بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا ﴿۱﴾ ډېر برکتي (او پايند) دى هغه ذات، چې فرقان [= د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ، چې نړيوالو ته گواښگرندى وي. . (۱) الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين الله په نامه | |
تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا ﴿۱﴾ | ډېر برکتي (او پايند) دى هغه ذات، چې فرقان [= د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ، چې نړيوالو ته گواښگرندى وي. . (۱) | |
الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا ﴿۲﴾ | هغه چې د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د ده ده او نه یې څوك زوی نیولی (چې ځایناستی یې شي) او نه یې په واکمنۍ كې برخوال شته او ټول څيزونه يې پيدا كړل او ځانګړې اندازه یې ورته وټاکله. (۲) | |
وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لَّا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا ﴿۳﴾ | او (مشركان) یې پرځاى داسې معبودان لمانځي، چې هېڅ څیز پيدا كولاى نشي؛ او بلكې دوی په خپله پيدا کړای شوي او ځان ته د زيان تمبونې او ګټې رسونې واك نه لري (او همداراز نورو ته) د مرګ و ژوند او قیامت واك نه لري. (۳) | |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ فَقَدْ جَاؤُوا ظُلْمًا وَزُورًا ﴿۴﴾ | او كافرانو وويل: ((دا [کتاب] هسې دروغ دي، چې پخپله یې جوړ كړی او يوې بلې ډلې هم په دې (کار) کې مرسته ورسره كړې))؛ نو په رښتیا چې (په دې خبره يې) ظلم او (سترو) دروغو ته ورمخه کړې ده. (۴) | |
وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۵﴾ | او وايي : ((دا هماغه د پخوانيو افسانې دي، په چا یې کښلي؛ نو (اوس) سبا و بېګاه ورلوستل كېږي (چې يادې يې کړي).)) (۵) | |
قُلْ أَنزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۶﴾ | ووايه : ((دا (كتاب) هغه چا نازل كړى، چې د اسمانونو او ځمكې پر خوالو پوهېږي؛ (ځکه) چې هغه مهربان بښونكى دى.)) (۶) | |
وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا ﴿۷﴾ | او ويي ویل: ((دا څنګه استازی دى، چې خواړه خوري او په بازارونو كې ګرځي راګرځي؟! (نه د پرښتو په څېر دى او نه د باچايانو په توګه)! ولې كومه پرښته ورته را ونه لېږل شوه، چې ترڅنګ یې ګواښګرندې وي. (او د ادعا پر رښتينولۍ يې شاهده وې)؟ (۷) | |
أَوْ يُلْقَى إِلَيْهِ كَنزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا وَقَالَ الظَّالِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَّسْحُورًا ﴿۸﴾ | يا یې کومه خزانه په واک کې نه پرېوځي يا يې يو بڼ درلوداى، چې (بې غمه) یې ترې خوړای؟!)) او مشرکانو وویل: ((تاسې خو ایله په يوه كوډو وهلي سړي پسې روان یاست!)) (۸) | |
انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا ﴿۹﴾ | وګوره دوی هېښنده او بې بنسټه دلایل دروړاندې کوي؛ نو داسې بېلاري شول (چې په پايله کې) د هېڅ لارې (د پيدا کولو) وس نه لري! (۹) | |
تَبَارَكَ الَّذِي إِن شَاء جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِّن ذَلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًا ﴿۱۰﴾ | نه زوالېدونكى او ستر دى هغه الله چې كه وغواړي تردې غوره باغونه درکولای شي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او ماڼۍ به (هم) دركړي. (۱۰) | |
بَلْ كَذَّبُوا بِالسَّاعَةِ وَأَعْتَدْنَا لِمَن كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِيرًا ﴿۱۱﴾ | (دا ټولې پلمې دي) حق دادی، چې له قيامته یې نټه کړې او د قيامت منکرینو ته مو غرغنډن اور چمتو كړى دى! (۱۱) | |
إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا ﴿۱۲﴾ | چې دوی [دوزخ] له لرې وويني (؛ نو) د غوسې او تاو غرهار به يې واوري. (۱۲) | |
وَإِذَا أُلْقُوا مِنْهَا مَكَانًا ضَيِّقًا مُقَرَّنِينَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُورًا ﴿۱۳﴾ | او چې کله لاسونه او پښې تړلي د دوزخ په كوم تنګ ځاى كې ور و غورځول شي نارې سورې يې پورته شي (او خپل مرګ غواړي!) (۱۳) | |
لَا تَدْعُوا الْيَوْمَ ثُبُورًا وَاحِدًا وَادْعُوا ثُبُورًا كَثِيرًا ﴿۱۴﴾ | (ورته ويل كېږي : ) نن يو ځل (نارې سورې مه کوئ او) مرګی مه غواړئ؛ بلكې (په خورا ډېرو نارو سورو) مرګي وغواړئ! (۱۴) | |
قُلْ أَذَلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ كَانَتْ لَهُمْ جَزَاء وَمَصِيرًا ﴿۱۵﴾ | (پېغمبره! ورته) ووايه: ((دا (دوزخ) غوره دى که همېشنی جنت، چې له متقیانو سره يې ژمنه شوې، چې د دوی (د كړنو) بدله او پایځى دى؟)) (۱۵) | |
لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاؤُونَ خَالِدِينَ كَانَ عَلَى رَبِّكَ وَعْدًا مَسْؤُولًا ﴿۱۶﴾ | هلته څه چې غواړي، ورته چمتو دي؛ تلمېشتې به وي، ستا پالونكى ددې ژمنې(د پوره كولو) ژمن دى.(۱۶) | |
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَقُولُ أَأَنتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي هَؤُلَاء أَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِيلَ ﴿۱۷﴾ | او هغه ورځ (درياده كړه) چې (ستا پالونكى) دوى او څه يې چې د “الله” پر ځاى نمانځل، راغونډ كړي؛ نو (معبودانو ته يې) ووايي: ((تاسې زما دا بندګان بېلارې كړي وو، که پخپله يې لار وركه كړې وه؟)) (۱۷) | |
قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنبَغِي لَنَا أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاء وَلَكِن مَّتَّعْتَهُمْ وَآبَاءهُمْ حَتَّى نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا ﴿۱۸﴾ | وايي: ((ته پاك يې! دا راسره وړ نه وه، چې بې له تا پالندويان ونيسو؛ خو تا دوى او پلرونه يې له نعمتونو برخمن كړل، تردې چې (د نعمت د پاسلنې پر ځاى يې) ستا پند [قرآن] هېر كړ او دوی هلاكېدونی قوم و.)) (۱۸) | |
فَقَدْ كَذَّبُوكُم بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًا وَلَا نَصْرًا وَمَن يَظْلِم مِّنكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِيرًا ﴿۱۹﴾ | (الله ورته وايي : وګورئ؛) نو په يقين معبودانو مو ستاسې خبرې دروغ وګڼلې اوس نه له ځانه الهي عذاب لرې كولاى شئ او نه له چا مرسته غوښتاى شئ او له تاسې چې چا تېرى [شرک] كړى (؛ نو) سخت عذاب به وروڅكو!. (۱۹) | |
وَما أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا ﴿۲۰﴾ | او موږ چې تر تا مخكې څومره استازي ورلېږلي وو (؛ نو) خواړه یې خوړل او په بازارونو كې ګرځېدل او يو پر بل مو ازمېيو، ايا زغم كوئ (او له ازمېښته په بريا وتى شئ)؟ او پالونكى دې ښه ليدونکى دى. (۲۰) | |
وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءنَا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْنَا الْمَلَائِكَةُ أَوْ نَرَى رَبَّنَا لَقَدِ اسْتَكْبَرُوا فِي أَنفُسِهِمْ وَعَتَوْ عُتُوًّا كَبِيرًا ﴿۲۱﴾ | او هغوى چې زموږ د مخامخېدو هيلمن نه دي (او د قيامت له ورځې منکر دي) وايي: ((ولې پرښتې راباندې راکوزې نه کړای شوې او يا ولې خپل پالونكى نه وينوو؟)) په يقين، ځانونه یې ستر وګڼل او په سرغړونه كې تر ټولو پولو ورواووښتل! (۲۱) | |
يَوْمَ يَرَوْنَ الْمَلَائِكَةَ لَا بُشْرَى يَوْمَئِذٍ لِّلْمُجْرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجْرًا مَّحْجُورًا ﴿۲۲﴾ | (دوى خپلو هيلو ته وررسي؛) خو پر كومه ورځ چې پرښتې وويني؛ نو پر هغه ورځ به مجرمانو ته څه زېرى نه وي (؛ بلكې د سزا ورځ يې ده) او وايي: ((امان راكړئ؛ او [له عذابه مو] بچ كړئ.)) (؛ خو ګټه نه لري.) (۲۲) | |
وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاء مَّنثُورًا ﴿۲۳﴾ | او گردې کړنې يې را اخلو او دوړه يې الوزوو. (۲۳) | |
أَصْحَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَأَحْسَنُ مَقِيلًا ﴿۲۴﴾ | پر هغه ورځ د جنتيانو هستوګنځى غوره، غرمنی خوب او هوساینځی يې خورا ښه دى.(۲۴) | |
وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاء بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلَائِكَةُ تَنزِيلًا ﴿۲۵﴾ | او هغه ورځ (درياده كړه) چې اسمان په ورېځو ټوټی ټوټی کېږي او پرښتې په بشپړ توګه راکوزېږي. (۲۵) | |
الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ لِلرَّحْمَنِ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى الْكَافِرِينَ عَسِيرًا ﴿۲۶﴾ | هغه ورځ واقعي واكمني يوازې د لوراند (الله) ده او پر كافرانو به ډېره سخته ورځ وي. (۲۶) | |
وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا ﴿۲۷﴾ | او هغه ورځ (درياد كړه) چې [مشرک] ظالم (له ډېرې پښېمانۍ) خپل لاسونه چيچي او وايي: ((كاشكې (د الله) له استازي سره مې لار نیولې واى! (۲۷) | |
يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا ﴿۲۸﴾ | پر ما افسوس، كاش چې له فلاني (بېلارې سړي) سره مې دوستي نه واى كړې! (۲۸) | |
لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا ﴿۲۹﴾ | سره له دې چې قرآن راته راغلی و؛ خو ملګري مې بېلارې کړم او شيطان انسان بې ملاتړه پرېږدي. (۲۹) | |
وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا ﴿۳۰﴾ | او (د الله) استازی (د قیامت پر ورځ، په ګیله) وايي: ((پالونكيه! په یقین قوم مې دا قرآن پرېښى و.)) ) (۳۰) | |
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا ﴿۳۱﴾ | (هو) او همداسې مو هر پېغمبر ته له ګناهګارانو څه دښمنان ګرځولي او همدا (درته) بس دى، چې پالونكى دې لارښود او مرستندوى دی.(۳۱) | |
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذَلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلًا ﴿۳۲﴾ | او کافران وايي: ((ولې دا قرآن ټول یو واري پرې نازل نشو؟))(هو!) داسې (ځکه شوي) چې زړه دې پرې ښه کلک کړو او (د همدې موخې لپاره) مو په ځانګړي اوډون د بېلابېلو برخو په بڼه رو رو درلوستى دى. (۳۲) | |
وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَاكَ بِالْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا ﴿۳۳﴾ | او کافران چې هره خبره دروړي؛ خو (په مقابل کې) یې موږ حق (خوله ماتى ځواب) او غوره تفسیردروړو (چې په مقابل کې يې بېوسي شي) (۳۳) | |
الَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَى وُجُوهِهِمْ إِلَى جَهَنَّمَ أُوْلَئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۳۴﴾ | (هو) هغوى چې پړمخې جهنم ته ورغونډېږي، دریځ یې ډېر ناوړه او بېخي بېلاري دي! (۳۴) | |
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا ﴿۳۵﴾ | او په يقين، موسى ته مو (اسماني) كتاب وركړ او د ده رور مو هارون ورسره مرستيال كړ؛ (۳۵) | |
فَقُلْنَا اذْهَبَا إِلَى الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَدَمَّرْنَاهُمْ تَدْمِيرًا ﴿۳۶﴾ | نو ورته مو وويل: ((دواړه هغه قوم ته ورشئ، چې زموږ آيتونه يې دورغ ګڼلي دي!)) (خو دې خلكو ورسره په مخالفت لاس پورې كړ) نو ښه مو وځپل! (۳۶) | |
وَقَوْمَ نُوحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ أَغْرَقْنَاهُمْ وَجَعَلْنَاهُمْ لِلنَّاسِ آيَةً وَأَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۳۷﴾ | او د نوح قوم چې كله (زموږ) استازي دروغجن وګڼل (؛ نو) ډوب مو كړل او خلكو ته مو د عبرت یوه نښه كړه او ظالمانو ته مو دردناك عذاب چمتو كړى دى! (۳۷) | |
وَعَادًا وَثَمُودَ وَأَصْحَابَ الرَّسِّ وَقُرُونًا بَيْنَ ذَلِكَ كَثِيرًا ﴿۳۸﴾ | او (همداراز) موږ عاد، ثمود او اصحاب الرس [= د څاه ياران او د صنوبر د ونې نمانځونكي] او په منځ منځ کې یې ډېر قومونه (هلاك كړل). (۳۸) | |
وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْأَمْثَالَ وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِيرًا ﴿۳۹﴾ | او موږ یې هر يوه ته (د مخكېنيو تباه شويو) مثالونه وروړاندې كړل او (چې اغېز يې پرې ونه کړ؛ نو) ټول مو تن نس كړل. (۳۹) | |
وَلَقَدْ أَتَوْا عَلَى الْقَرْيَةِ الَّتِي أُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ أَفَلَمْ يَكُونُوا يَرَوْنَهَا بَلْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ نُشُورًا ﴿۴۰﴾ | او په يقين دوی (= د مكې مشركان) خو (د لوط د قوم) پر سيمه تېر شوي، چې (د ډبرو) ناوړه ورښت پرې شوى و، ايا نه یې ګوري؟! (هو! ښه يې ګوري)؛ خو (د ځان) پر بيا راژوندي کېدو يې باور نه درلود.(۴۰) | |
وَإِذَا رَأَوْكَ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَذَا الَّذِي بَعَثَ اللَّهُ رَسُولًا ﴿۴۱﴾ | او چې كله دې ويني (نو) ملنډې درپورې وهي (او وايي:) ايا دا هماغه دى، چې الله استازى رالېږلى دى؟! (۴۱) | |
إِن كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ آلِهَتِنَا لَوْلَا أَن صَبَرْنَا عَلَيْهَا وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۴۲﴾ | كه د خپلو معبودانو پر لمانځنې مو ټينګار نه واى كړى؛ نو ده خو نژدې موږ له خپلو معبودانو اړولي وو او چې كله الهي عذاب وويني (نو) ژر به پوه شي، چې څوك ډېر بېلارې ول! (۴۲) | |
أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا ﴿۴۳﴾ | ايا هغه دې ليدلى، چې خپلې ځاني غوښتنې يې ځان ته معبود كړې؟ ايا سمې لارې ته يې د را اړولو پړه اخستاى شې (يا یې ملاتړ کړاى شې)؟. (۴۳) | |
أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۴۴﴾ | ايا انګېرې، ډېرى کفار (حق) اوري او (پکې) اندنه کوي؟ دوى خو (د پند په نه اورېدو كې) يوازې د څارويو په څېر دي؛ بلكې لا ډېر لار وركي. (ځکه د انسان ارزښت، په اندنه او لید کې دی) (۴۴) | |
أَلَمْ تَرَ إِلَى رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ وَلَوْ شَاء لَجَعَلَهُ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًا ﴿۴۵﴾ | ايا نه ګورې، چې پالونكي دې څرنګه سيورى غځولی دى؟!او كه یې غوښتي واى؛ نو په ټپه یې دراوه [چې ګرسره شپه وي] بيا مو لمر پرې دليل (پېژندونکی) وګرځاوه (چې سيورى پرې معلومېږي). (۴۵) | |
ثُمَّ قَبَضْنَاهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا ﴿۴۶﴾ | بيا یې رو رو ځان ته راټولوو (او د سيورى او لمر نظام واكمنوو). (۴۶) | |
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا ﴿۴۷﴾ | او (الله) هماغه ذات دى، چې شپه يې درته جامه، خوب يې دمه، ورځ يې د پاڅېدو او خوځېدو وخت وګرځاوه. (۴۷) | |
وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا ﴿۴۸﴾ | او (الله) هغه ذات دى، چې له خپل رحمته [= باران] مخكې مخكې زېري ګر بادونه لېږي او له اسمانه مو پاكې اوبه اورولي؛ (۴۸) | |
لِنُحْيِيَ بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا وَنُسْقِيَهُ مِمَّا خَلَقْنَا أَنْعَامًا وَأَنَاسِيَّ كَثِيرًا ﴿۴۹﴾ | چې يوه مړه ځمكه پرې راژوندۍ كړو او ډېر څاروي او انسانان، چې زموږ د پنځون يوه برخه ده، پرې خړوب كړو. و. (۴۹) | |
وَلَقَدْ صَرَّفْنَاهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا فَأَبَى أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا ﴿۵۰﴾ | او په يقين دغه آيتونه مو په بېلابېلو بڼو ورښوولي، چې پند واخلي؛ نو ډېرو خلكو سرغړونه وکړه او ناشکري یې خپله کړه. (۵۰) |
|
وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا ﴿۵۱﴾ | او كه موږ غوښتي واى (؛ نو) موږ به هرومرو په هر ښار او كلي كې گواښگرندى (پېغمبر) راپاڅولى و(؛ خو دا كار پکار نه و). (۵۱) | |
فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُم بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا ﴿۵۲﴾ | نو (ځكه) د كافرانو (غوښتنې) مه منه او په دې (قرآن) په ستره (فرهنګي) مبارزه ورسره لګيا شه. (۵۲) | |
وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا ﴿۵۳﴾ | او (الله) هماغه ذات دى، چې دوه سيندونه يې سره يو ځاى يو د بل تر څنګ بهولي، چې دا يو خوږ او خوندور او دا بل ښه تريو مالګين دى او د دواړو ترمنځ يې (داسې) پرده ايښې، چې ګډ نشي (او ته وا، يو بل ته وايي:) لرې وسه او نژدې مه راځه! (۵۳) | |
وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاء بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا ﴿۵۴﴾ | او (الله) هغه ذات دى، چې له اوبو يې يو بشر پيدا كړ، بيا يې (د خپلولۍ) د نسب او خسرګنۍ لړۍ ترې وغځولې (او له دې دوو لارو يې د ده نسل پراخه كړ) او ستا پالونكى ښه وسمن دى (۵۴) | |
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ وَكَانَ الْكَافِرُ عَلَى رَبِّهِ ظَهِيرًا ﴿۵۵﴾ | او (مشرکان) بې له الله داسې څيزونه نمانځي، چې نه ګټه وررسوي او نه زيان ترې تمبوي او كافران (د كفر په لار كې) د خپل پالونكي پر وړاندې [يو د بل] ملاتړ دي.(۵۵) | |
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۵۶﴾ | او (پېغمبره!) ته مو يوازې زېرګری او گواښگرندى لېږلى يې. (۵۶) | |
قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَن شَاء أَن يَتَّخِذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلًا ﴿۵۷﴾ | ووايه : ((زه په دې (= د دين په رسونه) هېڅ ډول بدله درځنې نه غواړم؛ خو (بدله مې داده) چې که څوک غواړي (؛ نو) د خپل پالونكي لوري ته دې لار غوره کړي.)) (۵۷) | |
وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ وَكَفَى بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا ﴿۵۸﴾ | او پر هغه (تل) ژوندي ذات بروسه وكړه، چې (هېڅكله) نه مري او ستاېنه او پاکي یې وايه او همدا بس دى، چې هغه د خپلو بندګانو پر ګناهونو باخبر دى. (۵۸) | |
الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ الرَّحْمَنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا ﴿۵۹﴾ | هغه ځواکمن ذات دى، چې اسمانونه او ځمكه او څه يې چې ترمنځ دي، په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل؛ بيا يې پر عرش (قدرت) استوا (او ټيکاو) وكړ (او د كايناتو پر سنبالنه لګيا شو، هغه دی) لوراند خدای؛ نو په اړه یې پوه (الله وپوښته چې پوه دی او هم پوه کسان) وپوښته. (۵۹) | |
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اسْجُدُوا لِلرَّحْمَنِ قَالُوا وَمَا الرَّحْمَنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا ﴿۶۰﴾ | او چې كله دوی ته وويل شي: ((لوراند (الله) ته سجده وكړئ.)) (؛ نو) وايي: ((لوراند څه دی؟ (موږ بیخي لوراند نه پېژنو!) ايا هغه څه ته سجده وکړو، چې ته یې راته امر کوې؟!)) (دا خبرې كوي) او كركه يې لا زياتېږي. (۶۰) | |
تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا ﴿۶۱﴾ | ډېر برکتي (او پايند) دى هغه ذات، چې په اسمان كې يې ستوري پيدا كړل او پكې يې روڼ څراغ (= لمر) او روښانه سپوږمۍ رڼه کړه. (۶۱) | |
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا ﴿۶۲﴾ | او دی هماغه ذات دى، چې كه څوك غواړي، پند واخلي يا غواړي شكر وباسي (؛ نو) شپه و ورځ يي يو په بل پسې كړې ده (او د ورځې يې چې په كومو چارو كې لنډون كړى وي، د شپې دې يې ترسره كړي يا اپوټه). (۶۲) | |
وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا ﴿۶۳﴾ | او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي؛ (۶۳) | |
وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا ﴿۶۴﴾ | او هغوى چې خپل پالونكي ته شپه پر سجده او ولاړه تېروي؛ (۶۴) | |
وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ﴿۶۵﴾ | او هغوى چې وايي: ((پالونكيه! د جهنم عذاب سخت او درون دی. (۶۵) | |
إِنَّهَا سَاءتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا ﴿۶۶﴾ | په رښتيا دا (جهنم) بدتمځی او مېشتځی دى!)) (۶۶) | |
وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا ﴿۶۷﴾ | او هغوى چې كله (د الله په لار کې) لګښت كوي؛ نو نه بېځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي؛ (۶۷) | |
وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ﴿۶۸﴾ | او هغوى چې له الله سره بل معبود نه نمانځي او هغه ساکښ په ناحقه نه وژني، چې الله یې [وژل] حرام كړي او نه زنا كوي او څوك چې دغه چارې وكړي (؛ نو) د خپلې ګناه (سزا) به ومومي. (۶۸) | |
يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ﴿۶۹﴾ | په قيامت كې يې عذاب دوه (يا څو) ګرايه زياتېږي او تل به پکې خوار پروت وي! (۶۹) | |
إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۷۰﴾ | خو څوک چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو الله يې بدي پر نېكيو اړوي او الله مهربان بښونكى دى. (۷۰) | |
وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا ﴿۷۱﴾ | او څوك چې توبه وكاږي او نېكې چارې وكړي؛ نو په رښتیا یې الله ته پناه یووړه (او خپله بدله ترې اخلي).. (۷۱) | |
وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ﴿۷۲﴾ | او هغوى چې په دروغو شاهدي نه وايي (او په باطلو غونډو كې ګډون نه كوي) او چې پر کوم عبث او چټي کار ورشي (؛ نو) په خورا عزت ترې تېرېږي [او ځان پرې نه ککړوي]؛ (۷۲) | |
وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا ﴿۷۳﴾ | او هغوى چې كله د خپل پالونكي په آيتونو نصيحت ورته كېږي (؛ نو) ځان پرې ړوند او کوڼ نه اچوي؛ (۷۳) | |
وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ﴿۷۴﴾ | او (د لوراند الله ځانګړي بندګان) هغوی دي، چې وايي: ((پالونكيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو د سترگو يخېدل راکړه او د متقیاتو مشران مو كړه.)) (۷۴) | |
أُوْلَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا ﴿۷۵﴾ | (هو) دوى به د خپل زغم له لامله (د جنت هسکې هسکې) ماڼۍ بدله ومومي او په ښه راغلاست او سلام ويلو به يې هر كلى وشي. (۷۵) | |
خَالِدِينَ فِيهَا حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا ﴿۷۶﴾ | هلته به تلمېشتی وي؛ (او دا) غوره تمځی او غوره هستوګنځى دى! (۷۶) | |
قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا ﴿۷۷﴾ | (پېغمبره) ووایه: ((که (د ایمان پر لور) ستاسې بلنه نه وي، پالونکی مې پر څه ارزښت درته نه قایلیده، ځکه په رښتیا (قرآن او پېغمبر) مو دروغ وګڼل؛ نو په ګانده کې به (عذاب درباندې) لازم شي)) (۷۷) |
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پشتو ترجمه قران کریم
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- په پښتو ژبه د قران کریم ترجمه او تفسیر
- د قرآن پښتو ژباړه
- د قرآن کریم پښتو ژباړه
- د قرآن کریم ترجمه او تفسیر په پښتو کې
- د قرآن کریم ترجمه په پښتو کې
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پشتو ترجمه
- قران کریم پښتو ترجمه - قرآن کریم پښتو ژباړه - قرآن کریم پښتو ترجمه - سوره الاحزاب - پښتو ترجمه - اندیال
- قران کریم پښتو ژباړه
- قران کریم ترجمه او تفسیر په پښتو
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.