تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه صبر او جهاد خپل زوی امام حسن ته علي (ک) په یوه  لیک کې داسې کاږي. وَ جَاهِدْ فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ وَ لَا تَأْخُذْكَ فِي اللَّهِ  لَوْمَةُ لَائِمٍ وَ خُضِ الْغَمَرَاتِ لِلْحَقِّ حَيْثُ كَانَ وَ تَفَقَّهْ فِي الدِّينِ وَ عَوِّدْ نَفْسَكَ التَّصَبُّرَ عَلَى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

صبر او جهاد

خپل زوی امام حسن ته علي (ک) په یوه  لیک کې داسې کاږي.

وَ جَاهِدْ فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ وَ لَا تَأْخُذْكَ فِي اللَّهِ  لَوْمَةُ لَائِمٍ وَ خُضِ الْغَمَرَاتِ لِلْحَقِّ حَيْثُ كَانَ وَ تَفَقَّهْ فِي الدِّينِ وَ عَوِّدْ نَفْسَكَ التَّصَبُّرَ عَلَى الْمَكْرُوهِ وَ نِعْمَ الْخُلُقُ التَّصَبُرُ فِي الْحَقِّ

څنګه چې ښایي د خدای په لار کې جهاد وکړه، هسې نه د ملامتوونکیو ملامتي دې د خدای له لارې منع کړي. (په هر ځای کې) د خدای لپاره د کړاوونو په ګړنګونو کې پښه کېده او په دین کې د ژورې پوهېدنې په لټه کې اوسه او نفس دې پر مکروه او ناخوښو چارو په زغم روږدی کړه او زغم د حق په لار کې څومره ښه خوی دی.»

جهاد، د ځان د خدایي توب نفې کول دي

د جهاد فی سبیل الله په اړه مو ولوستل چې دا جهاد مازې یوه مانا لري او هغه دا چې پر خپلې خدايي پښې ایښوول. انسانان ددې لپاره چې د خدای ملګری شي باید له خپل سره د الوهیت دعوا وباسي. ددې دعوا نفې عین له نفس سره جهاد دی.

د انسان نفس، سرغړانده او فرعون صفته دی او په ډېر لږ مجال له خپلې پولې اوړي او تشې لاپې شاپې کوي. ددې سرغړونو ځپل او نفس پر خپل ځای کېنول، جهاد دی او څوک چې په دې دننني جهاد کې بریالی شي، دباندېنی جهاد به هم اسان ومومي. البته ددې دوه ډوله بالمره جهاد حکم یو له بله بېل نه دی او نباید یو پر بل مطلق ړومبیتوب ورکړو؛ ځکه په ډېری ځایونو کې له نفس سره په جهاد کې د بریا لپاره، وگړي ته لازم دي چې دباندیني جهادونه هم ومني او په دې ډگر کې هم هڅې او مجاهدتونه وکړي.

د خدای په لار کې نږه مجاهدت د بندګۍ له مخې جهاد دی.

مجاهدت ( که اکبر جهاد وي یا اصغر جهاد) هله  د خدای لپاره دی چې بنده د عبودیت ، لمانځنې او بنده ګۍ په صفت مجاهدت وکړي. د عمل ظاهري بڼه یې د منځپانګې کچه نه ده. خدای د انسان زړه، نیت او دننه ته ویني نه دباندې او ځان ته.

امام صادق (رح) ویلي: ان الله یحشر الناس علی نیاتهم یوم القیمة ( بحارالانوار: ۷۶ ټوک،۲۰۹ مخ)

«خدای د قیامت پر ورځ انسانان د خپلو نیتونو له مخې محشور او راټولوي».

ډېرې ډنډورېزې چارې دي چې د حقایقو په ډګر کې وزن، درونوالی او څه بیه نلري. خدای بصیر (لیدونکی) او ناظر (څارن) دی؛ نو ځکه د بنده څه غم دی چې نور یې له تراخواو اوږدو مجاهدتونو ځنې نه خبرېږي؛ بلکې په کومه کچه چې یو کس ددې لېواله وي چې نور یې د مجاهدت له تریخوالي خبر شي، نو دا کس د رښتوني جهاد له ډگره لرې دی.

د جهاد پر تریخوالي صبر، یو ډول خوږلني ته اړین دی

همدغسې ومو ویل چې ددې ستونزمن جهاد بیخي او قطعي پلې کېدنه په دې کې رانغښتې، چې له بل ځایه یې خوله خوږه شي. هیڅوک یو مخې تریخ عمر تېرولای نشي. انسان مطلب ته د ور رسېدو په هیله ژوندی او خوځنده دی او تر دې هیلې ورهاخوا، هغه خواږه دي چې باید بالفعل او سملاسي یې د مجاهدت په لار کې وڅکي، چې تود او ځواکمن شي.

د خدای په لار کې یو له تضمین شویو پایلو ځنې د هدایت ترلاسه کول دي

د خدای په لار کې جهاد تضمین شوې پایلې لري. خدای خپله تضمین کړی چې د لارې پر مجاهدینو به یې ولورېږي:

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ  ( عنکبوت/۶۹) = او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله د نېكانو مل دى.

کوم مشران چې په بشري تاریخ کې د سترو چوپړتیاوو د راپیدا کېدو لامل ول او ستر توفیقات ورپر برخه شوي وه؛ نو په ژوند کې یې اخلاص کړی او سترې تېرېدنې یې زغملي دي. بې ارادې او بې مجاهدته انسانان په ستر و الهي پېرزوینو کې نه رانغاړلېږي. د توفیق او نېکمرغۍ لار یې په هڅو او مجاهدتونو همواره کړې ده.

«صبر» د «جهاد» سیال دی

علي(ک) په راروسته عبارت کې، خپل زوی «صبر» ته بلي. «صبر» له جهاد سره سیال دی. له آره یو جهاد هم بې صبره نه ترسره کېږي. د جهاد کولو یو له مهمترینو چارو ځنې، په تېره بیا په مکروهاتو زغم دی. انسان باید پوه شي چې نړۍ به یې تل پر مراد نه چورلي که څوک پردې حقیقت پوهېدلی نه وي او ځان یې ورسره موافق او همغږي کړی نه وي؛ نو دا به یو بې همته او ناپوهه انسان وي.

پر مکروهاتو صبر د یو «علم» او یو «همت» ټینګ هوډ یېبره (ثمره) ده

صبر په تېره د مکروهاتو پر وړاندې، د دوو عاملینو یېبره او محصول دی: علم  او همت: علم دادی چې وګړی پوه شي چې نړۍ د هیڅ خاص وګړي په مراد او هیله نه ګرځي او جوړښت یې هم د چا په خوښه او نخچه نه و. شونې ده چې انسان د مطلب ترلاسه کولو لپاره دقیقې کړلارې جوړې کړې وي او د امکان تر بریده یې د نادودو په لرې کونې کې هڅه کړې وي؛ خو دا ټول یې کله هم ډاډمنولای نشي چې هیڅ کوم مکروه چار یا خنډ به ورمخې ته نشي. هستي خدای جوړه کړې ده، نه انسانانو. د هستۍ موخه، پای او جوږښت او د انسانانو شتون په الهي تقدیر پورې مقدر دی؛ نو د حافظ په وینا:

 چو قسمت ازلی بی حضور ما کردند

گر اندکی نه به وفق رضاست خرده مگیر

بلخوا دا علم باید له یو ټینګ هوډ سره مل وي، انسان ددې لپاره چې دا علم د زړه په تل کې کېنوي او خپل کړه وړه ددې پوهې او لیدانې په غوښتنه تنظیم کړي؛ نو لوړهمت او ټینګ هوډ ته اړتیا لري.

دا ډول صبر د نااختیاري چارو په هکله دی

دا ډول صبر ډېر د نا اختیاري چارو په اړه دی. په هستۍ کې د انسان د اختیار او واک کړۍ ډېره تنګه، محدوده او ناڅېزه ده. سره له دې په اختیاري چارو کې زغمناکېدل هم واجب دي. انسان باید د خپلو اختیاراتو په کړۍ کې خپل حسرت، خپګان، پښېماني او بېړه ضبط او کابو کړي. په آر کې د «صبر» اصطلاح د «حبسولو» پر مانا ده او د «نفس صبر» د نفس د کابو کولو پر مانا ده.

په قرآن کې د صبر مانا

خدای تعالی په قرآن کې پېغمبر(ص) ته وايي:

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا (کهف/۲۸) = او له هغوى سره زغم خپل کړه، چې خپل پالونكى سبا و بېګاه يادوي (او) خوښي يې غواړي او د دنيوي ښكلا د لټې لپاره سترګې ترې مه اړوه.

یا د لمانځه په اړه وايي:

وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا (طه/۳۲) = او كورنۍ ته دې د لمانځه امر کوه او خپله هم پرې ټينګ اوسه.

په دې ټول ځایونو کې د «صبر» آریزه مانا، له افراطه د نفس مخنیوی دی. البته صبر، ناازمېیلو او تازه کارو انسانانو ته یو تریخ چار معلومېږي.

«صبر» د زاهدانه عرفان په ښوونځي کې

د سلوک په طریقه کې دوه مشربه او څوبتیاوې شته:

(۱) زاهدانه عرفاني – اخلاقي مشرب (۲) عاشقانه عرفاني – اخلاقي مشرب.

په زاهدانه عرفاني ښوونځي کې، تر هر څه ډېر، سالک ځان بچونې او له خوندونو ځنې ډډې کولو ته رابولي او د خپل نفس لتاړل ترې غواړي چې سختیو او تراخو ته ټینګ شي. خو انسان ددې لپاره چې په خرورونو تراخه وزغمي باید له یوه ځایه یې خوله خوږه شي؛ خو په زاهدانه عرفان کې یې د سالکانو په وجود کې دغسې د شاتو کان نه ایښووه او یوازې یې په یوې خوږې او زړه راښکونې راتلونکې وعدې د اوسنیو تراخو زغملو ته هڅول. د ډېری تېرو او نننیو واعظانو د موعظې دود یو مخې پر همدې لید او طریقه ولاړ دی. دا واعظان له نا ازمېیلو خلکو غواړي په مازې چې د یو چار په ښو یا بدو پوه شو، د خپل نفس غوښتنو ته دې قیضه واچوي او ځان دې له افراطه او تفریطه وژغوري. په ګومان یې مازې پوهېدل لکه کینه یا تمه رذیلت دی، کافي ده چې دا وګړی له دې رذایلو پاک کړي او مازې ددې پوهېدل چې حلم یا قناعت فضیلت دی، کافي ده چې انسان په وګړیز او ټولنیز ژوند کې یې له آفاتو بچ کړي. دا انګېرنه، سقراطي- افلاطوني جرړه لري. د سقراط او افلاطون د ګروهې له مخې ( او په لاروی یې ډېری مسلمان اخلاقی عالمان) نېکانېدو او له بدیو چارو بچېدو ته تر هر څه ډېر باید د ذهن سمونې ته پاملرنه او اهتمام وکړي او په یقین پوه شي چې کوم کار نېک او کوم یو بد دی. که دا پرېکونې او یقیني پوهه ترلاسه شوه؛ نو وګړی به د فضیلت خاوند او د رذیلت پرېښوونکی به شي.

زمونږ د اخلاقو عالمانو او عارفانو د همدې مبنا له مخې، بې له دې چې سالک له یوه اړخ  موړ کړي، درانه پېټي یې ورباندې ایښوول او ترې یې غوښتل چې د رذایلو غټ پنډ په خورا سختۍ او له وسې په ورهاخوا ریاضتونو یوې خوا ته کړي او یو دم د فضایلو غټه برخه عملي کړي. دا عمل او کړ چار د سالک لنډ عمر ته په پامنیوي، د رذایلو او فضایلو غټ غټ پنډونه او د عادي سالک محدوده وسه او ظرفیت، یو ستونزمن (او کم توفیقه) کار و.

په همدې علت ډېریو سالکانو، موخې ته نارسېدلي ساه ورکوله، ژوند یې بې بریا تېرېده او ناکام پاتې کېدل.

«صبر» د عاشقانه عرفان په ښوونځي کې

عاشقانه عرفان چې د «عشق» پر سترې راسپړنې ولاړ دی، په زاهدانه عرفان کې د شلون په بېرته اوبدلو لګیا شو. په دې ښوونځي کې همت او قوي هوډ پر دې و چې د اخلاقي مکلفیتونو ترسره کول، د ریاضتونو د درانه پېټي زغمل او د واعظانو د وعظ پلي کول له عملي اړخ شوني کړي. دې عاشقو عارفانو موندلې وه که سالک د عشق پر سپرلۍ سپور نه وي او خوله یې د مینې له شاتو خوږه نشي، هیڅکله هم د ریاضت دروند پېټی وړای نشي او نه موخې ته رسېدای شي. له همدې لامله د عاشقانه عرفان په ښوونځي کې توصیه دا وه، چې وګړی باید د طریقې په پیلامه کې له مینې یو خوند وڅکي چې د لارې ستونزې په اسانۍ وزغمي. کوم سالک، چې د سلوک په لار کې د مینې له شاتو بې برخې دی، ورو ورو د ریاضتونو او مجاهدتونو د ستونزو په علت، سینه تنګی او تریو ټندی کېږي او د خپلې وګړې انډول له لاسه ورکوي، ان کار تردې ځایه رسي، چې ټوله وګړه یې یو مخې ادلون بدلون مومي او په یو ډېر سخت زړي انسان اوړي . د حافظ په وینا:

 پشمینه پوش تنگخو از عشق نشنیده است بو

از مستیش رمزی بگو تا ترک هوشیاری کند

(حافظ غزلونه، ۱۶۷ مخ)

نصیحت گوی رندان را که با حکم قضا جنگ است

دلش بس تنگ می بینیم مگر ساغر نمی گیرد

(حافظ غزلونه، ۱۳۱ مخ)

ته وا وړینې جامې اغوستنه او تریو ټندي یو د بل مل دي او ته وا د صوفیانو له پراخ ټندۍ سره څه تړاو نه و. حقیقتا د سلوک چار پر «تېرېدنې» او «ایثار = سرښندنې» ولاړ دی. انسان ددې لپاره چې د مانیز کمال په درجو کې ورهسک شي باید له خپلو زړه تړنو لاس ووینځي، په تېره څه چې ورته ګران وي، ورنه تېر شي. خدای وايي :

لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ (آل عمران/۱۹۲) =

دا چار یو ډېر مهم حقیقت دی. «برَ= نېکان» هغه کسان دي چې له خپلو ګرانو تړاوونو یې انفاق کړی دی.

تړاوونه څنګه پرېښووای شو؟

خو وګړی څنګه له خپلو ګرانو تړاوونو لاس واخلي؟ دا یو ډېر ستونزمن کار دی. څنګه انسان له خپلو ګرانو تېرېدای شي او په عین حال کې تریو ټندی نشي؟ که داسې وي چې انسانان یوازې د وچو مواعظو په نیت او انګېزه دې خطرناک چار ته وهڅول شي، په عمل کې به څوک د لوړو ارزښتونو د نښلون او وصال توفیق ونه مومي؛ بلکې «ایثار» او «انفاق» به یو ناموندونی ارمان پاتې شي او انسانان به د وررسېدو په حسرت کې، نهیلې او اندېښمن شي.

د تړاوونو د پرېښوولو یو توفیق ډولې بېلګه  د مولوی او شمس قصه

خو په عاشقانه عرفان کې لومړی؛ ورزده کوي چې دا شونی کار دی او عملي کول یې په یوې ځانګړې طریقې ولاړ دی . دویم؛ دا طریقه هم ورښيي. د عرفاني سلوک په تاریخ کې یوه ډېره اوچته او توفیق ډولې بېلګه له شمس تبریزي سره د مولوی مخامخېدنه ده. د مولوي په غزلیاتو کې، یو غزل دی چې د هغو احتمالي خبرو اترو منځپانګه ده چې د مولوي او شمس ترمنځ شوې وې. مولوی ددې ښکلي غزل په ترڅ کې د تړاوونو د پرېښوولو کېدونی راز راښیي که په رښتوني دا خبرې اترې هم شوې نه وي، هو؛ بېشکه د دې په ژورو مانېزو او سلوکي تجربو ولاړې دي. مولوي د دې مشهور غزل په پیل کې وايي چې شمس تبریزي ته د وررسېدو له لامله مې نوی ژوند وموند.

مرده بدم زنده شدم، گریه بُدم، خنده شدم

دولت عشق آمد و من دولت پاینده شدم

(یوان کبیر ۱۳۹۳ غزل)

 

بیا ددې نوي ژوند رمز راڅرګندوي او ورسره چې ډول ډول محبوبان او تړاوونه تېر شوي، را پر ګوتو کوي او معلوموي، چې دا برَ، هسکوالی او مانیز تکامل یې د کومو محبوبانو د انفاق په سیوري کې موندلی دی. مولوی وايي چې شمس راته وویل:

«ګفت که شیخی و سری، پېشرو وراهبري»

په لار مې قدم ایښووای نشې؛ ځکه ډېر مرېدان درنه راتاو دي او د مشرۍ دعوا لرې. دې پرېمانو تړاوونو دې لاس وپښې درتړلي دي او د الوت او هسکېدو شونتیا نه درکوي. څنګه له دې مریدانو تېرېدای شې او یوازېتوب وزغمې؟ څنګه ددې مرېدانو شا اړول او ترخې خبرې یې وزغمې؟ او مولوی په ځواب کې ورته وویل:

شیخ نیم، پیش نیم، امر تو را بنده شدم

ټول مې پرېښوول او له ټولو تېر شوم، اوس مې یوازې ستا فرمان ته غاړه ایښې.

همداراز:

گفت که دیوانه نه‌ای لایق این خانه نه‌ای

رفتم دیوانه شدم سلسله بندنده شدم

گفت که سرمست نه‌ای رو که از این دست نه‌ای

رفتم و سرمست شدم وز طرب آکنده شدم

گفت که تو کشته نه‌ای در طرب آغشته نه‌ای

پیش رخ زنده کنش کشته و افکنده شدم

گفت که تو زیرککی مست خیالی و شکی

گول شدم هول شدم وز همه برکنده شدم

گفت که تو شمع شدی قبله این جمع شدی

جمع نیم شمع نیم دود پراکنده شدم

گفت که شیخی و سری پیش رو و راهبری

شیخ نیم پیش نیم امر تو را بنده شدم

گفت که با بال و پری من پر و بالت ندهم

در هوس بال و پرش بی‌پر و پرکنده شدم

شمس وايي چې لا تراوسه هوښیار یې، تراوسه د نورو په څېر خوښوونکی یې ، لاتراوسه رول لوبوې، باید مست شې او له دې ټولو ملاحظاتو، کتنو او هوښیارۍ لاسونه ومینځې. مولوی یو یو دا ستونزمنې غوښتنې مني او د عملي کولو ژمنه یې کوي. بیا یې چې دا ټول تړاوونه لتاړ کړل، وايي:

تابش جان یافت دلم وا شد و بشکافت دلم

اطلس نو بافت دلم دشمن این ژنده شدم

صورت جان وقت سحر لاف همی‌زد ز بطر

بنده و خربنده بدم شاه و خداونده شدم

شکر کند کاغذ تو از شکر بی‌حد تو

کآمد او در بر من با وی ماننده شدم

شکر کند خاک دژم از فلک و چرخ به خم

کز نظر وگردش او نورپذیرنده شدم

شکر کند چرخ فلک از ملک و ملک و ملک

کز کرم و بخشش او روشن بخشنده شدم

شکر کند عارف حق کز همه بردیم سبق

بر زبر هفت طبق اختر رخشنده شدم

زهره بدم ماه شدم چرخ دو صد تاه شدم

یوسف بودم ز کنون یوسف زاینده شدم

از توام ای شهره قمر در من و در خود بنگر

کز اثر خنده تو گلشن خندنده شدم

ددې تېرېدنې، ایثار، ځلا او مړښت راز باید د غزل د پیل په بیت کې ولټو: 

دیده سیر است مرا جان دلیر است مرا

زهره شیر است مرا زهره تابنده شدم

هغه دغسې تېرېدنې زغملای شي، چې د مرید، ریاست او تحسین وږی نه وي؛ بلکې روح یې له بل ځایه موړ شوی وي.

څوک چې پر دغسې تړاوونو روږدی وي، د تړاوونو پرېښوول به یې په پرېشانۍ او مرګ پای ته ورسي. ډېری خلک عمدتا خپل روح له همدې شاباسیو، لهو و لعب او انګېرنو مړوي.  په همدې دلیل، که د خپلې روحي تغذیې له دې سرچینو لاس واخلي، له منځه به ولاړ شي:

چون کنی پا را حیاتت زن ګل ست

این حیات را روش بس مشکل ست

نو ځکه انسان باید ړومبی ومومي چې له ناوړې سرچینې خورونه (تغذیه) کوي، په دویم پړاو کې پوه شي چې باید له دې خرابو او فاسدو خوړو لاس واخلي، په درېیم پړاو کې پوه شي چې بې له خپلې لارې او ګودره د دې مزمنې روږدېدنې پرېښوول ډېر ستونزمن او بلکې ناشوني دي او په پای کې ومومي چې سمه لار داده چې ړومبی له سالمې او مړوونکې سرچینې، خپل روح موړ کړي.

د مولوي له نظره د «زړه او سترګو مړښت» د زغمناکېدو شرط دی

په واقع کې شمس په دې خبرو اترو کې له مولوي غواړي چې ددې او هغه له شاباسي، او له ډول ډول ناسمو خوندونو صبر وکړه. مولوي دا زغم د « زړه او سترګو په مړښت» ترلاسه کړ؛ خو اوس  باید وپوښتل شي چې د سترګو مړښت څنګه ترلاسه کېږي؟ او دا سالمه او مړوونکې سرچینه کومه ده؟

مولوي ددې غزل په لومړي بیت کې، ځوابوي:

مرده بدم زنده شدم گریه بدم خنده شدم

دولت عشق آمد و من دولت پاینده شدم

محبت د تړاوونو پرېښوول اسانوي

سالک که د مینې والا وي؛ نوموړې سترګې به ومومې او د تړاوونو پرېښوول به ورته شونې وي.

که وغواړو ویینه په ټیټه کچه اوڅار کړو او د نن ورځې د اروا پېژندنې د اصطلاحاتو له مخې خبرې وکړو، مطلب دا دی چې انسان دوه مهمې اروایي اړتیاوې لري: یوه اړتیا دا ده چې له یوه انسان سره باید مینه وشي او بله دا چې انسان پخپله هم مینه وکړي.

په بله وینا محبوب والی او محب والی دواړه د انسان له اروایي اړتیاوو ځنې دي، ډېر ځل په انسان کې د مینې کولو اړتیا تر محبوب والۍ ډېره وي. د مولوي په تعبیر:

این چنین خاصیتی در آدمی ست

مهر حیوان را کمست آن از کمی ست

څاروي که په مینه کولو کې نیمګړتیا لري؛ همدغسې پنځلېدلي دي خپلې وجودي نیمګرتیا یې لامل دی. هغه چې له مینې ډک او مینې کولو ته ډېره وړتیا او وس لري په رښتونې ښه انسان دی.

حافظ هم په دې اړه وایي:

عاشق شو ار نه روزی کار جهان سر آید

ناخوانده نقش مقصود از کارگاه هستی

عشق او مینه انسان پر سمه لار ټينګوي او خوشخویي، خوشرویي او منځلاري ورپر برخه کوي، ان د حجرات اوم آیت (وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ) په تشریح کې امام باقر (رح) روایت شوی چې ویې ویل:

و هل الدین الا الحب (المیزان تفسیر: ۱۸ ټوک)

«او ایا دین بې له مینې بل څه دی؟»

بکوش خواجه و از عشق بی نصیب نباش

که بنده را نخرد کس به عیب بی هنری

په رښتوني د حافظ له نظره بې مینې انسان، یو بې هنره او ناکام انسان دی او ژوند یې یو مخې تشه توکه ده.

عشق د فضایلو ښوونکی دی

بلخوا عارفانو رازده کړي چې عشق د فضایلو ښوونکی دی، یعنې کله چې د عشق لمبه په یو زړه کې ژبغړاندې شوه، ډېر رذایل – چې «حرص» یې مورینه ده – به وسوځوي.

هر که را جامه زعشقی چاک شد

او ز حرص و عیب کلی پاک شد

هو، که فضلیت زیږې او رغانده مینه او عشق ترلاسه شي، البته وګړی په اسانی زغم ته رابللی شو.

البته عاشقان تل له بې صبرۍ او بی تابۍ سوځېدل؛ نو دا څنګه صبر دی چې عاشقانو ته اسان دی؟ د سعدي په وینا:

شوق را بر صبر قوت غالب است

عقل را با عشق دعوی باطل است

نسبت عاشق به غفلت می‌کنند

وآن که معشوقی ندارد غافل است

دیده باشی تشنه مستعجل به آب

جان به جانان همچنان مستعجل است

بذل جاه و مال و ترک نام و ننگ

در طریق عشق اول منزل است

گر بمیرد طالبی در بند دوست

سهل باشد زندگانی مشکل است

عاشق له عشقه صبرېدای نشي؛ خو په کړاوونو او بدیو صبر کړای شي

واقعیت دا دی څه چې عاشق ته آسان دي، پر عشق صبرونه ده او څه چې ورستونزمن دي، له عشقه صبر دی، نه له کړاوونو صبر. نېکان تل عاشقانو ته پند ورکوي چې له مینې صبر وکړئ، او البته عاشق دا پند اورېدای نشي او نه عمل پرې کړای شي. سعدي وایي:

گفتی صبور باش هیهات

دل موضع صبر بود و بردی

نو ځکه عاشق که څه له عشقه صبر نشي کړای؛ خو له رذایلو پر صبر وسمن دی. عاشق چې له زړه کوم تړاوونه وباسي زیان نه احساسوي؛ ځکه قیمتي مرغلره یې موندلې او روح یې لا وړاندې د مینې په شاتو خوږ شوی دی. دا عاشق سالک به تریو ټندی نشي؛ بلکې په سمندرونو تراخه به زغمي او چورت به یې هم خراب نشي.

«صبر» د طریقت په منځنیو پړاوونو پورې اړوند دی

مخکې هم اشاره وشوه، «صبر» د طریقې له پړاوونو منازلو ځنی دی. سالک له یو ځای روسته له «صبره» تېرېږي او پورته خېژي. ترڅو چې په وجود کې یې د دښمن ځاله وي؛ نو انسان باید له پردي سره مبارزه وکړي؛ یعنې زغمناک وي. مهمترین صبر، د خپل ډولي پردي پر وړاندې صبر دی؛ خو چې دې زغم پایله ورکړه او پردی د انسان له وجوده وشړل شو بل څه نه پاتې کېږي چې وګړی یې پر وړاندې زغمناک شي؛ بلکې تر دې روسته د زړه ټولې غوښتنې، الهي کېږي. له قضا له هغه وخته چې د انسان وجود یو مخې د باري تعالی د قدرت په ولکه کې شو او وګړی د پاکانو او متقیانو په لیکه کې شي، باید د خپل زړه هیلې وپېژني او لاروي ترې وکړي؛ ځکه نور نو دا غوښتنې نفساني او شیطاني غوښتنې نه؛ بلکې رباني هیلې او تمنیات دي.

باید له رذایلو پاکې د نفس غوښتنې ورپوره کړو

قرآن د جنتي پاکانو په اړه وایي:

لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنْفُسُهُمْ خَالِدُونَ (الانبیاء/۱۰۲) = دوى د دوزخ د اور غږ نه اوري او د خپل زړه غوښت په [جنت] کې به تلمېشتي وي.

د اخلاقو عالمانو صبر په روایاتو کې د راغلیو پوهاویو له مخې پر څو ډولونو وېشلی:

صبر په مکروهاتو او کړاوونو کې، صبر په عباداتو کې او صبر پر معصیت.

په دې ټولو ځایونو کې انسانانو ته سپارښتنه کېږي چې د مکروه چارو په اړه، ځان ونه بایلي او نه دې ترورېږي؛ بلکې د باوقاره غره په څېر دې ورسره مخامخ شي. دا ټول صبرونه د نفس د غوښتنو پر وړاندې یو ډول صبر دی؛ خو دا کوم یو «نفس» دی؟ کوم نفس چې د خپلو غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي، هغه نفس دی چې له پردي سره وراغږل شوی. د دې نفس، غوښتنې ناروا دي او پر وړاندې یې صبر کول د سلوک شرط دی؛ خو که دا نفس پاک او چاڼ شو او یو مخې ځلاند او نوراني شو او ټولې غوښتنې ښې او د خدای په خوښه شوې؛ نو «څه چې غواړې وخوره او حلال ورته وایه» په بله وینا کله چې سرچینه پاکه شوه؛ نو څه چې ترې راوځي پاک او ښه به وي؛ نو ځکه د دې مهذب، عقل خوښي او خدای خوښي نفس د غوښتنو پر وړاندې به صبر نه وي. دا مقام یوازې په جنت کې نه تر ګوتو کېږي. د ډېری الهي اولیاوو جنت په همدې نړۍ کې پیلېږي؛ نو ځکه «صبر» د سلوک په ټولو مراتبو او پړاوونو پورې اړوند نه دی.

یو بل ته په حق او صبر توصیه، فرض ده

البته انسانان دې تل یو بل ته په «صبر» توصیه وکړي او تل له دې ټولنیز پلوه پاملرنه ولري چې کله هم ځانونه د امن په کړۍ کې را ایسار ګڼلانی نشي او مدعي شي چې تر دې روسته څه یې چې د وجود له کوزې راوځي پاکې او خوندورې اوبه دي او نور صبر ته بلنه یو بې ځایه چار دی. څو د انسانانو ټولنیز ژوند روان وي او څو انسانان په نړۍ کې اوسي، تل د بېلارېتوب او ناپاکۍ شونتیا شته، په همدې دلیل ټول مکلف یو چې یو بل ته په حق او صبر سپارښتنه وکړو او یو له بله وغواړو چې د بېلارویو په سمونو کې هڅه وکړو او نیمګړتیاوې مو یو بل ته ورپه ګوته کړو. دنیا د دوزخ له مرتبو یوه مرتبه ده او انسانان باید ورو ورو په دې بټي کې وخوټېږي، چې نږه او پاخه شي؛ نو ځکه په نړۍ کې کله هم په حق توصیه او په صبر توصیه له لاسه ورکولای نشو او نباید ور یې کړو. هیڅوک له دې دوو قیمتي چارو مستغني او بې اړې نه دي.

خو له نظري پلوه ویلای شو چې کله د انسان جنت جوړ شي (څه په آخرت کې او څه پر همدې دنیا د چا په نفس کې) نو د صبر سپارښتنه به موضوعیت ونلري.

انسان کله چې خپل شیطان، د روایاتو په تعبیر، مسلمان او تسلیم کړي، نور به یې تر تسلط لاندې نه وي، او څه یې چې د ضمیر له چینې وخوټېږي راڼه او ښه به وي؛ خو همدا نهایي جنت یې د صبر او ړومبي مجاهدت تر سیورې لاندې تر لاسه کړی دی.

پیکه چارې د جنت ور دی او خوندورې چارې د دوزخ ور دی

حضرت علي (ک) د نهج البلاغې په بل ځای کې د پېغمبر (ص) له خولې یوه ښه باخبري ویلي، چې ډېره د غور او سوچ وړ ده. وایي:

فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ (صلى الله عليه وآله) كَانَ يَقُولُ إِنَّ الْجَنَّةَ حُفَّتْ بِالْمَكَارِهِ وَ إِنَّ النَّارَ حُفَّتْ بِالشَّهَوَاتِ (نهج البلاغه ۱۷۶ مه خطبه)

«پیکه چارې له جنته راتاوې دي او خوندورې چارې له دوزخه.»

مولوي هم په مثنوي کې د هغو کسانو حکایت راوړي چې اور ته د ورتلو او اوبو ته د ورتلو ترمنځ اختیارمن شوي ؛ په دوی کې څوک چې ځانونه ځیرک بولي، بې درنګه اوبو ته دانګې؛ خو سر یې له اوره راپورته کېږي او څوک چې په فداکارۍ اور ته ورغورځي؛ نو سر یې له اوبو راپورته کېږي. دا روستۍ ډله لومړی اور سوځنده او له کړاوه ډک ویني؛ خو همدا چې مړانه کوي او اور ته ورغورځي، د کوثر اوبه یې په برخه کېږي.

او به عکس شمعهای آتشی ست

می نماید آتش و جمله خوشی ست

د دې خبرې مانا دا ده، څوک چې جنت ته د ورننوتو پر تمه وي، باید له نادودو او سختیو تېر شي او د خپل نفس له غوښتنو سره مخالفت وکړي او هغوی چې دوزخ ته ورلوېږي، هغه کسان دي چې د خوندونو او خوښیو مجذوب او مفتونېږيږ له امام صادق (رح) روایت دی چې ویې ویل:

من سال الله الجنة و لم یصبر علی الشداید، فقد استهزء بنفسه (بحارالانوار: ۷۸ ټوک: ۳۵۶ مخ)

(څوک چې جنت وغواړي؛ خو پر سختیو صبر ونکړي، پر ځان ملنډې وهي.)

اوس د خدای د دې خبرې پر مانا ښه پوهېدای شو چې:

وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ (بقره/۲۱۶) = او ښايي يو څيز بد وګڼئ؛ خو درته ښه وي او ښايي يو څيز ښه وګڼئ؛ خو درته بد وي.

نو ځکه د سختیو په اړه دا مهم ټکی باید په پام کې ونیسو.

په دې توګه د علي (ک) د کلام (=وعود نفسک التصبر علی المکروه) یو بل اړخ ښه روښانېږي. مکروه او پیکه چارې یو بل مخ هم لري چې باید د عاقبت ویني انسان ورته پام وي. ظاهره ویني انسانان یوازې د مکروه چارو تراخه ویني او ترورېږي ؛ خو عاقبت ویني انسانان د یو شمېر تراخو ورهاخوا خوږلنی ویني. بلخوا ظاهر ویني انسانان د یو شمېر دنیوي تمتعاتو په ظاهري خوږلنی مفتونېږي؛ خو په دې خوږلنیو کې له پرتو وژونکیو زهرو غافلېږي او هلاکت ته یې ورغورځي.

د نړۍ ډېری نعمتونه اپوټه منځپانګه لري

د نړۍ ډېری نعمتونه اپوټه منځپانګه لري. د سلوک په طریقه کې په ظاهره سختې او په واقع کې د خوندورو چارو تشخیص، تر په ظاهره خوندورو او په واقع تراخو چارو ستونزمن او سخت دي؛ خو ورو ورو څوک چې د سلوک په بهیر کې هومره ورپورته کېږي، د چار حقیقت ښه موندای شي او د دې تشخیص حساسیت ورته ښه بربنډېږي. خدای غیور او غیرتي ذات دی؛ نو ځکه قیمتي او ارزښتمنې چارې د نامحرمانو او نا اهلانو له لاسرسی لرې ساتي؛ یعنې کله دوی د تراخو او کړاوونو په پردو کې رانغاړي؛ نو ځکه یوازې هغوی له دې ځلاندو مرغلرو برخمنېدای شي، چې په زړورتوب دې ځیګو ډګرونو ته وردانګي.

نړۍ د الهي امتحان ډګر دی او خدای خپل بندګان په داسې چارو ازمېښتوي چې ښایي ظاهر یې ناخوښه او بدرنګ وي؛ خو باطن یې سراسر خیر دی. د خدای «امتحان» یعنې دا چې خدای بندګان د کړاوونو په بټۍ کې لاندې باندې کوي چې ښکاره شي، څوک زړور دي او سختو ډګرونو ته ور دانګي.

وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنْكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ (محمد/۳۱) = او البته موږ تاسې (ټول) ازمېيو، چې معلوم شي په تاسې کې واقعي مجاهدين او صابران څوک دي؟ او ستاسې (په اړوند) خبرونه او ځانګړنې وڅېړو (او وارزوو، چې تر کومه بريده سمې دي).

وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (بقره/۱۵۵) = او موږ به هرومرو تاسې په يو څه نا څه له وېرې، لوږې، د سرومال او محصولاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته.

دا صابرین هغوی دي چې ګروهن دي، نړۍ پر یو سنجول شوي مدار چورلي او یو مدیریت لري.

هغوی چې د « إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ » له رازه خبر دي، زغمناک دي.

د علي (ک) په تعبیر:

إِنَّ قَوْلَنَا إِنَّا لِلَّهِ إِقْرَارٌ عَلَى أَنْفُسِنَا بِالْمُلْكِ وَ قَوْلَنَا وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ إِقْرَارٌ عَلَى أَنْفُسِنَا بِالْهُلْكِ  (کلمات قصار، ۹۹ ګڼه)  = دا خبره چې وايو؛ “موږ ټول د خداى يو انا لله”، پر بنده ګۍ يې منښته ده او دا چې وايو” او ستنېدل مو يوازې دهغه پر لوري دي “و انا الله راجعون”  په خپلې پوپنا کېدو منښته ده.

او دا یوه بله پانګه ده چې صابران په صبر کې ټینګوي؛ د هستۍ په واقعي وضع پوهېدنه، د خدای تعالی په حکیمانه مدیریت یقین او د خپلې هستۍ له حقیقته باخبري ده. څوک چې د دې مانا پر حقیقت پوه شي، زغمناکېږي؛ یعنې له الهي امتحانه د بري راوتو لپاره چمتو کېږي. له خدایه د زغم توفیق غواړو

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!