تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په  نامه د وینې جوړښت او دنده  لیکنه : ډاکتر احمد علی اقبال  – ایم ډي  وینه د بدن د pH ، اوسموتیک فشار او تودوخې تنظیمونې، د تغذیوي موادو د ګردش ، د ضایع موادو د اخوا کونې، له انډوکراین غدو څخه د هورمونونو د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په  نامه

د وینې جوړښت او دنده

 لیکنه : ډاکتر احمد علی اقبال  – ایم ډي 

وینه د بدن د pH ، اوسموتیک فشار او تودوخې تنظیمونې، د تغذیوي موادو د ګردش ، د ضایع موادو د اخوا کونې، له انډوکراین غدو څخه د هورمونونو د توزیع او د اضافي حرارت د له منځه وړنې لپاره مهمه ده؛ په دې کې د وینې د لخته کېدنې اجزا هم شامل دي. وینه له ګڼو اجزاوو څخه جوړه شوې ده چې پکې د وینې سره حجرات، د وینې سپین حجرات، پلاټلیټونه او پلازما شامله ده، چې د انعقاد د فاکتورونو او سیروم درلودنکې دي.          

  • په بدن کې د وینې ونډه وپېژنئ
  • د وینې سره او سپین حجرات سره پرتله کړئ
  • د وینې بنسټیز اجزا تشریح کړئ

په بدن کې د وینې ونډه

وینه، لکه د انسان وینه چې په لومړي شکل کې تشریح شوې ده، د بدن د سیستمونو او هوموستاز د تنظیمونې لپاره مهمه ده. وینه د pH ، تودوښې، اوسموتیک فشار د تثبیتونې او د اضافه حرارت د له منځه وړنې له لارې د هموستازیس له برقرارۍ سره مرسته کوي. وینه د تغذیوي موادو او هورمونونو د ویشنې او د اضافه موادو د لرې کونې له ودې یا نمو څخه ملاتړ کوي. د وینې په سرو حجراتو کې  هموګلوبین شامل دي چې له اکسیجن سره نښلي. دا حجرات د بدن نورو حجراتو ته اکسیجن رساني کوي او کاربن ډای اکسایډ اخوا کوي.

وینه د لخته کېدنې د فاکتورونو او پلاټیلټونو د انتقالونې له لارې یوه ساتندویه ونډه هم لري ترڅو تر ژوبلېدنې وروسته د وینې له ضایع  کېدنې څخه مخنیوي وکړي. وینه د انتان ساحاتو ته له ناروغۍ سره مبارزه کوونکي عوامل یعنې د وینې سپین حجرات هم انتقالوي. دا حجرات په معافیتي یا دفاعي ځواب ورکونه کې ښکېل دي چې پکې نوټورفیلونه، مونوسیاټونه، لموسایټونه، ایزوفیلونه او بیزوفیلونه شامل دي.

 

د وینې سره حجرات

د وینې سره حجرات یا اریتروسایټس ( اریترو = سره؛ سایټ = حجر) ځانګړي حجرات دي چې په ګرد بدن کې ګردش کوي او د بدن حجراتو ته اکسیجن رسوي؛ دا حجرات په هرم مغز کې له سټم حجراتو څخه جوړ شوي دي. په ممالیه کې، د وینې سره حجرات کوچنی مقعر الطرفین حجرات دي چې په بلوغ کې د هستې یا مایتوکندریا درلودنکې نه وي او یوازې 7–8 µm اندازه لري. په مارغانو او غیرې پرنده یې خزندګانو کې ، هسته لا تر اوسه پورې د وینې په سره کورویاتو کې برقراره وي.

دا چې د وینې رنګ سور دی، نو دا د هوموګلوبین له وجې دی چې یو ډول ایرن یا د اوسپنې درلودنکی پروټین دی، په 2a عکس کې تشریح شوی دی. ددې پروتین اصولي دنده د اکسیجن لېږدونه ده، خو کاربن ډای اکسایډ هم لېږدوي. هموګلوبین په سره حجراتو کې بسته بندي شوي دي چې اندازه یې په هره حجره کې ۲۵۰ میلیون مولیکولوس دي. هر هوموګلوبین مالیکول د اکسیجن له څلورو مالیکولوس سره نښلي چې په دې توګه د وینې هره سره حجره یو ملیارد اکسیجن انتقالوي. د انسان په بدن کې په پنځه لیټره وینه کې تقریباً ۲۵ تریلونه د وینې سره حجرات موجود دي، چې په بدن کې په هر وخت کې د اکسیجن تر ۲۵ سیکسټیلونه (25 × 1021) پورې مالیکولونه انتقالولای شي. په ممالیه کې، په اریتروسایټونو کې د ارګانیلونو نشتون د هموګلوبین د مالیکولونو لپاره لا ډېر ځای پيدا کوي او د مایتوکندریا نشتون هم د میتابولیک رسپاریشن لپاره د اکسیجن له کارونې څخه هم مخنیوی کوي.

یوازې ممالیه، غیرې هستوي د وینې سره حجرات لري او ځینې ممالیه (لکه اوښان) غیرې هستوي د وینې سره حجرات لري. د هستوي د وینې د سره حجراتو ګټه دا ده چې دا حجرات میتوزیس کولای شي. غیرې هستوي د وینې سره حجرات په غیرې هوازي بڼه (بې له اکسیجن) میتابولایز کېږي چې د ATP د تولید لپاره اولیه میتابولیکي لاره کاروي او د اکسیجن د انتقال اغېزمنتیا زیاتوي.

ټول ارګانیزمونه ، د اکسیجن د انتقال د میتود په توګه له هوموګلوبین څخه استفاده نه کوي. غیرې مهره داران چې د وینې پر ځای له هیمولمف څخه استفاده کوي ، له مختلفو پیګمنټونو څخه کار اخلي چې له اکسیجن سره ونښلي. دا پیګمنټونه ، اکسیجن ته مس یا اوسپنه کاروي. غیرې مهره داران د تنفسي پیګمنټونو نور ډولونه لري. هیموساینین، چې شین – زرغون رنګه مس درلودنکی پروتین دی چې په 2b شکل کې تشریح شوی په نرم بدن درلودنکیو ، سخت جلد درلودونکیو او ځینو ارتروپیدونو کې پیدا کېږي. کلوروکرورین، یو ډول زرغون رنګه اوسپنه درلودونکی پیګمنټ دی چې د پولي سایکټ لوله ای ډوله چینجنو په څلورو خاندانونو کې موندل کېږي. هیمیرترین، سور رنګه اوسپنه درلودنکی پروتین دی چې په ځینو پولي سایکټ چینجو او انالیډونو کې موندل کېږي. په 2c شکل کې تشریح شوی دی. له نوم باوجود، هیمیرترین، د هیمي ګروپ درلودونکی نه دی، او د هیموګلوبین په پرتله یې د اکسیجن انتقالونې ظرفیت کمزوری دی.

اوسپنه په راستنېدونکي توګه له اکسیجن سره مل وي او په دې کار له Fe2+  څخه Fe3+  ته اکسایدایز کېږي. په اکثره نرم وجود درلودونکیو او ځینو ارتروپادز کې (ب)، هیموساینن اکسیجن انتقالوي. د هیموګلوبین پرخلاف، هیمولمف د وینې په حجراتو کې نه لېږدول کېږي، بلکې په هیمولمف کې په آزادانه توګه لامبو وهي. د اوسپنې پر ځای مس په اکسیجن پورې نښلي چې هیمولمف ته شین – زرغون رنګ ورکوي. په انالیډونو کې لکه د ځمکې چینجي او ځینې نورو مهره دارانو کې (ج) هیمیرترین، اکسیجن انتقالوي. د هیموګلوبین په شان، هیمرترین د وینې په حجراتو کې انتقالېږي او اوسپنه ورسره مل وي، خو د نوم باوجود یې، هیمیرترین د هیمي درلودونکی نه دی.

د وینې د سره حجراتو کوچنۍ اندازه او لویه سطحي سیمه د پلازما غشا په اوږدو کې‏ د اکسیجن او کاربن ډای اکسایډ چټک انتشار ته اجازه ورکوي. په سږو کې کاربن ډای اکسایډ ازادیږي او وینه اکسیجن را اخلي. په انساجو کې، اکسیجن له وینې څخه آزادېږي او کاربن ډای اکسایډ ، سږو ته بېرته د انتقالونې لپاره نښلول کېږي. څېړنو موندلې ده چې هیموګلوبین له نیټروس اکسایډ (NO) سره نښلېږي. NO یو ډول وایزو ډایلېټر دی چې د وینې رګونه او کيپلري ګانې اراموي او په تنګو رګونو کې د وینې سره حجراتو له تېرېدنې او د ګاز له تبادلې سره مرسته کوي. نایټروګلسرین چې د زړه د حملو او انجینا لپاره یو ډول د زړه درمل دي ، پر NO باندې اوړي ترڅو د وینې د رګونو له آرامونې سره مرسته وکړي او په ګرد بدن کې د اکسیجن رسونه زیاته کړي.

د وینې د سره حجراتو ځانګړنه د دوی ‏ ګلایسولیپیډ او ګلایکو پروتین لخته کېدنه ده؛ دا چربیانې او پروتینونه دي چې د کاربو هایډریټ مالیکونه ورپورې نښتې دي. په انسانانو کې د وینې پر سره حجراتو باندې د ګلایو پروتین او ګلایکو لیپیډ سطحه په اشخاصو کې یو له بل سره توپیر لري، چې د وینې بېلابېل ډولونه تولیدوي، لکه A, B, او O . د وینې سره حجرات تقریباً ۱۲۰ ورځې وخت لري چې په دې موده کې دوی ماتېږي او په ځیګر او توري کې د فاګوسایټک ماکروفاژونو ، چې د وینې یو ډول سپینې حجرې دي، بېرته ری سایکل کېږي.

د وینې سپین حجرات

د وینې سپینو حجراتو ته لوکوسایټس (لوکو = سپین) هم وايي، چې په وینه کې تقریباً د حجراتو یوه سلنه جوړوي. د وینو د سرو حجراتو په پرتله د وینې د سپینو حجراتو ونډه ډېره مختلفه ده: په ابتدايي توګه دوی په معافیتي ځواب ورکونه کې ښکېل دي او پاتوجینونه په نښه کوي لکه یرغل کوونکې باکتریا، ویروسونه او نور خارجي اورګانیزمونه. د وینې سپین حجرات په دوامداره توګه جوړېږي ، چې ځینې یې د څو ساعتونو یا ورځو لپاره او ځینې ان د کلونو لپاره ژوندي پاتېږي.

 د وینې د سپینو حجراتو مورفولوژي په پاموړ توګه د وینې له سرو حجراتو سره توپیر لري. دوی هسته لري او هیموګلوبین نه لري.  د وینې د سپینو حجراتو مختلف ډولونه د هستالوژیکي رنګ امیزۍ روسته د دوی د مایکروسکوپیک څرګندېدنې له خوا څرګندېږي او هر یو یې مختلفه ځانګړې دنده لري. دوه عمده ګروپونه یې چې په ۳ شکل کې تشریح شوي ، دواړه یې ګرانولو سایټونه دي چې د مونوسایټونو او لمفوسایټونو درلودونکي دي.

په ګرانولوسایټونو کې ګرانولونه او سایتوپلازم شامل دی، غیرې ګرانولوسایټونه ځکه نومول شې چې دوی پخپل سایتوپلازم کې ګرانولونه نه لري. ځینې لوکوسایټونه پر ماکروفاژونو بدلېږي چې یا خو په هماغه ساحه کې پاتېږي یا دا چې د وینې د جریان له لارې حرکت کوي او د انتان یا التهاب په ساحاتو کې راټولېږي چې دوی د تخریبو شویو حجراتو یا خارجي اجسامو له خوا د ورکول کېدونکیو کیمیاوي سګنالونو له لارې جذبېږي. لمفوسایټونه د معافیتي سیستم لومړني حجرات دي چې پکې B حجرات او T حجرات او طبیعي وژونکي حجرات شامل دي. B حجرات، باکتریا تخریبوي او د دوی توکسین غیرې فعاله کوي. دوی انتی بادیانې هم تولیدوي. T حجرات پر وایرسونو، فنجي ، ځیني باکتریاګانو، پیوند کړای شویو حجراتو او سرطاني حجراتو برید کوي.T حجرات د توکسینونو د آزادونې له لارې پر وایروس حمله کوي او وایروس وژني. طبیعي وژونکي حجرات پر ډول ډول انتاني میکروبونو او ګڼو سرطاني حجرو باندې برید کوي.

دا چې د HIV درملنه په پاموړ توګه ننګوونکې ده، نو علت یې دا ده چې دا ویروس په مستقیمه توګه پرT حجراتو برید کوي او د ریسپټور له لارې ننوتنه ترلاسه کوي. کله چې حجرې ته ننوځي، HIV بیا دT حجراتو د ژنتیکي ماشینرۍ په کارونې سره تکثیرېږي. کله چې د HIV وایروس تکثیر شي، نو په مستقیمه توګه له منتن شوي T سل څخه پر ماکروفاژ باندې اوړي. مخکې له دې چې ددې ناروغۍ پوره علایم راپیدا شي؛ نو د HIV موجودیت د ډېرې اوږدې مودې لپاره ناپېژندل شوی پاتېږي.

د وینې اجزاوې

هیموګلوبین د انسانانو ، مهره دارانو او د ډېرو غیرې مهره دارانو د وینې د جریان له لارې د اکسیجن او تر لږه حده پورې د کاربن ډای اکسایډ مسوول د ویش مسول دی. په حقیقت کې وینه تر پروتینونو ډېره ده. وینه یوه اصطلاح ده چې د هغه مایع د تشریح کونې لپاره کارولېږي چې په ګردو رګونو کې حرکت کوي چې پلازما ( د مایع برخه، چې پکې اوبه، پروتینونه، مالګه، چربیانې او ګلوکوز شامل دی) او حجروي قطعات ، چې پلاټلیټونه ورته وايي، شامل دي. د وینې پلازما په اصل کې د وینې غالبه برخه ده او اوبه، پروتینونه، الکترولایټونه، چربیانې او ګلوکوز پکې شامل دي. دا حجرات د ګازونو (سره حجرات) د انتقالونې او د معافیتي ځواب (سپین) ورکونې مسول دي. پلاټلیټونه د وینې د لخته کېدنې مسول دي. بینابینې مایع چې د حجرې په شاوخوا کې ده ، له وینې ځنې جلا ده، خو په هیمو لمف کې دوی سره یوځای کېږي. په انسانانو کې حجروي اجزاوې د وینې تقریباً ۴۵ سلنه او د مایع پلازما تقریباً ۵۵ سلنه جوړوي. وینه د یوه شخص له حجرې څخه بهر د مایع ۲۰ سلنه او د وزن اته سلنه جوړوي.  

پلاټلیټونه او انعقادي فاکتورونه 

وینه باید لخته شي ترڅو ټپونه ورغېږي او د وینې له پراخه ضایع کېدنې څخه مخنیوی وشي. د حجرې کوچنۍ اجزاوې چې پلاټیلیټونه ( ترمبوسایټس) ورته وايي، د ټپ ساحې ته ورجذبېږي او هلته لا پسې خپرېږي او خپل محتویات ازادوي. دا محتویات نور پلاټلیټونه ازادوي او له نورو انعقادي فاکتورونو سره تعامل کوي چې په دې توګه فایبرونوجن ( چې د وینې په سرم کې په اوبو کې حل کېدونکی پروټین دی) پر فایبرین (په اوبو کې نه حل کېدونکی پروټین) باندې بدلوي او په دې ډول د وینې د لخته کېدنې لامل ګرځي. ډيری انعقادي فاکتورنه ویتامین K ته اړتیا لري ترڅو کار وکړي، او د ویتامین K کمبود د وینې په لخته کېدنه کې ستونزې رامنځته کوي. ډېر پلاټلیټونه د ټپ په ساحه کې یو له بل سره نښلي او د پلاټلیټ لخته ( چې فایبرن لخته هم ورته وايي) جوړوي لکه څرنګه چې په ۴ شکل کې تشریح شوې ده. دا لخته د څو ورځو لپاره پاتېږي او د وینې د ضایع کېدو مخنیوی کوي. پلاټلیټونه د لویو حجراتو چې میګاکاروسایټس ورته وايي د تجزیې له لارې جوړېږي لکه څرنګه چې په 4a شکل کې تشریح شوی دی. په هر میګاکاروسایټس کې 2000–3000 پلاټلیټونه جوړيږي چې د وینې په هر ملي متر مکعب کې له 150,000  څخه تر  400,000 پلاټلیټونه جوړېږي. هر پلاټلیټ د ډیسک په شان شکل لري او 2–4 μm قطر لري. په دوی کې ډېر کوچني وزیکولونه شامل دي ، خو هسته نه لري.  

۴ شکل . (الف) پلاټلیټونه له لویو حجراتو څخه جوړ شوي چې میګاکاروسایټس ورته وايي. میګاکاروسایټس بیا په زرګونو اجزاوو ماتېږي چې پلاټلیټونه ترې جوړېږي. (ب). پلاټیلیټونه د وینې د لخته کېدنې لپاره لازم دي. پلاټیلیټونه د ټپ په ساحه کې راټولېږي او د لخته کېدنې له نورو فاکتورونو لکه فایبرونجن سره د فایبرن لخته جوړوي چې په دې توګه د وینې له ضایع کېدنې څخه مخنیوی کوي او د ټپ ترمیم ته اجازه ورکوي.

پلازما او سیرم

د وینې ، مایع برخې ته پلازما وايي او په لوړه توګه د وینې د سانتروفیوژ کونې یا چورلېدنې ( 3000 rpm یا لوړ) له لارې جلا کېږي. د وینې حجرات او پلاټیلټونه د سانتریفوژي قوو له لارې جلا کېږي او د سپیس مین ټیوب بیخ ته ځي. د مایع پورتنی پوخ او پلازما د ۹۰ سلنه اوبو درلودنکې ده چې نور ګڼ مواد هم پکې شامل دي د بدن د pH ، اسموتیک دباو او د بدن د ساتنې لپاره اړین دي. په پلازما کې انعقادي فاکتورونه او انتی بادیانې هم شاملې دي.

د پلازما هغه برخه چې بې له انعقادي فاکتورونو څخه وي، سیروم ورته وايي. سیرم د خارج حجروي مایع په شان ده چې په دې کې د کلیدي ایونونو سم ترکیب د الکترولایتونو په توګه کار کوي چې دا د  عضلاتو او اعصابو د عادي وظیفې لپاره ضروري دي. په سیرم کې چې نورې اجزا شامل دی، نو په هغې کې پروتینونه هم شامل دي چې د pH او اسموتیک تعادل په برقرارۍ کې مرسته کوي ، په عین حال کې چې وینې ته ویزکوزیتي ورکوي.  په سیروم کې انتی بادیانې، ځانګړي پروتینونه هم شامل دي چې د وایروسونو او باکتریاګانو پر وړاندې دفاع ته مهم دي. په سیروم کې د کلسټرول په شمول چربیانې هم انتقالېږي چې ورسره ګڼ نورو مواد هم وي لکه تغذیوي مواد، هورمونونه، میتابولیکي ضایعات، خارجي مواد، لکه درمل، وایرسونه او باکتریا .

د انساني سیرم البومین هغه پروټین دی په پریمانه توګه د انسان د وینې په پلاسما کې پیدا کېږي او په ځیګر کې سنتز کېږي. البومین ، چې د وینې د سیروم د پروتین نیمه برخه جوړوي، هورمونونه، چربي اسیدونه او بافر pH لېږدوي او ازموتیک فشارونه تنظیموي. ایمونو ګلوبین یو پروتین انتی بادي ده چې په موکوزل لایننګ کې تولېدېږي او د انتی بادي له خوا په ترسره کېدونکي معافیت کې مهمه ونډه لري

د وینې د سرو حجراتو پر سطحه باندې په پروتین پورې اړوند د وینې ډولونه

د وینې سره حجرات په هغو انتی جنونو کې پوښل شوي دي چې له ګلایکو لیپډ او ګلایکو پرویتن څخه جوړ شوي دي. ددې مالیکولونو ترکیب د جنتیک له خوا مشخص کېږي چې د وخت په تېرېدو سره تکامل مومي. په انسانانو کې بېلابېل سطحي انتي جنونونه د وینې په ۲۴ بېلابېلو ګروپونو کې ډلبندي شوي دي چې د وینې پر هرې سرې حجرې باندې تر ۱۰۰ ډېر بېلابېل انتي جنونونه لري. د وینې تر ټولو ښه پېژندل شوي ګروپونه ABO او د RH سیستمونه دي چې په ۵ شکل کې تشریح شوي دي. د وینې په ABO ګروپ کې سطحي انتي جنونونه ، ګلایکو لیپیډونه دي چې A انتي جن او B انتي جن ورته وايي. هغه خلک چې د وینې A ډول لري ، A انتي جن لري او هغوی چې  د وینې B ډول لري، B انټي لري، هغوي چې AB ډول وینه لري، دواړه انتي جنونه لري او هغه خلک چې د وینې O ډول لري، نو دوی یو انتی جن هم نه لري.   

انتی بادیانې چې اګلیتینو جنز ورته وايي، د وینې په پلاسما کې موندل کېږي او  A یا B انتی جنونو ته عکس العمل ښيي، که چېرته دا دواړه سره یوځای شي. کله چې A ډول او B ډول سره یوځای شي، نو د وینې اګلوټینشن رامنځته کېږي او علت یې هم په پلاسما کې انتی بادیانې دي چې له مخالف انتي جن سره نښلي؛ دا د لخته کېدنې سبب ګرځي چې پختورګي یا ګردو کې لخته کېږي او د ګردې د عدم کفايي سبب کرځي. O ډول نه د A انتي جن لري او نه هم د B، د O ډول وینه ، د وینې ټولو ډولونو ته ورکول کېدلای شي. د O منفي ډول وینه نړیوال ډونر دی. د وینې AB مثبت ډول نړیوال منوونکی دی دا ځکه چې د A او B دواړه انتی جن لري. ABO ګروپونه په 1900 او 1901 کې په ویانا پوهنتون کې د کارل لینډسټینز له خوا کشف شول.

د Rh د وینې ګروپ په لومړي ځل په رزوس بیزوګانو کې کشف شو. اکثره خلک د Rh انتي جن (Rh+) لري او پخپله وینه کې د Rh ضد انتی بادیانې نه لري. څو خلک دي چې د Rh انتی جن نه لري او Rh منفي وي؛ نو که چېرته د Rh مثبت وینې سره مخامخ شي، نو د Rh ضد انتی بادیانې را پیدا کولای شي. دا کار د وینې تر انتقالونې روسته یا وروسته له دې چې د Rh منفي مېرمن ، Rh مثبت کوچنی ولري. لومړۍ مخامېدنه هیڅ ډول عکس العمل نه رامنځته کوي، خو بیا هم په دویم ځل مخامخ کېدنه کې په وینه کې په کافي ډول انتی بادیانې تولید شوي وي ترڅو یو عکس العمل تولید کړي  چې د اګلوټینشن او د وینې د سره حجراتو د ماتېدنې سبب ګرځي. یوه پیچکاري ددې عکس العمل مخنیوی کولای شي.

خلاصه : د وینې جوړښت او وظیفه

د وینې سره حجرات ، ځانګړې حجرات دي، چې د هیموګلوبین درلودونکي دي او په ګرد بدن کې ګردش کوي او حجراتو ته اکسیجن رسوي. د وینې سپین کرویات، په معافیتي یا دفاعي ځواب ورکونه کې ښکېل دي ترڅو بریدګر باکتریا، وایرسونه او نور خارجي اجسان وپېژني او په نښه یې کړي؛ دوی همداراز ضایعه شوي اجزاوې لکه د وینې زاړه سره حجرات، هم ری سایکل کوي.

پلاټیلیټونه او د وینې د لخته کېدنې فاکتورونه د ټپ په ساحه کې ، حل کېدونکی پروتین فیبرونجن پر غیرې حل کېدونکی پروتین فیبرین باندې اړوي او یو لخته تشکیلوي. پلازما له ۹۰ سلنه اوبو څخه جوړه شوې چې ورسره ګڼ نور مواد  لکه د لخته کېدنې فاکتورونه او انتی بادیانې هم شامل دي. سیرم بې د لخته کېدنې له فاکتورنو څخه د وینې د پلازما برخه ده.

وینه

وینه په انسانانو او نورو حیواناتو کې د بدن مایع ده چې اړین مواد لکه مغذي توکي  او اکسیجن حجراتو ته رسوي او له همدې حجراتو ځنې متابولیکي ضایعه شوي محصولات لیرې انتقالوي. په مهرو کې دا د وینې له حجراتو څخه ترکیب شوي دي چې د وینې په پلاسما کې په معلق حالت کې وي.  

وینه او وظایف یې څه دي؟

وینه حجراتو او انسانجو ته اکسیجن رسوي. حجراتو ته اړین مغذی توکي برابروي لکه امینو اسیدونه، د چربۍ اسیدونه او ګلوکوز. ضایعه شوي مواد اخوا کوي لکه کاربن ډای اکسایډ ، یوریا او لاکتیک اسید. د وینې د سپنیو کرویاتو له لارې بدن له انتان او خارجي اجسامو څخه خوندي ساتي.

د وینې ډولونه کوم دي؟

د انسان وینه په څلورو ډولونو کې ګروپ بندي شوې ده : A, B, AB او O. دا هر حرف یو ډول انټيجن یا پروټین ته ورمنسوبېږي چې د وینې د سرو کرویاتو پر سطحه باندې پراته دي. د مثال په توګه په A وینه کې د وینې د سرو کرویاتو پر سطحه باندې یو ډول انټیجنونه پراته دي چې د A انټیجنونه ورته وايي.  

د وینې وظایف

د لاندې وظایفو په شمول ، وینه ګڼ بېلابېل وظایف لري :

  • سږو او انساجو ته اکسیجن او مغذي توکي انتقالوي
  • د وینې د لخته کېدل رامنځته کوي ترڅو د پراخې وینې تویدنې مخنیوی وکړي.
  • دهغو حجراتو او انټي باډیانو لېږودل چې له انتان سره مبارزه وکړي.
  • ضایعه شوي محصولات پښتورګو او ځیګر ته وړي چې هلته فلټر کېږي او وینه پاکوي.
  • د بدن د تودوخې درجه تنظیموي.

د وینې د حجراتو ۷ ډولونه کوم دي؟

دوی خپل ژوند د سټیم د حجراتو په توګه پیلوي او بیا د حجراتو په  درې  عمده ډولونو کې تکامل او پوخوالي ته رسېږي – د وینې سره کرویات، د وینې سپین کرویات او پلټلیټونه. په خپل وار ، سپین کرویات درې ډولونه لري – لمفوسیټونه ، مونوسیټونه او ګرانلوسیاټس. او ګرانلوسیاټس هم درې ډولونه لري : ( نیوټروفیل، ایزینوفیل، او بازوفیل)

وینې له څه ځنې جوړه شوې ده ؟

د مایع برخې ته یې پلاسما وايي چې له اوبو ، مالګې او پروټین ځنې جوړه شوې ده. ستاسې نیمايي وینه پلاسما ده. ستاسې د وینې جامده برخه د وینې له سرو کرویاتو، د وینې له سپنو کرویاتو او پلاټیټونو ځنې جوړه شوې ده. د وینې سره کرویات ستاسې له سږو څخه ستاسې انساجو او ارګانونو ته اکسیجن انتقالوي.

د وینې څو فیصده له اوبو ځنې جوړه شوې ده؟

پلاسما د وینې د مایع برخه ده چې یو ډول د پروټینو او مالګې محلول دی چې په دې کې د وینې سره او سپین کرویات او پلاټیلټونه په معلق یا ځوړند حالت کې وي. پلاسما چې ۹۲ سلنه یا فیصده یې اوبه دي د وینې د حجم ۵۵ فیصده یا سلنه جوړوي.  

ستاسې بدن په څومره چټکۍ سره وینه جوړوي؟

زه چې وینه ورکوم ؛ نو څومره وخت نیسي چې بېرته یې ځای ډک شي؟ کوم پلازما چې تاسې ورکړې ده ؛ نو په ۲۴ ساعتونو کې بېرته په ځای کېږي. سره کرویات له څلور څخه تر شپږو اوونیو پورې وخت نیسي چې په پوره توګه بېرته په ځای شي. د وینې د پوره اهدا کونې ترمنځ حداقل اته هفتو ته اړتیا ده. 

کوم خواړه تاسې ته وینه درکوي؟

دا غوره ده چې هغه خواړه وخوړل شي چې له آیرن څخه غني وي لکه د شنو پاڼو سابه ، ځیګر، توفو، پالک، هګۍ، غله جات، حبوبات او لوبیا، غوښه، ماهي، وچه میوه وغیره. فولیک اسید یو بي کمپلکس ویتامین دی چې د وینو د سره کرویاتو د جوړېدو لپاره اړین دي.

آیا ستاسې د وینې په بهیر یا جریان کې اوبه شته دی؟

پلاسما ، چې د وینې د مایع تقریباً ۵۵٪ جوړوي ، اکثریت یې اوبه دي (۹۲٪) چې په کې پلاسما، پروټینونه، ګلکوز، منرالي اینونه، هورمونونه ، کاربن ډای اکسایډ ( پلاسما د ترشحي محصولاتو د انتقال عمده وړونکې ده) او خپله د وینې کرویات شامل دي.

چې کله تاسې وینه له لاسه ورکړئ ؛ نو څه پېښېږي؟

که چېرته تاسې د وینې ډېر حجم له لاسه ورکړئ ؛ نو یو حالت رامنځته کېږي چې هایپو ولمیک شاک  ورته وايي. هایپو ولمیک شاک یوه طبي بېړنۍ پېښه ده چې د وینې او مایعاتو شدید ضایعات زړه له دې څخه منع کوي چې بدن ته کافي وینه پمپ کړي. په پایله کې انساج په کافي اندازه اکسیجن نه ترلاسه کوي او د انساجو او ارګان د ویجاړېدنې سبب ګرځي.  

له وینې ورکونې وروسته زه باید څه وخورم؟

هغه خواړه وخورئ چې د آیرن غني سرچینه وي لکه سره غوښه، ماهي ، چرګ ، لوبیا، پالک، ممیز یا په پاکټونو کې بند هغه ځانګړي خوراکونه چې د آیرن درلودونکي وي.   

کوم خواړه د وینې جریان ته وده ورکوي؟

تور چکلیټونه چې د کوکا درلودنکي دي چې دا فلونیډس لري او د وینې جریان ته وده ورکوي. سره تازه مرچک یا هم وچ شوي د متابولیزم د میزان په زیاتوالې کې مرسته کوي او د رګونو او شریانونو د پیاوړتیا لامل ګرځي. د لمر ګلي یا آفتاب پرست ګلانو زڼي ډېر زیات د ویټامین E درلودونکي دي چې په وینه کې د لختې له جوړېدو ځنې مخنیوی کوي.

د وینې له ورکونې څخه څومره موده وروسته بهبودي یا رغاونه ترسره کېږي ؟

زه چې وینه ورکوم ؛ نو څومره وخت نیسي چې بېرته یې ځای ډک شي؟ کوم پلازما چې تاسې ورکړې ده ؛ نو په ۲۴ ساعتونو کې بېرته په ځای کېږي. سره کرویات له څلور څخه تر شپږو اوونیو پورې وخت نیسي چې په پوره توګه بېرته په ځای شي. د وینې د پوره اهدا کونې ترمنځ حداقل اته هفتو ته اړتیا ده. 

 

د وینې له ورکړې څخه وروسته باید څه ترسره نه شي؟

په دې کې هیڅ داسې کوم راز نه شته چې د وینې له ورکونې څخه مخکې تاسې باید خپل بدن چمتو کړئ. د وینې له ورکړې څخه دوه ورځې مخکې تاسې هغه خواړه وخورئ چې د آیرن غني سرچینه وي لکه سره غوښه، ماهي  او پالک او ښې ډېر اوبه وڅښئ ، د شپې ښه خوب وکړئ او د وینې له ورکړئ څخه مخکې ښه روغتیايي خواړه وخورئ.

د وینې د جریان لپاره کوم ويټامین ښه دی؟

مالټې او د مالټو نور مرکبات د لوړو ویټامین سي درلودونکي دي او دا ميوې په طبیعي توګه د وینې نرۍ کوونکي دي او د وینې د کوچنیو رګونو دیوالونه پیاوړي کوي او د وینې په رګونو کې پلاک جوړونې ځنې مخنیوی کوي چې دا پلاک د وینې جریان کمزوری کوي.

د وینې د سرو او سپینو کرویاتو او پلاټلیټونو وظایف څه دي؟

د وینې حجروي برخه د سره کرویاتو (آر بي سي) او سپنیو کرویاتو (ډبلیو بي سي) او پلاټلیټونو درلودنکې ده. آر بي سي له سږو څخه اکسیجن لېږدوي. آر بي سي له آنتان سره په مبارزه کې مرسته کوي او پلاټلیټونه د حجروهغه برخې دي چې بدن یې د لخته کېدنې لپاره کاروي. د وینې ټول حجرات په حرم مغز کې تولېدېږي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست