تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عقیدوي درسونه لیکوال: ارواښاد شیخ محمد آصف محسني کندهاری لړلیک سریزه 47 لومړۍ برخه: 48 د کوشنیانو عقاید (ګروهې) 48 ستر پېغمبران. 49 د الله تعالی ثبوتیه صفات (ځانګړنې) 49 د الله تعالی سلبیه صفات.. 49 د قیامت ورځ. 49 پوښتنې 50 سپېڅلې (طیبه) کلمه. 50 خالق (پنځګر، پیدا کوونکی) 50 رازق […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

عقیدوي درسونه

لیکوال: ارواښاد شیخ محمد آصف محسني کندهاری

لړلیک

سریزه 47

لومړۍ برخه: 48

د کوشنیانو عقاید (ګروهې) 48

ستر پېغمبران. 49

د الله تعالی ثبوتیه صفات (ځانګړنې) 49

د الله تعالی سلبیه صفات.. 49

د قیامت ورځ. 49

پوښتنې 50

سپېڅلې (طیبه) کلمه. 50

خالق (پنځګر، پیدا کوونکی) 50

رازق او مهربان. 50

يوه دعا 51

موږ افغان بچي 51

دویمه برخه. 52

ژڼيو ته ګروهې (عقاید) 52

توحید. 52

وحدانیت.. 52

د توحید ډولونه. 52

حکمت.. 53

حیات/ ژوندون. 53

اراده (قصد) یا هوډ. 53

سمیع (اورېدونی) او بصیر (لیدونی) 54

الله پاک اول او آخر نه لري -الله پاک پیل و پای نه لري. 54

الله تعالی جسم نه لري. 55

الله تعالی جسماني ځانګړنې (صفات) نه لري. 55

الله پاک چاته اړمن نه دی. 55

الله تعالی عادل دی. 56

څو نور مطالب.. 57

نبوت او رسالت.. 59

د اسماني شرایعو اختلاف.. 59

د پېغمبر اکرم (ص) په راوړیو ایمان. 59

هغه انبیاء چې نامې یې په قرآن کریم راغلي دي. 60

د انبیاوو کاري کړۍ.. 60

ثواب یوازې په دین ګټل کېږي. 60

د پېغمبر اسلام (ص) د نبوت زباد. 60

د اسلام د پېغمبر (ص) ځانګړنې. 61

د ارواحو اخستل. 67

قبر ته ګټورې چارې. 67

برزخي اجسام. 67

برزخ. 67

په قبر کې سوال و ځواب.. 67

شهدأ 68

ایا ارواح، د خپلې کورنۍ لیدو ته ځي؟. 68

د برزخ په باب یوه بله څرګندنه. 68

د مړي څه په کار راځي 68

د شپېلۍ پوکل. 68

محشر. 69

د حشر او بیاراژوندي کېدو څرنګوالی 69

یو پاموړ حدیث.. 70

یو منطقي او خوله ماتونکی ځواب.. 70

د دوو پوښتونو ځوابونه. 71

د قیامت حالات.. 72

د جهنم او پُل صراط ښکاره کېدل. 72

ژغورل شوي (ناجیها) 72

بې له درېیو سترګو، ټولې ژاړي. 73

میزان (تله) 73

هرومرو د څلورو څیزونه پوښتنه کېږي. 73

د قیامت په ‌ډګر کې د لمانځه اهمیت.. 73

کړنلیک.. 74

ګواهان او شاهدان. 74

وزله. 74

له امام سره ملتیا 74

د کوثر ډنډ. 75

شفاعت.. 75

اعراف.. 75

جنت.. 75

دوزخ. 76

تر قیامت روسته. 77

خلود (تلپاتېینه) 77

د دین فروعات.. 78

الف – لمونځ. 78

ب: زکات.. 81

 لومړۍ برخه:

د کوشنیانو عقاید (ګروهې)

د دین آرونه (اصول)

۱-توحید؛ یعنې د نړۍ الله تعالی یو دی.

۲-نبوت؛ یعنې یو لک و څلرویشت زره پېغمبران چې لومړی یې حضرت آدم (ع) او روستی (خاتم) یې حضرت محمد بن عبدالله، پر حق دي.

۳-معاد؛ یعنې له مرګ روسته ژوندي کېدل، حساب، دوزخ او جنت پر حق دي.

ستر پېغمبران

ټول پېغمبران ستر دي او خورا ستر یې حضرات نوح (ع)، ابراهیم(ع)، موسی(ع) عیسی(ع) او حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) دي.

د الله تعالی ثبوتیه صفات (ځانګړنې)

دا صفات په یوه شعر کې دي، چې ژڼي دې یې یاد کړي:

عالم و قادر وحی است و مرید و مدرک- هم قدیم و ابدي دان متکلم صادق

۱-عالم (پوه)؛ یعنې الله پاک پر هر څه پوه او زموږ له ټولو کارونو خبر دی.

۲-قادر (وسمن)؛ یعنې الله پاک پر هر څه وسمن دی.

۳-حي (ژوندی)؛ یعنې الله تعالی ژوندی دی.

۴-مرید (د ارادې خاوند)؛ یعنې هر څه د الله تعالی ته تلی په ارادې دي او هر کار چې وغواړي، کوي یې.

۵-مدرک (د درک خاوند)؛ یعنې الله پاک سترګور (بینا) او اورېدونی دی.

۶-قدیم؛ یعنې الله تعالی «اول» نه لري او تل و.

۷-ابدي؛ یعنې الله پاک آخر (او پای) نه لري او تل به وي.

۸-متکلم (ویاند)؛ یعنې الله تعالی خبرې  کوي او قرآن مجید د الله پاک کلام دی.

۹-صادق (رښتونی)؛ یعنې الله تعالی رښتین دی.                                      

د الله تعالی سلبیه صفات

یعنې هغه صفات (ځانګړنې) چې الله پاک یې نه لري.

لاندې شعر ته ځير شئ:

نه مرکب بود نه جسم نه مرئی نه محل- لا شریک است و معانی تو غنی دان خالق

۱-مرکب؛ یعنې الله تعالی له څو څيزونو پیدا نه دی.

۲-جسم؛ یعنې الله تعالی جسم نه دی.

۳-مرئي؛ یعنې الله پاک په سترګو نه لیدل کېږي.

۴-محل (ځای)؛ یعنې الله تعالی ځای (او مکان) نه لري او د پېښو ځای نه دی.

۵-لاشریک؛ یعنې الله یو دی او شریک (سیال) نه لري.

۶-غني (موړ)؛ یعنې الله پاک چا ته اړمن (محتاج) نه دی او موږ ورته اړمن یو.

د قیامت ورځ

څوک چې د الله پاک عبادت وکړي (و یې لماځي)؛ نو جنت ته ځي.

څوک چې کافر وي او بد کارونه وکړي، دوزخ ته ځي.

باید تل الله (ج) ته غاړه کېدو او سرغړونه و نه کړو.

جنت یو ښه بڼ (باغ) دی، چې هر ډول مېوه او خواړه لري. په جنت کې چې څه غواړئ، درکوي یې.

په جنت کې غم و خپګان نشته، ګرسره ښادي او خوشحالي ده، دوزخ سراسر اور او د عذاب ځای دی او کفار پکې عذابېږي.

د قیامت پر ورځ ټول انسانان ژوندي کېږي.

الله تعالی له ټولو بندګانو سره حسابي کوي.

پوښتنې

موږ چا پیدا کړي (پنځولي) یو؟

د ثبوتیه صفاتو شعر ووایئ؟

د سلبیه صفاتو شعر ووایئ؟

زموږ د پېغمبر (ص) نامه څه ده؟

څو زره پېغمبران راغلي دي؟

څوک جنت ته ځي؟

څوک دوزخ ته ځي؟

مړي، څه وخت ژوندي کېږي.

توحید څه ته وایي؟

عدل یعنې څه؟

مدرک یعنې څه؟

سپېڅلې (طیبه) کلمه

اشهد ان لا (اله)- الا (الله) و اشهد ان محمداً رسول الله.

یعنې شاهدي ورکوم. چې یوازې «الله» معبود دی او محمد (ص) یې استازی دی.

خالق (پنځګر، پیدا کوونکی)

انسان، الله پاک پیدا کړی دی.

ونې بوټي الله پاک پیدا کړي دي.

غرونه الله پاک پیدا کړي دي.

ټول څاروي الله پاک پیدا کړي دي.

ځمکه و آسمان الله پاک پیدا کړي دي.

سپوږمۍ، لمر او ستوري الله پاک پیدا کړي دي.

هر څه الله پاک پیدا کړي او مخلوق یې دی.

موږ د الله پاک ښه ایسو.

موږ ته هم خپل مهربان (لورین) الله ګران دی.

رازق او مهربان

۱-څوک روزي راکوي؟  ځواب: الله پاک

۲-چا روغتیا راکړې ده؟ ځواب: الله پاک

۳-څوک تر مور و پلاره راته لورین او مهربان دي؟ ځواب: الله پاک

۴-څوک نعمتونه راکوي؟ ځواب: الله پاک

۵-چا عقل او هوښ راکړی؟ ځواب: الله پاک

۶-چا راته اوبه، هوا او خواړه پیدا کړي دي؟ ځواب: الله پاک

۷-څوک زموږ دعاوې قبلوي؟ ځواب: الله پاک

۸-له چا مرسته وغواړو؟ ځواب: الله پاک

۹-چا قرآن زموږ لارښوونې ته نازل کړی دی؟ ځواب: الله پاک

۱۰-پېغمبران چا رالېږلي دي؟ ځواب: الله پاک

يوه دعا

یا الله!

یا الله! د نړۍ الله تعالی، د ځمکې و اسمان الله تعالی

یا الله! ته ښه او مهربان یې، انسانانو ته روزي ورسوې

یا الله! ته پوه، وسمن، حکیم، بښاند، مهربان او لورین (رحیم) یې

نو ته یا الله! پر موږ مسلمان ژڼیو، لورنې، ښېګڼې او پېرزوینې ولوروه

د نړی د مسلمانانو مرستندوی شه او په خپل فضل یې یو موټی کړه.

موږ افغان بچي

موږ افغان بچیان، د زړه له کومي مسلمانان؛

 زړونه مو له ایمانه، تا لوراند ته در مات دي؛

د دین و دنیا قانون مو، یوازې د قرآن کتاب دی؛

د رسولانو پر روستي پېغمبر دې ستا سل ګونه رحمتونه وي؛

پر پاک آل، یارانو، صالحینو او نېکانو (هم).

دویمه برخه

ژڼيو ته ګروهې (عقاید)

توحید

بنا (معمار) زموږ کور جوړ کړی، د کور ور مو ترکاڼ جوړ کړی، مسي دیګ راته مسګر ساز کړی، الوتکه په کارخونه کې تکړه انجینرانو جوړه کړې ده. هېڅ څیز خود په خوده نه جوړېږي، هېڅ څيز بې فاعله (د کار له کوونکي) نه رادبرېږي.

ځمکه و اسمان هم الله پاک پیدا کړي دي.

ټول انسانان حضرت آدم و حوا ته رسي او آدم و حوا، الله تعالی پیدا کړي دي. په فضا (تشیال) کې میلیونونه ستوري شته، چې الله تعالی يې پیدا کوونکی (پنځګر) مدبر (چارسمبالی) او محرک (خوځوونکی) دی؛  د نړۍ ښکلی او باحکمته نظام (غونډال)، د هستۍ د پیداکوونکی (پنځګر) پر پوهې او قدرت دلیل دی؛ لکه چې د کتاب لیکنه، د لیکوال پر پوهې دلیل دی.

لکه څنګه چې د بادپکي پرې په هره شېبه کې چورلېدو ته د برښنا ځواک ته اړتیا لري؛ نو دغسې نړۍ، ځمکه، اسمان، انسان، څاروی، بوټي او ګیاوې، په خپل شتون (وجود) او د خپل شتون د پاتېینې لپاره، الله پاک ته اړمن دي.

د بڼ ګلونه او نیالګي، تر کرنې روسته، د بڼوال چار سمبالنې ته اړتیا لري؛ نړۍ هم تر پیدایښت روسته چارسمبالنې او تدبیر ته اړمنه ده او بېشکه چې الله تعالی، د نړۍ مدیر (سمبالوونکی) دی؛ نو ځکه الله پاک هم پیدا کوونکی (پنځګر) دی او هم مدبر (سمبالوونکی)، چې تدبیر (سمبالنه) هډو د پیدایښت غځونه ده.

 او هم عقل راته وایي، ددې پېچلي او له رازونو د ډکې نړۍ پیداکوونکی هم پوه (عالم) دی او هم قادر (وسمن)؛ ځکه که پوه نه وای؛ نو دا پېچلې او له رازونو ډکه نړۍ یې تنظیم او او ډونولای نشوه او که قادر او وسمن نه وای نه پنځولای هم نشوه.

الله پاک له ازله تر ابده پر ګردو څيزونو او د نړۍ پر پېښو پوهه لري او هېڅ څيز یې له پوهې او علمه پټ نه دی.

وهو بکل شی علیم «هغه پر هر څه پوه دی»

و هو بکل شی قدیر « او هغه پر هر څه وسمن دی»

وحدانیت

(بې د الله تعالی له ذاته) ټول موجودات (شته) چې د هستۍ په کړۍ کې دي، د الله تعالی د ارادې مخلوق دی او یوازې د الله حکم، په سراسر نړۍ او د کایناتو په ذرو کې چلي او بې له الله تعالی یو موجود هم د پیدایښت په کار او د هستۍ په تدبیر (سمبالنه) کې ونډه نه لري؛ نو په همدې پار په اسلام کې  راغلي:

لا حول و لا قوة الا بالله: ځواک او ادلون بدلون یوازې د الله تعالی په ارادې پورې تړاو لري او بس.

هو! په کایناتو کې وزلې شته؛ لکه اولاد بې مور و پلاره نه پیدا کېږي، بې وریځ باران نه ورېږي، بې اوره څه نه سوځي، وږی چې خواړه و نه خوري، نه مړېږي، درمل د ناروغیو د رغونې او تر ځمکلاندې غازونه د زلزلې وزلې دي؛ خو دا ګرسره وزلې، الله پاک رامنځ ته کړي او دا الله تعالی دی، چې «سبب ساز» دی.

د توحید ډولونه

الله پاک په خپل ذات کې شریک نه لري، دې ته «ذاتي توحید» وایي.

الله پاک د هستۍ په پنځون (پیدایښت) کې شریک نه لري، دې ته «فاعلي توحید» وایي.

الله پاک د هستۍ په سمبالنه (تدبیر) کې شریک نه لري، دې ته «تدبیري توحید» وایي.

یوازې الله پاک لمانځوړ دی او بې له ده معبود نشته، چې دې ته «عبادي توحید» وایي.

پوهه (علم)، ځواک (قدرت) او ژوندون (حیات) یې له خپل ذاته دي او له بل ځایه نه دي راغلي، دې ته «صفاتي توحید» وایي.

وجود (هستي) او د هر څيز وجودي کمالات[1] د الله پاک له ارادې راولاړېږي، بې له الله او مخلوقاتو یې بل څه په هستۍ کې نشته الا اله- الا الله.

حکمت

حکمت؛ یعنې د یوه کار هسې په هسې، چټي او بې مصلحتوب.

حکیم هغه دی چې چارې یې بې ګټې او عبث نه وي؛ بلکې مصلحت او ګټور وي.

چې کله خپل لاسي ساعت پرانزئ او پرزې یې وڅېړئ؛ نو پوهېږئ چې: مخترع یې حکیم و؛ یعنې په لاسي ساعت کې چټې پرزې نشته، هره پرزه یې ځان ته لامل او ګټه لري.

د الوتکې او د بېلابېلو ماشینونو د جوړښت په هکله هم همدغسې قضاوت- ورمندون لرئ او د مخترعینو پر حکمت یې باوري یاست. هو! الله پاک چې ځمکه، اسمان او ستوري په ځانګړي نظم پیدا کړي او د ځمکې په ګډون یې ټول کُرات، د ځانګړي حساب له مخې په حرکت کړي؛ نو بېشکه چې حکیم دي.

ګرانو زامنو! چې فزیک لولئ؛ نو ښه د الله له حکمت سره پیژندګلوي پیدا کولای شئ. څوک چې فیزیولوژي – په تېره د انسان فیزیولوژي- ولولي او د بدن د غړیو له ګټو خبر شي؛ نو د الله تعالی حکمت، په ښه توګه درک کولای شي.

هو، ګرانو لوڼو او زامنو! نن ساینس (علم) د پالونکي د پوهې (علم)، حکمت، قدرت او عظمت هنداره ده او تر خپلو نیکونو ډېر مو پر الهي حکمت پوهولای شي.

په هستۍ کې د الله تعالی ټولې چارې پر حق او د مصلحت له مخې دي؛ لکه چې د حلالو، حرامو، فرضو، واجبو، مستحبو او مکروه چارو په باب احکام؛ مانیز، اخلاقي، ټولنیز، روغتیایي او سیاسي اړخونه او مصلحتونه لري؛ نو ځکه وایو:

 الله تعالی په تکوین (د هستۍ په سازونه) او تشریع (دیني احکامو) کې مطلق حکیم (حکمت یې اندازه نه لري) دی.

حیات/ ژوندون

په انسان کې ژوند: له بدن سره د روح تړاو دی، چې زړه په حرکت راولي او وینه په رګونو کې بهوي.

الله تعالی حیات (ژوندون) لري او ژوندی دی؛ خو د الله پاک ژوندون، د انسان په څېر نه دی؛ ځکه الله (ج) جسم، زړه، رګونه او وینه نه لري؛ هغه مجرد[2] دی نه مادي[3]؛ ځکه مادي موجود محدود او کمزوری دی؛ خو مجرد موجود قوي او لایتناهي وي. همدومره پوهېږو. چې الله پاک حی (ژوندی) دی؛ خو مخلوق ته د هغه د ژوندون (حیات) حقیقت معلوم نه دی.

د ډېرو څيزونو پر شتون (وجود) پوهېږو؛ خو پر حقیقت یې نه پوهېږو. همدا اوس د خپل عقل شتون منئ؛ خو د عقل حقیقت، د روح د حقیقت په څېر نامعلوم (مجهول) دی.

الله (ج) ژوندی دی؛ ځکه پوهېږي او څه چې وغواړي، کوي یې (فعال مایشأ) اراده کوي او د خپلې ارادې له مخې اقدام کوي (هوالحی القیوم).

اراده (قصد) یا هوډ

چې کله د یوه کار کولو ته هوډ او اراده کوئ؛ نو لاس، پښه، ژبه او سر مو په حرکت کېږي، څوک ستاسې د بدن غړي په حرکت راولي؟

طبعاً به ووایئ: د بدن غړي!

ډېر ښه، څوک مو د بدن غړي په حرکت راولي؟

باید ووایئ: زموږ روح و نفس یې په خپلې ارادې په حرکت راولي؛

نو وینئ چې روح مو دومره قدرت لري، چې په مازې ارادې، غړي فیزیکي حرکت ته اړ باسي.

اوس نو پوه شئ، چې ګرده هستي، د الله تعالی په مازې ارادې شته کېږي، له منځه ځي یا له یوه حالته بل ته اوړي، که څه الله پاک د هستۍ هرې ښکارندې (شي، څيز) ته یوه وزله او اسباب جوړ کړی؛ خو د ټولو مادي څيزونو، د اسبابو او علتونو سرچینه، د الله تعالی اراده ده، بې له دې چې مادي څیز، د الله پاک پر ارادې کوم اغېز درلودای شي[4].

ووینئ قرآن مجید دا علمي او دقیق مطلب په څه خواږه او ټينګ تعبیر ویلی دی:

(( إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ[5]= كار یې دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛نو) يوازې ورته وايي،چې ((شه!))؛نو (بس) شي. ((

((بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِذَا قَضَى أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ[6]= (الله) د اسمانونو او ځمكې نو پنځى دى او چې د يو څيز د شتون اراده وكړي (؛نو) وايي : ((چې شه!))؛ نو شي .((

سمیع (اورېدونی) او بصیر (لیدونی)

داچې الله پاک مادي جسم نه دی؛ نو طبیعي ده، چې سترګې او غوږونه هم نه لري؛ خو اورېدوني، اوري او لیدوني، ویني او علت یې د الله پاک پوره ځانګړې پوهه ده، چې بې غوږونو سمیع (اورېدونی) او بې سترګو بصیر (لیدونی) دی او قرآن مجید څو وارې د الله تعالی له دې دواړو صفات+و خبر کړي یو.

ددې لپاره چې دې مطلب ته مو ورنژدې کړم چې: که څه غوږ و سترګه، د اورېدو او لیدو د وزلو د عادت له مخې دي؛ خو کله بې له دوی لیدل او اورېدل هم ترسره کېږي.

 یوه کیسه درته کوم: د هېواد په شمال کې یو ړوند د لاس په لمسولو، د قره قل پوټکی او رنګ یې چې تور، سپین یا …. دی تشخیص کاوه.

د مصر هېواد په مرکز قاهره کې یو ړوند موتړ چلوونکی و او ټکر یې هم نه کاوه او ددې شواهدو بېلګې ډېرې دي؛ نوځکه په اورېدو او لیدو کې، ددې دوه غړیو ځای، ځانګړې پوهه هم ځای نیوای شي؛ خو د الله تعالی تکلم او خبرې کول: په یوه بل جسم کې د غږ او کلام (خبرې) د رامنځ ته کولو پر مانا ده؛ لکه الله تعالی په ونې کې خبره وپنځوله، چې موسی علیه السلام دا غږ واورېد.

الله پاک اول او آخر نه لري -الله پاک پیل و پای نه لري

مادي موجودات، هر یو ځان ته پیل (اول) او پای (آخر) لري؛ انسانان، څاروي، بوټي، ګیاوې؛ هر یو ځانګړی پېر لري، چې راځي او ځي. د لاپلاس او نورو په عقیده (ګروهه) د ځمکې کُره، له لمره جلا شوې ده او ټول کُرات له داسې موادو رامنځ ته شوي، چې په انرژي، اتوم یا کوشنیو ذراتو پای مومي او په پای کې یې د طبیعت تومنه- چې میلیونونه اسماني کرات رانغاړي- تر نشتون روسته (د الله تعالی په فرمان) شته شوې ده او که الله تعالی اراده وکړي (وغواړي)؛ نو ټول موجودات، د دوی د نشتون حالت ته ورګرځوي؛ خو د الله پاک وجود (شتون) له بل ځای نه دی راغلی او د بل موجود تر ارادې لاندې نه دی او په فلسفه کې په عقلي دلایلو زباد شوې چې د «واجب الوجود» وجود یې له ځانه دی؛ نو ځکه الله تعالی نه پیل (اول) لري او نه پای (آخر) [څه چې پيل نه لري، پای نه مومي]؛ نو ځکه وایو: هغه قدیم او ابدي دی او په یوې کلمې «سرمدي»[7] دی.

هو! د هر څيز شتون (وجود)، د الله تعالی له لوري دی؛ خو د الله پاک شتون یې له ځانه دی.

لاندې بېلګو ته پاملرنه وکړئ، چې د پورته مطلب په باب قناعت درکړي:

۱- د هر څیز لمدوالی له اوبو دی او د اوبو لمدوالی له خپله اوبو دی.

۲- د هر څيز غوړوالی له غوړیو دی؛ خو د غوړیو غوړوالی یې له ځانه دی.

۳- د هر څيز تریوالی له مالګې دی؛ خو د مالګې تریووالی یې له ځانه دی.

۴-د هر څيز روښنایي له رڼا ده؛ خو د رڼا روښنایي یې (ذاتي او) له ځانه ده.

نو ځکه د هر څيز شتون (وجود)، له الله تعالی دی او د الله تعالی شتون یې عین ذات دی.

الله تعالی جسم نه لري

جسم له اجزاوو جوړ دی.

جسم، محدود دی.

جسم، مخلوق دی.

جسم، مکان (ځای) ته اړمن دی.

جسم، په یوې ځانګړې زمانې کې رادبرېږي.

جسم، پوهه او شعور نه لري، د بنیادم معرفت یې له روح څخه دی.

جسم، خلاقیت () نه لري او بالاخره له منځه ځي او خورېږي.

د الله تعالی وجود (شتون)، اجزاوې نه لري، لایتناهي (نهایت نه لري) او مجرد دی او خالق (پنځګر) دی؛ ځکه اجزاوې نه لري او لایتناهي دی؛ نو جسم نه دی؛ ځکه جسم انتها لري او هم اجزاوې.

الله پاک د اجسامو خالق (پیداکوونکی) دی. له آره هر مادي موجود، د خپل محدودیت په پار، کمزوری دی؛ خو د مجرد موجود قدرت، احاطه (رانغاړلتیا)، لایتناهي او نامحدوده ده.

هو! عوامو ته د ناجسماني موجود تصور او انګېرنه تر یوه بریده ستونزمنه ده؛ بلکې ماده پالي ترې منکر دي؛ خو واقعیت دا دی چې مجرد موجود تر مادې خورا قوي او تر مادي او جسماني موجوده سختر دی؛ زموږ روح تر یوه بریده مجرد دی او بدن تنظیموي؛ زموږ پوهه، ادراک، اخلاقي ځانګړنې او کمالات ګرسره زموږ د روح له ځانګړنو او صفاتو دي؛ نه زموږ د بدن.

نوځکه چې کله وایو: کارونه د الله تعالی په لاس کې دي، له لاسه مو مراد، قدرت دی[8]؛ ځکه الله تعالی جسم نه دی؛ نو لاس نه لري.

نوځکه قدرت په لاس تعبېرېږي؛ لکه چې وایو: پلانی کار د جمهور رئیس په لاس کې دی؛ یعنې په واک، وس او قدرت کې یې دی.

الله تعالی جسماني ځانګړنې (صفات) نه لري

دا چې پوه شو، الله تعالی جسم نه دی او ماده نه لري؛ نو جسماني ځانګړنې هم پکې نشته، د بېلګې په توګه لاندې چارو ته اشاره کوو:

۱- د الله پاک په اړه ودرېدا (سکون) نفې ده. هو! جسم یا ولاړ دی یا خوځنده او غیر جسام حرکت ودرېدانه لري.

۲-الله پاک مکان او ځای نه لري. که مسلمانان د دعا پر مهال پورته متوجه وي او لاسونه پورته نیسي، په دې پار چې د الله تعالی لورنه له اسمانه راکېوزي، نه داچې (نعوذ بالله) الله پاک په اسمان کې او پورته دی، الله پاک د اسمانونو پیداکوونکی دی او خپله کوم مکان او ځای نه لري.

۳- الله تعالی د زمان او وخت پنځګر دی او خپله په زمانه کې پروت نه دی او یوازې ستر پوهان پر دې موضوع پوهېږي.

۴- الله تعالی په دنیا او اخرت کې په سترګو نه لیدل کېږي او نه په نورو حواسو درک کېږي، دا چې الله تعالی جسم نه دی او مکان هم و نه لري؛ نو محال (ناشونې) ده، چې ولیدل شي، قرآن وایي: «لا تدرکه الابصار: سترګې الله پاک درک کولای نشي»

حضرت موسی (ع) د خپل اینډه مار قوم په وړاندیز، له الله پاک وغوښتل چې ځان وښیي، ورته وویل شو: «لن ترانی: هډو ما به و نه وینئ»؛ نو دا آیت چې وایي: «مخونه د خپل پالونکي پر لور ویني»، باید داسې تفسیر کړو، چې مخونه، د حق رحمت او لورنې ته کسي او یا د حق لورنې ته سترګې پر لار دي.

که وویل شي: الله پاک لیدل کېږي؛ نو باید الله (ج) محدود وي. که وویل شي: د الله تعالی یوه برخه لیدل کېږي؛ نو لازمېږي چې الله پاک له دوو یا څو څيزونو (مرکب او) جوړ وي؛ خو ټول دا خبره مني، چې الله تعالی نه محدود دی او نه مرکب، موږ خو خپل عقل او روح نه وینو؛ نو لا څه چې الله (ج) به څنګه ووینو؟!

الله پاک چاته اړمن نه دی

پوهه (علم)، ځواک (قدرت) او ژوندون (حیات)، د الله پاک عین ذات دی او ګرسره موجودات یې پنځولي، هغه غني (موړ) او مطلق مړه خوا دی. د الله په باب اړتیا څه مانا او مفهوم نه لري؛ ځکه و مو ویل: عالم یې مخلوق دی او بې له ده او مخلوق یې بل څه په عالم (نړۍ) کې نشته؛ نو الله پاک هېڅ څيز ته اړتیا نه لري.

هغه رانه غوښتي چې عبادت مې وکړئ؛ خو نه په دې پار چې زموږ عبادت ته اړتیا لري؛ بلکې عبادت د بنیادم نفس، کمال ته رسوي او په دنیا او جنت کې د انسان د درجو لاملېږي.

من نه کردم خلق تا سودی برم- بلکه تا بر بندګان جودی کنم

یعنې پیدایښت مې د ځان د ګټې لپاره نه؛ بلکې پر بندګانو مې د سخاوت لپاره کړی دی.

الله تعالی عادل دی

۱- الله تعالی پر هیچا ظلم و تېری نه کوي، هغه مهربان او  لوراند  و لورین (ارحم الراحمین) دی، عقل و قرآن وایي: هېڅ بې ګناه نه عذابېږي، نېکانو ته د خپل عمل بدله ورکول کېږي او کفار د خپلې ګناه په پار دوزخ ته ځي.

۲- الله (ج) انسانانو ته واک و اختیار ورکړی او انسان په خپل اختیار څه چې غواړي، کوي یې (فاعل مختار دی)، نه پر بدۍ کولو مجبور دی او نه پر نېکۍ کولو. ښه و بد کول، د بنیادم په ټاکنې پورې اړه لري، چې غاړه پرې خلاصه شوې ده (حجت پرې تمام شوی؛ یعنې حق دین ور رسېدلی دی). که انسان مجبور وای، ثواب او عذاب یې څه مفهوم نه درلود[9]؛ بلکې پر حلالو او حرامو یې مکلفیت خوشې، باطل او چټې کېده. الله (ج) انسان ته عقل، اراده او اختیار ورکړی[10] او بیا یې مکلف کړی دی. البته انسان په خپلې ارادې، اختیار او واک، هره شېبه، د الله تعالی تر (قدرت او) ولکې لاندې دی او ان مرستې او توفیق ته یې اړمن دی. هو، بنده نه مجبور دی او نه له الهي فیضه مړه خوا او نه یې د قدرت له ولکې دباندې دی او همدا د امام صادق (رح) د وینا مانا ده، چې ویلي یې دي: «لا تفویض بل امر بین الامرین: نه جبر دی او نه تفویض (یو مخې اختیار ورکونه)؛ بلکې د دواړو ترمنځ یو څيز دی.»

۳-الهي قضا و قدر پر حق دي؛ خو د بندګانو له واک او اختیار سره مخالفت نه لري.

قدر و تقدیر: یعنې د الله تعالی په پوهې (علم) کې ټول موجودات او پېښې اندازه شوي دي.

قضا: یعنې ددې پېښو پېښېدل.

د انسانانو په اختیاري کړنو کې، د بنده خپله اختیار (واک) هم مقدر او اندازه شوی دی؛ نو ځکه زموږ د کړنو په باب «قدر و قضا» زموږ له واک او اختیار سره اړخ لګوي.

یو تن په چاړه څوک وژني، هر څوک وژوونکی مجرم او د سزا وړ بولي؛ خو هېڅوک چاړه مسووله نه ګڼي؛ ځکه چاړه عقل، اراده، اختیار او واک نه لري. بالاخره هر عقلمن، د وجدان له مخې پوهېږي، چې قدرت، واک او د ټاکنې اختیار لري او په خپلو چارو کې مختار او ازاد دی؛ خو دا الله تعالی دی، چې د ارادې ازادي یې ورکړې او د هغه د لورونې او نعمت یو اغېز دی.

۴-د قرآن په څو آيتونو کې راغلي: الله تعالی څوک چې وغواړي، بېلارې او څوک چې وغواړي هدایتوي یې، ځينو خیال کړی، چې دا آیتونه، د الهي عدل مخالف دي او عقل وایي: الله تعالی څوک نه بې لارې کوي؛ بلکې ټول انسانان سمې لارې ته ورسیخوي؛ خو دې شمېر لیکوالو، د قرآن په آیتونو کې سمه ژوره ځيرنه کړې نه ده؛ ځکه الله (ج) په بل ځای کې ویلي:

((وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلاَّ الْفَاسِقِينَ[11] = او په دې قرآن یوازې فاسقان بېلارې کوي.))

په بل ځای کې وایي:

((یضل به کثیرا و یهدی به کثیرا و یهدی به کثیرا و ما یضل به الا الفاسقین والذین ینقضون عهد الله… :الله پاک، په دې ډېری بېلارې کوي او ډېری پرې سمې لارې ته ورسیخوي؛ خو یوازې فاسقان پرې بېلارې کوي او فاسقان هغوی دي چې د الله ژمنه یې ماته کړې ده.))

نوځکه الله تعالی ټول انسانان د خیر او نېکمرغۍ لارې ته ورسیخ کړي دي؛ خو کوم کسان چې د کینې او اینډې له مخې ورباندې تر غاړې خلاصونې روسته، له سمې لارې وځي او د الله تعالی ژمنه ماتوي؛ نو الله تعالی یې له خپلې لورنې لرې کوي او شونې ده، د الله تعالی له لورنې همدا لرېوالی په بېلارېتوب تعبیر شوی وي.

او په همدې دود ویلای شو: الله پاک خپلو نېکانو بندګانو ته عزت ورکوي او بدچاري ذلیلوي. تعز من تشا و تذل من تشا.

۵- د الله پاک ټولې چارې، د اوچتو موخو، وګړیزو یا ټولنيزو مصالحو له مخې او د نړۍ پر انتظام ولاړې دي. د الله تعالی په چارو کې غلطي، تېروتنه او چټيتوب نشته، الله پاک نه ظلم کوي او نه په غفلت کې کوم بدچار تر سره کوي.

د احکامو په تشریع کې هم، دغسې دی. ټول فرایض، واجبات او محرمات یا د انسانانو روحي، مانیز او اخلاقي تکامل لپاره دي او یا د دوی بدني روغتیا او ټولنیز عدالت ته دي او ددې بحث تفصیل بېل کتاب غواړي.

۶-د الله پاک د عدل او رحمت غوښتنه ده: بندګانو ته چې څه بدني او روحي دردونه او کړاوونه ورسي، الله پاک به یې په مقابل کې عوض او بدله ورکړي. هو، که مکلف انسان ته د خپل بدچار له مخې کړاو ورسي؛ نو د بدلې مستحق به نه وي.

«لیهلک من هلک عن بینة[12]= چې هلاکېدوني د دلیل له مخې هلاک شي»

کوشنیان او لیونیان د قیامت پر ورځ کوم مسوولیت نه لري؛ نو ځکه پر کوشنیانو او لیونیانو د عقل د نشتون په پار حجت تمام شوی نه دی. (یعنې حق دین ور رسېدلی نه دی).

۸-پر چاچې په دنیا کې حجت تمام شوی نه وي (؛یعنې حق دین ته ور رسېدلی نه وي)، د قیامت پر ورځ کوم مسوولیت نه لري او شونی ده، په قیامت کې امتحان ترې واخستل شي او بیا یې د ثواب او عذاب له اړخ، موقف (دریځ) مشخص شي او دا موضوع له ځينو احادیثو څرګندېږي.

نن د امریکا، اروپا، افریقا او اسیا په سیمو کې ډېری ښځينه و او نارینه و ته حق دین وررسېدلی نه دی؛ نو ځکه دوی په اصطلاح ناپوه قاصر دي نه مقصر.

۹-الله پاک پر هر چا یې د وسې هومره پېټی ورږدي او نه څوک د بل (لکه مور و پلار او اولاد) په ګناه نیسي.

۱۰-شیطان پر چا لاسبرېدای نشي، چې ګناه ته یې اړ کړي؛ بلکې کار یې تش ګناه ته وسوسه کول دي او په مقابل کې پرښته انسان خیر ښېګڼو ته هڅوي او د بنیادم فطرت هم الله لمانځنې ته ورمات دی.

څو نور مطالب

۱-ګرده مادي نړۍ حادثه ده؛ یعنې نه وه او پیدا شوې ده او د الله تعالی په اراده پنځېدلې او بې له الله تعالی هېڅ قدیمي او لرغونی څيز نشته.

۲- پر ټولو انسانانو د الله تعالی پېژندګلوي او معرفت لازم (واجب) دی او هر عاقل انسان باید د الله پېژندنې او پرې ایمان راوړو لپاره هڅه وکړي او په دې باب د خپل اولاد لاسنیوی هم وکړي.

۳- قرآن کریم وایي: الله تعالی د «لوح محفوظ» په نامه یوه دړه، لوحه او تخته لري، چې ګرسره څیزونه، کوشنۍ او سترې پېښې پکې کښل شوي. له قرآن کریم ګټنه کېږي: د «محو او ثبات» په نامه یوه بله دړه او تخته هم شته، د یوه حدیث له مخې، الله پاک لومړی قلم وپنځاوه او دستور یې ورکړ، چې تر قیامته ټول څیزونه ولیکي، چې ده هم ولیکل.

۴- الله تعالی نه جسم لري او نه زموږ په څېر نفس و روح؛ نوځکه موږ چې کوم نفساني (ځاني) ځانګړنې؛ لکه غم، ښادي، غوسه، رضا او …. لرو، الله تعالی یې نه لري او الله تعالی د پېښو ځای نه دی؛ خو په قرآن کریم او سنتو کې الله تعالی ته غوسه او رضا ورمنسوب شوې ده؛ خو نباید وانګېرو چې مراد ترې د مخلوقاتو غوسه او رضا ده؛ بلکې شونې ده، د الله تعالی رضا او غوسه، د هغه د ثواب او عذاب پر مانا وي.

۵- قرآن مجید د انسان پنځون ابتدایي او لومړنی بولي (؛ یعنې الله تعالی له پیله انسان همدغسې پیدا کړی دی) او انسان یو مستقل ډول دی چې ابوالبشر؛ حضرت آدم او حضرت حوا ته رسي او آدم له خاورو پیدا شوی او روح یې په تنه کې وپوکل شو او د ډاروین نظریه- چې انسان د میمون (بیزو) له لړۍ بولي- غلطه ده او تر ډاروین روسته، علمي شواهدو تایید نه کړه، چې لا کمزورې یې هم کړه.

۶- قرآن کریم د الله تعالی کتاب دی، چې د ۲۳ کلونو په موده کې، پر حضرت خاتم الانبیاء، د جبرئیل امین له لارې نازل شوی او تر ننه، بې لاسوهنې پاتې دی او پر مسلمانانو لازم دي، چې عمل پرې وکړي او د قرآن کریم د اخلاقي، ټولنيزو، وټیزو، کورنيزو او سیاسي اړخونو د پلي کولو لپاره هڅه وکړي؛ ځکه قرآن حکیم، د خلکو د دین او د نیا نېکمرغي تضمینوي.

۷-په زړه ړانده ماده پالي، چې له الله (ج) منکر وو، ادعا یې کوله چې ټوله مادي نړۍ، د خپل پنځون په چوکاټ کې ساده او بسطیو ذرو (اتوم) ته رسي او ټول کاینات په مازې ټکر، د اټومونو له حرکته رامنځ ته کېږي، مادیون له علت او معلوله نټه او انکار کوي؛ خو دا نظریه، د عقل له پلوه پوچه او باطله ده؛ ځکه عقل تصادف (ټکر) محال بولي او عقل هر څه د علل او د عمومي سببیت د نظم تابع او ایل بولي. چې کله اتوم تجزیه (وویشل) شو؛ نو معلومه شوه، چې د اتوم ذرې، له څو اجزاوو جوړې دي (الکترون، پروتون او نیوترون) او هر مرکب اړ دی، چې یو څوک یې جوړ کړي (؛ یعنې باید یو څوک وي، چې اجزاوې سره یې ترکیب کړي، چې یوه ټولګه ترې لاس ته راشي).

د علمي پرمختګ په پار، د مادیونو عقیدتي هډه یو مخې دړي وړي شوه او تر ننه یو توکیز پال و نه کړای شول، چې د هستۍ مبدا (پیل) معرفي کړي، خپله مادیون هم پوه شوي چې: مرکب او جوړ کړای شوي اتومونه پنځګر (خالق) او تړښتګر ته اړمن دي.

هو، د علم پرمختګ، د مادیونو د پوچو عقایدو بنسټ، د الله تعالی پېژندنې پر ګټه وځپه.

۸- علم (پوهه)، اقتصاد، حکومت او بله هره ښکارنده، د انسانانو د مادي او مانيزو نېکمرغیو په تامین او رادبرولو کې د ایمان تشه ډکولای نشي او یوازې ایمان زړونه ټکوروي:

 (( الا بذکر الله تطمئن القلوب[13]= باخبر یوازې د الله په یاد زړونه ټکور مومي.))

علم، اقتصاد او نظم هله د انسانانو له نېکمرغۍ سره مرسته کړای شي، چې پر الله تعالی او د قیامت پر ورځې له ایمان سره وي، که نه ګورئ چې میلیونونه بې ګناه انسانان یې د تباهۍ پر پاڼ درولي دي.

۹-د دیالکتیک تش په نامه فلسفه وایي: هر څيز په حرکت او خوځښت کې دی او هېڅ ثابت څيز نشته، چې دا ډېره پوچه او بې بنسټه خبره ده؛ ځکه: لومړی: دا خیالي قانون، خپله دیالکتیک هم رانغاړه او په ادلون بدلون کې نغاړلېږي (؛ یعنې دا قانون هم ثابت نه دی؛ بلکې په تغییر کې دی)؛ نو ځکه تر سموالي یې، بطلان لازمېږي.

دویم: دا قانون هېڅ دلیل نه لري او که له تجربې خبره کوو؛ نو تجربه، ټولیز قانون زبادولای نشي (؛ ځکه تجربه د جزیاتو له مخې وي، چې په پای کې هماغه جز زبادوي) او له عقل و تجربې نه په ګټنې دومره ویلای شو چې: یوه اندازه مادي ښکارندې، په بدلون کې دي، نه ټول مادي موجودات، نامادي موجودات؛ خو لا څه کوې، چې ګرسره ثبات حالت لري؛ نوځکه حق دا دی چې دغسې ووایو:

۱-یوه برخه طبیعي ښکارندې په ادلون بدلون کې دي؛ لکه ونې، شنیلي، د کال څپرکي او …

۲-ټولنیز دودونه د تغییر په حال کې دي.

۳-علوم د پراختیا په حال کې دي.

۴-یوه برخه مادي موجودات د ثبات حالت لري.

۵-د انسانانو د بنسټيزو اړتیاوو آرونه ثابت دي؛ لکه: خوراک، څښاک، نکاح، له اولاد سره مینه، جامو او کور ته اړتیا، خیرښېګڼو ته څوبتیا، له بدیو ډډه کول، له نورو سره احسان او نور په لس ګونو بېلګې، دا ګرسره ثابتې دي؛ خو څه چې په ژوند کې مو د ادلون بدلون په حال کې دي، جزیات دي.

۶-ریاضي او فلسفي قواعد، د تغییر وړ نه دي او همدغسې اخلاقي قوانین.

۷-واجب الوجود، د هستۍ خدای، ازلي و ابدي دی.

۸-الله تعالی د پرښتې په نامه یو لطیف موجود پنځولی، چې ګناه نه کوي او د الله تعالی امر عملي کوي او باید شتون یې ومنو او ستره پرښته، حضرت جبرئیل د الله تعالی د وحې امین دی او حضرت  اسرافیل، میکائیل او عزرائیل هم سترې پرښتې دي. حضرت عزارئیل د ارواحو د قبض دنده لري. (سلام الله علیهم).

نبوت او رسالت

د انسان د پیدایښت موخه، تکامل (بشپړتیا) او وړ کمالاتو ته رسېدل دي. کمال ته د رسېدو لار، پر الهي لارښوونو عمل کول دي او د الهي ادیانو او اسماني شرایعو فلسفه، د انسان د باطن او دننه سمونه، د اخلاقو تزکیه (پاکونه)، د الله تعالی عبادت او د وګړیز، ټولنیز، اخلاقي او وټيز ژوند تنظیمول دي. الله تعالی د خپلو احکامو او لارښوونو د رسولو لپاره، یو شمېر صالح او پوره (کامل) انسانان غوره کړي، چې د احکامو د تبلیغ له لارې خلک سمې لارې ته ورسیخ کړي، چې پېغمبران ورته وایو، دوی چې پوه، نېک، متقي او زغمناک نارینه او له ګناهونو او بدیو لرې وو، درې ډوله دي:

(لومړی ډله) انبیاء:

نبي هغه دی، چې د الله تعالی له لوري وحې ورته کېږي، که څه خلکو ته یې د تبلیغ مسوولیت ورتر غاړې نه وي. نبي د وحې پر مهال پرښته نه ویني، یوازې غږ یې اوري او کله وحې په خوب کې ور رسي.

(دویمه ډله) رسولان (استازي):

رسول (استازی) هغه دی، چې د وحې پرمهال پرښته ګوري او پازوال دی، چې خلکو ته الهي دستورات او لارښوونې تبلیغ کړي.

(درېیمه ډله) اولوالعزم:

دا شمېر پېغمبران د سترو شرایعو خاوندان او پینځه تنه دي، چې تر نورو انبیاوو او رسولانو برتر او اوچت دي، چې دا دي:

حضرت نوح، حضرت ابراهیم، حضرت موسی کلیم، حضرت عیسی مسیح او حضرت محمد خاتم الانبیاء والمرسلین صلوات الله علیهم اجمعین.

د الله تعالی له لوري د تورات کتاب پر حضرت موسی، انجیل پر حضرت عیسی او قرآن مجید د اسلام پر ستر پېغمبر حضرت محمد (ص) او صحېفې (پاڼې) پر حضرت ابراهیم نازلې شوي دي.

پر خلکو لازم دي، چې پر ټولو انبیاوو او اسماني کتابونو ایمان ولري.

د اسماني شرایعو اختلاف

الهي ادیان، د دین په اصولو (آرونو) کې یوه خوله دي او ترمنځ یې هيڅ ‌ډول اختلاف نشته. اختلاف یې په عملي فروعاتو او څانګو کې دی؛ لکه د لمانځه، روژې، زکات، جهاد او د بشري طبیعت د بدلون له مخې، د ځينو معاملاتو او خوراک په احکامو کې اختلاف دی.

د حضرت ابراهیم شریعت، د حضرت نوح شریعت نسخ کړ؛ یعنې د حضرت ابراهیم د شریعت په راتلو، د حضرت نوح د شریعت کارونه پای ته ورسېدل. د حضرت موسی شریعت، د حضرت ابراهیم شریعت او د حضرت عیسی شریعت د حضرت موسی شریعت نسخ کړ.

د اسلام پېغمبر په راتلو، د حضرت عیسی شریعت پای ته ورسېد او اسلام تر قیامته پورې، د الله تعالی رسمي دین شو، چې پر نړیوالو یې عمل کول لازم او نافذ دي او بې له اسلامه بل دین قانونیت نه لري او څوک چې مسلمان نه وي؛ نو کافر دی او الله تعالی بې له اسلامه بل دین نه مني.

هو! زموږ پېغمبر (ص) د پېغمبرانو خاتم دی او تر ده روسته بل پېغمبر نه راځي او قرآن کریم د الله تعالی روستی کتاب دی او ورپسې بل کتاب نه راځي او اسلام روستی دین دی، چې بل دین ورپسې نه راځي. او زموږ پېغمبر، د پېغمبرانو افضل او اکمل دی.

د پېغمبر اکرم (ص) په راوړیو ایمان

پر عقلمن انسان لازم دي، چې د اسلام د  پېغمبر؛ حضرت محمد (ص) په رسالت او خاتمیت تر ایمان راوړو پسې، څه یې چې د الله تعالی له لوري راوړي وي، ایمان راوړي.

هو! د مسلمانۍ شرط دا دی:

بې ګړپړه او بې تاویله، د آنحضرت (ص) ټولې لارښوونې ومنل شي، ان که په یوه مورد کې یې هم لارښوونه و نه منل شي، کافرېږي.

پېغمبر اکرم (ص) چې د عبادت او راکړې ورکړې په باب کوم احکام ابلاغ کړي، تر قیامته پاتې دي او اسلامي حلال و حرام، د ادلون بدلون وړ نه دي.

((ومن لم یحکم بما انزل الله فاولیک هم الکفرون[14]= هغوی چې د الله تعالی په نازل کړیو احکامو، پرېکړه نه کوي، کافران دي.))

هو! په فقهي فرعي احکامو کې، هغه پوهان چې د اجتهاد درجې ته رسېدلي وي او د احکامو پر ټولو لاسوندونو (کتاب، سنت، اجماع او عقل) مسلط، ورچاپېر او احاطه پرې ولري، د فقهي مقرراتو په چوکاټ کې فتوا ورکولای شي. دوی که په خپلې فتواوو کې حق ته ورسي او یا د خپلې راسپړنې (استنباط) په لار کې تېروځي، د الله تعالی په نزد اجر او بدله لري.

په هر حال پام مو وي، چې په فتواوو کې د مجتهدینو اختلاف یا د دوی خپله اندیزه تېروتنه ده یا د راویانو تېروتنه او دیني واقعي احکام څه اختلاف نه لري او د الله تعالی حکم یو دی او اختلاف پکې نشته.

هغه انبیاء چې نامې یې په قرآن کریم راغلي دي

له حضرت ادم (ع) تر حضرت خاتم النبیین (ص)، چې کوم شمېر پېغمبران راغلي، په غوڅه توګه معلوم نه دي او د مشهورې وینا له مخې، د الله تعالی له لوري یولک او څلرویشت زره تنه انبیاء او رسولان راغلي دي. والله العالم

په قران مجید کې د لاندې شمېر پېغمبرانو نامې راغلي دي:

حضرات: آدم، نوح، ادریس، هود، صالح، ابراهیم، لوط، اسماعیل، یسع، ذوالکفل، الیاس، یونس، اسحاق، یعقوب، یوسف، شعیب، موسی، هارون، داوود، سلیمان، زکریا، یحیی، اسماعیل صادق الوعد (پردې مبنا چې دا اسماعیل د ابراهیم (ع) زوی اسماعیل نه دی) عیسی او محمد صلی الله علیه و آله و علیهم اجمعین، چې ټول (۲۵) تنه کېږي او په احادیثو کې د (۱۹) تنو نامې راغلي، چې مشهورترین یې دا دي:

حضرات شیث، خضر، حزقیل، یوشع، دانیال او جرجیس (علیهم السلام) .

د انبیاوو کاري کړۍ

ډېری انبیاء علیهم السلام یوې سیمې او ځانګړي قوم ته رالېږل شوي او ځينو عالمانو، د حضرت نوح (ع) په باب ویلي، چې د ځمکې د مخ ټول بشر ته مبعوث شوی و؛ خو څرګند دلیل یې ورته راوړی نه دی. په هر حال د دوی د نبوت، رسالت او شریعت پېر لنډ مهالی و.

یوازې د اسلام ګران پېغمبر (ص) دی، چې تر قیامت ورځې، د ځمکې پر مخ ټول بشر ته مبعوث او رالېږل شوی دی؛ ځکه آنحضرت (ص) د انساني ډول کاملترین (خورا بشپړ) وګړی، دین یې د ادیانو خورا هر اړخیز ترین، له انساني اصیل فطرت سره اړخ لګوونکی، او د بشر د ګردو آريزو او ټولنيزو بدلېدونکیو اړتیاوو ځواب ویوونکی دی.

بلکې ویلای شو: آنحضرت (ص) په ستورلیځونو (کهکشانو) کې ټولو عقلمنو موجوداتو ته هم مبعوث شوی او ددې احتمال لاسوند دا آيت دی: «وما ارسلنک الا رحمة للعلمین[15]= ته موږ ټولو عالمیانو ته رحمت لېږلی یې» پردې بنا چې له رحمته مراد؛ نبي توب وي؛ خو دوه نور آیتونه زموږ ادعا راښیي.

((تبارک الذی الفرقان علی عبده، لیکون للعلمین نذیرا[16]= نه زوالېدونی او ډېر برکتناک دی هغه ذات چې فرقان [=د باطلو او حق بېلوونکی کتاب] یې پر خپل بنده نازل کړ، چې د نړیوالو وېروونکی دی.))

((ان هو الا ذکر للعلمین[17]= دا خو نړیوالو ته یوازې یو پند دی.))

ثواب یوازې په دین ګټل کېږي

کوم کافران چې د خلکو لپاره خدمت کوي او یا د بشر مادي نېکمرغۍ ته یې ډېر مهم نوښتونه (اختراعات) او سپړنې (اکتشاف) کړي، د ثواب حقوال دي که نه؟ دا پوښتنه ډېره کېږي؛ خو په ځواب کې وایو: د قانون له مخې، ثواب مشروط په دوو شرطونو دی: یو؛ پر الله تعالی او استازي یې ایمان (اسلام راوړل). دویم؛ عمل یوازې د الله تعالی د رضا لپاره کول. نوځکه هغوی چې مسلمانان نه دي او د پیسو یا شهرت لپاره کوم خیر کار کوي، د ثواب مستحق نه دي او د فقهي چوکاټ له مقرراتو دباندې، څوک پرېکنده ویلای نشي چې: الله تعالی له خپل فضل او کرمه څه بدله نه ورکوي او لږ تر لږه عذاب یې سپک نه کړي. نو باید دا موضوع د قیامت ورځې ته ورپرېږدو او وګورو، چې الله تعالی څه ورسره کوي. په یو شمېر روایاتو کې راغلي: یو کافر چې له مؤمن سره مرسته کوله، په دوزخ کې نه عذابېده. والله العالم.

د پېغمبر اسلام (ص) د نبوت زباد

پوهانو د حضرت خاتم الانبیاء (ص) د نبوت او رسالت زباد ته ډېر دلایل ویلي دي او ما (لیکوال) تقریباً (۲۵) کاله مخکې په دې باب د قرآن یا د اسلام د لاسوند په نامه یو کتاب لیکلی و، چې زباد ته مې یې څه له پاسه شل دلایل راوړي ول؛ خو داچې اوسنی کتاب په ساده توګه د عامو خلکو لپاره دی، نه پوهانو ته؛ نو ځکه د یوه دلیل په راوړو، چې دوه سريزې لري، بسیاینه کوي.

لومړۍ سریزه: ټول کفار، د قریشو مشرکان او اوسني مستشرقین اعتراف (منښته) کوي، چې آنحضرت (ص) سبق نه دی ویلي. له لیک لوست سره نابلده و او قرآن دا موضوع یاده کړې ده:

((وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ [18]= او [د وحې او نبوت] تر مخه دې، نه كوم كتاب لوست او نه دې په خپل ښي لاس څه ليكل (حال دا که لوستل او ليکل دې کړاى شول؛نو) باطل اندي هرومرو (د قرآن په اړه) شكمنېدل .((

که انحضرت (ص) په کوشنیوالی او ځوانۍ کې سبق لوسته؛ نو قریشی کفارو یې دا آيت تکذیب او دروغجن ګڼلو ته ستر لاسوند وړاندې کاوه او مجبور نه ول، په جګړې ورسره لاس پورې کړي؛ خو په دې باب هېڅ ډول نیوکه، ان د اسلام د دښمنانو له خوا نقل شوې نه ده.

دویمه سریزه: قرآن، چې له تواتر ورهاخوا، د حضرت پېغمبر (ص) له پېره تر ننه رارسېدلی، له ټولو سره دی. په دې کتاب کې د طبیعت ورهاخوا، الله تعالی پېژندنې، توحید، معارفو او د ځمکې او اسمان مسایل او همدا راز اخلاق، فقه، حقوق، تاریخ او د لس ګونو نورو موضوعاتو خبرې شوي، چې د اوسني پېر پوهان لا تر اوسه، د ځينو آیتونو له څېړنې بېوسې دي او څومره چې فلسفه او تجربي علوم (ساینس) پرمختګ کړی؛ نه یوازې یې دې کتاب ته کومه ستونزه ورمخې ته کړې نه ده؛ بلکې په نوې پېر کې یې د قرآن عظمت لا ډېر کړی دی.

اوس، خپل عقل ته مراجعه او ازاد قضاوت وکړئ:

ایا یو نالوستی دغسې هر اړخیز کتاب او یو کامل شریعت راوړی شي؟ هډو نه؛ بلکې محال ده، چې یو نالوستی په پوهنتون، ان په لومړني ښوونځي کې یوه اوونۍ سبق ورکړای شي؛ نو په پرېکنده توګه پوهېږو، چې قرآن مجید د حضرت محمد (ص) د فکر جوړ او ساز نه ؛ بلکې د الله تعالی له لوري پرې نازل شوی یو کتاب دی.

د اسلام د پېغمبر (ص) ځانګړنې

پوهانو خاتم المرسلین (ص) ته ځينې ځانګړنې ذکر کړي، چې ما (لیکوال) په خپل یو ستر کتاب کې تر ډېرې څېړنې روسته، تر (۹۰) پورې راټولې کړي دي. آنحضرت (ص) پرېمانه فضایل، مناقب او ځانګړنې لري او پر ځای ده چې په باب یې ووایو:

کتاب فضل ترا آب بحر کافی نیست- که تر کند سر انګشت و صفحه بشمارند

(ستا د ځانګړنو د کتاب کښلو لپاره د سمندر اوبه بسیا نه دي، چې د ګوتو سرونه لامده کړي او پاڼې وشمېري)

د لوستونکیو د خبرتیا لپاره ډېر لږ فضایل یې راوړو او تفصیل یې جلا کتاب غواړي:

۱-د معراج پر شپه چې آنحضرت (ص) اسمانونه وکتل، د قرب روستیو درجو ته ورسېد.

۲-تر ټولو مخلوقاتو برتر دی.

۳-پر آنحضرت (ص) د شپې لمونځ فرض و.

۴-امت یې په امتونو کې غوره امت دی.

۵-د قیامت پر ورځ د شفاعت خاوند دی.

۶-لومړی تن دی، چې جنت ته ننوځي.

۷-یوازې سترګې یې ویدېدې او زړه یې تل ویښ و.

۸-د قیامت پر ورځ د کوثر ډند خاوند دی.

۹-لومړی تن دی، چې په میثاق او ژمنه کې یې پر الله تعالی ایمان راووړ.

۱۰-د احکامو د تشریع واک یې درلود. دا یو پېچلی بحث دی.

۱۱-د هر مؤمن تر ځان یې ور ړومبی و.

۱۲-په مړینه یې ځمکې ته اسماني وحې پرې شوه.

۱۳-د انحضرت (ص) مېرمنې د مؤمنینو میندې دي.

۱۴-د انحضرت (ص) تر وفات روسته، د مېرمنو نکاح یې پر امت حرامه ده.

۱۵-د سترو خویونو خاوند و.

۱۶-د پوهې او علم ښار و «انا مدینة العلم و علی بابها»

۱۷-په یوه وخت کې، له څلورو زیاتو ښځو سره نکاح ورته جایز وه.

هو، انحضرت (ص) په مکه کې وزیږېد او تر څلویښت کالو روسته، الله تعالی د خپل استازي په توګه وټاکه او لومړی تن چې ایمان یې پرې راووړ؛ درنه او عزتمنه مېرمن، ام المؤمنین خدیجه او حضرت امیرالمؤمنین علی وو او حضرت ابوطالب د آنحضرت (ص) ستر ملاتړی و؛ خو د مکې قریشو پر خپل شرک او بوتپالنې ټينګار درلود او د اسلام د خپرولو یې مخه نیوه او ډېر لږ شمېر چې اسلام راووړ، نور پر خپل کفر پاتې شول او د حضرت خدیجې او ابوطالب تر وفات روسته، انحضرت (ص) د رسالت تر ۱۳ کلونو روسته، له مکې مکرمې نه مدینې ته هجرت وکړ او د اسلام حکومت په جوړولو لګیا شو، تر دې چې له لسو کلونو جهاد، ارشاد او اسماني وحې له تبلیغ روسته، په ۶۳ کلنۍ کې په مدینه منوره کې له فاني نړۍ سترګې پتې کړې او د نبوت (۲۳) کلن ویاړلی پېر یې  د ځمکې پر مخ د بشریت برخلیک واړو. په مړینې یې الهي وحې پای ته ورسېده؛ خو قرآن مجید او سنت یې- د شریعت دوه سترې سرچینې- د بشریت لارښوونې او نېکمرغۍ ته پاتې دي او همدا راز اهل بیت او د انحضرت اصحاب.

یک روز ګر بود همه تاریخ روزګار- روز محمد است، نبی بزرګوار

«یعنې که روزګار په ټول تاریخ کې یوه ورځ وي؛ نو دا د ستر نبي محمد (ص) ورځ ده».

معاد

د ارواحو اخستل

له بدنه د روح اخستو او له بدن سره د روح پرېکون ته مړینه وايي. روح، ملک الموت؛ حضرت عزرائیل او هغه پرښته، د الله تعالی په حکم اخلي، چې دده تر څارنې لاندې ده.

((الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلامٌ عَلَيْكُمُ ادْخُلُواْ الْجَنَّةَ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ [19]= (د مرګ) پرښتې، چې د سپېڅليو او پاكانو ساه ګانې اخلي، ورته وايي :(( پر تاسې دې سلام وي! د خپلو كړنو له لامله [ځئ] جنت ته ورننوځئ.))

انسان ته یو اجل (د عمر ټاکلې نېټه) دی، چې یوه شېبه مخکې روسته کېږي نه او دا اجل، حتمي اجل دی او د روح اخستو پر مهال، پرښتې، نېکانو ته د الهي نعمتونو زېری ورکوي او بدچاري یې له مخې او شا وهي. مؤمن د مړینې پر مهال، حضرت امیرالمؤمنین او کله ناکله حضرت پېغمبر (ص) او امامان ویني. ځينې له الله تعالی غواړي، چې پرښتې دوی بیا ځلي دنیا ته ورستانه کړي، چې ښې چارې وکړي؛ خو دا هیله یې نه پوره کېږي.

قبر ته ګټورې چارې

د یوه حدیث په لاسوند، چې کله مؤمن په قبر کې کېښودل شي؛ لمونځ د مړي ښي خوا او زکات یې کیڼ لوري ته درېږي، (له خلکو سره) نېکي پرې ور له پاسه وي او صبر (د الله تعالی په حکم، د ځاني غوښتنو پر وړاندې زغم) لرې درېږي، چې کله دوه پرښتې (منکر و نکیر) پوښتنو ګروېګنو ته ورشي؛ نو صبر، لمانځه و زکات ته وایي: د پرښتو مخه ونیسئ، که تاسې بېوسي یاست زه چمتو یم[20].

د زغمناکو پر حال دې خوشحالي وي، چې د الله تعالی په لار کې زغم لري او البته باید ووایو چې صبر د لټۍ او کم کارۍ ضد دی.

برزخي اجسام

د اصول کافي په یو ډاډمن لاسوند کې، ابوولاد له امام صادق (رح) پوښتي: درځار: خلک روایتوي: د مؤمنانو ارواح، د عرش شاوخوا د شنو الوتونکیو په جاغورونو کې وي. امام وویل: نه، مؤمن پر الله تعالی تردې ګران دی، چې روح یې د الوتونکي په جاغور کې کېدي؛ بلکې ستاسې په څېر بدنونو کې وي.

په بل حدیث کې وایي: «له ماهی فی حواصل طیر قلت فاین هی؟ قال: فی روضة کهیئة الاجساد فی الجنه: نه د الوتونکیو په جاغورنو کې نه دي، و مې ویل: نو چېرې دي؟ ویې ویل: په یوه بڼ کې، د جنتي تنې په څېر کې»

برزخ

له مړینې تر قیامت ورځې، زماني واټن ته «برزخ» وایي: (د پوهانو په وینا)، د مړیو ارواح، پکې د خپلې عقيدې او عمل په تناسب ژوند کوي او دا یو روحاني ژوند دی، نه مادي؛ ځکه د مړیو بدنونه خاورې کېږي او له منځه ځي.

په پرېکنده او علمي توګه، د برزخي نړۍ ځانګړنې څرګندې نه دي او په اړه یې خبرې له دې لیکنې سره مناسبې نه دي. په هر حال مؤمنانو ته مې سپارښتنه ده: خپل مړي مه هېروئ، دعا ورته وکړئ او بښنه ورته وغواړئ، خیراتونه ورپسې وکړئ او تر وسې وسې قضا شوې لمونځونه او روژې یې پر ځای کړئ او که څه شتمني ترې پاتې وي؛ لازم (واجب) دي چې د خلکو پورونه، زکات، خمس (پینځمه)، کفاره او…. ترې ورکړای شي.

((لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ[21] = ښايي په پاتې شوې نړۍ کې نېكې چارې وكړم .)) (خو ورته به وايي 🙂 داسې نه ده! دا یوه خبره ده، چې وايي یې (او كه ورستون شي؛ نو كړه وړه به يې د مخكې په شان وي) او تر شا يې د بيا ژوندي راپاڅولو تر ورځې برزخ دى (د قبر پرده ده، چې ستنېدو ته يې نه پرېږدي) . ))

په قبر کې سوال و ځواب

په قبر کې مړی، پوښتل کېږي او شونې ده پوښتنه ګروېګنه د عقایدو په هکله وي او داچې دا پوښتنه روحاني ده، که جسماني؛ خو روحاني یې تفصیل ته اړتیا لري. په هر حال، د قبر فشار هم حقیقت لري او الله تعالی دې پر ټولو ولورېږي.

امام صادق (رح) په یوه سم روایت کې ابوبصیر ته وایي: ((یسئل وهو مضغوط: له مړي په داسې حال کې پوښتنه کېږي چې تر فشار لاندې دی[22].)) ان څوک چې پر سولۍ وي، د هوا او باد تر فشار لاندې وي.

شهدأ

قرآن مجید وایي: شهیدانو ته مړه مه وایئ، دوی ژوندي دي او د خپل پالونکي پر وړاندې روزي خوري. هو! هغوی چې خپل خواږه ځانونه، د الله تعالی په لار کې ځار کړي، په برزخ کې له غوره او خوندورو درجو برخمن دي.

ایا ارواح، د خپلې کورنۍ لیدو ته ځي؟

امام صادق (رح) د بختري زوی؛ حفص ته وایي: ((رښتیا، مؤمن د خپلې کورنۍ لیدو ته ځي او څه یې چې خوښېږي، ویني یې، او څه یې چې خپه کوي ترې پټېږي. کافر هم خپله کورنۍ ویني او څه یې چې خپه کوي ویني او څه یې چې د ښادۍ او خوشحالۍ لاملېږي، ترې پټېږي. هر روح، د خپل عمل په اندازه خپله کورنۍ ویني (ځينې هره ورځ، ځينې دوه ورځې روسته، ځينې د زوال پر مهال د هرې جمعې ورځ) [23]))

د برزخ په باب یوه بله څرګندنه

ضریس کناسي له پینځم امام نه روایتوي:

((هره شپه د مؤمنانو ارواح له خپلو قبرونو د لویدیځ پر لور یوه بڼ ته دباندې راوځي او له مېوو یې خوري او له نعمته برخمن دي، یو له بل سره لیده کاته کوي او اشنا کېږي. چې سهار شي له بڼه راوځي او د ځمکې و اسمان ترمنځ په هوا کې پر تلو راتلو بوخت وي او له خپلو قبرونو خبر اخلي او په هوا کې هم یو له بل سره لیده کاته او پېژندګلوي کوي. په ختیځ کې یو اور دی چې د کفارو هستوګنځي ته پیدا شوی‎، چې له زقوم نه یې خوري او له خوټېدلیو اوبو یې څښي او سهار له دې ځایه په یمن کې د برهوت وادۍ پر لور ځي، چې تودوخه یې د دنیا تر تودوخې ډېره او دلته سره لیده کاته او پېژندګلو کوي او د شپې بیا (په ختیځ) د اور پر لور ورروان وي، چې تر قیامته پر همدې حال ژوند کوي.

ضریس وایي، و مې ویل: هغه ګناهکاران چې پر الله تعالی او پېغمبر (ص) منښته کوي او تاسې هم نه مني، حال یې څه دی؟ و یې ویل: دوی په خپلو قبرونو کې پراته دي، چې دباندې ترې نه راوځي. له دوی چې چا، ښې چارې کړي او دښمني یې راسره کړې نه وي؛ نو دلویدیځ له لوري جنت ته یوه لار ورپرانستل کېږي او د جنت یو نسیم پرې لګي او د قیامت پر ورځ یې د ښو او بدو چارو حسابي کېږي؛ روسته جنت یا دوزخ ته ځي. «فهولأ موقوفون لامرالله: کار یې په الله تعالی پورې تړاو لري» او همدغسې دي، مستضعفان، احمقان، کمعقل، کوشنیان او د مسلمانانو اولاد چې تر بلوغ وړاندې مړه شوي وي؛ خو د ناصبیانو قبرونو ته  د ختیځ له لوري د اور لمبې، لوګي او د خوټېدلیو اوبو بخار رسي، تردې چې په قیامت کې دوزخ ته ولاړ شي.))[24]

د مړي څه په کار راځي

انسان چې ومري، د ښو چارو اغېز یې ور رسي؛ لکه په ژوند کې یې چې کوم خیرات او صدقه کړي وي، کوم څيز یې وقف کړی وي، د لارښوونې او هدایت کوم دود یې چې رادبره کړی، خپله یې هم عمل پرې کړی او تر ده روسته هم عمل پرې کېږي (؛ لکه کتاب لیکل او په څېر یې) او صالح اولاد چې مور و پلار ته دعا کوي او هم کوم حج چې ورته کېږي یا کومه روژه ورته نیول کېږي او یا یې له لوري کوم خیرات ورکول کېږي. دا ګرسره مړي ته وررسي او پر برخلیک یې رغنده اغېز لري.

د شپېلۍ پوکل

د شپېلۍ وهل لکه د سورني وهل دي، چې حقیقت یې راته څرګند نه دی، د قیامت په پیل کې شپېلۍ دوه یا درې وارې پوکل کېږي.

۱-په لومړۍ شپېلۍ وهلو، ټول مړي ژوندي کېږي؛ یعنې بدنونه یې راټولېږي او روح اړیکه ورسره پیدا کوي او د یس سورت په ۵۱ او ۵۴ آیتونو کې راغلي:

((وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ.قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ.إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ.فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ[25]= او (بل ځل چې) په شپېلۍ كې پوكى وشي؛ نو یو دم به له قبرونو د خپل پالونكي (محکمې) ته ورمنډې کړي . وايي به: ((پر موږ دې افسوس وي، چا له خپلو خوبځايونو راپاڅولو؟! (هو!) دا هماغه څه دي، چې لوراند الله يې ژمنه كړې وه او استازيو (يې) رښتيا ويلي وو.))  يوازې يوه كړيكه به وي، چې ناڅاپه ټول به موږ ته راحاضر كړاى شوي وي. (او ورته ويل كېږي) نن به پر هېچا هېڅ تېرى ونشي او څه مو چې كړي، يوازې یې بدله دركول كېږي. ))

د دویم او درېیم وار شپېلۍ وهلو په باب د زمر سورت ۶۸ آيت ته پاملرنه وکړئ.

((وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونَ[26] =او په “شپېلۍ” كې، چې پوكى وشي؛ نو اسمانوال او ځمكوال بېسدېږي (او مري)، بې له هغوى چې د الله خوښه وي، بياچې بل ځل پکې پوكى وشي؛ نو ناڅاپه دوى (انسانان حساب او جزا ته) سترګې پر لار ولاړ وي.))

بله وینا ده: په لومړۍ شپېلۍ وهلو د ځمکې ګرسره ساکښ مري (صعق)[27] او په دویمې شپېلۍ وهلو حساب ته ژوندي کېږي او په دې توګه، قیامت جوړېږي، او دا چې لومړۍ نظریه سمه ده که دویمه، ښایي دویمۍ مشهوره وي؛ خو وایو: والله العالم.

دلته د کافي کتاب، یو سم سند ته پاملرنه وکړئ، چې یعقوب احمر له امام صادق (رح) روایتوي:

((ټول ځمکوال مري او یو هم نه پاتېږي، ورپسې اسمانوال مري او یو هم نه پاتېږي؛ خو ملک الموت، د عرش وړوونکي (حاملین) جبرئیل او میکائیل. نو ملک الموت د الله حضور ته درېږي، ورته ویل کېږي: څوک پاتې دي؟ په داسې حال کې چې الله تعالی پوهېږي، وایي: پالونکیه: یوازې ملک الموت، د عرش حاملین، جبرئیل او میکائیل پاتې دي. (ورته) ویل کېږي، جبرئیل او میکائیل ته ووایه: باید ومري، پردې مهال پرښته وایي: پالونکیه! دا دواړه ستا رسولان او امینان دي، الله تعالی (د دوی په ځواب کې) وایي: حکم مې کړی، چې باید هر ساکښ او د روح خاوند ومري. روسته ملک الموت خپل پالونکي ته ورځي، درېږي او ورته ویل کېږی: څوک پاتې دي (او الله تعالی پوهېږي) ورته ویل کېږي: یوازې ملک الموت او د عرش وړوونکي پاتې  دي. حکم ورته کېږي چې د عرش وړوونکیو ته ووایه: ومرئ، روسته ملک الموت په خپګان حاضرېږي، چې سترګې نه اوچتوي، ورته ویل کېږي: څوک پاتې دي؟ وایي: یوازې ملک الموت پاتې دی. الله تعالی وایي: ملک الموت ومره! ملک الموت مري. روسته په داسې حال کې چې د اسمانونو او ځمکې واک یې په واک کې دی، وایي: هغوی چېرې دي چې له ما سره یې سیالان نیول؟ هغوی چېرې دي چې بې له ما یې بل معبود لمانځه؟ انتهی لمن الملک الیوم لله الواحد القهار.))

محشر

د قیامت پر ورځ ټول انسانان بیا ژوندي کېږي او په محشر؛ یعنې د قیامت په میدان کې د خپلو نیتونو، عقایدو او کړنو حساب ته حاضرېږي او انسانان په خپلو مادي او فیزیکي بدنونو حشر او ژوندي کېږي. او دا چې قیامت څه وخت دی او د دنیا عمر څه وخت پای مومي، لمر څه وخت خپله رڼا له لاسه ورکوي، لمریز نظام ان زموږ ستورلیځ (کهکشان) څه وخت خپله عمومي جاذبه له لاسه ورکوي؟؛ نو په دې اړه معلومات نشته، ان د اسلام ستر پېغمبر (ص) هم پرې نه پوهېږي او یوازې الله تعالی پرې پوهېږي.

د حشر او بیاراژوندي کېدو څرنګوالی

دا یوه ډېره پېچلي مساله ده، چې الله تعالی پرې پوهېږي او په انبیاوو علیهم السلام کې دوو تنو د حشر او څرنګوالي په باب یې الله تعالی پوښتلی، چې څرنګه مړي ژوندي کوي؟

یو حضرت ارمیا (ع) و: یوه ورځ پر سورلۍ سور و او یو څه انځر، مېوه او اوبه هم ورسره وې او ځمکنیو، هوایي او سمندري داړنو ته یې ورپام شو، چې څاروي خوري، یو ساعت په چورت کې شو او بیا یې وویل: الله تعالی دوی څنګه (او یا چېرې) تر مرګ روسته ژوندي کوي. الله تعالی، سملاسي له ارمیا (ع) ساه واخسته او سل کاله یې مړی وساته، بیا یې ژوندی کړ او لومړی یې روح سترګو ته ورننوت او سترګې یې پرانستې او شاوخوا یې ولیدل، الله تعالی وحې ورته وکړه: څومره تم شوی یې؟ ویې ویل: یوه ورځ. چې کله یې لمر ته وکتل، چې راختلی، و یې ویل: یا د ورځې یوه برخه تم شوی یم. الله تعالی ورته وویل: بلکې سل کاله تم شوی یې، خپل خوراک څښاک ته دې وکسه، چې وراسته شوي نه دي او خپلې سورلۍ (خره) ته دې وکسه (چې وروست دی) او تا خلکو ته یوه نښه کوم (چې د مړیو په راژوندي کېدو ایمان راوړي) او هډوکیو ته وکسه: څنګه یې راټولوو او پوټکی ور اغوندو.

ارمیا (ع) ورستو هډوکیو ته وکتل: چې برخې یې راټولېږي او هغه غوښې چې داړنو خوړلې وې، له هډوکیو سره یو ځای او پرې ورنښلېدې، تردې چې د ده خپل بدن او خر یې مکمل او پوره شو. ارمیا (ع) ودرېد او خر هم. و یې ویل: پوهېږم: چې الله تعالی پر هر څه وسمن دی[28].

بل حضرت ابراهیم (ع) و، چې یې ولیدل، ځمکني او سمندري څاروي یو بل داړي او خوري، هېښ شو. و یې ویل: پالونکیه! را و ښیه چې څنګه مړي راژوندي کوې؟

الله تعالی وویل: ایا تا ایمان پرې راوړی نه دی؟

ابراهیم (ع) وویل: هو! ایمان مې راوړی؛ خو غواړم زړه مې ډاډمن شي.

ورته وویل شول، څلور الوتونکي راونیسه او ټوټه ټوټه یې کړه، بیا پر هر غره د دوی یوه برخه کېده او بیا یې راوغواړه، چې درشي او پوه شه چې: الله تعالی حکیم ځواکمن دی.

ابراهیم صلوات الله علیه، طاووس، چرګ، کوتره او کارغه ټوټه ټوټه او د دوی غوښې یې سره ګډې وډې کړې او پر لسو غرونو یې خورې ورې کړې، ورپسې یې ددې څلور واڼو الوتونکیو نوکې ونېوې او ور غږ یې کړ، چې د الله تعالی په امر راشئ. بیا د هر الوتونکي غوښه او هډوکي راټولېدل او سره نښلېدل او په دې وخت کې ابراهیم (ع) وویل: رښتیا، الله تعالی ځواکمن او حکیم دی.[29]

له ځينو ډاډمنو او صحیح السند احادیثو معلومېږي، چې:

حضرت خاتم النبین (ص) هم له الله تعالی د مړیو د حشر او ژوندي کېدو پر څرنګوالي پوهېدل ترې غوښتې وو او حضرت جبرئیل (ع) ته یې امر وکړ چې د قیامت پر ورځ د بندګانو د ژوندي کېدو څرنګوالی راوښیه.

حضرت جبرئیل وویل: ډېر ښه، او د بني ساعدو هدېرې ته یو قبر ته ورغلل، جبرئیل (ع) غږ کړ، د الله تعالی په امر راووځه! سملاسي یو تن له قبره راووت او خاورې یې له سره پاکولې او ویل یې: هلاک شوم (والهفاه).

جبرئیل امر وکړ، ځه خپل قبر ته، چې ولاړ. بیا بل قبر ته وویل، چې د الله تعالی په امر دباندې راووځه، یو ځوان راووت، چې خاورې یې له سره پاکولې، ویل یې: اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شریک له و اشهد ان محمداً عبده و رسوله و اشهد ان الساعة اتیة لا ریب فیها و ان الله یبعث من فی القبور.

جبرئیل (ع)، حضرت پېغمبر (ص) ته وویل: په قیامت کې دغسې مړي ژوندي کېږي.

یو پاموړ حدیث

امام صادق رحمه الله علیه د مړیو په باب وپوښتل شو، چې بدنونه یې وراسته کېږي. و یې ویل: هو! غوښې او هډوکي یې نه پاتېږي؛ خو هغه « طینت= څاڅکی» یې پاتېږي چې ترې پیدا شوی او دا «طینت» نه ورستېږي؛ بلکې په قبر کې «مستدیر» پاتېږي، تردې چې: (مړی) په قیامت کې له دې څاڅکي وپنځي؛ لکه چې په لومړي ځل ترې پیدا شوی و[30].

ارواښاد مجلسي د «مستدیره» په تفسیر کې وایي: یعنې د استداره (دایره وار= کړۍ) په بڼه او یا په بېلابېلو حالاتو کې د  ادلون بدلون په حال کې لکه ورستېدل او خاورې کېدل او نور، چې نوموړی طینت (څاڅکی) خوندي دی.

د تجربي علومو له نظره، د انسان شخصیت هم د بدن ټولې اجزاوې او برخې نه؛ بلکې ځينې اجزاوې یې دي او متکلمینو هم ویلي: د انسان شخصیت (وګړه) یې د بدن اصلي اجزاوې دي، نه ټولې. او ددې بحث تفصیل، ددې کتاب له حوصلې دباندې دی.

یو منطقي او خوله ماتونکی ځواب

په تاریخ کې ډېرو انسانانو قیامت او د مړیو ژوندي کېدل نه منل او د انبیاوو علیهم السلام وینا یې نه منله، یوه ورځ یو کافر، رسول اکرم (ص) ته د یوه مړي هډوکي راوړل او آنحضرت ته یې وویل: څوک دا وراسته او خاورې شوي هډوکي ژوندي کوي؟

الله تعالی یې په ځواب کې خپل استازی ته وحې وکړه: هغه چې په پیل کې پیدا کړي وو، بیا یې ژوندی کوي او الله تعالی پر هر څه پوهېږي.

هو! نیوکه او یا د مړیو له ژوندي کېدو، د کفارو نټه په دې پار ده، چې څوک به په کوم قدرت دوی ژوندي کړي او یا د بدن اصلي اجزاوې به د کومې پوهې له مخې راټولې کړي.

خو مبارک آيت دواړو نظرونو ته ځواب ورکړی، د قدرت له اړخ ورته وایي: هغه الله چې په لومړی ځل یې د انسان د پیدایښت وسه درلوده، د دویم ځل پیدا کېدو وس یې هم لري او د علم او پوهې له اړخ: خالق (پنځګر) د مخلوق له ټولو ذرو معلوت لري:

((وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ .قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ[31] = او بېلګه یې راته راوړه او خپل پنځون يې هېر كړ، و يې ويل: ((څوك به دا وراسته هډوكي راژوندي كړي؟!)) ووايه : ((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي،چې په لومړي ځل يې پيدا كړل او هغه په هر (ډول) پنځون ښه پوه (او وسمن) دى؛  ((

د دوو پوښتونو ځوابونه

لومړۍ پوښتنه:

د ادم ابولبشر له پیدایښته، د قیامت تر ورځې، د انسانانو شمېره له میلیاردونو وراوړي، د ځمکې کُره، د دومره شمېر راټولولو ظرفیت نه لري؛ نو څنګه دوی راټولېږي.

دویمه پوښتنه:

که د ځمکې ټوله کُره، د انسانانو په تومنه کې وکارېږي، بیا هم د دوی د بدنونو جوړښت ته بسیا نه ده؛ نوڅنګه به جسماني معاد شونی وي؟

د لومړۍ پوښتنې ځواب:

د ځمکې کُره به در اژوندي کیدونکیو محشر نه وي او په نظر مې جنت، دوزخ او د قیامت ډګر درې مستقلې او جلا کُرې دي، چې په قطعي توګه زموږ له لمریز غونډال او ان په ډېر قوي ګومان زموږ له ستورلیځ هم وتلې دي او د قیامت ورځ چې په لمریز نظام او یا زموږ  په ستورلیځ کې د جاذبې عمومي نظام ویجاړېږي؛ نو شونې ده زموږ ځمکه غبار او دوړه شي او له منځه ولاړه شي؛ نو ځکه موږ به د حساب لپاره بلې کُرې ته ولېږدوي، چې هرومرو د ټولو ژوندیو کړای شویو ګنجایش لري او تر محاکمې او محاسبې روسته، کفار د دوزخ اورینې کُرې ته ورسیخوي او جنتیان له دوزخه تېروي، چې جنت ته وروستول کېږي. او ددې چارو دلیل دا دی:

((يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ وَالسَّمَاوَاتُ وَبَرَزُواْ للّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ[32] =  پر هغه ورځ، چې دا ځمكه پر بله ځمكه او اسمانونه (پر نورو اسمانونو) واوړي او (خلك) د ايکي يو پياوړي “الله” پر وړاندې ورښکاره (او ورغونډ) شي. ((

د ښکاره اسمانونو ادلون بدلون بې زموږ د ستورلیځ له بدلونه میسر نه دی؛ نو ځکه د حساب کره، زموږ له ستورلیځه وتلې ده. ځیر شئ چې مطلب دقیق دی.

له جنت سره د دوزخ د کُرې د نژدېوالي دلیل، پل صراط دی چې پر جهنم ولاړ دی او خلک یې پر مخ تېرېږي او جنت ته ځي.

((وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا.ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا [33]= او (بې استثنا) تاسې ټول جهنم ته ورننوځئ، ددې حکم پوره کول ستا د پالونکي پر غاړه دى . بيا پرهېزګاران ترې ژغورو او ظالمان به په (دوزخ) كې پر ګونډو پراته پرېږدو. ((

د دویمې پوښتنې ځواب:

لومړی شونې ده، له نورو کراتو د  انسانانو د بدنونو تومنه چمتو شي او دویم، که ددې ذراتو تشې پراخې شي؛ نو له یوه کیلو ګرام بلکې څو ګرامه مادې به د یوه انسان بڼه جوړه شي. نن ویل کېږي: که د ځمکې د ذراتو تشې له منځه ولاړې شي؛ نو ځمکه به د یوه نارنخ یا مڼې په څېر شي!!!

د یوې بلې پوښتنې ځواب:

که په قیامت کې د انسان بدن، بې له دنیوي بدنه وي، چې ګناه یا اطاعت یې کړی دی؛ نو ثواب و عذاب داسې بدن ته وررسي، چې مستحق یې نه دی او دا د عدالت مخالف کار دی؛ نو ځکه باید همدا دنیوي بدن ژوندی او حشر شي.

دا ناسمه اشتباه ده، بدن د درد او ښادۍ احساس نه لري؛  بلکې غم، ښادي، درد او خوند د ادراک تابع دي او مادي بدن ادراک نه لري، ادراک د انسان د روح ځانګړنه ده او دا د انسان روح و نفس دی، چې طاعت و ګناه کوي او بدن یوازې د روح د کار وزله ده، روح د ثواب و عذاب مستحق دی، نه بدن؛ نوځکه چې روح ثابت وي، د جسم ادلون بدلون ستونزه نه راولاړوي.

له آره په هر حال د بدن پاینه شونې نه ده؛ ځکه د تجربي علومو د پوهانو په وینا، هر اوه کاله د بدن ټول حجرات (ژوندینکې) بدلېږي او نور یې ځای نیسي.

د قیامت حالات

قرآن کریم وایي: زلزله کېږي او غرونه دوړه او د کاغذ په څېر راغونجېږي، د لمر او ستوریو رڼا له منځه ځي او ستوري خورېږي؛ له ډار او اندېښنې د خلکو زړونه تر خولې راغلي وي، هر څوک په خپل فکر کې دی، بدچاری سخت پښېمانېږي؛ او که وکړای شي، له عذابه بچاوي ته، د ځمکې ټول خلک له خپل اولاد سره هم په تاوان او فدیه کې ورکړي، چې وژغورل شي؛ خو د تېښتې لار نشته.

پردې ورځ، بنیادم، له خپل رور، مور و پلار، ښځې او اولاد تښتي، هر څوک په خپلو خولو کې ډوب دی. دوزخ ژبغړاندی او جنت نژدې کېږي او چا چې ذره ذره خیر و شر کار کړی وي، سزا یې ویني. بد چاریو ته په کیڼ لاس او نېکچاریو ته په ښي لاسونو یې کړنلیک ورکول کېږي، ړومبني خپه او دویمني ډېر خوشحاله او سپین مخي دي او کفار تور مخي.

خلک په درېیو ډلو ویشل کېږي:

الله تعالی ته ورنژدې (مقربان)، ځانګړي (فاصان) او نېکان (خوبان) ، اصحاب یمین، بدچاري او اصحاب شمال

پر دې ورځ پرښتې او روح پر یوه لیکه درېږي او یو هم، بې د پالونکي له اجازې خبرې نه کوي او نه څوک، بې د الله تعالی له اجازې شفاعت کړای شي. خلک له سخت عذابه؛ لکه نشه وي، او مور له خپل تي خور ماشومه غافله وي.

هو! په قیامت کې نه خلک نشه وي او نه ماشومانو ته تی ورکول وي؛ بلکې دا آيت د قیامت د عذاب سختي انځوروي.

د جهنم او پُل صراط ښکاره کېدل

په یوه حدیث کې راغلي: چې کله ټول مخلوقات په حشر میدان کې راټول شي؛ نو دوزخ راوړل کېږي، چې زر مخونه لري او هر مخ یې د یوه لک توندو، سختګيرو سخت زړیو پرښتو په لاس (واک) کې دی، لمبی یې بلې دي او هیبتناک حالت لري، یوه لمبه یې دباندې راوځي او ټول مخلوقات رانغاړي او ټول خلک د انبیاوو او پرښتو په ګډون غږ کوي: «رب! نفسي. رب! نفسی. پالونکیه! و مې ژغوره او خاتم النبین (ص) غږ کوي: امتی امتي. الله تعالی! امت مې وژغوره، امت مې وژغوره. روسته پر دوزخ یوه لار ږدي، چې له تېرې تورې نرۍ ده او درې قنطرې او تمځایونه (د پوښتنې ګروېګنې تمځایونه) پرې ږدي: پر یوه امانت او رحم (خپلوي)، پر بل لمونځ او پر درېیمي د نړۍ پال عدالت وي.

خلکو ته امر کېږي چې له صراط نه تېر شئ: امانت او رحم (خپلوي) دوی تموي (؛ یعنې هغوی چې په امانت کې خیانت کړی او یا یې له خپلوانو سره خپلوي پرې کړې وه) او که له دې تمځایه تېر شو؛ نو لمونځ یې دروي او که له دې ځایه هم تېر شي؛ نو د کار پای، له نړۍ پال سره ده (ان ربک لبالمرصاد).

خلک پر صراط د تېرېدو پر مهال کله ښویېږي او کله ټینګ پاتېږي. پرښتې یې شاوخوا غږ کوي: ای علیم الله تعالی! و یې بښه او د بندګانو له ګناه دې تېر شه او په خپل فضل دې پرې ولورېږه او سلامت یې ولره. (بدچاري) خلک د پتنګانو په څېر په دوزخ کې لوېږي او یو شمېر هم ژغورل کېږي[34].

 الله تعالی دې پر دې حال، پر موږ ټولو ولورېږي.

ژغورل شوي (ناجیها)

د یوه معتبر الاسناد حدیث له مخې، رسول اکرم (ص) ویلي:  ((د قیامت پر ورځد چې ټول مخلوقات ټول شوي غږ کېږي، زغمناک (صابرین) چېرې دي؟

یوه ډله درېږي: موږ یوو، پرښته ترې پوښتې، صبر (زغم) مو څه و؟

ورته وایي: موږ ځانونه د الله تعالی پر اطاعت او له ګناهونو په ډډه کولو، زغم ته اړ ایستل. د الله تعالی له لوري یو منادي غږ کوي. بندګان مې رښتیا وایي لار یې پرانځئ، چې بې حسابه جنت ته ورننوځي.

بیا غږ کېږي: فضل والا څوک دي؟

یو شمېر درېږي چې موږ فضل والا یوو.

یو شمېر پرښتې ورته وایي: فضل مو څه و؟

وایي: زموږ په باب چې کومې ناپوهۍ کېدې، زغملې مو او د خلکو له بدیو تېرېدو. (غچ مو نه اخسته)

غږ ورته کېږي: رښتیا وایي: پرېږدئ چې بې حسابه جنت ته ولاړ شي.

 درېیم وار غږ کېږي: د الله تعالی ګاونډیان چېرې دي؟

یو شمېر درېږي چې موږ یو.

 یو ډله پرښتې ورته وایي: په دنیا کې مو څه کول، چې نن د الله تعالی ګاونډیان شوئ؟

وایي: د الله تعالی په پار مو مینه کوله، د الله تعالی په لار کې مو بخشش کاوه او د الله تعالی په لار کې مو مرسته کوله.

د الله تعالی له لوري ورته غږ کېږي: رښتیا وایي، پرېږدئ چې په جنت کې، د الله تعالی په ګاونډ کې، بې حسابه جنت ته ننوځي.

امام محمد باقر (رحمه الله علیه) د رسول الله د حدیث په پای کې وایي: «فهو جیران الله یخاف الناس و لا یخافون و یحاسب الناس و لا یحاسبون:  نو دوی د الله تعالی ګاونډیان دي، خلک ډارېږي خو دوی نه ډارېږي، له خلکو سره حسابي کېږي او له دوی حساب نه اخستل کېږي[35]»

بې له درېیو سترګو، ټولې ژاړي

له امام محمد باقر (رحمه الله علیه) روایت شوی:

په قیامت کې ټولې سترګې ژاړي؛ خو درې نه ژاړي: هغه سترګې چې تر ګهیځه د الله تعالی په لار کې (پر عبادت، جهاد، دیني ښوونه راښوونه، لیکنه او…. ) ویښې وي، هغه سترګې چې د الله تعالی له ډاره یې ژړلي وي او هغه سترګې چې له محرماتو پټې شوې وي.

میزان (تله)

د قیامت پر ورځ، د عدل، تلې ایښودل کېږي او ښې و بدې کړنې پکې تلل کېږي، د چاچې ښې کړنې درنې وي؛ نو ژغورل شوی او د چاچې ښې کړنې سپکې وي؛ نو زیانکار او بدمرغېږي.

خو ددې تلو حقیقت او تللو څرنګوالی یې راته معلوم نه دی او تېروتنه به وي، چې ووایو، د قیامت تله د دنیوي تلو په څېر ده،حال دا دنیوي تلې هم د بدلون په حال کې دي او اوسنۍ تلې د تېرو پنځو سوو کالو په پرتله ډېر توپیر کړی دی.

ځينې وایي: کړه وړه څنګه تلل کېږي؟

ځواب دا دی چې لومړی: شونې ده دا سنجونه مادي نه وي او دویم: شونې ده کړنې انځور شي او د کړنو انځور د علم و فلسفې له نظره یو خوږ او مفصل بحث دی چې ددې کتاب له خوصلې وتلی دی.

هرومرو د څلورو څیزونه پوښتنه کېږي

د اسلام ستر پېغمبر (ص) ویلي: لا بندګانو ګام پورته کړی نه وي، چې د څلورو څیزونو پوښتنه تر ې کېږي:

۱- عمر دې په څه کې تېر کړی؟

۲- بدن دې په څه کې زوړ کړی؟

۳- شتمني دې له کومه لاس ته راوړې؟

۴- چېرې دې لګولې ده او زموږ له اهل بیتو سره د مینې؟

د قیامت په ‌ډګر کې د لمانځه اهمیت

یو ډاډمن حدیث وایي: لمونځ ړومبی څيز دی، چې په اړه یې بنده پوښتلېږي. که قبول شي؛ نو نورې ښې چارې یې هم قبلېږي.[36]

کړنلیک

له انسان سره یې خپل کړه وړه وي او معلول له خپل علته جلا کېدونی نه دی او د قیامت پر ورځ، هر څوک خپلې کړنې که ښه یې کړي وي او که بد یې کړي وي، په لیکنه بڼه لولي او منښته پرې کوي او ورته ویل کېږي، خپله خپل حساب ته کفایت کوې.

((وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا. اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا [37]=  او موږ د هر انسان کړه وړه په خپله غاړه كې ورغوټه كړي او د قيامت پر ورځ به د يو پرانستي كتاب په توګه ورسره مخ شي (دا يې هماغه کړنليک دى). (او ورته وايو:) كتاب دې ولوله ! كافي ده نن خپله شمېرانه پخپله وكړې! ((

ګواهان او شاهدان

هر امت شاهدان لري، چې شاهدي پرې ورکوي او پېغمبر اکرم (ص) پر مسلمانانو شاهد دی او مسلمانان هم پر خلکو شاهدان دي او په قیامت کې زموږ پر کړنو له شاهدانو؛ زموږ ژبې، لاسونه، پښې او د بدن پوټکي دي، څه هیبتناکه منظره!

ژبه وایي: تا په ما غیبت کاوه، دروغ ویل، کنځل دې کول او…

لاس وایي: تا په ما پر بل تېری کاوه، نامحرمو ښځو او نارینه و ته دې ور اوږدولم.

پښې او نور غړي، هر یو څه یې چې کړي، شهادت ورکوي.

قرآن مجید وایي: د الله تعالی دښمنان خپلو پوټکیو ته وایي: ولې مو پر ضد شاهدي وایئ؟

 پوټکي وایي: هغه الله تعالی چې هر څه یې په خبرو راوړي، موږ یې هم په خبرو راوړي یو (چې ستاسې پر ضد شاهدي ورکړو).

وزله

په یوه اوږده حدیث[38] کې چې موږ یې لنډیز راخستی راغلي:

حضرت پېغمبر (ص) ویلي:  ((چې کله له الله تعالی څه غواړئ، ما ته وسیله (وزله) ولټوئ.

وویل شول: له وسیلې مراد څه دی؟

و یې ویل: زما درجه او مقام دی او زر پاټکي لري، چې له جواهرو، زبرجدو، ملغلرو، سرو سپینو او…. جوړ شوی دی او ټول انبیاء، شهیدان او صدیقین وایي: پر هغه دې خوشحالي وي چې دغسې مقام لري، پر هغه ورځ مې د رڼا جامې پر تن او د پاچاهي تاج مې پر سر، له علي سره، چې په مخکې مې روان او د «صمد» بیرغ ورسره دی، راځم او ټول انبیاء او مؤمنان مې مقام ستایي او د الله تعالی له لوري یو منادي غږ کوي:

دا مې حبیب محمد او دا مې ولي علي بن ابی طالب دی. روسته دوه پرښتې راځي: یو رضوان د جنت زېرموال او بل مالک د دوزخ زېرموال.

لومړی رضوان سلام اچوي، وایي: الله تعالی امر راته کړی، چې د جنت ګونجیانې درته راوړم.

زه د الله تعالی د نعمتونو مننه کوم او وایم: کونجیانې علي ته ورکړئ او رضوان یې هم علي ته ورکوي او ستنېږي. ورپسې مالک (د دوزخ زېرموال) سلام اچوي او وایي: الله تعالی امر راته کړی، چې د دوزخ کونجیانې درته راوړم.

زه د الله تعالی تر ستاینې روسته وایم: کونجیاني علي ته ورکړئ، چې علي د جنت او دوزخ ویشوونکی دی.

له امام سره ملتیا

قرآن کریم وایي:

((يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُوْلَـئِكَ يَقْرَؤُونَ كِتَابَهُمْ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلاً [39] =(درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله یې له مشرانو سره راوبولو؛نو چا ته یې چې خپل کړنليک په ښي لاس كې وركړ شي؛ نو خپل کړنليک به (په خوښۍ او خوشحالۍ) لولي او د ( کجورې د زڼي د) نري تار هومره ظلم به پرې ونشي.))

نوځکه د قیامت لیکې، د خپلو مشرانو په مشرۍ جوړېږي. په روایاتو[40] کې راغلي چې د اهل بیتو هر یو امام، د خپلې زمانې له خلکو سره محشر ته راځي.

د کوثر ډنډ

وایي: د کوثر ډنډ، یوازې پېغمبر اکرم (ص) ته ځانګړی دی، چې خوږې خوندورې اوبه لري او خلک د قیامت په ډګر سخت ورته اړتیا لري او مشهوره ده چې علي (ک) د کوثر ساقي دی او حضرت رسول اکرم (ص) د کوثر ډنډ تنظیم ورپرېښی دی.

شفاعت

۱-هېڅ مخلوق بې د الله تعالی له اجازې شفاعت نشي کړای.

۲- پېغمبرانو ته اصلاحیت ورکړ شوی دی.

۳-هېڅ پېغمبر، د اسلام تر پېغمبر مخکې شفاعت نه کوي او انحضرت (ص) ړومبی شافعي دی، چې شفاعت کوي او الله پاک یې هم شفاعت مني او همدا «محمود مقام» دی، چې په قرآن مجید کې الله تعالی یې وعده ورکړې ده.

۴-د اهل بیتو امامان هم شفاعت کوي او مؤمنان هم د شفاعت حق لري او شفاعت کوي.

اعراف

د اعراف په باب ویل شوي:

د دوزخ او جنت ترمنځ یو غر دی. ځینو ویلي: یو لوړه او غونډۍ ده، ځينو ورته پل صراط او یا د پل صراط یوه برخه ویلې ده، په هر حال اعراف نه جنت دی او نه دوزخ.

قرآن مجید   (اعراف/۴۶-۴۹) وایي:

((وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلاًّ بِسِيمَاهُمْ وَنَادَوْاْ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ= او ترمنځ یې پوله ده او پر لوړو (اعراف) يې داسې سړي وي،چې دا هر يو له څېرو پېژنې او پر جنتيانو غږ کوي : (( سلام پر تاسې!)) چې دوی لا تر اوسه جنت ته ورننووتي نه دي (؛ خو ورته) هيلمن دي. ((

((وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَارُهُمْ تِلْقَاء أَصْحَابِ النَّارِ قَالُواْ رَبَّنَا لاَ تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ =  او چې سترګې يې پر دوزخيانو ولګي؛ نو وايي: (( پالونكيه! له ظالمانو سره مو مه يو ځاى كوه .))

((وَنَادَى أَصْحَابُ الأَعْرَافِ رِجَالاً يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُواْ مَا أَغْنَى عَنكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ=   اعرافيان به (دوزخي) سړيو ته چې له څېرو يې پېژني، ورغږ كړي :(( ( ومو ليدل چې) ستا (د شتمنيو او وګړيو) راغونډونه او همېشنۍ لويي مو په ښه در نه غلل))

له ډاډمنو او ناډاډمنو احادیثو معلومېږي، چې په اعراف کې دوې ډلې خلک دي.

۱-د الله تعالی ځانګړي نارینه، چې جنتیان او دوزخیان پېژني، چې قرآن مجید په پورته آیت کې ویلي دي.

۲-ګناهکار مؤمنان چې د ثواب د کمښت او د ګناهونو د ډېرښت په پار، تر اوسه یې  جنت ته د تلو اجازه ترلاسه کړې نه ده او کار یې الله پاک ته بند دی. والله العالم.

جنت

۱-جنت، په زرګونو وارې تر ځمکې لوی دی.

۲-د قرآن له ظاهره او یو شمېر احادیثو څرګندېږي، چې جنت و دوزخ همدا اوس پیدا شوي او شته.

۳-په جنت کې، د اوبو، شیدو او څښاک بهېدلې ویالې، ډول ډول مېوې، د الوتونکیو غوښې، د ژوند وزلې او ټول هغه نعمتونه چې د جنتیانو زړونه یې غواړي شته.

۴-ښکلې حورې، پاکيزه او پی مخې ښځې چمتو دي.

۵-په جنت کې غم، خپګان او فنا نشته او جنتیان تر ابده پکې تلپاتې وي.

۶-وریښمینې جامې، د سرو سپینو لوښي، زینتي جواهرات او څه چې جنتي غواړي، ورته چمتو او په چوپړ کې یې دي.

۷-جنتي څښاک (شراب) د بنیادم عقل نه اغېزمنوي او هلته دښمني او کینه نشته.

۸-په جنت کې چټيات او اوتې بوتې نشته.

۹-حوري او ښځې، د یاقوتو، مرجان، ملغلرو او براق په څېر دي او له خپلو مړونو سره مینوالې وي.

۱۰-په جنت کې لمر (کړوونکې تودوخه) او سړښت نشته او جنتیان په رورۍ ژوند کوي.

دا ټول مطالب د قرآن مجید له آیتونو ګټنه کېږي او قرآن مجید چې د جنت ټولې ځانګړې ویلي، دلته یې راوړای نشو؛ ځکه د جلا کتاب لیکلو ته اړتیا لري.

الله تعالی دې توفیق راکړي چې بندګي او اطاعت یې وکړو او په اخرت کې د جنتي کېدو وړتیا پیدا کړو.

له ډاډمنو احادیثو د جنت د ځانګړنو یوه برخه:

۱۱-په جنت کې د امیرالمؤمنین علي (ک) په ماڼۍ کې، طوبی ونه ده، چې د علي د لارویانو پر کورونو یې څانګې پرتې دي.

۱۲-د جنت ښه بوی، له زرو کالو واټن لرې تر سپېږمو کېږي.

۱۳-یو ټيټ جنتي که «جن و انس» وبلي؛ نو مېلمستیا ورکولای شي.

۱۴-مؤمن ۸۰۰ باکرې او ۴۰۰۰ زره ثیب واده کوي، مراد دا دی چې ۸۰۰ باکرې تل باکرې وي.

۱۵-پېغمبر اکرم (ص) د معراج پر شپه جنت ته ورغی او یوه پرښته یې ولیده چې له سرو سپینو یې یوه ماڼۍ جوړوله؛ خو کله یې کار کاوه او کله نه. انحضرت (ص) ترې وپوښتل: ولې کله بوخت یاست کله نه؟

ورته یې وویل: که توکي راورسي کار کوو، که نه، نه یې کوو.

پېغمبر (ص) ورته وویل: د کار توکي مو څه دي؟

ویې ویل: د کار توکي مو په نړۍ کې د مؤمن دا وینا ده: «سبحان الله، والحمد لله، ولا اله الا الله والله اکبر » (نو باید مؤمنین دا ذکر ډېر ووایي)

۱۶-د جمعې پر ورځ الله تعالی پر جنتیانو تجلا کوي او مؤمنان پر سجده پرېوځي، ورته ویل کېږي: سرونه مو راپورته کړئ، چې سجده او عبادت درڅخه نه غواړم او اویا مرتبې یې نعمتونه ډېرېږي. (لازم دي چې په دنیا کې پر عبادت، ذکر، پر پېغبمر او آل محمد پر درود لګیا وسوو، چې ډېر ثواب لري).

۱۷-په جنت کې یوه ونه ده، چې د موسیقي زړه پوړې غږ ترې راپورته کېږی، چې هیچا دغسې خوږ غږ اورېدلی نه دی؛ ځکه چا چې د الله تعالی په پار حرام ساز و اواز او موسیقۍ ته غوږ ایښی نه دی؛ نو ځکه الله تعالی، دا نعمت پرې لورولی دی.

۱۸-په جنت کې یوه ویاله ده، چې دواړو خواوو ته یې حوري راټوکېدلي، چې کله مؤمن تېرېږي او ځينې یې خوښې شي؛ نو را و یې شوکوي او پر ځای یې بله حوریه ټوکېږي.

دوزخ

۱-کفار په دوزخ کې تلپاتې دي او ترې نه راوځي، عذاب یې همېشنی دی او کمی پکې نه راځي.

۲-هغوی چې د یتیم (پلار مړي) حق خوړلی، هلته اور خوري.

۳-چې کله د دوزخیانو پوټکي وسوځي، نور پرې راټوکېږي.

۴-هغوی چې سره سپین زېرمه کړي ول او د الله تعالی په لار کې یې لګولي نه ول؛ نو په دوزخ کې به یې مخونه، خواوې او شاګانې په همدې سرو سپینو (چې د دوزخ په اور سره شوي وي) داغېږي.

۵-دوزخیان تودې اوبه او زوې څښي او دا څښاک دومره ګرم وي چې د مخ پوټکی یې سوځوي.

۶-د دوزخیانو جامې اوریني دي او پر سر یې خوټېدلی اوبه تویول کېږي، چې امعاء ( څه چې په معده او ګېډه کې دي) او پوټکی ترې لاندې وځي.

۷-چې کله وغواړي وتښتي؛ نو توندخویه او سخت زړي پرښتې یې نیسي او ستنوي یې او اوسپنیز ګوزارونه ورته سترګې پر لار دي.

۸-خوراک یې د زقوم ونه ده، چې له دوزخه راټوکېږي او د دوی په نسونو کې خوټېږي.

۹-دوزخیان د دوزخ پاسوالانو ته وایي: له خپل پالونکي وغواړئ، چې یوه ورځ عذاب را نه کم کړي.

 دوی ورته وایي: ایا پېغمبرانو مو دلایل درته راوړي نه ول؟

وایي: هو، راوړي یې وو.

 د دوزخ پاسوال یې په ځواب کې وایي: دعا وکړئ چې د کافرانو دعا نه قبلېږي.

۱۰-دوزخیان په ځنځيرونو تړل شوي دي.

۱۱-چې کله دوزخیان وپوښتل شي: کومو څیزونو دوزخ ته ورښکودئ؟

وایي: لمونځ مو نه کاوه، بیوزلیو ته مو خواړه نه ورکول، په شهوت او ځاني غوښتنو کې ورډوب شوي وو او د قیامت ورځ مو دروغ ګڼله.

۱۲-د دوزخ اور یې پر زړونو ورننوتی او تر اوږو اورینو ستنو لاندې پراته وي.

۱۳-دوزخ اوه ورونه لري، چې په هر وره یو شمېر ورننوځي.

۱۴-د دوزخ اور، د دنیا تر اوره اویا ځل سخت دی.

۱۵-په جهنم کې د «سقر» په نامه یوه دره ده، یو ځل د ساه ایستو اجازه ورکړ شوه؛ نو دوزخ یې تر اغېز لاندې راوست؛ ځکه تودوخه یې د جهنم تر تودوخې ډېره وه (له حدیثه اخستل شوی).

۱۶-چې خلک په جنت او دوزخ کې میشت شي؛ نو ورپسې مرګ، د یوه پسه په بڼه راوړي او ذبح کوي یې او ټول پوهېږي، چې نور مرګ نشته. جنتیان له دې موضوع ډېر خوشحالېږي او دوزخیان ډېر خپه کېږي.

تر قیامت روسته

ځينې په زړه پورې پوښتنې لري:

 انسانان چې په جنتي او دوزخي ویشل کېږي؛ نو د پیدایښت برخلیک څه دی؛

 ایا پیدایښت (خلقت) تمېږي یا غځېږي؟

 ایا ځمکه بیا ځلي رامنځ ته کېږي که نه؟

ایا الله تعالی نور انسانان پنځوي که نه؟

ځواب: دې پوښتنې ته پرېکونی ځواب نه لرو؛ خو تر یوه بریده یې مثبت ځوابولای شو.

لومړی: عقل وایي: میلیاردونه کلونه هغه الله تعالی ته چې له مکان و زمانه دباندې دی، د یوې شېبې په څېر دي او الله تعالی ازلي و ابدي او هم فیاض او رحمن دی؛ نو لرې ده چې پیدایښت تم شي او ان ادعا کړای شو، چې عقل د خپل فطرت په حکم د پیدایښت غځېدا او دوام ته مثبت ځواب ورکوي او ان ادعا کولای شو، چې عقل په خپل فطرت د پیدایښت په دوام او غځېدا ډاډمن دی.

دویم: په یو شمېر ناډاډمنو احادیثو کې راغلي:

 ((تر قیامت او د دوزخیانو او جنتیانو تر استقرار او مېشتېدو روسته به پیدایښت دوام ومومي او تر موږ وړاندې الله تعالی یو میلیون عالم (نړۍ) او یو میلیون آدم[41] پیدا کړي دي او الله تعالی به تر موږ روسته بله نړۍ رامنځ ته کړي.))

خلود (تلپاتېینه)

۱-کینه کښ کفار په دوزخ کې دي او عذاب یې همېشنی دی او دا موضوع د اسلام له نظره جوته ده.

۲-مؤمنان په جنت کې تلپاتې دي او یو جنتي هم دویم ځل له جنته نه را وځي او دا موضوع هم ثابته ده.

۳-ایا ګناهکار مؤمنان دوزخ ته ځي که نه؟ که ځي؛ نو د دوی لومړۍ درجه ګناهکاران به پکې تلپاتې وي؟

د پوښتنې د روستۍ برخې ځواب منفي دی. مؤمنان که دوزخ ته ولاړ شي، هرومرو به لنډ مهاله وي او د حساب تر چاڼ او د منان الله تعالی تر لورنې روسته، له دوزخه راوځي او د خپل ایمان په پار جنت ته ځي او په بله وینا: یو مؤمن به هم په عذاب کې تلپاتې نه وي؛خو دا چې مؤمن ګناهکاران، دوزخ ته ځي که نه؟ پرېکنده دلیل نشته، شونې ده، فاسق مؤمنان دوزخ ته ولاړ  شي او په مودو پکې عذاب شي[42].

شونې ده د برزخ عذاب او د قیامت عذاب، جنت ته له ورتلو مخکې، د دوی ګناهونه ته بسیا شي او یا د سیدالمرسلین (ص) او سپېڅلیو امامانو شفاعت یا د منان حنان دائم الفضل والا حسان پالونکي په بښنې کې راونغاړل شي.

په ورپسې برخه کې د اصول دین له کتابه د دین د فروعاتو برخه ژباړو، چې زموږ له موخې سره اړخ لګوي.

د دین فروعات

په دې لنډه لیکنه کې د دین د فروعاتو د حکمتونو او رازونو په باب د بحث وخت نه دی؛ ځکه د دین فروعات، هغه مقررات او قوانین دي، چې د انسان په وګړیزو او ټولنیزو حالاتو پورې تړاو لري او هم یې له خالق (پنځګر) او مخلوق سره اړیکه ده، چې فقه ددې قوانینو یوه برخه ده؛ خو دلته په لنډو د لمانځه او زکات حکمتونو ته اشاره کوو:

الف – لمونځ

لمونځ یو لړ برخې، شرایط او موانع لري، چې د ځینو یې حکمتونه بیانېږي:

د لمونځ کوونکي په ځای کې د اباحه او رواتوب شرط، نوموړی متوجه کوي، چې د چا پر حق به تېری نه کوي او له خبث او حدثه په پاکوالي، د لمانځه شرط یې متوجه کوي، کوم نجاست اوچټلي چې په اوبو مینځلېږي یا کوم کدورت او تیاره چې مثلا له بې اختیاره جنابته د روح په هنداره کې پیداکېږي، د لمانځه د بطلان لامل او ذوالجلال والاکرام ته د ورمخامخېدو خنډ دی؛ نو د دروغو، خیانت، ظلم، جنایت او رذیله اخلاقو په څېر ناوړه کړنې، د لمانځه له حقیقته – چې د مؤمن معراج دی- دانسان په بې برخېتوب کې اغېز پرېباسي.

اذان چې د الله تعالی په محضر کې د حضور اعلان دی او اقامه چې قرب مقام ته د الوت لپاره د روح چمتو کېدنې سریزه ده، د دیني معارفو (او پوهاویو) نچوړ رانغاړي.

په تکبیر، د اذان او اقامې په پیل کې مازې سوچ او په دوو تهلیلو یې پای، بسیاینه کوي، چې د اسلام ښوونه او روزنه را وښيي او دا چې د تکبیر پیل، «الله» او د تهلیل پای هم «الله» دی. لمونځ کوونکی په لمانځه، ښوونځي کې زده کوي: «  هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ [43]».

په «الله »کلمې د اذان او اقامې پیل و پای او د نوزیږي په ښي غوږ کې د اذان استحباب او په کيڼ کې یې د اقامې او په توحید کلمه د محتضر (هغه چې ساه یې وځي) تلقین؛ یعنې داچې باید د انسان د ژوند پیل و پای د الله په نامې وي.

سره له دې چې تر تکبیر روسته، دوه ځل په «لا اله الله» شهادت ورکول کېږي، په پای کې هم دا غونډله بیاځلي کېږي او دا دانسان په علمي او عملي کمال کې ددې پاکې کلمې ونډه ده.

دا غونډله د لفظ او مانا له اړخ ځینې ځانګړنې لري:

ټکي یې د «الله» کلمې ټکي دي او دا چې ژبه بې خوځولو، پرې بوختېدای شي، ریا او ځانښوونه ورته لار نه لري؛ نفې او اثبات رانغاړي، چې ټینګه او سمه ګروهه پرې په ګروهو، اخلاقو او کړنه کې د باطل په نفې او د حق په زباد پای مومي؛ او د سلسلة الذهب د حدیث مانا څرګندېږي چې: « کلمة لا اله الا الله حصنی فمن دخل حصنی امن من عذابی[44]»او بشریت د رسول اکرم(ص) د وینا تل درک کوي چې و یې ویل: «قولوا لا اله الا الله تفلحوا[45]»او دا منفي او مثبت دی، چې د بشر روح د شتون (هستۍ) برښنا له مرکز سره نښلوي او دژغورنې او فلاح په رڼا یې رڼا کوي.

په «لا اله الا الله» کې په تدبر، د لمونځ کوونکي روح چاڼېږي او داسې وخت ور رسي چې ووايي: « إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ[46]»  او « فاطر السموات والارض» ته په پامنیوي، له ځمکې و اسمان تېرېږي او په اوو تکبیرونو، له اوو حجابونو هم ور اوړي او د غوږونو تر پوڅکیو د لاسونو په پورته کولو، څه چې غیر الله وي، ورشا کوي او له هر وصفه، د هغه په تکبیر او له هر بریده، چې «الله اکبر من ان یوصف»، د ده د عظمت پر وړاندې، د اوهامو او افکارو پرده څیرې کوي او له الله تعالی سره خبرو کولو ته چمتو کېږي؛ ځکه لمونځ؛ له الله تعالی سره د انسان خبرې دي او قرآن له انسان سره د الله تعالی خبرې دي؛ خو په لمانځه کې له الله تعالی سره د انسان خبرې د الله تعالی په کلام پیلېږي؛ ځکه څه یې چې انسان ته ور ښوولي، په هماغه یې ستایل شوني دي؛ نه بې له دې او د الله تعالی د کلام په درناوي یې خبرې د اورېدو وړ کېږي: «سمع الله لمن حمده».

لمونځ د:« لا صلاة له الا ان یقرا بها[47]» له مخې باید «حمد» راونغاړي او لکه چې څنګه قرآن- له مخلوق سره د خالق خبرې دي- په حمد سورت پیلېږي؛ لمونځ هم چې له خالق سره د مخلوق خبرې دي، په حمد سورت پیلېږي.

لمونځ کوونکی باید حمد و سورت د کلام الله د لوست په نیت ولولي؛ خو د لمانځه روح ته هله رسېدای شو، چې د لمانځه پر مانا او اشارو پوه او په ویناوو او کړنو کې یې  شته لطایفو ته پام کړو؛ نو ځکه د حمد سورت ځینو ځانګړو ته اشاره کوو:

په دې سورت کې د مبدا او معاد (پیل و پای) پېژندنه، د متعال الله تعالی نامې او صفات، له انسان سره د الله تعالی ژمنه او له الله تعالی سره د انسان ژمنه او د ځینو روایاتو له مخې[48]، په دې سورت کې «اسم الله الاعظم» تقطیع او ویشل شوې دي.

د دې سورت ځانګړنه داده، چې نیمايي سورت تر « ملک یوم الدین»، د الله تعالی لپاره دی او نیمایي، له «اهدنا الطراط المستقیم»، تر پایه، د انسان لپاره دی او منځنی آیت، د الله تعالی او بنده ترمنځ ویشل کېږي: الله تعالی ته عبادت او لمانځنه او انسان ته استعانت او لاسنیوي.

سورت په « بسم الله» پیلېږي، چې د رسالت ګهیځ د راختو پیل، همدا و « اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ [49]».

د «الله» نامې ځانګړنه داده، چې د ګردو اسماء الحسناوو هر اړخیزه ذاتي نامه ده: « وَلِلّهِ الأَسْمَاء الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا [50]».

او مانا یې هغه «معبود» دی، چې مخلوق پکې (متحیر او) هېښ دی او پناه وروړي: «عن علي(ک): الله معناه المعبود الذین یاله فیه الخلق و یوله الیه[51]» او بشر ته چې د خالق تعالی په تړاو کوم پوره معرفت شونی دی، له پېژندنې یې د ادراک بېوسي ده.

 ((الله)) په ((رحمن و رحیم)) ستایل کېږي، د رحمانیه او رحیمیه، د رحمت شرح په دې لنډه لیکنه کې نه ځاییږي؛ خو څه چې باید پاموړ وي، دادی چې الله تعالی له انسان سره خپل کلام او له ځان سره د انسان کلام، په « بسم الله الرحمن الرحیم» پیل کړ او دا اسماني غونډله یې د مسلمانانو د ویناوو او کړنو سریزه او د شواروز په پینځو فرضو لمونځو کې یې ددې غونډلې بیاځلي توب ته اړ کړ او ور وېښود چې د پیدايښت غونډال، د رحمت پر چورلیز چورلي او د تکوین او تشریع کتاب په رحمت پیلېږي.

د رحمانیه رحمت باران یې پر مؤمن، کافر، نېک و بد ورېږي؛ همدا راز د رحیمیه رحمت وړانګه یې پر هر پاک زړه ځلېږي: «  كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ [52]».

دین یې د رحمت دین دی او استازی یې « رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ » دی[53] او په دین کې شته حدود او تعزیرات هم رحمت دی؛ دا خبره « پر نېکیو امر او له بدیو منع» له مراتبو څرګندېږي، که د ټولنې کوم غړی، د وګړي او ټولنې له سمونې او اصلاح مخه واړوي یا د وګړي او انسانی فساد ته ورمخ کړي، لومړی یې باید په نرمۍ په درملنه پیل وشي؛ لکه چې حضرت موسی بن عمران، سره له دې چې نهه معجزې ورسره وې او د فرعون په څېر یو طاغوت ته ورولېږل شو، الله تعالی نوموړي او رور ته یې د بلنې په چار کې امر وکړ، چې په نرمۍ خبرې ورسره وکړئ؛ ځکه له بعثته موخه، قدرت او زورواکي نه؛ بلکې تذکر، یادونه، حشیت او هدایت دی: « فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى [54]» او که په درملو رغېږي ؛ نو جراحي عملیاتو ته اړتیا نشته او باید تر شوني بریده، غړی وساتل شي او که سم نشو؛ نو باید له ټولنې یې جلا کړو، چې د ټولنې ژوند تامین او خوندي شي.

نوځکه د تکوین غونډال او د دین مقررات، د «بسم الله الرحمن الرحیم» تفسیر دی او هر مسلمان هم باید په دې ښوونې او روزنې، د الله تعالی پر بندګانو د رحمت پیغام رسان وي.

تردې روسته، لمونځ کوونکی، د «الحمد لله رب العالمین» غونډلې ته متوجه کېږي، چې هره ستاینه الله ته ده؛ ځکه نړۍ پال (رب العالمین) دی او هر کمال او جمال یې د روزنې ښکارنده ده او ددې غونډلې د ویلو پر مهال، په ځان او نړۍ – اسمان، ځمکه، نبات، څاروی او انسان – کې د الله پاک د ربوبیت د اغېزو په لیدو، ستاینه ورپورې منحصروي او داچې د روزنې اغېز یې پر خورا ټیټو موجوداتو، تر اشرف کاینات پورې، د الله پاک د عمومي او ځانګړي رحمت ښکارنده ده، بیاځلي وايي: «الرحمن الرحیم».

او په فضل او رحمت کې له استغراق او ور ډوبېدو سره، داچې له الهي عدله غافل نشي، وايي: «ملک یوم الدین»؛ ځکه د الله تعالی له اوامرو سرغړونه، الله تعالی ته ټیټ کتل دي او لایتناهي عظمت، لایتناهي حرمت او درناوی لري او لایتناهي سپک لیدل، له هېڅ سپکاوي سره د پرتلنې وړ نه دي او د هغه چا سرغړاندي چې پر انسان یې حق او نعمت د شمېرنې وړ نه دی، ددغسې عمل په تړاو سزا لري؛ او په هره ګناه کې چې کوم قوت او قدرت لګېږي، د نړۍ محصول دی؛ ځکه د بنیادم ژوند په نړۍ پورې تړاو لري او انسان چې ګناه کوي، د ځمکې او اسمان له هڅو سره خیانت دی؛ نو حساب و کتاب او د جزا ورځ یې مخې ته پرته ده، چې الله تعالی وايي:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ.يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ[55]= خلكو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛ [ځکه] چې د قيامت زلزله ستره پېښه ده ! پر هغه ورځ وینې (له وېرې به حال داسې وي، چې) هره “تی وركوونكې مور” به خپل تيخور ماشوم هېر كړي او هره دوه ځانې به [بې اختياره] خپل بچى وغورځوي او خلك به بېسده وينې خو دوی به بېسده نه وي؛ بلکې د الله عذاب به سخت او دروند وي ! ))

نوځکه «مالک یوم الدین» ته پاملرنه، د عارفانو غړي لړزوي، چې کله امام زین العابدین علیه السلام دې غونډلې ته ور رسېده؛ نو دومره یې ویله، چې «کادا یموت: نژدې و، ومري[56]».

«الرحمن الرحیم» او «مالک یوم الدین» لمونځ کوونکي ته د خوف و رجا(ډار او هیلې) وزره او بڼکې ورکوي او بنیادم، د الله تعالی له عزت او رحمت سر ه اشنا کوي او په لومړۍ غونډله کې بښنه او ثواب او په دویمه کې نیونه او عذاب دی.

او پردې وخت د الله تعالی د الوهیت، ربوبیت، رحمانیت، رحیمیت، فضل او عدل عظمت یې زړه ایلوي او له غیبه سوبتیا (او خطاب) ته پام ور اړوي او له دې پوهې سره ،چې بې له الله، بل لمانځوړ نشته، وايي: « ایاک نعبد» او دې ته په پامنیوي چې عبادت هم د الله په ښیون، حول او قوت دی، وايي: «و ایاک نستعین»

په «نعبد» کې ویني، چې عبادت د بنده دی او په «نستعین» کې ویني: پر الله تعالی ده چې: «لا حول ولا قوة الا باالله»

په «ایاک نعبد» کې د جبر نفې ده او په «ایاک نستعین» کې د تفویض نفې ده او د جمع په صیغه وايي، چې ځان له مسلمانانو جلا و نه ویني او په «ایاک نعبد و ایاک نستعین» کې هم د «توحید کلمه» او هم د «کلمې توحید» عملي کوي.

چې کله یې د عبودیت وظیفه تر سره کړه، له مولا؛ نو د بنده د دعا او غوښتنې وار را رسي او وايي: «اهدنا الصراط المستقیم». د انسانیت اوچت همت او د الوهیت جلال و اکرام غوښتنه ده، چې له الله تعالی ارزښتمنترینه مرغلره وغواړي، چې دا پر سیده لار (صراط مستقیم) ښیون دی، چې له هر ډول افراط او تفریطه بچ دی او سیده لیکه، ګڼه نه وي، الله یو دی او لار یې هم یوه ده او دا هغه لیکه ده، چې د انسان له نیمګړي ټکي پیلېږي: « وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا [57]» او په مطلق کمال پای ته رسي چې: « ماذا وجد من فقدک و ماالذی فقد وجدک[58]» او « وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنتَهَى[59]» «صراط الذین انعمت علیهم» سیده لار، د هغو کسانو لار ده، چې د الله تعالی لورنه پرې شوې ده:« وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا [60]»

مسلمان له الله تعالی څخه له انبیاوو، مرسلینو، شهیدانو او صدیقینو سره یو ځای کېدل غواړي او له هغوی لرېوالی غواړي، چې پر الهي قهر اخته شوي او لار ورکي شول او ددې دعا غوښتنه ده، چې ځانونه د انبیاوو په اخلاقو سینګار او د غضب کړای شویو او لار ورکیو له لارې او خویونو ډډه وکړي او د: «اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ [61]» له مخې، سپېڅلي ذات ته – چې «  اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ [62]» دی- ور متوجه شي او د ایمان په حقیقت، د زړه په رڼو سترګو یې، عظمت ومومي او د: « فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ[63]» فرمان په امتثال، پر وړاندې یې د تعظیم او درناوي سرښکته کړي او ووايي: « سبحان ربی العظیم و بحمده».

او سر له رکوع راپورته کړي او د قرب مقام لپاره – چې په سجود کې حاصلېږي – چمتو شي او د « سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى [64]» په اطاعت، تندی پر خاورو کېدي او هغه پېرزوینه رایاده کړي، چې له تورو خاورو یې په بدن کې د عقل ډیوه ورته بله کړې او پر خاورې په سر ایښېدو کې « وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ[65]» ووینی او و وايي: « سبحان ربی الاعلی و بحمده» او په سر راپورته کولو کې « ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ [66]» خپل دنیوي ژوند وویني او ووايي: الله اکبر او دویم ځل پر ځمکه سر کېدي او هغه ورځ رایاده کړي، چې په تورو خاورو کې به وسي او تر ژوند روسته، مرګ ویني او دویم ځل سر راپورته کړي او تر ژوند روسته مرګ وویني او په دوو سجدو کې، د « مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى [67]» مانا ومومي او د خپل شتون (وجود) د پړاوونو په معرفت پوه شي.

دا په اسلام کې د عبادت بېلګه ده او په مقابل کې د مسیحیانو عبادت دادی:

«او چې عبادت کوئ، د تېرو امتونو په څېر باطل مه تکراروئ؛ ځکه دوی انګېري، چې د زیاتو ویلو په پار قبلېږي؛ نو د دوی په څېر مه کوئ؛ ځکه مخکې تردې چې وپوښتئ، پلار مو ستاسې پر اړتیاوو پوهېږي؛ نو داسې دعا وکړئ: ای زموږ پلاره چې په اسمان کې یې، نامه دې سپېڅلې وسه، ستا ملکوت دې راشي؛ لکه چې په اسمان کې دې اراده په ځمکه کې هم شي، زموږ د ورغوي ډوډۍ همدا نن را، پورونه مو وبښه؛ لکه چې موږ هم خپل پوروړي بښو، ازمېښت راباندې مه کوه؛ بلکې له شریر مو وژغوره؛ ځکه تر ابده الاباد ملکوت، قوت او جلال ستادی[68]»

په دې عبادت کې ځینو برخو ته یې اشاره کېږي:

۱- «ای زموږ پلاره» پر الله تعالی د پلار اطلاق یا حقیقي دی یا مجازي، که په حقیقت وي، الله تعالی ته د تولید ورمنسوبول، د مخلوق صفت ورته زبادول او خالق مخلوق ګڼل دي او که په مجاز وي، تشبیه ده او خالق له مخلوق سره ورته کول، خالق ته د مخلوق صفت زبادول دي او دغسې عبادت، د مخلوق عبادت دی نه د خالق.

خو په اسلام کې عبادت د هغه خدای عبادت دی چې نباید عقول یې له معرفت او پېژندو لاس پر سر شي او نه یې له نورو سره ورته او تشبیه کړو.

۲- الله تعالی ته تر ثنا او ستاینې روسته، غوښتنه یې بسیا ډوډۍ ده؛ مسیحیي په لمانځه کې له الله تعالی د خېټې ډوډۍ- چې د انسان بدن ته لکه څاروي ته واښه دي- غواړي او مسلمانان د سیده لار (صراط المستقیم) – چې د عقل د سترګو رڼا او په صراط کې مراد الله دی- هدایت غواړي.

۳- « پورونه مو راوبښه؛ لکه چې موږ هم خپل پوروړي بښوو»

دروغ ګناه ده او په ګناه عبادت شونی نه دی، ایا مسیحیان خپل پوروړي بښي، چې له خپل الله تعالی سره دغسې وايي؟!

د لنډیز لپاره د نورو مللوله عبادت سره، له پرتلنې تېرېږو.

ب: زکات

لمونځ له خالق سره دانسان اړیکه او زکات له مخلوق سره د انسان اړیکه ده.

او د قرآن مجید په ډېری آیتونو کې زکات له لمانځه سره راغلی دی:

« عن ابی جعفر و ابی عبدالله (رح) قال: «فرض الله الزکاة مع الصلاة: الله زکات له لمانځه سره فرض کړی دی[69]»

د انسان ژوند مدني مزاجی دی او په ټولنیزو اړیکو یې مال، شتمني، مقام، علم او کمال تر لاسه کړی؛ نو په کومه ټولنه کې چې وسي، په مادي او معنوي زېرمو کې یې حقوال دی، باید ور تر غاړې پور ورکړي؛ نو د زکات او صدقاتو په ورکړې – چې د اسلام پر دستوراتو عمل کول دي- ټولنې ته د هر وګړي پور ادا کېږي.

په اسلام کې د زکات، صدقاتو او انفاقاتو پراختیا داسې ده، که عملي شي؛ نو په ټولنې کې به هېڅ اړمن نه وي، اباده نړۍ او داسې تمدن به رادبره شي، چې د امن و امان زانګو به وي او د وږیو او اړمنو له سرغړنې به ډاډمنه وي.

امام جعفر صادق رحمه الله علیه  ویلي: « ان الله عزوجل فرض للفقراء فی مال الاغنیاء ما یسمعهم، ولو علم ان ذلک لا یسمعهم لزادهم انهم لم یؤتوا من قبل فریضة الله عزوجل، ولکن اوتوا من منع من منعهم حقهم الا مما فرض الله لهم و لو ان الناس ادوا حقوقهم لکانوا عائشین بخیر: په یقین عزوجل الله تعالی د مړو په شتمنۍ کې نشمنو ته د بساینې هومره فرض کړي او که پوهېده چې دا دومره کفایت ورته نه کوي؛ نو بېشکه زیاتوله یې، څه چې د فقیرانو پر سر راغلي، د هغو کسانو له اړخ دي، چې د دوی حق یې ورکړی نه دی، نه د عزوجل الله تعالی د فریضې له اړخ او که خلک د نشمنو حقوق ورکړي؛ نو په یقین معیشت او ژوند به یې پر خیر وي[70]

او الله پاک بېوزلیو ته د حق نه ورکړې، د ناوړو پایلو د اهمیت په باب وايي: ((او هغوى چې سره او سپين زر زېرموي او د الله په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه![71] ))

او دا چې ورکړه، له ټولنې د بېوزلۍ جرړې راباسي او په سخاوت او کرم، د انسان پسولېدل او د وګړي او ټولنې په نېکمرغۍ کې چې کومه ونډه لري؛ نو په همدې پار رسول اکرم(ص) مشرک سخي[72] ته امان ورکړ او په همدې سخاوت، اسلام ته ښیون شو او روایت شوی، چې الله تعالی، موسی(ع) ته وحې وکړه چې سامری مه وژنه[73]؛ ځکه سخي دی.

فقیرانو ته د رسېدګۍ اهمیت دومره دی چې مړول، اغوستل او له سواله د یوې کورنۍ پت ساتنه، د بیت الله تر اویاوو حجونو غوره او افضل ګڼل شوې ده[74].

د صدقې او احسان کړۍ دومره پراخه ده، چې امام باقر (رح) ویلي: « ان الله تبارک و تعالی یحب ابراد الکبد الحری و من سقی کبدا مری من بهیمة و غیرها اظلله الله یوم لا ظل الا ظله[75]؛ په یقین، د الله تعالی اړمن ته لاس ورکونه ښه ایسي او څوک چې کوم اړمن څاروی یا بل څه خړوب کړي؛ نو الله تعالی یې پر هغې ورځې تر سیورې لاندې کوي، چې بې دده له سیوري، بل سیوری نشته».

د صدقاتو ورکړې ته یو لړ آداب ټاکل شوي؛ لکه: پټ دې وي، چې د اخستونکي حیثیت ټکنی نشي[76]، که صدقه څومره ستره وي، کوشنۍ وګڼل شي[77]؛ ځکه که صدقه او احسان څومره ستر وي؛ خو اخستونکی ترې ستر دی[78]، منت پرې کېنږدي[79]؛ بلکې پر ځان د نوموړي منت ومني، چې دده مال و ځان یې ورپاک کړ، تر سوال وړاندې، په ورکړې لاس پورې کړي.

امام صادق(رح) ویلي: «چا ته چې تر سوال روسته یې ورکړې؛ نو ورکړي دې، د نوموړي د پت په بدل کې دي»[80]، خپل مخ دې ترې پټ کړي[81] او چا ته چې صدقه ورکوي، دعا دې ترې وغواړي[82] او کوم لاس ته چې صدقه ورکوي، ښکل دې یې کړي؛ ځکه صدقه په ظاهره اخستونکي ته ورکوي؛ خو په رښتوني کې اخستونکی یی الله تعالی دی[83]: « أَلَمْ يَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ[84]= ایا پوه شوي نه دي، په یقین الله د خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقات اخلي»

او د اړمنو د اړتیاوو لرې کولو ته یې دومره لورنه کړې، چې د ایثار او سرښندنې ور یې پرانست او ویې ویل:

«وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ [85]» او ایثار یې هم د کمال تر روستي بریده ورساوه، چې ورهاخوا ترې نه انګېرل کېږي، و یې ویل: ((وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا ))

((إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا [86]» د اسلام دین، انفاق او صدقه په مال پورې ور منحصره کړې نه ده؛ بلکې د کمزوري لاسنیوی او د ړوند لارښوونه یې هم صدقه کړې ده او د اړمنو د اړتیا لرې کولو لپاره یې د حیثیت او اعتبار تېرېدنه، د مقام او دبدبې زکات ټاکلی دی او یوازې یې د مادي اړتیاوو په تامینولو بسیاینه کړې نه ده؛ بلکې ویلي یې دي: « وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ [87]»او د انسان رزق هغه څیز دی، چې له هرې لوري د انسان ژوند پرې ولاړ دی؛ نو ځکه یې ویلي: « ومما علمناهم یبثون»[88].

څه چې وویل شول، د زکات او صدقاتو په باب، د اسلام د حکمت یوه برخه وه، چې په دې سپېڅلې لارښوونې ، د کنجوسۍ، حرص او تمې له زنګه د اغنیاوو زړونه پاک او د دوی شتمني، چې د فقیرانو په حق ککړه ده – او فقیرانو ته د وینې په څېر ده- پاکه کړي او په دې توګه، د موړ (غني) او فقیر (نشمن) ترمنځ پوړیز واټن له منځه یوسي، کینې پر الفت واړوي او ددې لارښوونو او آدابو په برکت، نه یوازې د بېوزلیو اړتیاوې؛ بلکې د دوی عزت نفس، شرافت او انساني کرامت تامین شي.

باید د فقیرانو د کینې اور، د غنیانو د نفقې د پېرزوینې په اوبو مړ کړو او د زکات او صدقاتو په کلا کې، د غنیانو مال – چې باید د ټولنې په رګونو کې د وینې په څېر وبهېږي او د امت وټیز غونډال خوندي پاتې شي- بیمه کړو، حضرت علي(ک) ویلي: « وحصنوا اموالکم بالزکاة: مالونه مو په زکات وساتئ[89]» که شتمن خپله شتمني او پوهان خپله پوهه په دغسې څومروالي (کمیت) او څرنګوالي (کیفیت) انفاق کړي؛ نو له ټولنې به د مادي او معنوي فقر جرړې را و ایستل شي.

دا د لمانځه او زکات له حکمتونو یوه بېلګه او د وګړي او ټولنې په نېکمرغۍ کې یې اغېزې وې؛ نو ځکه هغه دین چې دانسان هر حرکت، درېدنی؛ «کړ» او «نه کړ» ته یې وظیفه ټاکلې، چې د فرایضو، واجباتو، محرماتو، مستحباتو، مکروهاتو او مباحاتو ټولګه جوړوي او د وګړیو د ځان و مال خوندیتوب ته یې حقوق او بریدونه ټاکلي؛ نو که دا څیزونه عملي شي، یوه غوره ټولنه (مدینه فاضله) به رامنځ ته شي.

د ساري په توګه، د څاروي د حقوقو – چې د انسان پېټی وړي- له څیړنې څرګندېږي، چې په دې دین کې، د انسان حقوق څنګه تضمین شوي دي.

انسان چې پر کومې سورلۍ سورېږي، حق یې دادی:

چې کله منزل او د سفر کوم پړاو ته ورسېد، مخکې تردې چې پر خپلو خوړو لګیا شي، د ده واښه دې چمتو کړي او کومو اوبو ته چې ورسېد اوبه دې پرې وڅښي، هسې نه تږی پاتې شي، پر مخ دې یې په کوړه نه وهي، او پر شادې یې – د اړتیا پر وخت- بې د جګړې له ډګره نه درېږي او دده تر وسې ډېر پېټی دې پرې نه ورپېټی کوي، چې و یې ځوروي، کنځل دې ورته نه کوي او مخ دې ورته نه وربدرنګوي، په وچه کې دې یې په بیړه او د وښو په ځای کې دې یې په رو رو او ګوزارې سره بوځي او پر شادې یې بنډار نه جوړوي او که د سیند پر غاړه یې خوړو ته دسترخوان خپور کړ، پاتې شوني دې په سیند کې ور و غورځوي، چې سیند مېشتي ژوي یې له ګاونډه بې برخې پاتې نشي.

او هغه مهال چې څوک د میکروبونو او وېروسونو له شتونه ناخبره و، امر یې وکړ چې په اوبو کې میتیازې مه کوئ، چې اوبمېشتي هم شته.

دا د څاروي په باب د انسان د حقوقو او وظایفو یوه برخه ده او ترې څرګندېږي چې په ټولنیز عدالت او انساني حقوقو کې، ددې دین کړلار څه ده.

د اسلام کړلار، د دنیا او اخرت آبادي، د انسان جسمي او روحي روغتیا ده: «رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ: پالونکیه په دنیا کې نېکي را او په آخرت کې (هم) نېکي را او د اور له عذابه مو وساته[90]» د عدل او حکمت په غوښتنه او داچې دنیا و آخرت، یو له بل سره تړلي او هم بدن و روح یو له بل سره په اړیکه کې دي؛ نو د انسان مادي او معنوي ژوند ته د دوی د ارزښت په اندازه لګیا شوی وايي:

« وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا= او کومه شتمني، چې الله تعالی درکړې، د آخرت کور په کې وغواړه او له دنیا هم خپله برخه مه هېروه[91]»

او د دنیا آبادۍ او د انسان سوکالۍ ته یې پوره پاملرنه درلوده؛ خو د دنیا په تړاو تبعي نظر او د آخرت په تړاو استقلالي (خپلواکیز) نظر- چې د دنیا او آخرت د پیدایښت غوښتنه ده- او له الله تعالی یې د انسان غوښتنه، د دنیا او آخرت نیېي کړې او د امام په وینا، کې د دنیا حسنه په رزق او معاش کې پراخي او ښه خوی او د آخرت نېکي، د الله تعالی په رضا او جنت تفسیر شوی دی.

وټیزې ودې په تېره کرنې او سوداګرۍ ته یې اهمیت ورکړ او د « وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ [92]» په حکم، مؤمن یې په غنا او مړه خواتوب دروند وغوښت او له امام صادق نه په یوه روایت کې راغلي دي: «و ما فی الاعمال شئ احب الی الله من الزراعة= او په کارونو کې تر کرنې بل څه الله تعالی ته ډېر ګران نه دي[93]». او علي (ک) د (نیالګیو او) کجورو په کرلو او خړوبولو بوختیا هم درلوده.

په یوه روایت کې راغلي: امام صادق(رح) یو چا ته چې له بازاره څنډې ته شوی و، وویل: «اغد الی عزک[94]» او په یوه روایت کې امیرالمؤمنین علي(ک) وویل: «تعرضوا للتجارات: سوداګرۍ ته ورمخه کړئ[95]».

د اسلام بازار او سوداګري پر ځیرکتیا، امانت، عقل، درایت او د سوداګرۍ پر احکامو ولاړه ده: «لا یقعدون فی السوق الا من یعقل الشراء و البیع[96]»، «الفقه ثم المتجر[97]».

په اسلام کې راکړې ورکړې ته، واجبات، مستحبات، محرمات او مکروهات ټاکل شوي، چې تفصیل یې بل وخت غواړي؛ خو ځینو ته یې اشاره کېږي: پلورونکی چې کوم څیز پلوري؛ نو ربا، قسم او ستاینه یې منع ده، پېرونکی چې کوم څيز پېري، بد به یې نه وايي، د پېر پلور څیز نیمګړتیاوې به نه پټوي او ټګي به پکې نه کوي، سوداګر باید حق ورکړي او حق واخلي او خیانت دې نه کوي او که مقابل لوری پښېمانه شو، معامله پای ته ورسوئ او که په تنګسه کې شو، مهلت دې ورکړي او که چا ورته وویل، یو څیز راته واخله، څه چې خپل لري، ور دې یې نه کړي، که ورته یې وویل، څیز مې وپلوره، ځان ته دې یې نه پېري او که خپله یې تلل، لږ دې واخلي او ډېر دې ورکړي، که څه نیت یې دا وي، چې په خپله ګټه یې لږ و ډېر نه کړي او هر سوداګر (تاجر) فاجر دی؛ خو هغه چې په خپله خبره کې رښتونی دی.

او له هغه به خیر یونسي، چې وايي، په سودا او راکړه ورکړه کې درسره نېکي او ښه چلېږم. پېروونکیو ته دې بې د کومې اړیکې په پامنیوي، په یوه نظر ویني او د کوم څیز چې بیه معلومه ده؛ نو څوک چې چنې ورسره وهي او هغه چې چوپ دی، په یو نرخ دې یې پرې وپلوري، حساب و کتاب دې زده کړي او بې لیکنې او حسابه دې، سودا نه کوي او د خلکو د اړتیا وړ څیزونه دې نه احتکاروي (نه زېرموي)، سهل المعامله دې وي (؛یعنې په راکړه ورکړه کې دې اساني کوي) په اسانۍ دې وپېري او وپلوري، په اسانۍ دې د خلکو حق ورکړي او له خلکو دې خپل حق واخلي او پر پوروړي دې سختي نه کوي او تر معاملې روسته دې بیه کمول و نه غواړي، چې مؤذن اذان وکړ، له بازاره دې جومات ته ور و ځغلي او د الله په یاد دې زړه پاک او صفا کړي او په لمانځه دې له طبیعي نړۍ ځنې، له طبیعت ورهاخوا نړۍ ته ور والوزي:((فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ.رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ[98]=  (دا بله ډيوه) په هغو كورونو كې ده، چې الله يې (د دېوالونو) د لوړولو حكم كړى دى (چې د شيطان له لاسوهنو خوندي وي)؛داسې كورونه دي،چې د الله نامه پكې يادېږي او سهار و ماښام پكې د الله پاكي ويل كېږي، (په كورنو كې داسې) سړي دي،چې سوداګري او راكړه وركړه يې د الله له ياد او د لمانځه له درولو او د زكات له وركولو نه ناگاروي، دوى له هغې ورځې ډارېږي،چې (له ډېرې وېرې) زړونه پكې اوړي را اوړي او سترګې رډې راوځي .))

که څه د اسلام د ښوونې او روزنې معجزه ډولي اغېزې باید د قرآن په ټولو آیتونو او د سپېڅلیو اهل بیتو په سننو کې ولټوو؛ خو داچې د کتاب و سنت د لمر هره وړانګه ، د پوهې او ښیون د رڼا مرکز دی، د فرقان سورت په روستیو آیتونو او درې احادیثو، چې ددې ښوونځي د روزل شویو، د څیرو هنداره ده، بسیاینه کېږي:

((وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا.وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا.وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا.إِنَّهَا سَاءتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا.وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا.وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا.يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا.إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا.وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا.وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا.وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا[99]= او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي؛ هغوى چې خپل پالونكي ته شپه پر سجده او ولاړه تېروي؛ او هغوى چې وايي: ((پالونكيه! د جهنم عذاب رانه واړوه؛ ځکه عذاب یې تل (په خلکو پسې) لازمي نښتی وي. په رښتيا دا (جهنم) بد تمځی او مېشتځی دى!)) او هغوى چې كله (د الله په لار کې) لګښت كوي؛ نو نه بېځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي؛ او هغوى چې له الله سره بل معبود نه نمانځي او هغه ساکښ په ناحقه نه وژني، چې الله یې [وژل] حرام كړى او نه زنا كوي او څوك چې دغه چارې وكړي (؛ نو) د خپلې ګناه (سزا) به ومومي. په قيامت كې يې عذاب دوه (يا څو) ګرايه زياتېږي او تل به پکې خوار پروت وي! خو څوک چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو الله يې بدي، پر نېكيو اړوي او الله مهربان بښونكى دى. او څوك چې توبه وكاږي او نېكې چارې وكړي؛ نو په رښتیا یې الله ته پناه یووړه (او خپله بدله ترې اخلي). او هغوى چې په دروغو شاهدي نه وايي (او په باطلو غونډو كې ګډون نه كوي) او چې پر کوم عبث کار ورشي (؛ نو) په خورا عزت ترې تېرېږي [او ځان پرې نه ککړوي]؛ او هغوى چې كله د خپل پالونكي په آيتونو نصيحت ورته كېږي (؛ نو) ځان پرې ړوند او کوڼ نه اچوي؛او (د لوراند الله ځانګړي بندګان) هغوی دي، چې وايي: ((پالونكيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو د سترگو يخېدل راکړه او د متقیاتو مشران مو كړه.)) (هو!) دوى به د خپل زغم له لامله (د جنت هسکې هسکې) ماڼۍ بدله ومومي او په ښه راغلاست او سلام ويلو به يې هر كلى وشي. هلته به تلمېشتی وي؛ (او دا) غوره تمځی او غوره هستوګنځی دى!))

لوراند الله تعالی ته د بندګۍ اغېز – چې لورنې یې بدکاري او نېکچاري رانغاړي- دادی چې پر ځمکه د عباد الرحمن تګ – چې د چلن نښه یې ده- نه په تکلف دی او نه په (تجبر او) تکبر.

عباد الرحمن هغوی دي، چې د خالق تعالی پر وړاندې ذلیل او د خلکو پر وړاندې متواضع او خاکساري دي، چې نه یوازې نورو ته  ازار نه ورسوي: بلکې د نورو ځورونه (هم) زغمي او هغوي چې له دوی سره په ناپوهۍ خبرې کوي، ددې پر ځای چې هماغسې ورسره وچلېږي، نه یوازې په زغم ورسره چلېږي؛ بلکې د ناپوهۍ او جهالت له ناروغۍ ورته د روغتیا هیله کوي: « وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا= او چې له ناپوهانو سره مخ شي سلام ورته وايي».

هغوی چې پردیو او مخالفینو ته یې شعار او خبره سلام او سلامتیا ده؛ نو اشنایانو او موافقانو ته یې بې له مواساتو، مینې، ښې ګوزارې او سرښندنې (ایثار) بل انتظار نشته.

دا یې د ورځې ویناوې او چلن دی؛ خو د شپې یې حالت دادی، چې د اسمان څنډ ته یې سترګې نیولي او په ستورو او ستورلیځونو کې د الله پاک د علم، قدرت او حکمت نښې ویني او په دې نښو کې د الله تعالی د عظمت په تجلا، شپه په ولاړه او سجدو تېروي: وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا ».

او دا چې په دقت او ځیرنه ویني، چې میلیونونو ستوریو الهي طبیعي قوانینو ته غاړه ایښې او له خپل چورلیزه نه اوړي؛ نو د دین او الهي قانون د چورلیز له ډاره وايي: « رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ».

د خپلو شتمنیو په تړاو – چې د وینې په څېر د ټولنې د ژوند لامل دی- داسې چلي، چې له امساکه، د ویني پر فشار او په انفاق کې له اسرفه په فقرالدم اخته نشي او له منځلارۍ نه وځي، چې هم یې ځان ته پام وي او هم یې نورو ته: « وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا ».

دوی هغه کسان دي، چې زړه او ژبه په شرک، لاس په ناحقه وینه او لمن په زنا نه ککړوي: « وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ».

دوی هغه کسان دي، چې له دروغو او باطلو څنډې ته دي او په خپلې بزرګوارۍ او ستریا له چټي خبرو او کړنو تېرېږي او دغسې وګړي، چې په باطلو او ناحق غونډو کې ګډون نه کوي او عزت یې اجازه نه ورکوي، چې ځان په چټټیاتو او عبث ککړ کړي؛ نو د دوی د شتون (وجود) له ونې، بې د علم، حکمت، امانت، صداقت او عدالت، بله مېوه نه واڼلېږي: « وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ».

دوی هغه کسان دي، چې کله د الله تعالی په آیتونو پند ورکول کېږي، ړانده او کاڼه پرې نه ورلوېږي؛ بلکې د زړه په غوږونو یې اوري او د اندنې او تدبر په سترګو یې ويني: « وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا ».

دغسې کسان حق لري، چې له الله تعالی د متقیانو مشري وغواړي او ووايي: « وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا » او د اندیزو، اخلاقي او عملي انحرافاتو، د عواملو پر وړاندې یې د ځانساتنې بدله هغه ماڼۍ (غرفه) ده، چې الله تعالی یې وعده ورکړې، چې په دې غرفه کې، الهي اوچتو لورنو ته – چې تحیت او سلام دی- ورسي: « أُوْلَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا »، « سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ [100]»

۲- په یوه روایت کې له رسول اکرم(ص) نقل شوي چې و یې ویل:

د مؤمن ایمان هله پوره کېږي، چې یو سل و درې خویونه ولري، دلته له موضوع سره په تړاو یې څو راوړو:

د مؤمن پوهه ډېره او زغم یې ستر دی، عاقل ته نصیحت کوونکی او جاهل(ناپوه) ته ښوونکی دی، څوک یې چې وځوروي؛ دی یې نه ځوروي، څه چې نه پکارېږي، لاس نه ورغځوي، د چا په کړاو نه خوشحالېږي، د چا غیبت نه کوي، د مسافرو لاس نیوونکی او د پلار مړي (یتیم) پلار دی، په څېرې کې یې ښادي او په زړه کې یې خپګان دی، د چا راز نه راسپړي، د چا د ستر بې احترامي نه کوي، پر امانتونو امین او له خیانتونو لرې دی، حرکات یې ادب او خبره یې هېښنده وي، اوچتې چارې او اخلاق غواړي، زړه یې متقي او پوهه یې پاکه ده، د قدرت پر وخت عفوه کوي، پر کړې ژمنې وفا کوي، نه په خپلې کینې کې ډوبېږي او نه په خپلې مینې کې هلاکېږي (حب و بعض یې، له منځلارۍ نه باسي) د خپل دوست باطل نه مني او حق پر خپل دښمن هم نه ورتپي، د پوهې لپاره زده کړه کوي، ځان د عمل لپاره پوهوي، که له دنیا والو سره یو ځای شي. د دوی خورا ځیرک دی او که له آخرت والو سره یو ځای شي، د دوی خورا متقي دی[101].

۳- د دیني مشرانو ویناوې پر عقل، علم او ایمان ولاړې دي؛ دلته د امام زین العابدین د وینا یوه برخه را اخلو، چې زموږ له موضوع سره تړاو لري:

که څوک مو ولیدل چې سیرت، خوی او خوله یې ډار، عبادت او زهد ښيي او په خپلو کړنو کې عاجزي ښکاره کوي؛ نو پرې مه غولېږئ؛ ځکه:

 ډېر کسان شته چې دنیا تر لاسه کولای نشي؛ نو په دین زړونه ښکار کوي؛ خو که په حرامو لاسبری شي، پکې ور ډوبېږي؛

 که و مو لیدل چې له حرامو هم ځان ساتي، بیا هم و نه غولېږئ؛ ځکه خلک بېلابېل شهوات او هوسونه لري؛ ځکه ډېر خلک دي، چې له حرامو ځان ساتي که څه ډېر وي؛ خو د لمنې د شهوت پر وړاندې، ځان بایلي،

که و مو لیدل چې له دې هم ځان ساتي و نه غولېږئ، ووینئ چې عقل یې څنګه دی، ځکه ډېر کسان شته چې دا ټول یې پرېښي؛ خو متین او پاخه عقل ته یې مراجعه کړې نه ده او د ناپوهۍ فساد یې تر عقلي سمونې ډېر دی

 او که عقل یې هم پوخ و، بیا هم و نه غولېږئ، ووینئ د عقل او هوس په مبارزه کې د عقل پرخلاف له خپل هوس سره ملګری کېږي که د هوس پرخلاف له خپل عقل سره، او د باطلو ریاستونو او حکومتونو پر وړاندې یې مینه څنګه ده؛ ځکه په خلکو کې داسې کسان شته چې دنیا ته د دنیا ورشاکوونکی دي[102].

پایله داچې د کمال کچه او معیار، غولوونکي خبرې، عاجزانه کړنې، د مال، خېټې او لمنې له شهواتو سترګې پټول نه؛ بلکې معیار عقلي کمال دی، چې د ناپوهۍ له تیارو چاڼ شوی وي، چې د صلاح او اصلاح (پېلامه) مبدأ شي او (همدا راز) هغه غوښتنه ده، چې د الله تعالی د حکم تابع (اېل) وي، چې هېڅ هوس، ان د مقام او دبدبې شهوت یې تېر ننباسي او له باطلو سره، له عزته تېر شي او له حق سره ذلت غوره او انتخاب کړي.

۴- «عنوان بصري»، چې۹۴ کلن و او له مالک بن انس ـ د مالکي مذهب امام ـ سره يې د علم زده کړې لپاره ناسته پاسته درلوده، چې کله امام صادق مدينې ته راغی، و يې غوښتل، چې علم ترې زده کړي؛ خو امام ورته وويل:

«تاسې خو داسې سړی غواړئ، چې د شپې و ورځې په هر ساعت کې په اورادو او اذکارو بوخت دی.»

«عنوان» خپه شو او د رسول اکرم (ص) مبارکې روضې ته ورغی؛ تر دوو رکعته لمانځه روسته يې دعا وکړه، چې د امام زړه پرې وسوځي او له پوهې يې برخمن او پر سیده لار ښيون شي، خپه کور ته راستون شو او په زړه کې يې د امام مينه ولوېده، د زده کړې لپاره مالک (رح) ته هم نه ورتله او يوازې فرض لمانځه ته راوته.

چې صبر يې پای ته ورسېد، يوه ورځ تر ماذيګر لمانځه روسته، د امام صادق کور ته ورغی، خادم ورته وويل:

څه اړتيا لرې؟

ويې ويل: اړتيا مې پر شريف سلام اچول دي.

ورته يې وويل: پر لمانځه ولاړ دی .

عنوان د کور  وره ته کېناست، خادم وويل: د الله تعالی په برکت راننوځه،  عنوان وويل: ورننوتم، سلام مې واچو، سلام يې راځواب کړ، و يې ويل: کېنه الله تعالی دې وبښه، څه وخت يې سر ټيټ  کړ، روسته يې راپورته کړ، زما کنيه يې وپوښته او دعا يې وکړه.

له ځان سره مې وويل: که په دې ليده کاتو او سلام کې مې بې له دعا څه راپر برخه نشي، همدا دعا راته بس ده .

روسته يې سر راپورته کړ، و يې ويل: څه اړتيا لرې؟  و مې ويل: له الله پاک مې غوښتي، چې د زړه دې راپام او ستا له علم نه مې څه روزي شي او هيلمن يم، دعا مې قبوله شوې وي.

و يې ويل: يا ابا عبدالله، په يقين، علم په تعلم (او ښوونه) نه دی: علم (پوهه) يوه رڼا ده، الله يې د هغه په زړه کې اچوي، چې د د ه ښيون (هدايت) يې غوښتی وي؛ نو که مراد دې علم وي؛ نو په ځان کې دې د بندګۍ حقيقت پيدا کړه او علم د علم په کارونې او عملي کولو وغواړه او له خدايه پوهېدنه (فهم) وغواړه، چې پوه دې کړي.

و مې ويل: د بندګۍ حقيقت څه دی؟  و يې ويل: درې څیزونه دي.

الف: داچې الله بنده ته څه ورکړي وي، ځان يې مالک و نه ګڼي؛ ځکه د الله تعالی بندګان کوم ملک نه لري، مال د الله بولي او  چېرې چې الله تعالی امر کړی وي، مال پرېږدي او لګوي .

ب: داچې بنده ځان ته کوم تدبير  و نه سنجوي.

ج: دا چې بوختيا يې په هغه څه کې وي، چې الله يې امر او نهې کړې وي.

نو بنده  چې ځان ته څه ملک و نه ليد، د هغه څه لګښت ورته اسانېږي، چې الله تعالی د لګښت امر ورته کړی او داچې خپل تدبير يې خپل  مدبر ته ورپرېښی، د دنيا مصائب او کړاوونه ورته اسانېږي، او داچې د الله تعالی په «امر و نهې» بوخت شو، څه فرصت نه مومي، چې پر خلکو ووياړي؛ نو چې الله پاک خپل بنده په دې درېيو چارو عزتمن (اکرام) کړ؛ نو دنيا، شيطان او مخلوق ورته اسانېږي، دنيا، ډېر غوښتنې او وياړنې ته نه غواړي، څه چې له خلکو سره دي، عزت، لوړاوی او برتري ته يې نه غواړي، خپل عمر خوشې نه تېروي .

نو دا د تقوا لومړۍ درجه ده ،چې الله تعالی ويلي دي: 

قصص ـ ۰۹: «تلک الدار الاخره فجعلها الذين لايريدون علوا فی الارض ولا فساد: د آخرت کور يوازې هغوی ته دی، چې پر ځمکه لويي او فساد نه غواړي او ښه پای يوازې د پرهيزګارانو ده.»

و مې ويل: يا ابا عبدالله! وصيت راته وکړه.

ويې ويل: د نهو څیزونو وصيت درته کوم، او دا مې هغو کسانو ته وصيت دی، چې مراد يې د الله تعالی لار وي، او له خدايه غواړم، چې پر عملي کولو يې بريالی شې؛ درې وصيته د نفس په رياضت، درې په حلم (زغم) او درې په علم (او پوهې) کې دي .

هغه چې په رياضت کې دي؛ څه ته چې اشتها نه لرې، له خوړو يې ډډه وکړه، چې مورث بُلُه او حماقت دی، يوازې د لوږې پر مهال خوراک کوه، چې دې خوړل نو حلال خوره او د الله پاک نامه پرې اخله او د پېغمبر (ص)حديث درياد کړه، چې ويلي يې دي: بنيادم تر خپلې خېټې بدتر لوښی ډک کړی نه دی؛ نو که چاره نه وه، يوه برخه يې خوړو، يوه يې څښاک او بله يې ساه ايستو ته پرېږده. 

د حلم (زغم) په باب وصيتونه:

چا چې درته وويل: که يوه ووايې، لس به واورې، ته ووايه: که لس ووایې؛ نو يوه به هم وا نه ورې، چې چا په بدو ياد کړې، ورته ووايه: که وينا دې رښتيا وي، له الله پاک غواړم، چې و مې بښي او که دروغجن يې؛ نو الله تعالی دې وبښه، که چا کنځلې، ته يې په ښو ياد کړه .

د علم په باب وصيتونه:

پر څه چې نه پوهېږې، پوهان وپوښته، څوک د تجربې لپاره مه پوښته، پر څه چې نه پوهېږي، پر خپل ګومان عمل مه کوه، تر شونې بريده احتياط خپل کړه، له فتوا ورکولو داسې تښته؛ لکه له زمري چې تښتې او غاړه دې مه پُلُ کوه، چې خلک پرې تېر شي.

پاڅه چې نصيحت مې درته وکړ او وِرد مې مه خرابوه، چې بوخت شم: «والسلام علی من اتبع الهدی: او د ښيون پر لاروي دې سلام وي.»[103] 

څه چې وويل شول، د امامت د ځلاند لمر يوه وړانګه وه، چې قلم يې له ليکنې او خوله يې له ويلو بېوسي دي .

د کلام پای د امام صادق (رح) په يوه روايت ده، چې و يې ويل: 

«د رسول اکرم (ص) توره راسره ده، د رسول الله بيرغ راسره دی، د سليمان بن داوود خاتم (او مهر) راسره دی ، هغه لوښی راسره دی، چې موسی بن عمران قرباني پرې کوله او هغه نامه (اسم) راسره ده، چې رسول الله به د مسلمينو او مشرکينو ترمنځ ايښووه، پر مسلمانانو به د مشرکانو غشی نه لګېده…

د موسی (ع) الواح (تختې) راسره دي، د موسی کونټۍ راسره ده، موږ د پېغمبر وارثين يو، جفر احمر ، جفر ابيض او د فاطمې مصحف راسره دی، او جامعه راسره ده، چې د خلکو ګرسره اړتياوې پکې دي .

فی الاصل کنانجو ما يستضاء بنا وللبرية نحن اليوم برهان  نحن الجوار التی فيها لغائصکم ورثمين و ياقوت و مرجان مساکن القدس والفردوسی فملکها و نحن للقدس والفردوس خزان من شذ غنا فبرهوت مساکنه ومن اتانا فجنات وولدان[104].

په پای کې دوو ټکیو ته پاملرنه لازم ده:

الف: په دین کې تعبد

د اسلام دین د آرونو او څانګو (اصول او فروعاتو) په پام کې نیونه، په عباداتو او معاملاتو کې اندنه او ددې دین په سیاساتو – د ځان، کور او ټولنې په سمبالنه او تدبیر- کې سوچ او ددې دین په آدابو- په مستحباتو او مکروهاتو – کې تدبر، په دې مقرراتو کې د څرګند حکمت ښودونکی دی. دا یو طبیعي چار دی چې د ګردو احکامو د حکمت درک؛ بلکې د هر حکم د ټول حکمت درک، په هغه دین کې چې په دنیا او آخرت کې دانسان د نېکمرغۍ کړلار ده، شونی نه دی؛ خو هغه ته چې پر دنیا و آخرت او پکې د انسان پر اړتیاوو او د اړتیاوو د لرې کولو پر لار ورچاپېر وي او د یوه حکم د حکمت نه پېژندل، په دې حکم کې د حکمت د نشتون دلیل نه دی.

او څنګه چې د پيدایښت او تکوین کتاب، محکمات او متشابهات لري، د تشریع کتاب هم محکمات او متشابهات لري او د متشابهاتو د شتون له لامله، نباید له محکماتو لاس واخلو او همدا راز نباید د پیدایښت په نظام او دین کې د متشابهاتو شتون عبث، چټي او هسې په هسې وګڼو: «والراسخون فی العلم یقولون امنا به کل من عند ربنا: څوک چې په علم کې رسوخ لري، وايي: ایمان مو پرې راوړی، ټول زموږ د پالونکي له لوري دي[105]».

او باید پوه شو چې د آخرت په پرتله، د انسان دنیوي ژوند لکه په زیلانځ کې د جنین ژوند، چې هلته قواوې او غړي ورکول کېږي او جنین که څه د عقل و شعور خاوند وي؛ خو جنین ته ددې غړیو کارونه او د شتون پایله د درک وړ نه ده او هېڅکله د ماغزو په راز ډولي جوړښت پوهېدای نشي یا د اورېدو او لیدو غونډال او تنفسي جهاز ورته څه پکارېږي؛ خو چې نړۍ ته راشي حکمت یې ظاهرېږي.

همداراز د طبیعت د مور په زیلانځ کې د انسان د روح جنین، د الهي وحې په ښوونې او روزنې باید په داسې قواو او غړیو سمبال شي، چې د ابدي ژوندون وزلې یې دي او ددې سپارښتنو حکمت، آخرت ته تر قدم اخستو روسته څرګندېږي.

نوځکه ددین په احکامو کې تعبد، د انسان د پیدایښت له ضروریاتو دی؛ بلکې د انساني کمال له اړتیاوو دی؛ داچې د عامل ارزښت په عمل دی او د عمل ارزښت په داعي (بلونکي) او د عامل محرک پردې عمل دی او د معصوم وینا هم دې واقعیت ته یوه لارښوونه ده، چې وايي: «انما الاعمال باالنیات ولکل امرئ ما نوی؛ په یقین کړنې په نیتونو پورې تړاو لري او هر چاته خپل نیت ورګرځي[106]»؛ نو ځکه د الله لپاره د الله اطاعت له مصلحتونو، مفاسدو، ګټې او زیانه په سترګې پټولو د مقربینو مقام دی.

ب: د دیني عالمانو لاروي پکار ده

انسان چې ژوند او روغتیا یې د قوانینو اېل ده، چاره نه لري، د ځان د روغتیا لپاره یا طبیب وي او یا ډاډمن ځیرک طبیب ته ورشي او لارښوونې یې عملي کړي او یا احتیاط خپل کړي او د هر څه چې احتمال ورکوي، په زیان یې دی، ډډه ترې وکړي، چې پوه شي یا له پوه وپوښتي.

بلکې تقلید او لاروي د انساني ژوند له اړتیاوو ده، که پوه وي که ناپوه؛ په خپل ورځېني ژوند کې تقلید ته د ناپوه اړتیا څرګنده ده او تقلید ته د عالم (پوه) اړتیا په دې پار ده، چې د هر پوه، د پوهې کړۍ دده د ناڅیزه برخې په اړتیاوو پورې محدوده ده؛ لکه د طب پوه باید د خپل کور په جوړولو کې د مهندس مقلد وي او که په الوتکې کې سور شو، د پېلوټ مقلد وي او که په بېړۍ کې ور سور شو، د ماڼو لاروی وي.

طب ډېرې څانګې لري، که یو څوک په یوه غړي کې تخصص او کارپوهي لري؛ نو باید په بل غړي کې د بل متخصص لاروی او مقلد وي؛ په پایله کې د هېڅ وګړي ژوند بې تقلیده نه تنظمېږي (نه اوډونېږي)؛ نو ځکه څوک چې پر دین ایمان لري او پوهېږي چې په دین کې دندې او مکلفیتونه ورته ټاکل شوي؛ نو عقل او فطرت یې حکم ورته کوي، چې ددې دندو په باب له دریېو لارو یوه یې خپله کړي:

۱- یا باید ددې دندو په باب علم تر لاسه کړي،

۲- یا له هغه عالمه لاروي وکړی، چې پردې دندو پوهېږي

۳- او یا احتیاط خپل کړي

خو په داسې حال کې چې نه عالم وي او نه احتیاط خپلوي؛ نو یوازېنی لار داده، چې پردې احکامو او دندو د عالم د نظریاتو لاروي وکړي او که پوهانو په دې احکامو کې د نظر اختلاف درلود، د اعلم او خورا پوه د نظر لاروي دې وکړي، همداراز که طبیبانو یې د درملو په تشخیص او درملنه کې اختلاف درلود؛ نو باید په دوی کې یې خورا پوه ته ورشي.

او داچې د اسلام دین،  دعلم دین دی او هر عمل – که څه په واسطه- باید په علم پای ومومي او تقلید هم چې د دین په احکامو کې د عالم او مجتهد په رای ډاډ او لاسوند (استناد) دی- لکه چې څرګنده شوه- باید پر علم، عقل او فطرت ولاړ وي:((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً[107]= او د هغه څه لاروي مه کوه چې پرې نه پوهېږې، په یقین غوږونه، سترګې او زړه ټول یې پازوال دي».

[1] (هغه کمالات چې له هستۍ پیدا کېږي)

[2] څه چې له مادې سره سر و کار نه لري، مجرد دی؛ لکه پرښته، روح، نفس (ساه).

[3] څه چې له مادې سره سر و کار لري، مادي ورته وایي؛ لکه انسانان، څاروي، نباتات، جمادات، ان رڼا او د جاذبې قوه.

[4] یعنې هېڅ مادي څيز، په هغه کې اراده رامنځ ته کولای نشي یا یې اراده تم کولای یا له منځه بوتلای نشي.

[5] . یس/ ۸۲ آیت.

[6] . بقره/ ۱۱۷ آیت.

[7] . سرمدي، چې نه اول (پیل) لري او نه آخر (پای). د قدیم او ابدی دواړه ماناوې رانغاړي.

[8] زموږ په دود کې، لاس، د انسان د قدرت او ځواک وزله ده.

[9] . ثواب؛ یعنې ښه بدله او عذاب؛ یعنې بده بدله. ښه او بده بدله، د اختیاري کړنو پر وړاندې ده. که الله تعالی څوک مجبور کړي، چې یو څوک ووژني؛ نوځکه نباید نوموړي ته سزار ورکړي؛ ځکه انسان خپله قتل نه دی کړی؛ بلکې الله اړ کړی او که الله انسان خیر کار ته اړ کړي؛ نباید ثواب ورکړي؛ ځکه انسان خپله دا خیر کار کړی نه دی؛ بلکې مجبور و، چې و یې کړي.

[10] . داچې انسان حلال و حرام ته په پابندۍ، د ښو او بدو سزا ویني او پابندي له اختیار سره اړخ لګوي، نه له جبر سره؛ نو که جبر و، اختیار نشته او د اختیار په نشتون کې پابندي نشته؛ نو نباید حلال و حرام وي.

[11] بقره-۲۶

[12] ۷-انفال-  ۴۲

[13] رعد- ۲۸

[14] مائده-۴۴

[15] انبیاء ۱۰۷

[16] فرقان-۱

[17] یوسف-۱۰۴

[18] عنکبوت-۴۸

[19] نحل-۳۲

[20] (وګورئ: بحار، ۶ ټوک، ۲۶۵ مخ)

[21] . مؤمنون/۱۰۰

[22] (بحار: ۶ ټ، ۲۶ مخ)

[23] (وګورئ: ۶ ټ: ۲۵۶ مخ، د حدیث سند ډاډمن دی)

[24] لیکوال وایي: لکه چې مخکې وویل شو، د برزخ په اړه مفصل معلومات نشته، ان همدا پورته حدیث چې سند یې هم سم دی؛ خو له ابهامه تش نه دی.

[25] یس: ۵۱- ۵۴

[26] زمر- ۶۸

[27] صعق: ځينو صعق، مړینه مانا کړې، چې طبقاً ورپسې شپېلۍ وهل، د درېیمې شپېلۍ وهل دي او ځينو صعق بل رنګ مانا کړی دی.

[28] د بقره سورت، ۲۵۹ آیت، بحار الانوار: ۷ ټ، ۳۴ مخ، سم حدیث، هارون بن خارجه له امام صادق روایت کړی. له قمي تفسیره روایت شوی .

[29] بقره سورت، ۲۶ آيت، بحارالانوار: ۷ ټ، ۳۶ مخ، ابوبصیر له امام صادق روایتوي، د قمي تفسیر په روایت.

[30] (وګورئ: بحارالانوار: ۶ټ، ۴۳ مخ)

[31]. یس/ ۷۸-۷۹

[32] ابرهیم-۴۸

[33] مریم: ۷۱- ۷۲ آيتونه

[34] وګورئ: بحار: ۷ ټ، ۱۲۶ مخ.

[35] (بحار: ۷ ټ، ۱۷۱ مخ)

[36] وګورئ: بحار: ۷ ټ، ۲۶۷ مخ.

[37] . اسراء: ۱۳- ۱۴ ايتونه

[38] بحار (۷ ټ، ۳۲۶ مخ)

[39] . اسراء/ ۷۱

[40]  (بحار: ۸ ټ، ۱- ۱۱ مخونه)

[41] ښایي د یوه میلیون شمېره، د کثرت لپاره وي، نه تحدید ته.

[42] ځينې د «لا بثین فیها احقاباً» آيت د ګناهکار مسلمانانو په باب بولي، چې په دوزخ کې لبث کوي او بیا بښل کېږي.

[43] حدید- ۳: هغه اول او آخر دی.

[44] بحار الانوار:۴۹ټ، ۱۲۳مخ «د لااله الا الله کلمه مې کلا ده؛ نو چې څوک مې په کلا کې راننووت له عذابه مې خوندي دی».

[45] بحار الانوار: ۱۸ټ، ۲۰۲مخ (لا اله الا الله ووایئ، ژغورلېږئ).

[46] (انعام- ۷۹)

[47] وسائل الشیعه: ۶ټ، ۳۷مخ، لومړی باب «هغه ته نمونځ دی چې فاتحه الکتاب پکې ووايي»

[48] وسائل الشیعه، لومړی باب، ۶ټ، ۳۸ مخ.

[49] علق – ۱: د خپل پالونکي په نامه دې ووایه.

[50] اعراف-۱۸۰: یوازې الله ته نېکې نامې دي؛ نو الله پرې یاد کړئ.

[51] بحار الانوار: ۳ټ، ۲۲۱ مخ« له حضرت علي(ک) روایت شوی چې د الله مانا هغه معبود دی چې خلک پکې هېښېږي او پناه ور وړي».

[52] انعام – ۵۴: پالونکي مو پر ځان رحمت لیکلی دی.

[53] انبیاء- ۱۰۷: نړیوال ته یو رحمت دی.

[54] طه- ۴۴: په نرمۍ خبرې ورسره وکړئ، ښايي پند واخلي یا وډار شي.

[55]  (حج- ۱ او ۲ آیتونه)

[56] بحار الانوا ر: ۴۶ټ، ۱۰۷مخ: «نژدې و، چې ومري.»

[57] نحل- ۷۸: او الله تاسې د خپل میندو له ګېډو راوایستئ، خو پر څه نه پوهېدئ.

[58] بحار الانوار: ۹۵ټ، ۲۲۶مخ، «هغه، څه موندلي چې تا نه لري او هغه څه نه لري چې ته یې موندلی یې.

[59] نجم- ۴۲: او په یقین د چارو پای ستا د پالونکي پر لور ده.

[60] نساء- ۶۹: او څوک چې د الله او استازي یې ومني؛ نو دوی له پېغمبرانو،صدیقانو، شهیدانو او صالحینو سره دي، چې خدای پرې لورېدلی او دوی غوره ملګري دي.

[61] بقره- ۲۵۷: الله د مؤمنانوولي دی او له تیارو یې رڼا ته راوباسي.

[62] نور- ۳۵: الله د اسمانانو او ځمکې رڼا ده.

[63] واقعه- ۷۴: نو خپل پالونکی دې وستایه، چې خورا اوچت دی.

[64] الاعلی- ۱: خپل پالونکی دې وستایه، چې خورا اوچت دی.

[65] مؤمنون- ۱۲: او په یقین انسان مو له مټینې خټې وپنځاوه.

[66] مؤمنون- ۱۳: بل ځل هغه مو په بله بڼه پیدا کړ؛ نو ډېر ستر دی هغه خدای چې تر ټولو پنځوونکیو ډېر ښه پنځوونکی دی.

[67] طه- ۵۵: «تاسې مې ترې وپنځولئ او بېرته مو ورستنوو او بل ځل بیا مو ترې راوباسو.

[68] متی انجیل، شپږم باب.

[69] وسائل الشیعه: ۹ټ،۱۳مخ، کتاب الزکاة، ابواب ما تجب فیه الزکاة، باب۱، حدیث ۸ « الله زکات له نمانځه سره فرض کړی دی».

[70] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۱۰مخ، ۲ګڼه حدیث.

[71] ( توبه – ۳۴): هَـذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ.

[72] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۱۷مخ، ۴ګڼه حدیث.

[73] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۱۷مخ، ۶ګڼه حدیث.

[74] وسائل الشیعه: ۹ټ،۱۷مخ، ۱ګڼه حدیث.

[75] وسائل الشیعه: ۹ټ،۴۰۹ مخ، ۲ګڼه حدیث.

[76] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۴۵۷مخ، ۳ګڼه حدیث.

[77] من لایحضره الفقیه : ۲ټ، ۳۱مخ، ۱۲ګڼه حدیث.

[78] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۴۳۳مخ.

[79] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۴۵۱ مخ.

[80] وسائل الشیعه: ۹ټ،۴۵۶مخ،(۱) ګڼه حدیث.

[81] وسائل الشیعه: ۹ټ،۴۵۶مخ ،(۲) ګڼه حدیث.

[82] وسائل الشیعه: ۹ټ،۴۲۴ مخ.

[83] وسائل الشیعه: ۹ټ، ۴۳۳مخ.

[84]  (توبه- ۱۰۳)

[85] حشر -۹: «پر خپل ځان نورو ته غوراوی ورکوي ، که څه هم په خپله اړمن وي».

[86] انسان: ۸ او ۹ آیتونه

[87] بقره- ۳: او له ورکړې روزۍ مو نفقه ورکوي.

[88] بحارالانوار: ۲ټ، ۱۷مخ « او څه مو چې ورښوولي خپروي یې».

[89] نهج البلاغه: ۱۴۶ ګڼه حکمت.

[90] بقره- ۲۰۱

[91] قصص – ۷۷

[92] منافقون- ۸: او عزت الله ته، رسول ته یې او مؤمنانو ته دی.

[93] وسائل الشیعه: ۱۷ټ، ۴۲ مخ.

[94] وسائل الشیعه: ۱۷ ټ،۱۰مخ.

[95] وسائل الشیعه: ۱۷ټ، ۱۱مخ.

[96] وسائل الشیعه: ۱۷ټ، ۳۸۲ « په بازار کې هغه کېني چې د پلور پېر عقل ولري».

[97] وسائل الشیعه: ۱۷ټ، ۳۸۱« لومړی فقاهت ورپسې سوداګري».

[98] (نور – ۳۶او ۳۷ آیتونه)

[99] (فرقان: ۶۳ تر ۷۶)

[100] یس- ۵۸: «سلام درباندې! دا د لوروونکي پالونکي له لوري خبره ده. »

[101] بحار الانوار: ۶۴ټ، ۳۱۰ مخ.

[102] بحارالانوار: ۲ټ،۸۴مخ.

[103] – بحار الانوار: ۷ ټ ،۴۴۹ مخ.

[104] – بحار الانوار: ۹۱ ټ ،۴۲ مخ.

[105] بحار الانوار: ۱ټ، ۲۲۴مخ.

[106] وسائل الشیعه: ۱ټ، ۴۹مخ، ۱۰ ګڼه حدیث.

[107] (اسرا- ۳۶)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست