رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم شادابه تر قیامته دی ګلزار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم موسوم شو په طه او په یسن او په لولاک سر خم یې په قدم شول عرس کرسی لوح او […]
رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم
شادابه تر قیامته دی ګلزار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم
تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم
موسوم شو په طه او په یسن او په لولاک
سر خم یې په قدم شول عرس کرسی لوح او افلاک
مثبت دی دواللیل د زلفو تار د محمد(ص)
تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)
حضرت چې د سپین مخ نه کړ اوچت شال د یسین
ذرې د کاینات یې رنګینه شوې له جبین
شامل له عناصرو شول انوار د محمد(ص)
تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)
یو شپه لیلة القدر یې کړ عطا ورته اعزاز
تر واړو انبیاو مو حضرت شولو ممتاز
الله خپله رضا کړله کردار د محمد(ص)
تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)
حمزه سر د نیاز یې لره تل په در کې خم
حضرت ته وسیله چې بې نوا کړې نشته غم
غم خو ر دې د امت آل اطهار د محمد(ص)
تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)