بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه غررالحکم،د باب العلم علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ لیکوال : ستر حدیثپوه «قاضي شیخ ابی الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدی» (۵۱۰ س مړ) پرله پسې ۲ مه برخه ۶۶-ریا او ځانښودنه، (له الله تعالی سره) […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
غررالحکم،د باب العلم علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ
لیکوال : ستر حدیثپوه «قاضي شیخ ابی الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدی» (۵۱۰ س مړ)
پرله پسې ۲ مه برخه
۶۶-ریا او ځانښودنه، (له الله تعالی سره) شرک دی.
۶۷-ناپوهي، مرګ دی.
۶۸-ناغېړي، هلاکت دی.
۶۹-هیلې، آفتونه او تباهۍ دي.
۷۰-شیطاني خوندونه، تباه کووني دي.
۷۱-هیلې، بې اتفاقۍ راولاړوي.
۷۲-(له خلکو) نهیلېدل، حریت او ازادي ده.
۷۳-تمه، زیانمنه ده.
۷۴-انصاف کول، کرامت او درونوالی دی.
۷۵-ظالم انسان، پرېوتی او لئیم دی.
۷۶-ښه والی، پیاوړې اډانه ده.
۷۷-ښه بدله، حریت او ازادي ده.
۷۸-زغم، د کار بنسټ دی.
۷۹-بې صبري، هلاکت دی.
۸۰دوستي پالنه، خوشحالي ده.
۸۱-زغم، ښکلا ده.
۸۲-سخا، ښه خوی دی.
۸۳-ځانمني، حماقت دی.
۸۴-حماقت، ناپوهي ده.
۸۵-پوهه، زېرمه ده.
۸۶-عبادت، بریا ده.
۸۷-قناعت، پتمني ده.
۸۸-دین، ښادي ده.
۸۹-(پر الله تعالی او قیامت) ډاډ، (د زړه) رڼا ده.
۹۰-ایمان، خوندیتوب دی.
۹۱-کفر، سرکوزي ده.
۹۲-(د الله تعالی په قضا) خوښي، مړښت او شتمني ده.
۹۳-غوسه، کړاو دی.
۹۴-(پر حق) ډاډمنېدل، بسیاینه ده.
۹۵-بریا، د الله تعالی غوښتنه ده.
۹۶-پاکي، کمال دی.
۹۷-(له الله تعالی) ډار، ژغورنه ده.
۹۸-لاس ته راوړنه، خوشحالي ده.
۹۹-نشتمني، غمونه او خپګانونه دي.
۱۰۰-پور، مریېنه ده.
۱۰۱-د پور ورکړه، ازادي ده.
۱۰۲-رښتیا، ارزښت دی.
۱۰۳-دروغ ویل، رذالت او بدخوی دی.
۱۰۴-نېکچاري، شرافت دی.
۱۰۵-دوستي، نسب دی.
۱۰۶-چوپتیا، هیبت او وقار دی.
۱۰۷-چټیات ویل، ننګ دی.
۱۰۸-اندېښنې او ستونزې، ټپسورۍ راولاړوي.
۱۰۹-سخت ګیري، سپېره ده.
۱۱۰-اند، سمه لارموندنه ده.
۱۱۱-غفلت، لار ورکول دي.
۱۱۲-دنننۍ تقوا، (له حرامو) ډډه کول دي.
۱۱۳-شکمني، اندېښمني راولاړوي.
۱۱۴-د الله تعالی حکم ته غاړه ایښودنه، ژغورنه ده.
۱۱۵-سرغړونه، ورکاوی دی.
۱۱۶-ډار، یو آفت دی.
۱۱۷-کمزوري، بېعقلي ده.
۱۱۸-لټوونکی، موندونکی دی.
۱۱۹-ختاکار، له لاسه ورکوونی دی.
۱۲۰-رښتیا، ژغورنه ده.
۱۲۱-دروغ ویل، ناوړه خوی دی.
۱۲۲-پوهه، عزت دی.
۱۲۳-د الله تعالی اطاعت، پناه ده.
۱۲۴-زغم، ستریا ده.
۱۲۵-بې صبري، د سټې سستي ده.
۱۲۶-زړورتوب، ګاڼه ده.
۱۲۷-ډار، بدرنګي ده.
۱۲۸-سم چلېدل، روغتیا ده.
۱۲۹-تېروتنه، ټپسوري ده.
۱۳۰-بیړه، پښېماني ده.
۱۳۱-روزي، ویشل شوې ده.
-
ټیګونه:
- (د زړه) رڼا ده. ۹۰-ایمان
- (له الله تعالی سره) شرک دی. ۶۷-ناپوهي
- (له حرامو) ډډه کول دي. ۱۱۳-شکمني
- ۶۶-ریا او ځانښودنه
- آفتونه او تباهۍ دي. ۷۰-شیطاني خوندونه
- ارزښت دی. ۱۰۳-دروغ ویل
- ازادي ده. ۱۰۲-رښتیا
- اندېښمني راولاړوي. ۱۱۴-د الله تعالی حکم ته غاړه ایښودنه
- بدرنګي ده. ۱۲۸-سم چلېدل
- بریا ده. ۸۷-قناعت
- بسیاینه ده. ۹۵-بریا
- بې اتفاقۍ راولاړوي. ۷۲-(له خلکو) نهیلېدل
- بېعقلي ده. ۱۱۸-لټوونکی
- پتمني ده. ۸۸-دین
- پرېوتی او لئیم دی. ۷۶-ښه والی
- پښېماني ده. ۱۳۱-روزي
- پناه ده. ۱۲۴-زغم
- پیاوړې اډانه ده. ۷۷-ښه بدله
- تباه کووني دي. ۷۱-هیلې
- ټپسوري ده. ۱۳۰-بیړه
- ټپسورۍ راولاړوي. ۱۰۹-سخت ګیري
- حریت او ازادي ده. ۷۳-تمه
- حریت او ازادي ده. ۷۸-زغم
- حماقت دی. ۸۴-حماقت
- خوشحالي ده. ۸۱-زغم
- خوشحالي ده. ۹۹-نشتمني
- خوندیتوب دی. ۹۱-کفر
- د الله تعالی غوښتنه ده. ۹۶-پاکي
- د باب العلم علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ
- د حضر علی (ک) ویناوی
- د سټې سستي ده. ۱۲۶-زړورتوب
- د کار بنسټ دی. ۷۹-بې صبري
- رذالت او بدخوی دی. ۱۰۴-نېکچاري
- روغتیا ده. ۱۲۹-تېروتنه
- زیانمنه ده. ۷۴-انصاف کول
- زېرمه ده. ۸۶-عبادت
- ژغورنه ده. ۱۱۵-سرغړونه
- ژغورنه ده. ۱۲۱-دروغ ویل
- ژغورنه ده. ۹۸-لاس ته راوړنه
- سپېره ده. ۱۱۰-اند
- ستریا ده. ۱۲۵-بې صبري
- سرکوزي ده. ۹۲-(د الله تعالی په قضا) خوښي
- سمه لارموندنه ده. ۱۱۱-غفلت
- شرافت دی. ۱۰۵-دوستي
- ښادي ده. ۸۹-(پر الله تعالی او قیامت) ډاډ
- ښکلا ده. ۸۲-سخا
- ښه خوی دی. ۸۳-ځانمني
- عزت دی. ۱۲۳-د الله تعالی اطاعت
- غررالحکم
- غمونه او خپګانونه دي. ۱۰۰-پور
- کرامت او درونوالی دی. ۷۵-ظالم انسان
- کړاو دی. ۹۴-(پر حق) ډاډمنېدل
- کمال دی. ۹۷-(له الله تعالی) ډار
- ګاڼه ده. ۱۲۷-ډار
- لار ورکول دي. ۱۱۲-دنننۍ تقوا
- له لاسه ورکوونی دی. ۱۲۰-رښتیا
- مرګ دی. ۶۸-ناغېړي
- مریېنه ده. ۱۰۱-د پور ورکړه
- مړښت او شتمني ده. ۹۳-غوسه
- موندونکی دی. ۱۱۹-ختاکار
- ناپوهي ده. ۸۵-پوهه
- ناوړه خوی دی. ۱۲۲-پوهه
- نسب دی. ۱۰۶-چوپتیا
- ننګ دی. ۱۰۸-اندېښنې او ستونزې
- هلاکت دی. ۶۹-هیلې
- هلاکت دی. ۸۰دوستي پالنه
- هیبت او وقار دی. ۱۰۷-چټیات ویل
- ورکاوی دی. ۱۱۶-ډار
- ویشل شوې ده.
- یو آفت دی. ۱۱۷-کمزوري