تبلیغات

    د تحريف ماناوې او ډولونه د قرآن په اړه يوه مهمه مسئله د تحريف او اړونې خبره ده،چې په دې څپرکي کې مو پرې رڼا اچولې ده :   تحريف څه ته وايي؟ تحريف څو ماناوو ته کارول کېږي،چې ځينې يې په قرآن کې شته او ځینو يې قرآن ته لار نه ده […]

 

 

د تحريف ماناوې او ډولونه

د قرآن په اړه يوه مهمه مسئله د تحريف او اړونې خبره ده،چې په دې څپرکي کې مو پرې رڼا اچولې ده :

 

تحريف څه ته وايي؟

تحريف څو ماناوو ته کارول کېږي،چې ځينې يې په قرآن کې شته او ځینو يې قرآن ته لار نه ده پیدا کړې او د ځينو په باب يې اړپېچ دى،چې قرآن ته يې لار موندلې ده او که نه . دادى اوس پرې اوږد بحث کوو:

 

١ – تحريف په مانا کې :

که يو څيز او يا يو ټکى له خپل ځايه بدل شي او په بل ځاى کې وکارول شي؛نو دې عمل ته تحريف ويل کېږي؛لکه په لاندې آیت کې،چې تحريف پرهمدې مانا راغلى دى :

((مِنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَواضِعِهِ( نساء/٤٦ ) = ځينې يهود كلمې له خپلو ځايو اړوي . ))

بېشکه تحريف په دې مانا په قرآن مجيد کې پېښ شوى دى. ليدل شوي،چې د قرآن آيتونه يې داسې تفسير کړي،چې د قرآن له موخې سره اړخ نه لګوي،چې بدعتګرو،د فاسدو عقيدو خاوندانو،باطلو مذهبونو،بې لارو ډلو او ماده پالو پر داسې تفسير او تحريف لاس پورې کړى او د قرآن آيتونه يې د خپلو نظریاتو او ځاني غوښتنو له مخې تاويل کړي او له خپلو فکرونو او شخصي عقيدو سره يې تطبيق کړي او کتابونه یې له داسې تحريفونو او تاويلونو ډک دي،چې رڼا اچول پرې زيات وخت او بېل کتاب غواړي؛خو ديني مشرانو او د نبوي کورنۍ امامانو له دغسې تفسيره په سخته منع کړې او حرام يې بللی دى او پر دې کار لاس پورې کوونکي يې کږلي او رټلي دي.

امام “باقر” وايې: (( ظاهر بين د دوی پر قرآن ويلو او قرآن ته پر لېوالتيا خوشحالېږي؛خو پوهان ورته خپه دي.))

وګورئ:

وافي ٥ /٢٨٤.

پوهان او امامان دې په ظاهره خوږې؛خو ترخې پېښې ته ځکه خپه دي،چې که تفسير په خپله خوښه ازاد پرېښوول شي او قرآن ته دداسې تفسيرونو ﻻر پرانستل شي؛نو څومره نادودې به اسلام ته مخه کړي او څومره ډلې او مسلکونه به په اسلام کې راپيدا شي او څومره رنګارنګ عقيدې او فکرونه به په زور پر اسلام وروتپل شي،چې ورو ورو به د اسلام بنسټ او جرړه راونړول شي او هر سړى او ډله به يې له خپلې عقيدې سره تطبيقوي او پر بل به د کافر او فاسق ټاپه لګوي او يو له بل سره به ﻻس و ګرېوانېږي؛نو کوم زور، چې بايد پر دښمن یې کارولى وي، پر يو بل به يې کارولى وي؛نو ځکه څومره مو چې له ﻻسه کېږي،په مېړانه او پرېکنده توګه بايد د داسې خلکو او فکرونو مخه ونيول شي.

 

2_ په ټکيو او حرکتونو کې تحريف :

که د قرآن په ځينو ټکيو او يا حرکتونو کې داسې بدلون راوستل شي، چې په مانا کې يې بدلون رانه شي؛نو دا کار هم يو ډول تحريف شمېرل کېږي . دا ډول تحريف هم؛لکه د لومړي تحريف په مانا په قرآن کې واقع شوى؛ځکه موږ د قرائت په برخه کې جوت کړل، چې لسګوني قرائتونه پرله پسې او په متواتر ډول جوت شوي نه دي او له دې مطلبه پوهېداى شو،چې قرآن په دې لسګونو قرآئتونو کې يوازې له يوه سره يې اړخ لګوي او په پاتې نورو کې به زياتى او کمى وي.

 

3_ د قرآن په ټکيوکې تحريف :

که په قرآن کې ټکي او يا ټکيو ته په داسې بڼه بدلون ورکړ شي او يا ترې کم او يا پکې ورزيات شي،چې د قرآن په حقيقت کې بدلون رانشي او هماغسې،چې راغلى،پاتې شي؛نو دې کار ته هم تحريف ويل کېږي؛نو بېشکه په دې مانا هم د اسلام په صدر کې قرآن ته تحريف ورننووتى؛ځکه :

الف_ تاريخ ګواه دى،چې درېم خليفه د خپل خلافت پر مهال ډېر قرآنونه وسوځول او خپلو واليانو ته يې حکم وکړ،چې له هغه سره، له قرآن پرته،نور ټول قرآنونه دې وسوځول شي؛نو له دې پوهېداى شو، چې سوځول شويو قرآنو له درېم خليفه سره له شته قرآنه سره اړپېچ او مغايرت درلود؛ګنې د دومره قرآنو سوځولو ته بل دليل نه موندل کېږي .

ب_ځينوعالمانو؛لکه”ابو داود سجستاني” د مشهور سنن خاوند د هغو قرآنو د اړپېچ ځايونه را ايستلي او د “کتاب المصاحف” په نامه يې کتاب هم ليکلى دى . له دې وينا داسې ګټنه کېږي،چې: د درېم خليفه د وخت قرآنو يو له بل سره توپير درلود او د ټکيو د زياتېدو او کمېدو په مانا تحريف ورته لار پیدا کړې وه،چې يوازې يوه پکې له اوسني قرآن سره سمون خوړ،چې له هر ډول زياتۍ او کمۍ خوندي پاتې شوی و او زموږ په عقيده، هغه قرآن،چې درېم خليفه راټول کړى و، هغه قرآن و،چې د اسلام د صدر له قرآن سره يې سمون درلود او له هر پلوه يې له اصلي قرآن سره اړخ لګاوه،چې په خپله له رسول اکرم صلی الله علیه و آله څخه اخستل شوى و.

 

٤ – په زياتولو سره تحريف :

که په قرآن کې زياتوالى وشي،چې په حقيقت،ماهيت او واقعيت کې يې بدلون راشي او وويل شي،چې د شته قرآن يوه برخه د خداى وينا نه ده؛نو دا ډول زياتوالى هم “تحريف” دى او په دې مانا تحريف قرآن ته لار نه ده موندلې،چې ټول مسلمانان په دې اړه يوه خوله دي .

 

٥ – په کمولو سره تحريف :

د تحريف يوه مانا کمول دي .په دې مانا،چې ووايو: دا په لاس کې قرآن ټول هغه قرآن نه دى،چې د خداى له لوري رالېږل شوى،چې يو څه يې د تدوين په وخت کې او يو څه ترې په نورو وختو کې له منځه تللى دى، چې په همدې مانا تحريف دلته زموږ د بحث موضوع ده؛خو په قرآن کې دا ډول تحريف لږو عالمانو منلى او ډېری يې نه مني او ردوي يې.

 

 

تحريف د شيعه او سني عالمانو په اند

په ټولو مسلمانانو کې مشهوره ده،چې د زياتوالي او کموالي په مانا تحريف په قرآن کې نه دى پېښ شوى او کوم قرآن،چې نن له موږ سره دى،هماغه قرآن دى،چې پر پېغمبر اکرم نازل شوى،چې نه ترې څه کم شوي او نه پکې څه زيات شوي،چې ډېرو عالمانو؛ لکه شيخ المحدثين “صدوق” پر دې خبره ټينګارکړى او د قرآن “نه تحريف” يې د اماميه و عقايد ګڼلي دي. شيخ الطائفه “ابو جعفر” د خپل تفسير؛ “تبيان” په پيل کې دا خبره پرېکنده او په ډاګ کړې او دا نظر يې له خپل استاد “سيد مرتضى علم الهدى” هم روايت کړى او بيا په دې اړه يې د هغه مضبوط دليلونه راوړي دي. د “مجمع البيان” د تفسير ليکونکى؛”طبرسي” هم تحريف پر هماغه مانا په قرآن کې رد کړى دى . شيخ الفقهاء “شيخ جعفر” په “کشف العطاء” کې د داسې تحريف پر نه شتوالي د اجماع ادعا لري .

ستر علامه “شهشاني” په خپل مشهور کتاب”عروة الوثقى” کې د ډېرو مجتهدينو د وينا له مخې،د “نه تحريف” پر خبره ټينګار کړى او همداراز مشهور محدث مرحوم “ملا محسن فيض” د “وافي” په پينځم ټوک،٢٨٤ مخ کې او “د علم اليقين” په ١٣٠ مخ کې او ستر مجاهد او مشهور شيخ “محمد جواد بلاغي”،د خپل تفسير” آﻻ ء الرحمن” په سريزه کې د قرآن د “نه تحريف” د نظر پلوى دى او کله هم ورته يو اجماعي نظر وايي . ستر شيعه عالم “شيخ مفيد” او “شيخ بهائي” او څېړونکي عالم “قاضي نورالله شوشتري” او نورو ډېرو عالمانو د قرآن د “نه تحريف” خبره د ډېرى اسلامي پوهانوخبره ګڼلې ده.

لنډه داچې: په شيعه وو کې ټول د قرآن پر “نه تحريف” ګروهمن دي او يوازې څه شمېر شيعه محدثین او سني عالمان د قرآن د تحريف خبره مني او بس .

“رافعي” په دې اړه وايي : يو شمېر د “کلام” عالمان،چې له ځانه يې څه رايه او نوښت نه درلود او بې له ګومان او اټکله يې څه نه وو زده کړي او په ځېل روان او پر تحريف قايل وو،وايي: د تدوين پر مهال د قرآن يوه برخه له پامه غورځېدلې ده.

وګورئ:

اعجاز القرآن ؛٤١ مخ .

“طبرسي” په “مجمع البيان” کې د تحريف خبره په “حشويه و” او د اهل سنتو په ظاهر بينو پورې تړلې ده .

 

 

د نه تحريف د پلويانو دليلونه

مخکې مو وويل،چې د قرآن د تحريف په اړه دوه نظرونه دي :

ځينو عالمانو په قرآن کې د تحريف احتمال منلى؛خو اکثريت ته نږدې “شيعه” او “اهل سنت” عالمان او همداسې زموږ پر نظر هېڅ ډول کمى زياتى، نيمګړتيا، بدلون او تحريف په قرآن کې نه دى راغلى او دا هماغه قرآن دى،چې د خداى له لوري نازل شوى دى؛ نو اوس مو پام خپلې خبرې او د اسلام د زياترو عالمانو دليلونو ته را اړوم :

 

۱   _ تحريف د قرآن له نظره :

پخوا مو هم نغوته کړه،چې تحريف پردې مفهوم،چې په ځينوآيتونو کې کمښت راغلى؛نو دا تحريف په قرآن کې نه شته او خپله د قرآن له نظره هم دا تحريف رد دى،چې موږ دلته هغه آيتونه راوړي،چې په قرآن کې يې د تحريف د عقيدې جرړه را ايستلې ده :

((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ(حجر/٩)=په حقيقت کې موږ قرآن په خپله نازل كړى دى او بېشكه (همدا) موږ يې پاسوال يو. ))

دا آیت په ډاګه ښيي،چې قرآن به له اړونې خوندي پاتې وي او په خپله خداى به د هغوى ملا ماته کړي،چې قرآن اړوي او ظالمان به هېڅکله و نه کړاى شي قرآن ته د خيانت لاس ورغځوي.

د تحريف د عقيدې پلويان دا آيت څو ډوله تاويلوي :

١_ وايي: په دې آيت کې له “ذکر” څخه مراد په خپله پېغمبر دى، نه قرآن؛ځکه په نورو آیتونو کې د “ذکر” ټکى پېغمبر اکرم ته کارول شوى؛ لکه :

 ((قَدْ أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكُمْ ذِكْراً( طلاق/۱۰)=په رښتيا چې خداى تاسې ته نصيحت (=قرآن) رالېږلى دى. ))

 ((رَسُولاً يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِ اللَّهِ( طلاق/۱۱)=يو داسې پېغمبر ( يې درته رالېږلى)، چې پر تاسې د خداى څرګند آيتونه لولي .))

ګورو، چې په دې آيت کې له “ذکر” څخه مراد د خداى رسول نه دى، چې په تېر آيت کې هم ترې مراد پېغمبر اکرم نه دى،چې موږ پېغمبر درولېږه او هغه به د اشرارو له شره وساتو.

ځواب : دا تا ويل ناسم دى او د منلو نه دى؛ځکه د “تنزيل” او “انزال” ټکي،چې په هغو دووآیتونو کې کارول شوي،د نازلولو په مانا دي او راښيي،چې په دواړوآیتونو کې له “ذکر” څخه مراد قرآن دى، نه پېغمبر اکرم او که مطلب یې پېغمبر اکرم و؛نو د رالېږلو او يا ورته ټکيو به يې کار اخستى و.

دا چې د “انزال” او “تنزيل” ټکي يې کارولي،د قرآن لپاره دي او د “لېږلو” ټکى پېغمبر اکرم ته په کارېږي .

٢_د قرآن له خونديتوبه مطلب دادى،چې قرآن له “خو” ګانو، نیوکو او لوړې ښوونې یې له اوړېدنې خوندي پاتې دي،نه له تحريفه د قرآن خونديتوب او د ځينوآیتونو له پامه غورځېدل يې .

ځواب :

دا خبره له لومړۍ خبرې ډېره کمزورې او بطلان يې په ډاګه دى؛ځکه که مراد يې دا وي،چې خداى د کفارو له نيوکو د قرآن د خونديتوب ضمانت کړى؛ نو دا خبره ښکاره باطله ده،چې قرآن له نيوکو خوندي نه دى پاتې؛بلکې د کفارو،چې څومره په وس کې ول،هومره يې پرې نيوکې وکړې؛نو ښکاره ده،چې د قرآن دا آیت ، دې اړخ ته اشاره نه کوي او مراد یې دادى،چې قرآن ټينګ دليلونه لري او ښوونې يې دومره سپېڅلې دي، چې څوک ورته بېخي د نيوکې ګوته نشي نيواى؛نو دا يې د منلو وړ نه ده؛خو دې ته پام پکار دى، چې دا ډول خونديتوب له پيله له قرآن سره و. دا چې تر نازلېدو وروسته له بهره ورته راغلى وي؛خو هغه مصونيت،چې په دې آیت کې ترې ګټنه کېږي؛بهرنى مصونيت دى،چې تر نازلېدو وروسته به يې خداى خوندي وساتي؛نو “ذاتي مصونيت” چې هماغه “ذاتي استحکام” دى، د دې آیت له مفهوم سره هېڅ اړه نه لري؛ځکه :

الف :په خپله قرآن،چې له پيله له کومو ذاتي ځانګړنو برخمن و، د نيوکو پر وړاندې ځان ساتى او ځوابي و؛نو له دې اړخه، بهرني ساتونکي ته اړتيا نه لري .

ب : دا آیت تر نازلېدو وروسته د قرآن د خوندېينې ضمانت کوي،نه د رانازلېدو پر مهال،چې له ساتنې يې مراد د دليلونو پخوالى وي .

٣ _ وايې: سمه ده، چې دا آیت راښيي،قرآن له اړونې خوندي دى؛خو کوم قرآن؟؛ ځکه کېداى شي،مراد ترې يوازې هغه قرآن وي،چې له “امام مهدي” سره وي؛ځکه ددې آیت له ظاهره د عموميت او ټولیزوالي ګټه کېږي.

ځواب : دا احتمال تر تېرو دوه احتمالونو ډېر کمزورى دى؛ځکه قرآن بايد په ټولنه او په هغو خلکو کې له تحريفه خوندي پاتې شي،چې ورته اړتيا لري،نه له “امام مهدي” سره؛ ځکه له هغه سره د قرآن خوندي پاتې کېدل داسې دي؛لکه چې په “لوح محفوظ” کې او يا له يوې پرښتې سره خوندي وي،چې دا ډېره کمزورې،د نه اعتماد او نه منلو خبره ده او د هغه له خبرې سره ورته ده،چې ووايي: يوه ډالۍ مې درلېږلې؛خو له ځان او يا له کوم ملګري سره مې خوندي ساتلې ده.

٤_ د تحريف پلويانو په خپله په همدې آیت کې د تحريف احتمال ورکړى ،چې د قرآن يوه برخه ده؛نو ځکه د قرآن د “نه تحريف” لپاره پردې آیت استدﻻل کول به ډاډمن نه وي؛ځکه چې د تحريف جوتول په داسې آیت سخت کار دى،چې په خپله پکې د تحريف احتمال دى؛خو دا نيوکه بايد پرې وشي،چې د پېغمبراکرم د سپېڅلي ځوځات، اهلبيتو او د هغوى پر وينا او کړنو ډاډ نه لري،چې دا ډول خلک ددې نيوکې پر وړاندې سم او بسنده ځواب نه لري؛خو هغوى چې د پېغمبراکرم اهلبېت، د خداى حجت او له قرآن سره اوږه پر اوږه او ملاتړ یې ګڼي او پر وينا يې ډاډ لري؛نو له داسې نيوکو خوندي وي؛ځکه په عقيده یې،په “شته قرآن” کې د پېغمبر اکرم د اهلبيتو استدﻻل او تاييدول يې دا دليل دى،چې همدا قرآن له تحريفه خوندي دى .

((وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ( فصلت /۴۱)=او په رښتيا،چې هرومرو دا يو ناماتى كتاب دى.))

((لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ (فصلت/۴۲)=چې باطل پرې نه مخامخ راتلاى شى او نه له شا؛(ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (خداى) له لوري رالېږل شوى دى.))

دا آیت قرآن له هر ډول باطله،پاک او لرې ګڼي؛ځکه که په يوه جمله کې د”نفې” نښه اصل ته متوجه شي؛نو د موجوديت اجزاوې او مصادق يې (هم) نفې کوي او په دې آیت کې هم د(( لا)) ټکى [؛يعنې نفې] د موجوديت اصل ته متوجه دى او هغه يې نفې کړى؛نو ځکه قرآن ته هېڅ ډول بطلان لار نه ده موندلې،چې تحريف يې هم يو ډول دى .

 

نيوکه :

د تحريف پلويانو دې دليل ته داسې ځواب ورکړى :

د آیت موخه داده،چې د قرآن په احکامو کې ټکر نه شته او دغسې په خبرونو کې يې هم دروغ نه شته،چې ددې دواړو اړخونو له امله خوندي دى او پر دې وينا د “علي بن ابراهيم قمي” د روايت شاهدي وايي،چې په خپل تفسير کې یې له امام “باقر” څخه راوړي:

((قرآن نه له ځانه په مخکېنيو کتابواو نه له هغه په را وروستو کتابو باطلېږي .))

او په “مجمع البيان” کې هم له امام “صادق” څخه روايت شوى چې : (( د قرآن په خبرونو کې د پخوانيو په اړه باطل او دروغ نشته او د راتلونکيو په اړه هم دروغ او کوم بطلان نشته.))

ځواب :

دا وينا د آیت په مانا کې سمه نه ده؛ځکه دا دوه روايتونه، چې شاهدۍ ته یې راوړي،دا نه راښيي،چې له بطﻻنه مراد يوازې په خبرونو کې دروغ او يا په پخوانيو يا راوروستو کتابو نسخ کېدل وي؛بلکې دا روايتونه د بطﻻن ځينې هغه ډولونه او مصاديق بيانوي،چې قرآن ته يې لار نه ده موندلې او په تېره بيا که هغه نور روايتونه (په همدې کتاب کې د قرآن د فضيلت برخې ته مراجعه وکړئ) په پام کې ونيسو،چې د وخت او مکان له پلوه، د قرآن د ماناوو عموميت او پراخوالى راښيي؛نو حقيقت به بېخي څرګند شي.

چې د آيت مراد دا دى : قرآن په ټولو وختو کې له هر ډول بطلانه خوندي دى،چې تحريف يې هم يو څرګند مصداق دى.

ددې خبرې ګواه (چې تحريف د يو څيز د باطلولو له مصداقونو دى،چې قرآن له ځانه نفې کړى)دادى، چې همدې آيت قرآن له عزت، برﻻسۍ او بري سره ستايلى او د برﻻسۍ، بري او عزت لپاره په کار دي، چې له بدلون،ضايع کېدو او د حقيقت او واقعيت له ﻻسه ورکولو خوندي پاتې شي؛خو که ووايو، چې په آیت کې له باطله مراد يوازې ټکر او کذب دى؛نو دا مانا له عزت او بري سره اړخ نه لګوي،چې قرآن پرې ستايل شوى او نشي کېداى، دې آیت ته سمه او ژوندۍ مانا وي.


 

٢_ د ثقلين روايتونه او د قرآن تحريف :

د قرآن پر”نه تحريف” لومړى دليل پخپله قرآن دى،چې قرآن په ډاګه له هر ډول اړونې خوندي ګڼي،چې موږ په دې اړه دوه آیتونه راوړل او رڼا مو پرې واچوله .

د قرآن پر “نه تحريف” دويم دليل د “ثقلين” روايتونه دي،چې د خداى له استازي روايت شوي او د “ثقلين” له حديثونو مراد هغه حديثونه دي،چې د خداى استازي پکې خپل “عترت” ؛يعنې خپل اهلبيت او قرآن خپل ځايناستي ټاکلي،چې يو له بل سره اوږه پر اوږه او نه بېلېدونکي دي او پر مسلمانانو يې فرض کړي،چې د هدايت د دې دواړو لاملونو لاروي وکړئ او يو له بله يې بېل مه ګڼئ،چې دا ډول روايتونه په شيعه او سني دواړو سرچينو کې روايت شوي، چې د دې حديثونو په مضمون،له دوو لارو د قرآن پر نه تحريف استدلال کړاى شو:

الف : د قرآن پر تحريف د اعتقاد لپاره به دا خبره ضروري وي، چې اسلامي امت و نه کړاى شي پر قرآن منګولې ولګوي او لاروي يې وکړي؛ځکه تحريف شوى او په کې ګوتې وهل شوى؛نو قرآن به د منګولو لګولو او لاروۍ وړ نه وي؛خو د “ثقلين” د روايتونو له مخې،د قرآن لاروي او پرې منګولې لګول، د قيامت تر ورځې پورې دي. له دې ځايه څرګندېږي او يقين حاصلېږي،چې د تحريف مساله باطله ده او د اعتماد وړ نه ده.

بايد ووايو: د ثقلينو د روايتونو له مخې،((عترت او قرآن)) تر قيامته يو له بل سره دي او نه بېلېدونکي دي .

نو ځکه بايد هم د پېغمبر اکرم له ځوځاته یو وګړی وي اوهم قرآن، چې دواړه تر قيامته د يو بل تر څنګ او ملاتړي وي او د قيامت پر ورځ د پېغمبر اکرم حضورته راشي .

هو! بايد دا دواړه شتون او واکمني ولري،چې يو قانون او کړلار وي او بل يې څارونکى،عملي کوونکى، ښوونکى او د قانون مفسر وي،چې د رسول اکرم د احادیثو له مخې،ددې دواړو په لاروۍ کې به د اسلامي ټولنې د نېکمرغۍ لارې چارې چمتو شي او مسلمانان به له بې لارۍ،تيارو او بد مرغيو خوندي پاتې شي .

ب : د “ثقلين” د حديث له لارې، د قرآن پر نه تحريف د استدلال لار دا ده،چې پر تحريف عقيده،قرآن له حيثيت، اعتبار او سنديت څخه غورځوي او هغوى چې د قرآن پر تحريف ګروهمن دي؛نو د شته قرآن د لاروۍ لپاره بايد امامانو ته مراجعه وکړي او هله د اوسني قرآن لاروي وکړي،چې عترت يې تصديق او تاييد کړي.

که په ساده ټکيو وويل شي : که په اوسني قرآن که تحريف شوى وي؛نو د قرآن حيثيت او اعتبار به د اهلبيتو په لاسليک او تصديق پورې اړه ولري؛خو د ثقلينو له متواترو حديثونو داسې برېښي،چې په خپله قرآن له دوو اصلي اسلامي مراجعو يو حجيت او مستقل سند دى،چې دويمه اسلامي مرجع “نبوي کورنۍ” ده،چې بايد د دواړو په خپلواک ډول ﻻروي وشي او بيا له هماغې روايته داسې ګټنه کېږي،چې قرآن “ثقل اکبر”؛ تر ټولو ستر حجت او اهلبيت “ثقل اصغر” دى؛نو څنګه به امکان ولري، چې قرآن له مستقل حجته وغورځوو او حجت کېدل يې په اهلبېتو؛ “ثقل اصغر” پورې اړوند وبولو؟!

دا چې ومو ويل : د تحریف د پېښېدو په ترڅ کې قرآن له حجته لوېږي،په دې دلیل،چې د تحريف او بدلون له امله ممکن د قرآن په آيتونو کې ،چې ځينې قرائن او لفظي شواهد کارول شوي او د آيتونو د اصلي مانا ښوونکي دي او ساقط شي؛نو په پايله کې به د آيتونو واقعي مانا (،چې له ساقط شويو قرائنو او شواهدو ځينې پرې پوهېداى شو) ناپېژندل شوي پاتې شي او د آيتونو ظاهري مانا به يې ځاى ونيسي ،چې له واقعي سره یې توپير لري.

 

يو ګومان او ځواب :

کله د تحريف پلويان ګومان کوي،چې د قرآن حجيت د تحريف له عقيدې سره منافات نه لري او سره له دې،چې د قرآن پر تحريف ګروهمن یو،کړای شو د قرآن “ظواهر” هم “حجت” وګڼو او استناد پرې وکړو؛ځکه که څه په تحريف سره “د قرآن د ظواهرو حجيت” ساقطېږي؛خو دا چې د “نبوي کورنۍ” امامان شته او “شته قرآن” تاييدوي او استدلال پرې کوي او خپل ياران پرې عمل ته رابولي؛نو د قرآن ظاهري حجيت تثبيتوي او اعتبار ورکوي .

د تحريف پلويان له يوه اړخه غواړي پر تحريف ګروهه ولري او له بل اړخه غواړي د اهلبيتو د امامانو پر تصديق، د قرآن د ظواهرو حجيت هم ومني؛خو دوى تېروتي او ګومان يې ناسم دى؛ځکه د “نبوي کورنۍ” امامانو،چې د قرآن په ظواهرو خلکو ته لارښوونه کوله او “شته قرآن” يې تایيداوه،ددې امله نه و،چې هغوى قرآن ته حجيت او سند ور وبښي ،چې لاسليک او تاييد یې د قرآن تحريف جبران کړي؛بلکې ددې لپاره، چې هغوى په خپله، قرآن “مستقل حجت” ګاڼه او د هغه منځپانګه يې ناتحريف شوې ګڼله ؛نو ځکه يې خلک د قرآن لاروۍ ته رابلل؛يعني امامان، چې “شته قرآن” تصديقوي،راښيي هغوى د “موجود قرآن” پر واقعي حجيت قايل دي، نه دا چې قرآن ته ظاهري اعتبار او حجيت ورکړي .

 

 

٣_د تحريف مسئله او په لمانځه کې د قرآن لوستل :

د قرآن پر”نه تحريف” درېم دليل دادى،چې ديني مشرانو راښوولي،چې د فرض او واجبو لمونځونو په لومړي او دويم رکعت کې په حمد سورت پسې د قرآن يو بشپړ سورت وويل شي او د اۤيات په لمانځه کې هم يو سورت پر پینځو برخو ووېشئ او تر هر رکعته مخکې يې يوه برخه يې ولولئ. دا حکم د اسلام له ړومبيو وختو او هغې ورځې و،چې د لمانځه طريقه وښوول شوه؛ نو ځکه دا حکم د “تقيه” له مخې نه و؛ځکه هغه مهال “تقيه” څه مفهوم نه درلود؛نو ددې څرګند اسلامي حکم له مخې، هغوى چې پر تحريف ګروهمن وي؛نو نه بويه په لمانځه کې هغه سورت ووايي، چې د تحريف احتمال پکې وي؛ ځکه په لمانځه کې په”حمد” سورت پسې ، دپوره سورت لوستل لازم دي او په کوم سورت کې، چې د اړونې احتمال وي؛ نو پوره والی یې قطعي نه وي، حال دا چې “یقیني بوختیا” یقیني برائت غواړي؛یعنې دا چې انسان ته په یقین حکم متوجه شوى (؛نو) باید داسې يې ترسره کړي،چې پر عملي کولو او ساقطولو یې هم یقین وکړي .

یا په بله وینا: شک نشته،چې امامانو په لمانځه کې تر حمد وروسته پر خپلو لارويو واجب کړي ول،چې په لمانځه کې پوره سورت ووايي،چې دا حکم يا په خپله د خداى د استازي په وخت کې ورکړ شوى او يا تر هغه وروسته امامانو واجب کړى؛خو دويم احتمال سم نه دى ؛ځکه په واقع کې،په احکاموکې نسخ دى او تر رسول اکرم وروسته هېڅ حکم نه دى نسخ شوى او په احکامو کې بدلون نه دى راغلى؛نو ځکه د لومړي احتمال پخلى کېږي،چې د پېغمبراکرم په وخت کې په لمانځه کې د قرآن کريم د پوره سورت ويل واجب شوي،چې تر پېغمبر اکرم وروسته پردې حکم عمل کول هله سم وي، چې قرآن تحريف شوى نه وي او که تحريف شوى وي؛نو هغه سورتونه به په ګوته شوي وي،چې تحريف پکې شوى و؛خو داسې کوم سورت په نښه شوى نه دى او په لمانځه کې د هر سورت د ويلوحکم شوى دى.

دا وو په لمانځه کې، د قرآن د لوستو له لارې د قرآن د “نه تحريف” جوتول؛خو دا استدﻻل يوازې په لمانځه پورې ځانګړى نه؛بلکې په هر هغه ځاى کې هم سم دى،چې امامانو د قرآن د سورت او يا د پوره آيت د ويلو د ستور ورکړى؛نو له دې هم د قرآن “نه تحريف” ته لاس رسى پیدا کوو.

۴ – تحريف د تاريخ له نظره :

د قرآن د “نه تحريف” څلورم دليل دادى،چې که موږ د قرآن تاريخ ته وګورو؛نو هېڅ وخت او مخه به پکې د تحريف لپاره و نه مومې؛ځکه د تحريف د پلويانو د وينا له مخې، دا کار د شېخينو په وخت کې حضرت ابوبکر،حضرت عمر او يا حضرت عثمان(رضى الله عنهم) کړى او يا په را وروسته وختو کې نورو کړى؛خو سمې څېړنې جوته کړې، چې دا احتمالونه ناسم دي او هېڅ وخت هيچا او خلفاوو،وړوکى بدلون پکې نه دى راوړى،چې موږ دلته پرې رڼا اچوو:

الف_ د شېخينو د خلافت په وخت کې د قرآن تحريف :

د تحريف د پلويانو د وينا له مخې،د قرآن په تحريف کې لومړى احتمال دادى،چې دا کار د لومړي او دويم خليفه په وخت کې شوى،چې دا احتمال له درېو حالتو وتلى نه دى :

غیر عمدي او اضطراري تحريف،په حکومت او مشرۍ پورې په اړوندو آيتونو کې په لوى لاس تحريف او په نوروآیتونو کې په لوى لاس تحريف .

 

(١)غیرعمدي تحريف :

وايې : دا چې ټول قرآن د لومړي او د دويم خليفه په خلافت کې نه و راټول شوى او ټول قرآن ته لاس رسي یې نه وه؛نو له ناچارې او ناکامه په قرآن کې تحريف او بدلون راغى اويوه برخه آیتونه يې له منځه ولاړل؛خو دا احتمال او ګومان له څواړخونو بې بنسټه دى :

(الف)ټول وايي او ښه پرې خبر دي،چې پېغمبر اکرم څومره قرآن ته پام درلود او څومره يې د قرآن پر تلاوت ټينګار درلود او همداراز قرآن،چې کوم ارزښت له رسول اکرم او اصحابو کرامو سره درلود، دا څرګندوي،چې قرآن د خداى د استازي په وخت کې راټول شوى او د خپورو ورو ياددښتونو په بڼه او يا په سينو کې د حفظ له لارې او يا په يو بل ډول له مسلمانانو سره خوندي و او په خورا ځيرتيا يې د قرآن څارنه او ساتنه کوله،چې ددې خبرو په رڼا کې بېخي ذهن ته دا خبره نشي راتلاى،چې د قرآن کومه برخه به بې ځايه او يا ورکه شوي وي؛ داسې خلک،چې د جاهليت د وخت شعرونه او خطبې يې بې له پاڼو ساتلې؛نو څنګه به يې د قرآن په خونديېنه کې سستي يا غفلت کړى وي؛هغه قرآن،چې پلي کولو ته يې له خپلو سرونو،مال او هېواده تېر وو او هر ډول ستونزې يې ګاللې؛ نو دغسې کسان به څنګه ځان د قرآن د حفظ او ساتنې په باب بې غوره وګڼې،چې په پايله کې يې يوه برخه له منځه ولاړه او يا پرې کوم مطلب ور زيات شي.

(ب)د “ثقلين”معتبر او متواتر حديث ددې احتمال د بطلان بل دليل دى،چې په تېرو مخونوکې مو پرې رڼا واچوله؛ځکه د خداى استازي په دې حديث کې وېلي :((ما درته دوه ګران بيه څيزونه پرېښوول؛يو د خداى کتاب او بل زما عترت. ))

دا حديث د قرآن له تحريف او د يوې برخې له منځه تللو سره اړخ نه لګوي؛ځکه د “ثقلين” له حديثه ګټنه کېږي،چې قرآن د خداى د رسول په وخت کې د ټول شوي کتاب په بڼه و؛ځکه په دې حديث کې رسول اکرم وايي :”زه درته يوکتاب پرېږدم”؛نو دا ښکاره خبره ده، چې هله پر قرآن د کتاب نوم اېښوداى شو،چې ټول آيتونه او مطالب يې په يو ځاى کې راټول شي او که داسې نه وي؛نو د کتاب په نامه نه يادېږي.

(ج)کوم پام او ارزښت،چې رسول اکرم او مسلمانانو قرآن ته ورکاوه،راښيي قرآن د خداى د رسول پرمهال راټول شوى و اوکه فرض کړو،چې مسلمانانو قرآن راټول نه کړ او دا خبره ورته بې ارزښته ښکارېده ؛نو پوښتنه داده، چې ولې په خپله پېغمبراکرم دې دومره سترې مسلې ته ارزښت ور نه کړ؟ اۤيا پېغمبراکرم د قرآن د نه راټولولو له خطره غافل و؟! اۤيا د قرآن راټولولو ته يې مسايل او امکانات نه درلودل؟چې ددې ټولو پوښتنو ځواب منفي دى؛ځکه ښکاره ده، چې د رسول اکرم دې خبرې ته پوره پام درلود او ټول امکانات يې هم درلودل او د قرآن په راټولولو کې يې هېڅ ډول ناغېړي هم نه درلوده؛ نو په ډاډ ويلاى شو،چې رسول اکرم په هماغه وخت کې د قرآن په راټولولو لاس پورې او قرآن يې راغونډ کړى و.

 

٢_ په لوى لاس په غير سياسي آيتونوکې تحريف :

بل احتمال دادى،چې لومړي او دويم خليفه هغه آیتونه تحريف کړل،چې د هغوى په سياسي او خلافتي چارو پورې يې اړه نه درلوده،چې دا خبره هم د لومړي ګومان په څېر بېخي ناسمه او بې بنسټه ده؛ځکه دې کار ته هېڅ انګېزه نشته او داسې علت نه شته،چې انسان په داسې ستر خطرناک کار لاس پورې کړي،چې ور پورې اړه نه لري.

بله دا چې د لومړي او دويم خليفه د حکومتونو پر مهال د اسلام او مسلمانانو موقعيت داسې و،چې هغه مهال هيچا په قرآن کې ګوتې نه شوې وهلاى،په تېره بيا دا چې د حکومت بنسټ يې هم د ظواهرو ساتنه وه او ديني چارو پکې خورا زيات ارزښت درلود او بلخوا هغه مهال ځينې کسان ول،چې له حکومتونو سره مخالف وو؛لکه حضرت سعد بن عباده (رض) او پلويان يې،چې پر هغوى هر ډول نيوکې ته چمتو ناست وو او که په قرآن کې يې تحريف راوستى واى؛نو د قرآن په تحريفولو به يې حکومت غندلى واى؛خو د حکومت د مخالفينو له لوري د قرآن د تحريف په اړه پر حکومت هېڅ ډول نيوکه نه ده شوې،چې تاريخ هم په دې اړه څه نه دي ليکلي او همداسې حضرت “علي” کرم الله وجهه د “شقشقيه” په خطبه کې پر هغوى چې حکومت يې ترې اخستى و،نېوکې کړې؛خو په دې خطبه کې د قرآن د تحريف خبره نه ده راغلې.

دا باطله خبره ده،چې څوک ووايي : مسلمانانو پر هغوى د تحريف له امله ډېرې نيوکې کړي؛خو موږ ته د تاريخ له پلوه ناڅرګنده پاتې دي ؛ خو که دې نيوکو واقعيت درلود؛نو را نقل شوې به وې؛ځکه ډېرې وړې وړې او بې ارزښته خبرې را نقل شوي؛نو د قرآن د تحريف خبره خو هرومرو رانقلېده.

 

۳ – په لوى لاس د قرآن په سياسي آيتونو کې تحريف :

بله ډله وايي: دوو خلفاوو د قرآن په سياسي آيتونو کې په خپله ګټه بدلون راوستى،چې دا هم ناسم احتمال دى؛ځکه حضرت زهرا بي بي (د پېغمبر اکرم لور) او يو شمېر اصحابو د خلافت په اړه له حضرت ابوبکر او حضرت عمر (رضى الله عنهما) سره انتقادي خبرې اترې کړي او په هغو حديثونو يې پرې غاړه خلا صه کړه،چې يې د حضرت “علي” په اړه له پېغمبر اکرم څخه اورېدلي وو، چې کله به يې له مهاجرو او انصارو شاهدان هم راوستل،چې رادې شي او شاهدي دې ووايي،چې د حضرت “علي” کرم الله وجهه د ځايناستۍ په اړه يې د خداى له استازي څه اورېدلي او کله به يې د “غدير”په څېر روايتونو استدلال کاوه او کله يې نور روايتونه را وړاندې کول،چې “احتجاج کتاب”، پر لومړي خليفه د حضرت “علي” کرم الله وجهه د خلا فت په اړه د پېغمبر اکرم د دولس تنو اصحابانو د غاړې خلاصولو خبرې روايت کړي دي او ” مجلسي” هم په بحارالانوار(٨/٧٩) کې له خليفه سره د حضرت “علي” کرم الله وجهه احتجاجات راخستي؛نو که په قرآن کې د خلافت په اړه کوم روښانه آيت موجود واى؛نو حضرت “علي” کرم الله وجهه او يا د خلافت مخالفينو به هرومرو پر حضرت ابوبکر (رض) غاړې خلاصونې ته راوړي واى او که راوړي يې وي؛نو هرومرو به روايت شوي هم وي؛نو په استدلالونو کې د داسې استدلال د نه شتون مانا داده،چې داسې کوم آيت نه و،چې هغوى پکې تحريف راوستي وي .

 

(ب) آيا درېم خليفه قرآن تحريف کړى دى؟

دا چې احتمال ورکول کېږي،چې قرآن به درېم خليفه تحريف کړى وي؛نو دا خبره هم ناسمه او بې بنسټه ده؛ځکه :

١ _ د حضرت عثمان (رض) د خلا فت پر مهال اسلام دومره پرمخ تللى و او پښې يې کلکې شوې وې،چې ده او بل چا په قرآن کې د ګوتو وهلو جرات نه درلود.

٢ _   که درېم خلیفه په غیرسياسي آيتونو کې تحريف راوستى وي؛ نو دې کار ته يې اړتيا نه درلوده او که په سياسي آيتونوکې يې بدلون راوستى وي،چې دا کا ر بېخي شوى نه دى؛ځکه حکومت یې خپل مخالفين درلودل؛نو که دا کار يې کړى وې،هغوى به پرې سختې نيوکې کړې واى او په تاريخ کې به هم روايت شوې واى،چې په تاريخ کې داسې کومه خبره نه ده روايت شوې او دا پردې مانا ده،چې داسې کوم کار نه دى شوى.

٣ _    که واقعاً درېم خلیفه قرآن تحريف کړى واى؛نو دا کار به يې د وژونکيو په لاس وژلو ته ډېره پخه پلمه وه؛خو وژونکيو یې دا خبره رامېدان ته کړې،چې درېم خلیفه د خلفاوو له لارې کوږ شوى او په بيت المال کې په خپله خوښه ګوتې وهي .

٤_که قرآن درېم خلیفه تحريف کړى واى؛نو حضرت “علي” کرم الله وجهه به د خپل خلافت پر مهال، قرآن د خلفاوو او پېغمبر اکرم د وخت په څېر کړى و،چې پردې عمل يې نه يوازې چا نيوکه نه کوله؛بلکې د خپلو مخالفينو پر وړاندې،ورته غوره دليل و او دې عمل به یې د بیت المال له کړلار سره اړخ لګولای؛لکه چې وایي:

نهج البلاغه : ١٥ خطبه:((پر خداى قسم! که ووينم، چې په بيت المال يې ځان ته څوک نکاح کړى وي او يا يې پرې وينځې اخستې وي؛نو بېرته به يې ترې واخلم او بيت المال ته به يې ورکړم؛ځکه د عدالت ولکه پراخه ده او پر چاچې د عدالت تر سيوري لاندې ژوند تنګ شي؛نو د ظلم په سيوري که خو به پرې ډېر تنګ وي.))

دا وه د بيت المال په اړه د حضرت “علي” کرم الله وجهه کړنلار؛نو که په قرآن کې کوم تحريف شوى واى؛نو ورسره به يې همداسې چلن کړى واى او هغه به يې خپل لومړي حالت ته را اړولى واى.

د قرآن په اړه د حضرت “علي” کرم الله وجهه چوپتيا، د هماغه قرآن لاسليک دى،چې د درېم خلیفه په وخت کې و او ددې خبرې پخلى کوي،چې قرآن د درېم خلیفه په وخت کې تحريف شوى نه و.

 

ج_ له خلفاوو وروسته د قرآن تحريف :                                    

د قرآن د تحريف په اړه درېم احتمال دادى،چې ځينې ګومان کوي قرآن تر درې ګونو خلفاوو وروسته نورو تحريف کړى دى؛خو تر هغه چې زه خبر يم،چا دا احتمال نه دى ورکړى او دغسې ادعا یې هم نه ده کړې.

يوازېنۍ خبره،چې د تحريف د ځينو پلويانو په اړه ويل کېږې، داده،چې وايي :”حجاج بن يوسف”راپاڅېد او د قرآن هغه آیتونه يې وسوځول،چې پر امير د نيوکو لپاره نازل شوي وو او پر ځاى يې پکې نور آیتونه ورواچول. بيا يې لوى ښارونه؛لکه مکې،مدينې، مصر، شام ،کوفې او بصرې ته ولېږل او هغه نور قرآنونه راټول شول او ان يو يې هم پرې نه ښود او “اوسنى قرآن” هماغه قرآن دى، چې “حجاج” منځ ته راوړى و .

وګورئ :

مناهج العرفان : ١٥٧ .

ګران لوستونکيه! څنګه یې وکړای شول،چې ټول قرآنونه راټول کړي،چې ان يو هم د خلکو په لاس کې پاتې نه شي؟!حال داچې قرآن په ټوله اسلامي نړۍ کې خپور شوى و او ان نااسلامي سيمو ته هم رسېدلى و؟!؛نو څنګه کېداى شي،چې دا دومره ستره پېښه يو اسلامي تاريخپوه هم راخستې نه ده ؟!

له ټولو خو هېښنده داده،چې څنګه “حجاج”دومره خطرناک کار وکړ او هېڅ مسلمان پرې نيوکه و نه کړه او تر حکومت وروسته يې مسلمانانو هم تردې کاره سترګې پټې کړې او د هغه خيانت يې ومانه؟ که فرض کړاى شي،چې حجاج وکړاى شو ټول قرآنونه راټول کړي،چې ان يوه نسخه هم ترې پاتې نه شي؛خو آیا کړای شو،چې اصلي قرآن د مسلمانانو له زړه او ذهنه پاک کړي . هغه مهال د قرآن دومره حافظان ول،چې شمېر يې يوازې خداى ته معلوم دى.

پردې سربېره که پر امويانو په ځينوآیتونو کې په ډاګه نيوکه واى؛نو تر”حجاج” د مخه خو”معاويه بن ابي سفيان” ځواکمن واکمن و؛نو هغه به په دې کار لاس پورې کړى واى او که هغه هم دا کار کړى واى؛نو د حضرت “علي” کرم الله وجهه پلويانو به دا کار یې غندلى واى . له تېرو ویناوو ګټنه کېږي،چې د قرآن د اړونې پلویان د خپلو بې بنسټو ګومانو له مخې، له کتاب، سنتو،عقلي او تاریخي څرګندو دلایلو سره مخالفت کوي.

 

د قرآن د تحريف د پلويانو دليلونه او ځواب يې

د قرآن د تحريف پلويان دې ناسم ګومان ته يو لړ دلايل راوړي،چې موږ يې له ناچارۍ تر څېړنې لاندې نيسو او په همدې برخه کې د تحريف برخه پاى ته رسوو.

 

١_ د تورات او انجيل تحريف :

د قرآن د تحريف پلويان وايي: په هغو متواترو حديثونو کې،چې هم د اهل سنتو او هم د شيعه وو له اړخه روايت شوي،پکې راغلي: څه چې په نورو امتونو کې تېر شوي،هماغسې به ټکي په ټکي په اسلامي امت کې هم وشي؛نو تورات او انجيل چې تحريف شوى؛نو قرآن به هم تحريف شي .

“شيخ صدوق” په “اکمال الدين”کې له “غياث بن ابراهيم” او هغه هم له امام جعفر”صادق” او ده هم له خپل نيکه،پېغمبراکرمه روايت رانقل کړى،چې همدا حقيقت راښيي : څه چې په تېرو امتونو کې شوي،په دې امت کې به هم وشي؛ لترکبن سنن من قبلکم ( بحار الانوار ٤/٨ ) .

نو د همدې حديث پر بنسټ بايد په قرآن کې هم تحريف راشي؛ګڼې د حديث مانا به سمه نه وي.

ځواب : دا دليل له څو اړخونو د منلو وړ نه دى؛ځکه ددې دليل بنسټ واحد خبر دى،چې ددې روايتونو تواتر يوازې يوه ادعا او مبالغه ده او دا روايتونه د شيعه و په څلورګونو مشهورو کتابوکې نه دي راغلي؛ نو ځکه پردې روايتونو ډډه نه شو وهلای،چې که په انجيل کې تحريف شوى؛نو په قرآن کې به هم کېږي .

[يادونه :”واحدخبر” هغه روايت ته ويل کېږي،چې د ډېر روايت له امله د يقين او باور لاملېداى نه شي،که څه د روايتونو شمېر يې زيات وي او “متواتر” خبر هغه ته وايي، چې د ډېرو روايتونو له امله پرې يقين او باور راتلاى شي.]

٢ _ که څوک دا دليل سم وګڼي؛نو په قرآن کې ډېروالى هم بايد ومني.په تورات او انجيل کې ډېروالى راغلى و او په قرآن کې د ډېروالي مسـئله ناسمه او بطلان يې څرګند دى،چې څوک ترې منکرېداى نه شي .

٣ _ په تېرو امتونوکې بې شمېره پېښې شوې وې،چې په دې امت کې نه دي راپېښې شوې؛لکه د “خوسي” عبادت او د “بني اسراييلو” څلوېښت کلنه سرګرداني، د “فرعون” او لارويو ډوبېدل یې، پر پېريانو او انسانانو د حضرت سليمان (ع) سلطنت ، اسمان ته د حضرت عيسى(ع) ختل،له حضرت موسى(ع) مخکې د ځايناستي حضرت”هارون” مړه کېدل، د حضرت موسى د نهوګونو معجزو پلي کېدل، بې له پلاره د حضرت عيسى زوکړه ،د خوګ او بيزو په بڼه د پخوانيو ځینو قومونو اوښتل او داسې نور …..؛ نو ددې مثالونو تطبيقېدل ددې خبرې غوره ګواه دي،چې که فرض کړاى شي،چې حديث سم هم دى؛نو مراد ترې د حديث ظاهر نه دى او کېداى شي له دې حديثونو مراد دا وي :

هغه پېښې،چې په تېرو امتونو کې پېښې شوې وې،هغوى ته ورته پېښې به هم په دې امت کې راپېښېږي؛نه کټ مټ هماغه پېښې؛نوځکه په اسلامي امت کې د قرآن د ټکيو او ظواهرو په خونديېنې سره تحريف ورننووتې؛ځکه د تحريف پايله د قرآن پر حقيقت عمل نه کول دي،چې هماغه د قرآن په باب پېښ شوي دي.

او دا مانا،چې ومو ويله، له هغه روايته لاس ته راځي،چې د بحث په پيل کې مو راوړه او همدا مانا هغه روايت هم تایيدوي،چې حضرت “ابو واقد ليثي” (رض) را نقل کړې، چې:(( پېغمبر اکرم “خيبر” ته د تګ پر مهال،چې د “ذات انواط” نومي ونې ته ورسېد،چې د مشرکانو ونه وه او خپلې وسلې يې پکې راځوړندولې. د پېغمبر يارانو وويل: د خداى استازيه ! موږ ته هم يوه “ذات انواط”،چې مشرکان يې لري وټاکه. رسول اکرم وويل: سبحان الله ! دا غوښتنه مو د موسى د قوم په څېر ده،چې ويې ويل:موږ ته هم يو داسې خداى وټاکه، چې د ليدو وړ وي؛ لکه هغوى چې خدايان لري . بيا پېغمبراکرم وويل: پر خداى قسم،چې د تېرو به لاروي وکړئ.)) وګورئ:

صحيح ترمذي ٦/ ٢٩ .

دا روايت ددې مانا څرګندوى دى، په دې امت کې چې به څه پېښېږي،د هغو پېښو په څېر به وي،چې په تېرو امتونو کې پېښ شوې وي، نه دا چې کټ مټ هماغه پېښې وشي.

 

٢_ د حضرت علي قرآن :

د قرآن د تحريف د پلويانو دويم دليل دادى،چې وايي : له ډېرو او معتبرو رواياتو ګټنه کېږي،چې حضرت “علي” کرم الله وجهه پر شته قرآن سربېره يو بل قرآن هم درلود او پکې يو لړ مطالب او آیتونه ول،چې په اوسني قرآن کې نشته،چې حضرت “علي” هم هماغه قرآن خلکو ته وښود؛خو خلکو ورسره ونه منله ؛نو ځکه “اوسنى قرآن” له هغه قرآنه کم دى،چې له حضرت “علي” کرم الله وجهه سره و او دا هماغه تحريف دى،چې زموږ پرې بحث دى .

په دې باب ډېر روايتونه شته،چې دداسې قرآن شتون تاييدوي؛لکه په يوروايت کې راغلي چې: (( حضرت “علي” حضرت طلحه (رض) ته وويل : طلحه! هر آیت ،چې خداى، رسول اکرم ته رالېږلى،راسره شته او د هر آیت تاويل،د هر حلال او حرام حکم او حد او څه چې مسلمانان ورته د قيامت تر ورځې اړ دي، ان د پوټکي د زخمي کېدو بيه،چې دا ټول ما د پېغمبر اکرم په لارښوونه په خپله ليکلي او راسره خوندي دي.))

وګورئ :

دبرهان تفسير سریزه : ٢٧ .

د خداى له يوه منکر سره د حضرت “علي” په استدلال کې راغلي،چې حضرت “علي” ورته يو بشپړ کتاب راوړ،چې بېلابېل “تاويل”،”تنزيل”، “محکم”، “متشابه” ، “ناسخ” او “منسوخ” يې درلودل او بشپړ و، چې ان کوم الف هم ترې کم شوى نه و؛خو و یې نه مانه. وګورئ :

صافي تفسير، شپږمه سريز ه :١١.

همداراز “کليني” په “کافي” کې په خپل سند له “جابر” له امام “باقر” څخه روايت کړى،چې بې د پېغمبراکرم له اوصياوو او ځايناستو بل څوک حق نه لري ادعا وکړي،چې د قرآن ظاهر او باطن ورسره دي.

وګورئ:

وافي ٢ ټوک ٧٦ باب.

“کليني” په خپل سند له “جابر”څخه روايت کړى،چې امام “باقر” وويل: (( هېچا ادعا نه ده کړې،چې د قرآن ټول آیتونه،څنګه چې راغلي،ورسره دي او څوک چې داسې ادعا وکړي؛دروغجن به وي؛ځکه دا خبره يوازې حضرت “علي” او تر هغه وروسته امامان کړاى شي.))

وګورئ :

وافي ٢ ټوک ٧٢ باب ١٣٠ مخ.

ځواب :

داچې حضرت “علي” ځانګړى قرآن درلود،چې له اوسني قرآن سره توپير لري،يو حقيقت دى،چې شک پکې شته،چې دداسې قرآن پرشتون د سترو عالمانو يوه خوله کېدو زموږ زيار کم کړى؛خو په هغه قرآن کې،چې کوم زياتوالى دى،که څه په خپل ځاى کې سم دى؛خو ددې مطلب سموالى په دې دليل کېداى نه شي،چې هغه زياتوالى د قرآن برخه ده او په تحريف له منځه تللې ده؛ بلکې په دې اړه سمه نظريه او حقيقت ته نږدې خبره داده،چې هغه زياتوالى د آيتونو “تفسير” او “توضيح” دى،چې د خداى له لوري راغلى دى؛ ځکه ټول څه چې نازل شوي،قرآني اړخ نه لري؛بلکې ځينې وخت د خداى له لوري خبرې او مطالب نازل شوي، چې قرآني عنوان يې نه درلود او نه قرآن نومول شوي دي؛نو ددې روايتونو له مخې،د حضرت “علي” (ک) په قرآن کې،چې تنزيلي زياتوالى شته، ښايې له دغسې مطالبو وي،چې د آيتونو شرحې ته د خداى له لوري نازل شوي وي؛بې له دې،چې قرآني اړخ ولري.

په ځینو روايتونوکې راغلي،چې: د حضرت “علي” (ک) په قرآن کې د منافقينو نومونه هم راغلي،چې هرومرو دا خبره د قرآن د تفسير تر عنوان لاندې وه، نه د قرآني آيت تر نامه لاندې،چې له منافقينو سره د پېغمبر اکرم سوله ييز چلن هم ددې حقيقت ګواه دى .

لنډه داچې د حضرت “علي” کرم الله وجهه په “مصحف” کې يو لړ زياتوالى شته،چې دا مطالب په خپل ځاى کې سم دي ؛خو دا زياتوالى نه د قرآن برخه وه او نه هغه څه چې پېغمبر اکرم يې خلکو ته د رسولو ژمن و.


٣ _ د تحريف روايتونه :

د تحريف د پلويانو درېم دليل دادى،چې وايي : له اهل بيتو ډېر او متواتر حديثونه روايت شوي،چې ټول د قرآن تحريف راښيي او بايد و يې منو.

ځواب : په لنډه وايو .

لومړى : کوم تحريف،چې له دې روايتونو رابرسرېږي، بې له هغه اړونې دی، چې موږ پرې بحث کوو .

دويم : دا حديثونه د سند له پلوه کمزوري او د ډاډ وړ نه دي؛ځکه ددې حديثونو يوه برخه د “احمدبن محمد سياري” له کتابه روايت شوي او “رجال پوهان” يوه خوله دي،چې “محمد سياري” بې لارې و او پر “تناسخ” ګروهمن و او د دې حديثونو يوه برخه هم د “علي بن احمد کوفي” له لارې رارسېدلي،چې رجال پوهان يې دروغجن ګڼي؛ خو ترڅنګه يې د تحريف ځينې روايتونه د سند له پلوه معتبر او د ډاډ وړ دي او يا د نقل د ډېروالي له امله پرې ډاډ کېداى شي،چې دلته موږ ددې حديثونو د سند په اړه له بحثه ډډه کوو او د دلالت پر څرنګوالي يې رڼا اچوو او وايو : دا روايتونه د مانا او دلا لت له نظره پرڅلورو برخو وېشل کېږي،چې پر هره برخه يې رڼا اچوو،چې ایا د قرآن له تحريف سره اړخ لګوي که نه .

لومړۍ ډله : په يو لړ روايتونو کې د تحريف ټکى راغلى،چې په ډاګه د قرآن تحريف راښیي،چې شمېر يې شلو ته رسي،چې څو بېلګې يې دادي :

١_”سيد ابن طاوس” او “محدث جزائري” په خپل سندله “حسن بن حسن سامري” روايت کړى،چې رسول اکرم د يوه اوږده حديث په ترڅ کې حضرت “حذيفه”(رض) ته د قانون او پوله ماتو په باب وويل چې:((هغوى خلک بې لارې کوي او له خدايه يې لرې کوي،د خداى کتاب او هم زما دود اړوي.))

٢_ “شيخ صدوق” په “خصال” کې په خپل سند له “جابر” له پېغمبر اکرم څخه روايت کړى، چې: (( د قيامت پر ورځ درې ډلې د خداى دعدل درشل ته راځي او له خلکو به شکايت وکړي: قرآن، جومات او عترت . قرآن به وايي: خدايه ! دې خلکو واړولم،زما سپکاوى يې وکړ. جومات به وايي: دې خلکو زه خوشې پرېښووم او له ما يې ګټه وانه خېسته.عترت به وايې: خدايه ! دې خلکو ووژلو او خپاره واره یې کړو او…….))

٣_”کليني” په “کافي” کې او “صدوق” په خپل سند له “علي بن سويد”څخه روايت کړى :(( ما حضرت “ابوالحسن موسى بن جعفر”ته چې په زندان کې بندي و،ليک واستاوه،چې ځواب يې داسې راکړ: دې خلکو د خداى کتاب امانت واخست او بيا يې پکې خيانت وکړ او تحريف يې کړ.))

٤_”ابن شهر آشوب” په خپل سند له “عبدالله” روايت کړى،چې حضرت امام حسين د”عاشورا” پر ورځ په يوه خطبه کې وويل: (( تاسې په ظلم او تېري کې تر ټولو امتونو مخکې ياست،تاسې هغه ياست،چې قرآن مو لرې ګوزار کړ او له شيطانه مو الهام اخستى،تاسې هغه ياست،چې ګناهونه خوښوئ او د خداى کتاب مو تحريف کړى دى .))

٥ _”ابن قولويه” په “کامل الزيارات” کې په خپل سند له “حسن بن عطيه” له امام جعفر “صادق” څخه روايت کړى چې: (( همداچې “حائرحسيني” ته ورننووتې،دا جملې ووايه : خدايه ! هغوى لعنت کړى،چې ستا پېغمبران یې دروغجن وګڼل،ستا کعبه يې ويجاړه او ستا کتاب يې تحريف کړ.))                                          

٦_ “حجال” له “قطبة بن ميمون” او هغه هم له “عبدالاعلى” راوړي چې: امام “صادق” وويل : (( د عربيت پلويان او ملت پال د خداى کتاب اړوي .))

ځواب : دا وو هغه روايتونه،چې پکې په ډاګه د تحريف ټکى راغلى؛ خو په دې روايتونو کې تحريف، د تحریف په مانا او د قرآن د الفاظو د بدلون او د ځينو آيتونو د نه په پامنيوي په مانا نه دى؛بلکې موخه ترې بله مانا ده، چې زموږ تر بحث لاندې تحریف پورې هيڅ تړاو نه لري؛ ځکه په وروستي روایت کې له تحريفه مطلب هغه بدلونې دي،چې قاريانو د لوستو په څرنګوالي کې کړي دي،چې دا چار يو ډول تحريف دى؛ځکه اوه ګونيو قرآئتونو،چې د قرآن په لوستو کې تغيير راوستى،متواتر نه دي او قرآنوالى يې جوت او مسلم نه دى او که فرضاً متواتر او قطعي وو؛ نو نورو قرائتونو هم قرآن ته لار موندلې ده،چې مسلماً متواتر نه وو او پر اجتهاد او شخصي نظرياتو ولاړ دي او په وروستي روايت کې له تحريفه مراد همدا مانا ده،چې د تحريف د پلويانو له موخې سره هېڅ اړخ نه لګوي؛خو په نورو روايتونوکې د تحريف له ټکي مانا، د قرآن په مفهوم او تفسير کې بدلون راوستل دي،نه دا چې مراد ترې د قرآن د ټکيو اوآیتونو له پامه غورځول وي؛ځکه د قرآن په مانا کې ګوتې وهل او اجتهاد هم يو ډول تحريف دى،چې دا کار شوى دى او د “نبوي کورنۍ” دښمنانو هغه آیتونه غلط تاويل او تفسير کړل،چې د “نبوي کورنۍ” په شان او منزلت کې نازل شوې وو،چې له نبوي کورنۍ سره د دښمنۍ له امله یې غوښتل،عظمت او دبدبه یې راټيته کړي،چې د تحريف دا مانا په هغو روايتونو کې څرګندېږي،چې را مو وړل او د هماغو روايتونو په شپږم روايت کې هغسې تحريف د امام حسين په قاتلانو پورې تړل شوى، چې وايي :” تاسې د خداى کتاب تحريف کړ” بيا مو د قرآن د عظمت په برخه کې له امام “صادق” څخه روايت راوړ،چې وايې : هغوى د خداى کتاب لرې ګوزار کړ،چې د قرآن ټکي او جملې يې خوندي وساتلې؛خو د قرآن په پولو او قوانینو کې يې بدلون راوست.

موږ مخکې هم ددې روايتونو په توضيح کې وويل،چې په دې مانا تحريف،په قرآن کې شوى او که داسې تحريف نه واى شوى؛نو د نبوي سپېڅلې کورنۍ حقوق به خوندي پاتې شوي وو او په اړه به یې د پېغمبراکرم درناوى شوى واى او حقوق به يې نه تر پښو لاندې کېدل؛ خو دې خبرې ته مو پام وي،چې په دې مانا تحريف زموږ په بحث کې نه راځي .

دويمه ډله : دا ډله د تحريف هغه روايتونه ښيي،چې د ديني مشرانو نومونه د قرآن په ځينو آیتونو کې راغلي ول او د تحريف له امله له منځه تللي او دا روايتونه ډېر دي،چې موږ يې څو راخستي دي :

١-“کليني” په “کافي” کې په خپل سند له “محمد بن فضيل” څخه روايت کوي،چې امام “ابوالحسن” وويل : (( د علي بن ابيطالب امامت او ولايت د ټولو پېغمبرانو په کتابوکې راغلى دى. خداى، چې کوم پېغمبر هم رالېږلى،غوږونو ته يې د محمد د نبوت او د هغه د وصي د ولايت خبره رسولې ده.))

٢-“عياشي” په خپل سندله امام “صادق” څخه روايت کوي : (( که قرآن څنګه چې راغلى و،ويل کېداى؛نو زموږ نوم او نښان به مو پکې پیداکړى واى.))

٣- په “کافي” کې له امام “باقر”څڅه روايت دى : (( حضرت جبرئيل دا آیت پېغمبراکرم ته داسې راوړى و : “وان کنتم فى ريب مما نزلنا على عبدنا- فى على – فاتوا بسورة من مثله”؛يعنې که پر هغه څه شکمن يې، چې د خپل بنده “علي” په باب مې نازل کړي (؛نو) سارى يې راوړئ.))

ځواب :دا هغه روايتونه دي،چې له ظاهره يې د قرآن تحريف ته ګټنه کېږي،چې په ځواب کې يې بايد وويل شي:

لومړى داچې ويل کېږي،چې د امامانو نومونه هم نازل شوي ؛ مراد ترې قرآني نزول نه دى؛ بلکې مطلب ورڅخه هغه وينا ده،چې خداى د اړوند آیتونو تفسير ته رالېږلى؛نوکله د داسې خبرو رانقلول، چې تفسيري اړخ يې درلود،د قرآن د تحريف لامل نه ګرځي،چې څوک په دې روايتونو د قرآن پر تحريف استدلال وکړي.

بله داچې که دا روايتونه بې د قرآن له تحريفه بله مانا نه ورکوي؛نو بايد لرې يې ګوزار او په هېڅ علمي بحث کې پرې استدﻻل ونه کړو؛ځکه ظاهر يې له پخوانيو دليلونوسره اړخ نه لګوي،چې د قرآن “نه تحريف” راښيي او د خداى له کتاب او د پېغمبر اکرم له خبرې سره مخالف دي او هر روايت،چې د خداى له کتاب او د پېغمبراکرم له وينا سره مخالف وي،د منلو وړ نه دى او هېڅ ډول ډاډ پرې کېداى نه شي او د متواترو او ډېرو حديثونو په رڼا کې داسې روايتونه بايد لرې ګوزارکړاى شي؛نو د څه په رڼا کې،چې وويل شول،چې که په کوم روايت او يا روايتونو کې راغلي وي،چې د “علي”(ک) نوم په ډاګه په قرآن کې راغلى؛نو هغه بايد تاويل او مخونه يې وشي اوکه د تاويل او مخونې وړ نه وي،بايد لرې ګوزارکړاى شي؛ځکه پاخه دليلونه لرو،چې د “علي”(ک) نوم په قرآن کې په څرګنده نه دى راغلى .

اوس به هغه دليلونه وړاندې کړو،چې د دويمې ډلې د روايتونو په ځواب کې مو راوړي دي :

١- د”غدير” له پوخ او په تول پوره حديثه جوتېږي،چې د “علي”(ک) نوم په څرګنده په قرآن کې نه دى راغلى؛ځکه که راغلی واى؛نو په “غدير” کې به د هغسې سترې غونډې جوړېدو او له هومره ټينګار سره د “علي”(ک) د خلافت ټاکنې ته اړتيا نه وه اوکه په څرګنده راغلى واى؛ نو رسول اکرم به يې په ويلوکې وېره نه درلوده،چې د خداى له لوري ورسره د ملاتړ او ساتنې ژمنه وشوه،په تېره بيا، چې د “خم غدير” پېښه په “حجة الوداع” او د پېغمبر اکرم د عمر په وروستيو کې شوې وه،چې په هغه وخت کې تقريباً ټول قرآن راغلى و او په مسلمانوکې خپور شوى و.

٢- د هغو روايتونو دروغ په ښکاره څرګند دي،چې وايي : په قرآن کې د “علي” نوم راغلى. د مثال په توګه :په درېم حديث کې وايو چې: د “علي” نوم په ((وان کنتم فى ريب …….)) کې و؛ خو دا آیت د قرآن اعجاز او د نبوت اثبات ته دى،چې په دې آیت کې د “علي” نوم هېڅ تناسب او تړاو نه لري.

٣- په “کافي” کې،چې د “ابوبصير” مشهور او صحيح حديث راغلى.دا روايت په څرګنده وايي، چې د “علي” او نورو امامانو نومونه په قرآن کې نه شته؛ ځکه “ابوبصير” وايي : امام “صادق” مې د [اطيعوالله واطيعوالرسول واولى الا مر منکم ] آیت په باب وپوښت . امام وويل : دا آیت د علي بن ابيطالب ، حسن او حسين په باب نازل شوى دى . ورته مې وويل : خلک وايي،چې ولې په قرآن کې د “علي” او اولادې نوم يې نه دى راغلى؟ امام : خلکو ته ووايل،چې د لمانځه حکم د خداى پر رسول نازل شوى؛خو د رکعتونو د شمېر خبره نه ده شوې،چې په خپله رسول اکرم دا برخه تفسير کړه.

وګورئ:

د وافي دويم باب ،٣ مخ ،مانص الله ورسوله عليهم)

دا سم روايت ټول پخواني روايتونه تفسيروي، مانا او موخه يې روښانوي،چې د “علي” نوم په قرآن کې د قرآن تر عنوان لاندې نه دى راغلى،چې د لمانځه د رکعتونو د شمېر په څېر يې په اړوند آیتونو کې تفسير او تاويل د رسول اکرم لخوا ويل شوى دى .

٤- هغوى چې له لومړي خليفه سره له بيعت کولو ډډه وکړه؛نو له هرې لارې يې پرې نيوکه وکړه؛خو هېڅکله يې دا نيوکه و نه کړه،چې په قرآن کې د “علي”(ک) نوم راغلى اوکه راغلى وي؛نو په دې پاخه دليل به يې له لومړي خليفه سره دليل وايه.

درېمه ډله : د تحريف د روايتونو درېمه برخه راښيي،چې په قرآن کې کموالى او ډېروالى دواړه شوي دي .داسې،چې تر پېغمبراکرم وروسته مسلمانانو،ځينې ټکي له قرآنه کم اوځينې يې پکې ورزيات کړل .

 

څو بېلګې يې:

١_”علي بن ابراهيم ُقمي” په خپل سند له “حريز” له امام “صادق” څخه روايت کوي، چې د حمد د سورت شپږم آیت داسې و: (( صراط من انعمت عليهم غیرالمغضوب عليهم والضالين )) .

٢-“عياشي” له “هشام بن سالم” څخه روايت کوي،چې امام “صادق” يې دا آیت په باب وپوښت،چې خداى وايي : (( إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ)) (آل عمران :٣٣) امام وويل:دا آیت په اصل کې داسې و(( …… آل ابراهيم وآل محمدعلى العالمين )) يو نوم يې ترې لرې کړ او بل يې پر ځاى کېښود؛ يعنې آل محمديې پرآل عمران واړاوه .

ځواب يې دادى :

لومړى داچې ددې روايتونو سند خورا کمزوری دى او د ډاډ وړ نه دى.

دويم داچې دا روايتونه له قرآن، سنتو او د مسلمانانو له اجماع سره مخالف دي،چې په قرآن کې هر ډول ډېروالى نه مني؛ځکه ټول مسلمانان او ان د تحريف پلويان هم داحقيقت مني، چې ان يو ټکى هم په قرآن کې ور زيات شوى نه دى؛بلکې ګڼ شمېر عالمان؛لکه “شيخ مفيد”،”طوسي” او “شيخ بهايي” او په داسې نور ستر عالمان وايي،چې مسلمانان ټول يوه خوله دي،چې په قرآن کې کوچنى شانته زياتوالى هم نه دى شوى.څه چې نن د قرآن په نامه زموږ په لاس کې دي، د خداى له لوري راغلي آیتونه دي،چې ډېرو روايتونو هم ددې خبرې پخلى کړى دى .

څلورمه ډله روايتونه : د تحريف يوه بله ډله روايتونه ښيي،چې له قرآنه څه آيتونه کم شوي دي.

ځواب : لومړی : دا روايتونه هم د قرآن پر تحريف دليل کېداى نه شي؛ځکه کمزوري دي او د منلو وړ نه دي.

دويم : دا روايتونه هم بايد پر هماغه مانا تاويل کړو،چې د “علي”(ک) په قرآن پورې اړوند روايتونه مو تاويل کړل؛نو که د منلو وړ نه وو،بايد لرې يې ګوزارکړو؛ځکه په دې صورت کې به د قرآن او د اسلام د پېغمبر له وينا سره مخالف وي،چې بې له لرې ګوزارلو يې بله چاره نه لرو او ډېرو عالمانو ددې روايتونو په اړه؛بلکې د تحريف د ټولو روايتونو په اړه هماغه د تاويل نظريه ورکړې او که د تاويل وړ نه وو؛نو ټول يوه خوله دي،چې لرې دې ګوزار کړاى شي .

“محقق کلباسي” وايي : هغه روايتونه،چې د قرآن تحريف راښيي، د مسلمانانو له اجماع سره مخالف دي . بيا وايي : په قرآن کې کموالى او تحريف نه دى شوى او که داسې خبره وي؛ نو مشهوره شوې به وې؛ لکه څنګه چې هره مشهوره او مهمه خبره شهرت پیدا کوي او د قرآن د کمولو او تحريف مسئله،خو څه وړه خبره نه ده، چې له څېړونکيو به پټه پاتې شي.

“محقق بغدادي” د “وافيه شارح” هم د تاويل پر نظر ګروهه درلوده او بيا له هماغه روايت شوى،چې وايي: (( “محقق کرکي”،چې د قرآن د “نه تحريف” په اړه کتاب ليکلى،وايي: هغه روايتونه بايد تاويل شي،چې په قرآن کې تحريف اوکموالى راښيي او يا د قرآن او د رسول اکرم له وينا او د مسلمانانو له اجماع سره اړخ نه لګوي .))

لیکوال: مرحوم “محقق کرکي” وايي: هغه روايتونه بايد لرې وغورځول شي، چې له قرآن سره اړخ نه لګوي؛لکه چې امام “صادق” وايي. “شيخ صدوق” په سم سند له امام “صادق” روايت کوي: د شُبهې پر وړاندې پښه نيول، پرې تر لاس پورې کولوغوره او ځان له هلاکته ژغورل دي؛ځکه هر حق ته شاهد او د هر سم عمل لپاره رڼا وي،قرآن د حق تله او کچه ده؛نو هره وينا،چې له قرآن سره اړخ لګوي،و يې منئ او،چې نه یې لګوي، پرېږيې دي.

وګورئ :

وسايل :درېم ټوک ،د قضا برخه :٣٨٠ مخ .

٣- “قطب راوندي” په سم سند له امام “صادق” روايت کوي،چې که دوه مخالف احاديث درته روايت شول؛ نو که د خداى له کتاب سره يې اړخ لګاوه، ويې منئ او که مخالف و، پرېږ يې دئ . (هماغه سرچينه )

 

د قرآن د تدوين له پلوه د تحريف مـسئله

د قرآن د تحريف د پلويانو څلورم دليل د قرآن د راټولواو د تدوين څرنګوالى دى . وايي : قرآن په داسې طريقه راغونډ شوى،چې هرومرو پکې تحريف راتله او يا لږ تر لږه د تحريف شک پکې شته .

ګومان کوي،چې قرآن تر پېغمبراکرم وروسته د لومړي خليفه په وخت کې راټول شوى،چې د رسول اکرم تر وفات وروسته د لومړي خليفه په وخت کې د “بئرمعونه” په جګړه کې اويا تنه قاريان او د قرآن حافظان او د”يمامه” په جګړه کې څلورسوه تنه ووژل شول؛نوخليفه احساس کړه،چې که قرآن راټول نشي او حافظان همداسې شهيدان شی؛ نو قرآن به له منځه ولاړ شي؛نو ځکه حضرت عمر(رض) او حضرت زيد بن ثابت(رض) ته يې دنده ورکړه،چې قرآن له لوحو،تختو او سينو، د دوو تنو فني او او ازمېښتکارو کسانو تر څارنې لاندې راټول کړئ او کتابي بڼه ورکړي،چې تل په مسلمانانوکې پاتې شي؛نو طبيعي ده،چې په داسې راټولولو کې خو به يو څه له لاسه غورځېدلي او يا پکې تحريف راغلى وي .

ځواب :

په لنډ ډول ددې ګومان ځواب دادى،چې قرآن د لومړي او نورو خلفاوو په وخت کې نه دى راټول شوی،هغسې چې د تحريف پلويان ګومان کوي،چې د تحريف احتمال پکې ورکړ شي؛بلکې قرآن د رسول اکرم په وخت کې يې،تر څارنې لاندې راټول شوی،چې ان د آیتونو ځاى او د سورتونو نوم هم رسول اکرم په خپله ټاکلى دى،چې په را وروسته څپرکي کې به په دې اړه اوږد بحث وکړو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!