بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه الْحَاقَّةُ ﴿۱﴾ [د قيامت په رښتيا] پېښېدونې [ورځ] . (۱) مَا الْحَاقَّةُ ﴿۲﴾ څه ده هغه پېښېدونې (ورځ)؟ (۲) وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحَاقَّةُ ﴿۳﴾ او ته څه پوهېږې،چې هغه پېښېدونې [ورځ] څه ده ؟ (۳) كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین الله په نامه
|
|
الْحَاقَّةُ ﴿۱﴾ | [د قيامت په رښتيا] پېښېدونې [ورځ] . (۱)
|
|
مَا الْحَاقَّةُ ﴿۲﴾ | څه ده هغه پېښېدونې (ورځ)؟ (۲)
|
|
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحَاقَّةُ ﴿۳﴾ | او ته څه پوهېږې،چې هغه پېښېدونې [ورځ] څه ده ؟ (۳)
|
|
كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ ﴿۴﴾ | د”ثمود” (قوم) او”عاد” [الهي] ځپونكى [عذاب] دروغ وګاڼه (۴)
|
|
فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ ﴿۵﴾ | خو د” ثمود” قوم د (خپلې) سركښۍ (په سزا كې په يوه تندري كړيكه) هلاك شول .(۵)
|
|
وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ ﴿۶﴾ | او د”عاد” قوم په ځوږنده،تېزې،سړې سيلۍ هلاك کړاى شول . (۶)
|
|
سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَى كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ ﴿۷﴾ | [چې الله] دا سيلۍ پرله پسې اوه شپې او اته ورځې پرې را الوځولې وه (او كه هلته واى)؛ نو تا به پر هغه (وخت) خلك ليدلي واى، چې د کجورو [د ورستو او تشو] ډډونو په څېر پر ځمكه پراته دي! (۷)
|
|
فَهَلْ تَرَى لَهُم مِّن بَاقِيَةٍ ﴿۸﴾ | نو ايا څوك پاتې (شوني) ترې ګورې ؟ (۸)
|
|
وَجَاء فِرْعَوْنُ وَمَن قَبْلَهُ وَالْمُؤْتَفِكَاتُ بِالْخَاطِئَةِ ﴿۹﴾ | او فرعون او مخكېنیو یې او هم د نسکورو شويو ښارونو وسېدونكيو [= د لوط قوم] ستر ګناهونه كړي وو؛ (۹)
|
|
فَعَصَوْا رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَةً رَّابِيَةً ﴿۱۰﴾ | نو د خپل پالونكي د استازي له امره يې سرغړونه وکړه؛ نو سزا یې ورکړه . (۱۰)
|
|
إِنَّا لَمَّا طَغَى الْمَاء حَمَلْنَاكُمْ فِي الْجَارِيَةِ ﴿۱۱﴾ | په حقيقت كې اوبه، چې توپاني شوې (؛نو) په بېړۍ كې مو سواره كړئ . (۱۱)
|
|
لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ ﴿۱۲﴾ | چې دا (پېښه) یو پند دروګرځوو او اورېدونكي غوږونه يې واوري (او پرې پوه شي). (۱۲)
|
|
فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ نَفْخَةٌ وَاحِدَةٌ ﴿۱۳﴾ | نو چې (د قيامت د پېښو په درشل كې) په شپېلۍ كې يو ځل پوكى وشي، (۱۳)
|
|
وَحُمِلَتِ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَاحِدَةً ﴿۱۴﴾ | او ځمكه او غرونه (له خپلو ځايونو) پورته كړاى شي؛ نو دواړه به په يوه (ګوزار) درګړي درګړي شي! (۱۴)
|
|
فَيَوْمَئِذٍ وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ﴿۱۵﴾ | نو پر هغه ورځ به کېدونې پېښه راپېښه شي، (۱۵)
|
|
وَانشَقَّتِ السَّمَاء فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ ﴿۱۶﴾ | او اسمان به وچوي؛ نو پر هغه ورځ یې نظم او ټينگښت ويجاړ شي . (۱۶)
|
|
وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ ﴿۱۷﴾ | او پرښتې به دهغه (اسمان) په څنډو كې ولاړې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ اته [پرښتې] ستا د پالونكي عرش پر خپلو سرونو پورته كوي . (۱۷)
|
|
يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنكُمْ خَافِيَةٌ ﴿۱۸﴾ | پر دې ورځ به (داسې د الله حضور ته) وروړاندې كړای شی، چې هېڅ خواله به مو پټه پاتې نشي. (۱۸)
|
|
فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ ﴿۱۹﴾ | نو چاته چې خپل كړنليك په ښي لاس وركړاى شو؛ نو (له ډېرې خوښۍ او وياړه به) وايي: (((محشريانو!) راشئ كړنليك مې ولولئ! (۱۹)
|
|
إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيهْ ﴿۲۰﴾ | بېشكه یقين مې درلود (چې قيامت راتلونكى دى او د خپلو كړنو) له حساب سره (به) مخېږم .)) (۲۰)
|
|
فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ ﴿۲۱﴾ | نو دی به په خوشاله (او په زړه پورې) ژوندانه كې وي، (۲۱)
|
|
فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿۲۲﴾ | په لوړه کچه جنت كې، (۲۲)
|
|
قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ ﴿۲۳﴾ | [چې] د مېوو واڼل به يې په واک کې وي (۲۳)
|
|
كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ ﴿۲۴﴾ | (ورته ويل كېږي : ) په خوند خورئ څښئ (دارو مو شه)؛ د هغه څه له لامله، چې په تېرو ورځو كې مو له مخكې رالېږلي وو! (۲۴)
|
|
وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ ﴿۲۵﴾ | او د چا كړنليك يې چې په كيڼ لاس كې وركړ شي؛ نو وايي: ((كاش زما (دا) كړنليك (خو) نه واى راكړ شوى . (۲۵)
|
|
وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيهْ ﴿۲۶﴾ | او له خپل حسابه خبر شوى نه واى! (۲۶)
|
|
يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ ﴿۲۷﴾ | كاش هماغه مرګ واى او بس . (۲۷)
|
|
مَا أَغْنَى عَنِّي مَالِيهْ ﴿۲۸﴾ | شتمني مې راګټوره نشوه، (۲۸)
|
|
هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيهْ ﴿۲۹﴾ | واکمني مې (هم ) له لاسه ولاړ!)) (۲۹)
|
|
خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ﴿۳۰﴾ | (و به ويل شي) ويې نيسئ او ويې تړئ! (۳۰)
|
|
ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ ﴿۳۱﴾ | بيا يې دوزخ ته ورننباسئ ( او ويې سوځوئ !) (۳۱)
|
|
ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ ﴿۳۲﴾ | بيا یې په اويا ذراع (= پينځه دېرش متره) اوږده ځنځير (وتړئ) او (اور) ته يې ورننباسئ ! (۳۲)
|
|
إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ ﴿۳۳﴾ | (ځكه) پر ستر الله یې ايمان نه درلود، (۳۳)
|
|
وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴿۳۴﴾ | او (خلك يې) د مسكينانو خوړو وركولو ته نه هڅول . (۳۴)
|
|
فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ ﴿۳۵﴾ | نو نن یې دلته کوم غمخور نشته، (۳۵)
|
|
وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ ﴿۳۶﴾ | او نه بې له زوو (نور) خواړه. (۳۶)
|
|
لَا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِؤُونَ ﴿۳۷﴾ | چې بې له ګناهګارانو یې بل څوك نه خوري . (۳۷)
|
|
فَلَا أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ ﴿۳۸﴾ | قسم پر هغوڅيزونو، چې يې وينئ، (۳۸)
|
|
وَمَا لَا تُبْصِرُونَ ﴿۳۹﴾ | او پر هغو څيزونو،چې يې نه وينئ، (۳۹)
|
|
إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ﴿۴۰﴾ | بېشكه دا[قرآن] د یو عزتمن استازي وينا ده؛(۴۰)
|
|
وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلًا مَا تُؤْمِنُونَ ﴿۴۱﴾ | او دا د كوم شاعر وينا نه ده؛خو ډېر لږ[ پرې] ايمان راوړئ! (۴۱)
|
|
وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ ﴿۴۲﴾ | او نه د کوم پالي وينا ده؛ خو ډېر لږ [خلك ترې] پند اخلئ! (۴۲)
|
|
تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۴۳﴾ | (دا قرآن) د نړۍ پالونکي له لوري رالېږنه ده . (۴۳)
|
|
وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ ﴿۴۴﴾ | او كه دغه (پېغمبر) له ځانه څه خبرې راپسې جوړې کړې وای ،(۴۴)
|
|
لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ ﴿۴۵﴾ | هرومرو په زور مو نيوه، (۴۵)
|
|
ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ ﴿۴۶﴾ | بيا به مو ښهرګ يې ترې پرې کړى واى! (۴۶)
|
|
فَمَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ ﴿۴۷﴾ | او له تاسې يوه هم یې (د مجازاتو) مخه نيواى نشوه .(۴۷)
|
|
وَإِنَّهُ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۴۸﴾ | او په حقيقت كې (قرآن) متقیانو ته يو نصيحت دى . (۴۸)
|
|
وَإِنَّا لَنَعْلَمُ أَنَّ مِنكُم مُّكَذِّبِينَ ﴿۴۹﴾ | او بېشكه پوهېږو،چې ځينې مو دا (قرآن) دروغ ګڼي .(۴۹)
|
|
وَإِنَّهُ لَحَسْرَةٌ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۵۰﴾ | او بېشكه دا (دروغ ګڼل) به كافرانو ته د افسوس لامل وي . (۵۰)
|
|
وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ ﴿۵۱﴾ | او بېشكه دا ( قرآن ) جوت حقیقت (حق اليقين) دى . (۵۱)
|
|
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ﴿۵۲﴾ | نو (اوس چې داسې ده) د خپل ستر پالونكي نوم دې په پاکۍ ياد کړه . (۵۲)
|
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن کریم
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پښتو ژباړه
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.