بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا (طلاق/۱) ژباړه : پېغمبره! چې مېرمنې مو طلاقوئ؛ نو […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا الْعِدَّةَ وَاتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ لَا تَدْرِي لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَلِكَ أَمْرًا (طلاق/۱)
ژباړه : پېغمبره! چې مېرمنې مو طلاقوئ؛ نو د عدت پر (وخت) یې طلاقې كړئ [= هغه وخت چې له مياشتنيو جامو پاكه شوې وي او له خپل مېړه سره يو ځاى شوې نه وي] او عدت وشمېرئ او[خپل ځانونه] د هغه خداى له [عذابه] وساتئ،چې ستاسې پالونكى دى،له خپلو كورونو يې مه شړئ او دوى دې هم (د عدت پر وخت) نه وځي؛خو دا چې څرګند ناوړه كار وكړي او دا د خداى پولې دي او څوک چې د خداى پولې ماتې كړي؛ نو په يقين،چې پر ځان يې تېرى وكړ، ته نه پوهېږې،ښايي خداى تر دې روسته (د جوړجاړي) نوې لاره چاره پيدا كړي .
طلاق د هرې ټوليزې ښكارندې په څېر جلا جلا جرړې لري، چې بې له سمې څېړنې د دغسې پېښې د راښكاره كېدو مخنيوى ستونزمن دى. د طلاق مهم لاملونه دا دي: الف_ د مېرمن يا مېړه بې شمېره تمي. ب_ پر كورنيو د تجمل پالنې، اسراف او تبذير د روحيې واكمنېدل. ج_ د مېرمن او مېړه په ځانګړي ژوند كې د خپلوانو، اقوامو او اشنايانو بې ځايه لاسوهنې. د_ د مېرمن او مېړه تر منځ د فرهنګي انډول نشتون. هـ_ د يو بل غوښتنو ته د مېرمن او مېړه بې پروايي؛ په تېره د عاطفي او جنسي مسايلو په اړه، چې په رواياتو كې ډېر اهميت وركړاى شوى دى. طلاق، دا سپېره ښكارنده، كورنيو، نارينه وو، ښځو او په تېره اولادونه ته ډېرې ستونزې راولاړوي، چې په درېيو برخو كې رالنډولاى شو: 1_ عاطفي ستونزې، چې جلا شويو ښځو او نارينه وو ته ور تر غاړې كېږي؛ ځكه دوى د خپل ژوند له ډېر نژدې وګړي بېلېږي، له عاطفي پلوه سخت ګوذار خوري او ډېر وخت د عمر تر پايه واده نكوي او معمولاً په بل ځل واده كې به هم بريالى ګډ ژوند ونلري. 2_ جلا شويو ته ډېرې ټوليزې ستونزې پيدا كېږي؛ ځكه دوى به بل بريالي واده ته ډېر چانس ونلري؛ په تېره كه اولادونه ولري؛ نو غالباً له ناچارۍ داسې واده ته غاړه ږدي، چې غوښتنې یې نه پوره كوي؛ نو ځكه د عمر تر پايه كړېږي. 3_ د اولادونو ستونزه تر ټولو مهمه ده؛ ځكه د پلار يا مور له مينې بې برخې كېږي او ډېر يې د ژوند تر پايه خپله اروايي روغتيا له لاسه وركوي او دا كورنۍ او ټولنې ته يوه ضايعه ده. كله خطرناك وګړي ترې جوړېږي، چې ناځانخبري له ګردې ټولنې غچ اخلي. كه اسلام د طلاق په باب دا دومره سختچاري كړې، دليل يې دا زيانمنې اغېزې او نورې ناخوښې پايلې دي. په همدې دليل قرآن په ډاګه امر كوي، چې كله د مېرمن او مېړه تر منځ اړپېچ پيدا شي، د دواړو لوريو خپلوان دې په جوړ جاړي كې هڅه وكړي او د ((كورنۍ د سولې په محکمه)) دې يې مخه ونيسي، چې مېرمن او مېړه رسمي محکمې ته ورنشي او يا طلاق واخلي. بيا په همدې دليل څه، چې د مېرمن او مېړه له نېكمرغۍ او د كورنۍ اړيكو له ټينګښت سره مرسته كوي، د اسلام له اړخه مطلب دي او چې څه يې لړزوي، مبغوض او منفور دي. پېغمبر (ص) ويلي: (( واده وكړئ او طلاق مه كوئ؛ ځكه په طلاق د خداى عرش لړزېږي)) (نمونه تفسیر، 24: 227 مخ.).
[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com