تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  غررالحکم،د باب العلم علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ لیکوال : ستر حدیثپوه «قاضي شیخ ابی الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدی» (۵۱۰ س مړ)   پرله پسې ۲ مه برخه   ۶۶-ریا او ځانښودنه، (له الله تعالی سره) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه 

غررالحکم،د باب العلم علي کرم الله وجهه د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ

لیکوال : ستر حدیثپوه «قاضي شیخ ابی الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدی» (۵۱۰ س مړ)

 

پرله پسې ۲ مه برخه

 

۶۶-ریا او ځانښودنه، (له الله تعالی سره) شرک دی.

۶۷-ناپوهي، مرګ دی.

۶۸-ناغېړي، هلاکت دی.

۶۹-هیلې، آفتونه او تباهۍ دي.

۷۰-شیطاني خوندونه، تباه کووني دي.

۷۱-هیلې، بې اتفاقۍ راولاړوي.

۷۲-(له خلکو) نهیلېدل، حریت او ازادي ده.

۷۳-تمه، زیانمنه ده.

۷۴-انصاف کول، کرامت او درونوالی دی.

۷۵-ظالم انسان، پرېوتی او لئیم دی.

۷۶-ښه والی، پیاوړې اډانه ده.

۷۷-ښه بدله، حریت او ازادي ده.

۷۸-زغم، د کار بنسټ دی.

۷۹-بې صبري، هلاکت دی.

۸۰دوستي پالنه، خوشحالي ده.

۸۱-زغم، ښکلا ده.

۸۲-سخا، ښه خوی دی.

۸۳-ځانمني، حماقت دی.

۸۴-حماقت، ناپوهي ده.

۸۵-پوهه، زېرمه ده.

۸۶-عبادت، بریا ده.

۸۷-قناعت، پتمني ده.

۸۸-دین، ښادي ده.

۸۹-(پر الله تعالی او قیامت) ډاډ، (د زړه) رڼا ده.

۹۰-ایمان، خوندیتوب دی.

۹۱-کفر، سرکوزي ده.

۹۲-(د الله تعالی په قضا) خوښي، مړښت او شتمني ده.

۹۳-غوسه، کړاو دی.

۹۴-(پر حق) ډاډمنېدل، بسیاینه ده.

۹۵-بریا، د الله تعالی غوښتنه ده.

۹۶-پاکي، کمال دی.

۹۷-(له الله تعالی) ډار، ژغورنه ده.

۹۸-لاس ته راوړنه، خوشحالي ده.

۹۹-نشتمني، غمونه او خپګانونه دي.

۱۰۰-پور، مریېنه ده.

۱۰۱-د پور ورکړه، ازادي ده.

۱۰۲-رښتیا، ارزښت دی.

۱۰۳-دروغ ویل، رذالت او بدخوی دی.

۱۰۴-نېکچاري، شرافت دی.

۱۰۵-دوستي، نسب دی.

۱۰۶-چوپتیا، هیبت او وقار دی.

۱۰۷-چټیات ویل، ننګ دی.

۱۰۸-اندېښنې او ستونزې، ټپسورۍ راولاړوي.

۱۰۹-سخت ګیري، سپېره ده.

۱۱۰-اند، سمه لارموندنه ده.

۱۱۱-غفلت، لار ورکول دي.

۱۱۲-دنننۍ تقوا، (له حرامو) ډډه کول دي.

۱۱۳-شکمني، اندېښمني راولاړوي.

۱۱۴-د الله تعالی حکم ته غاړه ایښودنه، ژغورنه ده.

۱۱۵-سرغړونه، ورکاوی دی.

۱۱۶-ډار، یو آفت دی.

۱۱۷-کمزوري، بېعقلي ده.

۱۱۸-لټوونکی، موندونکی دی.

۱۱۹-ختاکار، له لاسه ورکوونی دی.

۱۲۰-رښتیا، ژغورنه ده.

۱۲۱-دروغ ویل، ناوړه خوی دی.

۱۲۲-پوهه، عزت دی.

۱۲۳-د الله تعالی اطاعت، پناه ده.

۱۲۴-زغم، ستریا ده.

۱۲۵-بې صبري، د سټې سستي ده.

۱۲۶-زړورتوب، ګاڼه ده.

۱۲۷-ډار، بدرنګي ده.

۱۲۸-سم چلېدل، روغتیا ده.

۱۲۹-تېروتنه، ټپسوري ده.

۱۳۰-بیړه، پښېماني ده.

۱۳۱-روزي، ویشل شوې ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست