خداى د حضرت علي زړه پر ايمان ازمېيلى دى د علي د آل دوستي د ايمـــــان زړه دى څوک دې شک په دا په زړه نه راولي د علي د آل په مدح کې جنــــــــــت دى د خوشحال خټک په داده تـــــــــــسلي [1] ( صحيح ترمذي: دويم ټوک ) په خپل سند له ربعي […]
خداى د حضرت علي زړه پر ايمان ازمېيلى دى
د علي د آل دوستي د ايمـــــان زړه دى
څوک دې شک په دا په زړه نه راولي
د علي د آل په مدح کې جنــــــــــت دى
د خوشحال خټک په داده تـــــــــــسلي [1]
( صحيح ترمذي: دويم ټوک ) په خپل سند له ربعي بن حراش روايتوي چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب د کوفې په رحبه کې خلکو ته وويل : د حديبيه پر ورځ يوه ډله مشرکانو،چې سهيل بن عمر هم پکې و، رسول اکرم (ص) ته وويل : زموږ ځينې زامن، خپلوان او مريان په دې نامه،چې مسلمانان شوي مدينې ته درغلي؛خو شته داسې کسان،چې نه پوهېږي، چې له آره دين څه ته وايي او مطلب يې دا و،چې زموږ مالونه يې له ځان سره مدينې ته دروړي؛نو داسې خلک راوسپارئ . رسول اکرم (ص) ورته وويل : که ديني پوهه نه لري؛نو ديني پوهه به ورزده کړو او په ګواښ يې وويل : د قريشو ډلې ! يا مو له دې چارو لاس واخلئ او يا به داسې سړى درولېږم،چې په توره مو سمې لار ته راوړي،چې خداى يې پر ايمان زړه ازمېيلى دى . خلکو وپوښتل : رسول الله ! هغه څوک دى ؟ دا مهال حضرت ابوبکر او حضرت عمر دواړو په يو بل پسې سرونه راپورته کړل . پېغمبراکرم (ص) چوپ و او بيا يې وويل : هغه چې خپلې پڼې ګنډي او هغه مهال حضرت علي د رسول اکرم پڼې ګنډلې. بيا حضرت علي راوکتل،ويې ويل : د خداى استازي وويل : دهغه دې کور وسوځي چې پر موږ دروغ تړي .
دا روايت ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٧ مخ کې راوړى او ابن جرير ته يې نسبت ورکړى او صحيح يې ګڼلى )، (مستدرک الصحيحين: دويم ټوک،١٣٧ مخ او همداراز څلورم ټوک،٢٩٨ مخ ) ، ( متقي؛ کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٦ مخ ) همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم نقل کړى ، ( د بغداد تاريخ :لومړى ټوک،١٣٣ مخ ) له ربعي او د اتم ټوک په ٤٣٣ مخ کې له بلې لارې او دويم ټوک په ٤٠٨ مخ کې په لنډه نقل کړى دى .
( صحيح ترمذي : 2 ټوک ،301 مخ ) پر خپل سند له ابي حمزه _ انصاري _ څخه روايت کړى،چې ويې ويل : له حضرت زيد بن ارقم نه مې واورېدل،چې و يې ويل : حضرت علي ړومبى تن و،چې اسلام يې راووړ.
دا روايت حاکم د مستدر ک الصحيحين د 3 ټوک په 136 مخ کې نقل کړى او صحيح يې ګڼلى او نسائي هم د خصايص په 2 مخ کې راوړى او ابن سعد هم د طبقات د 3 ټوک لومړۍ برخې په 12 مخ کې نقل کړى او هم ابن اثير د اسد الغابه د 4 ټوک په 17 مخ کې راوړى او همداراز متقي؛ کنزالعمال ، 6 ټوک ، 40 مخ .
ابن شيبه او احمدبن حنبل د مسند په 4 ټوک کې پر دوو سندونو؛ يو په 368 مخ او بل په 371 مخ کې نقل کړى.
ابن جريرطبري هم د خپل تاريخ د 2 ټوک په 55 مخ کې پر دوو سندونو؛ له محمد بن منکدر او ربيعه بن ابي عبدالرحمن او ابي حازم مدني او کلبي نقل کړى،چې ټولو ويلي دي :
(( او حضرت علي هغه مهال نهه کلن و .))
( مستدرک الصحيحين :3 ټوک ، 465 مخ ) له حضرت ابن عباس څخه له ابو موسى اشعري (رض) همدا مضمون او د هماغه ټوک په 136 مخ کې له حضرت سلمان څخه په دې مضمون روايتوي : رسول اکرم (ص) وويل : ((په تاسې کې به تر ټولو ړومبى هغه ما ته د کوثر د حوض غاړې ته راشي،چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړى وي او هغه علي دى.))
او همداراز دا حديث خطيب بغدادي د خپل تاريخ د 2 ټوک په 18 مخ، ابن عبد البر؛استيعاب :2 ټوک ،457 مخ .ابن اثير؛ اسد الغابه: 4 ټوک، 17 مخ او مناوي په کنوزالحقايق کې يې تر نقلولو وروسته وايي :دا حديث ديلمي او هم کنزالعمال په شپږم ټوک ،400 مخ کې راوړى او کنزالعمال د ابن ابي شيبه خبره هم راوړې او همداراز هيثمي هغه د مجمع د 9 ټوک په 102 مخ کې نقل کړى او د طبراني خبره يې هم راخستې ده.
( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،499 مخ ) پر خپل سند له قيس بن ابي حازم څخه روايت کړى،چې وايي : په مدينه کې وم او په بازار کې ګرځېدم ،چې باحجارزيت ته ورسېدم او ومې ليدل،چې يوه ډله د يوه سپاره شاوخوا ته راټول شوي او هغه هم حضرت علي کنځي،خلکو هم ورته غوږ نيولى و او چا هم ورته څه نه ويل،چې دا مهال ناڅاپه حضرت سعد بن ابي وقاص راورسېد او ورسره ودرېد او و يې پوښتل : څوک دى ؟ ورته وويل شول : يو سړى دى، چې حضرت علي کنځي . حضرت سعد غوښتل رامخکې شي؛خو خلکو لار ور نه کړه ؛خو حضرت سعد پخپله ځان هغه سړي ته ورورساوه او و يې پوښته : سړيه ! ولې علي کنځې؟ مګر علي تر ټولو ړومبى اسلام را نه وړ؟ مګر هغه تر ټولو مخکې د خداى له استازي سره لمونځ و نه کړ ؟ مګر هغه تر ټولو زاهد نه و ؟ مګر تر ټولو پوه نه و؟ او همداراز د حضرت علي يو يو فضليت يې وايه،چې دلته راورسېد : مګر هغه د خداى د استازي زوم نه و؟ مګر د خداى داستازي د جګړو بېرغچي نه و؟ او پر دې مهال مخ په قبله ودرېداو دعا يې وکړه : خدايه! دا سړى ستا يو ولي کنځي؛نو مخکې تر دې،چې خلک له دې ځايه خپاره شي،خپل زور وروښيه .
قيس وايي : پر خداى قسم! تر اوسه لا خپاره شوي نه وو،چې د سړي اس اوټاو شو او لاندې يې راګوزار کړ او سر يې پر ډبره ولګېد او د سر ماغزه يې وشيندل شول .
حاکم وايي : دا حديث د اعتبار لپاره ټول هغه شرايط لري، چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د اعتبار لپاره غواړي .
(احمد حنبل؛مسند:5 ټوک ، 26 ټوک ) پر خپل سند له معقل يسار (رض) څخه نقلوي : يو ه ورځ مې پېغمبراکرم (ص) پرېمنځه ؛ نو راته يې وويل : لېوال يې چې له فاطمې سره ملاقات وکړې ؟ ورته مې وويل :هو ! بيا پاڅېد حال داچې پر ما يې ډډه وهلې وه او و يې ويل : خبر شه، چې ډېر ژر به مې دروندوالى بل زغمي او يوازې ته به يې اجر وړې او په هماغه حال کې مې وليدل،چې هغه مبارک بېخي دروند نه دى ؛ته وا لکه چې بېخي وزن نه لري او په همدې حال کې د بي بي فاطمې کور ته ورننووتو؛نو رسول اکرم (ص) وويل : (( پر خداى چې خپګان او رنځ مې ډېر شوى دى .))
ابو عبدالرحمن وايي : ما د خپل پلار په کتاب کې په خپل لیک یې دا حديث داسې وموند،چې رسول اکرم (ص) بي بي فاطمې ته وويل : خوښه نه يې چې داسې سړي ته مې ور واده کړې ،چې تر ټول امته مخکې يې اسلام راووړ او تر ټولو يې پوهه او ډېر دى؟
دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په 153 مخ کې راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په 101 او 114 مخونو کې راوړى او دواړو ويلي،چې هغه طبراني روايت کړى دى .
( امام ابي حنيفه؛مسند:247 مخ ) پر خپل سند له حبه روايت کړى،چې و يې ويل : له حضرت علي مې واورېدل،چې ويل يې : (( ما ترټولو ړومبى اسلام راووړ او د خداى له استازي سره مې لمونځ وکړ .))
خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلورم ټوک په 223 مخ کې دا روايت راوړى دى .
(الاصابه:4ټوک،لومړى قسم ،118 مخ ) وايي : ابن شاهين له ابراهيم ابن جعفر له پلار يې جعفر بن عبدالله بن سلمه له عمرو بن مره جهني او عبدالله بن مزني _ دا دواړه اصحابان وو _ له حضرت جابر څخه روايت کړى، چې ټولو به ويل : (( علي ړومبى تن و،چې اسلام يې راوړ .))
( الاصابه:8 ټوک ،لومړى قسم ،183 مخ ) وايي : له علي بن هاشم بن يزيد څخه يې روايت راوړى،چې ليلاى غفاريه راته وويل : د خداى له استازي سره جګړې ته تللې وم،چې هلته د ټپيانو ټپونه درمل کړم او چې حضرت علي د بصرې جګړې ته تله او چې هلته مې ام المؤمنين عايشه وليده، ورغلم،ورته مې وويل : د خداى له استازي دې نه اورېدل،چې د حضرت علي د فضايلو په ويلو نه مړېده . عايشې بي بي را ته وويل : ولې اورېدلي مې ترې ول او ښه مې يادېږي؛پر هغه ورځ، چې حضرت علي، رسول اکرم(ص) ته راغى او پېغمبر اکرم له ما کره و او له ځانه يې يو زوړ څادر راتاو کړى و، چې حضرت علي راغى او زما او د رسول اکرم په منځ کې کېناست؛نو ورته مې وويل : له دې ځايه دې بل پراخ ځاى و نه موند،چې راغلې او دلته کېناستې؟رسول اکرم راته وويل :عايشې ! ورور ته مې داسې خبره مه کوه؛هغه تر ټولو ړومبى اسلام راووړ او تر ټولو وروستى به وي، چې راسره پر کړې ژمنه ولاړ وي او د قيامت پر ورځ به هغه ړومبى تن وي،چې ما به ويني.
( اسد الغابه :5 ټوک،520 مخ ) پر خپل سند له حارث او له حضرت علي روايت کړى، چې و يې ويل : حضرت ابوبکر او حضرت عمر د رسول اکرم (ص) پر لور فاطمې مارکه وکړه؛خو رسول اکرم (ص) يې مارکه و نه منله، چې حضرت عمر ورته وويل : علي ! ته د فاطمې يې . ما ورته وويل : زه خو د دنيا له ماله هېڅ نه لرم او يوازې دا زغره لرم او بالاخره رسول اکرم (ص) خپله لور حضرت علي ته ورکړه او دا خبره،چې فاطمې ته ورسېده ؛ نو ويې ژړل ،چې پېغمبراکرم (ص) ورغى او ورته يې وويل : لورې ! ولې ژاړې؟ پر خداى قسم ! په مسلمانانو کې مې تر ټولو پوه او هغه ته ورکړې،چې زغم يې تر ټولو ډېر دى او تر ټولو ړومبى يې پر ما ايمان راووړ.
(متقي؛کنزالعمال،6 ټوک ،392 مخ ) ددې حديث تر نقلولو وروسته په اختلاف سره وايي : دا روايت ابن جرير(دا روايت صحيح ګڼلى) او دولابي د ( الذريه الطاهره ) په کتاب کې نقل کړى دى.
( رياض النضره:2ټوک ،182 مخ ) وايي : او له حضرت انس څخه روايت دى،چې رسول اکرم (ص) خپله لور فاطمه ،حضرت علي ته ورنکاح کړه؛نو رسول اکرم(ص) ام ايمن ته وويل : لور مې ناوې کړه او د علي کور ته يې بوځه! او ورته ووايه : تر هغې لاس مه وروړه،چې زه نه يم راغلى او د ماڅښتن تر لمانځه وروسته يې د اوبو يو لوښى راواخست او پکې اوبه يې په دعا دم کړې او بيا يې علي ته وويل : له دې اوبو وڅښه او اودس هم پرې وکړه او بيا يې فاطمې ته همدا خبره وکړه او په داوړو پسې يې ور وتاړه،چې فاطمې وژړل . رسول اکرم (ص) وپوښتله : ولې ژاړې؟ حال داچې داسې سړي ته مې ور واده کړې يې، چې تر ټولو مخکې يې اسلام راووړ او تر ټولو يې خوى غوره دى (او بيا وايي : ) د ا حديث ابوالخير حاکمي هم نقل کړى دى.
( استيعاب:2ټوک ،456 مخ ) د حضرت علي د اسلام او پر نورو اصحابانو يې د غوره والي په اړه پر خپل سند په 457 مخ کې له حضرت عمر او غفره مريي روايت کړى،چې ويې ويل : محمد بن کعب قرظي وپوښتل شو : ړومبى تن څوک و،چې اسلام يې راوړ؟ علي (ک) و که ابوبکر(رض) ؟ په حيرانتيا يې ځواب ورکړ : سبحان الله ؛ په هغو دوو کې علي ړومبى و او که په دې باب څوک تېروتي وي؛نو له دې امله به وي،چې علي خپل اسلام له خپل پلار پټاوه؛ خو ابوبکر (رض) خپل اسلام ښکاره کړ؛ګنې هېڅ شک نشته،چې علي تر ټولو ړومبى اسلام راوړ ( ليکوال : کېداى شي دا پټول د ابوطالب تر ايمان راوړو مخکې وي ) او په 458 مخ کې پر خپل سند له قتاده له حسن او په هماغه مخ کې يې له حضرت ابن عباس څخه په همدې ټکيو يو بل روايت نقل کړى او بيا يې ويلي : دا روايت له دوو معتبرو او ښو لارو له ابن عمر (رض) نه هم نقل شوى دى .
ابن اثير؛ اسدالغابه ،4ټوک ،17 مخ او همداراز هيثمي ؛ مجمع الزوايد،9 ټوک ، 395 مخ هم دا روايت له طبراني راخستى دى .
( کنز العمال :6ټوک ، 395 مخ ) له حضرت عمر نه روايت کړى،چې و يې ويل : هېڅکله علي ته بدرد و نه وياست او نيوکه پرې و نه کړئ؛ ځکه د خداى له استازي مې په اړه يې درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې ما درلوداى؛نو تر ټولو هغو څيزونو به را ته ښه وې، چې پر ځمکه پرې لمر لګي او بيا وايي : د خداى له استازي سره وم چې حضرت ابوبکر، حضرت ابو عبيده جراح او يوه ډله نور اصحاب هم ورسره ول،چې رسول اکرم د علي پر اوږه لاس کېښود او ويې ويل : (( علي ! ړومبى تن وې، چې اسلام دې راوړ او ړومبى تن وې،چې ايمان دې راوړ او داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و )) ( بيا وايي ) د ا روايت ابن النجار هم نقل کړى دى او په خپله کنزالعمال هم په يو بل سند له حضرت ابن عباس او حضرت عمر بن خطاب نه نقل کړى دى، چې و يې ويل : په علي پسې سپکې مه وياست او هېڅکله ورپسې بدې ردې مه وياست، چې له رسول اکرم نه مې واورېدل،چې ويل يې : په علي کې درې ځانګړنې دي. حضرت عمر په پاى کې ويلي دي :رسول اکرم (ص) وويل :((علي ! راته به دروغ وايي،چې راته وايي مينه درسره لرم؛خو تا دښمن ګڼي. ))
( د کنزالعمال خاوند وايي : ) دا حديث حسن ابن بدر د خلفاوو په رواياتو او حاکم په کني او شيرازي په القاب کې را وړى دى .
( کنزالعمال :6ټوک ،153 مخ ) د حضرت علي د اسلام ،زغم او علم په باب روايت راوړى،چې طبراني هم نقل کړى او همداراز د شپږم ټوک په 153 او 397 مخونو کې يو بل روايت راوړى او ويلي يې دي : دا روايت خطيب د المتفق و المتفرق په کتاب کې له حضرت بريده نقل کړى او په 153 مخ کې همدې روايت ته نږدې يو بل روايت په دې زياتوالي راوړى،چې پرښتو د حضرت علي تر اسلامه اوه کاله مخکې پر ما او حضرت علي درود وايه . ( له ابن عسا کر نه نقل شوى دى )
( حلية الاولياء :4ټوک ،294 مخ ) پر خپل سند له حسن نه روايت کړى، چې و يې ويل : همداچې حجاج بن يوسف، سعيد بن جبير لاس تړلى ونيو؛نو ورته يې وويل :شقي بن کسير يې ؟ ورته يې وويل : سعيد بن جبير يم . ورته يې وويل :بلکې ته شقي بن کسير يې .ويې ويل :ستا په پرتله مور مې زه او زما نوم ښه پېژانده؛ ورته يې وويل : ته د محمد (ص) په اړه څه وايې ؟ پوښتنه يې وکړه : مراد دې پېغمبراکرم دى ؟ ويې ويل : هغه د آدم د ځوځات ښاغلى؛مصطفى او تر ټولو غوره پاتې شوى او تر ټولو غوره تېر شوى دى ( تردې چې حجاج وپوښت: ) د علي په اړه څه وايې ؟ هغه د خداى د استازي د تره زوى او هغه و،چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړ او د خداى د استازي زوم و او د حسن او حسين پلار و (تر پايه حديث ) .
( هيثمي؛مجمع ،9ټوک ،220 مخ ) له مالک بن نويرث نه يو حديث او بل حديث له حضرت بريده نه او بل حديث له حضرت ابي رافع نه نقل کړى،چې په نارينه وو کې ړومبى حضرت علي اسلام راوړ او په ښځو کې بي بي خديجه وه . ( له بزار نه نقل شوى، چې راويان يې هم سم دي ).
( سيوطي په در المنثور کې تر : (( و کنتم ازواجا ثلاثا ))(واقعه/8 )آيت لاندې له ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه نقل کړي،چې و يې ويل: د ( السابقون والسابقون ) جمله د حزقيل د آل فرعون د مؤمن او حبيب نجار په اړه ده،چې د دويمي کيسه د يس په سورت کې راغلې او هم د حضرت علي په اړه ده؛ځکه دا درې واڼه پخپلو امتونو کې تر ټولو مخکيني دي او تر نورو وړاندې دي او په دې درېو کې حضرت علي تر ټولو غوره او افضل دى .
( کنزالعمال :6ټوک ،152 مخ ) وايي : د خلکو مخکيني درې تنه دي : د موسى د امت يوشع بن نون او د عيسى د امت حبيب نجار دى،چې کيسه يې د يس په سورت کې راغلې او د محمد (ص) د امت حضرت علي دى . (طبراني او ابن مردويه له حضرت ابن عباس څخه راويت کړى دى )
ليکوال : مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په 135 مخ کې او ابن حجر د صواعق په 72 مخ کې او د ابن حجر د وينا له مخې ديلمي هغه له عايشې بي بي او همداراز محب طبري د ذخاير په 58 مخ کې او د رياض النضره د دويم ټوک په 158 مخ کې نقل کړي،چې دا حديث ابن ضحاک د ( الاحاد والمثاني ) او سيوطي په در المنثور کې د ( و کنتم ازاجا ثلاثه؛ واقعه:8 ) تر آيت لاندې او ابن ابي حاتم له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .ثعلبي د قصص په 238 مخ کې وايي: د خداى له استازي روايت دى، چى و يې ويل : درې کسان دي، چې ان د سترګې د رپ هومره يې هم کفر نه دى کړى،چې لومړى يې حزقيل د آل فرعون مؤمن، دويم حبيب نجار د يسين خاوند او درېم يې علي دى، چې تر هغو دوو غوره دى.ثعلبي همدا روايت په 257 مخ کې راوړى او ويلي يې دي : علي د آل محمد مؤمن دى او علي تر هغو دوو غوره دى او په 58 مخ کې د خمشاوي خبره پر خپل سند له ابن ابي ليلي او له پلاره يې راويت کړې، چې و يې ويل : الخ زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د : [وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ ( یس/۲۰) تر آيت لاندې او دې ته ورته سيوطي په درالمنثور کې د [وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ (یس/۱۳)]ترآيت لاندې له ابن عدد او ابن عساکر څخه نقل کړى او خطيب هم د بغداد په تاريخ کې د څلورم ټوک په 155 مخې کې دې ته ورته يو حديث له حضرت جابر څخه د حبيب نجار،علي او آسيه د فرعون د مېرمن په اړه روایت کړى دى .
( تهذيب التهذيب؛7 ټوک ،236 مخ د عفيف کندي د حال په شرح کې له عسکري نقل کړي،چې عفيف وويل : ((که خداى دا وياړ را پر برخه کړى،چې اسلام راوړم؛نو دا وياړ هم لرم، چې دويم تن وم، چې تر علي وروسته مې اسلام راوړ )) او له دې حديثه جوتېږي، چې حضرت علي په اسلام راوړو کې ړومبى و او موږ به هم له څو لارو د عفيف کيسه راواخلو .
( مستدرک الصحيحين:3ټوک ،125 مخ ) پر خپل سند له ابي اسحاق څخه روايت کړى،چې و يې ويل : قثم بن عباس مې وپوښت : څنګه ده، چې تاسې هم د خداى داستازي د تره زامن ياست؛خو يوازې علي د خداى له استازي ميراث وړي او تاسې يې نه وړئ؟ ويې ويل : ((ځکه تر موږ ټولو يې مخکې د خداى پر استازي ايمان راووړ او تر موږ ټولو يې ډېر د آنحضرت خدمت کړى دى. )) د مستدرک خاوند وايي : دا حديث سم دى .
متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،400 مخ هم دا حديث له ابن ابي شيبه نقل کړى دى .
( نورالابصار :69 مخ ) وايي : او له هغې _؛يعنې فاطمه بنت اسد _ نه روايت دىهغه مهال چې حضرت علي یې پر ګېډه و؛ نو بوتانو ته يې سجده نشوه کړاى؛ځکه ماشوم په خپله پښه د مور ګېډې ته فشار ورکاوه او خپله شا يې د مور په شا پورې ورنښلوله؛نو ځکه هر مهال چې يې نوم راوړل کېږي؛نو وايو : (( کرم الله وجهه))؛يعنې خداى تردې ستر کړ، چې خپل مخ د بوتانو پر وړاندى د خاورې پر لور کوږ کړي .
[1] . ( ارمغان – ٦٣٧ مخ )
سرچینه :
د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړنه : اجرالدین اقبال