټولو له موسى (ع) سره مينه پيدا كړه: له امام باقر نه په يو روایت كې لولو: (( چې موسى وزېږېد او مور يې وليدل، چې ماشوم يې زوى دى؛ نو رنګ يې والوت. قابلې (چې ويل شوي، له فرعونيانو ځنې وه) وپوښتل: ولې دې رنګ ژېړ شو؟ ويې ويل: ډارېږم، چې هسې نه سر يې پرې كړي. قابلې وويل: په اړه يې بيخي مه ډارېږه (له موسى سره يې دومره مينه پيدا شوې وه، چې له مغزو يې هر ډول بد فكر لرې شوى و) او حضرت موسى داسې و، چې هر چا ليده؛ نو ښه يې راتله)) همدې مينې د فرعون په دربار كې پوره وساته[17].

وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِي ﴿۴۱﴾ = او ته مې د خپل ځان لپاره (په مهارت) وروزلې

41_ موسى (ع) ته د خداى خورا مينه ناكه خبره: (( اصطناع)) د يو څيز اصلاح او سمونې ته د ټينګار پرمانا ده. د آيت مانا داده، چې له هر پلوه مې جوړ كړى (او پاللى) يې ته وا، ځان ته دې غواړم. دا يوه خورا مينه ناكه خبره ده، چې خداى دې ستر پېغمبر ته كړې ده. د ځينو په وينا، د حكيمانو دې خبرې ته ورته ده: (( چې د خداى كوم بنده خوښ شي؛ نو داسې مينه ورسره كوي، چې لورين دوست يې له خپل دوست سره كوي))[18].

فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى ﴿۴۴﴾ = خو نرمه خبره ورته وکړئ، ښايي نصيحت ومني، يا (له خدايه) ووېرېږي .

44_ ان له دښمنانو سره نرم چلېدل: د خلكو په زړونو كې د ننووتو لپاره (كه څه بېلارې او ګناهګاران وي) د قرآن ړومبۍ سپارښتنه، په مينه نرم چلېدل دي. په ځينو رواياتو كې راغلي، چې ان موسى (ع) مؤظف و، چې فرعون په غوره نامه ياد كړي؛ ښایي پر تياره زړه يې اغېز وشيندي[19].

قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى ﴿۵۰﴾ = ويې و يل : ((پالونكى مو هغه دى،چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل خپل پيدايښت او جوړښت وركړ، بيا يې لار وروښووله.))

50_ د پالوونكي پېژندنې ته دلايل: په دې لنډ آيت كې، موسى (ع) د هستۍ دوه بنسټېزو آرونو ته اشاره كوي، چې هر يو د پالوونكي پېژندنې ته خپلواك او څرګند دليل دى: ړومبى داچې خداى د هر موجود اړتياوې ورپوره كړي. دويم: د موجوداتو د ښیون او مشرۍ موضوع ده، چې قرآن د (( ثم)) په كليمه د اړتياوو تر پوره كولو روسته راوړې ده؛ يعنې پردې سربېره، چې خداى هر موجود ته ژوندۍ وزلې وركړي، سم يې ورښوولي، چې څرنګه هر يو يې خپل ځواكونه په ځيرنه د خپل ژوند د بهير غځونې ته وكاروي. انسانان هم ددې ((تكويني هدايت)) درلودونكي دي؛ خو د عقل او ارادې درلودو له لامله، دندې او مسووليتونه ورترغاړې دي، چې ورپسې يوه تكاملي كړلار لري، چې څاروي يې نه لري؛ نو ځكه پر ((تكويني هدايت)) سربېره (( تشريعي هدايت)) (دين) ته هم اړتيا لري[20].

قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي فِي كِتَابٍ لَا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنْسَى ﴿۵۲﴾ = (موسى) وويل :(( په اړه یې معلومات زما له پالونكي سره په يوه كتاب كې ثبت دي، پالونكى مې نه تېروځي او نه څه هېروي .(او څه چې ورسره وړ وي وركوي يې) . ))

52_ د فرعون شبهې ته د موسى (ع) ځواب: حضرت موسى (ع) په ډاګه په 48 آيت كې د معاد، بدلې او سزا ويينه اوڅار كړه. فرعون، چې د نورو مشركانو په څېر له معاده منكر و، هېښنده يې وپوښتل، چې تېر امتونه او انسانان مړه شوي، له منځه تللي او څه حال او اثر ترې پاتې نه دى؛ نو وضعيت به یې څرنګه وي او څرنګه د خپلو كړنو بدله او سزا مومي؛ حال دا ، يوازې نامه او افسانه يې پاتې ده؟ موسى (ع) ددې شبهې په اړه وويل: د تېرو انسانانو بدله او سزا هغه ته ستونزمنه ده، چې خبر ترې نه وي؛ خو د خداى پوهې، چې زمان او مكان رانغاړلې ، ورته ستونزمنه نه ده او هغه له تېر اوګاندې باخبر دى[21].

الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْ نَبَاتٍ شَتَّى ﴿۵۳﴾ = هماغه الله ، چې ځمكه يې درته هوساينځاى كړ او پكې يې لارې درغځولي او له اسمانه يې اوبه واورولې، چې په دې یې (له خاورو) د راز راز بوټيو جوړې جوړې راوټوكولې .

53_ د څلورو الهي نعمتونو يادول: په دې آيت كې د خداى له سترو نعمتونو څلورو ته يې اشاره شوې ده: 1_ ځمكه، چې د انسان د هوساينې ځاى دى او د جاذبې د قانون له بركته او هم هوايي ستر پوټكی، چې ترې راتاو دى، انسان په راحت، اسانه او امن و امان كې ژوند پرې كړاى شي. 2_ لارې او واټونه، چې خداى پر ځمكه را دبره كړي، چې ټولې سيمې يو له بل سره نښلوي؛ لكه چې ليدلي مو دي، غالباً د لوړو دنګو غرونو ترمنځ لارې او درې شته چې انسان پرې تلاى شي او خپل مطلب ته رسي. 3_ اوبه يې له اسمانه ورولي، چې د ژوند لامل او د ټولو بركتونو سرچينه ده. 4_ډول ډول بوټي يې راټوكولي، چې د انسانانو خواړه، درمل، د جامو او اغوستن لومړى اړتياوې او د ژوندانه وزلې پوره كوي[22].

مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى ﴿۵۵﴾ = له همدې (ځمكې) مو پيدا كړئ؛ او همدې ته مو بېرته ورولو؛ او له همدې مو (په قيامت كې) یو ځل بیا راباسو.

55_ له خاورې د انسان پنځونې ته پاملرنه: دا پوره څرګنده ده، چې موږ خاورو ته ورستنېږو او ترې راپاڅېږو؛ خو داچې څنګه زموږ د ټولو پيل له خاورې دى، دوه تفسيره شته: لومړى داچې موږ ټول له آدم (ع) څخه يو، چې نېغ په نېغه له خاورې پيدا شوى دى. بل داچې ان موږ پخپله له خاورو اخستل شوي يو؛ ځكه زموږ او د ميندو پلارونو خواړه مو له همدې خاورې دي. په ترڅ كې دا تعبير، ټولو سرغړاندو او فرعون صفتو ته يوه ګوتڅنډنه ده، چې هېر نه كړي، له كوم ځاى راغلي او چېرې به ولاړ شي. ولې له يوه داسې موجوده دومره لويي او سرغړاندې، چې پرون هم خاوره وه او سبا هم خاورې كېږي؟! له امير المؤمنين علي (ك) په يوه روايت كې راغلي، چا په هر ركعت كې د دوو سجدو له ماناوو پوښت. علي (ک) ورته وويل: (( د ړومبۍ سجدې مانا داده، چې پالونكيه، په پيل كې له همدې خاورې وم او چې سر راپورته كوي، مفهوم يې دادى، چې له همدې خاورې دې را اېستلى يم او د دويمې سجدې مفهوم دادى، چې همدې خاورې ته مې ورستنوې او چې سر ترې راپورته كوې، مفهوم يې دا دى، چې بيا به مې له همدې خاورې راپاڅوې))[23].

قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَنْ يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى ﴿۵۹﴾ = (موسى) وويل : (( زموږ او ستاسې د ژمنې وخت دې د ښكلا ورځ [= د اختر،جشن او د سيل ورځ] وي او خلك دې څاښت مهال راغونډ کړای شي.))

59_ د ښكلا ورځ: بېشكه دا تعبير د اختر ورځې ته اشاره ده، چې دقيقه ورځ يې معلومه نه ده؛ خو څرګنده ده، چې خلك پردې ورځ له خپلې ورهڼې – كسب و چار لاس اخلي او په دغسې کړنلارو كې ګډون ته چمتو كېږي[24].

قَالُوا إِنْ هَذَانِ لَسَاحِرَانِ يُرِيدَانِ أَنْ يُخْرِجَاكُمْ مِنْ أَرْضِكُمْ بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ الْمُثْلَى ﴿۶۳﴾ = (فرعونيانو) وويل :((دا دواړه بېخي (سم) كوډګر دي، چې غواړي په كوډو مو له هېواده وباسي او غوره مذهب مو له منځه يوسي .

63_ فرعون د خلكو مذهبي ديني ننګېرنې راپارولې: د فرعون مطلب له دې دود او طریقې – چې په ګومان يې حق ته ورنژدې وه – د دوه خداييتوب لار او طريقه وه، چې پر هغه وخت د مصر رسمي دين او یا هماغه د خدايانو نمانځنه وه او تردې ټولو له مخه پخپله فرعون، چې د قبطيانو خداى و. فرعون په دې خبره د خلكو ديني ننګېرنې راپارولې؛ ځكه عام خلك د خپلو پلرونو دين (چې هرڅه وي) سپېڅلى وبولي؛ په تېره هغه دين، چې پرې روږدي وي او پاك او اسماني دود يې ګڼي. هو! فرعون ورته وويل: چې ستریا مو ستاسې د خپل دين په لاروۍ كې ده او كه د موسى خبرې ومنئ؛ نو برم او دبدبه به مو له منځه ولاړه شي[25].

قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِنْ سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى ﴿۶۶﴾ = (موسى) وويل (نه!) ((تاسې يې لومړى وغورځوئ!)) په دې وخت كې یې پړي او کونټۍ په كوډو داسې ورښکارېدې، چې ګنې (ماران شوي او) ځغلي!

66_ فرعوني كوډګرو څه وكړل؟: ډېرى مفسرانو كښلي، چې كوډګرو د (( سربو)) او پارې په څېر توکي په خپلو رسيو او کونټيو كې وردننه كړي ول، چې د لمر په لګېدو او ګرمېدو به په سرباندي ډول تښتېدل او ډول ډول ګړندي خوځښتونو یې کول. بېشكه دا خوځښتونه پر لار تلل نه وو؛ خو داچې كوډګرو خلك تلقين كړي ول او هلته يې ځانګړې نندارې جوړې كړې وې؛ نو د خلكو په سترګو كې انځورېدې، چې ساه پكې پيدا شوې او خوځي. په ټوليز ډول په كوډو كې ډول ډول وزلې كارېږي؛ كله چل ول او چشم بندي، كله تلقيني لاملونه، كله د توکیو د كيمياوي او فزيكي ځانګړنو ګټنه او كله له شياطينو مرسته غوښتل؛ البته نن د ډېرو هغو چارو خواله را برسېره شوې، چې مخكې كوډې بلل كېدې او نن كوډې نه دي؛ خو پخپله كوډې حقيقت لري او منكرېداى ترې نشو. كوډې په اسلام كې حرامې او په سترو ګناهونو كې شمېرل كېږي؛ البته د ډېرو احكامو په څېر، استثنات هم لري؛ لكه د نبوت د دروغجنو مدعيانو د ادعا باطلو لپاره يا پر كوډې كړاى شويو د اغېز له منځه وړو لپاره يې، زده كړه روا او په ځينو وختونو كې واجب ده[26].

فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُوسَى ﴿۶۷﴾ = او موسى په خپل زړه كې لږ وډار شو (چې هسې نه خلك بېلارې شي).

67_ حضرت موسى (ع) له څه ډارېده؟: موسى (ع) چې په زړه كې لږ وډار شو، لامل يې د کوډګرو له جوړې ډاروونکی نندارې نه وه؛ بلكې له دې ډارېده، چې هسې نه خلك د هغې نندارې تر اغېز لاندې شي، چې بېرته راګرځول يې اسانه نه وي، يا مخكې تردې چې موسى (ع) خپله معجزه وښيي، يو شمېر ننداره خوشې كړي يا يې له نندارې وباسي او حق څرګند نشي[27].

وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى ﴿۶۹﴾ = او څه چې دې په ښي (لاس) كې دي، ويې غورځوه، چې د دوى جوړ كړي ښوی تېر كړي،په حقيقت كې څه یې چې جوړكړي، دا خو يوازې د كوډګرو ټګي ده او كوډګر چې څومره ځیرک هم شي بیا هم بریمنېدای نشي .))

فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى ﴿۷۰﴾ = (موسى خپله کونټۍ وغورځوله او څه چې كوډګرو جوړ كړي وو، و يې نغړل) كوډګر ټول پر سجده پرېوتل، ويې ويل :(( موږ د هارون او موسى پر پالونكي ايمان راووړ .))

69 او 70_ له معجزې سره د كوډو توپير: كوډګر تردې وخته له دغسې نندارې سره مخ شوي نه ول او كوډې يې له ناكوډو ښې بېلولاى شوې؛ نو یقین يې وكړ، چې د موسى (ع) چار يوازې يوه الهي معجزه ده، چې د خداى استازى دى، او دوی حق ته رابولي؛ نو ځكه يې په افكارو كې ستر بدلون او اوښتون – انقلاب را منځ ته شو او د موسى (ع) بلنه يې ومنله. په ټوليز ډول، د كوډګر چار په انساني محدود ځواك پورې تړلى دى؛ خو معجزه له بې پايه الهي ځواكه راولاړېږي؛ نو ځكه هر كوډګر محدودې چارې كړاى شي او كه تر دې ورهاخوا ترې وغواړي، له لاسه يې نه كېږي. كوډګر يوازې هغه چار كړاى شي، چې مخكې يې څو ځل تمرين كړى او پرې لاسبری دى؛ خو بې له دې به يومخې عاجز او بېوسې وي؛ حال دا، پېغمبران، چې د خداى له بې پايه ځواكه يې مرسته اخسته، هر ډول له عادت هاخوا چارې يې كړاى شوې. پردې سربېره، داچې كوډې، يو ناسم چار او چل ول دى؛ نو كوډګر هم ټګان او چليان دي؛ حال داچې د پېغمبرانو عليهم السلام اخلاص، پاكي او رښتينتوب يو لاسوند دى، چې له اعجاز سره يې اخږل شوى او اغېز يې لا ورزياتوي[28].

إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى ﴿۷۳﴾ = 73 په حقيقت کې موږ په خپل پالونكي ايمان راوړى، چې زموږ ګناهونه او هغه كوډې، چې تا ورباندې اړ كړي وو، راوبښي او الله غوره او پایند دى.

73_ فرعون كوډګر اړ اېستل: له دې آيته معلومېږي، چې فرعون كوډګر اړ ايستلي ول، چې له موسى (ع) سره مبارزه وكړي. دا اړ اېستنه يا هغه وخت وه، چې دوى يې له خپلو سيمو راغوښتي ول. يا داچې پر ځينو يې د موسى (ع) ټپسورنې اغېز كړى و او د خپلې لارې تداوم او غځېدا په اړه يې په خپلو كې لانجه وكړه (62 آيت) او بيا له موسى (ع) سره مقابلې ته اړل شول[29].

إِنَّهُ مَنْ يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَى ﴿۷۴﴾ = هو، څوك چې خپل پالونكي ته ګناهګار ورشي؛ نو په رښتینه کې جهنم يې ځاى دى، چې هلته نه مري او نه ژوندى دی (بلکې یو مخې په اور کې د ځنکدن په حال کې وي).

74_ هغه ځاى، چې نه پكې مرګ شته او نه ژوند: په جهنم كې مرګ نشته چې دوزخيان يې له عذابه خلاص شي؛ لكه چې د زخرف په 77 آيت كې لولو: ((غږ به كړي: ((د (دوزخ مامور) او څښتنه! (كاشكې) چې پالونكى دې موږ مړه كړي (چې ارام) شو! (په ځواب كې) وايي: په حقيقت كې تاسې (په دوزخ كې) تلمېشتي ياست.)) همداراز داسې ژوند نه لري، چې خوند ترې واخلي، واك او ځواك نلري او هرڅه رنځ او كړاو دى[30].

وَلَقَدْ أَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا لَا تَخَافُ دَرَكًا وَلَا تَخْشَى ﴿۷۷﴾ = او په حقيقت كې موسى ته مو وحې وكړه، چې ((بندګان مې د شپې (له مصره) درسره بوځه او په سيند كې وچه لار ورجوړه كړه؛ دا وېره دې درسره نه وي، چې (فرعونيان) به دې ونيسي يا به (په سيند کې) ډوب شې.))

77_ له فرعونيانو سره د موسى (ع) د مبارزې روستى پړاو: دا آيت او ورپسې آيت له فرعونيانو سره د موسى (ع) د مبارزې روستۍ برخې (؛يعنې له مصره د بني اسرائيلو وتو) ته اشاره لري. بني اسرائيل د موعود هېواد (فلسطين) ورتلو ته چمتو شول؛ خو چې د نيل تړانګې ته ورسېدل، فرعونيان خبر شول او فرعون په يوه لوى لښكر تعقيب كړل. بني اسرائيلو ځان د سيند او دښمن ترمنځ راګېر وليد. يو خوا ته د نيل ستر سيند و او بلخوا غښتلى خونړى او غوسناك دښمن و؛ خو د خداى اراده و، چې دا مظلوم مؤمن ټولى د ظالمانو له منګولو وژغوري او ظالمان هلاك كړي. پاموړ ټكى خو داچې نه يوازې په نيل سيند كې لار پرانستل شوه؛ بلكې د خداى په حكم يوه وچه (يَبَسًا) لار هم و؛ سره له دې كه په عادي ډول د رود يا سيند اوبه وچې شي، تر مودو مودو يې له ژورو تېرېداى نشو[31].

يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ قَدْ أَنْجَيْنَاكُمْ مِنْ عَدُوِّكُمْ وَوَاعَدْنَاكُمْ جَانِبَ الطُّورِ الْأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى ﴿۸۰﴾ = بني اسراييلو! موږ د خپل غلیم (له منګولو) وژغورلئ او د طور (غره) په ښي اړخ كې مو ژمنه درسره كېښووله او من (شات ډولي خواړه) او سلوى (مړزان ډولي) مو درښکته كړل.

80_ من وسلوى: بني اسرائيلو د فرعونيانو د منګولو له ژغولو روسته، په بېديا كې لالهانده شول. لرې نه ده، چې (( من)) يو ډول طبيعي شات ول، چې د بېديا په نژدې غرونو كې وو يا د داسې ونو كنډ او شيره وه، چې په بېديا كې رازرغونېدې ((سلوى)) هم كوترې ته ورته يو حلال غوښى مارغه و[32].

وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِمَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى ﴿۸۲﴾ = او بېشکه زه د هغه چا ښه بښونكى يم، چې توبه وباسي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي (او) بيا پر همدې لار پاتې شي.

82_ د توبې، ايمان او صالح عمل د قبلېدو شرط؛ د الهي مشرانو د ولايت منل دي: مفسرینو د (( ثم اهتدى)) په مانا كې پرېمانې خبرې كړي، چې دوه یې پاموړ دي: لومړى داچې آيت د ايمان، تقوى او صالح عمل د لارې تداوم او غځېدا ته اشاره لري؛ يعنې توبه، تېر وينځي او د ژغورنې لاملېږي؛ خو په دې شرط، چې توبه ګار بيا د شرك او ګناه په كنده كې ونه لوېږي او تل څارن وي، چې د شيطان او نفس وسوسې يې پخوانۍ ليكې ته ور ستون نه كړي. بل تفسير يې دا دى، چې آيت د الهي مشرانو د مشرۍ او ولايت منلو ته اشاره لري؛ يعنې توبه او ايمان او صالح عمل هله د ژغورنې لاملېږي، چې د الهي مشرانو تر مشرۍ لاندې وي؛ ځكه د دين له اركانو يو يې د پېغمبر د بلنې او د مشرۍ منل یې دي او (همداراز) بيا يې د ځايناستو د مشرۍ منل دي. تر دې آيت لاندې له امام باقر نه يو روايت شوى دى: (( له (( ثم اهتدى)) نه مطلب، زموږ د اهلبيتو د ولايت هدايت دى)) داچې پوه شو ددې آر پرېښوول تر كومه بريده مرګوني دي، كافي ده راروسته آيتونه وڅېړو او ومومو، چې بني اسرائيل څنګه د موسى (ع) او ځايناستي يې هارون (ع) له ليكې او ولايت پرېښوولو په پار په خوسي نمانځنه، شرك او كفر اخته شول[33].

وَمَا أَعْجَلَكَ عَنْ قَوْمِكَ يَا مُوسَى ﴿۸۳﴾ = موسى! او څه دې ته اړكړې، چې له خپل قومه ړومبى (د طورغره ته په راتلو كې) بيړه وکړې؟

قَالَ هُمْ أُولَاءِ عَلَى أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَى ﴿۸۴﴾ =(موسى) وويل :((دا دی دوى راپسې دي . پالونكيه! ځکه مې بيړه دروكړه،چې رانه خوښ شې.))

83 او 84_ ميعاد ته د وررسېدو لپاره د موسى (ع) مينه او بيړه: كړنلار دا وه، چې موسى (ع) د تورات احكامو د اخستو لپاره طور غره ته ورشي او يوه ډله بني اسرائيل هم ورسره ملګري وي، چې په دې سفر كې د خداى پېژندنې او وحې په هكله نوي او تازه حقايق ورښكاره شي؛ خو داچې له پالوونكي سره د مناجاتو څوبمنۍ او لېوالۍ او د وحې د غږ اورېدل، د موسى (ع) زړه دومره راپارولى و، چې هرڅه يې هېر و، ان خوراك څښاك او استراحت كول، چې په بيړه يې لار ووهله او تر نورو وړاندې د خپل پالوونكي ژمنځي ته ورسېد. له امام صادق نه روايت شوى دى: ((د څوبمن – مينوال، نه خوړو ته زړه كېږي، نه له خوندور څښاكه خوند اخلي، نه ارام خوب لري، نه له كوم دوست سره مينه لري او نه به په كوم كور كې ارامي ولري… [؛بلكې] شپه و ورځ د خداى بنده ګي كوي، په دې هيله، چې خپل محبوب [الله] ته ورسي… هاغسې، چې خداى له موسى بن عمران څخه د خپل پالوونكي د ميعاد په باب روايتوي: (( وعجلت اليك رب لترضى)). ))[34].

فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَذَا إِلَهُكُمْ وَإِلَهُ مُوسَى فَنَسِيَ ﴿۸۸﴾ = او (داسې وه، چې سامري) د خوسي تنه ورجوړه او راوايسته، چې (د رښتياني خوسي) رمباړه يې وهله؛ نو [ده او لارويانو يې] ويل : ((همدا ستاسې او د موسى الله دى چې یې هېر کړی دی.))

88_ چا له موسی او خداى سره خپل تړون هېر كړ؟: هغه چې هېر كړ، منظور يې(( سامري)) دى؛ ځكه له موسى (ع) او د هغه له خداى سره يې ژمنه هېره كړه او د بوتپالۍ لار يې خپله كړه. داچې ځينو ددې غونډلې فاعل حضرت موسى (ع) نيولى، د آيت د ظاهر پر خلاف دى[35].

قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي إِنِّي خَشِيتُ أَنْ تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي ﴿۹۴﴾ = (هارون) وويل : (( د مور زويه ![= وروره!] له ږيرې او سر مې مه نيسه، زه خو له دې وډار شوم، چې و به وايې : په بني اسراييلو كې دې درز واچاوه او زما وینا ته دې و نه کتل .))

94_ له هارون (ع) سره د موسى (ع) توند چلن: حضرت هارون (ع) د حضرت موسى (ع) غوسې سړولو ته د (( يابن ام)) تعبير وكاراوه او په دې يې دې ټكي ته اشاره وكړه، چې زه او ته له يوې موره يو او په يوې غېږ كې روزل شوي يو او نه ښايي دغسې سره غوسه شو[36]. دلته دا پوښتنه رامخې ته كېږي، چې بېشكه موسى او هارون دواړه پېغمبران ، معصوم او پاكلمني ول؛ نو د موسى دا ټپسوري او د هارون له ځانه دې دفاع ته څنګه مخونه وركولاى شو؟ په ځواب كې ويلاى شو، موسى (ع) پوهېده، چې رور يې بې ګناه دى؛ خو په دې چلن يې دوه مطلبونه جوت كړل: ړومبى داچې بني اسرائيل يې وپوهول، چې ډېره ستره ګناه يې كړې، چې ان محکمې – نياوتون ته يې موسى د ورور (چې پخپله هم لوړ مقامی پېغمبر و) پښه هم راښكودې ده. بل داچې په دې چلن يې، ټولو ته د هارون (ع) بې ګناهي جوته كړه، چې روسته د خپل رسالت په تداوم كې تورن نشي[37].

قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا بِهِ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِنْ أَثَرِ الرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي ﴿۹۶﴾ = (سامري) وويل :(( ما هغه څه وليدل،چې نورو نه وو ليدلي، ما (د الله) د استازي [جبراييل] د پله يو موټى (خاوره) راواخسته، بيا مې (د خوسي په تنه كې) واچوله او ځاني غوښتنې دا چار دغسې را انځور کړ.))

96_ سامري څنګه خوسى جوړ كړ؟: مفسرانو ددې آيت په تفسير كې ډول ډول خبر كړې دي. يوه يې، چې د آيت له ظاهر سره ښه سازګاره ده. داده، چې د قوم له ګاڼو (87 آيت) مطلب د فرعونيانو د سرو ګاڼې وې، چې موسى (ع) یې د راټولولو او له ځان سره د وړو امر كړى و او داچې دا ګاڼې د موسى (ع) يا موسى ته منسوبه شتمني وه؛ نو د ((رسول اثار)) ورته ويل شوي دي؛ نو سامري په دې غونډله ((ما د رسول له اثارو يوه برخه راپورته كړه)) وايي، چې زه په مجسمه سازۍ او انځورګرۍ كې کارپوه او ځيرك یم. د موسى د شتمنيو يوه برخه مې راواخسته، ويلې مې كړه او داسې معلومات لرو، چې خلك یې نه لري؛ نو وسوسه راپسې شوه، چې ښه ده د رسول له سرو، يوه مجسمه جوړه كړم؛ نو د رسول له اثارو مې يو موټى(چې د سرو ګاڼې وې) راواخسته او په اور كې مې ورواچوله او خلكو ته مې رمباړې وهونكى خوسى جوړ كړ او داسې مې جوړ كړ، چې هوا يې په ګېډه كې ننووته او په فشار او دباو يې له خوله وته؛ نو د خوسي غږ اورېدل كېده[38].

قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَنْ تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَنْ تُخْلَفَهُ وَانْظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنْسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا ﴿۹۷﴾ = (موسى) وويل :((نو ځه، په رښتینه کې په ټول ژوند کې به (داسې ګوښه او له ليدو کتو منع شې،چې) نارې به وهې : (( (ماته) لاس مه راوړئ! )) او (د الهي عذاب) يو وخت درټاكل شوى، چې په اړه به يې هېڅ بې لوزي درسره ونکړای شي او (اوس) دې خپل هغه معبود ته ګوره، چې تل دې نمانځه؛ نو لومړى يې سيځو بيا يې ايرې پر سيند ورشيندو.

97_ د موسى (ع) په امر د سامري سزا: دا آيت، سامري ته د موسى (ع) سزا څرګندوي. موسى (ع) ته چې د سامري ګناه جوته شوه؛ نو له ټولنې يې د سامري د شړلو امر وكړ، نه يې له چا سره د اړیکې حق درلود او نه چا اړيكه ورسره نيواى شوه. په ټوليز ډول حكم يې وكړ، چې سامري د ژوند تر پايه يوازې ژوند وكړي، چې دا پخپله يوه سخته ربړونه ده؛ ځكه ددې امر پايله، همېشنی خپګان او بې پايه ډار و. ځينو ويلي، چې دا د موسى (ع) امر نه و؛ بلكې سامري ته يې ښېرا وه او د ښېرا اغېز دا شو، چې په نادرمله رنځ اخته شو او چې څوك به ورنژدې شو؛ نو سختې تبې به نیوه او چې څوك به ورنژدېده چغې يې وهلې: (( مه رانژدې كېږئ)) ځينو ويلي، چې پر وسواس رنځ اخته شو؛ داسې چې له خلكو ډارېده او تښتېده او چغې يې وهلې: ((اړيكه راسره مه نيسئ))[39].

يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ زُرْقًا ﴿۱۰۲﴾ = پر هغه ورځ، چې شپېلۍ وپوكل شي او مجرمان پر دې ورځ خړ سترګي (او ړانده) راټول كړو!.

102_ صور (( شپېلۍ)): د (( صور)) په اړه به د زمر سورت تر 68 آيت لاندې څرګندونه وكړاى شي.

102_ د مجرمانو شنې تنې: د (( زرق)) اصطلاح، چې جمع يې (( ازرق)) دى، په عادي ډول د شين سترګي پر مانا دی؛ خو كله هغه ته هم كارولېږي، چې بدن يې د سخت درد او رنځ له امله تور شين اوښتى وي؛ ځكه بدن د درد او رنځ د زغم په پايله كې ډنګر او كمزورى شوى، خپل ښېرازتوب او لمده بل له لاسه وركوي او شين معلومېږي[40].

يَتَخَافَتُونَ بَيْنَهُمْ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا عَشْرًا ﴿۱۰۳﴾ = په خپلو كې ورو يو بل ته وايي: ((تاسې (په دنيا او برزخ کې) يوازې لس (شواروزه) تم شوي وئ! (او نه پوهېږي، چې څومره اوږده تم شوي وو!) ))

103_ د قيامت پر وړاندې د دنیوي او برزخي عمر لنډون: بېشكه انسانان په برزخي نړۍ كې اوږده تمېږي؛ خو د قيامت د عمر په باب، ډېر لنډ برېښي[41]. ځينې مفسران وايي، چې د آيت مطلب، تر بيا راژوندي كېدو وړاندې په دنيا او برزخ كې يې د تمېدو د مودې لنډوالى دى او چې كله د تلپاتېتوب او ابديت حكم ورڅرګند شي، په دنيا او برزخ كې د تمېدو وخت ورته ډېر لنډ ښکاري[42].

نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ إِذْ يَقُولُ أَمْثَلُهُمْ طَرِيقَةً إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا يَوْمًا ﴿۱۰۴﴾ = ښه پوهېږو،چې دوى څه وايي،هغه مهال چې د سلوک او تګلارې له پلوه یې غوره بېلګه وايي : ((يوازې يوه ورځ تم شوي وئ .))

104_ يوه ورځېنۍ تمېدنه: بېشكه نه لس ورځې اوږده موده ده او نه يوه ورځ؛ خو دا توپير سره لري چې یوه ورځ د یو رقمي عدد ډېر لږ ته اشاره ده؛ نو ځكه ډېرې لږې مودې ته اشاره كوي. قرآن، ددې خبرې وياند (( امثلهم طريقه)) (هغه چې اند او چلن يې ښه دى) نومولى دى؛ ځكه د آخرت پر وړاندې دنیوي عمر يا برزخي لنډون او همدا راز د آخرت څرنګوالي پر وړاندې يې د څرنګوالي ناڅيز والى په ډېر لږ شمېر ښوولى دى[43].

يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ الدَّاعِيَ لَا عِوَجَ لَهُ وَخَشَعَتِ الْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًا ﴿۱۰۸﴾ = پر هغه ورځ ټول په (الهي) بلونكي پسې ځي او د مخالفت وس به ورسره نه لري (او ټول له قبرونو راپاڅي) او ټول غږونه د رحمان الله (د برمیالۍ) پر وړاندې تت او ورو كېږي او بې له ښکالو به څه وانه ورې.

108_ له بلوونكي مطلب: په قرآن كې په ګوته شوى نه دى، چې الهي بلوونكى؛ ((اسرافيل)) دى که بل څوك؛ خو چې هر څوك وي، فرمان يې دومره نافذ دى، چې څوك سرغړونه ترې كړاى نشي[44].

يَوْمَئِذٍ لَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا ﴿۱۰۹﴾ = پر هغه ورځ شفاعت ګټه نه لري؛ خو هغه (ته) چې لوراند الله اجازه وركړې وي او خبره يې خوښه کړي.

109_ شفاعت؛ يو لوړ روزنيز ټولګى دى: ځينې له شفاعته ناسمې انګېرنې لري او له دنیوي اړيكو سره يې بې شباهته نه بولي، حال داچې شفاعت د اسلام د رسول له پلوه، يو لوړ روزنيز ټولګى دى؛ هغوى ته يو سبق دی، چې په هڅه د حق لار وهي؛ خو كله ښويېږي، چې شونې ده دا ښويېدنې يې پر زړونو د نهيلۍ دوړې پرې باسي؛ نو دلته شفاعت د يو خوځنده ځواك په توګه ورمخې ته كېږي او وايي: نهيلېږئ مه، د حق لار ته مو دوام وركړئ او په دې لار كې له هڅو لاس مه اخلئ. كه څو ښويېدنه درنه شوې وي؛ نو داسې سپارښـتګر شته، چې د لوراند خداى (چې عام رحمت يې ټول رانغاړلي) په اجازې به مو سپارښت كوي. شفاعت، ناغېړۍ ته بلنه يا له پازوالۍ تېښته يا د ګناهونو د كولو اجازه نه ده؛ بلكې د شفاعت حقيقت، د حق په لار كې زغم ته بلنه او تر شونې بريده د ګناه راكمول دي[45].

فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يُقْضَى إِلَيْكَ وَحْيُهُ وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا ﴿۱۱۴﴾ = نو الله د لوړې مرتبې خاوند دى،چې رښتينى ټولواک دى او د وحې تر پاى ته رسېدو مخکې د قرآن په لوستو كې بيړه مه کوه او ووايه : (( پالونكيه ! پوهه مې رازياته كړې .))

114_ د وحې له تمامېدو مخكې په لوست كې له بيړې منع: له دې آيته ګټنه كېږي، چې پېغمبر اکرم له هغه څه خبر و، چې ورباندې به وحې كېدل او چې وحې به پرې رانازل شوه، مخكې تر دې، چې تمامه شي، د قرآن لوست به يې پيلاوه. دا آيت يو لاسوند دى، چې د قرآن يو ځليز يا دفعي نزول (چې په رواياتو كې اشاره ورته شوې) تاييدوي. د رواياتو له مخې، قرآن پر پېغمبر اكرم (ص) دوه ځل رانازل شوى؛ يو وار د قدر پر شپه ټول قرآن په يوځلي توګه ورباندې نازل شوى او بيا د رسالت په درويشت كلنۍ موده كې سوكه سوكه او د مصالحو له مخې، ورنازل شوى دى. كه پېغمبر اكرم (ص) د وحې له منځپانګې خبر نه درلود؛ نو د خداى دې خبرې څه مانا نه درلوده، چې ورته ووايي: (( د قرآن په لوستو كې تر هغې بيړه مه كوه، چې پوره وحې یې دررسول شوي نه وي )) په هر حال خداى، په دې آيت کې، پېغمبر اکرم له دې كاره منع كړ[46]. بايد پام مو وي، چې (معاذ الله) د پېغمبر بيړه د بې زغمۍ يا ځان ښوونې لپاره نه؛ بلكې څوبمن – مينوال او لېوال و، چې وحې ومومم، حفظ او يا ده يې كړي او خلكو ته يې ورسوي؛ البته داچې حضرت (ص) بايد په ټولو څيزونو كې د خلكو بېلګه وي؛ نو له دومره بيړي كولو هم منع شو، چې د خلكو پام شي، چې ان نه ښايي د وحې موندنې ته هم بيړه وشي[47].

وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا ﴿۱۱۵﴾ = او په يقين له مخكې مو له آدم سره ژمنه کړې وه(چې له شیطانه به ډډه کوې)؛خو هېره يې كړه او د عزم خاوند مو و نه موند .

115_ د آدم (ع) معصومیت – پاكلمنتوب: د حضرت آدم (ع) د پاكلمنتوب په باب د اعراف سورت تر 23 آيت لاندې ويينه شوې ده.

فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَى ﴿۱۲۰﴾ = خو شيطان وسوسه ورواچوله،ورته يې وويل :(( آدمه ! ايا همېشنۍ ونه او بېزواله واکمني دروښيم؟))

120_ له همېشتوب سره د آدم له څوبمنۍ – لېوالتيا د شيطان ناوړګټنه: شيطان، د آدم څوبمني – لېوالتيا په پام كې ونيوه او تردې راورسېد، چې هغه له تلپاتې ژوند او بې زواله واک ته له رسېدو سره مينه لري؛ نو داچې د پالوونكي د فرمان مخالفت ته يې راكاږي، له دې دوو لاملونو يې ګټنه وكړه. په بله وينا؛ لكه څنګه چې خداى له آدم (ع) سره ژمنه وكړه، كه شيطان له ځانه وشړې، د خپل پالوونكي د همېشني نعمتونو په جنت كې به وې، شيطان هم په خپلو وسوسو كې پر همدې ټكي لنګر واچو[48].

وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ﴿۱۲۴﴾ = او څوک چې زما له ياده مخ واړوي؛ نو بېشکه چې ژوند به يې (سخت او) تنګ وي او د قيامت پر ورځ به يې ړوند راپاڅوو. ))

124_ سخت ژوند؛ د خداى د هېر سزا: ددې آيت په تفسير كې يې ويلي، چې څوك خداى هېر او اړيكه ورسره پرې كړي، يوازې پر دنيا د زړه تړلو لار ورپاتېږي او ټوله هڅه يې د دنیوي ژوند ښه كېدو ته وي. ورځ پر ورځ خپل دنیوي ژوند پراخوي او پر خوندونو يې بوختېږي؛ خو دا خوندونه، لږ وي که ډېر، نه يې آراموي؛ ځكه چې هرڅه تر لاسه كوي، بيا هم د داسې څيزونو غم خوري، چې تر لاسه كړي یې نه دي او بلخوا اندېښمن دى، چې د نادودو، مرګ، رنځ او… په پار به يې شتمني له لاسه ووځي؛ نو دنيا پال انسان – شتمن که نشتمن-، چې خداى هېر كړى، تل په رنځ او دباو كې وي؛ خو هغه چې د خداى د ياد په رڼا كې پوهېږي، چې په دې ژوند پسې او د خداى پر وړاندې يو ژوندون شته، چې څه غواړي، پكې شته او هېڅ آفت پكې نشته، چې زيانمن به يې كړي؛بيا خو د دنیوي ژوند له سړو تودو څه ډار نه لري او د خداى (په لږه يا ډېره) وركړه خوشحال دى[49].

قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنْسَى ﴿۱۲۶﴾ = (الله) وايي: (( لكه څنګه چې زموږ نښې درغلې وې؛ خو هېرې دې كړې (؛ نو) نن به هماغسې هېر کړای شې.

126_ د ګناهګارانو د هېرېدو ورځ: په بله نړۍ كې د ګناهګارانو له هېرېدو مطلب دا نه دى، چې خداى دوى هېروي؛ بلكې مطلب، له دوى سره د هېرونې (او بې اعتنايۍ) معامله ده؛ لكه چې په ورځېني تعبيرونو کې هم لرو، چې كه چا له بله بې اعتنايي وليده، وايي: ولې دې هېر كړم؟[50].

وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى ﴿۱۲۹﴾ = او كه د پالونكي له لوري دې مخکې (د مهلت) خبره نه واى شوې او (هر) کار ته ټاکلې نېټه نه واى ټاکل شوې (؛ نو) هرومرو (په همدې دنيا کې) عذاب پرې راپرېووت.

129_ د خداى سنت (دود) او ټاكلى وخت: په (( كلمة من ربك)) كې له (( كلمة)) مراد، هماغه فرمان دى، چې د خداى له لوري هغه وخت وضع شوى، چې آدم (ع) له جنته ځمكې ته راكېووت؛ پردې بنسټ، چې انسانان تر يوه ټاكلي وخته په ځمكه كې دي او په دې موده كې به پر ځمكه ژوند وكړي او له عذاب او ناڅاپي هلاكته به خوندي وي؛ خو داچې كوم پېغمبر ورشي، چې په دې حال كې، هغوى چې ايمان پرې را نه وړي او په شخړه ورسره لاس پورې كړي يا معجزه ترې وغواړي او د معجزو تر راوړو روسته هم ايمان رانه وړي، په الهي عذاب به هلاك شي. د اسلام د پېغمبر امت هم د خداى د مخكېنۍ ژمنې په پار له استيصال عذابه خوندي دي؛ خو د پېغمبر(ص) د بعثت په پار به ددې امت د مؤمنانو او كافرانو تر منځ قضاوت – ورمندون وشي او كافران له منځه ځي؛ د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي، چې ددې امت د كافرانو عذاب ځنډېږي او له (( اجل مسمى)) (ټاكلي وخت) مطلب هماغه وخت دى، چې وخت يې بيخي نه بدلېږي او ددې امت كافران، په دنيا كې په عذاب كې رانغاړلېږي او هلاكېږي[51].

فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ آنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى ﴿۱۳۰﴾ = نو خبرې يې زغمه او تر لمر ختو او لويدو مخكې د خپل پالونكي پاکي ستايه او همداراز د شپې په ځينو وختونو كې هم (نمانځه ته راپاڅه او) پاكې يې ووايه او د ورځې په څنډو كې هم، ښايي (له الهې لورنو) خوښ شې .

130_ د انسان پر روحيه د خداى د تسبيح اغېز: داچې په ځانګړو وختونو كې له تسبيح مراد څه دى، مفسرانو پرې ډول دول خبرې كړي، چې دوه تفسيره يې ښه سم په نظر رسي: يو داچې په آيت كې له تسبيح منظور پينځګوني فرضي نمونځونه دي او دا آيت يې وختونو ته اشاره لري. دويم داچې آيت هر ډول تسبېح (ذكر، مستحبي نمونځ او…) ته اشاره لري، چې په ټاكليو وختونو كې يې د كولو امر شوى دى[52]. پر حمد او تسبيح سپارښتنه، د روحيې د پياوړتيا او د خاطر د تسلا لپاره شوې ده؛ ځكه ستاينه او تسبيح او د شپې و ورځې لمونځونه، له خداى سره د انسان اړيكه دومره ټينګوي، چې بې له الله د بل هېڅ څيز په باب سوچ نه كوي، له سختو پېښو نه ډارېږي او د دغسې ټينګې اډانې په درلودو، له دښمنانو ډار نه لري او په دې توګه، روحي ډاډ يې په برخه كېږي. د (( لعلك ترضى)) غونډله دې ټكي ته اشاره كوي[53].

وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى ﴿۱۳۲﴾ = او كورنۍ ته دې د نمانځه امر کوه او خپله هم پرې ټينګ اوسه، موږ درنه څه روزي نه غواړو (؛ بلكې) موږ يې دركوو او ښه پايله د پرهېزګارۍ ده.

132_ كورنۍ ته دې د نمانځه امر وكړه: دلته له (( اهل)) (كورنۍ) مطلب، د پېغمبر(ص) كورنۍ ده؛ خو داچې دا سورت په مكه كې رانازل شوى؛ نو په هغه زمانه كې، د اهل مصداق، يوازې خديجه (رض) او علي (ك) و؛ البته ښايي په دې كليمه كې د پېغمبر(ص) نور خپلوان هم راونغاړل شي؛ ځكه د وخت په تېرېدو د پېغمبر كورنۍ پراخ شوه[54]. په رواياتو كې راغلي، داچې پېغمبر (ص) پردې آيت عمل وكړي، په مودو مودو د حضرت على (ك) او فاطمې (رض) د كور وره ته تله او د وره دواړه تمبې يې نېوې او ويل يې: (( نمونځ! خداى دې درولورېږي! خداى غواړي له تاسې اهل البيتو چټلي لرې كړي او پوره مو پاك كړي[55])).

132_ عبادت، د انسان اړتيا، نه د خداى حاجت: له دې غونډلې مراد دادى، چې لمونځ د پالوونكي پر ستریا څه نه ورزياتوي؛ بلكې ستاسې انسانانو بشپړتيا ته ستره پانګه او لوړ روزنيز ټولګى دى. په بل تعبير، خداى د پاچايانو او اميرانو په څېر نه دى، چې له ولس او ملته يې باج اخسته او د درباريانو ژوند يې پرې كاوه. خداى له ټولو مړه خوا دى او ټول ورته اړين دي. دا تعبير، هماغه څه ته ورته دى، چې د ذاريات سورت په 56، 57 او 58 آيتونو كې راغلى دى: (( او ما پېريان او انسانان ځکه پيدا كړي، چې زما عبادت وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او رانژدې شي)، زه ترې روزي نه غواړم او نه غواړم، چې روزي راكړي (؛ځكه) چې يوازې خداى ښه روزي وركوونكى او د پياوړي ځواك څښتن دى)) او په دې توګه، د عبادت پايله نېغ په نېغه پخپله عبادت كوونكي ته ورګرځي[56].

 

 

[1] نمونه، 13: 153 مخ.

[2] نمونه، 13: 156 مخ.

[3] نمونه، 13: 167 مخ.

[4] نمونه، 13: 174 مخ.

[5] نمونه، 13: 171 مخ.

[6] اطيب البيان، 9: 16 مخ.

[7] اطيب البيان، 9: 21 مخ.

[8] نمونه، 13: 180مخ.

[9] الميزان، 14: 144 مخ.

[10] نمونه، 13: 191 او 193 مخونه.

[11] نمونه، 13: 192 مخ.

[12] مريم_11

[13] نحل_68

[14] زلزال_5

[15] نمونه، 13: 213 مخ.

[16] نمونه، 13: 198 مخ.

[17] نمونه، 13: 200 مخ.

[18] نمونه، 13: 205 مخ.

[19] نمونه، 13: 212 مخ.

[20] نمونه، 13: 218 مخ.

[21] الميزان، 14: 169 مخ.

[22] نمونه، 13: 222 مخ.

[23] نمونه، 13: 223 مخ.

[24] نمونه، 13: 231 مخ.

[25] الميزان، 14: 175 مخ.

[26] نمونه، 13: 237 مخ.

[27] نمونه، 13: 238 مخ.

[28] نمونه، 13: 246 مخ.

[29] الميزان، 14: 181 مخ.

[30] اطيب البيان، 9: 65 مخ.

[31] نمونه، 13: 257 مخ.

[32] نمونه، 13: 261 مخ.

[33] نمونه، 13: 263 مخ + الميزان، 14: 188 مخ.

[34] نمونه، 13: 267 مخ.

[35] نمونه، 13: 271 مخ.

[36] اطيب البيان، 9: 88 مخ.

[37] نمونه، 13: 284 مخ.

[38] الميزان، 14: 196 مخ.

[39] الميزان، 14: 194 مخ.

[40] نمونه، 13: 297 مخ.

[41] نمونه، 13: 298 مخ.

[42] الميزان، 14: 209 مخ.

[43] نمونه، 13: 299 مخ.

[44] نمونه، 13: 303 مخ.

[45] نمونه، 13: 304 مخ.

[46] الميزان، 14: 214 مخ.

[47] نمونه، 13: 313 مخ.

[48] نمونه، 13: 321 مخ.

[49] الميزان، 14: 224 مخ.

[50] نمونه، 13: 331 مخ.

[51] الميزان، 14: 232 مخ.

[52] الميزان، 14: 234 مخ.

[53] نمونه، 13: 339 مخ.

[54] نمونه، 14: 342 مخ.

[55] الميزان، 14: 241 مخ.

[56] نمونه، 13: 342 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست