د يهودو له نظره بداء او د خداى زور ومو ويل، چې پر موجوداتو د پالونکي علم، هغوی د امکان له پړاوه د خدای د واک ، ځواک ، بداء او حساب شویو تغييراتو څخه وباسي؛ خو يهود د دې حقيقت او واقعيت پر خلاف عقيده لري؛ځکه وايي : “قضا او تقدير” له هماغې ړومبۍ […]
د يهودو له نظره بداء او د خداى زور
ومو ويل، چې پر موجوداتو د پالونکي علم، هغوی د امکان له پړاوه د خدای د واک ، ځواک ، بداء او حساب شویو تغييراتو څخه وباسي؛ خو يهود د دې حقيقت او واقعيت پر خلاف عقيده لري؛ځکه وايي : “قضا او تقدير” له هماغې ړومبۍ ورځې ټاکل شوى او ناشونې ده د خداى اراده پکې “ادلون بدلون” راولي او د همدې عقيدې له مخې،يهود وايي : خداى له ورکولو،اخستولو، کمولو،زياتولو او د خلقت په نړۍ کې د بداء له راپيدا کېدو لاس تړلى او بېوسې دى؛ځکه “تقدير” پرې راکښل شوى او ازلي علم پرې جاري شوى دى او په اصطلاح، ورته “مقدر شوى” او بدلون يې ناشونى دى . (( و قالت اليهوديدالله مغلولة .))
واقعاً د حيرانتيا خبره ده،چې يهود،چې خداى دې يې خوار کړي،څنګه خداى لاس تړلى ګڼي او له خدايه واک سلبوي؛خو انسان په اعمالو کې قادر او د واک خاوند ګڼي،حال دا چې په دواړو کې کچه يوه ده .
که په پيدايښت کې د خداى ازلي علم او تقدير له خدايه د واک او ځواک د سلب لامل وي؛نو د انسان په کړنو کې به هم اغېزمن وي؛نو له هغه به هم ځواک او واک سلب کړي،چې په دې توګه به د انسان په کړنو کې جبر رامنځ ته شي؛ځکه لکه څنګه، چې د خداى ازلي علم خپل افعال هم رانغاړلي،د انسان کړنې يې هم رانغاړلي؛نو که دا ازلي علم د خداى له ارادې او اختيار سره اړخ و نه لګوي؛نو د انسان له واک او ارادې سره به هم اړخ ونه لګوي .