تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د دعا مرتبې د انسانانو له روحي مراتبو سره اړه لري دا ټکی مو ووايه چې معلوم شي د دعا بېلابېلې مرتبې د انسانانو د روحونو او زړونو له بېلابېلو مرتبو سره تړاو لري، ټول زړونه او اروا يي يو رنګ او په يوه مرتبه کې نه دي؛ نو ځکه دعاوې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د دعا مرتبې د انسانانو له روحي مراتبو سره اړه لري

دا ټکی مو ووايه چې معلوم شي د دعا بېلابېلې مرتبې د انسانانو د روحونو او زړونو له بېلابېلو مرتبو سره تړاو لري، ټول زړونه او اروا يي يو رنګ او په يوه مرتبه کې نه دي؛ نو ځکه دعاوې يې هم په يوې مرتبې او يو ډول نه دي. د وګړيو دعاوې د کړنو په څېر يې د خپل ضمير له منځپانګې سره پوره تړاو لري.

دعا د معرفت مېوه ده:

تردې مهمتر، له خدای سره د انسانانو خبرې کول، له خدای سره يې د پېژندنې يېبره (محصول) ده؛ يعنې انسان چې له خپل مخاطبه کومه انګېرنه لري، له مخې به يې د خبرو کولو ډول او ادب توپير وکړي.

پيغمبرانو ټول دعا کولو ته رابللي دي. هيڅوک له دعا او د خدای د لورنې او بښنې له غوښتو مستغني نه دی، ټول نيغ په نيغ له خدای سره خبرې کړای او خپلې اړتياوې ترې غوښتای شي. هيڅوک له دې چاره بې برخې نه دي. خدای ته دعا کول، شفيع ته اړتيا نلري، ټولو ته د دعا ور پرانستی دی. شفيعان دا ور نه پرانځي، دا ور تل پرانستی دی؛ خو شفيعان په دې علت چې له اختياراتو او توفيقاتو برخمن دي، خدای ته د ځينو نېکمرغو انسانانو لار ښه ورنژدې کولای شي. د شفاعت او سپارښتنې نظام په دې دنيا او هغې دنيا کې چلېږي او يو داسې چار نه دی چې په بلې نړۍ پورې ځانګړی وي.

د باري تعالی له لورنې او کرم څخه نهيلي ستره ګناه ده:

خدای انسانانو ته پلمه نه لټوي چې دوزخيان يې کړي او يا ورسره لاس و ګرېوان شي او پر ځمکه يې راګوذار کړي، جنت په پلمه ورکوي نه په بيه. انسانان ټول د خدای بندګان او مخلوقات دي. خدای تعالی ته ورګران دي او د خدای تعالی دوستي، د ده د جواد او کرم تجلي ده[1]. په همدې دليل يې پخپله انسانانو ته ورزده کړي چې بیخي د خدای له رحمت او لورنې دې نهيلي نه وي او کله دې هم نه ګڼي چې کار يې نه ماتېدوني ډپ او لا درمله ناروغۍ ته وررسېدلی دی.

 خلک له کريم خدای سره مخامخ دي؛ نو ځکه بايد خپله درملنه اسانه وويني خدای سختګيري نه کوي او د خپلو بندګانو تر دباو او فشار لاندې نيوو لپاره دليل نه راولي. تل مهلت ورکوي چې د بندګانو لپاره ستنېدا ته مجال چمتو وي. هغه مهال چې کوم بنده ګناه وکړي، ستاري کوي او پر عيبو يې پرده اچوي، او په دې کار انسانانو ته هم ورزده کوي چې ستار اوسي او د نورو عيب رابرسېره او پرده يې څېري نه کړي. کله چې بنده ورستون شي، ور نه تړي او سخت شرايط ورته نږدي، په خورا مينه يې مني او اصلاً پخپله شرايط ورته چمتو کوي.

د مولانا په وينا:

چون خدا خواهد که پرده کس درد

میلش اندر طعنه پاکان برد

ور خدا خواهد که پوشد عیب کس

کم زند در عیب معیوبان نفس

چون خدا خواهد که مان یاری کند

میل ما را جانب زاری کند

داسې ګناه او عيب نشته چې انسان تل د خدای له نظره وغورځوي. البته انسانان بايد د خوف و رجا (ډار او هيلې) ترمنځ ژوند وکړي او هوښيار وي، هسې نه يو کار وکړي چې ناخبری ځان د خدای له سترګو وغورځوي. دا، د هر هوښيار سالک همېشنی ډار دی چې هسې نه وجود يې دومره ناروغ او ککړ شي چې درملنې ته يې هيله نه وي. خو په عين حال کې بنده کله هم حق نلري چې د خدای پر وړاندې خپل کار سرته رسېدلی وبولي او فکر وکړي چې ان د خدای لورين لاسونه يې هم پاکولای نشي، د خدای له لورنې نهيلي له سترو ګناهونو ځنې ده. دابو حمزه ثمالي په دعا کې مو ولوستل چې:

وایّ جهلٍ یا ربّ لا یسفه جودک و ایّ زمانٍ اطول من اناتک …. :

«خدايه! ايا داسې خطا شته چې ستا له وجوده لويه وي او ايا داسې وخت شته چې ستا له اوږده زغمه لا اوږد وي. »

يا د علي (ک) په تعبير خدای يوه ګناه هماغه يوه ګناه شمېري؛ خو يوه حسنه (نېکي) لس حسنې بولي او لس ګرايه يې بدله ورکوي (وحسب سيئتک واحدة وصسب حسنتک عشراً) دا تعبير له قرآن څخه اخستل شوی دی. خدای په قرآن کې وايي:

مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا (انعام/۱۶۰) = چا چې ښه كار راووړ؛نو لس ګرايه يې ثواب وركول كېږي او چاچې بد كار راووړ؛ نو د همدې بدو هومره به سزا وركړه شي.

ولې نېکۍ د لسو په ضريب کې ضربېږي؛ خو بديانې نه ډېرېږي؛ په ساده تعبير ولې نيکي برکت مومي، ډېرېږي او څربېږي؛ خو بدي څومره چې وې پاتې کېږي؟ ولې بدۍ د نېکۍ په پرتله د زوال په درشل کې دي:

إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ (هود/۱۱۴) = ځكه نېكي، بدي (او اغېزې يې) له منځه وړي.

او ان کله بدي پر نېکۍ اوړي:

فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ (فرقان/۷۰) = نو الله يې بدي پر نېكيو اړوي.

يعنې ته وا ګټه خو هغوی وکړه چې ډېره بدي يې کړې وي؛ ځکه د تبدېلۍ له وجهې، ډېره نېکې يې پر برخه کېږي! دا د توبې کيميا ده چې بدي پر نېکۍ اړوي او که چا د توبې توفيق وموند؛ يعنې په مېړانه د ځان پر ضد پاڅي، د خاورو غونډۍ د سرو زرو پر غونډۍ اړولای شي او له رذايلو څخه فضايل جوړ کړي:

کاملی ګر خاک ګیرد زر شود

ناقصی ار زر برد خاکستر شود

هو، د دې مطلب يوه مانا او مدلول دا دی چې د خدای وجود، لطف او لورنه پلمه پيدا کوي چې انسانان جنتي کړي او له جهنمه يې وژغوري:

بانګ می آمد که ای طالب بیا

جود محتاج ګدایان چون ګدا

لکه څنګه چې ګدايان جود ته اړمن دي، جود هم ګدايانو ته اړمن دی او هر ځای په اړمن پسې ګرځي، چې څه ورکړي. د خدای تعالی د جواد والي او کريم والي لازمه همدا ده. د خدای جود، هم اړمن پنځوي او هم د اړمن اړتيا ورپوره کوي؛ يعنې دوه غوښتنې لري:

ان یکی جودش ګدا آرد پدید

و ان دګر بخشد ګدایان را مزید

 او همدا په افتتاح دعا کې د دې پرمانا جملې مانا ده چې:

یا من لا یزیده  کثرة العطاء الا جوداً و کرماً

«ای لوروونکيه، چې څومره ډېره لورنه کوې، لورنه دې ډېرېږي.»

دا له دې لامله ده چې څومره اړمن ډېرېږي د اړتيا لرې کونه به هم ډېره شي.

 [1]  اورېدوني ده چې محي الدين عربي، د اسلام له اهمو او مشهورو عارفانو په خصوص الحکم کې په يونسي فص کې راوړي: «اعلم ان الشفقه علی عبادالله احق بالرعایه من الغیره فی الله» وروسته وايي: «داوود عليه السلام څو ځل بيت المقدس جوړ کړ او ويجاړ شو. خدای ته يې ګيله وکړه، خدای وويل خونه مې د وينو تويوونکيو په لاسونو نه ټينګېږي. ويې ويل: ايا د دوی وينه مې ستا په لار کې تويه نه کړه. خدای وويل: هو، ولکنهم أليسوا عبادی (ايا بندګان مې نه وو).

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!