تبلیغات

  حضرت امام ابو حنیفه (رح) او اهلبیت دويم څپرکى  د امام ابوحنيفه (ره)  ژوند او زمانه ١. د حال شرح امام ابوحنيفه (ره) نعمان بن ثابت بن مرزبان زوطي پر ٨٠ هجري سپوږميز کال په کوفه کې وزيږېد .[1] مرزبان زوطي د امام ابوحنيفه نيکه د کابل اوسېدونکى و . د روايتونو له مخې […]

 

حضرت امام ابو حنیفه (رح) او اهلبیت

دويم څپرکى

 د امام ابوحنيفه (ره)  ژوند او زمانه

١. د حال شرح

امام ابوحنيفه (ره) نعمان بن ثابت بن مرزبان زوطي پر ٨٠ هجري سپوږميز کال په کوفه کې وزيږېد .[1] مرزبان زوطي د امام ابوحنيفه نيکه د کابل اوسېدونکى و . د روايتونو له مخې زوطي د څه مودې لپاره د بني تميم او د څه مودې لپاره د بني قفل مملوک و .[2] خو ځينو له “اسماعيل بن حماد” (د امام ابوحنيفه (ره) له لمسي) رانقل کړي دي،چې ويلي دي،چې موږ هېڅ کله مملوک او مريان نه وو .[3] او همداراز له هغه او نورو رانقل کړي،چې کله “ثابت” د امام ابوحنيفه (ره) پلار ماشوم و؛نو حضرت علي بن ابيطالب (ک) ته ولاړ او آنحضرت هغه او ځوځات ته يې دعا وکړه .[4]په بل روايت کې راغلي دي،چې ثابت بن المرزبان هماغه سړى دى،چې د نوروز پر ورځ يې حضرت علي ابيطالب (ک) ته فالوده (يا حلوا) ډالۍ کړه او اميرالمؤمنين ورته په ټوکه وويل : (( نيرزنا کل يوم=موږ ته هره ورځ نوروز ونيسئ)) .[5]

ثابت د امام ابوحنيفه (ره) پلار د بزازۍ دنده درلوده او امام ابوحنيفه (ره) هم په پيل په سوداګرۍ بوخت و[6] او د خطيب بغدادي د وينا له مخې امام ابوحنيفه د کلام او فقهې پر علم تر بوختېدو د مخه پر بزازۍ بوخت و او هټۍ يې په عمرو بن حريث بازار کې (په کوفه کې) مشهور و.[7] مورخينو رانقل کړي دي امام ابوحنيفه (ره) په ځوانۍ کې له حماد بن عجرد (له کوفي شاعر) سره راشه درشه او ناسته پاسته درلوده.[8]

امام ابوحنيفه (ره) ړومبى د کلام علم ته مخه کړه او له بېلابېلو ډلو سره يې مجادلې او مناظرې وکړې او د کوفې په  جومات کې يې ځانګړې حلقې رامنځ ته کړې . د ابن بزازي د نقل له مخې،امام ابوحنيفه (ره) د کلامي مباحثو د مناظرې لپاره دوه ويشت ځل بصرې ته تګ راتګ کړى دى .[9] خو ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې د کلام له علمه يې فقهې ته مخه کړه او د “حماد بن ابي سليمان” (١٢٠ س مړ) له فقهي حلقې سره يو ځاى شو .[10] “حماد بن ابي سليمان” د امام ابوحنيفه له خورا مهمو او ګټور ښوونکيو ځنې شمېرل کېږي او مناقب ليکونکيو کښلي دي،چې امام ابوحنيفه د اتلس کالو لپاره د “حماد بن ابي سليمان” د زده کړې په حلقه کې ګډون وکړ .[11]

امام ابوحنيفه پر ١٢٠ هجري سپوږميز کال د “حماد بن ابي سليمان” تر مړينې وروسته د هغه د زده کړې پر کرسۍ کېناست او د هغه د غوره او ستر زده کړيال په نامه په کوفه کې د فتوا مرجع شو . ډېرى وګړي امام ابوحنيفه ته دفقهې د زده کړې لپاره راټول شول؛خو هغه ستر زده کړيالان يې،چې د هغه د افکارو او آراو په خپرولو کې يې خورا ونډه درلوده،دادي : محمدبن حسين شيباني (١٨٩ س مړ)،يعقوب بن ابراهيم په قاضي ابو يوسف مشهور (١٨٢ س مړ)،حسن بن زياد لؤلوئي (٢٠٤ س مړ) او زفر بن هذيل (١٥٨ س مړ) .

امام ابوحنيفه (ره)،چې په عباسي حکومت کې د قضاوت او ورمندون له چارواکۍ نه نټه او انکار وکړ؛نو “منصور عباسي” زنداني کړ او پر ١٥٠ هجري سپوږميز کال په بغداد کې په زندان کې ومړ.[12]

٢.د امام ابوحنيفه (ره) ليکنې

هغه کتابونه،چې امام ابوحنيفه ته منسوب دي :

١. الفقه الاکبر : دا کتاب په اعتقاداتو کې د مشترک متوني عنوان دى،چې ټول امام ابوحنيفه ته منسوب دى .

٢.الفقه الابسط : دا اثر،چې کله د “الفقه الاکبر” په نامه يې هم يادوي،د خپل زده کړيال ابو مطيع بلخي د پوښتنو د ځوابونو ټولګه ده .

٣.العالم و المتعلم : د پوښتنو او ځوابونو په قالب يوه رساله ده،چې اصلي موضوع يې د حنفي ارجاء تعاليم دي او د ايمان او عمل د اړيکې تبيين دى او له امام ابوحنيفه څخه يې ړومبى راوي “ابومقاتل حفص بن سلم سمرقندي” دى .

٤.رسالة الى عثمان البتي : د ارجاء په اړه بصري متفکر او فقيه “عثمان ابن سليمان بتي” (١٤٣ س مړ) ته يې يوه رساله ده .مؤلف په دې رساله کې د خپل ليدلوري د تبيين تر څنګ پر خپل ځان د افراطي ارجاء تور رد کړى دى .

٥.الوصية : د مړينې پر مهال امام ابوحنيفه ته منسوب وصيت دى،چې د اهلسنت و الجماعت د اعتقادي ښوونځي يو لړ کليات پکې دي .

٦.وصية الى تلميذع القاضي ابي يوسف : يو لړ اخلاقي احکام پکې دي .

دا کتابونه ټول چاپ شوي دي او پردې سربېره يو لړ خطي نسخې هم امام ابوحنيفه ته منسوب دي،چې دادي :

١.وصية الى ابنه حماد ،٢. وصية الى يوسف بن خالد السمتي ،٣. رسالة فى الايمان و تکفير من قال بخلق القرآن ،٤.مجادلة الاحد الدهريين .

يو څو نايابه نسخې هم امام ابوحنيفه ته منسوبې دي :١.کتاب الرهن، ٢.الرد على القدريه،٣.رسالة املاهافى نصرة قول اهل السنة ان الاستطاعة  مع الفعل .[13]

سره له دې،چې دا تاليفات امام ابوحنيفه ته منسوب دي؛خو د يوه د نسبت سموالى هم قطعي او پرېکنده نه دى؛بلکې په ډاډ ويلاى شو،چې يو له دې کتابونو هم نېغ په نېغه په خپله د امام ابوحنيفه نه دي .دا رسالې د امام ابوحنيفه زده کړيالانو او په تېره بيا لمسي يې اسماعيل بن حماد د امام ابوحنيفه د املاګانو پر بنسټ راټولې کړې دي .[14]او د وخت په تېرېدو يې د زده کړيالانو لخوا پکې ډول دخل او تصرفونه شوي دي .[15]

٣. د امام ابوحنيفه (ره) د وخت سياسي اوضاع

له سياسي پلوه امام ابوحنيفه په داسې پېر کې ژوند کاوه،چې له امويانو نه عباسيانو ته سياسي ځواک ولېږدول شو .امام ابوحنيفه د امويانو د حکومت په پاى او د عباسيانو د حکومت په پيل کې ژوند کاوه او دوو ځواکونو د لويديځ او ختيځ پېر و .هغه دا يو حکومت هم مشروع نه ګاڼه او موجوده سياسي وضعې د منتقد او معترض په نامه نه يوازې يې له هغوى سره همکارۍ ته مثبت ځواب ور نه کړ او ان ددې دوو حکومتونو پر خلاف يې له پوځي او سياسو مبارزو ملاتړ هم کاوه . همدا دريځ يې او له عباسيانو سره له همکارۍ يې سرغړونې زندان ته ولېږه،چې بالاخره د مرګ لامل يې هم شو .[16]

٤.د امام ابوحنيفه د پېر فکري او فرهنګي شرايط

له فکري او فرهنګي پلوه د امام ابوحنيفه د پېر اسلامي ټولنه د اعتقادي ډلو د تکوين شاهده وه .د دويمې هجري سپوږميزې پېړۍ د لومړۍ نيمه  کې په تېره بيا په عراق کې ځنې اعتقادي مسلو يو لړ دريځونه او ډلبندۍ رامنځ ته  کړې،چې د لومړۍ هجري پېړۍ په شيندليو ويينو او مباحثو کې يې جرړه درلوده او د کلامي مذهبونو او  ډلو د رامنځ ته کېدو لپاره پيل و . ددې چارو او مسايلو په سر کې د “د فاسق ايمان”، “قضاو قدر” او د “امامت او خلافت” مسلې وې .ددې هرې يوې چارې غوښتنه وه،چې يو ديني عالم يې پر وړاندې يو دريځ ونيسي؛خو دې دريځونو ځانګړى تړاو او وابستګي نه درلوده او د يو ځانګړي مذهب په چوکاټ کې نه راتلل .په واقع کې په هغه پېر کې يو ټاکلى کلامي مذهب رامنځ ته شوى نه و،چې ددې ټولو يا ډېرى اعتقادي مسايلو په باب د دريځونو يو ټاکلى نظام راوړاندې کړي . هغه نومونه،چې د بېلابېلو ډلو؛لکه “مرجئه”،”خوارجو”،”قدريه” او “شيعه وو” لپاره کارېدل،مخکې له دې،چې د يو نظام منلي مذهب ښوونکي وي، په ځانګړيو مسلو او کله د سياسي-ټولنيز دريځونه په اړه يې د دريځونو ښوونکي وو .[17]

د امام ابوحنيفه په پېر کې شيعيان له فرهنګي پلوه تر پخوا په مناسب کې موقعيت کې وو .امام ابوحنيفه د رسالت له کورنۍ له دوو امامانو (امام باقر او امام صادق) سره همپېرى و او داچې په دې پېر کې د اموي حکومت د ژوند وروستۍ سلګۍ وې او په عباسيانو کې له خپلو سياسي مخالفانو سره لاس و ګريوان و؛نو يو فرصت ګوتو ته راغى،چې امام باقر د اهلبيت د معارفو د خپرولو او د زده کړيالانو د روزولو لپاره د يو فرهنګي مرکزيت په جوړولو بريالى شي او د امام صادق په پېر کې هم،چې عباسي حکومت د خپلو پښو په ټينګولو  بوخت و؛نو امام صادق هم و کولاى شو،چې هغه يون پر مخ بوځي او منزل ته يې ورسوي،چې پلار يې پيل کړى و،چې د اهلبيتو ښوونځى مسلمانانو ته غوره وروپېژني .

تردې مهاله د زندۍ چاپېريال له امله او د شيعيانو او د امامانو پر خلاف يې ناوړه چاپېريال ددې لامل شوى و،چې شيعيان له بېلابېلو ګوټونو د اهلبيتو د مذهب له معارفو سره سمه پوره اشنايي و نه لري او په واقع کې په فقه،کلام،تفسير او نورو چارو کې يې تر اوسه معرفتي نظام نضج نه و نيولى او يوازې د امام باقر او امام صادق تر پېره وروسته وو،چې د اعتقادي تشيع د فکري او معرفتي منظومه وټاکل شوه .تقريبا د امام صادق د عمر تر وروستيو کالونو پورې ډېرى شيعيان “سياسي شيعه” او “مينوال شيعه” وو او “اعتقادي شيعيان” يا لږ وو او يا يې په فقه او کلام کې د اهلبيتو له مذهبه بسيا اطلاع نه درلوده .

د کشي په رجال کې راغلي دي ،چې : (( د امام باقر تر امامت مخکې شيعيانو د حلال او حرام په اړه يوازې په څه پوهېدل،چې له نورو امامانو يې زده کړي وو او بې له دې په نور څه نه پوهېدل . هغه ورته ( د شريعت )پوهه ورکړه او ورته يې روښانه کړه او د هغه وګړيو په تعليم يې پيل وکړ،چې مخکې يې له هغوى زده کړې کولې .))[18]

همداراز رانقل شوي دي ،چې : (( هغه مهال،چې امام باقر مسکرات او له هغوى ځنې نبيذ په مطلقه توګه حرام وګڼل،د کوفې فقهاوو هم د نبيذ استعمالول جايز ګڼل او همداراز په لنډمهاله واده کې شيعيانو او د کوفې فقهاوو سره اختلاف درلود،ځينو يې جايز ګاڼه او ځينو يې د حضرت عمر (رض) د فتوا پر بنسټ پر حرمت فتوا ورکوله .))[19]

د اهلبيتو د مقام په اړه يوه بنسټيزه ستونزه د غلاتو وده او ډېرېدل وو،چې د امامانو په اړه په غلو يې هم امام باقر او هم امام صادق او هم رښتينو شيعيانو ته يې  اهلسنت بدکڅي کول او د هغوى د تور مخ ته يې ايښوول .په حقيقت کې د اهلبيتو امامانو د ډېرى خلکو د نه راتلو لامل همدا غلات وو؛ځکه ډېرى شخصيتونو به همداچې اهلبيتوته يې مخه کړه او ورسره به يې اړيکه نيوه؛نو د غالي او رافضي لقب به يې تر لاسه کاوه .امام باقر او امام صادق له غاليانو سره سرسخته مبارزه وکړه[20] او لکه څنګه چې په شپږم څپرکي به راشي،امام ابوحنيفه هم له غاليانو سره لاس و ګرېوان و .په حقيقت کې غلاتو ته ،چې هغه مهال ډېر وو او خورا وده يې هم کړې وه د امام ابوحنيفه منفي نظر او ورسره مخالف به يې په ځينو ځايونو کې شيعه وو ته منفي نظر تلقي کېده . حال داچې د رښتينو شيعيانو حساب بايد له غلاتو په بشپړه توګه بېل کړاى شي او د تشيع او غلاتو يو ځاى کول ډېر بې لارې کوونکى وو او وي به .

[1]  .خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ،١٣/٣٣٠.

[2] .هماغه سرچينه ،٣٢٤ مخ .

[3] .هماغه سرچينه،٣٢٦ مخ .

[4] .هماغه سرچينه؛ابن حجر حيثمي،الخيرات الحسان فى مناقب الامام الاعظم ابي حنيفه النعمان ،١٩ مخ .

 [5] .خطيب بغدا دي،هماغه سرچينه .

[6] .موفق مکي،مناقب ابي حنيفه٢/٩-٨ مخونه .

[7] .خطبيب بغدادي،هماغه سرچينه،٣٢ مخ ؛ حسين بن علي صميري،اخبار ابي حنيفه و اصحابه ،لومړى مخ؛ابن حجر حيتمي،پخوانۍ سرچينه،٥٥ مخ .

[8] .دکتر عبدالمنعم احمد النمر،علم الفقه،٩٧ مخ؛ابوالفرج الاغاني ١٣/٧٨ له دايرة المعارف بزرگ اسلامي،مدخل “ابوحنيفه” ٥/٣٨٠ څخه اخستل شوى دى .

[9] .ابن بزازي،مناقب ابي حنيفه ٢/٣٨٠ .

[10] .هماغه سرچينه .

[11] .موفق مکي،مناقب ابي حنيفه ٢/١٧٦ .

[12] .خطيب بغدادي،هماغه سرچينه،٣٣٠ مخ؛احمد بن علي طبرسي،الاحتجاج٢/١٦٨؛ موفق مکي،مناقب ابي حنيفه٢/١٢١؛ابن بزازي ،مناقب ابي حنيفه ٢/١٧٧ مخ .

[13] .دايرة المعارف بزرگ اسلامي،د “ابوحنيفه” مدخل٥/٩٥-٣٩٦ .

[14] . شاه ولي الله دهلوي،حجة الله البالغة ١/١٣٥؛دائرة المعارف الاسلامية د “ابو حنيفه”مدخل ١/٣٣١ .

[15] . په دې اړه به په څلورم او پينځم څپرکي کې توضيحات ورکړل شي .

[16] .خطيب بغدادي،د بغداد تاريخ  ١٣/٣٢٩-٣٣٠ .

[17] .دائرة المعارف بزرگ اسلامي ،د “ابوحنيفه “مدخل ٥/٣٨٢ .

 [18] .د کشي رجال ،٤٢٥ مخ .

[19] .سيد محمد حسين جعفري،تشيع در مسير تاريخ ،د محمد تقي آيت الهي ژباړه،٢٩٦ مخ .

[20] .نعمت الله صفري فروشاني،غاليان،٣٠٩-٣٢٧ مخونه .د شيعه وو د ټولنې د ليدلوريو او بېلابېلو لېوالتياوو په دننني اختلاف د لاپوهېدو لپاره وګورئ : سيد حسين مدرسي طباطبايي،مکتب در فرآيند تکامل ،د تهران چاپ ،دکوير خپرونديه ټولنه ١٣٨٦ . (په تېره بيا د کتاب دويمه برخه : غلو تقصير و راه ميانه :تکامل مفهموم امامت د بعد علمي و معنوي)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!