تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له تاریخه غوره عبرت اخستنه، له غفلت ځنې ځان پېژندنې ته ورتېریدنه ده له تاریخه د عبرت زده کوونې غوره مانا له غفلته ځان پېژندنې ته ورتېرېدنه ده. «عبرت» د تېرېدو پر مانا دی. انسان چې کله له کوم څېزه عبرت اخلي له یوه ځایه بل ځای ته تېرېږي. مهمترین ځایونه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

له تاریخه غوره عبرت اخستنه، له غفلت ځنې ځان پېژندنې ته ورتېریدنه ده

له تاریخه د عبرت زده کوونې غوره مانا له غفلته ځان پېژندنې ته ورتېرېدنه ده. «عبرت» د تېرېدو پر مانا دی. انسان چې کله له کوم څېزه عبرت اخلي له یوه ځایه بل ځای ته تېرېږي. مهمترین ځایونه چې انسانان ورباندې ولاړ دي، د «غرور کور» یا د «غفلت کور» دی. موږ انسانان باید عبرت واخلو او د غرور له کوره راووځوو او د هوښیارۍ او ویښتیا کور ته وردننه شو.

رحمان بابا وايي :

زه توبه په هغه تېر عمر وکاږم

چې صرف شوی دی بې یاره په غفلت کې

د ځوانۍ عمر دې تېر کړ په غفلت کې

په پېرۍ کې به څه زېرمه د محشر کړې

دا سریزه، دا ټکی څرګندوي چې کله انسان ته کمزوری، حریص، ظلوم، جهول او … ویل کيږي، نباید دا ځانګړنې او تعبیرونه د انسان اخلاقي سپکاوی وبولو؛ بلکې دا ځانګړنې، د انسان واقع وینی توصیف دی. که یوه موجود په رښتیا د دې ځانګړنو درلودونکی وي، باید دا چار وریاد کړو. هم خدای دا موجود په دې ځانګړي ډول پنځولی او پېژندلی او هم دې موجود ځان په تاریخ کې په همدې ډول ښوولی دی. نو ځکه نباید په دروغو یې له دې ځانګړنو نټه وکړو او ورته ووایو چې ته یو مخې ښه، پاک او پرښته صفته یې، دا خوشې خبرې کټ مټ ځان پېژندنه او غرور دی. سپکاوی او تحقیر هله دی، چې موجود له هغه څه چې په واقع کې دی، لږ یې معرفي کړو او البته دا چار باطل دی؛ خو که یو موجود واقعاً کمزوری و، باید دا حقیقت وریاد کړو.

حضرت علي (ک) وایي:

مسكين ابن آدم مكتوم الاجل، مكنون العلل محفوظ العمل، تولمه البقه و تقتله الشرقه و تنتنه العرقه (نهج البلاغه،۴۱۹ حکمت)

« دا انسان ډې پېچلی او مسکین موجود دی: مرګ یې نغښتی، ناروغي یې پټه، کړنې یې لیکل شوي، یو ماشی یې ازارولای شي، که یو ګړوپ اوبه یې ونښلي، وبه مري، او په لږه خوله بوینېږي».

دا تعابیر دروغ یا د انسان سپکاوی نه دی. انسان واقعاً یو کمزوری موجود دی.

که د انسان د بدن هورمونونه، یا د وینې الکترولیتونه، یا د هوا فشار او… لږ تغییر وکړي؛ نو ګرد ژوند یې له جدي خطر سره مخېږي او ډېر ځل یو مخې یې عقل، شعور او پوهه ګډوډېږي؛ نو ځکه که دې موجود ته وویل شي چې کمزوری یې، یا شهوت له پښو راغورځولی یې یا ظلوم او جهول یې، دا یې عین توصیف دی نه یې سپکاوی.

البته پېغمبران راغلي او د شهوت، ځانمنۍ او… پر اورونو یې د تخفیف اوبه وراچولې. که نه وو راغلي او انسانانو ته یې دا لیدانې ورزده کړې نه وای، اوضاع به څنګه کېده؟!

پېغمبرانو خلکو ته جنت و دوزخ وښوول، د حق لار یې وروښووه، ورمندون – قضاوت او پرېکړه یې راوړه، او خلکو ته یې زړه پورې خبرې وکړې، له دې ګردو اوصافو سره سره د بشریت وضع داده، چې اوس یې وینو او ورباندې شاهدان یو.

مولوی د مثنوي په یوه قصه کې وایي، کله چې موسی(ع) له طور غره راکوز شو قوم یې خوسی پالی شوی و. یو یې وپوښت، دا څه دي چې له دې ټولو معجزو سره سره زما پېغمبري مو ونه منله؛ خو دا خوسی مو پر خدایي ومانه؟ دا څنګه مزاج دی، چې تردې برېده منحرف، بېلارې او بد پوهېدونی دی؟ یو خوسی په خدایي منئ؛ خو موسی په نبوت نه منئ؛ دا قصه د موسی(ع) په زمانې پورې نه منحصرېږي، د مولوي په وینا:

موسى و فرعون در هستى تست        بايد اين دو خصم را در خويش جست‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 1253 بيت)

یعنې موسی او فرعون ستا په وجود کې دي، باید په ځان کې دا دواړه دښمنان ولټوې زموږ ټولو انسانانو په وجود کې موسی او فرعون شته. همدا نن هم موسی او فرعون او دا کوږ ووږ مزاج شته او هماغسې بدې ټاکنې لا ترسره کېږي؛ یعنې نن هم انسانان پېغمبر ویني؛ خو خوسی په خدایي نیسي:

گاو را باور كنند اندر خدايى مردمان        نوح را باور ندارند از پى پيغمبرى‏

دا قصه، د ګردو پېرونو قصه ده او په خلکو کې تل دا ډول ناوړه ټاکنې لیدل کېږي. لکه چې مخکې وویل شو، انسان د خودخواهۍ په پار او په دې دلیل چې د غرور سوداګر دی، دا مانا په سختۍ مني او مخونې ته یې وایي چې دا خبرې له انساني کرامت او شرافت سره اړخ نه لګوي؛ خو حقیقت دادی چې موږ انسانان واقعاً دغسې یو: بېچاره او مسکین موجودات یو او له روحي، اخلاقي او… اړخ په زړګونو کمزوریو کې راښکېل یو، نباید پر ځان غوړه مالي وپلورو او ځان تر هغه څه ډېر چې په واقع یو، ووینو.

ایا د بدیو «طبیعي» ګڼل، مبارزه ورسره نفې کوي؟

خو څنګه دا واقع ویني له دې مانا سره یو ځای کړو، چې موږ انسانان باید بدي ناوړه وبولو او مبارزه ورسره وکړو؟ که ووایو، څه چې و، طبیعي و؛ نو له دې بهیر سره مخالفت کول او د بدیو د لرې کولو لپاره هوډ نیونه څه دلیل لري؟ د مطلب حقیقت دادی چې دا واقع ویني او ددې ډول ځانګړنو منل نه یوازې له بدیو سره د مبارزې له ارمان او هیلې سره سازګاره ده، چې له بېخه دا چار کېدونی او زړه راښکونی کوي؛ یعنې انسان ته ډېر زغم ور پر برخه کوي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!