بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه وَالْفَجْرِ ﴿۱﴾ پر سباوون قسم! (۱) وَلَيَالٍ عَشْرٍ ﴿۲﴾ او پر لسګونو شپو قسم! (۲) وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ﴿۳﴾ او پر جوفت او طاق قسم ! (۳) وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ ﴿۴﴾ او قسم پر شپه، چې (د ورځې د رڼا پر […]
| بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه | |
| وَالْفَجْرِ ﴿۱﴾ | پر سباوون قسم! (۱)
|
|
| وَلَيَالٍ عَشْرٍ ﴿۲﴾ | او پر لسګونو شپو قسم! (۲)
|
|
| وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ﴿۳﴾ | او پر جوفت او طاق قسم ! (۳)
|
|
| وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ ﴿۴﴾ | او قسم پر شپه، چې (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي (چې ستا پالونكى ظالمانو ته په څارنځي كې دى)!! (۴)
|
|
| هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِّذِي حِجْرٍ ﴿۵﴾ | آيا په دې کې عقلمن ته کوم قسم شته ؟(۵)
|
|
| أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ﴿۶﴾ | آيا تا و نه ليدل، چې ستا پالونكي د ((عاد)) له قوم سره څه وكړل؟! (۶)
|
|
| إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ﴿۷﴾ | (هماغه) ستنو والا د ((ارم)) (ښار خلك)، (۷)
|
|
| الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ ﴿۸﴾ | چې سارى يې په ښارونو كې پيدا شوى نه و! (۸)
|
|
| وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ﴿۹﴾ | او د ثمود (قوم) چې په (خپلې) سيمې كې يې ډبرې توږلې (او سمڅې يې ترې جوړولې). (۹)
|
|
| وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ ﴿۱۰﴾ | او د ميخونو والا فرعون سره (يې څه وکړل)، (۱۰)
|
|
| الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ ﴿۱۱﴾ | هماغوى چې په ښارونو كې يې په تېري لاس پورې کړى و، (۱۱)
|
|
| فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ ﴿۱۲﴾ | او هلته يې ډېر فساد خپور كړى و؛ (۱۲)
|
|
| فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ﴿۱۳﴾ | نو (ځکه) ستا پالونكي پر دوی د عذاب کوړه راپرېښوده! (۱۳)
|
|
| إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ﴿۱۴﴾ | بېشكه ستا پالونكى (ظالمانو ته) په څارنځي كې دى. (۱۴)
|
|
| فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ ﴿۱۵﴾ | خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي (مغرورېږي) ؛نو وايي : (( پالونكي مې عزتمن كړم (؛ځکه ځاى يې راکې شته)!)) (۱۵)
|
|
| وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ ﴿۱۶﴾ | او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو(نهيلېږي او) وايي : ((پالونكي مې سپک كړم !)) (۱۶)
|
|
| كَلَّا بَل لَّا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ ﴿۱۷﴾ | هېڅكله داسې نه ده (کړه وړه مو سم نه دي)! بلكې پلارمړی نه پالئ، (۱۷)
|
|
| وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ ﴿۱۸﴾ | او يو بل بېوزليو ته د خوړو په وركولو نه هڅوئ، (۱۸)
|
|
| وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَّمًّا ﴿۱۹﴾ | او (په حقه او ناحقه) ميراث خواره وسئ، (۱۹)
|
|
| وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ﴿۲۰﴾ | او له شتمنۍ سره ډېره مينه لرئ (او له امله يې ډېر ګناهونه كوئ). (۲۰)
|
|
| كَلَّا إِذَا دُكَّتِ الْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا ﴿۲۱﴾ | هېڅكله داسې نه ده (چې دوى يې انګېري!) هغه مهال چې ځمكه سخته وټکول شي (او هواره شي)، (۲۱)
|
|
| وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ﴿۲۲﴾ | او ستا (د) پالونكي [فرمان] راشي او پرښتې ليكه په ليكه، (۲۲)
|
|
| وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ وَأَنَّى لَهُ الذِّكْرَى ﴿۲۳﴾ | او پر هغه ورځ چې دوزخ راوستل شي (هو) پر هغه ورځ انسان راویښېږي؛ خو دا ویښوالی څه ګټه ورته لري؟! (۲۳)
|
|
| يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي ﴿۲۴﴾ | وايې : ((كاش ما خپل [دغه] ژوند ته له مخكې (څه) رالېږلي واى !)) (۲۴)
|
|
| فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُ أَحَدٌ ﴿۲۵﴾ | نو پر هغه ورځ څوک دهغه په څېر عذابول نه کوي. (۲۵)
|
|
| وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُ أَحَدٌ ﴿۲۶﴾ | او نه دهغه په څېر (د ګناهګارانو) تړل کوي . (۲۶)
|
|
| يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ﴿۲۷﴾ | ډاډمن نفسه (ځانه)! (۲۷)
|
|
| ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً ﴿۲۸﴾ | د خپل پالونكي لوري ته دې وروګرځه، چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى، (۲۸)
|
|
| فَادْخُلِي فِي عِبَادِي ﴿۲۹﴾ | نو په (ځانګړيو) بندګانو كې مې ورننوځه . (۲۹)
|
|
| وَادْخُلِي جَنَّتِي ﴿۳۰﴾ | او زما جنت ته ننوځه! . (۳۰) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن کریم
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پښتو ژباړه
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.