تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِم بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاء رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ (الحدید/۲۷) = بيا مو ورپسې پرله پسې استازي ولېږل او عيسى د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَى آثَارِهِم بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاء رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ (الحدید/۲۷) = بيا مو ورپسې پرله پسې استازي ولېږل او عيسى د مريمې زوى مو ولېږه او انجيل مو وركړ او د هغه د لارويانو په زړونو كې مو خوا خوږي او مهرباني ورواچوله او دنيا پرېښوول (او ګوښه كېناستل) يې،چې پخپله له ځانه جوړ كړي ول، موږ پرې فرض کړي نه و، كه څه هم موخه يې د خداى خوشحالول وو؛خو چې څنګه ښایېده هسې یې حق ورپوره نه کړ؛ نو چې كومو كسانو يې ايمان راوړى و، بدله يې مو وركړه او ډېرى يې پوله ماتي وو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

((رهبانيت)) د ډار پر مانا ده او مطلب ترې، له خدايه ډار دى. دا آيت ښيي، چې په مسيحيانو كې يو ډول مطلب او منلى رهبانيت و؛ كه څه د مسيح په دين كې يې پر پلي كولو سپارښتنه شوې نه وه؛ خو د مسيح پلیونو – لارويانو دا رهبانيت له پولو واړو او كوږ يې كړ. نو ځكه اسلام سخت وغانده. په مشهور حديث كې لولو: ((په اسلام كې رهبانيت نشته)). د رهبانيت په باب د مسيحانو يو ناوړه نوون او بدعت، دا و، هغو نارينه او ښځو، چې به دنيا پرېښووه، واده يې پرې حرام كړ، له ټولنې د ګوټناستۍ كړلار يې ورجوړه كړه او په ټولنه كې يې انساني دندو ته د شا كولو سپارښتنه ورته وركړه او له ټولنې وړاندې يې صومعې ورته وټاكلې، چې ژوند او عبادت پكې وكړي. انسان يو موجود دى، چې ژوند او ټولنې ته ساز شوى دى او مانيز او توکیز – مادي او معنوي تكامل يې په همدې كې دى، چې ټولنيز ژوند ولري؛ نو ځكه يو اسماني دين هم، د انسان دا اړخ نفې كړى نه دى، بلكې بنسټونه يې ښه ورټينګ كړي دي. خداى په انسان كې ځوځات غځېدا ته جنسي غريزه پيدا كړې او هر څه، چې په مطلق ډول دا غريزه نفې كوي؛ نو بېشكه، چې دا يو باطل چار دى. يوه ورځ پېغمبر (ص)، ابن مسعود (رض) ته وويل: ((پوهېږې، چې رهبانيت له كومه را پيدا شو؟)) ويې ويل: خداى او پېغمبر يې ښه پوهېږي: (( تر عيسى (ع) روسته، يو شمېر جباران راښكاره شول او مؤمنانو درې ځل ورسره جګړه وكړه، ماتې يې وخوړه. وروسته بېدياوو ته وتښتېدل او د غرونو په غارونو كې په دې تمه په عبادت بوخت شوو، چې هغه پېغمبر به راښكاره كېږي، چې عيسى (ع) یې ژمنه وركړې وه، ځينې يې پر خپل دين پاتې شول او ځينو يې د كفر لار خپله كړه)) بيا يې وويل: ((پوهېږئ، چې د امت رهبانيت مې څه دى؟)) ويې ويل: خداى او رسول يې پوهېږي. ويې ويل: ((هجرت، جهاد، لمونځ، روژه، حج او عمره)) بايد پام مو وي، چې د اسلامي زهد مانا دا ده، چې ژوند ساده وي، ځلبلي او پړق او پړوك نه وي او انسان د شتمنۍ او مقام په منګولو كې راګېر نه وي، چې دا چار له رهبانيت سره هېڅ تړاو نلري؛ ځكه رهبانيت له ټولنې د بېلتون او پرديتوب پر مفهوم دى[1].

[1] نمونه تفسیر، 23: 384 مخ

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!